د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دبتانو دماتولو شرعي حيثيت


طالب جان
31.03.2004

بسم الله الرحمن الر حيم
پورته مسلمانه ددښمن په سرورودانګه ................................................................
..........................ته يي ابراهيم دنمرود په ټال کي وزانګه ..............................
داکه درته اورښکاري دادسوځيدونه دې ..............................................................
.......................ټول جهان به پريږدم خو اسلام دپريښودو نه دې .................
دالله تعالي د محبوب حضرت رسول اکرم صلي ا لله عليه وسلم له بعثت څخه دمخه په نړۍ کي ظلم ، وحشت او بيعقلي خپل اوج ته رسيدلي وو . هر څوک د خپلو اوهامو او طبعي غوښتنو غلامان وو . چابه دلمر عبادت کاوه ،چابه دپيريانو ،چابه د شيطانانو ، څوک به بيا بتانوته سر په سجده پراته وو.
لنډه داچي هرچا خپل کړه غوره بلل چابه خپلي لوڼي ژوندۍ خښولي دابه يي غيرت او هوښياري بلله چابه په کمزورو ظلمونه کول اوهغه به يي په زور خپل ځان ته په عبادت کولو مجبوره کول دا يي عقل ګاڼه چا به څه کول چا به څه .......................... :
خو دنبي کريم صلي الله عليه وسلم په بعثت سره پاک پالونکي مخلوقاتوته وښودله چي دانسان عقل يو محدود شي دې او هيڅ انسان فقط دخپل عقل په ذريعه پوره انسان نه شي جوړيداي بلکه په ټولنه کي دپرمختيا ، عدل ، انصاف د راوستلولپاره وحي ته ضرورت دې له همدي کبله درسول اکرم صلي الله عليه وسلم له بعثت سره سم هغه ټول ظلمونه او درندګيوي اودوحشت تياري ختمي اود ټولني دوګړو تر منځ دورور ولي ، ميني اوانصاف لمرراوختلو او داسلام دسپيڅلي دين د حقانيت ازانګې په معجزانه ډول په ډير کم وخت کي دنړۍ ګوټ ګوټ ته ورسيدې .
دپيغمبرانود بعثت موخه له ټولني څخه د فساد ، ظلم ، ناانصافي او ګناهونو ختمول وو . خو په ګناهونو کي دخداي جل جلا له په نزد شرک دې ځکه نو په هروخت کي خداي پاک خپلو پيغمبرانوته تر هرڅه له مخه د شرک او شرکي الاتو د ختمولو حکم ورکړ .
کله چي دحضرت ابراهيم عليه السلام پلار اونورو قوميانو دبتانو عبادتونه شروع کړل او بتان يي خپل خدايان وبلل نو حضرت ابراهيم عليه السلام له خدايي حکم سره سم د خپلو قوميانو له بت سره داسي کړه وکړل ((فجعلهم جذاذاالا کبيرا لهم لعلهم اليه يرجعون )) سورة الانبياء آيت ٥٨ ټوک ١٧ .
ژباړه _ پس ويي ګرځول دابتان ټوټې ټوټې مګر لوي ددي بتانو ((چي مات يي نه کړ او تبر يي په اوږه ورته کيښود )) لپا ره ددي چي دوي هغه ته بيرته راشي ((او پوښتنه تري وکړي )) حضرت ابراهيم عليه السلام دشرک دغه اثار له منځه يوړل او ټوټې ټوټې يي کړل .
همداراز کله چي نبي کريم صلي الله عليه وسلم مکه مکرمه فتح کړه نوپه مکه اوشاوخوا کي ٣٦٠ بتان وو کله چي رسول اکرم صلي الله عليه وسلم مکي ته ور ننوت نو دهر بت سر به يي دخپلي هغي ((همسا)) يا(( لکڼي )) په ذريعه چي دمبا رک په لاس کي وه راونيولو او ښکته به يي را وغور ځولو اودا ايت به يي لوستلو ((وقل جاء الحق وزهق الباطل ان البا طل کان زهوقا )) .
(( عن عبد الله رضي الله عنه قال دخل النبي صلي الله عليه وسلم مکة يوم الفتح وحول البيت ستون وثلث مأة نصب فجعل يطعنها بعود في يده ويقول جاء الحق وزهق الباطل جاء الحق وما يبدئ البا طل وما يعيد )) بخاري ٦١٤ مخ ٢ ټوک .
لکه څنګه چي دبتانو دماتولو ابراهيمي طريقه حضرت رسول اکرم صلي الله عليه وسلم راژوندۍ کړه همدا راز صحابۀ کرامو ر ضي الله عنهم هم دا سنت په ډير جرأت او ميړانه سره تر سره کړي دي چي چيرته يي هم دشرک د کومي علامې د موندلو خبره اوريدلي نو دهغي دماتولو لپاره يي مټي رانغښتي او په ډيره ميړانه سره يي ځانونه هلته رسولي دي .
امام فخرالدين رحمه الله په خپل تفسير کي ليکلي چي د مشرکينو ستر اوتاريخي بت ((عزي )) دمسلمانانو ستر جنګي لارښود حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه ټکړې ټکړې کړ . تفسيرکبير ٢٩٦ مخ ١٤ ټوک .
همداراز په بخاري ٦٢٤ مخ ٢ ټوک کي د حضرت جرير رضي الله عنه روايت داسي ذکر شوی :
حضرت جرير رضي الله عنه وايي چي ماته رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل چي له ((ذالخلصي )) (چي ديوه ځاي نوم ده ) مي په امن کړه . ما ورته عرض کړل چي ولي نه يا رسول الله : جرير وايي چي زه له ١٥٠ زړورو سپروځوانانو سره ذي الخلصي ته روان شوم . (ددې روايت په آخير کي حضرت جرير رضي الله عنه فرمايي چي (( ذي الخلصه دخثعم او بجيله قبيلو ديوي کلا نوم وو او پدي کلا کي ددوي بتان ولاړ وو کله چي مونږ هلته ورسيدو نو هغه بتان مو ټوټه ټوټه کړل او هغه کور مو وسوځولو .
همداراز په رواياتو کي د حضرت علي رضي الله عنه دبتانو د ماتولو کيسې هم شته . دصحابۀ کرامو د بتانو دماتولو نور روايتونه هم شته خو مونږ په همدي روايتونو بسنه کوو .
يوه پوښتنه : ځيني کسان وايي چي که د بتانو عبادت څوک نه کوي نو ماتول يي ندي پکار ....... داهسي بي معنا او بي مفهومه خبره ده ځکه چي دمکي له فتحي څخه وروسته خو هيچا هم د هغو بتانو عبادت نه کاوه مګر بيا هم رسول الله صلي الله عليه وسلم هغه ولي مات مات او ټوټه ټوټه کړل ؟ .
دوهمه پوښتنه _ ځيني کسان بيا وايي چي داخو زاړه اثار دي ښايي چي له منځه يونوړل شي ... داهم هسي بي ځايه او غير معقوله خبره ده ځکه چي کچيري دزړو اثارو په ډول دبتانو ماتول روا نه واي نو رسول الله صلي الله عليه وسلم به حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه هيڅکله دمشرکينو دوتلي بت ((عزي )) دماتولولپاره نه وو ليږلې . حال داچي هغه خو دومره تاريخي او لرغونې بت وو چي آن په قرآنکريم کي يي هم ذکرراغلی .
همداراز هغه بتان چي رسول اکرم صلي الله عليه وسلم په مکه مکرمه کي مات کړل په هغوي کي دځينو نبيانو لکه حضرت ابراهيم عليه السلام اوداسي نورو نبيانو مجسمې هم موجودي وې نو دانسانانو له تاريخي پلوه خو دا ډيرارزښت لري مګر داارزښت دخداي جل جلا له په نزد هيڅ دی ځکه نو ښايي چي دبتانو تاريخي حيثيت مونږ دبتانو د ماتولو له شرعي حکم څخه را ونه ګرځوي .
له پورتنو آياتونو او حديثونو څخه جوته شوه چي د شرک د علايمو له منځه وړل په هر حال ضروري دي او ددي شيانو د ماتولو په اړه بايد مسلمانان د هيچا له ملامتي څخه ونه ويريږي که څه هم دابتان ډير لرغوني اوتاريخي هم وي .
داوسنۍ زماني کفارو تاريخپوهانو هم دا حقيقت منلی چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم شخصيت له هر ډول بدي څخه پاک دې نو کله چي داسي يو شخصيت چي هغه نژد ې دټولو تاريخپوهانو په نزد له هرډول بدي څخه پاک دی په ټولو تاريخي حيثيتونو سربيره خالص دالله تعالي د حکم دپر ځاي کولو لپاره بتان ماتوي نو په مونږ اوتاسو خو يي ماتول نور هم هرو مرو دي . ورور مو طالب جان



ع کريم حليمي
31.03.2004

ګرانه قدرمن وروره طالب جانه سلام ورحمت الله ! خدای دي ښه وساته او ارام
ډيره ښايسته نويشته موکړئ ده خدای دي ئی جزا در کړی ٠
فکر مو وي هغه انسانانو چه بوتان ماتول دغسی ئی هم کول ٠
[color=red:3f508dc3e9]بسمه تعالی ٠ انماالصدقت للفقرا والمسکين والعملين عليها والمؤلفه قلوبهم وفی الرقاب والغرمين فی سبيل
الله وابن السبيل فريضه من الله والله عليم حکيم ٠ [/color:3f508dc3e9]
هو ډير ښه کار دی چه يو مسلمان خلک د بت د عبادته راوګرځوي ٠ دا کار يوازی په زور نه کيږئ
د الله نبی چه دا کارونه کول نو ئی خلکو ته په غرارو پيسی هم ور کولئ ٠ چه د پورتنی ايات څه په واضع ډول
معلوميږئ ٠ هغه ورځ چه د بودا بت چه ماتيدی ايا يو چا دغه فکر وکړی ٠ چه د هزارګانو زړونه بايد په پيسو
رانيسو ٠ د بت تر ماتيدو خو اول زړونه رانيول فرض دي ٠ نه ګورئ چه امريکايان چه هر حرکت کوي اول
دخلکو زړونه په پيسو رانيسی ٠ او اصلأ دا عمل پر مسلمان فرض دئ ٠ دغه دی تاوان کړی ٠
موږ مسلمانان روپی ساتو او د بل بوتان ور ماته وو ٠ دغه به مو پای وي
او هر هغه نت چه په بتخانه کی پروت وي او خلک ئی عبادت کوي بت دئ
او که په موزيم لی پروت وي ([color=red:3f508dc3e9]اثار[/color:3f508dc3e9])دئ
او الله و اثاروته اشاره کړئ ده په قران کښې [color=red:3f508dc3e9]٠بسمه تعالی ٠ افلم يسيروا فی الارض فينظروا کيف کان عقبه الذين من قبلهم کانواأکثرمنهم وأشد قوه و اثارا فی الاض فما اغنی عنهم ماکانو يکسبون[/color:3f508dc3e9]
د دغه ايت څه معلوميږی چه موږ بايد پر مځکه و کرځو او پخوانی اثار وګورو ٠ او که موږ ټول باطل دعبادت
اثار لمنځه يوسو ٠ نو ولی د ايات کريمه زمانه په لوی لاس نيستی کړو ٠ نيستی کيدل ئی ښه کار ندی ٠
په اخير کی بيا وايم ٠ [color=red:3f508dc3e9]چه بت هغه ته ويل کيږې چه په عبادت خانه کی وي او اثار هغه ته ويل کيږئ چه په موزيم کی وي [/color:3f508dc3e9]
حليمي



طالب جان
01.04.2004

ګرانه محترمه مکرمه عزتمنه وروره استاد ((حليمي )) صيب :
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
له قرآني نصوصو څخه د مسائلو د استنباط څلورﻻري ري تاسي چي کوم آيت شريف دآثارو په اړه ذکر کړيدې له هغه څخه نه د اشارةالنص ، نه ددلالة النص ،نه د عبارةالنص ، نه د اقتضاءالنص له مخي دانه ثابتيږي چي ګواکي بتان دي نه ماتيږي .
بلکه ددې برعکس په آياتونواو احاديثو کي دمطلق بتانودماتولو حکم شوی که هغه په کورونو کي وي ، که په عبادت ځايونو کي وي ، که په ميوزيمونو کي وي . پاتي شوه دانفاق خبره نو ريښتيا هم چي طالبانو بايد خلکو ته څه پيسي ورکړيواي داچي خلکوته يي پيسې ورنکړي غلطي يي وکړه اما ګناه نه ځکه چي طالبان له انفاق څخه منکرنه وو خوکه يي بتان پخپل حال پريښي واي نوله غلطي سره سره به دګناه مرتکبين هم ګرځيدلي وو مګراوس خويي له ګناه څخه ځان وساته که څه هم خلکوته دپيسو په نه ورکولو سره يي غلطي غوره کړه . دطالبانو ذکرتاسي څيړلې ځکه يي زه هم ځوا ب ويلوته اړشوم که نه نو شرعي مسائل ازاددي په هيڅ تحريک او هيڅ تنظيم پوري تړون نلري .



ع کريم حليمي
01.04.2004

له قرآني نصوصو څخه د مسائلو د استنباط څلورﻻري ري تاسي چي کوم آيت شريف دآثارو په اړه ذکر کړيدې له هغه څخه نه د اشارةالنص ، نه ددلالة النص ،نه د عبارةالنص ، نه د اقتضاءالنص له مخي دانه ثابتيږي چي ګواکي بتان دي نه ماتيږي .
.[/quote]
ګرانه او راته قدرمن وروره طالب جانه السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
قران يو کتاب دئ او عجب هم دي ٠ چه عجب والی په دغه دئ چه د يوه ايات ترجمه ئی په بل ايات کيږئ
هيڅ بل کتاب دغه صفت نه لري ٠
[color=red:496ee0bf7b]بسمه تعالی ٠ ولاتسبوا الذين يدعون من دون الله فيسبوا الله عدوا بغير علم[/color:496ee0bf7b]
ددغه پورته ايات کريمه څه په واضع ډول معلوميږئ ٠ چه پر مسلمان واجب ده چه هغه ښه عمل چه فساد څندی
پيدا کيږئ وئی نکړي ٠ طبعت ډيري ژبی لري چه يوه تر ټولو ښه ژبه ئی رياضی ده ٠ چه انسان بايد دخپل عمل
تأثيرونه جمعه او منفی کړي ٠ چه +ډير دي که - ډير دي ٠ که جواب منفی ډير وو نوعمل غلط دي
که څوک منفی عمل وکړي داسی هم پيښيږئ چه ٠
په دی صورت کښی به د خپل واجب التعظيم معبود او د قابل الاحترام لويانو د اهانت سبب تاسی يا زه پخپله
وګرڅو يا وګرڅئ ٠ نو ځکه له دی نه تل احترازوکړئ!!!!!!! د کوم مذهب د اصولو او فروعو اغلات په معقولی
طريقی سره ښکارول ، يا د هغه کمزوری او رکاکت په تحقيقی او الزامی طريقو سره تنبيه کول بيل شئ دی
ليکن دکوم قوم د لويانو او معبودانو په نسبت د تحقير او توهين په ډول زړه دردوونکی خبری ښی نه دی
او پاک قرأن هغه له سره جائز نه بولی ([color=red:496ee0bf7b]ولاتسبوا الذين يدعون من دون الله فيسبوا الله عدوا بغير علم)[/color:496ee0bf7b]
نتائج ئی موږ او تاسو و ليدل په هند کی ئی قرأنونه و سيځل (سوځل)
حليمي


د بتانو ماتول ...

Bawary
12.04.2004

ګرانو ورڼو طالب جان صاحيب او حليمي صاحيب لومړۍ خپل سلامونه او نيکي هيلي وړاندي کوم ، تر سلامونو وروسته غواړم تاسو ته ستاسو د په زړه پوري ليکل شويو مطالبو د لوستونکي په توګه يوازي دا لنډ مطلب وليکم چي : زه د بتانو په اړه ستاسو ليکني په پرله پسې توګه لولم ، او په ليکنو کي د برخي اخستني هڅه نه کوم ، دا ځکه چي په دي ليکنو کي د بتانو په اړه کاملا يو مجرد او يواړخيزه بحث په دي نيت پيل شوۍ چي ټول هغه شرعي احکام او هديات را ټول او وليکل شي چي د بتانو د ماتولو لپاره لاره برابره وي . زه به د دې بحث لوستونکي يم ، خو د دې مسلي داسي څيړني سره چي استاد حليمي صاحيب يې مطرح کوي پوره ملاتړ کوم.
په درنښت
باوري


نقاد
13.04.2004

محترمو ، مکرمو او معظو ورونو طالب جان او حليمي صيب او ټولو درنو لوستونکو السلام عليکم و رحمت لله
و برکاته ! ستاسو د وړاندې کړي مالوماتو څخه په خپل وار مننه کوم چې د لوستونکو د مالوماتو تنده مو يو څه د بت ، بتانو او بت پرستۍ په هکله يو څه ورماته کړه . له دې پرته چې حليمي صيب پرلوستونکو دا لورينه نده کې چې د راوړو کريمه آيتونو ژباړه يې د طالب جان پشان د ايتونو سره نه ده مل کړې ، نور د حليمي صيب استدﻻل راته د ﻻندينيو عواملو له کبله پياوړي بريښي :

١ــ په اسلام کې دهر عمل سره نيت او د عمل موخه او غايه ډيره مهمه ده ، ځکه عمل په نيت او نيت په غايه توججه کيږيدای شي . د ساري په توګه د ټولې نړۍ مسلمانان دورځې پنځه ځلې د بيتالله شريف په لوري په لمانځه دريږي، او که چا پخپله او يا په تلويزيون کې حج مراسم ليدلي وي ، ظاهرأ او صرف ظاهرأ خو له بيت الله شريف څخه طواف او دلمانځه ادا کول داسې بريښي چې ګواکې بيت الله شريف ته رکوع او سجده پر ځای کيږي ، حال داچې که داسې وای نو د اسلام پر ځای به شرک مسلط و. خو نه، داسې نه ده ، ځکه چې د لمانځه او غايه داسې نه ده ، بلکې د لمونځ کوونکي نيت الله تعالی (ج) لمونځ، رکوع او سجدې کول او غايه يې صرف د خدای (ج) ر ضا حاصلول دي او بس .
د اسلام له خپرولو څخه ١٤ سوه کاله وروسته هيڅوک د باميانو د بتانو له موجوديت څخه د بتپرستۍ د نوې امکان تصور هم نشو کولای ، بلکې د هغې موجوديت د تير شوي بت پرستۍ پر ضد د مسلمانانو کرکه او نفرت ﻻ ژوندی، ﻻ غښتلی او ﻻ پياوړی ساته او له بت پرستۍ څخه يې د مسلمانانو کرکه مشخصه کوله ، کوم کار چې پر اسلام باندې د مسلمانانو د زيات شکر او شکران سبب کيده . برعکس د مکې شريفې د فتحې په وخت کې شرک ماته د موجودو بتانو له ماتولو پرته ممکن نه و، او تر ډير وخته ، لږ تر لږه د لومړي نسل تر پايه او حتی د اسلام د دوهم نسل تر اخر ه اړينه وه چې بتان هر چيرې موندل کيږې بايد مت کړل شي . هلته د بتانو ورماتول د شرک ورکاوی و، خو ا وس يې ماتول ، لکه څنګه چې وليدل شول دطالب ډوله محا فظه کار، ولګر او عاميانه او کليوالي اسلام په وړاندې منفي احساسات را ژوندي کړل . داځکه چې طابانو په دې کار سره دډيرو مسلمانانو سپکاوی ځکه وکړ، چې ګواکې د باميانو د بت تش موجوديت هم خدای مکړه مسلمانان د شرکت خواته
راښکلی شي. که داسې وای نو په قاهره کې به د خلکو د مسلمانيدلو سره سم د فرعونيانو ګڼ شمير بتان
ديوې نړيوالې اسلامي فتوا سره سم له منځه وړل شوي وای، خو داسې ونشول . و السلام .



طالب جان
16.04.2004

[quote:1c64915780="abdul karim Halimi"]له قرآني نصوصو څخه د مسائلو د استنباط څلورﻻري ري تاسي چي کوم آيت شريف دآثارو په اړه ذکر کړيدې له هغه څخه نه د اشارةالنص ، نه ددلالة النص ،نه د عبارةالنص ، نه د اقتضاءالنص له مخي دانه ثابتيږي چي ګواکي بتان دي نه ماتيږي .
.[/quote:1c64915780]
ګرانه او راته قدرمن وروره طالب جانه السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
قران يو کتاب دئ او عجب هم دي ٠ چه عجب والی په دغه دئ چه د يوه ايات ترجمه ئی په بل ايات کيږئ
هيڅ بل کتاب دغه صفت نه لري ٠
[color=red:1c64915780]بسمه تعالی ٠ ولاتسبوا الذين يدعون من دون الله فيسبوا الله عدوا بغير علم[/color:1c64915780]
ددغه پورته ايات کريمه څه په واضع ډول معلوميږئ ٠ چه پر مسلمان واجب ده چه هغه ښه عمل چه فساد څندی
پيدا کيږئ وئی نکړي ٠ طبعت ډيري ژبی لري چه يوه تر ټولو ښه ژبه ئی رياضی ده ٠ چه انسان بايد دخپل عمل
تأثيرونه جمعه او منفی کړي ٠ چه +ډير دي که - ډير دي ٠ که جواب منفی ډير وو نوعمل غلط دي
که څوک منفی عمل وکړي داسی هم پيښيږئ چه ٠
په دی صورت کښی به د خپل واجب التعظيم معبود او د قابل الاحترام لويانو د اهانت سبب تاسی يا زه پخپله
وګرڅو يا وګرڅئ ٠ نو ځکه له دی نه تل احترازوکړئ!!!!!!! د کوم مذهب د اصولو او فروعو اغلات په معقولی
طريقی سره ښکارول ، يا د هغه کمزوری او رکاکت په تحقيقی او الزامی طريقو سره تنبيه کول بيل شئ دی
ليکن دکوم قوم د لويانو او معبودانو په نسبت د تحقير او توهين په ډول زړه دردوونکی خبری ښی نه دی
او پاک قرأن هغه له سره جائز نه بولی ([color=red:1c64915780]ولاتسبوا الذين يدعون من دون الله فيسبوا الله عدوا بغير علم)[/color:1c64915780]
نتائج ئی موږ او تاسو و ليدل په هند کی ئی قرأنونه و سيځل (سوځل)
حليمي[/quote]
محترمو مکرمو او عزتمنو وروڼو حلیمي صیب باوري صیب او پاڅونوال صیب : السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دتخنیکي ستونزو له کبله دځواب په ځنډیدلو بښنه غواړم .
حلیمي صیب تاسي ځما په یوه حواله گوت نیونه کړیوه نو وروره هغه حواله پخپل ځای صحیح وه ځکه ما دآیت شریف ترمخ بی له کامی لگولو 153 لگولي وو ددي معنا دانه وه چي گواکي ایت 153 مراد دی بلکه معنا يي دا ده چي دا ایت په دریم ټوک کي دی او 15 ایت د العمران سورة دی .
تاسی چي دبتانو دنه ماتولو دجواز لپاره کوم ایت شریف لیکلی او دبتانو نه ماتول مو پري قیاس کړي نو وروره له شرعي پلوه ستاسي قیاس صحیح نه دی ځکه چي داصول فقهي په ټولو کتابونو لکه اصول الشاشي ، نور الانوار ،حسامي ،توضیح التلویح اونورو کي لیکل شوي چي قیاس په هغو مسایلو کی روا دی په کومو کي چي کوم صریح نص موجود نه وي نووروره دبتانو په ماتولو خو صریح ایاتونه او حدیثونه دلالت کوي ځکه نو په قیاسي مساله مونږدبتانو دنه ماتولو لپاره هیڅ کوم جوازي دلیل نشو موندلای .
پاتي شو د (ولاتسبوا الذين يدعون من دون الله فيسبوا الله عدوا بغير علم) ایت نووروره بودا ته خو مسلمانانو هیڅکله هم ښکنځل یا بد رد نه دي ویلي بلکه په مسلمانانو کي خود بودا دنبوة په اړه اختلاف موجود دی یعني ځیني يي نبي بولي نو ښکنځل یا بدرد ویل خو لري خبر ده .
باوري صیب او پاڅون وال صیب :
که ریښتیا ووایم نوکه دبتانو دنه ماتولو په اړه یوه وړه جزیه هم ماته په لاس راغلي وای نو مابه يي رعایت کړی وو خو نه داسي کومه جزیه نشته . ستاسي دلایل هم په عقلي دلایلو مبني دي او دشرعي دلایلو په وړاندي عقل نه چلیږي ځکه نو مسآله همدا ده چي دبتانو ماتول ضروري دي هرځای چي وي که کور وي که میوزيم .
الله تعالي مونږ اوتاسو په ځینو داسي عبادتونو مکلف کړي یو چي هغه دعقل خلاف دي مگر په داسي مسایلو کي به په شرعي مسایلو عمل کوو نه په خپل عقل اوتدبر . دنیوي ژوند ډیر لږ دی او اخروي ژوند همیشنی نو راځۍ چي په شرعي مسالو باندي دعمل کولو له کبله خپل ډیر ژوند برابر کړو ځکه چي په عقلي مسایلو باندي دعمل کولو له کبله خو به په ظاهره زمونږ دنیوي لږ ژوند برابر ښکاري مگر همیشنی ژوند به مو ناسم وي اودلږژوند دسمیدلو لپاره دډیر ژوند سمول له لاسه ورکول ښه کار نه دی .ځما لیکنه هیچاته راجع نه ده دشرعي مسالو بیانول ځما شرعي دنده ده په هغوی باندي عمل کول یا نه کول ستاسي کار دی .


د بتانو ماتول

(( ښه ))
16.04.2004

ګرانو وروڼو طالب جان صاحيب ، حليمي صاحيب باوري صاحيب او پاڅونوال صاحيب تاسو ټولو ته لومړۍ خپل سلامونه وړاندي کوم اوبيا وايم چي عجبه مساله طلب جان ورور را ولاړه کړيده . د زيات بحث وړتيا لري خو زه فکر کوم چي اوس يې وخت تيرشويدۍ . زه د بتانو په ماتولو نه يم خوابدۍ سوۍ خو په دي مي ډيره خوابده شوه چي د دي بتانود ماتولو په وجه د طالبانو زيات شمير پلويانو د طالبانو د دې کړو او عمل لپاره داسي يو دليل او برهان چي پر ملي روحيې مبني وي او هم زموږ د هيواد د ملي ګټو سره سمون ولري ، نه درلوداو حتی د هيواد زيات شمير وګړو او که بي پردي و وايم زياتو پښتنو ته هم دا عمل بي وخته ، غير ضروري او په هم هاغه حالت کي د ملي ګټو خلاف وبريښيدۍ ،همدا دليل وو چي دا عمل د هيواد والو د هرکلی سره مخ نه شو .نه يوازي دا چي هرکلی يې ونه شو بلکي د طالبانو پر هيواد پالني يې د شک او نا باوري فضا را منځ ته کړه .
زما په اند د بتانو ماتول او يا نه ماتول داسي يوه مسله نه وه چي يوازي عقيدي او شرعي حکمو نو را منځ ته کړي وه . بلکي د بتانو ماتول دهغه وخت کورنيو او نړيوالو سياسي اړپيچينو د لا توديدو او زياتيدو يوه وسيله شوه . زه فکر کوم چي دا خبره به د دي برخي لوستونکو ته بيله دليله څرګنده او ثابته وي چي په افغانستان کي د بتانو ماتول تر عقيدتي فشار لاندي نه بلکي تر سياسي فشار لاندي مات شول .که چيري دوستان په دي اړه شکمن وي کيدای شي چي په موقع سره او د اړتيا په صورت کي هغه وختونه او هغه پيښي بيا را يادي کړو ، خو اوس به تر هغه خاطرو را تير شو او د دي روان بحث په اړه يوه بل ټکي ته راګرځم .
محترمو ورڼو طالب جان صاحيب ، حليمي صاحيب او پاڅونوال صاحيب ! هغسي چي تاسو په ديني او شرعي مسايلو کي لاس بري لرۍ ، زما پوهه په دي برخه کي ډيره لږ ده .زه چي غواړم څه وليکم او يا څه و وايم نو زما لپاره د خبرو محوري ټکي او يا په بله مانا زما لپاره محک او معيار زما هيواد او زما په هيواد کي ميشت اولسونه دي ؛نو ځکه مي په يوه داسي بحث کي چي پوره شرعي او فقهي بحث دي خپل ځان نيمګړۍ وليدۍ . خو ما چي کله د محترم ورور طلب جان صاحيب ليکنه ولوستل يوه پوښتنه را ته په ذهن کي را وګرځيدل او هغه دا چي (([color=darkred:b296895556] ستاسي دلایل هم په عقلي دلایلو مبني دي او دشرعي دلایلو په وړاندي عقل نه چلیږي [/color:b296895556])) ما ته داسي وبريښيدل چي ګويا شرعي احکام د عقل او عقلي دلايلو خلاف دي هلته چي شرعت وي بايد عقل نه وي .؛ که د دي جملي نه افاده همداسي وي کوم چي ما اخستنه کړيده ، نو زما په اند دا يوه تير وتنه بولم دا ځکه چي ما زيات اوريدلي او په ځينو کتابونو کي مي لوستي هم دي چي د اسلام مبارک دين کامل دين دۍ ، او د کاملتوب برکت يې هم په همدي ټکي کي نغښتۍ دۍ چي د ټولو پوښتنو لپاره منطقي دلايل او براهين لري ، ښاغلي حليمي صاحيب يوه په زړه پوري يادونه کړيده چي کلام الله شريف عجب په دي دۍ چي د يوه مبارک ايات تفسير او تعبير په بل مبارک ايات کيږي .په هر تقدير ، که دا پوسته ځاي ولري ښه او که بيځايه پوښتنه وي بخښنه غواړم .



ع کريم حليمي
17.04.2004

نه پوهيږم چه طالب جان ياست اوکه ضيا صاحب ياست
د ټايپ رايټر مو يو قسم دی ٠ او جواب مو د دوو جلا موضعاتو ويلی دئ ٠
دغه دضيا صاحب ليکنه ((وروره حلیمی صاحب سلامونه می ومنه ستاسی له لیکنی نه مننه.
تاسی لیکلي چي تاسی ماته راوشایاست چي چیري د صابرینو لپاره د جنت وعده شوي نو وروروره زه ستاسي سره مقابله نه غواړم خو ستاسي دعلم دلا زیاتوالي لپاره دغه دی هغه أیت لیکم چي د صبر کوونکو لپاره پکي دجنت ذکرراغلی دی .
[color=green:558b7f0482]الله تعالی فرما یلی چی { للذین اتقوا عند ربهم جنت تجري من تحتها الانهر خالذین فیها وازواج مطهرت ورضوان من الله والله بصیر باالعباد } العمران3 15 ایت . [/color:558b7f0482]ترجمه - شته لپاره دهغو کسانو چي متقیان دي په نزددرب ددوي جنتونه چي بهیژي لاندي له هغوي ويالی چي تل به وِي پدي جنتونو کي او شځي به شي پاکي او رضا مندي له جانبه دخدايه او الله شه لیدونکی دی دبندگانو .
داچي هغه متقيان څوک دي دکومو اوصافو خاوندان به وي خداي پاک په وړاندي ايت کي داسي فرمايي { الصابرين والصادقین والقانتین ))
[color=orange:558b7f0482]او طالب جانه وروره تاسو ليکلی چه په ټايپ کی خطا درڅه سوئ ده ٠[/color:558b7f0482]
اوپه دغه ليکنه کی تاسو (طالب جان داسی ليکلی دي ((محترمو مکرمو او عزتمنو وروڼو حلیمي صیب باوري صیب او پاڅونوال صیب : السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دتخنیکي ستونزو له کبله دځواب په ځنډیدلو بښنه غواړم .
[color=green:558b7f0482]حلیمي صیب تاسي ځما په یوه حواله گوت نیونه کړیوه نو وروره هغه حواله پخپل ځای صحیح وه ځکه ما دآیت شریف ترمخ بی له کامی لگولو 153 لگولي وو ددي معنا دانه وه چي گواکي ایت 153 مراد دی بلکه معنا يي دا ده چي دا ایت په دریم ټوک کي دی او 15 ایت د العمران سورة دی . [/color:558b7f0482]تاسی چي دبتانو دنه ماتولو دجواز لپاره کوم ایت شریف لیکلی او دبتانو نه ماتول مو پري قیاس کړي نو وروره له شرعي پلوه ستاسي قیاس صحیح نه دی ځکه چي داصول فقهي په ټولو کتابونو لکه اصول الشاشي ، نور الانوار ،حسامي ،توضیح التلویح اونورو کي لیکل شوي چي قیاس په هغو مسایلو کی روا دی په کومو کي چي کوم صریح نص موجود نه وي نووروره دبتانو په ماتولو خو صریح ایاتونه او حدیثونه دلالت کوي ځکه نو په قیاسي مساله مونږدبتانو دنه ماتولو لپاره هیڅ کوم جوازي دلیل نشو موندلای .
پاتي شو د (ولاتسبوا الذين يدعون من دون الله فيسبوا الله عدوا بغير علم) ایت نووروره بودا ته خو مسلمانانو هیڅکله هم ښکنځل یا بد رد نه دي ویلي بلکه په مسلمانانو کي خود بودا دنبوة په اړه اختلاف موجود دی یعني ځیني يي نبي بولي نو ښکنځل یا بدرد ویل خو لري خبر ده .
باوري صیب او پاڅون وال صیب :
که ریښتیا ووایم نوکه دبتانو دنه ماتولو په اړه یوه وړه جزیه هم ماته په لاس راغلي وای نو مابه يي رعایت کړی وو خو نه داسي کومه جزیه نشته . ستاسي دلایل هم په عقلي دلایلو مبني دي او دشرعي دلایلو په وړاندي عقل نه چلیږي ځکه نو مسآله همدا ده چي دبتانو ماتول ضروري دي هرځای چي وي که کور وي که میوزيم .
الله تعالي مونږ اوتاسو په ځینو داسي عبادتونو مکلف کړي یو چي هغه دعقل خلاف دي مگر په داسي مسایلو کي به په شرعي مسایلو عمل کوو نه په خپل عقل اوتدبر . دنیوي ژوند ډیر لږ دی ))
[color=red:558b7f0482]اول محترم طالبجانه وروره دغه سوال راحل کړۍ چه طالبجان که ضيا جان
چه دغه جواب راکړی بيابه نوسوالونه ورسته انشاالله سره حل کړو
وسلام [/color:558b7f0482]


م ن غروال
19.04.2004

درنو او محترمو وروڼو احترامات مې ومنئ
د بتانو په هکله تر کومه ځايه چه ښاغليو حليمي صاحب، پاڅونوال صاحب، اوعطيق صاحب وروڼو ليکلي دي زه يې هم د لارې ملګرئ يم٠ صرف دا مې غوښتل زيات کړم چه هغوئ چه د بتانو د ړنګولو دلايل غواړي په اسلامي احکامو ثابت کړي علت يې دا ندې چه ګواکي په ريښتيا د بتانو په اړوند اسلامي احکامو نتيجه او معنی او هدف همدا وي چه د باميانو بتان دې ړنګ شي، بلکه دا د ړنګولو دلايل صرفا پدي خاطر دي چه طالبانو دا خاينانه او شرموونکۍ عمل ترسره کړئ دی٠ او که احيانا چيرته طالبانو دا ړنګول نوائ کړي بيا به همدغو علما صاحبانو هيڅ کله هم د بتانو په ورانولو او له منځه وړلو يوه کلمه هم نه ليکلې وائ او نه هم ويلې، لکه څرنګه چه ﻻ تر اوسه هيڅ يو افغاني او باندني اسلامي عالمأو لخوا د باميانو د بتانو د منځه وړلو په هکله کومه کلمه نه ليکل شوې ده او نه هم ويلی٠
هر کار چه طالبانو کړئ دي بايد کوشش وشي په يوه طريقه نه په يوه طريقه داسلامي له مقدسو احکامو تر حد ممکنه ناوړه ګټه پورته شي او په ملت د طالب تورې شپې وروتپل شي٠
وطنپال مسلمان افغان د بتانو د منځه وړل په هيڅ شکل د اشکالو منطقا وجدانا او ايمانا نشي منلئ٠
په درناوې ــــ غـــــــــــروال



طالب جان
26.04.2004

گرانومحترمو مکرمو عزتمنو اودقدر وړو وروڼو اوخويندو: السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
داچي"دشرعي دلايلو په وړاندي عقل نه چليږي"ددی جملی معنا هیڅکله هم دا نه ده چي العیاذ بالله شرعي احکام دعقل دغوښتنو په خلاف را نازل شوی بلکی زه د یِوه مسلمان په توگه عقيده لرم چي ټول شرعي احکام اوامر دي او که نواهي د سليم عقل په مقتضی او له غوښتنو سره سم را نازل شوي،البته دومره وايم چي عقل په انسان کی یوداسي عنصر دي چی دوخت اوځاي احساس او پيښو له تنوع سره خپل کار او وړتيا بدلوي، ښايې ډير هوښیاران به مو لیدلي وي چي دغصي په حالت کي داسي څه ووايي چي دیوي ټيټي علمي سويي انسان به یی هم په عامو حالاتوکي ويلوته چمتو نشي،دا ولي؟ داځکه چي دامهال عقل تربهرنیواویا نفسیاتي اغيزو لاندي راځی اوعقل له خپلی مستوا نه دومره راټيټ شی چی شتون یی هم کله ناکله په نه شتون بدل شی.دساری په ډول شراب چی له دینی پلوه حرام دی دروغتیا دمیتودونو او اصولو له مخی هم دانسان روغتیا ته تاوانی دی.خو يوڅوک چي دشرابو په څښلو کی له افراط نه کاراخلی نومونږ اوتاسی هغه ته نصیحت کوو چی داکارمکوه دا ستا دروغتیا لپاره خطر لری خو هغه یی نه منی او بیا هم دشرابو څښلو ته ادامه ورکوی.دغه مهال عقل دشهوانی غریزی تر اغیزي لاندی وی او داڅه ورته غیر مهم په نظر ورځي.له دی نه معلومه شوه چی عقل هم دباندنیو شیانو تراغیزی لاندی راځي او په ډیرو امورو کی پخپله هم تیروزي او انسان هم تیرباسی. دا ځکه چي دعقل دایره لنډه ده اوتر یوی ټاکلي اندازي پوري کار کوي یو وخت داسي هم راځي چي هلته عقل هم داشیاوو په پیژندلو کي پاتي راځي اوددی شیانو یالاملونو دپیژندلو لپاره هغه بل شي ته احتیاج پیداکوي . .البته عقل دشرعی احکامو دمصالحو او مزایاوو درک کولای شی مگر شرط یی دادی چی عقل سالم وی خو وحي یواځینی هغه عنصر دی چي کومه ټاکلي اندازه نلري او دټولو لاملونو ادراک کولای شي .
په حقیقت کي ټول شرعي حکمونه له عقل سره سم او له انساني غوښتنو سره برابر رانازل شویدي خو داچي په ځینو مسایلو کي عقل کار نه ورکوي نو دادشرعي احکامو بدي نه ده بلکه دازمونږ اوستاسي دعقلونو دخامتیا او کمښت وجه ده چي شرعي حکم راته دعقل د غوښتنو خلاف ښکاري دمثال په توگه دسفر په حالت کي که دسړي موزی په پښو وي نو داوداسه په وخت کي دي برسیره مسح ورباندي کوي نو دلته خو دعقل غوښتنه داده چي دموزو په لاندینۍ برخه دي مسح وشي ځکه چي دمسحي په کولو سره رفع دنجاست راځي نو نجاست خو په لاندي برخه کي وي نو باید چي مسحه هم په لاندي برخه وشي مگر شریعت مونږ اوتاسي ته دموزی په پورتنۍ برخه دمسح کولو امر راکړی دا ولي ؟؟؟ ایا څوک يي علت په خپل عقل معلومولای شي ؟؟؟ دا هغه ځای دي چي عقل کار نه پکي کوي تر څو چي وحی يي بیان نکړي . دلته داخبره هم دیادوني وړ ده چي ځیني وروڼه بیا خپلو ځاني غوښتنو ته دعقل نوم ورکړی او هغه مسایل چي هغه دځاني یا نفساني غوښتنو په خلاف دي دهغو مسالو په اړه وايي چي دامساله دعقل خلاف ده .
نو وروڼو مونږ اوتاسي باید دځاني غوښتنو او عقلي غوښتنو تر منځ هم فرق وکړو او هیڅکله شیطان ته اجازه ورنکړو چي هغه زمونږ نفساني غوښتني په مونږ دعقلي غوښتنو په نامه تیري کړي او دشرعي مسالی له منلو څخه مو پدي نامه چي دا مساله دعقل خلاف ده لاس په سري کړي .
محترم ورور حلیمي صیب :
داچي له ځینو شرعي دلایلو سره عقل نه چلیږي پدی اړه چي تاسي کومه لیکنه کړي زه يي پوره پوره تایدوم تاسي خپله دعوا په ښو دلایلو وړاندي کړیده .
گرانه وروره عتیق صیب :
تاسي لیکلي چي ځماپه لیکنوکي تحجر دی . وروره دتحجر معنا څه ده ؟؟؟ که دتحجر معنا داوي چي ما بی دلیله څه لیکلي نو وروره ما دلته یوه لیکنه هم بي کوم شرعي دلیله نده لیکلي نو بیا تحجریت څه معني !!! د شرعي دلایلو له مخي ځما داسي یوه لیکنه راوښایاست چي هغه دي له شرعي احکامو سره ناسمه وي او تحجریت دي پکي وي زه به يي په هغي گړۍ بیرته واخلم .
اوکه دتحجرتوب معنا داوي چي داحکمونه پخواني دي نو هسي خو شرعي حکمونه ټول نژدی څوارلس سوه کاله تر مخ رانازل شوي او تر اوسه چلیږي نو بیا ښايي ټول شرعي حکمونه دحجر دزمانی حکمونه وبولو او دتجدید غوښتنه يي وکړو مگرددې ناشونی توب به تاسي ته هم څرگند وي ځکه نو بی ځایه الزامونه لگول ښه کار نه دی .
محترمی او مکرمي خاټول خوری :
تاسي چي څه لیکلي ښه مو لیکلي دي زمونږځیني وروڼه ځیني داسي خبري کوي چي هیڅ له شریعت سره تړاو نلري بلکه برعکس له شریعت سره متصادمي وي مگر دوی ته خپلي خبري تر شریعت هم غوره ښکاري او په شرعي احکامو ډول ډول گوت نیوني کوي .الله دي هدایت ورته وکړي .
گرانه وروره غروال صیب :
ستاسي دلیکني په اړه باید ووایم چي زه دیوه ازاد مسلمان په حیث دا خپله دیني دنده گڼم چي دطالبانو داسلامي غورځنگ دټولو اسلامي او شرعي کړنو تایید وکړم که هغه له عقل سره سمون خوري که نه ځکه چي ځما په اند شرعه تر عقل لوړه او غوره ده. خو دټول افغان په پاڼه کي دهیچا پلاويتوب نه کوم دلته چي زه څه لیکم هغه بی طرفه شرعي مسأ لي دي چي په شرعي دلایلو بنا دي ځما په لیکنو کي هیڅوک هم دانشي ثابتولای چي گواکي ماپدی لیکنه کي دچا پلوي کړي البته دا ځانته خبره ده چي دځینو غورځنگونو کړه وړه په تصادفي ډول له شرعي مسایلو سره تړاو لري .
دمثال په ډول ما دبتانو دماتولو مسأله له شرعي پلوه لیکلي هیچیري مي هم نه دطالبانو ذکر کړی نه دبامیانو بلکه ویلي مي دي چي ((دشریعت غوښتنه داده چي بتان چي هر چیري وي باید مات شي )) مگر ځینو ورورڼو داخبره دبامیانو تر بته رسولي او په مايي ډول ډول حکمونه صادر کړي .
زه دا وایم چي تاسي ماته یو داسي شرعي دلیل راوښایاست چي هغه دي دبتانو نړول روا بللي وي ددې برعکس ما دبتانو نړول په قراني ایاتونو او نبوي احادیثو ثانت کړي نو ووایاست چي اوس به هوښیاران په شرعي مسأله عمل کوي او که پخپلو اوهامو . غروال صیب : تاسي چي کوم دلایل وړاندي کړي هغه ستاسي دخپل اند خبري دي هیڅ شرعي اصل نه لري ستاسي له خبرو داسي څرگندیږِي چي کچیري شرعي مسأله ستاسي په طبیعت برابره وه تاسي به يي منۍ اوکه ستاسي اه انده چپه وه نه به يي منۍ نو وروره شریعت هیڅکله دچادنظر تابع نشي کیدلای مونږ داسي نشو کولای چي په شرعي مسایلو کي تاسي ته ازادي درکړو او درته ووایو چي څه کوۍ هغه کوۍ نه هیڅکله نه بلکه مونږ اوتاسي به په شرعي مسایلو عمل کوو که هغه زمونږ له عقل سره موافقي وي که نه وي دا تاسي چي کوم څه لیکلي دا عقلي هم نه دي بلکه هسي اوهام دي سوچونه او خیالونه دي او بس او دا خو تاسي ته هم معلومه ده چي چيري شریعت او چيري وهمونه ، سوچونه اوخیالونه .
لږبه لا هم وړاندي ولاړ شو او وبه وایو چي دغروال صیب خبري خیالونه هم نه دي بلکه دداسي خبرو معنا دا ده چي تاسي غواړۍ چي شرعي مسآلی دخپلو نفساني غوښتنو تابع وگرځوۍ او غواړۍ چي شرعه دي ستاسي دعقل موافق کارونه روا وبولي او هغه کارونه چي ستاسي عقل يي نه غواړي هغه ناروا وبولي نو ورورڼو شرعه دهیچا تابع نه ده شرعي حکمونه ازاددي که څوک عمل ورباندي کوي خو ډیر ښه که نه نو هغه دي بیا ځان اخروي عذاب ته تیار کړي ځکه چي په قرانکریم کي راغلي دي چي څوک چي یوه ذره نیک عمل کوي هم جزا به يي ورکول کیږي او چي یوه ذره برابربد عمل کوي هم سزا به يي ورکول کیږي نو غروال صیب په شریعت عمل نه کول خو سراسر بد عمل دی نوایا دومره ځواک لری چي دشرعي مسآلو دنه منلو یا هم نه عملي کولو په مقابل کي اخروي عذاب په ځان وزغمی ؟؟ دا خبر ځکه درته لیکم چي تاسي د بی وسلی ښځي دوژلو دمسالی له اسلامیت او مشروعیت څخه هم انکار ک
بل داچي له طالبانو څخه باید مونږ اوتاسي مننه وکړو چي مونږ ته يي دالار راوښودله چي ریښتیا هم چي دشرعي احکامو په ځای راوړل فقط کلک عزم غواړي اوبس اودا يي هم راوښوده چي دشرعي حکمونو په ادا کولو کي باید انسان له هیڅ ملامت کوونکي څخه ونه ویریږي نو په ټولو مسلمانانو دا لازمه ده چي کم تر کمه دطالبانو دبتانو دماتولو جرأت ته سلام وکړي .که څوک دطالبانو له ځینو کړنو سره وران هم وي نو ددی هیڅکله دا معنا نه ده چي دطالبانو په ټولو ښو کردارونو دي هم اوبه واړول شي او هیر دي شي نن ولي مونږ اوتاسو دسلطان محمود په نوم ویاړو ځکه چي هغه شرعي حکم ادا کړی وو او دبتانو دماتولو لپاره يي بل هیواد ته سفر ور پسي کړی وو ځکه يي نن زمونږ په تاریخ کي نوم په زرینو لیکو لیکل کيږي .
گرانه او عزتمنه وروره ازاد نظر صیب :
که خدای وکړو او په خپلي هغي وعدی مو عمل وکړ کومه چي مو له خاټول خور سره کړیده نو څومره به ښه وي مونږ به هم دنیکو اعمالو دعاوي درته کوو په ټولو شرعي دندو کي له مونږ سره بریالی واوسی آمین .
گرانه وروره پاڅونوال صیب :
ستاسي لیکنه ډیره په زړه پوري ده اما دبتانو په مساله کي مو طالبانو ته دجاهلانو په خطاب سره دخپل حیثیت دسپیڅلتیا مراعات نه دی کړی نه پوهیږم چي تاسي غوندي لوړ ظرفه شخص ولي دلته دبتانو ذکر کړی حال داچي ما خو نه طالبان یاد کړي نه بامیان دځینو وروڼو دا کوښښ وي چي شرعي مسایل دغورځنگونو ځانگړتیا وښیي حال داچي شرعي مسایل عام دي چه په غورځنگ پوري تړاو نه لري دبتانو ماتول هم په طالبانو پوري ځانگړي نه دي او نه وو دبتانو نړول شرعي امر دی چي په پاڅونوال صیب يي هم عملي کول ضروري دي په طالب هم په ملا هم په قاضي هم په امي هم لنډه داچي دبتانو نړول په هر مسلمان فرض دي .نو کله چي دبتانو نړول په ټولو مسلمانانو ضروري دي نو بیا ولي باید ددې عمل په اجرا سره طالبانو ته دجاهلانو لقب ورکړل شي ایا لامل يي فقط همدا دی چي هغوی په شرعي مسآله عمل وکړ او بس ؟


د بتانو ماتول

(( ښه ))
26.04.2004

ګرا نه وروره طالب جان صاحيب لومړۍ مي سلامونه او نيکي هيلي ومنه او تر هغه وروسته غواړم په لاندي دوو اقتباسونو ستاسو سره د زړه خواله وکړم :

لومړۍ اقتباس
دمثال په توگه دسفر په حالت کي که دسړي موزی په پښو وي نو داوداسه په وخت کي دي برسیره مسح ورباندي کوي نو دلته خو دعقل غوښتنه داده چي دموزو په لاندینۍ برخه دي مسح وشي ځکه چي دمسحي په کولو سره رفع دنجاست راځي نو نجاست خو په لاندي برخه کي وي نو باید چي مسحه هم په لاندي برخه وشي مگر شریعت مونږ اوتاسي ته دموزی په پورتنۍ برخه دمسح کولو امر راکړی دا ولي ؟؟؟ ایا څوک يي علت په خپل عقل معلومولای شي ؟؟؟
ګرانه او محترم ورور طالب جان صاحيب ! ما په خپله لومړي ليکنه کي خپل عذر وليکۍ چي زه په شرعي او فقهي مسايلو کي لاس نه لرم ، او دا ټکۍ مي هم ليکلۍ چي زما د ليکني منځپانګه ( البته که چيري دا منځپانګه ولري ) به زما د اولس او خلکو په ګټه وي . تر دي عذر ليکلو او بيا ستاسو له لوري د دي عذر منلو وروسته غواړم د پورتني اقتباس په اړه خپل عقل په لپو کړم .
زه فکرکوم چي د مسحي څخه منظور د نظافت په هيله د رواني او معنوي ارامتيا تامينول دي ، دا چي د بدن پر هره برخه چي وي هدف يې همدا دۍ . او بله خبره دا چي د سفر په وخت د موزو ايستل ښايې د دوو لاميلونو له وجي ښه نه وي چي يو لاميل يې صحي او بل يې ټولنيز لاميل دۍ صحي لاميل دا چي د سفر په وخت ( خاصتا په پخوانيو زمانو کي چي په پښوبه سفرونه تر سره کيدل ) د وينو جريان د پښو په لوري زياتوالۍ مومي او د زيات حرکت په وجه د پښو پړسوب زياتيږي ( خاصتا چي موزي يې په پښو وي )، که چيري مسافر د سفر په وخت کي يوځل موزي د وينځلو لپاره وباسي ښايې د بيرته په پښو کولو پر وخت د ستونزو سره مخ شي او په دي ډول نور صحي دلايل ، او ټولنيز لا ميل دا چي ښايې د مسافر د پښو څخه تعفن راولاړ شي چي هغه به نورو مسافرينو ته اذيت او نا راحته کونکي وي . نو ځکه پر موزو مسحه راغلې ده .
دوهمه خبره خو زما په اند زيات بحث ته اړتيا نه لري هغه چي ولي بايد د موزي برسيره مسحه وشي ؛ د نورو زياتو دلايلو تر څنګ يو ډير اسانه او د منلو دليل دا دۍ چي د سفر پر وخت موزي يا بوټونه او يا بل هر څه چي وي د لاري په مسير کي د بيلا بيلو څيزونو سره تماس پيدا کوي او ورسره مښلي . دلاري پر سر داسي ډير څه شته چي کيدای شي د لاس سره په تماس کي د لوي مصيبت سبب وګرځي د بيلګي په توګه د ځينو خزندو او نيښوهونکو د نيښ سره د زهرو شتون او داسي نور ، نو ځکه د موزو پر سر مسحه راغلې ده ، او که چيري هغه خاصي موزي وي چي په نورو څپليو کي پوښل شويوي ، د هغو لپاره بيا هم د صحت مسئله منځ ته راځي .
دوهم اقتباس :
گرانه وروره عتیق صیب :
تاسي لیکلي چي ځماپه لیکنوکي تحجر دی . وروره دتحجر معنا څه ده ؟؟؟ که دتحجر معنا داوي چي ما بی دلیله څه لیکلي نو وروره ما دلته یوه لیکنه هم بي کوم شرعي دلیله نده لیکلي نو بیا تحجریت څه معني !!! د شرعي دلایلو له مخي ځما داسي یوه لیکنه راوښایاست چي هغه دي له شرعي احکامو سره ناسمه وي او تحجریت دي پکي وي زه به يي په هغي گړۍ بیرته واخلم .
اوکه دتحجرتوب معنا داوي چي داحکمونه پخواني دي نو هسي خو شرعي حکمونه ټول نژدی څوارلس سوه کاله تر مخ رانازل شوي او تر اوسه چلیږي نو بیا ښايي ټول شرعي حکمونه دحجر دزمانی حکمونه وبولو او دتجدید غوښتنه يي وکړو مگرددې ناشونی توب به تاسي ته هم څرگند وي ځکه نو بی ځایه الزامونه لگول ښه کار نه دی .
ګران ورورطالب جان صاحيب !
زما ليکنه تاسو لوستلې ده خو هغه برخه چي تاسو را اخستي ده ، هغه نيمګړي برخه ده زما په ليکنه کي (( تحجر او تجرد )) يو ځاي ليکل شويدي . او هلته مي هدف د هغو حکمونو څخه و چي هر اړخيزه نه وي څيړل شوي . او زما په نظرد هر اړخيزه تحليل يوه ښه بيلګه د استاد حليمي صاحيب هغه يادونه وه چي ليکلي يې وه (( انسانان په فکرکولو سره کولاي شي چي د خپل عمل مثبت او منفي اړخونه وشميري او په پاي کي د هغه څه کولو فيصله وکړي چي مثبته شميره يې زياته وي )) . خو بله خبره داده ، هغه څه چي زما لپاره معيار او محک دۍ ، په هغه مورد کي ښايې تاسو ما هم حق په جانب وګڼۍ ، او هغه داچي زما لپاره په هر عمل او هر اقدام کي زما اولس او زما د هيواد ګټي مهمي دي . داسي لکه چي تاسو چي په يوه ليکنه کي ليکلي وه (( و ماعلينا اللبلاغ )) ما په يوه ليکنه کي ليکلي چي زه په باميانو کي د بتانو په ماتولو نه يم خفه خو په دي خفه شوم چي زما اولس او هيواد ته د دي عمل څخه داسي تاوان ورسيدۍ چي هغه تاوان ډير زيات ګڼم تر دغه شرعي ګټي چي موږ ته ورسيدل . او دا په حقيقت کي شرعي ګټه نه وه بلکي دا د عربي افراطيت ګټه وه البته دا زما نظر دۍ چي عربي افراطيت زما د هيواد دګټو سره سمون نه خوري ځکه يې ملاتړ هم نه کوم نه يوازي دا چي ملاتړ يې نه کوم بلکي د هيوادوالو د ويښولو هڅه هم کوم .زما له نظره زموږ هيواد يو ځل د چپ افراطيت قرباني شو او دوهم ځل دراست افراطيت . که زه د تحجر کلمه کله وکاروم نو هغه به هغه وخت وي چي زما دهيواد او زما داولس مشرع ګټي د دي او يا هغه مفهوم تر عنوان لاندي د خطر سره مخ شي او ياهم له مينځه ولاړي شي . که خبره لنډه کړم او په صراحت يې ووايم نو زه د اسلام مبارک دين د خپلو هيواد والو لپاره غواړم ، نه د پرديو لپاره ، زه عربي خلافت نه غواړم ، زه افغاني خلافت غواړم ، زه د خپلو هيوادوالو د وينو تيول او د خپلو هيوادوالو د دردونو زياتول د پرديو د دفاع په نوم نه غواړم ، زه نه غواړم چي زما هيواد او زما هيوادوال د عربي شرعت او يا انقلابي ايډيالوژي قرباني شي او که چيري څوک په دي دواړو دريځونو کي وي او وينا او عمل يې زما د ملي ګټو سره سمون ونه خوري زما لپاره د منلو وړنه دۍ . په هغه صورت کي ښايې د متحجر دليل او برهان په توګه هغه وينا او هغه عمل خپل ځان ته تحويل کړم . زما لپاره به هغه ځکه متحجر وي چي زما د هيواد ګټو ته يې پام نه دۍ کړۍ او يوازي د خپلي مفکوري پر بنسټ يې وينا کړې او يا يې عمل تر سره کړيدۍ ، فلهذا هغه ته د متحجر برهان او دليل په ويلو ځان ملامت نه ګڼم .
په درنښت


م ن غروال
27.04.2004

ښاغلۍ طالب جان ورور سلامونه ومنۍ
نظر د يوه ليکونکي هم خداي مکړه دا ندې چه ګواکي څوک شريعت نه مني٠ ستاسو شرعي ليکل لکۍ لري چه بايد د طالب پلوي وشي٠ کوم ځوابونه چه تاسو ليکلي دي ضد او نقيص دي٠ د حليمي ورور دلايل چه درست او صيح دي او تاسو منلي دي هغه دطالبانو د رژيم د ظلم او فساد په هکله حتی آيت شريف ليکلۍ دی٠ او د هغه پوښتنه چه ستاسو وينا په ايت او حديث نه اثباتيږي، لا تر اوسه ستاسو لخوا ﻻ ځوابه پاتې دي٠
ستاسو شريعي ليکل ايت او احاديث مسلمان حتی له مسلمانۍ بېزاره کوي٠ علت يې دا دي چه تاسو د هغې مفهوم او فلسفه د ګران هېواد افغانستان دملي ګټو ملي امنيت او ملي يووالي پر ضد کاروئ٠ تاسو زما او د حليمي ، آزادنظر، پاڅونوال او د عتيق وروڼو ليکنې ١٠ په سلو کي هم ندې ځواب کړي٠ زه ايمان لرم چه ستاسو سره يې ځواب هم نشته ځکه چه تاسو مستقيما په طالبانو رژيم پورې تړلي ياست٠ که داسي نده زه تاسو ته او هر لوستونکي ته د خپلو ليکنو بلنه ورکوم چه د هرې پوښتني ځواب ووياست٠ زما ليکنه او ستاسو ځواب، دا خورا سره په توپير کي دي٠ ډير به ښه وای که تاسو پوره ځواب د (( د يوې فرانسوۍ بې ګناه ښځې وژل٠٠٠٠٠)) تر عنوان ﻻندي بحث کي ليکلی وای٠ هغه څه چه وروڼه ليکي او دعا ته آمين وايي علت يې دا ندي چه هغوئ زما خپلوان دي بلکه علت يي دا دي چه له هغوي سره د وطن او د افغان مظلوم مسلمان ولس غم ورسره دي٠ کله چه سړۍ په يو موضوع کي بحث کوي ، هغه هم په اسلامي چوکات کي ځاي ورکوي فرض دي چه بايد پوره ځواب او د هرې پوښتنې يوه څړنيز علمي ځواب وويل شي ، ځکه چه سړي ته داسي ښکاري چه طالبانو چه څه کول او کړي دي اسلامي وو او اسلام هم يعني د طالبانو رژيم٠ مسلمان افغان ولس به له داسي دين څخه په تېښته شي٠ او نه هم داسي ځواب چه هر يوه ته صرفا د يوڅو تورو په ليکلو اکتفا وشي چه توپير يې خورا زيات وي چه په هر حالت علمي او اسلامي بحث نشو ورته ويلای٠
د هر ورور ليکنې په شريعت او اسلام او منطق او علم تکيه لري چه د هېواد راتلونکۍ او ملي ګټې ورته د اسلام په رڼاکي مطرح دي٠ کوم يو ورور ته زما په شمول کولای شۍ وواياست چه مونږه دغه کلمه يا عبارت او يا مضمون خداي مکړه د اسلام پر ضد يا خلاف د اسلامي اصولو ليکلۍ دي؟ که داسي نه وي نو بيا له حليمي ورور وپوښتۍ چه ولې يې زما ليکنې ته ريښتيا ويلي دي؟ له عتيق ورور وپوښتۍ چه ولې يې دعا ته آمين ويلي دي؟ له آزادنظر ورور وپوښتۍ چه ولې يې خپله هم خيرا کړې ده؟
زما ليکل که په شريعت ندي نو مهرباني وکړئ زما د ليکلو هره پوښتنه ځواب کړئ٠
او ځواب کړئ دا پوښتنې چه چيرته دا احکام تشريف لري چه مونږه ندي لوستي (( ووهۍ او سپک کړئ اې په اسلام مينو مؤظفينو هغه مسلمانان چه ګيري يې لنډۍ وي )) (( ووهۍ د مسلمان ورور هغه خور مور او لور چه پړونۍ يې نه وي پر سر)) (( وکړئ تاسو جګړه ولو که تاسو ټول ملت هم تباه شي او د هيڅ ډول تخنيکي او محاربوي او شتمنيز څه په ﻻس ونلرئ)) او داسي نور٠ داسي فقه به له تاسو سره وي او د لطف له مخې په ايت او حديث يي وليکئ چه د ما غوندي ناخبره په ميليونو مسلمان افغان ولس پرې خبر شي٠
د اسلام مقدس او مبارک دين تر کومه ځايه چه د خامو نا څړندويو د اسلام په نوم علماو بد نامه او له مسلمان ولس يي ليري کړ او ددښمن خولو ته ورکړ، د اسلام دښمنانو هيڅ هم ندي کړي٠ زما په اند معقوله به دا وي چه هره ليکنه تر آخره په پوره حوصله ولوستل شي او معقول ځواب ورته وويل شي٠ نه به د خلکو وخت ضايع کوو او نه له موضوع بهر وځو٠ پاتې شوه اصلي خبره چه عقل او شريعت؟ دا بايد ځواب کړئ ٠ کوم دلايل چه تاسو پورته ليکلي دي هغه اصلا په عقل اړه نلري٠ هغه د حکم پر فلسفې اړه پيدا کوي نه په عقل٠ د بتان ړنګولو په هکله ووياست چه د طالبانو دا عمل صيح وو که غلط؟ وواياست د هغې فرانسوۍ ترور اسلامي وو او که نه؟ نه دا چه په اوبو لوټي کښيژدو او کوشش وکړو چه په شکل د اشکالو يوې خواته بايد لمن ووهو٠ اسلام حقيقت مني نه د اشکالو شکلونه٠



طالب جان
01.05.2004

ګرانه محترمه مکرمه او عزتمنه وروره غروال صیب :
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دقدر وړه ما مخکي هم ویلي دي چي دطالبانو دټولو شرعي احکامو دنافذولو تایید کول ځما دیني دنده ده .دا مي هیڅکله نه دي ویلي چي گواکي دطالبانو ټول کارونه شرعي وو . ځکه دښځو په کیبل وهل ریښتیا هم ښه کار نه وو خو دا کار طالبانو ته منسوبه ول ښه کار نه دی بلکه دا دهغو ناپوهو جاهلانو کار وو چي ددښمنانو لخوا دطالبانو په جامه کي پدی مقدس او پاک تحریک کي ننه ایستل شوي وو . چي خلک به يي ځورول او دطالبانو نوم يي بداوه همهغه کسان که پرون له طالب سره وو نن بیا له کرزي سره ولاړ دي چي دملا خاکسار په نامه ملي خاین يي ژوندی مثال دی نه مي هغه وخت دخاکسار او خاکسارانو تایید کړی نه يي نن کوم .
زه دطالبانو داسلامي پاک او سپیڅلي تحریک دټولو شرعي قوانینو دپلي کیدلو تایید کوم او ځان ددی تحریک یو ادنا سپاهي بولم مگر په ټول افغان ښکلي پاڼه کي چي زه کومي مسالی لیکم هیڅکله يي معنا دا نه ده چي هغه مسالی په طالبانو پوري تړلي دي او یا دطالبانو ځانگړتیاوي دي شرعي مسالی ځما هم دي ستا هم دبل هم لنډه دا چي دټول انسانیت لپاره دي ځکه نو باید هغه په طالبانو پوري ونه تړل شي .
البته دلته داخبره هم دیادولو وړ ده چي زمونږ او ستاسي بی سیاسته نه کیږي له کومه ځایه مو بحث راوستلی او با الاخر مو په سیاست درولی راځۍ چي همدا نن سیاسي خبري پریږدو او شرعي مسالو ته غوږ ونیسو .
گران ورورو وطنمل صیب دافغانانو له همدی طبیعت څخه خبر وو ځکه خو يي دسیاست لپاره ځانته څانگي خلاصي کړي که تاسي دطالبانو په سیاست نیوکي لرۍ نو دسیاست په څانگه کي دي مطرح شي زه به هلته هم انشاألله تاسي ته په سړه سینه ځوابونه وایم .داسلام څانگه تر اسلامي مسایلو پوري ځانگړي ده ځکه نو باید دلته سوچه شرعي مسایل باید وپوښتل شي .
له ټولو هغو وروڼو څخه چي داسلام څانگه يي په خپلو ښکلو لیکنو روښانه ساتلي ده مننه کوم په راتلونکي کي مو هم دهمکاري ، لیکلو ، پوښتلو ، لوستلو او کتلو په هیله . ورور مو طالب جان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more