tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

د تبې فوائد، او علاج يې

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> طبیعي علوم او ریاضیات
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
ابو جرير



دغړيتوب نېټه: 29 اپريل   2009
ليکنې: 64

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   جون   19, 2009 7:36 am    عنوان   : د تبې فوائد، او علاج يې Reply with quote

داسلام ستر پيغمبر صلى الله عليه فرمايلي دي چې (إن الحمى من فيح جهنم فأبردوها بالماء: رواه البخاري) تبه ددوزخ داور له تپ څخه ده، نو په اوبو سره يې يخه او له منځه يوسئ.

يو ځل دتبې په هكله يادونه وشوه، نو سړي تبې ته بدرد وويل، رسول عليه السلام وفرمايل: (لا تسبها فإنها تنقى الذنوب كما تنقى النار خبث الحديد: رواه مسلم) د تبې سپكه مه كوه! تبه ګناهونه داسې له منځه وړي لكه اور چې داوسپنې خيرى او منګ له منځه وړي.

څيړنو ښوولې چې ډيره سخته ګرمه تبه، چې كله ناكله 41 درجو ته هم رسيږي، كومه چې رسول عليه السلام ددزوخ داور له تپ څخه ګڼلې ده، امكان لري چې سړى دمرګ له ګواښ سره مخامخ كړي. نو ددې لپاره چې په جسم كې د حرارت درجه ژرترژره راښكته شي، او په ماغزو كې دحرارت كنټرولونكى مركز عادي حالت ته راشي، بهترينه وسيله يې دمريض په اوبو كې كينول دي، او يا يې په واورو او يخ كې ساتل دي. له همدې وجې كله به چې پيغمبر عليه السلام تبې ونيوه نو داوبو لوښى به يې راوغوښت او په سر به يې اوبه واچولې او وبه يې لامبل.

ساينسي څيړنو ثابته كړې ده چې دتبې پرمهال د "انټرفيرون" ماده په جسم كې په لويه كچه توليديږي كومه چې دوينې سپين كرويات يې افرازوي، انټرفيرون كولى شي په جسم كې مكروبونه له منځه يوسي، او د انتي باډي په توليدولو كې ډيره مرسته كوي.

له همدې امله يو شمير ډاكټران وايي چې په ځينو امراضو كې موږ تبې ته داسې خوښ او خوشبين ياستو لكه مريض چې روغتيا ته خوشاليږي، ځكه تبه ورته ددواګانو دخوړلو په پرتله څو چند مفيده تماميږي، چې يو له دغو څخه دروماتيزم مرض دى.

همدا وجه ده چې كله ډاكټران دې ته اړ كيږي چې دپيچكارۍ له لارې مريض ته داسې مواد ترزيق كړي چې دمريض په وجود كې مصنوعي تبه ايجاد كړي.

نو دپورتني حديث شريف حكمت واضحه شو چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) له دې منع كوي چې له تبې شكايت وشي او بد ورته وويل شي، بلكې فرمايي چې تبه ګوناهونه داسې پاكوي لكه اور چې اوسپنه پاكوي.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> طبیعي علوم او ریاضیات    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.