شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ |
ليکوال |
پيغام |
قريش ستوري

دغړيتوب نېټه: 12 نومبر 2010 ليکنې: 224 ځای: افغانستان
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه نومبر 25, 2010 5:53 pm عنوان : د عشق مرض علاج څنګه کیدی شي؟ |
|
|
ورونو سلامونه او احترامات ومنۍ.
کله چی د روغتیا اوصحت خبره کیږی خلکو سمدستی جسمانی ناروغی اوبدنی روغتیا ذهن ته راځي حال داچی روحی روغتیا ترجسماني هغې ډیره مهمه ده.
ډیرې جسمانی بیماریانې اوتکلیفونه داسی وي چی اصلي منشا یې نفسیاتي او روحي امراض وي خوخلک ددی پرځای چې دمرض دریښودپرېکولو په لټه کې شي کوم چی نفسیاتي مرض وي دبدني او جسماني روغتیاعلاجونه ګوري.
که همدې فورم کی هم وکتل شي ټولي پوښتني او ځوابونه او علاجونه دجسماني صحت په محور راڅرخي او دنفسیاتي امراضو علاج ته توجه نده شوې.
داخو می هسی یوه لنډه مقدمه ولیکله.
دښاغلو روغتیاپالو او ډاکټر صایبانو نه می پوښتنه داکوله چي ایا (عشق) یا په عامه اصطلاح مینتوب ته ،نفسیاتي مرض ویلی شو که نه؟ زما یودوست دی په همدی مرض مبتلا دی یعنی عاشق شوی دی، نو آیا ددی مرض علاج شته او که نه؟
او که وي هغه کومی لاری دي چی سړی کولی شي له دی مصیبته ځان خلاص کړي؟
دلته شاعرانه او فلسفی ځوابونه می مطلب نه دي واقعی ځوابونه غواړم، ایا عشق مرض دی؟ که وي هم علاج یی څه شی دی؟ او که نه وي هم هغه منفی اعراض چی دعشق له کبله زما دوسته ته پیدا شوی او دردونه یی د غټو بیماریو نه کم ندي، څنګه کولی شي ځان تری خلاص کړي؟؟
دجوابونو په انتظار... |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه نومبر 25, 2010 7:24 pm عنوان : عنوان |
|
|
قریشه ته او درسره مریض انتظار خانه کی کښینی دمعاینی نوبت ته انتظاروباسی٠
ترورسته٠ |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه نومبر 25, 2010 8:46 pm عنوان : |
|
|
قریشه وروره مریضان زیات دی تاسو به لږ زیات وخت انتظار باسی چه نوبت مو راشی٠
اوبل دامریض مو بیسواده دی او که ګونګی دی او یا په کومه خارجی ژبه خبری کوی
چه تاسو دده ملګرتیا کوی؟
اوکه پورتنی سوالونه ده ته نه راجع کیږی،تاسوکولای شی چه تشریف یوسی ،او مریض دلته یواځی پریږی چه په قراری سره ې اساسی معاینه وشی٠
مګر دالاندی سوال ته فعلا ځواب ورکړی ،چه دامریض مو په نر مین دی او که په کومه نجلۍ؟
نور سوالونه به دمعاینی په وخت کی صورت ونیسی٠
ترهغی پوری به ښاغلی دوکتور عبدالسلام او ښاغلی دوکتور پوښتون هم دعملیاتو له خونی راغلی وی، ټول مشکل به حتمی حل شی٠
ستا دمریض سترګو ته چه ګورم ژیړی شوی هم دی لکه چه د ډیری مینی ژیړی هم نیولی دی٠ نودده سمه معاینه په کار ده٠
تربیا٠ |
|
بېرته سر ته |
|
 |
ډوکتر څپاند ستوري

دغړيتوب نېټه: 07 سپتمبر 2007 ليکنې: 247 ځای: Australia
|
د ليکنې نېټه : جمعه نومبر 26, 2010 7:59 am عنوان : |
|
|
لېونئ مينې کړم اشنا دبيابان سره *******پرېږدۍ چې ګرزم لېونی په غرونو
وروستی ځل بدلون ډوکتر څپاند په جمعه نومبر 26, 2010 10:00 pm
ورکړی دی , د بدلون شمېره 1 |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : جمعه نومبر 26, 2010 8:36 am عنوان : عنوان |
|
|
ډیفریسون په انسانانوکی له هغو نفسی خواهشاتوڅخه سرچشمه اخلی چه ورته انسان رسیده ګی نشی کوالای،مګر غواړی ې،داهم مادی او هم تخیلی کیدلای شی٠
خودخواهی،قناعت نه لرل، حسادت او تنګ نظری ې ښه مثالونه دی٠
دداسی مرضونونو علاج په نورو دواګانو نه کیږی په غیر له مشوری د یوه پوه روانشناس او په دی هکله زیاتی مطالعی نه٠
مننه٠ |
|
بېرته سر ته |
|
 |
قريش ستوري

دغړيتوب نېټه: 12 نومبر 2010 ليکنې: 224 ځای: افغانستان
|
د ليکنې نېټه : جمعه نومبر 26, 2010 10:32 am عنوان : |
|
|
بیصدا صیب خوزما په فکرمعالج ډاکټر کولی شي دډیپریشن اندازه راټیټه کړي، خو بالکل له منځه وړای یې نشي.
تاسو څه پکی وایۍ؟؟؟
او دوکتور تندر صیب تاسو پوښتلی چې:
اقتباس: |
دامریض مو په نر مین دی او که په کومه نجلۍ؟ |
وايي خدای دي داسي حیران کړه لکه زه چی دې حیران کړم.
هاهاهاهاهاهاهاها
اوتندرصیب دمریض سره زماملګرتیا ګټوره ده. دبیصدا صیب په لیکنه کی ولوستل چي دډیپریشن مریض ته ځان ډیربې ارزښته ښکاري په ځان باور نلري.
خو بیاهم که چیرته ډاکټرصیبان یی مناسبه وبولي زه به یی یوازی پریږدم. |
|
بېرته سر ته |
|
 |
پښتون. ستوري

دغړيتوب نېټه: 14 نومبر 2009 ليکنې: 901
|
د ليکنې نېټه : جمعه نومبر 26, 2010 12:54 pm عنوان : د مینی رنځور ته |
|
|
.........................................................................................هوالشافی..............................................................
سلامونو قدرمنو ورورڼو،خوشحاله یم چی تاسی دلته روغ جوړ او د مینی دخوږی کلیمی سره وینم. او غواړم چی د علاج نه مخکی ، په یو کس کی دمینی (عشق)د نښو نښانو په هکله لږه رڼا واچوم.
دميني سپېڅلتوب خویې له نوم نه لاښکاري خو کاشکي یې خلک په ارزښت پوه شي،دشکسپېرپه وينا،مین هغه څوک دی چې له لاسه یې هیڅکه چاته ازارنه رسېږي ،خوکاشکي شکسپېرخپل دې تعريف ته داهم ورزیاته کړې وای چې مین هغه کس دی چې تل دنورودازارموخه کرځي!!!
که چیری تاسی وګوری چی کوم کس لږ خوشحاله او ډیری د غم خبری کوی خبره په خبره باندی نری نری غوندی مسکا سره به ساړه ساړه او ژور ژور اوسیلې اوباسی.د تګ په وخت کی به زیاتره پورته اسمان ته ګوری او ځمکۍ ته به ډیر لږ،د شعرونو په ویلو به زړه حال درسره کوی د سګرټ په لوګو به فضا ناولی کوی،د لږ خوبی نه به یی سترګی داسی سری وی لکه سانډا چی حلالی ته بیایی .کله به په خټ خټ درله خندا کوی .او کله به مسکا کوی لکه شیشنګ لیونۍ،او بیا به په یو ځل خفه او غمجن کیږی.نو یقین وکړی چی ستاسی په مخ کی یو دانه مین تشریف لری.
عـــــــــــلاج:
که چیری مین کس د واده شرایط پوره کړی وی یعنی کورنۍ ورسره رضا وی او د جنۍ کورنۍ هم د دواړو په یو ځای کیدو کی کومه ستونځه ونلری نو زر تر زره دی واده اوشی.هم ثواب هم خرما.
مین کیدل یا عاشقیدل د معتاد کیدلو له کورنۍ څخه ده چی رنځور لکه په چرسو او تریاکو چی اخته ګیږی په مینه اخته کیږی. او لکه په مخدره توکو اخته کس ته چی مخدره توکی ورسیږی او هماغه وخت پری بیا اختر او خوشحالی وی ،همداسی مین کس د مینتوب په دوران کی چی هرڅه په صحیح توګه مخ ته ځی او لیدل کتل پکښی کیږی نو مین باندی هم دا شیبی ډیری خوږی ،خوشحاله تیریږی او خوند ترینه اخلی.خو دا خوشحالی تر ډیره پوری نه وی او زر ختمیږی چی یو شی زر ختمیږی بیا یی هیرول او پریښودل حتمی دی. او د پریښودلو چاره یی باید پیدا کړو.
د مینی د پریښودواو علاج لپاره کومی او څنګه هڅی چی د مخدره توکو د پریښودلو لپاره کیږی .دمینی د پریښودلو لپاره هم توصیه کیږی.
او د مینی نه د خلاصون د معشوقی هیرول او له مینی لری کیدلو یو لاره چاره یی د هغی ځای نه کوم بل ځای ته په اوږد محاله سفر تلل دی چی په یو کال کی به د مینی رنځ نه خلاص ،او هیڅ نخی نښانی به یی په ځان کی ونوینی.او ګوری به چی نور هیڅ مین ندی.او پدی خاطر چی علاج یی په ښه توګه اوشی هڅه وکړی چی یو بل هیڅ ونګوری ،د ټیلیفون کولو نه د لیک لیږلو نه بلکل ډډه اوشی. یعنی اړیکی بلکل وشلیږی.
د لیکلو لپاره ډیر څه شته خو په قلاره قلاره به د رنځ علاج کوو چی رنځور مین باندی زمونږه مشوری څومره اغیزه لری.که چیری یی رنځورتوب ډیر وی بیا به مونږه ورته نورڅه توصیه ورکړو. |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : جمعه نومبر 26, 2010 10:07 pm عنوان : عنوان |
|
|
وروڼودیوه مرض تداوی هغه وخت کیدلای شی چه تشخیص شی٠
دامین صاحب په څه شی مین دی؟
ایادکوم لیکوال په لیکونو مین دی ،چه دی دهغه غوندی دلیکونو توان نه لری؟
ایاد وطن په ازادی مین دی،چه له اشغاله ې نن رنج وړی؟
ایادالمان دوزیر خارجه غوندی په یه یوه همجنس مین دی؟
اوبل دامین دی او که مینه؟
څومره وخت کیږی چه مین دی؟
ایاپه دی هکله ې خپله کومه جستو جو ې کړیده؟ اوترکومه حده؟
قریشه وروره ددی انسان یو عکس دلته ضروری دی ،خصوصا د روانشنانو دنظر اخستلو لپاره٠
نوبیاانشاالله ته تری نه خلاص ې،داسی معالیجه به ې وشی چه ټک پتری به شی،چه بیا په ژوند کی دمینتوب نوم وانخلی،داساده خبره ده٠
اوکه بیاې هیڅ چاره ونه شوه ،بس په جلال اباد کی دمیالی صاحب په نوم یو زیارت دی ،هغلته به ې دڅو وروځو لپاره ور تسلیم کړو،په خپله جوړیږی٠
تربیا٠ |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : شنبه نومبر 27, 2010 5:54 am عنوان : عنوان |
|
|
پوښتونه وروره،ستاددی لاندی لیکنی دمطلب تطبیق کول داسی یو ه معنی لری لکه مین چه په ګولی وولی،او دا په غره اوبه جیګونه ده،او یادمین تدریجی مړینه ده که واقعا مین وی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
او د مینی نه د خلاصون د معشوقی هیرول او له مینی لری کیدلو یو لاره چاره یی د هغی ځای نه کوم بل ځای ته په اوږد محاله سفر تلل دی چی په یو کال کی به د مینی رنځ نه خلاص ،او هیڅ نخی نښانی به یی په ځان کی ونوینی.او ګوری به چی نور هیڅ مین ندی.او پدی خاطر چی علاج یی په ښه توګه اوشی هڅه وکړی چی یو بل هیڅ ونګوری ،د ټیلیفون کولو نه د لیک لیږلو نه بلکل ډډه اوشی. یعنی اړیکی بلکل وشلیږی
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
پوښتونه د روانی دداکترانو سر دی ګرولی دی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
که چیری تاسی وګوری چی کوم کس لږ خوشحاله او ډیری د غم خبری کوی خبره په خبره باندی نری نری غوندی مسکا سره به ساړه ساړه او ژور ژور اوسیلې اوباسی.د تګ په وخت کی به زیاتره پورته اسمان ته ګوری او ځمکۍ ته به ډیر لږ،د شعرونو په ویلو به زړه حال درسره کوی د سګرټ په لوګو به فضا ناولی کوی،د لږ خوبی نه به یی سترګی داسی سری وی لکه سانډا چی حلالی ته بیایی .کله به په خټ خټ درله خندا کوی .او کله به مسکا کوی لکه شیشنګ لیونۍ،او بیا به په یو ځل خفه او غمجن کیږی.نو یقین وکړی چی ستاسی په مخ کی یو دانه مین تشریف لری
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
دمعشوقی هیریدل امکان لری؟،،،زړه مین دی زړه،،، پوه شوی٠
رسیده ګی به ورته نه شی کولای او دسر به سترګو به ې نه وینی مګر دزړه دسترګو کله پناه کیدای شی،خلکو خو دالنډی خوشی نه دی ویلی٠
دسر له سترګو می پناه ې
......................دزړه په سترګو دی همیش دیدن کومه٠
دا یو ډیر سخت روحی مشکل دی،فرهاد او شیرینی، لیلی او مجنون، جلالی او سیاه مو او زمونږ قریش ورور او مینه صاحبه ې غټ غټ مثالونه دی٠
ددی مرض دوا وصال دی اوبس٠
دتاژیړی شو زما تبه
....................په داکترانو به جوړه ګرځو مینه
او هغه ورته واې چه٠
په داکترانو نه رغیږم
.....................زه د کاږه وربل شمال وهلی یمه
او که غواړی چه مین څوورځی زیات ژوند وکړی ،نو دمعشوقی صفت ې ورته کوه اوتل دهغی په هکله ورته غږیږه، او ډاډ ورکوه چه بریالی کیږی،په دی خبرو من من غوښی اخلی،اوبر عکس به ې ځانته دشمن وګرځوی٠
ځکه مین دنورو شیانو دلیدلو لپاره ړوند دی،دهغه ټول فکر دخپلی مینی سره دی٠
مننه٠
عبدالسلامه نه ښکاری یاره ، ته خو به مینی پسی نه وی اخیستی ؟ولا یادیږی مو،مګر دعاشقانو غوندی نه٠ هاهاها  |
|
بېرته سر ته |
|
 |
قريش ستوري

دغړيتوب نېټه: 12 نومبر 2010 ليکنې: 224 ځای: افغانستان
|
د ليکنې نېټه : شنبه نومبر 27, 2010 2:12 pm عنوان : |
|
|
ټولو ډیر په زړه پوری ځوابونه لیکلی خوماچی دټولو ډاکټرصیبانو نسخی او پوښتنی ولوستې دې نتیجی ته ورسیدم ددې مریض تشخیص تندر صیب کړی دی دپوښتنو نه یی معلومیږی چی تندرصیب به یی ډیر صحیح علاج وکړي
تندرصیب عکس مکس یی څه کوې خو ښه پوهیږې چي څنګه او څه شی مین دی؟ دوطن ازادي یی هم هیره نده خودعشق له لاسه هم ډیر ځپلی دی.
ستاسو دمعلوماتو لپاره: دامریض چی په کومه نجلۍ مین دی هغه داسی نجلۍ ده چي دی ۹۹ فیصده مطمین دی چي پلار يي نه راکوي
خوبیاهم هیرول یی ورته اسانه ندي. |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : شنبه نومبر 27, 2010 2:59 pm عنوان : عنوان |
|
|
وروره دا ٩٩ چه می ولیدل ،فکر می کولو چه کلونه به وی ،او هغه زړه خوردضابطه رایاده شوه، مګر فیصده ې څنګ کی نوشته وه٠ :
دکالیو ماشین چه نه وی ،نو سړی خو خیرن نه شی ګرځیدلی ،حتمی ې په لاسو مینځی٠ او صبر کوی چه ماشین پیدا شی٠
مونږ هم صبر کوو چه پوښتون څه مشوره راکوی٠
ستا ددی جملی نه داسی معلومیږی چه دا مین په خپله ې که څنګه؟
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
چي پلار يي نه راکوي ٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
تربیا٠ |
|
بېرته سر ته |
|
 |
پښتون. ستوري

دغړيتوب نېټه: 14 نومبر 2009 ليکنې: 901
|
د ليکنې نېټه : شنبه نومبر 27, 2010 4:14 pm عنوان : سلامونه ،ښه چاری دمینی رنځورانو |
|
|
هسی خو قریش ورور پورته لیکلی دی چی نتیجی ته رسیدلی دی او د تندر صیب مشوری او توصیی یی غوره ګڼلی دی .خو تندرصیب بیا هم زما مشوره غوښتی ده نو زه بیا هم د خپلی پورتنۍ لیکنۍ په تینګاروایم،
هر څوک چی د مینی د غم وایرس وهلی وی نو ورته پکار ده چی د صبر انټی مینه وایرس انسټال کړی او که چیری پدی هم د مینی وایرس پاک نشو نو بیا دی د هیریدو په نامه یو انټی وایرس نه ګټه واخلی.ځکه ۹۹٪ پوهیږی چی د یوځای کیدو هیله یی نشته.که چیری د وی هم مثبته نتیجه ورنکړه نو بیا دی کله کله ځان ریفرش کړی یعنی خنداګانی دی وکړی او که ژړا ورځی نو ځان دی د سره ریسټارت کړی .او که پدی یو هم دا د مینی د غم وایرس پاک او یا هیر نشو نو بیا دی د دیدن یا وصال پروګرام نه ګټه واخلی .
که چیری دا پورتنی پروګرامونه در سره نوی نو بیا د تندر صیب د مشورو څخه د پوره ګټی اخیستنی وړاندیز مه هیروی. چی د کالو مینځلوماشین په طمه ټول عمر خیرن وګرځی.  |
|
بېرته سر ته |
|
 |
وزیري ستوري

دغړيتوب نېټه: 11 اکتوبر 2010 ليکنې: 496
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه نومبر 28, 2010 3:15 am عنوان : |
|
|
تندر صاحب او پښتون صاحب!
زما په خیال خو قریشی ورور یوه جدی پوښتنه کړی وه خو تاسی ترینه پټاقه جوړه کړه. زما هم په ذهن کی دا سوال را پیدا شو چی آیا که څوک د انجلۍ په عشق کی ډوب وی لکه ډیر مونږه او تاسی لیدلی نو د طب له نګاه نه دی ته مریض ویلی شو او کومه دوا یی شته؟
الله جل جلاله دی مونږه داسی مریضان کړی:
ان المتحابین فى الله یوم القیامه على منابر من نور قد اضاءنور وجوههم و نور اجسادهم و نور منابرهم کل شى حتى یعرفوا بهفیقال هولاء المتحابین فى الله.
والسلام |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه نومبر 28, 2010 10:03 am عنوان : عنوان |
|
|
الوزیره وروره سلام٠
ستاتکلیف څنګه شو؟
تاسی خوبیا معاینه خانی ته رانغلی؟
مادرسره ددوا لفظ کړیدی،هروخت کی دی ورورته امر کولای شی٠
بدون له ټوکی څخه،خدای دی صحت درکړی٠
داځای دټوکو دلیکلو نه دی خوماته دستا دنه راتګ په هکله یوه ټوکه رایاده شوه اولیکمه ې٠
یوه زړه ښځه د٨٠ کلنو داکتر ته لاړه اوله داکټره نه ې ځانته،،انتی بی بی ،،ګولی وغوښتلی٠
داکتر ورته وویل چه ته اوس زړه شوی ې دماشوم دنه پیداکیدلو ګولی تاته په کار نه دی ٠
ښځی ورته وویل چه نه ،زما نګور،،دځوی ښځه،،ې هم خوری ،زه ې ولی ونه خورم٠
خو خیر له داکتره ې ګولی ځانته واخیستلی او لاړله٠
یو دوه میاشتی وروسته داکتر دا ښځه په بازار کی ولیدله ،له سلام علیک نه وروسته داکتر تری پوښتنه وکړه، چه تروری ته خو بیا ګولیو پسی رانغلی؟
زړی ښځی ورته وویل چه،داکتر صاحب هغه ګولی چه دی راکړی وی ،چه خولی ته به می واچوله ٥ دقیقی بعد به ژوندی لاندی راڅخه وغورځیدله٠
نودهمدی خاطره بیاتاسو ته رانه غلم٠
اوبل دقریش ورور تداوی انشاالله مونږه کوو،تر اوسه فروفیسور عبدالسلام ته نه دی ورغلی،هغه نو چه دپوښتون زور ونه رسیدو بیابه ې هغه ته ورولیږو،ځکه هغه ددغسو مرضونو مسلکی داکتردی٠
تربیا٠ |
|
بېرته سر ته |
|
 |
قريش ستوري

دغړيتوب نېټه: 12 نومبر 2010 ليکنې: 224 ځای: افغانستان
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه نومبر 28, 2010 3:12 pm عنوان : |
|
|
الوزیریة صیب ددې خلکو سره می دټوکو په فورم کي ګپ ازاد شوی اوس نوچی زه هره پوښتنه وکړم دوی یی په ګپ اخلي.
پښتون صیب خو دپوخ تعویذ نویس غوندي په سر کی (هوالشافی) هم لیکلی
تجربه یی ډیره ده. خیر که په تعویذ هم مشکل حل کیږي مونږته قبوله ده.
خو الوزیریة صیب تاسو دالحب فی الله حدیث شریف راوړی دازما دملګري مینه خوماته معلومه ده، چی دالحب فی الله په نامه هیڅ شی نشته پکی. ټوله النکاح فی الله ده
داسی هم ندی چي دهغی په دیندارۍ او تقوا مین دی په ښکلا اوښایست او دنګی ونې، متوازنې باډۍ، او معصومی خندا یی مین دی. نوایا داهم په الحب فی الله کې راځي؟؟
او دپښتون صیب فارموله هم ډیره ګټوره فارموله ده. خوهیره دې نه وي چي ملګری می په لاس باندي جامو وینځلو کی پخه تجربه لري علت یی همدا دی چي دجامو وینځلو ماشین په لاس نه ورځي.
نو داخو یی بیا بل مصیبت شو. ځکه خلک وایی چې په لاس باندی جامی وینځل هم صحت ته ډیر زیانونه لري.
بهتره به یی مولانا الوزیریة صیب ته معلومه وي خوما اوریدلی چي دشرعی نګاه نه هم په لاس جامی وینځل ناروا دي.  |
|
بېرته سر ته |
|
 |
|
|
تاسو په دې څانګه کې ليکنې نشئ کولی تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی
|
|