د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سرلوڅ د پایلوڅو څخه زړه خوري.

م . ق
26.04.2012

د لروبر څخه:
[url]http://www.larawbar.net/detail.php?id=31481[/url]
دښمن دطالب په جامه کي پښتانه په نښه کړي
سرلوڅ مرادزی
Larawbar.com 2012-04-24
د غزني پیښې او د طالبي ډنډورچیانو تازه رسوايي !

د پښتونخوا پر ټوله سیمه او د پښتنو د ګڼو ولسونو منځ کې داسې شبحه ، تمه او ناڅرګند انتظار خپورشوی او مخ په خپریدو دی چې ګوندې د طالبانو په مټ ملي مقاومت به، پښتنو ته نن وي که سبا د بري ښکلې او رنګینه ډولی راوړي ؛ د تبلیغیانو په خوله، د طالب د بري او ولس ته د خیر ښېګڼې دعاوې به، د پښتنو کندوان له غلو دانو ډک کړي او د طالب په لاړو لامده پوهان یا طالبي روڼ اندې به په ذهني زیار، لیکنو ، کتابونو او سلا او مشورو سره پښتنانه د ۲۱ مې پيړۍ پر پوهنو او تخنیک برلاسې کړي.

د دوی په خیالي او انځور شوې دنیا کې د پښتنو راتلونکې له مخکې ګل ګلزار ده ، چرت وهل پکار نه دي، هرڅه د پښتنو په ګټه روان دي، بس لږ انتظار پکار دی، هرڅه سمیږي !
پښتنو ته د حورو، غلمانو او جنتونو بازار له دوو لسیزو راهیسې، ښه تود او په زوږ ساتل کیږي. ساده زړې پښتانه ، له افغانستان او سیمې سربېره اوس په اروپا او امریکا کې يي هم د طالبانو او د دوی د خواخوږو په تبلیغ چې د اوښانو پشان له خولې ځګونه غورځوي، په حورو او غلمانو پسې ځنځیرونه شکوي !
خو د تبلیغ د نړۍ شاته او د ریښتیني ژوند په کوڅو کې بیا هرڅه بدل دي .
د رسنیو د مالوماتو له مخې، د تیرو څو ورځو راهیسي « وسله والو طالبانو د غزني ولایت په ده یک، اندړو او ګیرو ولسوالیو سربیره د ښار اړوند سیمو کې ګڼ ښوونځي تړلي دي. طالبانو په کلونو د غزني د پښتني سیمو ښوونځي بند کړي وو او اوس هم په اکثرو پښتون مېشتو سیمو کې ښوونځي چندان فعال نه دي. خو د دغه ولایت د هزاره مېشتو سیمو د نجونو او هلکانو ټول ښوونځي فعال دي بلکې هر کال نوي ښوونځي پکې ودانېږي خو طالبان د هزاره وو سیمو ته د تګ جرات نه شي کولی.
همدا راز وسله والو طالبانو زده کونکو او ښوونکو ته ګواښ کړی چې که چیرته خپل آواز پورته کړي کورونو ته به یي ورشي او هلته به ورته سخته سزا ورکړي.
بلخوا د اپریل په ۲۲ مه او ۲۳ مه د غزني ښار اړوند د ده خدایداد، اسپندې او یو شمیر نورو سیمو، چې د غزني ښار مربوط بلل کیږي، هم ګڼ ښوونځي د طالبانو د ګواښ له امله تړل شوي دي.
د یوه راپور له مخې د ښار په مربوطاتو کې شل ښوونځي بند شوي دي. تاند»
په غزني کې د طالبانو روستی چلند چې د دوی د دا شان بې شمېره پېښو یو کوچني خو کرغیړن انځور دی، څرګندوي چې طالبان د زده کړي او پوهې څخه د پښتنو د بچوړو په محرومیت ، د پښتنو لومړی دوښمن ګڼل کیږي . پښتانه په ګاونډ او سیمه کې نور سیالان ، بدخواهان ، حریفان او دوښمنان هم لري خو په کور دننه دارنګه شرګډی او شرمخی دوښمن، یوازې د طالب په بڼه او د هغه د پاکستاني او کورني ډنډورچیانو په جثه کې لیدلای او تجربه کولای شي !
د غزني پېښو په خورا سادګۍ د پښتنو په ګټه د طالب او د هغو د ډول ډول ښکاره او پټو یارانو د لاپو باټو څېرې نورې هم لوڅې کړي . نن را ته یو چا په دې اړه وویل چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او یا کوم طالب دا پېښه نه ده تایید کړې نو چې مجاهد صیب يي نه ده تایید کړې، مانا دا شوه چې دا پېښه طالبانو نه ده کړي .
خو د غزني د اندړو ولسوالۍ د یوه اوسیدونکو په وینا « د سلطان شهاب الدین غوري له ښوونځي نیولي بیا تر ګیرو پوري ټول ښوونځي له یوې مخي تړل شوي او په زرګونو زده کوونکي له زده کړو محروم پاتي شوي دي. همغه سرچینه »
پخوا هم د پوهنې وزارت د ښوول شوو ارقامو له مخې په افغانستان کې ۵۰۰ ښوونځي د ناامنیو او وسلوالو طالبانو په ګواښونو تړل شوي چې هلته د دوه لکو (۲۰۰۰۰۰ ) په شاوخوا کې نجونې او هلکان له لوست محروم دي . ددغو زده کوونکو زیات شمېر بې برخلیکه ګرځي .
د اختر په نوم ۱۲ کلن کوچنی هلک چې د کندهار ولایت د پنجوايی ولسوالۍ په یوه کلي کې استوګنه لري هغه ښوونځي کې چې هلته يي دري کاله زده کړه کړېده او اوس له دوه کلو راهیسې د طالبانو په لاس تړل شوی، زده کړه نه شي کولای. هغه په نهیلۍ سره وايي چې اوس د همزولو پشان چې هغوی ښوونځي ته ځي، نه شي تللای چې خپلې زده کړې بشپړې کړي . اختر په داسې حال کې چې د پنجوايی ولسوالۍ په بازار کې د پلار ترڅنګ سابه خرڅوي، وايی دلته د دوی کور ته نږدې ښوونځی نشته نو ځکه پلار يي له ځان سره د سبو خرڅلاو لپاره بوخت ساتلی دی .
د پکتیا په ولایت کې ۱۲ کلنه جینۍ چې نه غواړي خپل نوم واخلي وايی « د کلیوالي ستونزو سره سره، پلار مې ښوونځي ته پریښودلم خو یو کال کیږي چې د طالبانو په ګواښونو سره نوموړی ښوونځی تړل شوی . نوموړې وايی کلیوالي طالبانو ګواښلم که ښوونځي ته لړه شم وبه مې وژني .
د لاسوندونو له مخې زیات تړل شوي ښوونځي د افغانستان په سهیل ، سهیل لویدیځ او ختیځ کې پراته دي .
دلته اروپا کې چیرته چې زه اوسیږم، یو طالب وزمه چې کورنۍ يي لندن کې میشت ده، کال کې څو ځلې له هیواد څخه دلته په راغلو پښتنو پسې د تبلیغ لپاره راځي او د بېلګې پتوګه ورته وايي د اقتصاد پوهنځی مه لولۍ او په بانکونو کې کار مه کوۍ چې حرام دی او د پښتنو بچوړې دلته هم ژوندکولو ته نه پریږدي .
دوښمن د طالب په جامه کې پښتانه ښه په نښه کړی، هم يي وژني، هم يي ښوونځي او پوهنتون ورسوځوي او هم په دې غم کې د مکر اوښکې تویوي !
هم مې ووژنې پخپله هم په ما باندې ژړا کا
څه ښه یار دی، ښه يي مینه وژل هسې شیون هسې
خوشحال بابا
د ۲۰۱۲ کال د اپریل ۲۴ مه


م . ق
26.04.2012

سرلوڅ به پریږدو او اوس به یې د سرپټ مولوي اندړ څخه واورو:
[url]http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand2&article=32938[/url]
زموږه بې وسي او د دوی ...... !! - لیکوال: مولوي کامل اندړ
Thursday, 04.26.2012, 01:10pm (GMT)

طالبانو په غزني کې د یوې نامانوسې او شرمنده غوښتنې په مقابل کې د مرکز، د ده یک، اندړو او ناوې ولسوالیو مکاتب وتړل، دوی وایي چې دولت باید بي پلیټه موټرسایکلونو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي، ځکه په هغه صورت کې دوی هغه ناځوانمردانه بریدونه کولی شي چې هم په اسلامي قوانینو کې منع دي او هم په ملي او بین المللي او هم په شته افغاني عرف کې. په چادریو کې برید به ایا افغانیت او اسلامیت ومني؟؟ په پټکي کې چې د افغانانو د عزت نښه ده برید به د افغانیت سره تطابق وکړي؟ تر ملي او بین المللي قوانینو به تیر شو ځکه هغه خو دوی( طالبان) بیخي نه مني وايي چې موږ یې له نړۍ سره نه شاربو. بس چې څه مو په زړه جوړه وه هغه ته قانون وايو چې څه مو په زړه نه وه جوړه هغه ته بې قانوني!! بې چاره ګانو له همدې کبله خپل لاسته راوړی حکومت له لاسه ورکړی. په هر صورت، هغه به د نورو کسانو خوښه نه وه چې دوی نور حکومت وکړي، ځکه د خاص هدف لپاره رامنځته شوي وو او د یو هدف لپاره اوس هم فعالیت کوي، بیرته د غزني موضوع ته ځم. معارف تر ډیره چې تر دولت پورې اړه ولري، ولسي حق دی او د ولس د اولاد تر راتلونکي پورې اړه لري، (شف شف نه شفتالو) همدا علت دی چې دوی يې په زغرده ( د رسنیو یا اعلامیو له لارې) مسوولیت په غاړه نه اخلي وایي چې دوی له معارف سره دښمني نه لري، د معارف مسوولین هم مستقیما دوی ته د مسوولیت ګوته نه نیسي خو واقعیت دادی چې دا ۵۷۰ بابه ښوونځي نو بیا چا تړلي دي چې دوی هم وايي موږ له معارف سره مرسته کوو؟؟؟ که دوی نه وي تړلي نو بیا ولې دا ښوونځي ددوی تر نفوذ لاندې سیمو کې تړلي دي؟؟؟ که دوی نه وي تړلي باید چې له هغو کسانو سره یې حساب وکړي چې د تړلو مسوول يې دي، خو غوا توره پۍ یې سپینې.!! همدا توره غوا طالبان او اعمال (سپینې پې!!!) يې معلوم دي!!! په دې خو ټول پوه دي چې ولې ددې جنایت مسوولیت دوی په غاړه واخلي اما دا خو حتمي نه ده چې که دوی یې مسوولیت په غاړه وانخیست نو دوی ( طالبان) به یې مسوول نه وي!!! ځکه هلته خو خلک او رسني هم سترګې لري چې دا مکاتب طالبانو نه دي تړلي نو د خدای ج له لوري خارق العاده تړل شوي دي؟؟ نه متاسفانه ډیر ناځوانمردانه جنایت دی!!
زه د معارف د مسوولینو دا بې وسي په ځای بولم ځکه که دوی مستقیما طالبانو ته ګوته ونیسي، زه فکر کوم چې د تړلو ښوونځیو شمیر ښايي په ۳ ورځو کې تر زرو هم لوړ شي. د معارف مسوولین به په ځای پریږدو، ایا طالبان وجدان او قضاوت لري چې داسې دا بې شرمه، بې وجدانه او له افغانیت سره منافي کارونو ته زور ورکوي؟؟؟ ایا د غزني د ۲۵ بابه تړلو مکاتبو د معصومو او بې ګناه ماشومانو د تور سرنوشت مسوول به څوک وي؟؟؟ ایا د موټرسایکلونو اجازه نه ورکولو په ټس کې باید له معارفه داسې ناځوانمردانه غچ واخستل شي؟؟ عجب منطق او طالبي منطق؟؟!! زه چې د یوویشتمې پیړۍ دا ګړندی پرمختګ او د ۱۶ پيړۍ په یوه اوږده توره څلورلارې کې ددوی حماقت ته سوچ وکړم، نو کله کله مې له سترګو اوښکې تویې شي چې خدایه کاشکې دا غضب خو دې په بل ملت نازل کړی وای نه په افغان ملت!!! یو وخت زه هم خدای زه هم داسې شرمولی وم او اضغاث الاحلامو ته مې بې درسته ورځ زړه باغ باغ کیده، لکه د ملاعمر دیدن، د وړیا جنت خوبونه او نورې افسانوي مزې چړچې چې طالبان تر ننه ورته د نقلونو د افسانوي ښاپیریو او دیوانو په څير منطق ورکوی او ځانونه يې د یوویشتمې پیړۍ له رڼاګانو پرې په توره تیاره کې په لوی لاس ساتلي دي. یو وخت به ما فکر کاوه چې که زه ملاعمر لیدلی ووینم ښایي هغه ورځ جنتي شم ( په دې کیسه مې سخت ایمان درلود چې یو طالب راته وکړه چې ملاعمر د امریکا د بریدونو او د امارت په وروستیو کې داسې تری تم ورک شوی چې یو اس ورته راغی او د غره په لوري یې یووړ او تر ننه بیا چا ونه لید! هغه وخت مې دې کیسې ته د ملاعمر د ولایت په سترګه کتل چې سړی ولي خو اوس پوه شوم چې هغه د ISI اس وو چې مشرف ورته له اسلام اباده رالیږلی و، نو د مشرف میلمه څنګه څوک په اسانه لیدلی شي.) متاسفانه زه په ډاډ وایم چې تر ۵۰ زره زیات افغان ځوانان د یوویشتمې پیړې د پرمختګ له دې ګړندي کاروانه په دغه شان افسانوي او مبتذلو جنتونو کې تر ننه زندانیان دي. زه هغو بې خردانو ته حیران یم چې په سر کې یې واښه دي او دغه شانته نامتجانسو دلایلو او وقایعو ته ملي او اسلامي پیوند ورکوي؟
زه یو لنډ سوال کوم: د مکتب تړلو له دې طالبي پيل شوي جهاد؟؟ سره څه ربط دی؟ د مکتب د تړلو د مشروعیت جواز او منطق څنګه ورته جوړ کړم؟؟ مفتی الاعظم مولانا ایت الله العظمی حضرت ای ایس ای دې هم ورته ځواب راکړي!!
ماته خندا هلته راشي چې کله دقیقه مقایسه کوم نو تر طالبانو راته امریکایان یو څه په زړونو نرم ښکاره شي. طالبان د شپې له چاپو دومره په تکلیف وو چې هره شپه به که ملکيان هم وژل کیدل خو طالبانو به ورڅخه د ځان د ساتلو لپاره سپر جوړ کړی و خو دوی به هم ښه په زیاته پیمانه پکې له منځه تلل، مګر دادي بیا هم دا کار ولسمشر کرزي بند کړ ځکه یو څه زیان یې ولس ته وو، او په ډیر زحمت یې دا کار په امریکایانو ومنلو، بیا دوی ( طالبان) څه غمجن شعرونه لولي: ( پرې الوتکې ګرځي توره نیمه شپه ده- چاپه ده- بیا په جانان ؟؟ سخته شیبه ده) خو چې کله په خپله موکه ورته برابره شي نو نه اسلامي اصول شته او نه ملي او نه ولسي!!! په خپله تر فرعون هم سنګ دل دي- خو له نورو د ترحم هیله لرې؟؟ دا هم طالبي منطق کیدی شي؟؟ کنه په بل مسلم منطق کې خو والله که د توجیه وړ وي؟
تیر کال په هلمند ولایت کې د پلار په غچ کې د یوه ۱۴ کلن ماشوم وژل ایا اسلامي توجیه لري؟؟؟ (( په اسلام کې جرم یو شخصي عمل دی او پلار د زوی او زوی د پلار د جرایمو مسوول نه دی))
اوس دې نو ملا ذبیح الله مجاهد ثابته کړي چې دې عمل ته یې مشران !! ( ای ایس ای، د پاکستان ماشیني چرګان او مفتیان او د ایران ایت الله یان) له کوم اړخه انساني توجیه ورکوي، - حتی ماشوم خدای بښلی او له ګناه معفو دی خو تاسو( طالبان ) یې په حقوقو داسې پل ایږدی لکه د پلار ملکیت مو چې وي. ډیره پټه پټه به یې نه وایو: حتی د شمس العارفین، د سلطان محمود غزنوي لیسې چې د غزني ښار په زړه کې دي د دوی د فتواوو په اساس تړل شوي دي ( او همدغه دقیق راپور دی- دا چې د معارف مسوولین یې نه وایي هغه د دوی خپل کار دی)


khoshalkhan
26.04.2012

اندړ نه يې لوی لوپړ يې
په خپل اندسره دالر ته برابر يې

دکرزي له ملايانو را ښکا ره شوې ملا ګله
cia ته خدمتګا ره د پنجيانو لوی نو کر يې

پړ پړې مو او رېدلې په سلګونو
په دالرو غلط شوی د اسلام لوی سوداګر يې

بيا به هغه وخت را درومې ملا ګله !
سپينې سترګې به کښې ناست يې بې ټبر يې
________________________________
[color=white:4e05dc97aa]السلام علیکم،
زما د مسؤلیت لاندې فورم کې د دلایلو او معقولو منطقي ځوابونو پرځاي شخصي تعرض کول، د اشخاصو سپکاوی او توهین کول او بې ثبوته تهمتونه پورې کول جدا ممنوع او ناقابل برداشت دي، هرڅوک چې د اصولو څخه سرغړونه کوي لیکنه به یې حتما او جزما له بیخه ړنګیږي او هم به د ادارې د تنبیه سره مخامخیږي، دا اصول په هرچاقابل تطبیق دي او هیڅ استثنی نه لري، مواظب اوسئ.
مننه
مبارز قرآني د فورم مسؤل[/color:4e05dc97aa]


م . ق
27.04.2012

اوس به د کندهار څخه احمدفرزان ته غوږ شو چې د دۀ خبرې څومره د ملي احساس او خواخوږۍ ښکارندوي کوي.
[url]http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand2&article=32947[/url]
د ښوونځیو تړل، د ملي احساس او سیاسي شعور ختمول / احمد فرزان / کندهار
Friday, 04.27.2012, 07:20am (GMT)

تیري اونۍ یوه عجیب خو زړه خوږونکي خبر د رسنیو د سرټکی جوړ کړی و . په غزني کي وسلوالو طالبانو د بې نمبر پلیټه موټرسایکلونو د ګرځ بندیز پرضد د شاوخوا پنځوسو ښوونځیو دروازې وتړلې.
عجیب په دې چې د موټرسایکل او ښونځي ترمنځ اړیکه څه ده ؟ او زړه خوږونکی په دې چې بې موجبه د زرګونو معصومو ماشومانو پرمخ د تعلیم او تربيې دروازې وتړل سوې.
تردې یوازي څو ورځي وړاندي تردې هم زړه بوږنونکي خبرمي زړه درزولی و او هغه دا چې د هیواد په شمال کي د یوه ښوونځي ۱۵۰ تنې معصومي زده کونکي په دې ګناه مسمومي سوې وې چې ولي زده کړه کوي.
په دې اړه مي لا سم فکرنه و سره راټول کړی چي بل خبرمي واورید (د خيبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان سيمه کي د هلکانو يو ښوونځی په چاودېدونکو توکو والوزول سو).
زموږ په هیواد او بالخصوص په پښتني میشتوسیموکي په لوی لاس دښووني اوروزني مخه ډب کول ترشا یوه ستره دسیسه لري، ظاهرا ټوپک په لاس نالوستی، احساساتي اودپردیوله خواتیرایستل سوی ځوان دی چې ښوونځي ته اوراچوي ، ښوونکی وژني اوپه یوه او بله پلمه خپل معصوم بچیان له تعلیمه بی برخي کوي خو په اصل کي د دې قام د بې سواده کولو لپاره له ډیرپخوا څخه منظم دسایس په لاره اچول سوي دي.
دافغانستان دښمنانوچې کله هم دافغان ملت ددربدرۍ تابیاکړي نووارله مخه یي دښووني اوروزني پربهیروارکړی،یاخویي داسلام په نوم هڅه کړي دافغان ماشومانودزده کړي مخه ونیسي، دمسجد اوښوونځي ترمنځ واټن پیداکړي اوښوونځۍ دکفرپه ځالي سره معرفي کړي اویایي یې هم دخپلولاسپوڅوپه وسیله داسی تعلیمی نصاب جوړکړی چې افغان ماشومانوته دملي روهیی پرځاي پردی ذهنیت ورکوي.
ښې لاسوداسلام په نوم افغاني ماشومانوله ذهنونوڅخه ملي روهیه وکښل اوکیڼ لاسودخپلوبادارنوله خواورکړل سوی څونمایشي شعارونه دزده کوونکوپه ذهنونوکي واخښل اوملي روهیه ورڅخه لیري کړه.
بیسوادي چې دهري بلامورګڼل کیږي هغه افت دی چې اوس اوس زموږډیری هیوادوال ورسره لاس اوګریوان دي زموږهېواد اوس د نړۍ په كچه يو له ترټولو بې سواده هېوادونو څخه دى چې یوازي یي ۲۳ نيم سلنې وګړي لوستي دي.
زموږهیواد چې د تېرو ديرشو كلونو جګړو اوګډوډیوله امله یي زياتې ضربې خوړلي اودګڼومادي زیانونوترڅنګ يي درنه مانیزه ورانې هم لیدلي ډیرکارته اړتیالري ترڅویوځل بیاپرخپلوپښوودریږی .
وایي دیوه ملت دپایښت اوژوندي پاته کیدلویوازینۍ لاره دهغه ملت ویښتابه ، هوښیارتیا، پوهه اودخپل ملي هویت اوملي تشخص ساتنه ده ، کوم ملت چي خپل ملي هویت له لاسه ورکوي ، له ملي منافعواوهیوادنیوګټوڅخه بی خبره پاتیږي هیڅکله هم ځانته ژوند، عزت اوتشخص نسي موندلای.
یووخت وچې افغان ملت به دنړۍ دسترواکیواوزورواکیوپه وړاندي په یوموټي توګه ټټرنیولی و، ملي غیور، ملي تشخص اوملي وحدت به یي ملاټنګه کړی وه خونن هغه ملت په خپل ځان پوري حیران دی، په خپله ټوټه ټوټه سوی دی ، خپله یي ترمنځ نفاق اوشقاق اچول سوی ، په خپل منځ کی د نژادي ، قومي ، سمتي ، ژبنی اومذهبي تبعیضونوښکارسوی اولاس وپښي پروت دی.
که موږدنړۍ دنوروملتونوغوندي دخپل وجود ادعاکوو اونړۍ ته په ثبات رسووچې موږهم یوقوی ملت یواویاپښتون قوم هم یومتمدن، باشعوره اودژوند حق لرونکی قوم دی نوباید خپل ځانونه په علمي ډګرکي ورسوو، ځانونه پوه کړو، دنوروله احتیاجه ځانونه وباسواوپه خپله خپل هیوادورغوو.
نن موږنړیوالوته په تشولاپوشاپو، دپلرونواونیکونوپه کارنامواوکیسوځانونه قوي ، هیوادپاله اوملت پرسته نسوثابتولای بلکي په اوسنۍ نړۍ کي دقوت ، هیوادپالني اوملت دوستۍ معیارپه عملي ډګرکي کاراوزیاردی .
نن هغه قوم اوهغه ملت ځواکمن ، متمدن ، عزتمند اومترقي ګڼل کیږي چې پوه وي ، خپل ملي ګټي یی پیژندلي وي، ځان یي پرخپلوپښودرولی وی اودنوروله احتیاجه یي ځان ایستل وي .
دیوه ملت اوهیواد دترقۍ اوځواکمنتیامعیاراوس دانه دی چي څوزره کلن تاریخ لري ، امپراتورۍ یي تیري کړي اویایي پلرونواونیکونوتوري چلولي دی ، اوس هغه ملت اوهیواد سترواک ، متمدن عزمند اومترقي ګڼل کیږي لاسونه یي ډک وي ، چاته اړنه وي اوځان یي دي حدته رسولي وي چي نوریي بایدپیښې وکړي.
دامریکا دمتحده ایالاتو دزوکړي یوازي 400 کاله کیږي، ملت یي څوزره کلن تاریخ نه لري اونه هم پلرونه اونیکونه لري ځکه چې ټول دنوروهیوادونوخواربوښکي ناقلین دي ، خواوس دنړۍ زبرځواک ګڼل کیږي، دنړۍ پریکړي ددوی په لاس کي دي ، دایټوم بم اجازه په دوی پوري اړه لري، روا اوناروا دوي تعریفوي اوتمدن اوانسانیت دوی ملتونه ته ښيي.
اوس که ایران هرڅونه زوړتاریخ ولري، هند که هرڅونه لرغونی ملت ولري اوافغانان یاپښتانه که هرڅود ۵۰زره کلن تاریخ دعوه وکړي خوپه اروایي لحاظ ځانونه ترامریکایانوکم احساسوي ، دهغوی فرهنګ ورته قوي ښکاري اوپه لاشعوري توګه دهغوي دفرهنګ اوخوی وخواصوترتاثیرلاندي راغلي دي.
افغانان امریکایانوته نسي ویلای چي تاسوبی موره اوپلاره ولس یاست ، پرون زیږیدلی یاست اودنیکونواوپلورونوکارنامي درته نه دي پاته سوي ځکه موږدهغوي معنوي اومادي پوروړي یو.
که یوافغان دامریکاپه کوم پوهنتون کي زده کړي کړي وي ډیرځان پوه احساسوي نسبت هغه چاته چي په افغانستان کي دننه یي پوهنتون لوستی وي ، هغه افغانان چي دمهاجرت پرمهال امریکاته تللي وي ډیرځانونه ورته متمدن اومترقی ښکاري ځکه چي امریکایان ترموږ په علم اوعمل کي وړاندي دي ، ځکه چي هغوي خپل ځانونه له احتیاجه ایستلي دي اوموږیوچي هغوي ته مودسوال لاس نیولی دی.
دخبروپه میدان کي ښایي یوافغان هم داقبوله نه کړي چې ګوندي افغاني فرهنګ ضعیفه اوناکاره دی خوپه عملي ډګرکي په لاشعوره ډول ټول افغانان ځانونه ترغربي فرهنګ وروسته پاته احساسوي اوهڅه کوي پيښې یي وکړي.
موږ پښتون قوم اوافغان ملت به هغه مهال دترقۍ لوړوپوړیوته رسیږو، دبریالیتوب معراج ته به خیژو، په واقعي دنیاکي به عزت اوشرف مومو، ځانونه به خپلواکوو او دنوروله تسلط ، هراړخیزاستعماراواستثمارڅخه به خلاصون موموچې ځانونه وپوهوو.
که موږهمیشه همداسي په جهل مرکب کي پاته سواوځانونه له دي سره سره چي نه پوهیږوپوه وګڼو، له دي سره سره چي داسلام مفهوم اوحقیقت نه پیژنوځانونه باخبره اومتدین وګڼوهیڅکله به هم له دی دربدریوخلاص نسو.
موږهغه مهال ځانونه پوهولای سوچې په واقعي توګه مسلمانان سو، اسلام وپیژنو، درک یي کړواوپه مفهوم یي ځانونه پوه کړواوبیانودملااوښوونکي ترمنځ توپیرله منځه یوسو، ښوونځي اومدرسه سره یوه کړو، مسجد اومکتب سره پخلاکړواودامي اوملاترمنځ توپیرله منځه یوسو.


Musaferjan
27.04.2012

مبارز صيب :
ته خو يو مسلمان دينپوه ځوان يې، د درنې کورنۍ سره به تړاو لرې، که چېرې په
مقاومت کوم اعتراض لرې؛ نو له خپلې خولې که يې په ښه توګه وړاندې کړې؛
کېدی شي مثبت اثر ولري۰

خو سرلوڅ يو زوړ پرچمي دی، په پتوال صيب مه تېروځه، هغه به ورسره خپل
کليوالي پالي، خو ستاسو غوندې يو دروند شخصيت ته پکار ده چې د سرلوڅانو
په وجه خپل پاک سمعت ته صدمه ونه رسوي۰

په درناوی


م . ق
27.04.2012

[quote:a601d1dc0a="Musaferjan"]مبارز صيب :
ته خو يو مسلمان دينپوه ځوان يې، د درنې کورنۍ سره به تړاو لرې، که چېرې په
مقاومت کوم اعتراض لرې؛ نو له خپلې خولې که يې په ښه توګه وړاندې کړې؛
کېدی شي مثبت اثر ولري۰

خو سرلوڅ يو زوړ پرچمي دی، په پتوال صيب مه تېروځه، هغه به ورسره خپل
کليوالي پالي، خو ستاسو غوندې يو دروند شخصيت ته پکار ده چې د سرلوڅانو
په وجه خپل پاک سمعت ته صدمه ونه رسوي۰

په درناوی[/quote:a601d1dc0a]
محترم مسافر جان صاحب،
له مشورو څخه دې مننه، زه د اشخاصو سره کومه دلچسپي نه لرم، ښاغلی پتوال صاحب هم پدې موضوع پورې څه تړاو نه لري.
که تاسو زما تیرې لیکنې وګورﺉ، ما ډیر سوالونه، انتقادونه، بحثونه او حتی مناظرې کړي خو هیچا کوم اطمینان کن او تسلي بخش ځواب نه دی راکړی برعکس په سپکو، تهمتونو او استهزاګانو سره یې لا توهین کړی یم، نو پدې اساس اوس د نورو لیکنې رانقلوم ترڅو خلک پوه شي چې هغه څه چې ما ورته ګوته نیوله یواځې زما شخصي نظر نه وو بلکه هغه څه دي چې ډیر افغانان یې خواشیني کړي او غواړي پوه شي چې ولې داسې غیر قابل توجیه او ناقابل جبران کړنې کیږي، او دا د ولس حق دی چې باید پوه شي خو کچیرته دوي ځان افغانانو او اسلام ته مسؤل بولي.
دلته د رانقلولو څخه یې بل هدف دا هم دی کچیرته یې مقابل لور ځواب او سپیناوی لري نو پدې فورم کې په اسانۍ سره خپل دلایل وړاندې کولی شي او هم د انتقادونو او سوالونو ځواب کولاي شي.
دا به د اسلامي مفکورې او جهادي تحریک سره مرسته وي چې مونږ اسلامپال د خورا لوړ ظرفیت او ښه علمیت والا ثابت کړو پدې توګه چې د ټولو سوالونو، اشتباهاتو او اعتراضونو علمي، منطقي او معقول ځواب وکړو، او کداسې نشو کولاي نو ګواګې مونږ د ډیر لنډو تنګ و تاریک فکر خاوندان یو، ډیر کم ظرفیت او کمه پوهه لرو چې حتی د انتقاد پزیرۍ ظرفیت هم نه لرو، او پدې توګه مونږ خپلو خلکو او ټولنې ته ښایو چې مونږ هیڅ څیز ته مسؤل او ژمن نه یو، یواځې د زور د لارې غواړو خپله مفکوره په نورو تحمیل کړو، سالم منطق او تعقل باندې باور نه لرو.
نو پداسې حال کې بیا څنګه کولاي شو چې د نورو څخه د احترام،مرستې، وفادارۍ او دوستۍ هیلې وکړو حالانکه مونږ یو اعتراض قدرې نشو زغملاي،نو بیا به خلک څنګه باور وکړي چې مونږ د هغوي غوښتنو، مشورو او خبرو ته غوږ نیسو.
یوازې سرلوڅ خو ندی، د مولوي اندړ او احمد فرزان خبرو ته څه ځواب لرو؟ په کوم دلیل کولاي شو دغو کړنو ته اسلامي توجیه وکړو او خلکو ته قناعت ورکړو؟
د سرلوڅ خو به سرلوڅ وي ځکه یې خبرې وزن نه لري او نه ورته اهمیت ورکوو اما هغه خوارو ماشومانو ته څه ووایو چې ولې مو د درس او تعلیم څخه محروم کړل؟ که دغه ماشومان هم تعلیم وتربیه ونه ګوري نو ایا سرلوڅان او پایلوڅان به ترینه جوړ نشي؟
معارف یوه ډیره جدي موضوع ده چې د افغانستان د نسل اینده او برخلیک ورپورې تړلی، کله چې مونږ د معارف په مقابل کې دومره غټ جسورانه اقدام کوو څنګه د خلکو څخه دا طمع کولاي شو چې چپ پاتې شي او حتی د اعتراض حق نه لري، پداسې حال کې چې دعوه هم کوو چې د ولس ګټو ته ژمن یو او دهغوي دفاع او حفاظت زمونږ دنده ده، د ولس خوله خو به په خاورو ډکه او سینه به یې په ټوپک سړه کړو، رب ته به څه ځواب ورکوو؟ ایا مونږ سره دغه سوال مطرح دی؟ ایا په رښتیا مونږ باور لرو چې خداي ته جوابده یو؟

په درنښت


پتوال
27.04.2012

[quote:45f56d4aa0]خو سرلوڅ يو زوړ پرچمي دی، په پتوال صيب مه تېروځه، هغه به ورسره خپل کليوالي پالي، خو ستاسو غوندې
يو دروند شخصيت ته پکار ده چې د سرلوڅانو په وجه خپل پاک سمعت ته صدمه ونه رسوي۰ [/quote:45f56d4aa0]

و هلکه مسافرجانه !
پتوال خو په دې اواخرو پورې نه په دې او نه بل فوروم کې د سرلوڅ په اړه څه لیکلي دي، خو د اچې د سرلوڅ لیکنه
هم قراني صیب د نورو ډیرو بېطرفه لیکوالانود لیکنو ترڅنګ د لوستونکو مخې ته ایښې ده دا د قرآني صیب
ناپیېلتوب او حقیقت شناسي او د سرلوڅ د شننې ځواک هم په ګوته کوي، ولې برعکس تا خو خپله د زیرکیار صیب
د لیکنې سره بالکل بې تړاوه د سرلوڅ نوم لیکلی، حال داچې پتوال نه دغسې کومه یادونه کړې او نه يې ستا لیکنه شنلې ،
نو بیا له مانه قراني صیب ته دا ښکاره غیبت کول څه معنی ؟؟؟؟؟
هو، که خبره په پرچمي توب کې وي، نو آیا تر پتوال چا هم تر اوسه پورې پرچم او خلق او نور ټول بهر لاسی چوپړیان غندلي (؟)
دا یوه اصولي غندنه ، اړین او اصولی تنقید دی، بهر لاسه سیاسی او پوځي چوپړیانو دې هیواد ته ۳۵ کلن
ناورین راوړی دی، نو هېڅ یوې ډلې ته په هېڅ پلمه نور ددې ناورین
د غځولو اجازه نه ورکول کیږي ! هره ډله ټپله
د حکومت او حکومت پلوه ډلو نه نیولې تر مقامت پورې چې د ایران، پاکوستان، روسیې او نورو ګاونډیو سره
سیاسی، پوځي یااستخباراتي تړاو ولري افغان ملت ته د زغمولو وړ نه ده !!!! لومړی باید پوځی او سیاسی ډلې
له بهرنیو پوځی اواستخباراتي تړاوونو څخه خلاصې ، پاکې او بېزاره شي، نو هله دې بیا له خدای ، رسول
او مظلوم افغان ملت څخه د بخښنې او ملاتړ هیله وکړي !!!! والسلام !!!


Musaferjan
28.04.2012

مبارز صيب:
د اوږدو ليکنو حوصله نه لرم، خو ستاسې او ستاسې په شان د نورو وروڼو د
ارزښتمنو ليکنو د لوستلو کوښښ هرو مرو کوم... په ځواب به يې هم ځان ستړی کوم، خو د سرلوڅانو وامثالهم د ليکنو
په سرليکونو مې غير اختياري سترګې ولګيږي، مګرم د متن له لوستلو يې د
همېش لپاره مخ اړوم، ځکه پوهېږم چې پوچ تبليغات دي، او هيڅکله زمونږ د دردونو دوا نشي جوړېدی۰

ستاسې ليکنې چې ما څومره لوستلي دي، په دوه ټکو خورا ډېر ترکيز په کې تر سترګو کيږي:

لومړی: ستاسې په اصطلاح د پايلوچو قندهاريانو له خوا خصوصا او د جنوبي والو
له خوا عموما د مشرقيوالو په حقوقو خېټه اچول۰

دويم: طالبان بدعتيان دي، سلفي دعوت ته خنډونه جوړوي، د هغوی مدرسې تړي،
او خپلو روا فعاليتونو ته يې نه پرېږدي۰

البته معارف آی اس آی او ورته نورې خبرې ستاسې په خبرو کې د پتوال او لرغونی
صيبانو په شان د ترکېز نقطه نه بلکه د انتقاداتو دلست په ملحقاتو کې راځي، نو د
آی اس آی په اړه به بحث له پتوال صيب سره دوام مومي، او د معارفو بحث د لرغوني صيب سره۰او د دواړو توجيه فکر کوم چې دومره سخت کار نه وي۰

کوم دوه ټکي چې تاسې پرې همېشه ترکيز کړی او کوئ، خامخا د اندېښنې وړ
دي، کوښښ کوم چې په کامل صراحت سره خپل نظر تاسې او لوستونکو سره شريک کړم۰

کوم انتقاد چې په لومړني ټکې کې انځور شوی دی، د طالبانو د تېر پېر په اړه
دی، تر يوه حده مصداقيت لري۰
خو زمونږ ګرانه دوسته دېته هم کتل پکار دي، چې طالبي غورځنګ
څنګه، کله له کوم ځایه او په کومو شرايطو کې پيل شو، چا په کې قربانۍ ورکړې، فکر کوم چې لوستونکي په دې اړه بشپړ مالومات لري، تکرار ته يې اړتيا نشته، همدا ډول د طالبي حکومت دپنځه کلن عمر جنګي سخت شرايط له هيچا پټ نه دي،
جنګي شرايط جنګي وفادارو باباورو، تکړه او غښتليو کسانو ته اړتيا لري،
طالب وزير به يوه ورځ په وزارت کې وو، بله ورځ به خط اول کې وو۰نو که چېرې
طالب حکومت مشرقيوالو ته څه نه وي ورکړي؛ نو والله که پخپله يې داسې دنيوي
څه ترلاسه کړي وي، چې مونږ ورته اشاره وکړی شو۰
دلته يوې مهمې خبرې ته اشاره کوم، چې د جنوب په پښتنو کې يو داسې ځانګړی
صفت دی چې هغه په مشرقيوالو کې نشته، دا سمه ده چې مشرقيوال به په پوهې
او ثقافت کې تر جنوبي والو يوه اندازه مخکې وي، د ښکېلاګ په وړاندې په جګړو
کې به يو شان برخه اخلي، قربانۍ به ورکوي، خو کوم برم او عزم چې د هېواد د يو
کولو لپاره په جنوبي پښتنو کې دی، هغه په مشرقيوالو کې نشته، مشرقيوالو کې
دا جرأت شته، چې د ښکېلاګ په ضد جګړه وکړي، خو دا جرأت نه لري، چې هېواد
له ټوټه کېدو بچ کړي، يا يې د ټوټه کېدو مخه ونيسي، ولو که د خپل مسلمان ورور
په مخ کې د ټوپک پورته کولوته اړتيا پېښه شي؛ خو جنوبي پښتانه دا جرأت لري۰

بله دا چې دا نن مشرقيوالو ته څه حاصل دي؟

په قدرت کې له يو څو لنډغرو، غلو، شراب خورو، زنکه بازانو، او د زمکو د
مافيا والاو څخه پرته نور څوک شته؟؟ په حکومتي زمکو خېټې اچوي، د غريبانو
او مسکينانو څخه ځمکې او کورونه په زوره نيسي، د عزت خلک بېعزته کوي، له
خلکو تور سرې په زوره او په رڼا ورځ بيايي، خو هيڅوک د پورته ورکتلو جرأت
نشي کولی۰
نومونو اخيستو ته يې اړتيا نشته، تاسو ټول يې پېژنئ...
آیا دا خلک د مشرقيوالو هغه نماينده ګان دي چې تاسې پرې ملا تړئ؟؟
که يې پرې نه تړئ، نو څوک داسې څوک شته، چې ميدان ته راووځي؛ په دې لسو
کلونو کې خو مو څوک ونه ليدلو۰
ته او خدای، د طالبانو سپی هم پر دوی شرف نلري؟؟
راځئ چې اوس د مستقبل خبره وکړو، نن وطن ښکېلاګ دی، د وطن د نورو زونونو
په څېر په مشرقي کې هم مقاومت ښه په درز کې روان دی، په ځانګړي ډول، په کنړ
نورستان او د تورې بوړې د محاذ په شاوخوا کې۰
را روان طالب حکومت به هيڅکله هم د پخواني طالب حکومت په څېر
نه وي، که څوک ورته کوښښ هم وکړي؛ بيا به هم ونه توانیږي چې د پخواني سېستم کاپي رامنځته کړي؛ دلته هر چا قربانۍ ورکړي، او هر څوک به ان شاء الله خپل حقه
حقوق کاملا يا په شبه کامل ډول تر لاسه کوي۰

راځم دويم ټکي ته: سلفي دعوت او سلفيان
نو ګرانه وروره: سمه ده چې اوسني حکومت کې تنها سلفي دعوت ته نه، بلکه هر ډول
دعوت ته حتی عيسوي او رافضي دعوت ته کاملا اجازه ده، نو که چېرې آينده طالبي اداره په مخکنۍ هغې قياس کړو، نو اندېښنه به مو پر ځای وي؛ البته آينده
طالبي اداره به په هيڅ صورت له صورتونو د مخکنۍ طالبي ادارې په څېر نه وي، په
روان مقاومت کې سلفيان قربانۍ ورکوي، سلفي واليان او ولسوالان طالبانو مقرر کړيدي، سلفي طالبان په پوره عزم او برم په کنړ، نورستان، او قندهار کې جنګيږي،

مګر که فرض کړو، چې ستاسې اندېښنه په ځای ده؛ نو آيا د اسلامي او مسلمانانو
عمومي مصلحت دا تقاضا کوي، چې د سلفي دعوت په بهانه، د ښکېلاګرو، شمالي
ټلوالې روافضو او ايراني مجوسو په لاسو کې خپل لاسونه ورکړو، او له افغانستان
څخه دويمه سوريه جوړه کړو؟؟؟ او تل تر تله خپل پښتانه سنيان وروڼه له سياسي
معادلې وباسو؟؟؟

په همدې ټکو بسنه کوم، لوی خدای جل جلاله دې مونږ ټولو ته د سمې هدايت وکړي۰

په پښتنې مينې ستاسو مسافر جان

[quote:ec4cb6568f="M-Quraani"][quote:ec4cb6568f="Musaferjan"]مبارز صيب :
ته خو يو مسلمان دينپوه ځوان يې، د درنې کورنۍ سره به تړاو لرې، که چېرې په
مقاومت کوم اعتراض لرې؛ نو له خپلې خولې که يې په ښه توګه وړاندې کړې؛
کېدی شي مثبت اثر ولري۰

خو سرلوڅ يو زوړ پرچمي دی، په پتوال صيب مه تېروځه، هغه به ورسره خپل
کليوالي پالي، خو ستاسو غوندې يو دروند شخصيت ته پکار ده چې د سرلوڅانو
په وجه خپل پاک سمعت ته صدمه ونه رسوي۰

په درناوی[/quote:ec4cb6568f]
محترم مسافر جان صاحب،
له مشورو څخه دې مننه، زه د اشخاصو سره کومه دلچسپي نه لرم، ښاغلی پتوال صاحب هم پدې موضوع پورې څه تړاو نه لري.
که تاسو زما تیرې لیکنې وګورﺉ، ما ډیر سوالونه، انتقادونه، بحثونه او حتی مناظرې کړي خو هیچا کوم اطمینان کن او تسلي بخش ځواب نه دی راکړی برعکس په سپکو، تهمتونو او استهزاګانو سره یې لا توهین کړی یم، نو پدې اساس اوس د نورو لیکنې رانقلوم ترڅو خلک پوه شي چې هغه څه چې ما ورته ګوته نیوله یواځې زما شخصي نظر نه وو بلکه هغه څه دي چې ډیر افغانان یې خواشیني کړي او غواړي پوه شي چې ولې داسې غیر قابل توجیه او ناقابل جبران کړنې کیږي، او دا د ولس حق دی چې باید پوه شي خو کچیرته دوي ځان افغانانو او اسلام ته مسؤل بولي.
دلته د رانقلولو څخه یې بل هدف دا هم دی کچیرته یې مقابل لور ځواب او سپیناوی لري نو پدې فورم کې په اسانۍ سره خپل دلایل وړاندې کولی شي او هم د انتقادونو او سوالونو ځواب کولاي شي.
دا به د اسلامي مفکورې او جهادي تحریک سره مرسته وي چې مونږ اسلامپال د خورا لوړ ظرفیت او ښه علمیت والا ثابت کړو پدې توګه چې د ټولو سوالونو، اشتباهاتو او اعتراضونو علمي، منطقي او معقول ځواب وکړو، او کداسې نشو کولاي نو ګواګې مونږ د ډیر لنډو تنګ و تاریک فکر خاوندان یو، ډیر کم ظرفیت او کمه پوهه لرو چې حتی د انتقاد پزیرۍ ظرفیت هم نه لرو، او پدې توګه مونږ خپلو خلکو او ټولنې ته ښایو چې مونږ هیڅ څیز ته مسؤل او ژمن نه یو، یواځې د زور د لارې غواړو خپله مفکوره په نورو تحمیل کړو، سالم منطق او تعقل باندې باور نه لرو.
نو پداسې حال کې بیا څنګه کولاي شو چې د نورو څخه د احترام،مرستې، وفادارۍ او دوستۍ هیلې وکړو حالانکه مونږ یو اعتراض قدرې نشو زغملاي،نو بیا به خلک څنګه باور وکړي چې مونږ د هغوي غوښتنو، مشورو او خبرو ته غوږ نیسو.
یوازې سرلوڅ خو ندی، د مولوي اندړ او احمد فرزان خبرو ته څه ځواب لرو؟ په کوم دلیل کولاي شو دغو کړنو ته اسلامي توجیه وکړو او خلکو ته قناعت ورکړو؟
د سرلوڅ خو به سرلوڅ وي ځکه یې خبرې وزن نه لري او نه ورته اهمیت ورکوو اما هغه خوارو ماشومانو ته څه ووایو چې ولې مو د درس او تعلیم څخه محروم کړل؟ که دغه ماشومان هم تعلیم وتربیه ونه ګوري نو ایا سرلوڅان او پایلوڅان به ترینه جوړ نشي؟
معارف یوه ډیره جدي موضوع ده چې د افغانستان د نسل اینده او برخلیک ورپورې تړلی، کله چې مونږ د معارف په مقابل کې دومره غټ جسورانه اقدام کوو څنګه د خلکو څخه دا طمع کولاي شو چې چپ پاتې شي او حتی د اعتراض حق نه لري، پداسې حال کې چې دعوه هم کوو چې د ولس ګټو ته ژمن یو او دهغوي دفاع او حفاظت زمونږ دنده ده، د ولس خوله خو به په خاورو ډکه او سینه به یې په ټوپک سړه کړو، رب ته به څه ځواب ورکوو؟ ایا مونږ سره دغه سوال مطرح دی؟ ایا په رښتیا مونږ باور لرو چې خداي ته جوابده یو؟

په درنښت[/quote:ec4cb6568f]


م . ق
28.04.2012

محترم مسافر جان صاحب،
السلام علیکم ورحمة الله،
اجازه راکړه چې ستاسو د بعضو څرګندونو او اشتباهاتو په هکله وضاحت وکړم، داچې تاسو د اوږدو لیکنو د لوستلو حوصله نه لرﺉ نو خپلې خبرې په لنډو ټکو کې رانغاړم.
اصل خبره په اسلامي اصولو او اساساتو کې ده، جنوبي وال او مشرقي وال مطرح ندي، کنه نو تر ګل اغا شیرزي او کرزي به نور مفسد او فاسقین څوک وي؟ تر شاشجاع به بل غدار او خاین څوک وي؟ ډیورنډ چا امضاء کړو؟ د ګندمک شرمیدلی تړون چا د انګریزانو سره وکړو؟؟شاه زمان او شاه محمود هغه دوه ورونه څوک وو چې د قدرت لپاره یې د یو بل سترګې وویستې؟ او وزیر فتح خان یې بند په بند غوڅ کړو؟
نادر افشار چا په اوږو سپور راوست؟؟ قزلباشان او مجوسیان چاپه پښتنو سیمو کې خپاره کړل؟
دا د همدې جنوب خلک وو چې ته یې د ملي وحدت اهل بولې.
دا برداشت مو سم نه دی چې مشرقیوال د افغانستان د یووالي او رهبرۍ اهلیت نه لري، خو دا خبره مو سمه ده چې مشرقي وال نه غواړي د خپل مسلمان ورور وینې توي کړي ځکه چې دا د اسلام او افغانیت تقاضا نه ده، سید جمال الدین افغاني د مشرقي هغه څیره وه چې ګردې اسلامي نړۍ ته یې د وحدت او اخوت پیغام ورساوو، د نن سبا ټول نړیوال اسلامي تحریکونه د هغه په مفکوره باندې څرخي، موسی شفیق هغه صدراعظم وو چې د کمیونستي تندو تیزو موجونو په مقابل کې یې اسلامي سنګر ټینګ او داسلامي نړۍ سره یې اړیکې پیاوړې کړې او هم یې د کمیونستي چپاول په مقابل کې چې نزدي وو ټول ځوانان او تعلیم یافته خلک ګمراه کړي وکولاي شول اسلامي تحریکونه وهڅوي.
د پښتنو د یووالي او د هغوي د حقوقو څخه د دفاع په برخه کې مو وزیر محمد ګل خان مومند له یاده ونه وځي، هغه څه چې هغه د پښتنو لپاره کړي شمال نن هم نشي توانیدلی چې د افغانستان څخه ځان جلا کړي دا د هغه د هڅو برکت وو چې شمال نن هم نشي کولاي هلته میشت پښتانه نادیده ونیسي.
په علمي او ادبي برخه کې تاسو خپله پوهیږۍ هغه به نه یادوو، خو په جهادي رهبرانو کې یواځې مولوي خالص هغه خالص مسلمان وو چې خپله جهادي سپیڅلتیا یې تر اخره وساتله او نن هم د هغه لارویان په تحریک کې ستره ونډه لري.
شیخ جمیل الرحمن لومړنی امیر وو چې اسلامي امارت یې اعلان او تاسیس کړو چې د ګلبدینانو لخوا ړنګ شو، دهماغه امارت څخه د زده کړو پر بناء تاسو او ملګرو پاکستانیانو ته مو د امارت جوړولو سوچ درولویدو چې تاسیس یې په مشرقي کې شوی وو.
په هر صورت د سمتي خبرو څخه به تیر شو خو دا ښه شوه چې تاسو خپله روښانه کړه چې طالبان واقعا یو جنوبي وال تحریک دی او په راس کې یې هم جنوبي وال دي، دا د نورو سیمو مجاهدین ورونه دې هم واوري.
د افغانستان واک او قدرت نه د مشرق او نه د جنوب میراث دی، ټول افغانستان یې حق لري، که هغه شمال دی که مرکز او یا مغرب.
دلته خبره په اصولو کې ده،چې انتسابي مشران په خلکو تپل ظلم او جبر دی، د تعلیم او تربیې دروازې بندول د اسلام ،انسانیت او تمدن سره دښمني ده، د ولسي غیر نظامیانو وژنه لویه ګناه او فتنه ده، د زیر بناء او عام المنفعت تاسیساتو ورانونه جفا، خیانت او غدر دی،د جهادي شخصیتونو او ملي مشرانو وژنه، د پیسو لپاره د خلکو تښتونه، د نورو جهادي تحریکونو مخه نیونه او ځپل یې فرعونيت، تکبر،حرام او غیراسلامي کار دی.
د سلفیانو په هکله هم تاسو اشتباه کړې، زما مقصد دا نه دی چې د سعودي مفت خورو ته عام و تام واک ورکړﺉ ترڅو د ټولو څخه فارمي چرګان جوړ کړي، بلکه زه وایم چې یو رښتینی اسلامي تحریک باید د اسلام ټول اصول او اساسات مراعت کړي،دیوبندي او حقاني دې وي خو چې اسلامي ارزښتونو ته ژمن او وفادار وي، ځان مسؤل او جوابده احساس کړي، د اسلامیونو ښه انځور وړاندې کړي، په خپلو نیکو اعمالو، ښه اخلاقو او لوړ ظرفیت سره د اسلامپالو او اسلام سر لوړ کړي، د معقولیت او منطق لاره خپله کړي، په سیاسي او ټولنیزه برخه کې هم کار وکړي، د خلکو قناعت او حمایت په اصولي او قانوني توګه ترلاسه کړي.
زما په نظر باید د مولوي اغا جان معتصم غوندې طالب شخصیتونو ته اهمیت ورکړل شي او دهغوي خبرو ته غوږ ونیول شي، غور پرې وشي، په خپلو غلطو پالیسیانو باندې نظر ثاني وکړﺉ، د انعطاف، تمایل او مثبت تغیر ظرفیت پیدا کړﺉ.
نور د طالبانو د لوړپوړي چارواکي ښاغلي مولوي اغاجان معتصم څخه واورﺉ:
[url]http://taand.com/index.php?mod=article&cat=oressreview&article=32951[/url]

په درنښت


م . ق
28.04.2012

[url]http://www.larawbar.net/detail.php?id=31533[/url]
غلام ولي نوري
Larawbar.com 2012-04-28
مولوی معتصم اغا جان پرون د The Daily Beastغربي ورځپاڼي سره مرکه کړې وه او ما هغه له انګریزي څخه پښتو ته ترجمه کړه چي د ډېرو کسانو تر څنګ خپله د مرکې لیکوال سمیع یوسفزي او مولوی صاحب اغا جان یې هم ژباړه خوښه کړې وه او دواړو راته سلامونه راولیږل. د مولوی صاحب سلامونو زما لپاره خورا خوشحالونکی پیغام درلود چي نن ټوله ورځ په همدې خاطر ښه خوشحاله ورځ راباندي تېره سوه او د خوشحالۍ دلیل ته به بیرته ددغي لیکني په پای کي راوګرځم.

مولوی معتصم د طالبانو په حکومت کي د مالیې چارو وزیر وو، د طالبانو د حکومت تر نسکورېدلو وروسته د طالبانو د کویټي د شورا غړی، بیا د همدې شورا مشر او د ملا عمر د مرستیال په توګه یې هم وظیفه اجرا کړې ده. ده په تحریک کي ددې ویلو جرات وکړ چي باید طالبان د ملکي افغانانو بشري اړتیاوو ته احترام ولري او د سولي خبري باید پیل سي. دی وایې چي د طالبانو تر واک لاندي سیمو کي باید بشري او پرمختیایې کارونو ته اجازه ورکړل سي او زیاتوي چي موږ په دې پوهیږو چي ځني انجوګاني په افغانستان کي په رښتوني توګه د افغانستان له مسکینو خلکو سره مرسته کوي. معتصم اضافه کوي، چي ښوونځي د افغانستان لپاره بیخي ضروري دي او افغانان باید له تعلیم څخه محروم پاته نه سي او دغه انجوګاني کومه سیاسي اجنډا نه لري او غواړي چي یوازي له غریبو افغانانو سره مرسته وکړي. مولوی اغا جان په تحریک کي لومړنۍ کس وو چي پدې وپوهیده چي طالبان باید د نظامي ځواک ترڅنګ سیاسي او د سولي پروګرامونه هم ولري.

خو د طالبانو او د افغانستان مشکل په همدې کي دئ چي که طالبان د خپل نظامي ځواک تر څنګ سیاسي اجنډا ولري، افغانانو ته احترام وکړي او هغه ټولي خیره ادارې پريږدي چي د افغانستان مظلومو خلکو ته ملکي خدمتونه ورسوي بیا خو نو ددې اوسني حکومت چي د افغانانو په رایو ټاکل سوی دئ تر منځ مشکل هم نسته او دې کار ته به چي طالبان دي یو ملي، سیاسي او اسلامي تحریک سي هیڅکله پاکستان اجازه ورنکړي. د طالبانو په تحریک کي چي هر هغه چا د ملي او اسلامي سیاست پر لور قدم پورته کړی دئ د پاکستان له خوا یا بندي سوی دئ او یا وژل سوی دئ. ملا داد الله، ملا اختر محمد عثماني، ملا برادر، ملا عبیدالله، کوچنی ملا او په خپله مولوی صاحب معتصم یې ښه مثالونه دي.

مولوی صاحب خپل ژوند هغه وخت په خطر کي واچاوه چي کله یې په خلیج کي له افغان حکومت او نړیوالي ټولني سره د طالبانو د خبرو کولو دروازي پرانیستې او دا کار د پاکستان لپاره د خطر زنګ وو او هغوی سم دستي دده د مخه لیري کولو په لټه کي سوه. د ۲۰۰۹ م کال په پای کي نوموړي د کوټي د شورا د غړیتوب په شمول له ټولو پوسټونو څخه بر طرفه سو او تر هغه یوه میاشت وروسته ونیول سو خو ډېر ژر بېرته ایله کړل سو. لومړی د پاکستانیانو پلان داو چي دی باید په زندان کي وساتل سي خو د دوی په نظر دده ګنا خورا لویه وه او صرف په بند یې غاړه نه وتل او دی باید په ګولیو سوری ـ سوری سوی وای. مولوی صاحب تر خوشي کېدو وروسته له خپلي کورنۍ سره په کراچي کي مېشت سو او په تیر اګسټ کي نا معلومو کسانو په کراچي ښار کي په سپینه ورځ په ګولیو وویشت ،دی پر مځکه ولوېد او ویشتونکو هم نور ځکه سر په ونه ګرځاوه چي ګومان یې کاوه نور یې نو کار ور کړی دئ. که څه هم په سپینه ورځ د کراچي په ښار کي د وژني ددغي هڅي مسولیت هیچا په غاړه وانه خیست خو موږ ټوله افغانان او مولوی صاحب پدې پوهیږو چي ولي او چا دی په ګوليو وویشت.

مولوی اغا جان باید د ټولو وطن دوستو او پر اسلام مینو طالبانو لپاره یو ایډیال او د لاري مشعل سي، ځکه چي ده هغه طلسم مات کړ چي که اسلام غواړي او جهاد کوې نو یوازي باید د پنجاب له لاري د جنت پردوس تر دروازو ورسیږي. په دې نړۍ د پاکستان تر څنګ نور ۵۴ اسلامي هیوادونه سته او هر یو یې تر پاکستان پر اسلام مین خلک دي او هغوی د افغانانو مظلومیت هم پېژني او د پاکستاني واکمنو پر اسلام تجارت او پر مسلمانانو او غیر مسلمانانو د ظلمونو او بربریت څخه هم ښه خبر دي. که طالبان په خوا نه وه خبر او یا دا موقع نه وه ورته برابره چي د پاکستان څخه بغیر هم د نړیوالو سره په افغانستان کي د سیاسي لاري مبارزه کولای سي او له هغوی څخه خپل حقوق غوښتلای سي نو اوس دغه بهانه پر نورو درېدلي او دا دروازه د ټولو پر مخ د مولوی صاحب اغا جان په قدم خلاصه سوه. زه د یوه افغان په صفت له خپلو ټولو طالب ورونو څخه دا هېله لرم چي نور د هغه اسلام اباد له ملګرتوب څخه لاس واخلي چي د دوی نیکونو ورته اسلام ور وړ او اوس هغوی دوی ته اسلام ور ښوویې. طالبان باید پوه سي چي یوازي پاکستان نه دئ چي دوی باید د دوستي لاس ور اوږد کړي بلکي دلته د ترکیې، اماراتو، سعودي عربستان، انډونیزیا او نور اسلامي هیوادونه هم سته چي هر یو یې په نړیواله سطحه تر پاکستان لوړ مقام او اعتبار لري.

د مولوی صاحب په شان هر هغه طالب چي په افغانستان کي ملي سیاست کوي او د خپل ولس قدر او احترام لري زموږ ټولو افغانانو لپاره یو ایډیال دئ او د افغانستان دا پاکه خاوره د هغوي په وجود فخر کوي. هر هغه طالب چي د پاکستان تر څنګ نوري اسلامي نړۍ ته د اسلام په سترګه ګوري زموږ د غیور ملت پر افتخاره تاریخ په هغوی فخر کوي. او دا ولس هر هغه څوک مسخه کړي او شړلي دي چي هغوی د پردیو پر اوږو د خپلو خلکو په وژنه نه مړیږي.

مولوی صاحب ما نه لېدلی او نه یې پېژنم خو شاید هغه ما او زما کورنۍ پېژني چي ماته یې سلامونه لیږلي وه. خو تر دې ټولو ور اخوا زما لپاره د خوشحالۍ ځای دا دئ چي نن زما یو طالب ورور خپل اواز لري، هغه کولای سي له ترکیې څخه کاناډا ته خپل یوه ورور ته لیک ولیږي، هغه کولای سي له پېښوره ورغلي یوه افغان سمیع یوسفزي کوربه سي او له هغه سره مرکه وکړي او هر څه چي یې په زړه کي دي ورته ووایې، هغه نن کولای سي نړۍ ته خپل ږغ په خپله ورسوي نه د اسلام اباد له لاري، هغه نن د مولانا رومي د زیارت تر څنګ د افغانستان خلک سولي ته رابولي او له نړیوالو سره د افغانستان پر کشالي د سولي خبري مخ ته بیایې.

ایا افغانان حق نه لري چي سوله ولري؟ ایا افغانان د نړۍ د یو غیور ملت په توګه دا حق نه لري چي د پرمختللي نړۍ سره څنګ په څنګ کي ودریږي؟ ایا افغانان دا حق نه لري چي د نورو ملتونو په شان د علم له رڼا څخه برخمن سي؟ ایا افغانان دا حق نه لري چي خپله نماینده ګي د اسلام اباد پر ځای په خپله وکړي؟ ایا طالب حق نه لري چي خپله مبارزه د نړیوالو اصولو سره سم تر خپل قیادت لاندي وکړي؟ ایا طالب حق نه لري چي خپل اواز په خپله ولري؟ ایا بل څوک دا حق لري چي طالبان د حیوانانو په شان سودا کړي؟ او داسی نور...که دې ټولو ته جواب هو وي نو اوس دا د طالبانو اسلامي تحریک د مشرانو او کشرانو مسولیت دئ چي دوی باید نور د نورو له ایثارت څخه ځان خلاص کړي او په خپله په نیغه توګه له افغان حکومت او نړیوالي ټولني سره هر څه سپین کړي. زه به ډېر خوښ سم چي د خپلو نورو طالب ورونو داسي ازادانه پیغامونه تر لاسه کړم لکه نن چي مي د مولوی صاحب اغا جان څخه تر لاسه کړ. په هغه ورځ به زما هر طالب ورور نه یوازي زما بلکي زما د ټوله غیور ولس ایډیال وي او په تاریخ کي به یې نوم په زرینو کرښو لیکلی وي.

که خدای مه کړه هغه اش هغه کاسه وي نو انجام به یې زموږ د تیر جهاد په شان وي چي د ویني ولي زموږ وبهېدي خو کریډیت یې جنرال اختر واخیست، په ملیونونو افغانان معیوب سول خو چارلیزویسلن یې کریډیټ سټنیګر او خپلو څو رقاصو نجونو ته ورکوي. وطن مو په کنډواله بدل سو خو انګیلا میرکل د شرقي او غربي المان د یو ځای کېدلو په ورځ مننه له ګوربچوف څخه کوي، په ملیونونو افغانان مو دا دېرش کاله کيږي چي بې وطنه دي خو د افغان جهاد د افتخار ډالۍ د ترکي الفیصل په جیب کي ده.
که خدای مه کړه له تیر څخه یې زده نه کړو نو نه به د طالب نوم په تاریخ کي معلوم وي او نه به یې قبر. نه به یې خپل خپل کړي وي او نه به یې پردي دوستان کړي وي. د یوې داسي ورځي په هیله چي ټوله افغانان تر یوه واحد قیادت لاندي د خپل ولس د ابادۍ په کار کي برخه لري او یو له بله سره سیالي کوي. دداسي ورځي په هیله چي زما هر طالب ورور د مولوی اغا جان صاحب په شان خپل اواز ولري.


Musaferjan
28.04.2012

[quote:012a6c7dfe]اصل خبره په اسلامي اصولو او اساساتو کې ده، جنوبي وال او مشرقي وال مطرح ندي،[/quote:012a6c7dfe]
بيخې سمه ده، خو تاسو ته ډېر مطرح دي۰

[quote:012a6c7dfe] کنه نو تر ګل اغا شیرزي او کرزي به نور مفسد او فاسقین څوک وي؟ تر شاشجاع به بل غدار او خاین څوک وي؟ ډیورنډ چا امضاء کړو؟ د ګندمک شرمیدلی تړون چا د انګریزانو سره وکړو؟؟شاه زمان او شاه محمود هغه دوه ورونه څوک وو چې د قدرت لپاره یې د یو بل سترګې وویستې؟ او وزیر فتح خان یې بند په بند غوڅ کړو؟
نادر افشار چا په اوږو سپور راوست؟؟ قزلباشان او مجوسیان چاپه پښتنو سیمو کې خپاره کړل؟[/quote:012a6c7dfe]

دا تاريخ دی، هرچېرته داسې غلطيانې کيږي، د حق او باطل جګړه دوام مومي،
دا چې تاسو د باطل د خلقت هيڅ برداشت نه لرئ؛ نو دا تاسې د الله جل جلاله په خلقتي نظام باندې اعتراض کوئ۰
نو که چېرې ستاسې غوندې شخص ته کار حواله شي؛ د مثاليت د را منځته کولو په
پلمه به د کمونستانو په څېر، يا د ځينو افراطي مسلمانانو په څېر وچ او لامده ټول
تباه کړئ۰

[quote:012a6c7dfe]دا د همدې جنوب خلک وو چې ته یې د ملي وحدت اهل بولې.[/quote:012a6c7dfe]

له ستونځو مې انکار نه دی کړی، خو د وطن او ولس د يو کولو ميزه په جنوبي
پښتنو کې ده، که په بل چا کې وي ؛ راو ويې ښيه۰ او که نه ته ښاغلی انارشي غواړې؟؟

[quote:012a6c7dfe]دا برداشت مو سم نه دی چې مشرقیوال د افغانستان د یووالي او رهبرۍ اهلیت نه لري [/quote:012a6c7dfe]

دا برداشت زما له خبرو ناسم دی، يو وار بيا زما ليکنه ولوله۰

[quote:012a6c7dfe]خو دا خبره مو سمه ده چې مشرقي وال نه غواړي د خپل مسلمان ورور وینې توي کړي[/quote:012a6c7dfe]

د افغانستان نور مسلمان چې جنوبي پښتانه يې يو جز جوړوي، هغوی هم نه غواړي
چې د مسلمان وينه تويه کړي، خو د انارشۍ، ګډوډئ او فساد د ختمولو لپاره کله
کله د مسلمان وينه توييدل هم ضرور وي، د وينې هدر له کفر سره تلازم نه لري۰
ولولا دفع الله الناس بعضهم ببعض لفسدت الأرض....
که چېرې الله جل جلاله ځينې د خلکو په ځينو نورو نه دفعه کولی؛ نو ځمکه به فاسده
شوې وی۰
مفهوم مخالف يې دا دی چې: دفعه کول د الاهي ارادې سره سم دوام لري؛ نو ځمکه
هم فاسده نه ده۰ نو د انساني ژوند د دوام لپاره مثاليت ضرور نه دی۰ مګر د مثاليت
په اړخ هڅه او هاند مهم دی۰

[quote:012a6c7dfe] سید جمال الدین افغاني د مشرقي هغه څیره وه چې ګردې اسلامي نړۍ ته یې د وحدت او اخوت پیغام ورساوو[/quote:012a6c7dfe]

دا ارزاق دي چې لوی څښتن جل جلاله ويشلي دي، سيد جمال الدين افغاني به د
افغانستان په سطحه نه، بلکه د اسلامي نړۍ بلکه د ټولې نړۍ په سطحه يو پوه
شخصيت وي، خو که عسکري قيادي صفات يې لرلی؛ لومړی خو به يې دغه مشرقي
په ځان راټول کړي وی۰ خو هر سړی خپل کار لره پيدا دی کنه۰ چوکی يوه ده، دا ټول نه پرې ځاييږي، سيد جمال الدين د خپلې پوهې له مخې اميرانو او عامو خلکو ته
لاره ښووله، اما زعامت پسې نه ګرځېده۰ ځکه چې زعامت سره د ده کار نه وو۰ خو
کومې پايلې چې دعالم او مفکر سيد جمال الدين علمي او کلتوري هلو ځلو رامنځ ته
کړي؛ هغه أمير سيد جمال الدين افغاني لاسته نشوې راوړلی۰

[quote:012a6c7dfe] موسی شفیق هغه صدراعظم وو چې د کمیونستي تندو تیزو موجونو په مقابل کې یې اسلامي سنګر ټینګ او داسلامي نړۍ سره یې اړیکې پیاوړې کړې او هم یې د کمیونستي چپاول په مقابل کې چې نزدي وو ټول ځوانان او تعلیم یافته خلک ګمراه کړي وکولاي شول اسلامي تحریکونه وهڅوي.[/quote:012a6c7dfe]

ظاهرشاه يې هم قدرداني وکړه، او صدر اعظم يې کړ، که نه د غريب ملا ځوی ته
ګوره او صدر اعظمۍ ته؟؟؟

[quote:012a6c7dfe]د پښتنو د یووالي او د هغوي د حقوقو څخه د دفاع په برخه کې مو وزیر محمد ګل خان مومند له یاده ونه وځي، هغه څه چې هغه د پښتنو لپاره کړي شمال نن هم نشي توانیدلی چې د افغانستان څخه ځان جلا کړي دا د هغه د هڅو برکت وو چې شمال نن هم نشي کولاي هلته میشت پښتانه نادیده ونیسي.[/quote:012a6c7dfe]

دغه کار د ده لاسه کېده،او ويې کړ، هغه وخت به ورته ډېرو پښتنو ښکنځلې کړي
وي، خو نن يې ټول بابا بولي۰ دېته وايي لوی انسان۰

[quote:012a6c7dfe]په علمي او ادبي برخه کې تاسو خپله پوهیږۍ هغه به نه یادوو، خو په جهادي رهبرانو کې یواځې مولوي خالص هغه خالص مسلمان وو چې خپله جهادي سپیڅلتیا یې تر اخره وساتله او نن هم د هغه لارویان په تحریک کې ستره ونډه لري.[/quote:012a6c7dfe]
له دې څوک انکار نه کوي، د يونس خالص رحمه الله ورثه نن د هغه لار تعقيبوي، او
د ښکېلاګ په ضد د مولوی صاحب د وصيت سره سم جهاد ته ادامه ورکوي۰

[quote:012a6c7dfe]شیخ جمیل الرحمن لومړنی امیر وو چې اسلامي امارت یې اعلان او تاسیس کړو چې د ګلبدینانو لخوا ړنګ شو، دهماغه امارت څخه د زده کړو پر بناء تاسو او ملګرو پاکستانیانو ته مو د امارت جوړولو سوچ درولویدو چې تاسیس یې په مشرقي کې شوی وو.[/quote:012a6c7dfe]

خو تاسې ښاغلي بيا د ګلبدينيانو دفاع ته همېشه ډانګ په لاس ولاړ ياست، هغه هم
د سمتي حساب په وجه، بياکاږئ چې:

[quote:012a6c7dfe]په هر صورت د سمتي خبرو څخه به تیر شو[/quote:012a6c7dfe]
خو ستاسې ټولې خبرې پښتانه په سمت سمت ويشي، آيا دا له خپل قوم سره خيانت
نه دی؟؟؟

[quote:012a6c7dfe] خو دا ښه شوه چې تاسو خپله روښانه کړه چې طالبان واقعا یو جنوبي وال تحریک دی او په راس کې یې هم جنوبي وال دي، دا د نورو سیمو مجاهدین ورونه دې هم واوري.[/quote:012a6c7dfe]
دا ستاسو غلط برداشت دی... طالب تحريک يو عام اسلامي ملي او وطني پاک
جهادي سرتاسري مسلح مقاومتي تحريک دی۰ په يو زون او سمت پورې يې تړل
لويه جفاکاري ده۰

[quote:012a6c7dfe]د افغانستان واک او قدرت نه د مشرق او نه د جنوب میراث دی، ټول افغانستان یې حق لري، که هغه شمال دی که مرکز او یا مغرب.[/quote:012a6c7dfe]

دا خبره اصولا سمه ده، خو عرف او واقع هم په اسلام کې معتبر دي، د افغانستان
ټولنيز جوړښت دا توجيبوي، چې داسې قوي څوک دې په رأس کې وي، چې امن
او سوله تأمين کړی شي، ارتوکه خلک دا وطن نشي ټينګولی۰۰۰ هر کله چې
د ولس په ټولنيز ژوند کې د پام وړ تغيير راشي؛ نو بيا هغه ساعت او مصلحت۰

[quote:012a6c7dfe]د سلفیانو په هکله هم تاسو اشتباه کړې، زما مقصد دا نه دی چې د سعودي مفت خورو ته عام و تام واک ورکړﺉ ترڅو د ټولو څخه فارمي چرګان جوړ کړي،[/quote:012a6c7dfe]

څنګه چې تا ښاغلي خبره چرګو او چرګوړو ته وويسته، نو زه به دې لږ غوږ در تاو
کړم، که له تا څوک پوښتنه وکړي؛ چې ته د چا خورې؟ څه ځواب ورته لرې؟
سعودي يو اسلامي هېواد دی، پرون يې ظاهر شاه ته د ايټاليا خرچه ورکړې،

بيا د کمونستانو په ضد له مونږ سره پوره مرستې کړي، که نن ترې افغانان څه وخوري؛ نو څه پروا لري؟ خو ته يې له چا خورې؟

[quote:012a6c7dfe] بلکه زه وایم چې یو رښتینی اسلامي تحریک باید د اسلام ټول اصول او اساسات مراعت کړي،دیوبندي او حقاني دې وي خو چې اسلامي ارزښتونو ته ژمن او وفادار وي، ځان مسؤل او جوابده احساس کړي، د اسلامیونو ښه انځور وړاندې کړي، په خپلو نیکو اعمالو، ښه اخلاقو او لوړ ظرفیت سره د اسلامپالو او اسلام سر لوړ کړي، د معقولیت او منطق لاره خپله کړي، په سیاسي او ټولنیزه برخه کې هم کار وکړي، د خلکو قناعت او حمایت په اصولي او قانوني توګه ترلاسه کړي.[/quote:012a6c7dfe]

په مثالياتو بايد او نبايد کار نه کيږي، دتېر جهاد په وخت مو په مدرسو او مکتبونو ډېر اوريدلي دي، زمونږ ټولنه د صحابه کرامو ټولنه نه ده، دغه صفات چې
تاسې ورته اشاره کړې، بايد همداسې وي؛ خو نن ددغو صفاتو نيمايي د مصري
اخوانيانو په اتيا کلن تحريک کې نشته، خو د افغانستان غوندې له يو شړيدلي
او څلوېښت کلن جنګ ځپلې هېواده څرنګه داسې مثالي صفتونه غواړې؟؟

نور مو په لوی څښتن سپارم


م . ق
28.04.2012

[quote:90dd492880]بيخې سمه ده، خو تاسو ته ډېر مطرح دي۰[/quote:90dd492880]
لومړی تاسو دغه خبره پدې موضوع کې ذکر کړه چې هیڅ تړاو یې هم ورپورې نه لرلو خو دا یو مسلم حقیقت دی چې د طالبانو ډله یو جنوبي وال تحریک دی، دا تاسو خپله هم منلې، ځکه ستاسو په اند بل چا کې دغه خاصه او میزه نشته!

[quote:90dd492880]دا تاريخ دی، هرچېرته داسې غلطيانې کيږي، د حق او باطل جګړه دوام مومي،
دا چې تاسو د باطل د خلقت هيڅ برداشت نه لرئ؛ نو دا تاسې د الله جل جلاله په خلقتي نظام باندې اعتراض کوئ۰
نو که چېرې ستاسې غوندې شخص ته کار حواله شي؛ د مثاليت د را منځته کولو په
پلمه به د کمونستانو په څېر، يا د ځينو افراطي مسلمانانو په څېر وچ او لامده ټول
تباه کړئ۰[/quote:90dd492880]
هو تاریخ دی او تاریخ د یو ملت حقیقي انځور او ماهیت وړاندې کوي، تاسې د مشرقي د بعضو غیر پښتنو نیمګړتیاوې په ګوته کړې وې، او ما هم درته د جنوب اصل او تاریخ بیان کړو چې څوک او څرنګه خلک دي، البته تاسو زنکه بازۍ او څشی څشی یاد کړی وو خو ما بیا هم د جنوبي بچه بازي، سګ بازي، پایلوچتوب وغیره وغیره یاد نه کړو.
د باطل خلقت منم، شیطان منم، خو د یو مسلمان لپاره شیطاني کړنې او باطل پرستي نه منم، ترطالبانو زیات افراطیت په نړۍ کې هیڅوک نه لري، البته دغه افراطیت په اسلام کې نه بلکه په اخوندي فکر کې کوي، طالبانو د یو جامد اخوندي نظام لپاره هرڅه له مینځه وړي حتی مکتبونه، پلونه، سرکونه، باغونه، د خپل اخوندي فکر په مقابل کې، اخوانیان، سلفیان، شمالیان، مشرقیان، مغربیان هیڅوک نه شي زغملاي.
په ایمان او عقیده کې مثالیت شرط دی،( آمنوا کما امن الناس)

[quote:90dd492880]له ستونځو مې انکار نه دی کړی، خو د وطن او ولس د يو کولو ميزه په جنوبي
پښتنو کې ده، که په بل چا کې وي ؛ راو ويې ښيه۰ او که نه ته ښاغلی انارشي غواړې؟؟[/quote:90dd492880]
نه دا حقیقت نه دی، د جنوبي په خلکو کې د یو کوولو او اتحاد میزه او خاصه بیخي نشته، بلکه د نفاق خاصه پکې شته، ایا دا جنوب نه دی چې د شمال او مشرق په مقابل کې یې سنګر نیولی؟؟ ایا په جنوب کې قوم او قبیله بازي نه کیږي؟ الکوزی، سدوزی، محمد زی، بارکزی، غلځی او درانی په خپل مینځ کې سره حساسیتونه نه لري؟؟ کرزی او ملا عمر د یو بل په مقابل کې نه دي ولاړ؟؟ او تیر تاریخ خو مې درته مخکې بیان کړو چې څنګه یې دیو بل غوښې خوړلي.
انارشیزم ته تاسو لمن وهئ ځکه چې د خپل ځان څخه پرته بل څوک نه زغمئ او همدا کار نور خلک مقابلې او انارشیزم ته مجبوروي.
د پښتنو په هیڅ ټبر کې دغه خاصه او میزه نشته، ګنې خوشحال خټک به ترینه زړه نه خوړو او نه به پرې نن پنجابي حکومت کولو.

[quote:90dd492880]دا برداشت زما له خبرو ناسم دی، يو وار بيا زما ليکنه ولوله۰[/quote:90dd492880]
ستاسو لیکنه دغه ده، اوس خپله ووایاست چې مراد دې څه دی؟
[quote:90dd492880]دلته يوې مهمې خبرې ته اشاره کوم، چې د جنوب په پښتنو کې يو داسې ځانګړی
صفت دی چې هغه په مشرقيوالو کې نشته، دا سمه ده چې مشرقيوال به په پوهې
او ثقافت کې تر جنوبي والو يوه اندازه مخکې وي، د ښکېلاګ په وړاندې په جګړو
کې به يو شان برخه اخلي، قربانۍ به ورکوي، خو کوم برم او عزم چې د هېواد د يو
کولو لپاره په جنوبي پښتنو کې دی، هغه په مشرقيوالو کې نشته، مشرقيوالو کې
دا جرأت شته، چې د ښکېلاګ په ضد جګړه وکړي، خو دا جرأت نه لري، چې هېواد
له ټوټه کېدو بچ کړي، يا يې د ټوټه کېدو مخه ونيسي، ولو که د خپل مسلمان ورور
په مخ کې د ټوپک پورته کولوته اړتيا پېښه شي؛ خو جنوبي پښتانه دا جرأت لري۰[/quote:90dd492880]

[quote:90dd492880]د افغانستان نور مسلمان چې جنوبي پښتانه يې يو جز جوړوي، هغوی هم نه غواړي
چې د مسلمان وينه تويه کړي، خو د انارشۍ، ګډوډئ او فساد د ختمولو لپاره کله
کله د مسلمان وينه توييدل هم ضرور وي، د وينې هدر له کفر سره تلازم نه لري۰[/quote:90dd492880]
د مسلمانانو وینه تویونه خپل شرایط او اصول لري، خپل خاص صورتونه لري، خو د بغاوت او فساد په مقابل کې د مسلمانانو وینه تویونه فقط د یو منتخب اسلامي حکومت حق دی، هره ډله نشي کولاي د خپلې ډلې په نفع او قدرت ته د رسیدلو لپاره د مسلمانانو وینه توي کړي،کداسې وی نو یزید هم ګناه نه ده کړې چې د خپل واک لپاره یې د زرګونو مسلمانانو وینې توي کړې، صرف د هغې ډلې وینه تویونه جایز ده چې د منتخب اسلامي حکومت څخه بغاوت کوي (وان طایفتان من المؤمنین اقتتلوا فقاتلوا التي تبغي..............الخ)
د وینې تویول خپله غټ فساد دی (یفسدون في الارض ویسفک الدماء)
[quote:90dd492880]ولولا دفع الله الناس بعضهم ببعض لفسدت الأرض....
که چېرې الله جل جلاله ځينې د خلکو په ځينو نورو نه دفعه کولی؛ نو ځمکه به فاسده
شوې وی۰[/quote:90dd492880]
پدې ایت کې د ځینو خلکو څخه په ځینو مراد مسلمانان په کافرانو دي، دا مطلب نه دی چې مسلمانان دې مسلمانان ووژني، تفاسیرو ته رجوع وکړه، زه یې دلته د اوږودوالي له وجي نه رانقلوم.
د همدې ایت په تاید په بل ځاي کې راځي:
وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّـهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّـهِ كَثِيرًا، نو معلومه شوه چې دلته د فساد څخه مراد د مساجدو او د عبادت د ځایونو د ورانیدلو دی چې دا کار د کفارو دی او مسلمانان ددغې فساد څخه دفاع کوي.
د افسوس خبره ده چې د خپل ناحق او غیر مشروع عمل لپاره ایتونه هم د ځان په فایدې تاویلوﺉ.
[quote:90dd492880]سيد جمال الدين افغاني به د
افغانستان په سطحه نه، بلکه د اسلامي نړۍ بلکه د ټولې نړۍ په سطحه يو پوه
شخصيت وي، خو که عسکري قيادي صفات يې لرلی؛ لومړی خو به يې دغه مشرقي
په ځان راټول کړي وی۰ خو هر سړی خپل کار لره پيدا دی کنه۰ چوکی يوه ده، دا ټول نه پرې ځاييږي، سيد جمال الدين د خپلې پوهې له مخې اميرانو او عامو خلکو ته
لاره ښووله، اما زعامت پسې نه ګرځېده۰ ځکه چې زعامت سره د ده کار نه وو۰ خو
کومې پايلې چې دعالم او مفکر سيد جمال الدين علمي او کلتوري هلو ځلو رامنځ ته
کړي؛ هغه أمير سيد جمال الدين افغاني لاسته نشوې راوړلی۰[/quote:90dd492880]
کله چې مفکوره او عقیده نه وي نو عسکر او جنګ د څه لپاره؟ همدا عقیده او مفکوره ده چې خلک عسکري قیادت ته هڅوي، که دهغه اسلامي مفکوره نه واي نو نن به طالباني او اخواني تحریکونه نه وو، نه به دا پاکستان وو او نه د هند د دیوبند مدرسه! ددې ټولو کریډت هغه ته حاصل دی، که سید جمال الدین راته اسلامي مفکوره او کلتور راوښود نو د ننګرهار نجم الدین هډی صیب هغه روحاني شخصیت ووچې د هغه په قوماندې او قیادت زما د نیکونو او د شینوارو او مومندو د لویو قومونو په شمول داسې لښکر جوړ کړ چې انګریز ته یې غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړل او تر شبقدر پورې یې وزغلول، د توپونو په مقابل کې یې سینې سپر کړلې، د یوبل دپاسه وروختل خو انګریز یې مات او وشړلو، خو امیر عبدالرحمان د دوي ټولو په وینو اوبه توي کړلې او ډیورنډ یې د خپل قدرت د بقا لپاره امضاء کړو، بیا هم مونږ د هغه په جنګ سالارۍ فخر وکړو؟؟؟ چې خپل تره شیرعلي خان ته تکړه وو خو انګریز ته یې ملا ماته وه.

[quote:90dd492880]ظاهرشاه يې هم قدرداني وکړه، او صدر اعظم يې کړ، که نه د غريب ملا ځوی ته
ګوره او صدر اعظمۍ ته؟؟؟[/quote:90dd492880]
یعنې د ملا ځوي د صدراعظمۍ اهل ندی؟؟ که د ملا ځوي اهل نه وي نو ملا او طالب به د ټول حکومت څرنګه اهل شي؟؟؟
هغه ته ستا دا سپکاوی بغیر د قومي او سمتي تعصب څخه بله معنی نه لري.

[quote:90dd492880]دغه کار د ده لاسه کېده،او ويې کړ، هغه وخت به ورته ډېرو پښتنو ښکنځلې کړي وي، خو نن يې ټول بابا بولي۰ دېته وايي لوی انسان۰ [/quote:90dd492880]
هو وزیر محمد ګل خان مومند په یوازې ځان داسې تاریخي کارنامه کړې چې طالبانو په خپل ټول توان، فوځ، پاکستاني حمایت، د باغونو په ورانولو، د شمالیانو په وژلو، او د بې پناه طالبانو د لاسه ورکولو باوجود ونه شوه کړی.

[quote:90dd492880]له دې څوک انکار نه کوي، د يونس خالص رحمه الله ورثه نن د هغه لار تعقيبوي، او د ښکېلاګ په ضد د مولوی صاحب د وصيت سره سم جهاد ته ادامه ورکوي۰[/quote:90dd492880]
بیا نو څنګه وایې چې په مشرقي کې داسې څوک نشته؟؟لاندې ستاسو خبره؟؟؟
[quote:90dd492880]نو څوک داسې څوک شته، چې ميدان ته راووځي؛ په دې لسو
کلونو کې خو مو څوک ونه ليدلو۰ [/quote:90dd492880]

تاسو وایاست:
[quote:90dd492880]خو تاسې ښاغلي بيا د ګلبدينيانو دفاع ته همېشه ډانګ په لاس ولاړ ياست، هغه هم
د سمتي حساب په وجه، بياکاږئ چې:[/quote:90dd492880]
زه د ګلبدین د سمت څخه نه یم او نه مې په دغه حساب ترې دفاع کوله،بلکه د وچ کلک، جامد او جاهل اخوندي نظام څخه راته اخوانیان ډیر بهتر او برتر ښکاري، او د سیاسي او جهادي سابقې په لحاظ هم راته هغوي نسبتا غوره دي.

[quote:90dd492880]خو ستاسې ټولې خبرې پښتانه په سمت سمت ويشي، آيا دا له خپل قوم سره خيانت
نه دی؟؟؟[/quote:90dd492880]
لومړی د سمت خبرې چا مینځ ته راواچولې، د غزني د مکتبوبونو تړلو یې د داسې خبرو سره څه وو، تاسو ته پکار وه چې صرف د موضوع په هکله مو خپل ځواب او دلایل وړاندې کړی وی (کچیرته مو لرل )او سپیناوی مو کړی وی.
خیانت خو دا دی چې د نورو د قهرمانانو او ملي اتلانو څخه انکار کیږي، او په یوه نه یوه توګه د هغوي د شان د کمولو کوښښ کیږي، خو خپل سمتي حرکت ته حتی د مسلمانانو د وژلو حق ورکول کیږي او پایلوچان د نورو په علمي کدرونو بهتر ګڼل کیږي.
زما خبرې خو د حقیقت انعکاس کوي ځکه درباندې بدې لګي، خو ستاسو متعصبانه او متکبرانه اعمال په عملي توګه افغانستان په سمتونو ویشي.

[quote:90dd492880]دا ستاسو غلط برداشت دی... طالب تحريک يو عام اسلامي ملي او وطني پاک جهادي سرتاسري مسلح مقاومتي تحريک دی۰ په يو زون او سمت پورې يې تړل لويه جفاکاري ده۰[/quote:90dd492880]
همدغه جفاکاري تاسو خپله شروع کړې، ځکه مشري او قومانده مو د خپلو خلکو په لاس کې ورکړې ځکه چې په خپلو خلکو کې درته جنګي میزه ښکاري خو دې ته مو پام نه دی چې جنګ بغیر له سیاسته یوازې د ځان نابودول دي.

[quote:90dd492880]خو عرف او واقع هم په اسلام کې معتبر دي، د افغانستان
ټولنيز جوړښت دا توجيبوي، چې داسې قوي څوک دې په رأس کې وي، چې امن
او سوله تأمين کړی شي، ارتوکه خلک دا وطن نشي ټينګولی۰۰۰ [/quote:90dd492880]
یوازې فزیکي قوت د امارت د اهلیت لپاره لازم نه دی بلکه علمي برتري هم شرط دی، اسلام کې امیر او قومندانان د یو قوم او سمت په خوښې او دیو قوم څخه نه ټاکل کیږي، بلکه د ټولو قومونو او ملتونو شوری کولی شي دغه کار وکړي.
دا اسلامي عرف ندی چې یو قوم او سمت دې د هر څه واکدار مطلق وي او نور دې بې برخې او محروم وي، دا فاشیستي او فرعوني عرف دی.
[quote:90dd492880]هر کله چې
د ولس په ټولنيز ژوند کې د پام وړ تغيير راشي؛ نو بيا هغه ساعت او مصلحت۰[/quote:90dd492880]
خو یو جنګي او ځنګلي قوت نشي کولاي چې د ټولنیز ژوند لپاره مثبت تغیرات راوړي، دا کار په سیاست او تدبر، عدالت او اخوت کیږي، کله چې سیاست او تدبر عدالت او ااخوت نه وي نو د پام وړ تغیر به څنګه راشي؟

[quote:90dd492880]که له تا څوک پوښتنه وکړي؛ چې ته د چا خورې؟ څه ځواب ورته لرې؟[/quote:90dd492880]
خپله خورم، خپله یې ګټم او د نر غوندې یې څټم، مفت خور او چنده خور نه یم.
[quote:90dd492880]سعودي يو اسلامي هېواد دی، پرون يې ظاهر شاه ته د ايټاليا خرچه ورکړې،[/quote:90dd492880]
هو نوم خو یې اسلامي دی خو کړنې یې د پاکستان غوندې شیطاني دي، سعودي هغه ملک وو چې د انګریزانو په لمسون یې لویه اسلامي عثماني امپراطوري ړنګه کړه، اود عربو عجمو په نوم یې عربان د ترکانو څخه جلا کړل، صلیبیانو او امریکایانو ته یې په حرمینو شریفینو او بحیره عرب کې اډې ورکړې، په پټه یې د اسلامي ایران په ضد د یهودي اسرایلو سره لاس یو کړو، په فلسطنیانو او بیت المقدس یې خاورې واړولې .د امریکایانو په نفع یې داسې ډلې وروزلې او تمویل کړلې چې د جهاد څخه خلک متنفر او مفت خواره کړي او خپل عربي کلتور پرې رواج کړي.
د برطانیه او امریکا په ګټه د پاکستان غوندې شریر او مفسد ملک حمایت کوي چې د انګریز په لاس جوړ شوی ترڅو په سیمه کې خپل اغیز او نفوذ برقرار وساتي.
د روس خلاف جهاد کې مرسته یې هم د خداي لپاره نه بلکه د امریکا لپاره کوله .
د طالبانو سره مرستې هم د خداي په جات نه کوي، خپل منافع او مفادات لري او د خپل بادرا امریکا په اشاره یې کوي.
د سعودي پیسې ټولې د هغه تیلو څخه لاس ته راځي چې امریکا یې صفا کوي او ډیره نفع ترینه هغوي اخلي او خپل فوځ هم پرې لاسربیره روزي، یعنې په سعودي کې میشت امریکاي فوځ هم په سعودي تاوان دی، او د هرشي اخراجات پرې لس چنده حسابوي.
د صلیبیانو د متحدینو پیسې خوړل چې حرام ندي نو څه دي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

[quote:90dd492880]زمونږ ټولنه د صحابه کرامو ټولنه نه ده، دغه صفات چې
تاسې ورته اشاره کړې، بايد همداسې وي؛ خو نن ددغو صفاتو نيمايي د مصري
اخوانيانو په اتيا کلن تحريک کې نشته، خو د افغانستان غوندې له يو شړيدلي
او څلوېښت کلن جنګ ځپلې هېواده څرنګه داسې مثالي صفتونه غواړې؟؟[/quote:90dd492880]
که د صحابوو ټولنه نه ده نو د مسلمانانو خو ده، او مسلمانان په اسلام مکلف دي، خپله باید اسلامي اصولو ته پابند او متعهد وي نو هله کولاي شي چې په نورو اسلامي قوانین نافذ کړي او کنه نو ددې ایت د حکم لاندې به راشي (کبر مقتا عند الله ان تقولوا مالا تفعلون)
مثالي کیدل او په اسلام کې پوره ننوتل اسلامي حکم دی.
نور بیا..............


Musaferjan
28.04.2012

د دې لپاره چې خپل ارزښتمن وخت مې په شنډ جدل نه وي ضايع کړی؛ په پورتنۍ
ليکنه بسنه کوم، په دې چې ستاسې وروستۍ ليکنه کې مې له اقتباس شوې فتوا
پرته نور نوي څه ونه ليدل۰

ګرانه: دا درسره منم چې خپله به يې ګټې، او خپله به يې څټې، هيڅوک چا ته مفته
پيسې نه ورکوي، هغه ته يې چې بار بار يادوې، نو هغوی ته د درس، تدريس، دعوي او
انساني پروژو د چلولو لپاره ورکول کيږي، دا چې له ځينو ضعيف الايمانه خلکو
څخه آخوا دېخوا کيږي، نو د حساب او کتاب ورځ شته۰

محترمه: سعودي که د امريکا لپاره ورکړي وي؛ که د خدای لپاره، نو ستا غوښه
او هډوکي خو په دغو پيسو شنه شوي کنه!!! او که ته ترې منکر يې؟؟؟

ته به اوس خپل همت کوې؛ خو کومه تنخوا چې تاته حاصليږي؛ آيا د هغو امريکايي
قراردادي ډالرو څخه نه ده، په کومو چې امريکايان د افغانانو غيرت او ناموس
اخلي؟؟ رښتيا رښتيا ووايه۰

نو څنګه هغه لومړنۍ پيسي حرامې او دا وروستۍ حلالې شوې؟؟؟؟؟!!!
نو ګرانه لږ له انصاف څخه کار اخله، غلطې فتواوې مه ورکوه، د شمالي ټلوالې او
غربي مأجورينو تبرونو ته لاستي مه جوړوه۰

په درناوی

[quote:0ed2a4ac30]
خپله خورم، خپله یې ګټم او د نر غوندې یې څټم، مفت خور او چنده خور نه یم.
د روس خلاف جهاد کې مرسته یې هم د خداي لپاره نه بلکه د امریکا لپاره کوله .
د طالبانو سره مرستې هم د خداي په جات نه کوي، خپل منافع او مفادات لري او د خپل بادرا امریکا په اشاره یې کوي.
د سعودي پیسې ټولې د هغه تیلو څخه لاس ته راځي چې امریکا یې صفا کوي او ډیره نفع ترینه هغوي اخلي او خپل فوځ هم پرې لاسربیره روزي، یعنې په سعودي کې میشت امریکاي فوځ هم په سعودي تاوان دی، او د هرشي اخراجات پرې لس چنده حسابوي.
د صلیبیانو د متحدینو پیسې خوړل چې حرام ندي نو څه دي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
[/quote:0ed2a4ac30]


م . ق
29.04.2012

[quote:a210edc186="Musaferjan"]
ګرانه: دا درسره منم چې خپله به يې ګټې، او خپله به يې څټې، هيڅوک چا ته مفته
پيسې نه ورکوي، هغه ته يې چې بار بار يادوې، نو هغوی ته د درس، تدريس، دعوي او انساني پروژو د چلولو لپاره ورکول کيږي، دا چې له ځينو ضعيف الايمانه خلکو
څخه آخوا دېخوا کيږي، نو د حساب او کتاب ورځ شته۰[/quote:a210edc186]
محترم مسافر جان صاحب، داچې د نورو په نسبت په ښه توګه بحث کوې او داسې ښکاري چې د مسلمانانو خواخوږی یې او هم د ټولو حقایقو څخه انکار نه کوې نو منندوي دې یم او ماته محترم یې.
دا منم چې د سعودي مرستې ظاهرا انساني دي خو پټو او مرموزو اهدافو ته چې ګورو نو باطنا شیطاني دي خو د بعضو سر پرې نه خلاصیږي ښايي ذهني ضعف ولري او یا به ډیر خوش باوره وي.
همدا اسلامي سعودي نه وو چې د عراق په ضد یې د امریکایانو او صلیبیانو سره لاس یو کړو؟؟ د سوریې او لیبیا په وړاندې یې د صلیبیانو سره اتحاد وکړو؟؟ د سوډاني، صومالي او یمني مجاهدینو په ځپلو کې یې د امریکا مرسته ونه کړه؟؟
تېر تاریخ خو مې مخکې درته بیان کړو چې څنګه رامینځ ته شو او اسلامي نړۍ یې په ټوټو وویشله، د وهابیانو په هکله خو خپله پوهیږې البته د پاک وهند د براعظمګي اهلحدیث ترینه مستثنی دي ځکه هغوي د خیر القرون د محدثینو څخه سرچینه اخلي.
سعودي ددې لپاره مرستې کوي چې خلک د ملکي کورنۍ څخه دفاع وکړي، یوازې د هغه جهاد حمایت وکړي چې سعودي یې تعریفوي، او هغه شي ته اسلام ووايي چې سعودي یې ورته وايي، کله چې ټولو مسلمانانو د سعودي کلمه وویله نو بیا به امریکا او صلیبیان خپلې غوښتنې او کړنې د سعودي د لارې په مسلمانانو مني، سعودي ظاهرا د افغانستان جهاد ته جهاد نه وايي ځکه چې دا د امریکا غوښتنه ده.
په بحیره عرب او حرمینو کې د صلیبیانو خلاف جهاد نه مني او دا د خپلې ملکي کورنۍ په وړاندې بغاوت تعریفوي، هغه څوک چې په عربو کې جهاد کول او د صلیبیانو امریکایانو ویستل غواړي دوي یې خوارج او تکفیریان بولي، همدغه نظر یې د هغه خلکو په ذهنونو کې هم پچکاري کړی چې سعودي ته د زده کړو یا کاروبار لپاره تللي او یا ددوي په خیریه مؤسساتو کې کار کوي، او همدا هغه لوي پلان او دسیسه ده چې امریکا او سعودي غواړی د مسلمانانو ذهنونه او مفکورې بدلې کړي او د سعودي په تقدیس و احترام کې د امریکا واسرایلو خلاف د مسلمانانو ذهنونه د جهادي فکر څخه پریمینځي.

[quote:a210edc186="Musaferjan"]
محترمه: سعودي که د امريکا لپاره ورکړي وي؛ که د خدای لپاره، نو ستا غوښه
او هډوکي خو په دغو پيسو شنه شوي کنه!!! او که ته ترې منکر يې؟؟؟[/quote:a210edc186]
نه وروره! سمه ده چې هجرت او جهاد مو کړی خو زما نیکه او غور نیکه ستر روحاني شخصیتونه وو او په افغانستان کې یې په جریبونو ځمکې لرلې، د هغې څخه مونږ ته حاصل راتلو، همدارنګه د رختونو کاروبار مو درلود، او هغه راشن چې به مونږ اخیسته نو په اقاربو، مسکینانو او دوستانو به مو ویشل، خپله مو راشن نه دی خوړلی.

[quote:a210edc186="Musaferjan"]
ته به اوس خپل همت کوې؛ خو کومه تنخوا چې تاته حاصليږي؛ آيا د هغو امريکايي
قراردادي ډالرو څخه نه ده، په کومو چې امريکايان د افغانانو غيرت او ناموس
اخلي؟؟ رښتيا رښتيا ووايه۰[/quote:a210edc186]
لکه څرنګه چې مې مخکې درته وویل مونږ د پټیو حاصلات لرو، نور د دوایانو خپل شخصي کاروبار او مضاربت لرو، نور درته دلته د خپل شخصي احوالو په هکله تشریح نشم درکولاي ځکه چې مکلف پرې نه یم.
زما چې د سعودي څخه پدې دومره بد راځي چې ولې د امریکایانو حمایت کوي نو خپله به څنګه د هغوي د قراردادیانو سره مزدور شم. خپل ګمان په ما مه کوه کنه یاره (المرء یقیس علی نفسه)

[quote:a210edc186="Musaferjan"]
نو څنګه هغه لومړنۍ پيسي حرامې او دا وروستۍ حلالې شوې؟؟؟؟؟!!!
نو ګرانه لږ له انصاف څخه کار اخله، غلطې فتواوې مه ورکوه، د شمالي ټلوالې او
غربي مأجورينو تبرونو ته لاستي مه جوړوه۰
[/quote:a210edc186]
محترمه! دواړه پیسې حرامي دي، هغه حقایق چې د سعودي د شیطاني څیرې په هکله ما واضح کړل ایا هغه غلط دي؟ چې غلط نه وي نو بیا د صلیبیانو د متحدینو پیسې په کوم دلیل حلالې شوې؟ او زما خبره په کوم دلیل غلطه شوه؟؟
لکه څرنګه چې شمالي ټلواله د امریکا او صلیبیانو د تبر لاستی ده هو بهو همدغسې پاکستان او سعودي هم د امریکا د هغه تبر لاستي دي چې د مسلمانانو ورمیږونه او پخې پرې وهي، نور خپله د ځان سره فکر وکړه! شخصي، سمتي او حزبي کدورتونه یو طرف ته کړه او صرف د یو ساعت لپاره د دغه ټولو حقایقو په نظر کې نیولو سره سالم قضاوت او عدالت وکړه! انشاء الله چې حق ته به ورسې او که ونه رسې نو محض په اجتهاد به هم یو اجر حاصل کړې.

والسلام علیکم ورحمة الله!


پتوال
29.04.2012

مسافرجان اغا به په خپله وروستۍ لیکنه څان طالبانو ته ورپیېژندلی وی یا نه، خو مونږ ته یې پرې ځان ښه راوپیژنده چې څوک دی !
نظر به یې سم وي یانه، خو د ډیر پاک زړه خاوند دی، مونږ ټول ورته په ټول افغان کې دروند هرکلی وایو او له ټول افغان سره ترې
د خپل مسلک سره سم د کارملنې =همکارۍ هیله کوو .

باور لرم چې په ټول افغان کې به نه یواځې خپل معلومات له لوستونکو سره شریکوي، بلکې لکه څنګه چې طبیعی ده له نورو څخه
به هم څه ناڅه زده کړي - په تیره بیا له ښاغلي قراني صاحب نه !

زما په اند مسافر جان په دې لیکنه کې د پښتنون قام په اړه قامي کمیت او کیفیت یو له بل سره رد و بدل کړی دی ، چیرې چې
د ډیورن د ویشونکې کرښې په اساس د داخلي پښتنو کمیت او کمي طاقت سخت زیانمن شوی هلته ورته د قام د تاریخي، اجتماعي، کلتوري او سیاسی اند کیفیت لوړه کچه هم په سترګو نه ښکاري، خو چیرې چې قامي کمیت روغ رمټ پاتې دی هلته د تاریخي
اجتماعی او کلتوري وروسته والي سره سره د کمیت په کچه د کیفیت اټکل هم کوي (!) او دا سمه نه ده :

مثلاً د قام ډیروالی او د قام وحدت دوه بیل شیان دي، لومړی یې د کمیت او دویم یې د کیفیت پورې تړاو لري، د وحدت سادګي او د وحدت ډیر اړخنګ بیا د کیفیت او کیفیت ترمنځ هم توپیر رامنځته کوي . که ټول پښتون قام وحدت له یو ژوندي انسان له بدن سره مقایسه کړو نو د سر تنې او نورو غړو (پښې لاسونو) ترمنځ یو ژوندی وحدت شته، خو د سر، تنې او پښو دنده او فنکشن سره فرق کوي، سر د ټول کمي لږوالي سره سره د بدن
د وحدت، کنترول او فنکشنونو مرکز دی ، تنه د زړه ، سږو او معدې په واسطه بیا تر پښو زیات اهمیت او لوړ کیفیت لري، سره له دې چې د پښو او لاسونو زور او ځواک تر ټولو برخو ډیر دی!
ددوی ټولو ترمنځ وحدت د دندو او کیفیتونو د توبیر په منلو سره تامین شوی او له دې پرته د ټول بدن ژوند (= وحدت) له منځه ځي!
نو که د ګندهارا کلتوري اوج و موج ته ، چې د اشیا دټولې
دې سیمې په کچه یې سارې نه درلود، د هیواد په کچه خو یې لا څه کوې، د ټولنیزو مناسباتو ودې او د اسلامي غورځنګونو تاریخ ته چې له روښاني غورځنګ او د خوشالخان په مشرۍ د ضدمغلي
ِورځنګونو څخه نیولې د ۱۹ او شلمې پیړۍ د قومي او اسلامي غورڅنګونو پورې چې په هډه ، کونړ ، لغمان او کامه کې یې مرکزونه درلودل او د هیواد دجنوبي او جنوب لوزدیزو سیمو لومړنی طالبی غورځنګ یې اوس له څو پیړیو وروسته د پیښو کولو
هڅه وبولو د تاریخ له مخې د څرګند زماني او کیفي فرق ښکارندویي کوي .
همدا راز د فرید خان شیرشاه سوري قومی اسلامي حرکت او بادشاهي په هند او د هوتکو پاد شاهي په ایران کې هم د زماني واټن او سیاسی اداري کیفیت له مخې سره ډیر توپیر ښودلی دی .
په شلمه پیړۍ کې بیا د خدایی خدمتګارانو سیاسی او ټولنیز غورځنګ ددې حوضې دپښتنو د پرمختللی سیاسی او اجتماعی شعور
او اجتماعی مناسباتو استازیتوب کوي نسبت هغه وروسته باتی قومی شعور ته چې په نورو بښتنو کې یې وجود درلود او لا لري یې !
دې ټولو تاریخي واقعیتونو ته په کتو سره
د پښتنو په واحد بدن کې د سر دنده ډز ره د ګندهارا و د تنې دنده د ډېره د آراکوزیا او د پښو دنده ډېره د پکتیا پښتنو ته ورکول
د پرمختګ او او برعکسه شکل یې د په شا تګ او بدپختیو
سبب ګرځي لکه چې په ۱۹ پیړۍ کې د افغان سید جما ل الدین او په شلمه پیړۍ کې د محمد موسی شفیق د سیاست
مخه نیولو د جنوبيوالو واکمنانو (لکه محمد افضل خان او شیر علیخان او سرتنبه داود خان او تره کی لعنة الله علیه )
له خوا په افغان ولس د ناورینونو د رامنځته کولو سبب شوي دي!
د شعور د سطحې توپیرونه په کابل، مشرقي، کندهار او پکتیا کې یوه الماني پروفیسور د قومي، اسلامی او قانوني نارمونو له
مخې داسې په ګوته کړي وو :

۱- په کابل ولایت کې زیات عصري قوا نین او تر څنګ یې یو څه شرعه چلیږي او قومي دودونه په کې ځای نه لری!

۲- په مشرقي کې زیات شریعت او ترڅنګ یې مدني قوانین هم چلیږي، قومي نارمونه دلته ډیر لږ اغیز لري!

۳- په کندهار کې زیات قومي نارمونه، تر ځنګ یې شریعت چلیږي او مدني قوانین په کې لږه اغیزه لري!

۴- په پکتیا کې زیات قومي نارمونه، ترڅنګ یې دینی ارزشتونه چلیږی او مدنی قوانین په کې څوک نه پېژني!
په درنښت !


Musaferjan
29.04.2012

پتوال صيب
زما له خبرو څخه مو ناسمه اخيستنه کړېده، نو طبيعي ده چې پرېکړه به مو هم ناسمه وي۰

زه نه د ملي وحدت په اړه غږېدلی يم، او نه د قامي کميتونو په اړه، بلکه د وطن د يو
کولو خبره مې کړې، يعنې د ملوک الطوائفيو له منځه وړل، او د وطن د تجزيې مخه
نيول، چې دا کار په خپل وار سره ملي افهام او تفهيم ته لاره پرانيزي،کوم چې ملي
وحدت منځته راولي، او وطن او ولس ته طويل الأجله امن او استقرار وربخښي.

ملي افهام او تفهيم بيا د هر چا په وسعه نه دی پوره، يواځې پوهه او مثقف خلک يې رامنځته کولی شي؛ چې اړتيا ورته دمسلح ځواک په پرتله زياته ده، خو کمه نه ده.... يعنې يو اړخ ته زور بل اړخ ته منطق۰

دا خبرې په هغه حالت کې چې وطن له ملوک الطوائفيو ډک وي، ښکېلاګ نه وي، نو
په داسې حالت کې کومه ميزه چې په جنوبي پښتنو کې دی، هغه په مشرقيوالو کې
نشته، مشرقيوال له داخلي جګړو ډېره ډډه کوي، خو جګړه ډېر کله د سولې، امن، او
استقرار لپاره ضروري وي، وعسی أن تکرهوا شيئا وهو خير لکم۰

زما د خبرې لوی ثبوت دا اوسنۍحالت دی، چې د مشرقي د ډېرو پوهانو،
کلتوريانو، علماوو، او روشنفکرانو په وجود کې قيادت د لوچکانو په لاسونو کې
دی، داسې لوچکان چې نه د چا په حيا بند دي، نه د چا په مال، او نه د چا په عزت،
خو بيا هم دغه پوهه خلک نه پاڅي؛ چې دغه لچر له قيادته لري کړي۰

نور نه څوک له ګندهارايي حضارت څخه سترګې پټوي، او د نه مشرقي ثقافتي
پرمختګ څخه، او نه يې پټولی شي۰

مشرقيوال په دوه حالتونو کې ښه کردار ادا کولی شي، يو لکه د نورو پښتنو غوندې
له ښکېلاګ سره په مخامخ جګړه کې مثالونه يې د تېرو جهادونو په شمول اوسنۍ جهاد په نورستان، کنړونو، او د ننګرهار په پراخو پرتو سيمو کې۰

بل ښه کردار يې د سولې په حالت کې دی: د سالم سياست په مټ د وطن ښه اداره
کول ، ښې مشورې وړاندې کول، ښه پلانونه جوړول الی آخره... مثال يې وزير ګل
محمد خان مومند، او موسی شفيق دي، ځکه خو زه د دغه الماني فيلسوف وېشنه
۱۰۰٪ کې تأييدوم، ما ورته وېشنې ته خپلو خبرو کې اشاره هم کړې، خو تاسې پرې سترګې پټي کړي۰

نو درنو ورونو! حکومتونه په دې همدې ډول چلول کيږي، نو بيا د جنوبي او مشرقي
تر منځ اختلاف ته دلمن وهلو څه اړتيا؟؟

اوس خو ښکېلاګ په هېواد ناتار جوړ کړی، د وطن د هر يوه تبعه فرض جوړيږي، چې
د ښکېلاګ په وړاندې مقابله وکړي، دا د ناندريو وخت نه دی، کله چې ښکېلاګ ووځي؛ نو بيا خود بخوده د هر چا ځای معلوميږي، او هر څوک به يوه تشه ډکوي۰
آيا دين او منطق دا تجويزوي چې د جنوبي پښتون د محتمل مؤقت زياتي په پلمه يا
د ښکېلاګ او يا د شمالي ټلوالې غېږې ته ځان وغورځوو؟ الحمد لله، چې د مشرقي
پښتانه دا کار نه کوي؛ خو دا خبرې هغه چاته متوجه دي؛ چې دغه کار ته يې رابولي۰

زه فکر کوم چېرې کوم زياتی رامنځته هم شي؛ نو هغه به مؤقتي وي، د سولې او امن
د برحاله کېدو وروسته به هر څه خپل ځای ته ضرور راځي۰بله دا چې حالت ډېر بدل
دي، را روانه وضعه په مخکني طالبي حکومت قياسول ناسم قياس دی۰

په درناوی


khoshalkhan
29.04.2012

قا مي او سمتي نفاق دپښتنو په منځ کې ددراني اوغلځي تر منځه تفريقه دپښتنو ددوښمنانووظيفه وه اوده خو متاسفانه چې ځينې قلابي کاږه شاعران ، فرهنګيان
اودهغوی ځيني لنډ فکره اردليان دغه پروپاګنده په ډېرخرپ سره مخ ته بيايې !!!!
ايا دوی پر دغې پروپاګندېcia ته خدمت کوي او که دشمال ټکانو تېرباسلي دي ??


پتوال
30.04.2012

دروند مسافر جان اغا او درنو دوستانو السلام علیکم و رحمة الله !

ستاسې دا مطلب سم دی چې جنوبی قومونه هغه فزیکی زور(= کمیت) لري چې بدلون او امنیت رامنځته کړي او بیا ملي او ټولپښتنې
مفاهمې ته لار پرانیزي او ملي وحدت ته ورسیږي! ددې فزیکی زور نشتوالی په مشرقي کې د هماغه ډیورني ویش نتیجه ده چې
چې د دغسې ابتکار د وژنې له پاره انګلیسي هند د شرقي پښتنو تر اباسینه پورې غځېدلي پښتانه قومونه ترې بیل کړي دي!
نه شینواري ، نه موند او نه افریدي د غلزیو غوندې په مشرقي کې اکثریت لري چې د کوم عملي ابتکار جوګه شي، ددې
هر قوم زیاته برخه(او د افریدیو خو آن ۸۵٪) د ډیورن اخوا پرته ده !
خو ددې پرځای د ټولو پښتنو د وحدت اندتوګه په مشرقي کې غښتلې ده چې د قومیت له کچې لوړه او د ملي وحدت
پراخه لمن جوړوي! همدا اوس د ISI له لاسوهنو سره مشریقیوال زیات حساسیت ښیي او له دې تاریخي دوښمن سره
سازش ته تن نه ږدي ، یا دا چې د پښتونستان د آزادۍ مسله په کې ژورې روحي ریښې لري او یا په کلی توګه ملتپالنه په کې
زیاته پیاوړې ده چې بنسټ یې همدغه مخیني دي چې پورته په ګوته شوې!

ستاسې دا ادعا چې طالبان دا ځل هغه طالبان نور نه دي چې لومړی ځل (د ISI په پټه مشرۍ ) قدرت ته رسیدلي وو ،
باید د مدلل تفصیل او شواهدو سره وړاندې کړئ ، او که نه د قومونو فزیکي ځواک خپل ټول ارزښت
هغه وخت له لاسه ورکوي چې مقاومت د پخواني جهاد په څېر او تر هغه لا زیات د ISI په مشرۍ تر سره کیږي ، بې تفاوته ده چې
دا قومونه مشریقیوال وي ، که شمالي ټلواله شی او که د جنوبیوال قومونه وي!
دا خو روښانه ده چې ISI به تر هغه پورې په افغانستان کې د پښتنو مشري ونه مني تر څو چې اړونده پښتنو لا مخکې له مخکې د ISI مشري نه وي منلي؟؟؟؟
نو طالبانو هم د ISI له خوا دغه بطذریغه حمایه وړیا نه ده ترلاسه کړې او ددې کاسیې لاندې ښې ډیرې نیمکاسې پټې دي!

نو اصولي پوښتنه داده چې :
[color=darkred:d89fc6f793]
آیا د ISI په مشرۍ مقاومت هم چاته کوم ارزښت او څه ارزښت لري؟؟؟؟؟
او ددې نوې څو سومه بیلګه چې طالب غورځنګ مقاومت نه ، بلکې نګه د ISI د تور لښکر دی داده چې له ملا برادر
وروسته اوس د ملا عمر بل مرستیال محمد اسمعیل په کویټه کې له ۲۵ نورو طالب چارواکو او جنګیالیو سره
په دې ګناه چې له افغان حکومت او امریکا سره یې دخبرو کولو هڅه کوله د ISI له خوا ونیول او په شهادت ورسول شو![/color:d89fc6f793]

[color=blue:d89fc6f793]انا لله و انا الیه راجعون !

نور نو خفه کیږئ مه ګرانو ورونو، په جنګ کې خو مړي کیږي نو ، خو د ژورې خواشینۍ له امله تاسو ، عادل عادل ،
خوشال او د ISI هر طالب پلوه مدافِغین ته په دې وسیله د تورسنټو پنجابی سیاستوالو، مسلم لیګ ،
د پاکوستان شټابلیشمنټ او پوځ په وړاندې ژوره کرکه او د یوې یوې ډکې کمود-کاسې کانګې کولو توفیق غواړم !

والسلام ![/color:d89fc6f793]


Musaferjan
30.04.2012

پتوال صيب:

خبره د فزيکي زور د کمښت نه ده، او نه دا چې مشرقيوال جګړه نشي کولی، کم نه کم
له خپلو کليو او ولسواليو خو دفاع کولی شي، د دولت په وړاندې ، او د باجوړو په
وړاندې يې ساپي قبيلوي جګړه ښه ثبوت دی، دولت له خپلې ماتې وروسته هغوی په چل ول دوکه کړل، او مشران يې ترې په دې پلمه کابل ته وغوښتل، چې د هغوی غوښتنې ورسره مني، په زور يې ونشو کړی؛ چې رعيت يې کړي، هغوی نه غوښتل
چې دولت ته عسکري نفوسي ورکړي۰

خو په عمومي ډول مشرقيوال داخلي جنګ جګړو ته زړه نه ښه کوي،اداره، نظام او نظم خوښوي، دا خبره په ماقبل ډېورنډ هم تعميمېدلی شي۰ خو د دين او وطن د
آزادۍ په جګړو کې يې بيا هر وخت پراخه ونډه لرلې ده۰ هغه که د حکومتي منظم
چتر لاندې وي، او که د ولسي چترونو لاندې۰

پرته له يو څو لنډغرو چې يواځې د خپل ځان نمايندګي کوي، او هر وخت يې د خپلو مفادو لپاره انډوخر جوړ کړی وي، نه د قام لپاره هڅه او هاند۰

کېدی شي د دې وجه دا وي، چې په دې خلکو کې شرعي علم تر نورو منطقو لږ
زيات خپور دی، د مسلمان سره په آسانه جګړې ته زړه نه ښه کوي،خو لکه څنګه چې
مې مخکې وويل، ډېر کله جګړه سولې، امن، استقرار، يووالي او واحد وطن ته د
رسېدو يواځينۍ لاره وي،چې دغه جګړه جنوبي پښتانه ډېره ښه کوي، خو مشرقيوال نه۰

همدارنګه د پاکستان لاندې د دغو مذکورو قبائلو پاتې کېدلو؛ لويه وجه همدا
کېدلی شي چې د اسلام په نامه ملايانو راټينګ کړيدي۰

دغه قبايلي سيمي له ملکنډه نيولې تر وزيرستانه پورې، هلته انګرېزانو ونشو کړی،
چې پاتې شي، او همېش د خلکو د سختو جګړو سره مخ شوي دي، همدا وجه وه
چې دغه منطقه يې آزاد قبايل اعلان کړل....

نو که چېرې افغانستان کې اسلامي حکومتونه منځ ته راغلي وی، کمونستان نه وی
رامنځته شوي؛ نو د دغو خلکو بېرته رايوځای کول به ډېر ‌‌آسان کار وی؛ خو افسوس
چې داسې ونشول، د دغه کار اميد اوس يواځې د مجاهدو طالبانو څخه کېدلی شي، او بس۰

پاتې د آی اس آی بحث، نو وروره زه درسره په کې نه ګډېږم، ځکه چې په دې يقين يم
چې يواځې تبليغات دي، او په اړه يې بحث شنډ دی،ته به وايي چې دليل، نو زه بيا
درته وايم، چې لومړی ته د خپل تش اتهام لپاره دليل وړاندې کړه، بيا يې له نورو وغواړه...
ستاسې په ليکنو کې مې تر اوسه يو دليل هم تر سترګو شوی نه دی۰۰۰۰ پرته له بې
دليله تخميناتو... خو په مقابل کې بيا د يهودو، نصاراوو، ايرانيانو، او هندوانو په
ګډ ائتلاف باندې خوله غلي نيسې، او د هغوی د لاسپوڅو په تورو کړنو سترګې پټوې؟؟
که نه نوويلی شې چې د طالبانو په اړه ستاسې تخریبي ليکنې ستاسو د مجموعه
ليکنو څومره سلنه جوړوي؟؟؟ او همدا ډول د ښکېلاګ او لاسپوڅو په اړه؟؟ دا
سوال لرغوني لاروي صيب ته هم متوجه دی۰

په جامبېل جنګ دی، په چامبېل جنګ دی
ساپي ګلونه يې کابل ته غوښتي دينه
په چامپېل جنګ دی، په چامبېل جنګ دی
په کې رالويږي ديګولي ببر سرونه

:) :) :)
په درناوی


م . ق
30.04.2012

[quote:badccbda66="Musaferjan"]
زه نه د ملي وحدت په اړه غږېدلی يم، او نه د قامي کميتونو په اړه، بلکه د وطن د يو
کولو خبره مې کړې، يعنې د ملوک الطوائفيو له منځه وړل، او د وطن د تجزيې مخه
نيول، چې دا کار په خپل وار سره ملي افهام او تفهيم ته لاره پرانيزي، کوم چې ملي
وحدت منځته راولي، او وطن او ولس ته طويل الأجله امن او استقرار وربخښي.

ملي افهام او تفهيم بيا د هر چا په وسعه نه دی پوره، يواځې پوهه او مثقف خلک يې رامنځته کولی شي؛ چې اړتيا ورته دمسلح ځواک په پرتله زياته ده، خو کمه نه ده.... يعنې يو اړخ ته زور بل اړخ ته منطق۰[/quote:badccbda66]
ښاغلي مسافر جان صاحب، ستاسو خبرې د تناقض او اضطراب ښکار دي، زه یې په نښه کوم تاسو یې خپله توافق وکړﺉ
اول:-
[quote:badccbda66]زه نه د ملي وحدت په اړه غږېدلی يم، [/quote:badccbda66]
او بیا
[quote:badccbda66]کوم چې ملي وحدت منځته راولي[/quote:badccbda66]
نو ستاسې د خبرو مقصد او نتیجه بیاهم په ملي وحدت تمامیږي، نو څنګه ویلاي شئ چې د ملي وحدت په اړه نه غږیږم؟

دویم:
[quote:badccbda66]يعنې د ملوک الطوائفيو له منځه وړل، او د وطن د تجزيې مخه
نيول، چې دا کار په خپل وار سره ملي افهام او تفهيم ته لاره پرانيزي،
ملي افهام او تفهيم بيا د هر چا په وسعه نه دی پوره، يواځې پوهه او مثقف خلک يې رامنځته کولی شي؛ چې اړتيا ورته دمسلح ځواک په پرتله زياته ده[/quote:badccbda66]
او بیا
[quote:badccbda66]دا خبرې په هغه حالت کې چې وطن له ملوک الطوائفيو ډک وي، ښکېلاګ نه وي، نوپه داسې حالت کې کومه ميزه چې په جنوبي پښتنو کې دی، هغه په مشرقيوالو کې نشته، مشرقيوال له داخلي جګړو ډېره ډډه کوي، خو جګړه ډېر کله د سولې، امن، او استقرار لپاره ضروري وي[/quote:badccbda66]
دلته په لومړي اقتباس کې تاسو منلې چې د ملوک الطوايفي د له وړلو لپاره او د وطن د تجریې مخې نیولو لپاره ملي افهام وتفهیم ضرور دی او ملي افهام وتفهیم د پوهه او مثقفه خلکو کار دی چې د مسلح ځواک پرتله ورته اړتیا زیاته ده خو بیا په وروستي اقتباس کې وایاست چې کله وطن له ملوک الطوایفیو ډک وي نو پدې وخت کې جګړه د سولې او امن لپاره ضروري وي او د داخلي جګړو میزه یوازې په جنوبي خلکو کې شته چې په مشرقیوالو کې نشته نو ستاسو په دغو دواړو خبرو کې تضاد نه دی؟؟
بل داچې داخلي جګړې خو افهام وتفهیم له مینځه وړي، افهام و تفهیم لپاره سولې ته ضرورت دی نو په داخلي جګړو سره څنګه کیداي شي چې افهام وتفهیم او یووالی راشي او هم امن؟؟؟ ایا جنګ امن منځته راوړي؟؟
بله خبره داچې تاسو ویلي چې دا خبرې په هغه وخت کې چې وطن کې ښکیلاک نه وي، نو په اوسني وخت کې چې ښکیلاک شته دا خبرې څنګه د اوسني حالت سره تطابق پیدا کولاي شي؟ ؟یعنې تاسو خو د جنوبي د اوسني قوماندې او امارت څخه پدې دفاع کوﺉ چې ستاسو په اند هغوي کې د یووالي او جنګ میزه شته حالانکه په مخکینۍ خبرې کې تاسو ویلي چې د جنوبي د قوماندې او امارت ضرورت په هغه وخت کې دی چې کله ښکیلاک نه وي.

بیاتاسو د داخلي جګړو د جواز لپاره په دلیل کې دا ایت ذکر کړی:
[quote:badccbda66]وعسی أن تکرهوا شيئا وهو خير لکم۰[/quote:badccbda66]
نو ګرانه دا ایت خو د غزواتو او جهاد په باره کې دی د کفارو سره، د داخلي جنګونو جواز ترینه څنګه ثابتیږي؟؟

[quote:badccbda66="Musaferjan"]
زما د خبرې لوی ثبوت دا اوسنۍحالت دی، چې د مشرقي د ډېرو پوهانو،
کلتوريانو، علماوو، او روشنفکرانو په وجود کې قيادت د لوچکانو په لاسونو کې
دی، داسې لوچکان چې نه د چا په حيا بند دي، نه د چا په مال، او نه د چا په عزت،
خو بيا هم دغه پوهه خلک نه پاڅي؛ چې دغه لچر له قيادته لري کړي۰[/quote:badccbda66]
دغه لچر، کچر قیادت یعنی شیرزی هم د کرزي او صلیبیانو په مرسته راغلی، او شیرزی او کرزی دواړه د امریکا لاسپوڅي دي چې بدبختانه د جنوبي څخه دي، او دا هم د جنوبیوالو برکت دی چې د امریکایانو په حمایت یې په خلکو لچر او کچر لوچکان او پایلوچان مسلط کړي دي لکه څرنګه یې ویسا، احمدولي ، او مطیع الله په کندهار مسلط کړي وو او دي.
هغه خلک چې د جنګ میزه پکې ده د خپل ولایت څخه لوچکان او لچران د قیادت نه نشي لېري کولاي نو بیا څنګه په نورو ولایتونو کې د جنګ لپاره ځان مشر مشر او اهل کوي؟؟
پوهان او علماء خو د امریکا یا پنجاب مزدوري نه کوی ځکه یې د قیادت څخه ځان په څنګ کړی دی، او هغه خلک چې د قدرت لپاره د هیچا په مزدورۍ نه شرمیږي په هر وخت کې په قیادت کې وي ځکه چې پوهه نلري، د شاشجاع او ترکي څخه نیولې بیا تر کرزي پورې.
پوهانو ته خپلواکي او ازادي ډیره ارزښتناکه ده نسبت هغه قدرت ته چې د اغیارو په غلامۍ او مزدورۍ یې حاصل کړی وي.
لکه چې ویل شوي: په تخته باندې په وینو کې لت پت ښه یم نه په تخت باندې بې پته!

بیا مو لیکلي:
[quote:badccbda66]نو بيا د جنوبي او مشرقي تر منځ اختلاف ته دلمن وهلو څه اړتيا؟؟[/quote:badccbda66]
دا اختلاف خو هغه چا رامینځته کړو چې په نورو د خپلې مشرۍ تپلو لپاره د ځان د غوره والي او بهتروالي په ثابتولو د نورو سپکاوی کوي.

[quote:badccbda66="Musaferjan"]
زه فکر کوم چېرې کوم زياتی رامنځته هم شي؛ نو هغه به مؤقتي وي، د سولې او امن
د برحاله کېدو وروسته به هر څه خپل ځای ته ضرور راځي۰بله دا چې حالت ډېر بدل
دي، را روانه وضعه په مخکني طالبي حکومت قياسول ناسم قياس دی۰
په درناوی[/quote:badccbda66]
حدیث دی چې لایدلغ المؤمن من جحر واحد مرتین یعنې مؤمن د یوې سوړې څخه دوه ځل نه چیچل کیږي، ازموده را ازمودن خطاء است.
ددې خبرې څه تضمین دی چې دوي به بیا زمونږ مکتبونه نه بندوي پداسې حال کې چې لا اوس هم لګیا دي خپله پخوانۍ غلطه پالیسي تکراروي او د تعلیم او تربیې، ساینس وتخنیک سره دښمني کوي، او بیا د مظلوم ولس پوښتنو ته معقول ځواب هم نشي ویلاي او نه ورته ځان مسؤل او جوابده بولي.

مننه


پتوال
30.04.2012

زما وروستۍ لیکنه یوځل بیا ولوله ، هلته د څو سوم ځل له باره نوي
همدا نني ثبوته هم درته ډالۍ شوي دي!
آیا له ملا برادر نه نیولې تر ملا محمد اسماعیل پورې د لسګونو لوړ پوړو طالب مشرانو وژل او نیول د ISI په لاس
کره او کوټلي ثبوتونه نه بولئ ؟؟؟ آیا دې ته تخمینات ویلی شئ؟؟؟؟

په هر صورت تاسو لیکئ چې :
[quote:31bb2e79f3]د طالبانو په اړه ستاسې تخریبي ليکنې ستاسو د مجموعه ليکنو څومره سلنه جوړوي؟؟؟ او همدا ډول د ښکېلاګ او لاسپوڅو په اړه؟؟ دا
سوال لرغوني لاروي صيب ته هم متوجه دی۰ [/quote:31bb2e79f3]

مونږ خو د کابل حکومت پر ضد ډیرې لیکنې کړي، خو که له تاسو او ملګرو ته دې عین پوښتنه راجع شي چې د طالبانو په تړاو مو
تر اوسه پورې د ISI پر ضد څو لیکنې کړي دي ؟؟؟؟؟ او د هغې فیصدي (؟) په لا څو وي :lol: :lol: :lol: :lol:


Musaferjan
30.04.2012

دا او ورته نورې له قربانيو ډکې پېښې د طالبانو د پاکۍ صفايۍ، او استقلال
ثبوتونه دي، نه د پاکستانيتوب او غلامۍ۰

مبارز صيب: مطلب دا چې فزيکي يووالی ملي وحدت ته د افهام او تفهيم له مخې لار
برابروي، د کوم د رامنځته کولو لپاره چې د قوت ضاربې په مټ فزيکي يون مهم او
اساسي شرط ګڼل کيږي۰
زما لومړنۍ ليکنه، او وروستنۍ توضيح سره پرتله کړئ۰۰۰۰ تناقض مناقض نشته۰

[quote:5fe309d89d="پتوال"]زما وروستۍ لیکنه یوځل بیا ولوله ، هلته د څو سوم ځل له باره نوي
همدا نني ثبوته هم درته ډالۍ شوي دي!
آیا له ملا برادر نه نیولې تر ملا محمد اسماعیل پورې د لسګونو لوړ پوړو طالب مشرانو وژل او نیول د ISI په لاس
کره او کوټلي ثبوتونه نه بولئ ؟؟؟ آیا دې ته تخمینات ویلی شئ؟؟؟؟

په هر صورت تاسو لیکئ چې :
[quote:5fe309d89d]د طالبانو په اړه ستاسې تخریبي ليکنې ستاسو د مجموعه ليکنو څومره سلنه جوړوي؟؟؟ او همدا ډول د ښکېلاګ او لاسپوڅو په اړه؟؟ دا
سوال لرغوني لاروي صيب ته هم متوجه دی۰ [/quote:5fe309d89d]

مونږ خو د کابل حکومت پر ضد ډیرې لیکنې کړي، خو که له تاسو او ملګرو ته دې عین پوښتنه راجع شي چې د طالبانو په تړاو مو
تر اوسه پورې د ISI پر ضد څو لیکنې کړي دي ؟؟؟؟؟ او د هغې فیصدي (؟) په لا څو وي :lol: :lol: :lol: :lol:[/quote:5fe309d89d]


پتوال
30.04.2012

[quote:e3beaf343b]
دا او ورته نورې له قربانيو ډکې پېښې د طالبانو د پاکۍ صفايۍ، او استقلال ثبوتونه دي، نه د پاکستانيتوب او غلامۍ۰ [/quote:e3beaf343b]
که د مرګ په زور ایله خبله آزادي ثابتوي نو دا خو دا معنی لري چې نوموړې پیښې دا په ډاګه کړې چې طالب مشران داسې د ISI په
ولکه کې ښکېل دي چې یواځې د مرګ په قیمت ترې آزادېدلای شي ، او نور یې یواځې د غلامۍ په قیمت به کې ژوندي پاتې کیږي!
یعنې منښته (اعتراف) کوئ چې :
یواځې د ISI په لاس شهیدان شوي طالبان لکه محمد اسمعیل آزاد او مستقل شول ، او یواځې غلام شوي طالبان د ملا عمر
غوندې ژوندي پاتې کیږي ؟؟؟؟ که داسې وي نو بیا صرف د ګوتو په شمیر طالب چارواکي له شهادت وروسته آزادي او استقلالیت تر لاسه کوي او نور ټول د ISI دغلامانو په توګه خپل ژوند او حرکت ته دوام ورکوي که څنګه !


Musaferjan
01.05.2012

داسې نه چې د ځنکدن په وخت کې دې د کلمې طيبې لا اله الاالله په ځاې خولې ته لا اله الا آی اس آی راشي۰
په پاکو او سپېڅلو خلکو پورې بې دليله بهتان د بدې خاتمې سبب ګرځي۰
په درناوی

[quote:d853e7453f="پتوال"][quote:d853e7453f]
دا او ورته نورې له قربانيو ډکې پېښې د طالبانو د پاکۍ صفايۍ، او استقلال ثبوتونه دي، نه د پاکستانيتوب او غلامۍ۰ [/quote:d853e7453f]
که د مرګ په زور ایله خبله آزادي ثابتوي نو دا خو دا معنی لري چې نوموړې پیښې دا په ډاګه کړې چې طالب مشران داسې د ISI په
ولکه کې ښکېل دي چې یواځې د مرګ په قیمت ترې آزادېدلای شي ، او نور یې یواځې د غلامۍ په قیمت به کې ژوندي پاتې کیږي!
یعنې منښته (اعتراف) کوئ چې :
یواځې د ISI په لاس شهیدان شوي طالبان لکه محمد اسمعیل آزاد او مستقل شول ، او یواځې غلام شوي طالبان د ملا عمر
غوندې ژوندي پاتې کیږي ؟؟؟؟ که داسې وي نو بیا صرف د ګوتو په شمیر طالب چارواکي له شهادت وروسته آزادي او استقلالیت تر لاسه کوي او نور ټول د ISI دغلامانو په توګه خپل ژوند او حرکت ته دوام ورکوي که څنګه ![/quote:d853e7453f]


پتوال
01.05.2012

سلامونه او درناوی!

[quote:96d9e65a16]په پاکو او سپېڅلو خلکو پورې بې دليله بهتان د بدې خاتمې سبب ګرځي۰ په درناوی [/quote:96d9e65a16]

ایا د طالبانو ددفاع دوزیر وژل هم بهتان دی ؟ ISI ونه واژه ؟؟؟ که دې دا ژوندي طالبان غلامان نه وای د هغه پوښتنه او ګټنه خو به یې ترې کوله که نه ؟؟؟؟؟

آیا ملا برادر بندي اوپه مرګ ونه ګواښل شو ؟ او دغلامۍ د منلو وروسته يې صرف د کنترول لاندې ژوندی نه دی ساتلی ،
د ملاعمر د معاونیت پست او جهادي سابقه یې ورته ړنګه نکړه ؟؟؟
ایا محمد اسمعیل او ۲۵ تنه نور ملګري یې ISI نه نیولي
او نه وژلي دی؟؟؟؟
او آیا ددې ټولو مسولیت یې لکه د ځانمرګو بریدونو په څیر په ملا عمر نه دی منلی ؟؟؟؟

په دې توګه د متل سره سم دا ستا پاک او سپېڅلي خلک هم درته ... او هم یې پرې پاکوي او سره ددې هم دا سپېڅلي
ورته چوپ ناست دي نو آیا دا تر لمر ښکاره ثبوتونه نه دي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
آیا دوی په دې خدمت سپېڅلی او مجاهدین شول چې ISI ته له ځان او ایمان څخه تیر دی؟؟؟؟ بیا نو څرنګه ثابتولی شې
چې مشران یې دا جګړه د ISI له پاره نه ، بلکې د وطن له پاره کوي ؟؟؟؟
اوبیا څرنګه د لاروی صیب په دې اصولي پوښتنه سترګې پټولی شې چې آیا دواړو خواو ته د پردیو ( CIA او ISI ) جیره خواره نه جنګیږي ؟؟؟؟؟
باید اعتراف وکړئ چې د قندهار د غیرتمنو پښتنو ګوډاګی شویو مشرانو لومړی لکه داود او تره کي لس کاله
شوروي ته سیاسی کونه ورکړه، بیا یې لکه کرزی او نور يې دا لس ۱۲ کاله کیږي چې امریکایانو ته (سیاسی) کونه ورکوي او له دې وروسته
به یې د ملا عمر ډله ۱۰۰ کاله پنجابیانو ته ورکوي ! له امیر عبد الرحمن څخه نیولې تر شاه شجاع او امیر دوست محمدخان
پورې خویې مه کوه پوښتنه !

او آیا خوشال خان دغه پښتانه ښه رسا نه و پیېژندلي چې وايي :

پښتانه په عقل پوهه څه ناکس دي
..................... کوټه سپي د «کاروانونو؟» د جرس دي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more