د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دنیکمرغه لوی اختر درارسیدو په مناسبت دعالیقدرامیرالمؤمنین دمبارکۍ پیغام

لاونګ
05.11.2011

بسم الله الرحمن الرحيم
الله أكبر الله أكبر ، لاإله إلا الله و الله أكبر ، الله أكبر و لله الحمد.
الحمد لله رب العالمین والصلاة والسلام علی قائد المجاهدين وإمام المرسلين سيدنا ونبينا محمد وعلی آله وصحبه أجمعين وبعد:
إِنَّآ أَعْطَیْنَـکَ الکَوْثَرَ (۱) فَصَلِّ لِرَبِّکَ وانْحَرْ (۲) إِنَّ شَانِئَکَ هُوَ الأَبْـتَـرُ(۳) صدق الله العظیم

دافغانستان مجاهد اولس اوټول اسلامي امت ته ! السلام علیکم ورحمة الله وبر کاته

له هرڅه نه وړاندې مو، لوی اختر مبارک شه ! قربانۍ ،صدقات او عبادات مو قبول شه،دحجاجو کرامو حجونه ،دوعاوي او د باشهامته مجاهدو ولسونو جهاد،او سرښندنې دې الله پاک په خپل دربارکې قبولې او دشهيدانو وارثینوته دي الله تعالی نعم البدل اوجمیل صبر ورکړي ،دکورنیواویتیمانودي الله تعالی حفاظت وکړي.

الله رب العزت دي دځوریدلیومسلمانانوتکلیفونه اوسختۍ په خو شحالۍ اوسوکالۍ بدلې ، او بنديان مو دې الله تعالی ددښمن له وحشي زندانونو څخه په خیر سره راخلاص او له خپلو کورنيو سره يوځای کړي الله رب العزت دي په خپل کامل قدرت سره زموږدښمنان نورهم له ماتي اوذلت سره مخامخ کړي .

دتيرو اخترونو په څير يوځل بيا هم غواړم چې دځېنو مهمومسائلوپه اړه چې زموږ اوستاسو راتلونکې ورپورې تړلی ،خپل دريځ درته روښانه کړم :

لس کاله وشول چې زموږباشهامته مجاهدین له ظالم اويرغلګر دښمن سره ديوه سپيڅلي ارمان لپاره په جهاد بوخت دي اوهره ورځ قربانئ ورکوي او له مادي پلوه دنړۍ ترټولولوی او متکبرځواک یې دالله جل جلا له په نصرت دماتي په درشل درولی ،په زرګونو پوځیان یې ور وژلي ،ټپيان کړي اوډيرنوریې په همیشني معیوبیت اورواني ناروغۍ اخته کړي دي چي په نتیجه کې یې خپل ولسونه دهغوی په وړاندې په مخالفت دریدلي ، مظاهرې کوي اونور امریکا یي اوغربي اولسونه ندي تیار چې دافغانستان جګړه اوږده او دخپلو وژل کېدونکو عسکرو تابوتونه وویني !!

دا يواځې دلوی الله جل جلاله کرم او فضل دی چې دهیواداواسلامي امت دبرخلیک په دې ټاکونکي او حساس وخت کې يې دا خدمت له موږ او تاسو واخيست او داسلام ستردښمن یې زموږپه لاس وځاپه، په دغو ترټولو حساسو شیبوکې مي ټولو مجاهدينوته ،پیغام دادی چې دغه ټولې لاسته راوړنې تنها دلوی الله جل جلاله نصرت ، او دخپل مسلمان ولس دبې ساري قربانۍ نتیجه وبولئ ، په عوض کې لاهم اخلاص ، ښه نيت ،او په انفرادې او اجتماعي اعمالو کې تقوی ته متوجه شئ، رياء او تکبردرنه ونشي،دمسلمانانو په خدمت کې سستي ونکړئ ، له چاسره ظلم ونه کړئ ، څوک بيځايه په وسله اوزور درنه تهديد نشې ،له بيت المال سره پوره احتياط وکړئ، دخپلومشرانوکلک اطاعت وکړئ هغه کارونه چي نفس او خواهشات یې غواړي ځانونه ترې وساتئ.

مجاهدینو وروڼو! تاسو ښه پوهيږئ چې یرغلګر دښمن مو له بربنډې ماتې سره مخ دی، دروان کال دبدرپوځي عملياتو یې ټول پلانونه اودسیسې ورشنډ ي کړي ، د پلازمینې کابل په ګډون دهیواد په هره بر خه کې ډیردرانه ځاني اومالي زیانونه وراړولي ، نوپه دي حساسو شیبوکې دي ټول مسئولین او منسوبین په خپل مینځ کې یووالی او وحدت لاښه وساتي ځکه دښمن اوس غواړې دمجاهدينو ترمنځ په بيلابيلو نومونو اختلاف رامنځ ته کړي اوداسلامي امارت حیرانوونکي اودافتخاره ډک عملیات، پوځي پرمختګونه اولاسته راوړنې بهرنیو لوریوته منسوب کړي ترڅوله یوې خوا خپله رسوا ماته پټه کړي او له بلي خوادګاونډیو هیوادونوپه تورنولوسره په افغانستان کې دامریکا ددایمي حضور او پوځي اډودجوړولولپار مصنوعي دلایل برابرکړي خودښمن بایدپوه شي چی موږ یې په دي اړه دغلاموجرګواودایمي اډو کلک مخالفت کړی اوکوویې اوهیڅ کله به یې جوړیدوته پری نږدو، زموږ درانه هیوادوال که له هیواد نه بهردي او که دننه بایدله پوره هوښياري او پوهې نه کار واخلي،اوددښمنانو ددسیسو په خنثی کولوکې خپلي هڅي لاهم ګړندئ کړي ددښمن دبيځايه تبليغاتوتر اغیزو لاندې رانشي،داسلامي امارت دمجاهدینوله فعالیتونو څخه ځانونه داسلامي امارت درسمي ویندویانو،رسمي ویبپاڼواورسمي مطبوعاتو له لارې خبر کړي، زموږ ملت بایدنورهم له خپلومجاهدینووروڼوسره لکه دالس کاله چي ولاړوو،ودریږي او خپلې حوصلې لوړې ولري، زموږ مبارزه او جهاددالله جل جلاله درضااودهیواد دآزادۍ ، استقلال او سوکالۍ لپاره روان دی ، موږ له هغې عقيدې دفاع کوو چې زموږ اوستاسو سره شريکه ده او هغه واقعي اسلام دی اوبس ، اویقین لروچې عزت او وقار به زموږ او ستاسو په برخه وي ،يوځل بيابه ان شاءالله ديوه سرلوړي ملت په څير په نړۍ کې په جګوسترګو ژوندکوو .

مونږ کورنیو مخالفینوته بلنه ورکوو چی د اسلام او ملت پخاطر د یرغلګرو ملاتړ پریږدئ او د بهرني یرغل په وړاندي د مجاهدینو سره ودریږئ، كه په دې برخه کې په اخلاص سره مراجعه وکړئ نو د اسلامي امارت دروازه ستاسو پر مخ خلاصه ده او یا اقلا خپل عادي ژوند غوره کړئ، سر، مال او عزت به مو په امن وي، بی له شکه افغانستان په دي هیوادکې دټولومیشتوقومونوګډکوردی ، ددې ټاټوبي استقلال او ساتنه د ټولو فریضه ده. زموږ بهرني دښمنان بايد په ريښتوني معنا پوه شي، چې موږ دوئ ته تشې لاپې نه وهو ،هسې بیځایه څوخیالي خبرې نه ورته کوو بلکې واقعاً دمسائلو دحل ريښتونې لارې ته یې رابولو هغه داچې :

تاسو چې په لومړۍ ورځ په افغانستان بريدکاوه زموږ خبره مو يانه اوريده او ياموله دښمنانه دریځ نه ورته کتل؛خوداده ومو ليدل چې لس کاله مو بيځايه مزل کړی ،پيسې مو مصرف کړې ، وينې مو تویې کړې،خوهیڅ پرمختګ موندی کړی، اوس دافغانستان اوامریکا حالت له لس کاله مخکې حالت سره څنګه پرتله کوئ ؟

که ځانو نه او جهان نه تیر باسئ نو یقینا به دا خبره ومنئ چې دې دواړو هیوادونوتر هغه وخت ډیرپرشاتګ کړی نه پر مختګ، اوکه دافغانستان دوضعیت په اړه تاسو لاهم دبن په څیربې فایدې کانفرنسونواودخپلوجنرالانوبي ځایه اوخیالي لاپوته خوشبينه ياست نو یقیناچې نوربه هم د شکست او تباهي په لور روان یاستئ! .
زموږ ملت پردیو ته د تسلیمیدو ملت نه دی، له خپل دريځ او عقيدې نه شاتګ نه مني، پرموږ باندې ژوند دومره ګران نه دی چې له خپل دين نه ورته تير شو، بلکې زموږ مرګ او ژوند ټول د الله (جل جلاله) لپاره دی او وي به، موږ د الله (جل جلاله) په لاره کې قرباني ته خوشحاليږو او افتخار پرې کوو؛ خو تاسو دپراختيا غوښتنې، مال او پيسو لپاره جنګيږی، ستاسو عسکر جګړيزه روحيه نلري، ژر مورال له لاسه ورکوي ځکه ټوله تکيه يي په وسله او وسائلو ده.

د کره معلوماتو له مخې په تیرو لسو کلونو کې ستاسو په لکونو عسکر په نوبتي شکل افغانستان ته راغلي اوتللي دي خو په وړاندې مو هغه د اولې ورځې طالب او مجاهد جنګيږي، لا ستړی شوی نه دی او حوصله يې دلاسه نه ده ورکړې؛ نو اوس تاسو يوه لاره لرئ هغه دا چې نور زموږ له هيواده خپل ټول عسکري قوتونه ژرترژره وباسئ اوداستاسو په ګټه ده ، داملت او خاوره ددې خاورې بچیانوته پريږدئ، دا خاوره په افغانانو پورې اړه لري، دلته د نظام جوړول او څرنګوالی د افغانانو کار دی، موږ نه غواړو نورو ملیتونو او هيوادونو ته ضرر پيښ کړو، او د ټولو منازعاتو او معضلاتو د حل لپاره موږ په افهام او تفهيم باور لرو او دا خبره موږ تاسو ته لس کاله وړاندې هم کړې وه او اوس یې هم کوو. او ددې کار لپاره مو د اسلامي امارت اړونده مرجع ته هدایت کړی دی چې د ټولو هیوادونو سره د ملي او اسلامي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره ځان پوه کړي او داسلامي امارت پالیسي او دریځ په صحیح توګه دنیاوالو ته ورسوي .

يوه مسئله چې زموږ ټولو لپاره خورا ځورونکې ده، هغه په جګړه کې په عمومې ډول ملکي تلفات دي ترکومه ځايه چې په دښمن پورې اړه لري هغوئ خو راغلي دهمدې وژنې او ځورنې لپاره دي ،خو مجاهدین بایددخپل شرعي مسؤلیت له مخې دولسي خلګو دځان اومال دساتني ډیر خیال وساتي .

ولسي خلک هم باید دملکي زیانونو او ناورینونو په مخنیوي کې له مجاهدینوسره پوره همکاري وکړي ، چیرته چې په کلیو او بانډو کې امریکایي ګزمې تګ او راتګ کوي ، وړاندې یا وروسته دې نږدې حرکت نه ورسره کوي ، دغه راز دې دمجاهدینو لخوا اعلامیدونکې احتیاطي تدابیر هم په کلکه عملي کوي،ترڅو پر یرغلګرو په کیدونکو بریدونو کې دوئ ته زیان وانه وړي .
اوترهغه ځايه چې په مجاهدينو پورې اړه لري هغوئ دې په راتلونکي کې دولسي خلګو دتلفاتو دمخنیوي په غرض لاندې مقررات په جدي توګه عملي کړي :

الف – د ټولو ولایتونو والیان دي، د ملکي تلفاتو او بې ګناه خلکو ته دمجاهدینوپه نامه د اخطاري خطونو، اواخطاري تلیفونو مخنیوي ته پوره توجه وکړي او وخت په وخت دي په خپلو مربوطه سیمو کې جدي پوښتنې او پلټنې وکړي او همدا راز دی ددینی علماوو په ذریعه وخت په وخت مجاهدینو ته د ملکي خلکو د سر، مال او آبرو ساتنی او د نورو معروف کارونو په برخه کی وعظ کوی. مشرتابه ته دي د ټولو هغو ملکي تلفاتو په اړه معلومات ورکړي چي یا خو یقیني د مجاهدینو له لوري اوښتي وي او یا یې په مجاهدینو باندي شک کیږي.

ب- که په کومه سیمه کې د مجاهدینو د ماینونو، فدایې بریدونو او نورو عملیاتو له امله ملکي خلکو ته زیان ورسیږي او د هغې سیمې مجاهدین انکار وکړي چي دا کار موږ نه دی کړی، خو قراین او شواهد ښيي چې د سیمې د مجاهدینو له لوري شوی دی، نو شکمن کسان دې شرعي مرجع ته حواله شي . که په کره شواهدو ثابته شي چې واقعا د عامو مسلمانانو د شهادت سبب د مجاهدینو بې پروایي ده، نو تر دقیقې پلټنې وروسته دي عاملینو ته شرعي سزا ورکړل شي او هم دې د پیښې د ملکي قربانیانو وارثینو ته د ننواتې ، عذراوخوشحالولو تصمیم ونیول شي.

ج- که د ملکي تلفاتو په برخه کې هغه مسئولین چې مخکې په همدې وجه سزا شوي وي په مکرر ډول بې احتیاطي وکړي، نو له نورې شرعي سزا سره په څنګ کې دې له خپلودندو څخه هم ګوښه کړل شي.
د- په کومه سیمه کې چی د مجاهدینو او یا هم له نامعلوم لوري ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوړي نو په دې هکله دي اړونده مرجع اوفرهنګي کمیسیون هم له مختلفو منابعو نه معلومات حاصل کړي او وخت په وخت دي خپل راغونډ شوي معلومات په لیکلي ډول مشرتابه ته وړاندي کړي.

په پای کې يوځل بيا ستاسو ټولو نيکمرغي او خوشحالي له الله جل جلاله نه غواړم او دلوی اختر په مناسبت تاسو او ستاسو کورنيو ته دزړه له تله مبارکي وايم په سنګرکې ناستو مجاهدينو ته داتفاق ، ورورولۍ او تقوی هيله لرم ، له شتمنو وروڼوهیله کوم چې دقربانۍ او ايثار په دي مبارکو شپو ورځوکې خپل بي وزله وروڼه له ياده ونه باسې او له یتیمانواومسکينانو سره تر وسه وسه خپله همکاري وکړي ،دنړۍ په مسلمانانوغږ کوم چی په اسلامي نړۍ کې له روانو بدلونو نوڅخه داسلام او وطن په ګټه اعظمي استفاده ،دیووالي اواسلامي اصولو په عملي کولو سره وکړي،دنړئ په ګوټ ګوټ کې ټولواسلامي او جهادي تحریکونوته توصیه کوم چې داسلام ددښمنانو له دسیسواوداسي حرکاتونه ځانو نه په کلکه وساتي کوم چې په شریعت کې ناروا،مشکوک اودمجاهدینودبدنامي اوپه ولسونو کې دتنفر سبب ګرځي.

لوی الله دې زموږ غمونه او تکلیفونه نو ر په خوشحالۍ بدل کړې او ديوه هوسا ، آزاد ، خپلواک او سرلوړي اسلامي حکومت په جوړولو کې دې راته توفيق راکړي . آمين ياربَّ‎ العلمين

والسلام

داسلام خادم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد
۷/۱۲/۱۴۳۲ هق
3/11/2011 م
۱۲/۸/۱۳۹۰ه ش


محمود سعيد
09.11.2011

آیا طالبان ملکیانو ته کوم ځانګړی تعریف لري او که نه؟
دوی خو ټول هغه کسان چې د نړۍ له شته حکومتونو سره یو ډول نه یو ډول همکاري ولري، د وژلو مستحق ګڼي.
په افغانستان کې درې سوه زره د ملي اردو ځواکونه، دوه سوه زره د پولیسو ځواک، سل زره د ملي امنیت ځواک، او څه ناڅه یو میلیون هغه کسان چې د دولت په بیلا بیلو ادارو کې کار کوي، د کفارو سره د ملګرتوب په نوم د وژنې وړ بولي.
اوس پوښتنه دا ده چې ملاصیب ملکیان چاته وايي؟


حلیم
09.11.2011

محمود سعید وروره،
دا د تبلیغاتي جنګ اړخ دی، او د هغو ملکیانو وژل چې تاسو وړاندې یاد کړیدي هغه د دوی د نظامي برم د زیاتیدو او ددې ترڅنګ د خپل سیال (دولت) د کمزوري کولو او له هم د ولس د ځوان نسل بیکاره کولو چې په پایله کې به د خا ډم ملاعمر تر مشرۍ لاندې بربریت ته هرکلی وایي راز نغښتی دی.

که ټالبان ریښتیا په دین پوهیدی، او د خدای د دې لورینې قدر ورسره وی؛ نو بیا به یې د اختر په ورځ د بغلان او بادغیس په څیر شرمیدلې کانې نه کولې.
طالب که د دین د نافذیدو لپاره د آسمانه را نازلې شوې ملایکې هم وی، داسې جاهلانه پالیسي او داسې له شعوره لرې اهداف ېې باید نه وای ټاکلي.
تاسو زموږ د هغو وروڼو تلفات چې د طالبانو په صف کې جنګیږي، د هغو امریکایانو په پرتله چې د افغانستان په جنګ کې مردار شویدی پرتله کړئ، یو په لسه لا څه لدې نه هم زیات دي. ملکي کسان چې دې دواړو خواو د غوبل ترپښو لاندې مړه، زنداني، لادرکه، بې کوره، بې موره، بې وروره، ... شول.
آیا دوی میندې نلري؟
آیا د دوی بچیان نه یتمیان کیږي؟ (د امریکایي زوی د پلار نه شتون دومره نه متأثره کوی لکه یو پښتون یتیم)
آیا د دوی ښځې نه سرتورې کیږي؟ ( بیا خو د پښتنو جاهلانه کلتور هم ښه درته مالوم دی چې د کونډو سرنویشت پکې څه دی )

فکر نه کوم خدای ج دومره ظالم وي چې موږک د فیل په مقابله مکلف کړي.
که څه هم موږ د مادیاتو ترڅنګ په الهي مرسته هم ایمان لرو.

افسوس زما بیسواده، بې شعور او جذباتي پښتون ولسه!!


pattang
10.11.2011

سعيد خانه! طالبان ډېر ښه خلک دي ، داکارونه چې پر دوی پورې تړل کيږي خوشې
پرو پاګنه ه او يا داشغا لګرو او لاسپوڅيو دسيسې دي چې طالبان پرې بدنامه کړي٠
افغانان اوس په پيسو داسې خوشاله کيږي لکه يو کوچنی هلک په خوږه ګوړه!
دوی پردې حال کې، او هم په راتلو نکي د اقتصادپه مانا اودملي اقتصاد د سياست په کولو ، مفهوم ا و عملي کولو نه پو هيږي !
پر ځای ددې چې سرمايه د کار دپيداکولو او دمحصولاتو د پيداکولو لپاره په کار واچوي او په راتلونکي کې ملې اقتصاد داولس په ګټه وڅرخوي ، خپل داسې لوکس ، لوکس کورونه جوړوي چې په اروپا کې هم ساری نلري ، هغه هم په هغو
پيسو چې يا غلا شوې ، يا دمخبري په توګه ، يا دقاچاقو دخرڅولو له لارې پيدا
شوې دي٠
ددې ټولو ناخوالو علت لاسپوڅي او اشغالګر دي ، که دوی ورک شي بيا هلته
ګيله کوه او انشاالله چې هر پيغام به مو اورېدل کيږي٠
تعريف :
هغه څوک چې وسله وال دي او ددولت پر خوادي ( عسکري ،پوليسي ، خادي )
وسلوال کسان ، ملکي ندي نور ټول ملکي بلل کېږي٠

[quote:5177c27493="محمود سعید"]آیا طالبان ملکیانو ته کوم ځانګړی تعریف لري او که نه؟
دوی خو ټول هغه کسان چې د نړۍ له شته حکومتونو سره یو ډول نه یو ډول همکاري ولري، د وژلو مستحق ګڼي.
په افغانستان کې درې سوه زره د ملي اردو ځواکونه، دوه سوه زره د پولیسو ځواک، سل زره د ملي امنیت ځواک، او څه ناڅه یو میلیون هغه کسان چې د دولت په بیلا بیلو ادارو کې کار کوي، د کفارو سره د ملګرتوب په نوم د وژنې وړ بولي.
اوس پوښتنه دا ده چې ملاصیب ملکیان چاته وايي؟[/quote:5177c27493]


pattang
10.11.2011

دخلقي ، پرچمي او افغان ملتي لوڅه ک٠٠٠ دې خدای پاک پټه کړې
او اسلامي پښتني پرتوګ دې ئې په نصيب شي ٠

[quote:dc7e70b30b="حلیم"]محمود سعید وروره،
دا د تبلیغاتي جنګ اړخ دی، او د هغو ملکیانو وژل چې تاسو وړاندې یاد کړیدي هغه د دوی د نظامي برم د زیاتیدو او ددې ترڅنګ د خپل سیال (دولت) د کمزوري کولو او له هم د ولس د ځوان نسل بیکاره کولو چې په پایله کې به د خا ډم ملاعمر تر مشرۍ لاندې بربریت ته هرکلی وایي راز نغښتی دی.

که ټالبان ریښتیا په دین پوهیدی، او د خدای د دې لورینې قدر ورسره وی؛ نو بیا به یې د اختر په ورځ د بغلان او بادغیس په څیر شرمیدلې کانې نه کولې.
طالب که د دین د نافذیدو لپاره د آسمانه را نازلې شوې ملایکې هم وی، داسې جاهلانه پالیسي او داسې له شعوره لرې اهداف ېې باید نه وای ټاکلي.
تاسو زموږ د هغو وروڼو تلفات چې د طالبانو په صف کې جنګیږي، د هغو امریکایانو په پرتله چې د افغانستان په جنګ کې مردار شویدی پرتله کړئ، یو په لسه لا څه لدې نه هم زیات دي. ملکي کسان چې دې دواړو خواو د غوبل ترپښو لاندې مړه، زنداني، لادرکه، بې کوره، بې موره، بې وروره، ... شول.
آیا دوی میندې نلري؟
آیا د دوی بچیان نه یتمیان کیږي؟ (د امریکایي زوی د پلار نه شتون دومره نه متأثره کوی لکه یو پښتون یتیم)
آیا د دوی ښځې نه سرتورې کیږي؟ ( بیا خو د پښتنو جاهلانه کلتور هم ښه درته مالوم دی چې د کونډو سرنویشت پکې څه دی )

فکر نه کوم خدای ج دومره ظالم وي چې موږک د فیل په مقابله مکلف کړي.
که څه هم موږ د مادیاتو ترڅنګ په الهي مرسته هم ایمان لرو.

افسوس زما بیسواده، بې شعور او جذباتي پښتون ولسه!![/quote:dc7e70b30b]


مصلح
13.11.2011

سلام علیکم
د دوی دې مخ تور شی. له یوې خوا داسې اعلامیې خپروی او له بلې خوا د چا خبره هماغه خرک هماغه درک د یو نیو پولیس تر څنګ ملکي خلک په خښ کړي بمونو آلوزاوی. پاک الله دروغجن هرو مرو شرموی!

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more