tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

ارواپوهنه

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> فلسفه او ارواپوهنه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه جولاي   31, 2011 1:10 am    عنوان   : ارواپوهنه Reply with quote

درنو وروڼو او خوندو ددې فن په اړه مې مختلفی لیکنی او کتابونه
کتلې او اړولې دې او درسا مې له استاد نه هیڅ ندې ویلې خو یوه کوچنی
رساله یې زما له نظره تېره شوې ده او هغه ډیره په زړه پورې او ګټوره ده د
دې رسالي ژباړه به مې دې ته اړ کړې چې ګټه ورنه واخلم او دټول افغان
له ډاکټرانو او پوهانو لیکوالانو نه په بښنه غوښتلو سره زما په څیر
محصلینو او کشرانو ته بلنه ورکوم چې دا ژباړه راسره ولولې اوکه خدای
کول بي ګټې به نه وې
-------------------

ارواپوهنه

دنوروټولنیزوعلوموپه څېر څېړونکي دټولنیزې ارواپوهني په تعریف کې هم له ستونزو سره مخامخ دې او دا څو لاملونه لرې :
له کومو موضوعاتو سره چې ټولنیزه ارواپوهنه اړېکه لرې هغه ورځ په ورځ په پرلپسې توګه تغیرات مومې او په هغو موضوعاتو کې نوښتونه رامنځته کېږې نن یو تعریف ومنل شی خو سبا په همدې موضوعاتو کې نوې تغیرات رامنځته شې او هغه تعریف موافق نه وې .
ټولنېزه ارواپوهنه په ټولنه کې د فرد له سلوک اوچلند نه بحث کوې اوس راځو په دې اړه ددې فن د ماهرینو له خولو نه ددې فن څو تعریفونه را اخلو .

دټولنېزې ارواپوهني تعریف اوموضوع

لووډ وایې : په ټولنه کې دفرد سلوک ، تفاعل او چلند ته ټولنېزه ارواپوهنه وایې .
هولانډر وایې : ټولنېزه ارواپوهنه په ټولنه کې دفرد سایکولوژیکې څېړنې ته وایې اودا علم دټولنېز اغېز له عملیت او کارنده والی نه بحث کوې .
ګولډ سټاین وایې : په افرادوکې د یوه فرد دسلوک د اغېز دڅرنګوالې څېړنه ټولنېزه ارواپوهنه بلل کېږې اودا چې دی دهغوی له سلوک نه حه تاثر قبلوې .
ګورډن البرټ وایې : په دې علم سره داپېژندل کېږې چې دافرادو افکاراو مشاعر اوسلوک دنورو وګړو په حضور کې څه ډول متاثره کېږې هغه حضور که ضمني وې یا تخیلې وې او یا حقیقي وې .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
وصيل پېروز
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 فروري   2009
ليکنې: 342
ځای: زابل

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه اګست   07, 2011 4:18 pm    عنوان   : Reply with quote

السلام عليکم
ښاغلی رښتنی صاحب ! ستاسو پيل کړې لړۍ ډېره ارزښتمنه او زړه وړونکې ده ، منځ پانګه يې ډېره جالبه ، ټولنيزه او ګټوره ده ، هيله ده چي دوام ورکړئ او لوستونکي یې هم ولولي ګټه ترې واخلي .
ستاسو د بريا په تمه
په مينه او درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ AIM Address Yahoo Messenger
BlueMoon



دغړيتوب نېټه: 14 جنوري   2015
ليکنې: 1

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   جنوري   14, 2015 9:47 am    عنوان   : Reply with quote

نو د دوی ددې خبرې د ردولو له پاره يې اوس white leather jacket پکار دي چې د انسان له سر، مغز او انساني ټولنې له تړاو پرته ورته چيرې د شعور او عقل پته ثابته کړئ !
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> فلسفه او ارواپوهنه    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.