tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

د (تري جي) پر مختللی سیستمونه فعال شو

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
تيمور
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 05 ميئ   2011
ليکنې: 216

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   اپريل   03, 2012 8:20 pm    عنوان   : د (تري جي) پر مختللی سیستمونه فعال شو Reply with quote

د افغانستان د مخابراتو وزارت هڅې کړي دي چې د هېواد په ټولو مخابراتي شبکو کې د (تري جي) پرمختللی سیستم فعال کړي.

په افغانستان کې د اتصالاتو مخابراتي شبکه لومړې شبکه ده، چې د دوشنبې په ورځ یي په خپل مخابراتي نظام کې د« تري جي» سیستم فعالول اعلان کړل.

د مخابراتو وزارت د (اترا) د ادارې مشر انجینیر خیرمحمد فیضي آزادۍ رادیو ته وویل، د (تري جي) سیستمونه د لوړ کيفیت لرونکې یوه پرمختللې مخابراتي تکنالوژی ده چې د چټک انټرنت له خدماتو به یي خلک ګټه پورته کړي.

د ده وویل، هڅې روانې دي چې د هېواد د مخابراتو په مارکېټ شاملې ټولې مخابراتي شبکې دا ډول پرمختللې تکنالوژي ولري، ده وویل:

"دا لومړی شرکت دی چې ګام یي پورته کړ او د ترې جي جواز یي واخیست، نورې شبکې هم چمتو شوې، چې په راتلونکو ورځو کې د دې تکنالوژی جواز واخلي، په دی سیستم کې چټک انترنت، د اډیویي او ویډیویي مطالبو او تصویرونو اسان لیږدول شامل دي، دا سیستم به په دې برخه کې هم د هېوادوالو اړتیا اوغوښتنې پوره کړي."

د اتصالاتو په مخابراتي شبکه کې د تري جي تکنالوژي د فعالولو په مناسبت په همدې ورځ په کابل کې یوه ناسته هم ترتیب شوې وه.

د دې شرکت د بازار موندنې د چارو مشر یاسر ابوالعمایم، د اتصالاتو په مخابراتي شبکه کې د نوي تکنالوژی د ځای پرځای کېدو په هکله وویل:

"تیره اوونۍ مو د دې لایسنس واخیست او نن یي په کمرشل سیستم فعالوو، د دې د انترنیت ساری په افغانستان کې نشته، له دې لارې په ثانيي سره کولای شي، د خپلې خوښی او ضرورت وړ مواد له یوټیوب، فیس بوک، ګوګل او همدارنګه له نورو ویب سایټونو څخه په چټکې او اسانۍ سره ډاونلوډ کړﺉ ."

نن سبا په افغانستان کې شپږ مخابراتي شبکې او د انټرنیت په لسګونو شرکتونه فعال دي، خو ځیني خلک یي له خدماتو راضي نه ښکاري.

دوي وایي، اوس هم د مخابراتي شبکو په خدماتو کې ځیني ستونزې شته او بله دا چې ترمنځ یي داسې رقابت نه دی رامنځته شوې، چې د خدماتو پر بیو دې اغېز وکړي.

دوي د انترنټ او مخابراتي شبکو د خدماتو د بیو لا ټیټیدل غواړي، خو د مخابراتو وزارت وایي، د مخابراتي خدماتو په بیو کې د پام وړ کموالی راغلی او د وخت په تیریدو سره به دا بیې نورې هم راټیټي شي.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.