وطن پال او نور ګټور شعرونه
زخمي لونګين دی دوطن ناوې خفه ده
عبدالله صابر
17.02.2009
زخمي يی لونګين دی دوطن ليلی خفه ده
کفاروټپي کړي ملالئ خورپه سينه ده
چارګل يی ورک شوپه سنګرکښ
زخمي يی لونګين دی دوطن ناوې خفه ده
دغاړې غاړکئ يی هم وينوباندي سره ده
زخمي لونګين دی دوطن ليلی خفه ده
کفاروټپي کړي ملالئ خورپه سينه ده
زخمي ٠٠٠
چي بي احساسوتري نه لوټ کړو
زخمي يی لونګين دی دوطن ليلی خفه ده
دسره پيزوان يی ډيره په زړګي کښ انديښنه ده
زخمي لونګين دی دوطن ليلی خفه ده
کفاروټپي کړي ملالئ خورپه سينه ده
اوس ټپي نه وايی غمجنه
زخمي يی لونګين دی دوطن ليلی خفه ده
دانې دانې اميل راټولوي اوپه غصه ده
زخمي لونګين دی دوطن ناوې خفه ده
کفارو ټپي کړي ملالئ خورپه سينه ده
ښکلئ اوربل يی شهيد شوئ
زخمي يی لونګين دی دوطن ليلی خفه ده
نتکئ شوکيدلئ له غصې نه تکه سره ده
زخمي لونګين دی دوطن ليلی خفه ده
کفاروټپي کړي ملالئ خور په سينه ده
عباسي هله ننګ پي وکړه
زخمي يی لونګين دی دوطن ليلی خفه ده
ټکرئ ورپه سرکړه درنه پيغله پښتنه ده
زخمي يی لونګين دی دوطن ناوې خفه ده
کفاروټپي کړي ملالئ خورپه سينه ده
زخمي لونګييييييييييين