tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

خانه نور بس کړه مرمۍ مه وره وه

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> وطن پال او نور ګټور شعرونه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
جلال نجيب) صافی



دغړيتوب نېټه: 29 فروري   2004
ليکنې: 7
ځای: Denmark

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   جولاي   02, 2004 8:02 pm    عنوان   : خانه نور بس کړه مرمۍ مه وره وه Reply with quote

آخر تر څو
............................................................خانه نور بس کړه مرمۍ مه وره وه
.............................................................د خويندو ورونو بچي مه ژړه وه

..........................................................لږ څه نـظر په تير وخـتونو وکــــــړه
...........................................................غم د زخمي ورور د دردونو وکـــړه
........................................................... که ټپي ورور ته څه ټکور نه لرې
...........................................................نو يې په زخـم مالـــګې مــه دوړه وه
لا يــې لمــــن ده هماغسې غـــلبيل
لا يــې هم ســاه په آرام ويستــــــې نه ده
لايــې زاړه زخــــمونه نــدي ټــــکور
ﻻ يې د ژوند قصه راخيستې نه ده
ته پرې تازه زخــمونه مــه جوړه وه

............................................. ښکلي ځوانان زما او ستادکلي
...............................................چې پري ديرې او حجرې ښې ښکاريږي

.................................................. زما او ســــتا د بــدن مټې دي دا
....................................................له مټو پرته ژوندون نه جوړيږي
....................................................دا وران وطن پرې نور هم مه ورانوه


...څو به په کور کې بې کوري کوې ته
..و به له وروره دوښمني کوې ته

.څــــو به آغـــيار سره ياري کوې ته
..په خپـلو ښـــو بـــدوځان سم خبره وه
........................................................پــــدغه کلي چې ګولــــي وريږي
........................................................نه پکې بوش اونه هم بلير اوسيږي
.......................................................په دې کې ښخ دي ستا دپلار هډونه
............................................................د خپل د آبا هډونه مه خوځو وه


(صافيه) څو به ملت سوزي په اور
ترڅو به وي بلې لمبې مو په کور
نور په غــوږو دې پــردې مه خـوره وه
خانه نور بــــس کړه مرمـــۍ مه وره وه
٢٩ جون ٢٠٠٤
ج (نجيب) صافی
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> وطن پال او نور ګټور شعرونه    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.