د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

له طلاق وروسته اولاد د چا حق دی!؟

حلیم
11.11.2011

سلام،
که څه هم زموږ په نیکمرغه ټولنه کې د طلاق (له مصیبت نه د خلاصون لار) یو لوی پیغور جوړول دي، او تر اوسه پورې ددې اسلامي حل د عملي کیدو لپاره هیڅ تیار نه یو. خو بیا هم ځنې مسلمانان چې غربي نړۍ ته راشي بیا ېې که خوښه شي نو خپل د کرکې، نفرت، بې له کف، او نا برابره ژوند ته د طلاق له لارې د پای ټکی ږدي. زیاتره وخت د دوی بچیان د مور سره پاته کیږي، چې کیدای شي دابه د غربي قوانینو په زور وي.
غوښتل مې پدې اړه د اسلام دریځ هم ځانته معلوم کړم. اسلام اولاد چاته ورکوي، مور ته، که پلار ته؟؟



ع کريم حليمي
12.11.2011

علیک !
ګرانه حلیم صاحب ، خدای دي وکړي چه جوړ او روغ به اوسی ، تاسو ډېري خوندوري او ضروري موضعګاني د بحث خونو ته راوړئ ، او زموږ د محترمو او مکرمو لوستونکو احترام نه ساتي ، چه ولي‌ ؟؟؟
په هر صورت ستاسو توجه غواړم ، لکه څرنګه چه د خپل بحث له پاره چه عنوان ضرور لیکې !!! هم دارنګه د 'ټول افغان' لوستونکو په پوره سلام او القابو ( پتمنو ،یا ښاغلو ، آغلو )‌و ارزوئ ، په مسلسل ډول او په اِراده او میل او په قصد سلام پوره نه لیکل بد اخلاقي ده .

چه راسم ستاسو د پوښتنی جواب ته ، ګرانه وروره !
قرآن یګانه پوره او مکمل د اخلاقو کتاب دي ، د خدای له طرفه و بندګانو ته رالېږل شویدی په مجمل ډول !!! تفسير و توضيح زموږ بندګانو وظیفه ده
قرآن فرمايي چه : أَوْلاَدَهُنَّ معنیٰ داشوه چه د - دواړو - اولاد
ټول داسماني اخلاقو پوره پوه ماهران په دیٖٖٖٖٖٖ خبره موافق دي چه نسب په پلار پسي ځي .

او قرآن دا هم فرمايي چه : لاَ تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلاَّ وُسْعَهَا

نو مطلب داشو چه : قرآن ّهيڅ کله امر ندی کړئ چه اولاد یوازي د پلار حق کيږي ، (أَوْلاَدَهُنَّ )
نن مجلس شوري العلماء او یا د ملت د سنا مجلس ته حق سته ، چه دعصر له تقاضا سره نوېٖٖٖٖٖٖ فقه ولیکي‌ ، تر څو چه نوی قانون نوي لیکل شوي
والدین کولای شي په خپله سره جوړي شي او فیصله وکړي چه کوم یو له دوی څخه اولاد په ښه شرایطو کښي ساتلی شي ، هر یوه چه ښه شرایط درلوده ، د اولاد د روزني حق د هغه دي ،

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more