tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

هوښيارې خبرې
پاڼي ته لاړ شئ 1, 2, 3, 4  مخکي
 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> ټولنه او ټولنپوهنه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
نقاد
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 30 جولاي   2002
ليکنې: 828

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   دسمبر   15, 2003 10:56 pm    عنوان   : هوښيارې خبرې Reply with quote

دانسان د طبيعت په هکله :
کنفوسيوس:
١ ـ ملغلرې له مږلو او انسان له زيار او کوښښه پرته بشپړ تيا ته نه رسيږي .
٢ ـ انسانان د طبيعت له مخې سره قابو يوشی دي، خو د هغوی خوی او عادتونه يې تر منځ توپير اوواټن زياتوي .

هيراکليت :
ـ هر سړی کولی شي چې خپل ځان وپيژني او هوښيار و اوسي ـ
ـ د انسان کرکټر د هغه سرنوشت ورټاکي .

فيثاغورث:
ـ په نړۍ کې د هرشي د ارزښت ټاکونکی او مقياس انسان دی .
ديموکريت (ديموقريت):
ـ انسان ټوله نړۍ ده، خو په وړو ابعادو کې .
ـ انسان له طبيعت او سرنوشت څخه څومره ډير شکايت کوي ، حال داچې دده سرنوشت په عادي توګه
يواځې دده د خپل کرکټر، غوښتنو ، تيروتنو او نيمګړتياو نتيجه ده او بس .

سقراطـ:
ـ تاته ستا سفرونه هيڅ ګټه نلري ، تر څو پورې چې ته په هر ځای کې له خپل ځان څخه تاو يې.

افلاطون (پلاتون):
ـ انسان د طبيعي موجود په توګه د بدن پورې ښکيل او تړلی دی ، خو د اندوال موجود په توګه د وزروخاوند دی او الوتلی شي.
ـ ځان پخپله و پيژنه !
= انسان نه يو ژوی دی او نه يو ملائک ، خو بد مرغي داده چې څوک ترې ملايکه جوړول غواړي ، خو يو حيوان ترې جوړ کاندي.
ـ تير وتنه د انسان سره مل ده .
ارستو :
انسان هغه اصل دی چې د نوي واقعيت د رامنځته کولو امکانات لري .

ﻻوتسې :
بل پيژندل يو حکمت دی ، خو ځان پيژندل د وحې سره بربر دي .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2667
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   جنوري   28, 2004 7:38 am    عنوان   : Reply with quote

سلام !
په هر هغه کار،کلام کی چې ئی تاوان کړی وی دوهم واری ئی ونه کړی٠ او هم خپل دتاوان علت ليکلی ونوی راتلونکو انسانانوته دتجربی په ډول ورپريږدی ٠ که هرټولنه وخپلو اولادته په رشتيا ډول خپلی خطاوی ونه ليکی راتلونکی نسل به ئی بيا هم احمق پاته سی (دغه عمل ئی ماهيت ورټاکی اولوړه وی )
حليمي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2667
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   جنوري   28, 2004 7:56 am    عنوان   : Reply with quote

وطنوالو سلامونه می ومنی

زه داسی فکرکوم ٠ اول چورتونه په سرکی . دغه په خبرو تبديلی سی ٠ دغه خبری په عمل تبديل٠
عمل دی سرنوشت سو٠ (بدفکرونه په سر کی مه ساتی سرنوشت به مو نه بديږی)
ايامعقوله ده ؟


حليمي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
نقاد
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 30 جولاي   2002
ليکنې: 828

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه فروري   01, 2004 3:33 pm    عنوان   : Reply with quote

abdul karim ليکلي:
سلام !
په هر هغه کار،کلام کی چې ئی تاوان کړی وی دوهم واری ئی ونه کړی٠ او هم خپل دتاوان علت ليکلی ونوی راتلونکو انسانانوته دتجربی په ډول ورپريږدی ٠ که هرټولنه وخپلو اولادته په رشتيا ډول خپلی خطاوی ونه ليکی راتلونکی نسل به ئی بيا هم احمق پاته سی (دغه عمل ئی ماهيت ورټاکی اولوړه وی )
حليمي


حليمي صاحب سلام او په اند و رکت شه !ستاسو دا جمله ډيره پراختيا او د معنی وسعت لري :
اقتباس:
که هرټولنه وخپلو اولادته په رشتيا ډول خپلی خطاوی ونه ليکی راتلونکی نسل به ئی بيا هم احمق پاته سی (دغه عمل ئی ماهيت ورټاکی اولوړه وی

ځکه دا غوښتنه د ماهيت سره تړلې ده چې انسان يو اندوال موجود او مجبور دی چې د خپل اجتماعي پرکتيک د پياوړتيا له پاره د هغې نيمګړتياوې کشف او اصلاح کاندي او د تکامل اوبشپړتياﻻره ونيسي ، چې له يوه نسل څخه بل ته پير په پير او پړاو په پړاو پر مختګ کوي . هر نوی نسل د پاخه نسل ﻻسته راوړنې خپلوي او خپلې نوی ﻻسته راوړنې پرې علاوه کوي . طبيعي ده چې د تير نسل نيمګړتياوې هم له منځه وړي ، نو بايد چې هغه و پيژني او تکراريې نکړي . له دې څخه دا نتيجه اخلو چې د اسان د ژوندانه هدف په دنيا کې همدغه تکامل او بشپړتيا يا پر مختګ دی او د آخرت له پاره د الله (ج) رضأ ده اوبس . زما په اند دغه دنيوي خير او ديني يا اخروي خير سره تړلي هم دي ، که چيري دخير د ﻻرې پر ځای د شر او فساد څخه په دنيا کې کار وانه خيستل شي . والسلام .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
(( ښه ))



دغړيتوب نېټه: 25 جنوري   2004
ليکنې: 47
ځای: Kandahar

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   فروري   02, 2004 2:21 am    عنوان   : هو ښياري خبري Reply with quote

درنو وروڼو پاڅونوال صاحيب ، ځواکمن صاحيب او حليمي صاحيب لو مړۍ مي سلامونه ومنۍ او بيا غواړم ستاسو سره د هوښيارو خبرو په لړۍ کي لوستونکۍ او کله ناکله ليکونکۍ سم .
ځواکمن صاحيب خبره د انسان ماهيت ته درولی وه او حليمي صاحيب بيا د تيروتنو لوري ته پام اړولۍ وو او پاڅونوال صاحيب د تيروتنو پر خوا رڼا اچولی وه ، خو زه غواړم بيرته د ځواکمن ورور خبري ته وګرځم : د انسان ماهيت ، او د هغه پيژندنه ؟ زه فکر کوم چي دا پوستنه لکه چي د يوناني فيلوسوفانو تر منځ چي د يوی اړيني پوښتنې په توګه مطرح وه لا تر نن پوري مطرح ده ، خو په يوه تفاوت او هغه داچي ، پخوا د يوي مجردي فلسفي پوښتني په توګه چي يوازي به فيلسوفانو په هغه اړه ځان د فکر کولو لپاره مکلف ګاڼه ، خو نن دا مکلفيت يوازي د فلسفي بيلا بيلو مکتبو نو په وړاندي نه بلکي د طبيعي او ټولنيزو بيلا بيلو علومو په وړاندي دا اړينه پوښتنه چي د انسان ماهيت څه دۍ ؟ لا پر ځاي پاته ده ، البته دا زما معلومات دي ښايې نور دوستان په دی لاره او په دي نظر کي زما ملاتړ ونه کړي په هر صورت .
زه غواړم اول پر ماهيت څه ووايم : ماهيت عربي کليمه ده چي انګريزي کي د نيچيړ او کرکټر کليمي ورته کارول کيږي ؛ خو په ټوليزه توګه دا يو فلسفي او فزيکي مفهوم دۍ ؛ فيلسوفان يې د منطق د منلو په لار کي د يوي منل سوي اصطلاح په توګه داسي کاروي چي د قرار او وروستي حکم پله په درنه کي ، خو فزيک پوهان بيا د ماهيت مفهوم د عيني پديدو د پيژندلو بنسټيز اړ خ په توګه کاروي . خو تر هغه ځايه چي زه پوهيږم او زما لنډه کي معلومات شته داسي بريښي چي د فيلسوفانو او فزيک پوهانو تر منځ د ماهيت يو ګډ تعريف دادۍ چي : د هري پديدې ټکونکي او دوامداره اړخ ته د هغې پديدې ماهيت وايې ؛ که همدا تغريف د منلو وړ وګڼو بيا د انسان ماهيت ته را وګرځو نو کيداسي و وايو چي د انسان ماهيت د انسان د ټاکونکي او دوامداره اړخ پيژند ګلوي ده .
لکه چي ځواکمن صاحيب ورته اشاره کړی وه چي انسان ټولنيز مخلوق دۍ ، په دي تر تيب د انسان يو دوامداره او ټاکونکۍ اړخ څرګند شو چي د انسان ماهيت دهغه ټولنيز ژوند دۍ ؛ خو زه فکر کوم چي دا د پوښتني ورستې جواب نه دۍ .ځکه ځي انسان پخوا تر هغه چي ټولنيز مو جود وګرځي هغه د يوه عيني موجود په توګه د ټولني او د ټوليزو هر ډول مناسباتو څخه ليري خپلواک موجوديت لري؛ په دي تر تيب د انسان ماهيت يوازي په هغه نه دۍ چي په ټولني پوري يې منحصر او محدود وګڼو . بلکي د انسان يو بل نسبتإ دوامداره او ټاکونکي اړخ د هغه انسان مادي شتون دۍ ؛
زه فکر کوم چي دا لړۍ لانوره هم زياتيدلاې شي ، د انسان د ماهيت نور اړ خونه د يوه بيولوژيکي ارګانيزم له پلوه هم د دوامداره او ټاکونکي اړخ په توګه تر بحث لاندي راتلاې شي . انسان په طبيعت کي د يوې اوږدې لړۍ يو ټاکلۍ عروج يا را د بره کيدنه ده ؛ د مادې اوښتون را اوښتون ، طبيعت ته ورکول او له طبيعته اخستل هم د انسان موجوديت دوامداره اړخ دۍ ؛ او په دې ډول نور اړخونه ؛
ورڼو پاڅونوال صاحيب ، حليمي صاحيب او ځواکمن صاحيب ! وايې : ((چي پوه نه شوي بيا د فيلسوف په شان ږغيږه )) لکه چي زما هم زور ونه رسيدۍ چي د انسان ماهيت را په ګوته کړم ؛ نو ځکه اوس دا غر له هغه غره ولم . :هههههه:په هر تقدير اوس چي مي خبري را پيل کړي بايد د پاي ټکي ته يې ورسوم .
زما په اند د انسان ماهيت د انسان په څو بعدي شتون کي موندلای شو ؛
1 - انسان فزيکي ماده ده او پنځولۍ معنويت يې خپل خلقت دۍ ؛
2 - انسان ټولنيز مو جود دۍ ټولنه يې جوړه کړی او هغې ته يې وده ورکړيده ؛
3 - انسان د بيولوژيکي ارګانيزم په توګه دورو بدلونونو( ايولوشن )اوګړندۍ اوښتونونو(ريولوشن )پايله ده ؛
تر بله دمه ، دوستانو تاسو ته ښې چاري
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2667
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   فروري   06, 2004 7:06 am    عنوان   : Reply with quote

عتيق جانه سلام! خدايدی راوله څنګه يی جوړ په خير
وروره دا ستا د ليکنی سره سد فی سد موافق يم !
اقتباس ((((زما په اند د انسان ماهيت د انسان په څو بعدي شتون کي موندلای شو ؛
1 - انسان فزيکي ماده ده او پنځولۍ معنويت يې خپل خلقت دۍ ؛
2 - انسان ټولنيز مو جود دۍ ټولنه يې جوړه کړی او هغې ته يې وده ورکړيده ؛
3 - انسان د بيولوژيکي ارګانيزم په توګه دورو بدلونونو( ايولوشن )اوګړندۍ اوښتونونو(ريولوشن )پايله ده ؛))))
تاسو دغه ٣ ټکو ته اشاره کړی ٠ چه دغه ټکی دطبی،حربی ٠٠٠٠٠٠٠٠٠ طرفه مطالعه کيږی ٠ او هر طرف ئی خپله فلسفه لری ٠ اما زما اشاره يی يوازی و اخلاقی /تاريخ ته ده ٠ چی ښاغلی ځواکمن صاحب سوال داسی طرحه کړی دی ((هغه ټولنيز مناسبات چې ، تاريخي او بدلون خوړونکي دي ، څشی دی ،چې د انسان ماهيت ورټاکي ؟ ))
زه فکر کوم چه په انسان کی يوازی فکری تغير دتاريخ په اوږدوکی راغلی دی يا کيږی ٠ په مقابل کی فزيکی او طبعی تغير په ١٠٠٠ کاله هم نه دی پښ سوی ٠ خبره داهم راپياد سوه (چه انسان د بيزو د نسله دی) معلومه سوه چه نه دی ولی چه DNA يی فرق لری ؟ ٠ برته اولی خبری ته راځم نووايم چه يوازی فکر د انسان د تاريخ په اوږدو تغيرکوی٠ که تور ،سپين واده وکی يو لږڅه فزيکی تغير کوی ٠ اولاد ئی ٠ او کله چه اخلاق ،علم په کښی ښه سی ټولنه ئی هم پر مخ ولاړه سی ٠ داسی معلوميږی چه هرڅه د تاريخ سره اړيکی لری ٠ تاريخ دی چه فزيکی تغير راولی په ماده کی ٠ کنه
يوازی انسان دی چه فزيکی تغير ئی دومره لږی چه تغير نه سو ورته ويلای٠ زه پخپله انسان اخلاقی مطالعه کوم ولی چه دعمل او کلام څه ئی د هرڅه حال ژر په ﻻس راتلای سی ٠ فزيکی ٠٠٠٠٠٠ لابراتوارغواړی
نورنو تاسو پر خدای سپارم ٠
حليمي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
Ghairat
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 11 جولاي   2003
ليکنې: 763

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   فروري   07, 2004 8:21 pm    عنوان   : Reply with quote

سلامونه سلامونه د پخو خبرو اترو په مينه والو سلامونه !. خوږو يارانو که اجازه وي ، ستاسو په ارزښتمن بحث ته زه هم د انسان د ماهيت په اړه خپل نيمګړی اندود وړاندې کړم :
د څواکمن صيب تفصيلات په زړه پورې وو، خو داسې بريښيدل چې هغه خپله سکالو نه ده بشپړ کړې ، د پاڅونوال صيب تبصر يو څه بشپړوونکې وې ، نو هغه مې هم ډيرې خوښې شوې ، عتيق صيب نور اړخونه بيان کړي او خبرې يې په اترو لا ښکلې کړي دي ، خو هغه څه چې حليمي صاحب ور زيات کړي، واقعأ رغنده او اند هڅوونکي بريښي :
اقتباس:
((هغه ټولنيز مناسبات چې ، تاريخي او بدلون خوړونکي دي ، څشی دی ،چې د انسان ماهيت ورټاکي ؟ ))
زه فکر کوم چه په انسان کی يوازی فکری تغير دتاريخ په اوږدوکی راغلی دی يا کيږی ٠ په مقابل کی فزيکی او طبعی تغير په ١٠٠٠ کاله هم نه دی پښ سوی ٠ خبره داهم راپياد سوه (چه انسان د بيزو د نسله دی) معلومه سوه چه نه دی ولی چه DNA يی فرق لری ؟ ٠

١ـ ماشالله، انسان د تاريخي تغيراتو حاصل هم دی ، نو ځکه يې فکر تغير او بدلون مومي او بشپړ کيږي . هو اند اوفکر هم يوه سلسله او تاريخ لري ، په تيره بيا بيا په علمي، منطقي او فلسفي شکل ،او سره ددې چې دانسان ماهيت له فکري ځواک پرته نشي تعريف او ټاکل کيدای ، بيا هم د اند او فکر په معيار دهغه ماهيت نشي رالنډيدای . نو د ځواکمن صيب سوال ﻻ بيا هم ځواب شوی نه بريښي ، ځکه هغه به څه شې وي چې دهغې په غير سره فکر هم تغير خوري او يا له زياتو نه زيات د هغې د تغير غوښتنې په فکر درک او بيا پلې کيږي . زما په اند دا هماغه د ټولنيزو مناسباتو ټوليزه او مجموعه ده چې څواکمن ورته ګوته نيولې ،او فکري بدلونونه يې هم يو ﻻينفک جز دی . نو د محترم حليمي صاحب په پورتنۍ يوه جمله کې کې که يواځې د (( نه )) توری زيات شي ، زه يې بشپړ تاييد کوم ، مثلا داسې :
(( زه فکر کوم چه په انسان کی يوازی فکری تغير دتاريخ په اوږدوکی راغلی نه دی )) ، بلکې ټولنې يې له غير طبقاتي ټولنې ته ، او په هغې کې هم له غلامۍ څخه فيوډالۍ ته، او بيا پانګوالۍ ته هم ډير سخت بدلونونه موندلي دي . د يونان له فيلسوفانو څخه پاخه اندوال موجود نه و، خو هغوی د فيوډالي ټولنې تصور هم نشو کولای، د سرمايدارۍ خو ﻻ څګی څکی . باور وکړئ هغه اند والو چې د فيوډاليزم په رامنځته کولو کې کوم فکري رول لوبولی دی ، دنوموړو يوناني فيلسوفانو څخه يې ښه او لوړ اند نه درلود ، بلکې په ډيرو برخوکې تر هغوی ډير وروسته وو. خو دا ويلی شم ، چې په ټولګړې توګه بيا هم د عامه وګړو د اندکچ په فيوډالي ټولنه کې د هغې ټولنې له عامو غړو څخه لوړ و چې يوناني فيلسوفانو په کې ژوند کا وه او د غلامۍ ټولنه وه .

٢ـ کله چې د محترم ورور حليمي صيب په قول (( فزيکی او طبعی تغير په ١٠٠٠ کاله هم نه دی پښ سوی ٠)) او انسان ډير لږ فزيکي يا فزيولويکي و او بيولوژيکي تغير خوري ، نو آيا دلته دا نسان او همونيدو بيزو ګانو د DNA فرق چې صرف يو نيم فيصده(٪١،٥ ) دی ډير فرق دی؟،حال داچې ددواړو دDNA ساختار په سلو کې ٥ ،٩٨ کټمټ يو شی دی . هغه څه چې د انسان په DNA کې په کمي توګه د هغوی تر دغو زيات دی هغه صرف د پروتين ٥ چنده له همونيدو بيزو ګانو په نسبت زياتوالی دی او بس، کوم چې د انسان فکري فعاليت يې پنځه چنده لوړ کړی دی .
خو دا خبره دلته هم صدق کوي چې د DNA په ساختار کې نوموړی فزيولوژيکي يا بيلوژيکي يونيم يا ٢ فيصده تغير هم ډير سست او په ميليونونو کالونو کې منځته راغلی دی .
له دې نه چې تير شو، نو دعتيق صيب د ښکلې ليکنې په اړوند بايد وويل شي چې :

٣ـ ماهيت هغه نښې يا معيار ته نه وايي چې يوموجود په کيفي توګه له نورو پرديو انواعو څخه توپيرولی نشي . فزيکي موجوديت او شته والی ډبرې، اتوم او ماليکول، کيمياوي تعاملاتيمواد،نباتات، ژوي اود انسانانو په شمول ټول موجودات لري . په دې معيار بيا ددې ټولو حيواناتو ، حيواناتو او انسانانو د ماهيت تر منځ هيڅ توپير شي کيدای . سر بيره پردې انسان هيڅکله هم له ټولنې بهر يواځې د فرد په توګه وجود نه دی لرلي .

٤ ـ ماهيت د هرشي او هرې پديدې د ټولوداخلي اړخونواو خواصو ترمنځ د اړوندونو (ارتباطاتو) ټوليزې (مجموعې) ته وايي .
٥ ــ ا نسان د خپل ټولنيز ماهيت پر بنسټ هم خپل خالق او هم مخلوق دی . (( انسانان به څوک د ژبې، فکر ، عقايدو او اخلاقو او داسې نورو معيارونو له مخې چې څه د چازړه غواړي،له حيواناتو څخه توپير کړای شي ، خو انسانان پخپله په دې پيل کوي ، چې په عملي توګه ځانونه له حيوان څخه توپير کاندي ، کله چې هغوی عملاپخپله د خپل ژوندانه د دوسايلو توليد پيلوي )) . اوکه څنګه ؟ په درنښت .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
(( ښه ))



دغړيتوب نېټه: 25 جنوري   2004
ليکنې: 47
ځای: Kandahar

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه فروري   08, 2004 12:23 am    عنوان   : پخې خبري Reply with quote

ګرانو دوستانو او په مجلس کي ګډونوالو ټولو ته درناوی او په وړاندي يې ګيډۍ ګيډۍ ګلونه !
ډير ښه بحث روان دۍ ، ما په دې څو ليکنو کي دومره زيات مطالب زده کړل چي په ډيرو ورځو اوډ يرو نورو ليکنو کي مي نه دي زده کړي .په دي هيله چي لا نور هم زده کړم بحث ته دوام ورکوم ؛

ـ اوس نو پوښتنه داده ، هغه ټولنيز مناسبات چې ، تاريخي او بدلون خوړونکي دي ، څشی دی ،چې د انسان ماهيت ورټاکي ؟ په دې کې بايد په ګډه سره له اندښت نه کار واخلو او ځواب يې را ومومو ! بريالي اوسئ !
پورتنۍ جمله د ځواکمن صاحيب ده ، او بحث هم د همدې جملې څخه را پيل دۍ .
هغه وخت چي په لرغوني يونان کي د افلاتون دا مقوله چي (( ځان دي وپيژنه ؟ )) د فيلسوفانو ، او د نورو علومو پوهانو په وړاندي د يوې بنسټيزي پوښتني په توګه مطرح سوله ، ور سره سم د دوو متقابلو فلسفي خوا وو ، ورته پام وګرځيدۍ . د يادوني ده چي وويل سي دا لومړې تقابل نه وو بلکي د نورو مقابلو په لړۍ کي دا يو ټاکونکۍ بحث وګرځيدۍ ، چي دادۍ تر اوسه لا د يو شمير نورو مباحثو په څير دوام لري .
که د استقرايې ميتودپر بنسټ پوښتنه داسي پيل کړو چي انسان څه شۍ دۍ ؟ بيا به د دې پوښتني د حل په لار کي د نورو پوښتنو لکه د انسان تاريخ ؟ د انسان فزيکي جوړښت ؟ د انسان رواني او فکري ريښې ؟ انسان او ټولنه ؟ د هغه بنسټيزي او ستري پوښتني د برخو په توګه رامنځ ته سي . په هغه صورت کي به د انسان تاريخي ماهيت ؟ د انسان فزيکي ماهيت ؟ د انسان رواني او فکري ماهيت ؟ او د انسان ټولنيز ماهيت ؟ پوښتني مخي ته راسي . او په دي پوښتنو کي به د ماهيت مفهوم د يوې فلسفي افادې په توګه وکارول سي نه د يوې فلسفي مقولې په ډدل .
دې لپاره چي زموږ او ستاسو مجلس له ګڼي ګوڼي را ووزي ، زه دا ځل د پوښتني هغي برخي ته پام اړوم چي د انسان په تاريخ ماهيت پوري يې اړوند ګڼم . داځکه چي ما په خپله لومړۍ ليکنه کي يوازي د ځواکمن صاحيب د هغه برخي تائېد کړې وو او د بحث د لنډيدو په خاطر مي يوازي همدا ليکلي چي
لکه چي ځواکمن صاحيب ورته اشاره کړی وه چي انسان ټولنيز مخلوق دۍ ، په دي تر تيب د انسان يو دوامداره او ټاکونکۍ اړخ څرګند شو چي د انسان ماهيت دهغه ټولنيز ژوند دۍ ؛
ما له انده ، انسان د ټولنيزي ودي بيلا بيل پړاونه طې کړي او لا روان دۍ ؛ د انسان په اړه تاريخي څيړنو ښودلی ده چي د بي کلتورۍ څخه د کلتور پړاو ته او د توحش څخه د تمدن پړاو ته د انسان بيلابيلي مرحلې چي هره يوه مرحله يې د ټولنيزه اړخه ځانګړي مميزات او مشخصات لري ( البته چي د هري تاريخي مرحلې د امميزات دانسان د فزيکي ؛ رواني او فکري ؛مميزاتو سره نه بيليدونکي اړيکي او متقابل تاثيرات لري ) که په افريقا کي د لويس ليکي او ريچارد ليکي څيړني په نظرکي ولرو نو لږ تر لږه دري مليونه کاله وړاندي د لومړني او ابتدايې انساني چاپيريال شواهد او اثار پيداسويدي . داسي بريښي چي هغه وخت لا دانسان ټولنيز بعد دانسان په شتون کي ټاکونکۍ نه وو . د ټولنيز ژوندانه يو بنسټيز رکن چي کورنۍ ده ( البته کورنۍ د اوسنې تعريف سره ) هغه وخت نه وه جوړه سوې . په داسي حال کي چي د هغه وخت انسان د کار لپاره وسيله کارولې ؛ د اوسيدو لپاره يې ځاې څرګند دۍ ؛او د فکري تبارز نښي يې د کار په وسايلو کي برملا دي ؛ په هر صورت د مليونو نو کالو پرله پسې ودی په نتيجه کي د کلتور خاوند سو ؛ اوبيا يې لومړنۍ کلتور په پر مختللي کلتور او بيا يې پر مختللۍ کلتور په لومړني تمدن واړاوه .
که دا بحث په همدي ډول تعقيب او تر اوسنۍ زمانو يې را ورسوو ، په نتيجه کي به داسي يوه جمله چي کامله افاده ولري تر تيب سي ، (( دا انسان دۍ چي خپل ځان ،فکر او ټولني ته د بدلون عامل ګرځي ؛ ))

ښي چاري
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2667
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه فروري   08, 2004 8:12 am    عنوان   : Reply with quote

محترم قدرمن غيرت صاحب سلام ! جور په خير ښی چاری او ښی هيلې
تر يو حده دا خبره سمه ده چه انسان د محيط محصول دی ٠ داخبره نو بيا د دفلاسفوو په باره کی ظلم دی ٠ دغه فلاسفه دی چه محيط ته تغير ورکی ٠ محيط هيڅ وخت د فلاسفوو فکر ندی بندی کړی ولی چه دوی د قوي عقل خاوندان وه ٠ هو ٠ هر هغه څوک چه قوي عقل نه لری محيط ئی رهنمايی کوی ٠ کوم وخت چه فيلسوف نوی تحليل وکړی ٠ دغه نوی علم د انسانانو فکرته تغير روکوي ٠ بيا په دوهم قدم نور شيان تغير پيدا کړی ٠
اقتباس،( بلکې ټولنې يې له غير طبقاتي ټولنې ته ، او په هغې کې هم له غلامۍ څخه فيوډالۍ ته، او بيا پانګوالۍ ته هم ډير سخت بدلونونه موندلي دي . د يونان له فيلسوفانو څخه پاخه اندوال موجود نه و، خو هغوی د فيوډالي ټولنې تصور هم نشو کولای، د سرمايدارۍ خو ﻻ څګی څکی . باور وکړئ هغه اند والو چې د فيوډاليزم په رامنځته کولو کې کوم فکري رول لوبولی دی ، دنوموړو يوناني فيلسوفانو څخه يې ښه او لوړ اند نه درلود ، بلکې په ډيرو برخوکې تر هغوی ډير وروسته وو. خو دا ويلی شم ، چې په ټولګړې توګه بيا هم د عامه وګړو د اندکچ په فيوډالي ټولنه کې د هغې ټولنې له عامو غړو څخه لوړ و چې يوناني فيلسوفانو په کې ژوند کا وه او د غلامۍ ټولنه وه)
دغه څو دوری چه تاسو ليکی دتغير مسلمه ليکنه ده ٠ اما اول دانسان فکر تغير کيږی (دمحدودو کسانو) دغه خلګ محيط تغيره وي٠ د محيط تغير اول شرط٠ دفکر تغير دی٠ او هغه څوک چه دتيز فکر اوقوي عقل خوندان نه وي ٠ نو دغه انسانان دمحيط محصول دی٠
په دغه سبب می ليکی چه فکر دتاريخ په اوږدوکی تغير کوي٠ په شرط ددی که می ستاسو رسپانډ سم تحليل کړی
ډيره مننه
حليمي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
نقاد
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 30 جولاي   2002
ليکنې: 828

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه فروري   08, 2004 5:42 pm    عنوان   : Reply with quote

د ټو ل افغان ګرانو لوستونکو ، او ښاغلی عتيق صيب ، محترم حليمي صيب او منلی غيرت صيب سلامونه مې ومنئ ! او بيا درنو لوستونکو ، آيا ستاسو په اند دا بحث او خبرې چې دلته روانې دي ، دا ستاسود لوستلو او علاقې وړ دي ؟ آيا دا په دې ارزي چې مونږ پرې هم خپل او هم ستاسې وخت ونيسو او که نه دا هسې ببو لالې بريښي چې بايد وخت پرې ضايع نکړو ؟ تاسو څه واياست ، ايا تاسو يې په شوق لولئ او څه په کې وينئ او که نه په لوستلو نه ارزي؟
دويمه خبره داده چې ، کله چې يې لولئ، آيا ټولې برخې يې ، جمله په جمله ، تاسو منئ او په هيڅ يوه برخه مو شک و ترديد نه پيدا کيږي ، څو په اړه يې سوال وکړئ چې دغه يا هغه جمله ، دغه يا هغه ادعا سره يا موافق نه يم، يايې له دې او دې کبله نشم منلی او يا هم په فلانۍ جمله سم پوه نشوم ، ددې مطلب روښانه کړئ . سربيره پردې هر لوستونکی حق لري ووايي ، چې داسې ليکنې زه د لوستلو وړ نه بولم او لولم يې هم نه . ستاسو د نظر اوريدلو په هيله .

اوس به راشم پخپله بحث ته : د عتيق صيب د ليکنې سره په سلو کې ٩٩،٩٥ موافق يم ، په دغه جمله بندۍ کې به د مطلب د بشپړاوي له پاره خپل اندود وړاندې کړم ، چې ليکل شوي:
اقتباس:

داسي بريښي چي هغه وخت لا دانسان ټولنيز بعد دانسان په شتون کي ټاکونکۍ نه وو . د ټولنيز ژوندانه يو بنسټيز رکن چي کورنۍ ده ( البته کورنۍ د اوسنې تعريف سره ) هغه وخت نه وه جوړه سوې . په داسي حال کي چي د هغه وخت انسان د کار لپاره وسيله کارولې ؛ د اوسيدو لپاره يې ځاې څرګند دۍ ؛او د فکري تبارز نښي يې د کار په وسايلو کي برملا دي ؛

د لومړۍ جملې تر پايه پورې ﻻ هم داسې بريښي چې ګنې انسان تل يو ټولنيز بعد ﻻره ، خو هرکله ، په تيره بيا له لومړي سر څخه ، دا بعد دومره مهم نه و. نو دلته سره ددې چې دا خبره نه ده روښانه شوې چې ولې يا څنګه (( ټولنيز ژوند د انسان په شتون کې مهم نه و)) ؟؟؟ ايا هغوی بي ټولنې هم په انفرادي توګه ژوند کولی شو ؟ او د انفرادي ژوند کومه نښه نښانه يې ثبوت شوې ده؟ او داسې نورې سل اوزر پوښتنې ګونګې پاتې کيږي ، خو بيا هم له ټولنيز ژوند څخه دهيڅ وخت له پاره انکا ر نه دی شوی.داسې بر يښي چې هم د اجتماعي ژوند منل او هم يې مهم اوټاکونکی نه بلل په يوه ميتافزيکي ډول او حساس سره اټکل شوی وي ، چې سمه نه بريښي . خو په دويمه جمله کې کورنۍ د ټولنيز ژوندانه يو بنسټيز رکن ، يعنې د پيل بنسټ بلل شوی ، چې بي له شک او ترديد څخه
يوه بنسټيزه تيروتنه ده . دلته هم روښانه شوې نه ده چې کورنۍ موجوده نه وه نو په څه ډول او کومه اړتيا سره
هغه منځته راغله ؟ آيا تر کورنۍ د مخه اجتماعيت يا زمونږ د يوه ګران دوست ښاغلي غروال صيب ، چې ډيره موده يې دلته ليکنه متأسفانه نه وينم ، په قول ((ګډون )) ډير کمځواکه و، که بر عکس سخت او ﻻ غښتلی و؟ که موخه د بشري ټولنې پيل له آدم (ع) څخه وي، نو بيا خو سمه ده چې هغه لومړی د يو فرد په توګه پيدا شو، ځوا بي بي په جنت کې بيا وروسته ورسره پيدا شوه او کورنۍ يې پر ځمکه جوړه کړه ، بيا هم د ځمکې پر مخ هغوی تل سره ګډ کورنی ژوند ړی دی او داسې وخت بيا نه دی منځته راغلی چې ددوی ګډون او اجتماعيت بيا ددوی او يا وروسته د اولادونو په وخت کې يې مهم رول نه وي لوبولی، خو داسې فرضيه ځکه په پورتنۍ ليکنه کې رد شوې چې وايي :
اقتباس:

لږ تر لږه دري مليونه کاله وړاندي د لومړني او ابتدايې انساني چاپيريال شواهد او اثار پيداسويدي

پو ښتنه داده چې آيا ګډون او ،اجتماعيت او اجتماعي ژوند يواځې په تمدن کې منځته راغلی، که تردې پخوا په توحش اوډير ابتدايي ژوند کی هم موجود و. په درنښت .


وروستی ځل بدلون  نقاد   په   ٣   شنبه   فروري   10, 2004 7:15 pm   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2667
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه فروري   08, 2004 5:54 pm    عنوان   : Reply with quote

ګرانو لوستونکو سلامونه اوښی خوشحالی ، اباتی
دوې ښې خبری

که څوک غواړی چه ميليونر سی ٠ دچپرکټ يا د خوب د ځای پر سر دی و ليکی ٠ زه غواړم چه (1000000 )$ ولرم
نو کله چه دخوب ځای ته وﻻړ سی دغه نوټ به ووينی ٠ که دغه ورځ ئی د ميليون د پاره څه نوه کړی ندی بيديږی ترڅو ئی يو څه نوی ګټلی ٠
که څوک ارزو لری چه دپوهی خاوند سی ٠ تر څوچه يوه صفحه کتاب ئی نوی لوستلی تر خوب دمخه ندی بيديږی
که څه هم سړی عقلی عالم وی٠
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2667
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   فروري   09, 2004 1:01 am    عنوان   : Reply with quote

ګرانو پاڅونوال صيب عتيق صيب او غيرت صيب استادانو سلامونه می ومنی !
غواړم چه دامضوع سره راټوله کم ٠ بحث پر ماهيت شروع سو ٠ کوښښ به وکړو ٠ چه حاشه ولاړنه سو ٠
زه سوال کوم چه ماهيت راته ترجمه کړی چه موږ ټوله په يوه هنداره کی ورته وګورو٠ زه فکرکوم چه ماهيت موږ دری سره په جلا شکل وينو ٠ که لغت ترجمه کړی په ساده او روان ډول ٠ چی اول ماهيت ماته ډير مهم دی
ورسته به ليکنی درسره کوم ٠ په احترام
حليمي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
(( ښه ))



دغړيتوب نېټه: 25 جنوري   2004
ليکنې: 47
ځای: Kandahar

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   فروري   09, 2004 1:53 am    عنوان   : هوښياري خبري Reply with quote

ګرانو دوستانو حليمي صاحيب ، پاڅونوال صاحيب . او ځواکمن صاحيب ښې چاري او پوره روغتيا دي ستاسو په نصيب وي !
زه اول غواړم وليکم چي : ما پخوا ليکلي دي چي ما له دې څو ليکنو څخه ډير زيات څه زده کړل . او دامي په رښتيا ليکلي دي .زه د هر ورور ليکنه لولم او په غور يې لولم ، د هري ليکني څخه ډير څه زده کوم چي زه په دي زدکړي وياړم . زه اول د ڼول افغان د سايټ جوړونکو اوبيا يې چلوونکو ته د درناوي سر ټيټوم چي دا زمينه يې برابره کړي چي په خپله ژبه ليکنه وکړو او په خپله ژبه يې ولولو ، تر دي احترام وروسته د دي بحث ملګرو ته په زياته مينه وايم چي ورڼو د پيل سوو بحثونو څخه زه دوي ګټي تر لاسه کوم ، لومړۍ دا چي ستاسو دوستانو له مفکوري او زياتو معلوماتو څخه خبريږم ، دوهم دا چي ستاسو دوستانو په مرسته د خپل فکري توان د پياوړتيا ازموينه کوم او په دي لاره کي د هري ليکني په لوستلو بډای کيږم . په همدي دليلونو پاڅونوال صاحيب ته ډاډ ورکوم چي هره ليکنه په پوره غور لولم . هيله من يم چي باور وکړۍ .
په دي ليکنه کي زه غواړم د انسان پر تاريخي ماهيت لا نور هم خپله رايه څرګنده کړم .تاريخ دانسان بل نوم دۍ ؛ البته په دي جمله کي تاريخ د زماني بعد په توګه کاروم . لکه چي وينو دهري مادي او معنوي پديدې يو بعد زمان دۍ ، په دي ترتيب انسان هم د فزيکي موجود په توګه زماني بعد لري ؛وخت يا زمان د پديدو هغه اړخ دۍ چي بيله هغه د مادي شتون ممکن نه دۍ همداسي لکه چي ځاي يا مکان مهم دۍ په هر تقدير ، هر وخت چي د انسان پر تاريخي ماهيت خبري کيږي بيانو د وخت او ځاي فاکتورونه ډير ارزښتمن او ټاکونکي وي .
پاليو انتروپالوجستانو او لرغونپوهانو په ډ اګه کړی چي انسانانو د خپل فزيکي ودي سره څنګ پر څنګ فکري او ټولنيزه وده هم کړيده . داچي وده يې کړي په دي مانا چي يو وخت په داسي حال کي وه چي ورته د صفر حد ويلاي سو ، ( البته د صفر حد نسبي دۍ ، په دي مانا چي دا د صفر حد د (( انسان )) د مفهوم سره تړاو لري ) که د کل څخه د جز پر لور ولاړ سو نو به راته څرګنده سي چي د اوسنۍ زمانې يوه مميزه په ټولنيزه برخه کي ملت دۍ ،تر هغه وړاندي قوم او تر هغه وړاندي قبيله او لا وړاندي ګنۍ او لا وړاندي کورنۍ او په پاي کي د کورنۍ دوه اړين اړخونه نر او ښځه دي ، چي د کورنۍ بنسټ جوړوي ، مخي ته راځي . د يوشمير ټولنپوهانو او مورخينو لپاره د انسان د تاريخي سيرد ښودلو په نيت همدا مفاهيم معيار ګرځولي او د ټولنيزي ودي بيلا بيل اقتصادي او سياسي فورمونو ته يې لکه لومړ نۍ انساني ګډ ژوند ، مرئيتوب ،فيوداليتيت او نور د انسان او ټولني د تاريخي ويش په توګه کارولي او ور څخه ګټه اخلي . هو چي خبره بلي خواته مخه ونه کړي بيرته راګرځم دي ټکي ته چي ، لومړني انسانانو په داسي يوازيتوب يا انفراديت کي ژوند کړي دۍ چي د چاپير يال تر فشار او زور لاندي يې يوازي د ځان د بقا او پايښت هڅه کوله . دهغه وخت انسان ( په مليونونو کالو وړاندي ) د ايکو لوژيکي او جبولوژيکي مناسبو او نا مناسبو شرايطو په وجه يوازي همدا کولاي سول چي ځان ته نجات ورکړي او د ځان لپاره د پايښت زمينه برابره کړي . د همدي دليل پر بنسټ زيات او يا هم ټوله مورځين د انسان تاريخي ويش 98 فيصده زماني واټن د انسان په ماقبل التاريخ زمانو پوري اړوند ګڼلۍ دۍ ، د دي مسالي له نورو دلايلو تر څنګ يو غوښن دليل دادۍ چي د انسانانو مړينه زياته او د نسل تزئېد يې د بيلا بيلو لاميلونو پر بنسټ لږ وو . په دي تر تيب انسانانو ټولنيز ژوند وروسته له هغه پيل کړې دۍ چي د بيلا بيلو ناوسيو او ناتوانيو په وړاندي يې د ګډ کار او ګډ ژوند خوږه نتيجه تجربه اوپه وار وار يې وازمايله او بيا يې هغه د يوي تجربي په توګه په خپلو کي معمول وګرځوله
د يادو سوو مطالبو څخه لاندي څو لنډي جملې د نتيجي په توګه ليکم :
1-- لومړنيو انسانانو د اړتيا په صورت کي غريزوي اړيکي تامينولې ، بيله دي چي دهغو اړيکو په پايله پوه سي ؛
2--د زيږول سويو بقا او پايښت د هغي مور په توان او ناتوانيو پوري تړلي وو ؛
3-- د لومړنيوانسانانو تر منځ لومړۍ د ګډ کار اړتيا پيداسوه چي د زرګونو کالو په تيريدو سره يې د هر ځانګړي عمل تجربه خپله کړه او د زيات تکرار وروسته يې د هڅو هم اهنګي تر لاسه کړيده ؛
4-- د ګډ کار تر زيات تکراريدو وروسته د توافق او تفاهم لپاره اشاري ژبه اوبيا مکالمه پيداسول ؛
5--له هغه وروسته د کورنۍ د جوړيدو لپاره زمينه برابره سوه ( کورنۍ د غريزوي اړيکو د محدوديت په افاده)
6-- د کورنۍ د جوړيدو وروسته د ټو لنيزو مناسباتو وده پبل سوه ؛
تر بل ځل
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
(( ښه ))



دغړيتوب نېټه: 25 جنوري   2004
ليکنې: 47
ځای: Kandahar

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   فروري   09, 2004 2:04 am    عنوان   : هوښياري خبري Reply with quote

هغه وخت چي مي ليکل پيل کړه د حليمي صاحيب ورستي ليکنه مي نه وه لوستې ، خو کله چي مي ليکنه پوره کړه ، ومي ليدل چي حليمي صاحيب ډير ښه وړانديز مطرح کړيدۍ . زه بلکل موافق يم چي د ماهيت تعريف بايد وشي .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2667
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   فروري   10, 2004 6:53 am    عنوان   : Reply with quote

ګرانو د ليکنوملګرو او لوستنکو پاڅونول صاحب ، عتيق صاحب ،غيرت صاحب دخدايه څه مو جوړ روغ ارام خوشحاله غواړم او د زړو ارمانونه دي خدای در پوره کړی د7000 خيرو سره ٠ امين يا الله
ستاسو ليکنی چه لولم زماکور راته فراه وګرځی ستاسو په ليکنو کی هر څه احساسه وم بيله د عطرو بوی نه ٠ ولی چه کمپيوتر ئی ﻻ تر اوسه ښه ندی جوړکړی٠
دانسان تر ماهيت لوړشی نسته ٠ بيله الله ٠ ځنی غربي پوهان وائی چه انسان دخدای ايمج دی ٠ نه پوهيږم چه بايد چه مسلمان داخبره ومنی که يا ٠ ماهيت 1 و ذات ته ويل کيږی ٠ 2 ماهيت هغه ته ويل کيږی چه بل شی ته تغير ورکوی ٠ اوس به راسو چه انسان په ذات کی څه شيدی ٠ هر ژوندی چه دونياته راځی ټوله INSTINCT لری ده هرڅه د پاره دامانا ټوله پروګرام سوی وي اما انسان داسی ندی ٠ چه دونياته راځی هيڅ پروګرام سوی نوي ٠
يو پروګرام لری اوبس چه وه زبيښی (1 ) instinct لری
نور نو د حيوان سره برابردی بايالوچی وايز ٠ حيوان هر څه په انستنګ کوی چه دنياته راوزی هر څه ئی زده وی اوخپل دوښمن هم پيژنی ٠ او په مقابل کی د انسانه سره هيڅ نوی چه ورسره سته هغه فکر دی يو وخت يو وخت داسی پيښه سی چه عقل ئی ډير کمزوری وی ٠ نو څه پيښه سی فکرونه ئی اکثره وخت غلط وی
که انسان فکر ونلری نو تر حيوان لا هم کښته سوو نو د درختی مثال لری غټيږی او پنډيږی او بس
نو اصلأ انسان په ذات کی يو فکر دی ٠او دغه فکر دی چه هر شی ته تغير ورکوی٠
نو اؤس راځم خپلی اولی خبری ته ٠ که انسان زاړه تاوانونه تکرار نه کړی ماهيت ئی لوړيږی ٠ که څنګه
محترم عتيق صاحب سره نه يم موافق چه د( انسان بل نوم تاريخ دی)
او بل راځو وخته٠ وخت هيځ رول نلری په ژوند کی ساعت زموږ چوړ کړی شی دی اؤس انسان سپيس ته خيژی هلته وخت مانا نلری اما تجربې کوی ٠ بيا هم فکر مهم سوو٠
پاته سو سټرګل او ټولنه موافق يو٠ او رالو کلام ته د انسان سره په اوله ورځ وو٠
دا ګړۍ خدای په امان ٠ دجواب په انتظار
حليمي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> ټولنه او ټولنپوهنه    ټول وختونه GMT دي
پاڼي ته لاړ شئ 1, 2, 3, 4  مخکي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  4

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.