د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

یو ځل بیا په ۳ ځانمرګو بریدونو کې ۵ بیګناه ولسي وګړي شهیدان شول

مساپر
27.08.2011

ګرانو هیوادوالو اسلام علیکم،
نن د هلمند او کندهار په ځانمرګو بریدونو کې ۵ بیګناه مسلمانان شهیدان شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.
یواځې د کندهار ښار پر لومړۍ حوزې ځانمرګی برید کې د (۱۴) ماشومانو په ګډون (۲۵) بیګناه ولسي وګړي په کې ټپیان شوي، او په دغه برید کې زموږ د هیوادوالو ګڼ شمیر کورونه هم ویجاړ شوي دي.
طالبانو ویلي چې دا بریدونه دوی کړی دی، او دا هم ویلي دی چې دوی ۵۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي یې په یوه موټر (کرولا) کې ځای پرځای کړي وو.
یا الله (ج) زه خو نه پوهیږم چې دا څنګه او د چا سره جهاد دی !؟!

والسلام،


پتوال
27.08.2011

مسافر خانه وروره سلامونه !
د عراق سونيانو القاعده له نږدې څخه پيژندله نو په خپل هيواد کې يې هېڅ ځای ورنکړ او مونږ تاسې ISI له نږدې څخه پيژنو ، ولې طالبانو مو هم
القاعدې ته او هم ISI ته ځآی ور کړ، ځای څه چې واک او مشري يې هم ورکړې ده ، نو د هغوی بل څه له لاسه پوره دي بې له دې چې انتحاري بريدونه
وکړي او ډير بيګناه خلک په کې ووژني ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
د هر وژل شوي پښتون په سر به ISI څومره ډالرې ورکوي ، ځکه ددوی هدف د پښتون وژنې پروژه کوانده او جاري ساتل دي !


شبيراحمد
27.08.2011

[quote:1c014d6a6f="پتوال"]مسافر خانه وروره سلامونه !
د عراق سونيانو القاعده له نږدې څخه پيژندله نو په خپل هيواد کې يې هېڅ ځای ورنکړ او مونږ تاسې ISI له نږدې څخه پيژنو ، ولې طالبانو مو هم
القاعدې ته او هم ISI ته ځآی ور کړ، ځای څه چې واک او مشري يې هم ورکړې ده ، نو د هغوی بل څه له لاسه پوره دي بې له دې چې انتحاري بريدونه
وکړي او ډير بيګناه خلک په کې ووژني ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
د هر وژل شوي پښتون په سر به ISI څومره ډالرې ورکوي ، ځکه ددوی هدف د پښتون وژنې پروژه کوانده او جاري ساتل دي ![/quote:1c014d6a6f]

پتواله بيادي زړه بې بنسټه بابولاله ويلي. :wink:
لږسترګورتوب هم ښه وي.
اي ايس اي ده طالبان دي اوته يې.
کله خوپه دې خپل بادارهم څه وليکه کنه.
بې انصافه.
روژه ده نوربه څه نه درته وايم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more