د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پرون د ستګير خروټي او د نن دستگير روشنيالی څه غوري کوي

Nadar
30.05.2009

دغه لاندي ليکنه د پروني د ستګير خروټي ده چي د آسمايي پاڼي نه دلته د افغانانو د پاڼي و نظر غوښتني ته را نقل شوه :
دغه شاغلی وايي :

اوبو ته د کتابونو اچول د زور او د ډار د فرهنگ کار دی

http://www.afghanasamai.com/Dscutions-poleticalcullture/Roidadha/ketabona%20ao%20farhangi%20dar.htm

د کتابونو ډگر دلويو مټو اوغوټو آورميږونوپه ځای د منطق د سيالې ډگردی.

توماس مين Thomas Mann وايي: " هغوي چي کتابونه سوځوي، راتلونکی ځل به انسانان وسوځوي" توماس مين حق درلود او همداسي وشول. «Den der brænder bøger - brænder mennesker næste gang!»

هغوې چي نن کتابونه اوبوته غورځوي، سبا به انسانان هم په اوبو کي غرق کړي.
له بده مرغه په تاريخ کي له علم او دانش سره دوښمني کول، د هغوي له منځه وړل او د کتابونه د سوځولو ډیرې بيلگي شته دي. د کتابونو د سوځولو او له منځه وړلو تر شا ايديولوژيک، مذهبي او سياسی لاملونه پراته دي. د کتابونو سوځول، اوبو ته د کتابونو اچول او دکتابونو له منځه وړل د تاريخ هغه تور او شرم راوړونکی لوری دی. په منځنيو پيړيو کي د کتابونو او ليکنو سوځول د مخاليفينو په ضد او د علم په ضد د کاتوليک کليسا يوه موثره وسيله شميرل کيدله. چي نن واتيکان د هغه له امله د شرم او خجالت احساس کوي او د بخښنه غواړي
په تاريخ کي د کتابونو د سوځولو تر ټولو توره ورځ د ١٩٣٣ کال د مي ١٠ ورځ دی. په دي ورځ په المان کي نازيانو د " نه الماني روح" تر نوم لاندي په لسگونو زره کتابونه اورته واچول او ويې سوځول. دا کار په اصطلاح د الماني فرهنگ د پاک ساتلو له پاره تر سره شواو د کتابونو د سوځولو په موقع د نازيانو د فرهنگ وزير جوزيف پاول گوبلز Joseph Paul Goebbels په خپله وينا کي وويل: " زه نن دHeinrich Mann, Ernst Gläser, Erich Kästner ليکنې او کتابونه د اور لمبو ته ليږم" د فرهنگ وزير نه يوازي د پورتنيو ليکوالانو ليکينې وسوځولې، بلکي د کارل مارکس، اگست ببل او نورو هغو ليکوالانو کتابونه یې هم وسوځول چي د نازيزم له ایديولوژي سره يې ډډه نه لگوله .

کتابونه د فکرونو، اندیښنو، استعدادونو او منطق د سيالې ډگر دی، نه د لويو مټو او غوټو آورميږونو .

د کتابونو سوځول او اوبو ته د کتابونو اچول د فرهنگي خوارې او د پوهي د خواري پايله ده. دا د زور او د ډارد قرهنگ کار دی. د ډار فرهنگ په زور او د زور فرهنگ په ډار ولاړ دی او دلته ډار په زور تکيه وکړه.

اوبو ته د کتابونو اچول په روښانه توگه د استعداد او منطق خوارې ده. دا د نورو د منطق او دليلونو په وړاندي د کمزورې او ماتې عمل دی. په منځنيو پيړيو کي کله چي کاتوليک کليسا د علم او استعداد په وړاندي پاتي راغله د پوهانو د وژلو او د هغوي د ليکنو سوځولو ته يې مخه وکړه. همدارنگه کله چي نازيزستي ايديولوژي د روشنفکرانو او د هغوي د دا ستدلالو په وړاندې پاتې راغله او د توماس مين په قول په نوبت سره يې د کتابونو او د انسانانو د سوځولو لاره غوره کړه.

په نيمروز کي اوبو ته د کتابونو اچول له يوې خوا دولتي سانسور اوله بلې خوا په فکرونو او ذهنونو د دولت له کنترول کولو څخه عبارت دی او دا د ټولو استبدادي او توتاليتر واکمنيو کاردی. همدارنگه دا د هغوي کاردی چي د بيان ازادي او مدني حقونو سره په دوښمنې چلند کوي او يا ددي درک او فهم نه لري چي د بيان ازادي د انسانانو طبعي حق دی .

د فکرونو موميايې کول
دا د هغوي کاردي چي وايی: " موږ حق يو او يوازي موږ حق يو" " موږ زور لرو او زور حق دی" اوبو ته د کتابونو اچول ديوه استبدادی تفکر پايله ده، کوم چي غواړې د انسانانو ذهنونو او فکرونو په يرغمل ونيسې، د انسانانو فکرونو او انديښنې موميايی کړې او بيا د رمې او گلې په شان ورسره چلند وکړې. حقيقت د هيڅ چا په مالکيت نه بدليږي او هغوي چي په حقیقت د مالکيت دعوه کوي ترهربل چا نا حق دي .

اوبو ته د کتابونو اچول کتاب او ليکوالانو ته د تحقير او تهديد عمل دی اوددي معني دادي چي لیکوالان نه بايد د خپل خپلواک تفکر، د خپلې خپلواکې څيړنې، کوم چی د ليکوالان طبعي او مدني حق دی ليکنې و کړې او کتابونه خپاره کړې. دا واکمنان دي او هغه واکمنان چي دنيا ته ناوخته راغلي د ليکوالانو د فکراوکار کولولوری ټاکي. دوي همدا شان غواړي ليکوالان او کتابونه د ورځني سياست او مصلحت په بنياد خپاره شي. په بل عبارت د لیکوالانو کارونه هم سياسي او هم ايديولوژيکی کاندي. خوپه عمل کي د ليکوالانو دنده په ټولنه کي د فکرونو او اندیښنو جوړول دي او دا کار د بشپړې خپلواکي په درلودلو سره سرته رسيږې .

په نيمروز کي د زور او ډار د فرهنگ پوسيله اوبو ته د کتابونو د اچولو عمل په کلکه د غندولو او د اعتراض وړدی او زه په دي کار کي د سخيداد هاتف ملاتړ کوم چي له روشنفکرانو څخه ددي عمل په وړاندي د اعتراض کولو غوښتنه کوي .
خبره د دی کتابونو پر محتوا نه ده، خبره د کتابونو سره د غیر قانونی چلند دی .


Ghairat
30.05.2009

[color=red:24376296cd]په دې کې نو کوم ټکی غلط دی ؟؟؟؟[/color:24376296cd]

[color=yellow:24376296cd] یو هم نه ![/color:24376296cd]

[color=blue:24376296cd]اندیزه ، معنوي یا ایدیالوژیکه مبارزه او مقابله هم اندیزه او ایدیالوژیکه وي ،نو ځکه زور زیاتی نه مني ![/color:24376296cd]


Helmand.M
30.05.2009

http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF/hewad_kabul.pdf


و.افغان
30.05.2009

درنو وروڼو سلامونه او نیکې هيلي

خروټي صاحب او دهغه اندوالو ته خو به ددی پته وي، چې فاسد معلومات لوستل
ذهن فاسدوي، که نه نو دنړۍ په مختلفو هيوادونو کې دمطبوعاتو قوانین څه معنا
لري؟، مونږ کله له عيسوي کليسا سره دا منلې شو؟، چې له يوه اړخه مو په جنګونو کې
هست او بود تباه کوي، متعلم قشر او تعليمي مراکز مو له منځه وړي، او له بله اړخه
بيا دخرافاتو ډک، له عقله ليري، او حقيقت سره مناقض تعلیمات دخپلی اعلامي مختلفو وسائلو له لارې ځمونږ دولس ذهنونه ته رسوي، او مغشوشوي يي.

له ايران سره کله دا منلې شو، چې له يوي خوا دمنافقت او شيطنت له لارې مو وطن
تباه کوي، نه مو پريږدي چې په خپلو پښو ودريږو، نه مو پريږدي چې خپل نصاب
ولرو، خپل مکتب ولرو، خپل کتاب ولرو، او له بلې خوا دشيطنت او منافقت اچونو
څخه ډک کتابونه ځمونږ خالي الذهن ولس ته راليږي.

له غرب سره کله دا منلاي شو، چې له يوه اړخه په مونږه جګړي تپي، په جنګونو کې
مو ښکيلوي، دين، معنويات، او عنعنات مو له منځه وړي، او بيا ددوسي ديموکراسۍ
په نوم زمونږ دهيواد دناپوهه او کم علمه ځوانانو په ليکو کې الحاد او لادينيت
خپروي.
ـــــــــــــــــــــ
زه ددی موافق نه يم چې يو ځوان دی هر څه ته لاسرسې ولري، يا دی هر څه مطالعه
کړي، که زمونږ افغانۍ ټولنه په پوهه کې مخته لاړه، خپل ځان ، هويت،
او مکانت يي دنړۍ دنورو ټولنو په منځ کې وپيژانده، نو بيا به ددی جوګه وي
چې هر څه مطالعه کړاي شي، بيا به په کې ددی لياقت ليدل کیداي شي، چې د
مطالعې په اړه دښه اختيار خاوند وي، دفاسدو موادو په مقابل کې به داسې موادو
ته هم لاسرسی ولري، چې دفاسدو موادو آغيز له منځه ويسې، يا يي په نشت برابر
کړي.

دا چي ايراني آخوندان چې دتيلو دپيسو په امبارونو ناست دي، له منافقت او خباثت
نه ډک کتابونه چاپوي، او بيا يي افغانانو ته راليږي، په نشت قيمت يا په وړيا توګه
يي په خلکو ويشي، آن چې کنړ ته يي هم راورسول، نو داسې کارونه دتحمل وړ
نه دي، او په ټولو ممکنه وسائلو يي بايد مخنيوي وشي.
خروټي صاحب خو په اروپا کې په خپل عيش او نوش اخته دی، هغه څه خبر دی، چې
دا کتابونه ولس ته داسي دي لکه قاتل زهر، کيداي شي داطلاعاتو او کلتور وزارت يو
نمايشي اقدام کړې وي، ځکه خو مونږ ترې په دی لار کې لا ډیر نور څه هم غواړو،
او دا کار يي دلازم مسئوليت زرمه برخه بولو، وزارت ته پکار ده چې دپردۍ
فرهنګي غزا په وړاندي جدي حرکت وکړي،ټول فاسد مواد په مناسب ډول سره اعدام کړي، او دمحتویاتو له اعلان څخه يي دی ډډه وکړي.

په درنښت

په درنښت


ډاکټر څپاند
30.05.2009

درنو هيوادوالو!
دکتابونو سوځول او نابودول،کيدی شي مختلفی جنبې او اهداف ولري٠
په نني عصر کی،دمثال په ډول BBC اوCNN په ډيره ازاد ډول دافغانستان
په شمول،ټولې نړۍ ته په سلګونو ژبو،شپه اوورځ لګياه دی او خپرونې کوي٠
مګر همدی غربي هيوادو،لبنان نه دتلويزيونی شبکې خپرونی په فرانسه،عراق
اوځيني نورو هيوادو کی هله بندی کړی،کله چه ددی ټلويزيون دفرانسوی او
 انګريزي ژبې نشرات،دغرب له خوا زهرجن وګڼل شول٠
مګر نه دستګير خان او نه کوم بل جناب پدی هکله څه وليکل؟
ددستګير معلومات او اثتنادونه، ډیر زاړه دی٠په تيرو پيړيو کی ،کتاب، دراډيو
ټلويزيون،انټرنټ او دانسانانو تر منځ داړیکو دتامين دنورو وسايلو پر ځای،
يواځينۍ وسيله وه٠نن که يو کتاب له منځه يوسي،سبا درته هغه په انټرنټ کی خپروی٠
 ،کله چه په افغانستان کي په مارکسستي-ليننستی کتابونو بنديز وو، هر روښان
انده ،تلاش کاوه چه دا کتابونه را پيدا وا يو ځل ئی له نظره تير کړی٠ مګر د ثور
له کودتا روسته چه بازارونه له سرو کتابو ډک ول،دخلکو زړه تری بد او چا ورته
نه کتل٠
له هغی ورځی چه ايراني کتابونه په سين لاهو شول، اکثر خلکو سره دا وسوسه
پيدا شوی چه پدی کتابو کی به څه ليکل شوی وي؟دقاچاقچيانو بازار ګرم دي ٠
زما ديوه دوست په حواله چه په هرات کی ماموريت لري، هره ورځ ،عادي مسافرين
په لسګونو ټوکه داسی کتابونه دځانه سره له ايران نه راوړي٠دکتاب پلورونکو
په مغازو کی خلک فرمايش ورکوی،چه داکتابونه په هر ډول کيږی تر لاسه او
مطالعه ئی کړي٠په انټرنټ کی هم کافي امکانات موجودي٠
په غربي نړۍ کی په اګاهانه ډول،دداسی توکو ورادول ممانعت نلري،او چه هرشی
ازاد په لاس درځي،نو وسوسه له منځه ځي٠
که داطلاعاتو اوکلتور وزارت په رښتيا سره هم داسلام او دملت غم احساس
ولري،نوکولای شي چه په دولتي راډيو-ټلویزيون کی سالم او په زړه پوری
خپرونی شاملی کړی چه داکثريت (بيسواده)خلکو اذهان پرې روښانه شي٠


Ghairat
30.05.2009

لټ دولتونه اوویده قومونه په ننګوئنو او چوخوئنو را ویښیږي اودې ته اړکیږ.ي چې له غفلت او لټۍ څخه لاس واخلي او د ننګونو په وړاندې څه وکړي!
که دولت خپل لیکوالان وهڅوي چې له ملي کلتور اوکلي ګټو څخه قلمي دفاع وکړي ، هم به یې په ملي روزنه اوملتپالنه کې خپله یوه دنده پوره کړې وي اوهم به یې د اړوندوکتابونوناوړه اغیزې خنثی کړی وي ۰
د اسمه ده چې دناوړو کتابونو د واردولو مخه بایدونیول شي، څو له پولوڅخه راوانه وړي، ولې د کتاب سیزل یا په اوبولاهوکول د هغوی د ورودمخه نشي نیولای، نو باید د تنقیدي کره کتنو او ځوابي لیکنو له لارې یې باید ناوړه او نیش وهونکی اغیز خنثی شي!
ددې دندې پر ځای دکتابونو سېزل یا له منځه وړل اصلأ له اړونده مسولیت څخه شانه خالي کول او یواځې د اولس تیرویستل بریښي، په تیره بیا چې د ورود لارې یې هم نشي نیولی!


روان
31.05.2009

کله چي ما غوښتله دپروني خروټي پر پورتني نظر باندي څه وليکم دا څه مي را ياد شوه ، چي ايران د هر پلوه د افغانانو سره د تاريخي دښمنۍ پر اساس چلند کوي د پدرام، محقق، خليلي تورن اسمعيل او نورو خپلو اجنټانو لخوا زموږ په وياړونو، زموږ په تاريخ ، زموږ په مشرانو، زموږ په ژبه زموږ په دين او مذهب ملنډي وهي او د خپل فرهنګي تهاجم په لاره کي د هيڅ رازي هڅو نه دريغ نه کوي، او کله چي يو څوک دغه شاني د اعتراض په نامه يو عکس العمل څرګندوي نو د خروټي غوندي بې مسؤليته کسان خوله خلاصه او خپل ولس په بي فرهنګی متهموي او خپل تجريد سوی کالبد با فرهنګه ښيئ !

زه لا په همدې فکر او جدال کي ډوب وم چي په لر وبر افغانستان کي مي دغه لاندي خبر ولوست :
« فلمي ستوري اميتابچن د اسټراليا افتخاري ډګري رد كړه
د هندوستان د باليووډ سينما مشهور ستوري اميتابچن د يوه اسټراليايي پوهنتون د ډاكټرۍ ډګري رد كړه.
اميتابچن وروسته له هغه د اسټراليا د كوئينزلنډ د ټكنالوجۍ پوهنتون د دغي افتخاري ډګرۍ له اخيستلو څخه ډډه وكړه، چي په اسټراليا كي پر هندي محصلينو د نژادي تبعيض له امله څو پرله پسې حملې وسوې.

د كوئينز لنډ پوهنتون وايي دغه ډګري يې نوموړي ته د هنري تفريح په نړۍ كي د هغه خدمتونو پر اساس وركوله.
ټاكل سوې وه اميتابچن به دغه ډګري د جولاى په مياشت كي ترلاسه كړي، خو هغه وايي نور يې په دې اړه خپله فيصله ځكه بدله كړې، چي په اسټراليا كي د هندي محصلينو سره خورا بد چلند سوئ دئ.
اميتابچن په خپل ويبلاګ كي ليكلي چي په اسټراليا كي يې له خپلو هيوادوالو سره د نژادي تبعيض او بريدونو ننداره بسته ورځ په ميډيا كي تعقيب كړه او هغه هندى محصل يې هم وليدئ چي په روغتون كي د مرګ او ژوند ترمنځ په كش مكش كي راګير وو.
اميتابچن ويلي، دى د اسټراليا پر دغه پوهنتون كومه نيوكه نه لري او نه يې هم د ايوارډ له نه اخيستلو څخه د هغوى سپكاوى مقصد دئ .
اميتابچن وايي: ((په داسي حال كي چي له هيوادوالو سره مي په يوه بهرني ملك كي دغسي غير انساني چلند كېږي، زما ضمير او وجدان د دې اجازه نه راكوي چي د هغه هيواد له خوا د ډاكټرۍ افتخاري ايوارډ واخلم)). »

بافرهنګه شخصيتونه او د خپل وطن او د خپلو وطنوالو په غم غمجن او د هغوی د آبرو او حيثيت مدافعين دغه شاني د خپل ولس د ګټو نه دفاع کوي . آيا د اميتا بچن دغه عمل بې فرهنګي ده ؟

غلام دستګير خروټي ( روشنيالی) که په رشتيا د کوم با فرهنګه فکري نظر خاوند وي نو کله چي لطيف پدرام د ايرانيانو د ګټو استازی زموږ پر منلي پاچا غازي امان الله خان و دانګل او هغه ته يې پوچ او رد وويل ، ته ښاغلی بافرهنګه خروټی چيري وې چي د خپل ولس د تاريخي وياړونو دي دفاع کړې وای ؟ يا کله چي ايراني واکداران د افغاني کډوالو سره د بوده ګانو په څېر او د مذهب سره يې د کافرانو په حيث چلند کوي ته با فرهنګه پروفيسر چيري وې چي د خپل ولس د تاريخ او معنويت نه دفاع وکړې ؟ کله چي ايراني کتابونه زموږ تاريخ، زموږ دين او زموږ ژبي او خلکو ته سپکاوی او بېحرمتي کوي هغه تحريفوي نو ستا دي خوا مه بديږه زموږ خلک په هغه کتابو بايد لومړی کونه پاکه او بيا يې په اوبو کي ارتاو کړي . دغه کار ته که ته بې فرهنګي وايې نو زموږ فرهنګ خو داسي دی او موږ په هغه وياړو !



ع کريم حليمي
31.05.2009

افغانانو ته د ایران ډالۍ شوي کتابونه څه وايي؟
هر افغان په ځانګړي توګه هغه ډله چې د کولتور د وزیر لخوا ددې کتابونو په سیند بهول یو نا روا عمل ګڼي، دې یې ولولي، او بیا دې د خپل وجدان او ایمان په محکمه کې د نوموړو کتابونو په اړه خپله فیصله یو ځل بیا واوروي:

په افغانستان کې ټولو فرهنګي کړيو او ملي شخصيتونو د نيمروز ولايت د چارواکو هغه پرېکړه ستايلې چې له مخې يې په زرګونو ټوکه مغرض کتابونه د هلمند په سيند لاهو شول .

دم ګړى داسې اسناد او پاڼې د رسنيو په مخ را وتې چې په ښکاره پکې پښتون قوم ملي ارزښتونو او اوسني مذهب ته سپکي سپورې ويل شوې دي .

دغه يوولس عنوانه کتابونه شپږ مياشتې مخکې د زرنج په ګمرک کې د نيمروز چارواکو له خوا ضبط شول او د علماوو د شورا ، ليکوالو او دولتي چارواکو مشترک کمېسيون له خوا تر دقيقو څېړنو وروسته يې د له منځه وړلو پرېکړه شوې ده .

تازه مهال فرهنګي ټولنو ، ملي کړيو او د ځوانو ليکوالو خوځښت د کلتور د وزير ، نيمروز والي او د ديني علماوو دا ګام ستايلى او په ټينګه يې د دې جاسوسې شبکې د رسوا کولو او په سزا رسولو غوښتنه کړې ده .

د يادولو وړ ده چې د پوهنې وزارت په کتابتون کې په زرګونو جلده دا ډول کتابونه چې د عامه ذهنيتونو د اړولو او فکري يرغمل په موخه چاپ شوي موجود دي . دغه کتابونه د پوهنې د پخواني وزير يونس قانوني د وزارت پرمهال د نوموړي په مستقيمه لارښوونه له ايران څخه راوړل شوي دي .

هيواد _ کابل

د عثمان انصاري facebook


Ghairat
31.05.2009

سلامونه اودرناوی!
په دې اړه دمحترم ورور وهاج صیب اومکرم استاد مولینا حلیمي صیب له رالیږدولي توضیحاتو اونورو ورونو له لیکنو وروسته د خرم صیب اقدام نه یواځې پر ځای اود تایید وړ بریښي بلکې دا بشپړاوی هم غواړي چې د اړونده کتابونو د ناوړو محتویاتو په لنډیز یوه اوږده کره کتنه چې د ایران ناوړه موخې په کې افغان لوستونکوته روښانه او د تنقیدي ګوزارونو لاندې ونیسي وړاندې کړي ۰ د ایران سیاسی اوکلتوري اغیز جدي مخنیوي غواړي او ددې له پاره مسلسل کار اړین دی او دغه کار زمونږ د ملي ټولنې د جوړولو یو لاینفک جز دی! مونږ باید په معنوي،علمي اوکلتوري مبارزه کې خپله ملي بیلګړتیا نړۍ او په تیره بیا ګاودنډیو لاسوهونکوته وښیو!


pattang
31.05.2009

انډيوالانو دې دوو پېسو له خبرې نه موپيل جوړ کړۍ :
هيټلري رژيم فاشيستي رژيم وو، چې ديهودو کتابونه يې وسوځل، دعربو دمنځنيو

پېړيو د علمي کتابونه پټه ول اورا ټولول يې د صليبيانو د کليسا دهغه وخت يوظالم ،حسوده مذهبي امپريالستي حرکت وو٠
کتاب بندول ، سوځول ..... لدې پورې اړه لري چې اي دا کتاب فرهنګ ، پوهې ته خدمت کوي او که بداخلاقي، تفريقي اچولو او شيطاني ته ?

زه خروټي ته داسې ليکم :
خروټی لا لا !
که زه د ساري په توګه د پورنو(porno) کتابونه ،چې له هغوی سره زمونږ دين
اوعنعنات لوی حساسيت لري افغانستان ته واردکړم ، نو بيا څه پرې وکړم ?
ايا خروټی صيب ستاسو کلي ته يې وليږم چې ويې ګوري ? که څرنګه ??
په يوه قانوني ملک کې هر څوک هر کتاب نشي چاپولی ، بايد کتاب مخ کې
له چاپه ولو د مربوطاتو له خوا وکتل شي او رايه ، نظر ورکړل شي او هم مطبعه
ددې مسئوليت لري چې دکتاب ما هيت ارزيابي کړي٠
که څوک کتابونه له خارجه واردوي هغه ، هغوی بايد دولتي اجازه ولري ،
افغانستان خو دايران يو ولايت ندی ! که څرنګه .
خو افغانستا ن دصلبي اشغالګرو اود شمالي د تاريخي جنايتکارانو له لاسه لاندې
دی او خريمه خره يې ترې جوړه کړي٠

ژوندی دې وي ملي پاڅون مرګ په اشغالګرو او ګو ډاګيانو٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more