د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

زموږ د معصومو ماشومانو لپاره نوي واسکټونه !

تيمور
25.08.2011

[color=red:4d332bc7eb]زموږ یو اته کلن ماشوم (نصیر)[/color:4d332bc7eb] خبرې رسنیو ته داسې وې ویل: زه دکندهار ولایت په لویه ویاله کې لمبیدلم چې طالبان په یوه سرف موټرکې راغلل او زه یې له ځان سره دسنځري سیمې ته بوتلم او بم یې راپورې وتاړه او راته یې وویل چې پوستې ته نیږدې [color=darkred:4d332bc7eb]دغه دوه لینونه سره یو ځای کړه دبم پارچې به په امریکایانو ولګیږي.[/color:4d332bc7eb] زه چې کله له دوی څخه را روان شوم نو انتحاري واسکټ مې له ځانه وغورځاوه او یوه کورته ننوتلم چې بیا د کندهار د ملي امنیت د کارکوونکو لخوا ونیول شوم.

[color=brown:4d332bc7eb]یوه بل دولس کلن هلک (ګل خان)[/color:4d332bc7eb] وویل چې زه مې پلار په کوټه کې شریفیې مدرسې ته ددیني زده کړو لپاره واستولم خو [color=blue:4d332bc7eb][size=18:4d332bc7eb]په دغه مدرسه کې له یوې میاشتې دیني زده کړو وروسته زما د سترګو په وړاندې په پنځو تنو باندې انتحاري واسکټونه واغوستل او افغانستان ته یې راولیږل او ماته یې وویل چې تاته به دجمعې په شپه انتحاري واسکټ دراغوندو ځکه دجمعې په ورځ ډیر ثواب لري. [/size:4d332bc7eb][/color:4d332bc7eb]
ده وویل: زه یې وهڅولم چې ته به لاړ شې او چې بهرنیانو ته ورنیږدې شوې [color=orange:4d332bc7eb][size=24:4d332bc7eb]دا دوه لینونه به سره یو ځای کړې نو د بم پارچې به په بهرنیانو ولګیږي او ته به بیرته ژوندی راستون شې. [/size:4d332bc7eb][/color:4d332bc7eb]
اوه لس کلن (یاسین) وویل چې زه د پاکستان په یوه مدرسه کې د ځان مرګي برید ترسره کولو ته وهڅول شوم او راته وویل شول چې لاړ شه او په افغانستان کې انتحاري برید ترسره کړه چې جنت ته لاړ شې- هلته حورې دي، [color=darkblue:4d332bc7eb][size=18:4d332bc7eb]زموږ عالمانو، صحابه وو او پیغمبرانو هم دا کار کړی دی؟؟؟ [/size:4d332bc7eb][/color:4d332bc7eb]او بیا یې راته په دې پلمه چې ګواکي ته ناروغ یې یوه پیچکاري راکړه چې د هغې په تزریق سره مې حال بل ډول شو.

یاسین وویل: بیا د مدرسې د چارواکو لخوا راته وویل شول چې اوس کورته ولاړ شه او چې له کوره بیرته راستون شوې نو ځان مرګي برید ته چمتو شه او که له کوره رانغلې نو ستا کورنۍ او پخپله تاته به خطر پیښ شي.

یو بل هلک (نورمحمد) د غزنی ولایت اوسیدونکي داسې وایي: ما په مدرسه کې زده کړه کوله چې طالبانو انتحاري واسکټ او یو میل تومانچه راکړه او راته یې وویل چې لاړ شه او د ولایتي بیارغونې پر ټیم برید وکړه خو چې زه کله هلته ورغلم نو په دروازه کې مې عسکر ولیدل او هغه ته مې ځان تسلیم کړ.

دی وایي: [color=indigo:4d332bc7eb]اوس زه غزني ته نشم تللی ځکه چې طالبان مې ژوندی نه پریږدي، [/color:4d332bc7eb]مور مې مړه ده او پلارمې زما خیال نه ساتي، زه غواړم په کابل او یا کوم بل ځای کې زده کړې وکړم.

دا چې زموږ د ماشومانو څخه په ځان مرګو بریدونوکې کار اخیستل شي، دا زموږ پربچیانو او په حقیقت کې زموږ پر دین او فرهنګ سره یوه دښمنانه عمل دي، او له دې نه بل ستر ظلم نشته چې ددې خاورې په کوچني ماشوم پورې بم تړي او ورته وایي چې ورشه ځان مرګی برید ترسره کړه، ته به جوړ پاتې شې او پارچې به یې نور ووژني.
د نړی نور هېوادونه خپلو بچیانو ته روزنه ورکوي چې ډاکټران او انجنیران شي- ځانونو ته قیر سړکونه، ښوونځي او د اټوم بمونه جوړوي خو زما او ستا د خاورې بچیان انتحار، د ښوونځي سوزولو او ددې هېواد ورانولو ته هڅوي، دا ولی؟ او تر څه وخته پوری؟
[color=cyan:4d332bc7eb]هر څوک چې زموږ بیګناه او معصوم بچیان ځان وژلو ته هڅوي او په حقیقت دوی په دا ډول اعمالو سره زموږ د دین (اسلام) اوفرهنګ بدناموي. [/color:4d332bc7eb]


شبيراحمد
27.08.2011

تيمورخانه وروره خبري دي دمنلونه دي. :wink:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more