د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ښاغلئ حامد کرزۍ او اساسي قانون

م ن غروال
29.10.2003

په هېواد مينو درنو افغانو خويندو او وروڼو سلامونه عرض کوم٠
که په اساسي قانون کي پښتو ژبې ته ملي نوم ورنکړل شي نو ښاغلۍکرزۍ چه د اساسي قانون د جوړېدو او تصويبېدو کي لومړئ مسئول ګڼل کيږي، ټولو افغانانو ته به راتلونکي کي ځواب وائي٠ پښتو بايد ملي ژبه وي ځکه دا افغان څوک دی چه ستان ورسره ملګرۍ شي د افغان ټاټوبۍ جوړوي٠ دا افغان، پښتون دی يا پټهان٠ دا چه نور څوک هم د افغان هويت لري دا معنی ورکوي چه هغه د پښتنو د تابيعيت تذکره لري، که تاجک دي که ازبک او هزاره دی که ترکمن که هندو دی او که سک٠ افغانستان يعني پښتونستان٠ دا خاوره دا مېراث دا غرونه او دښتې د پښتنو دي ٠ دا ژبه د هېواد د تاريخي او ديوه ملت د حقوقو په نظر کی لرلو سره بايد اساسي قانون کي ملي هويت او ځائ او رسميات ولري٠ اوس هم په منځمهالې ادارې کی او د اساسي قانون په جوړلړلو کی پښتانه خويندې او وروڼه شته چه نپوهيږم چا له ستوني نيولي دي او که په مرګ تهديد شويدي اوکه دوئ خپله د هېواد له تاريخ اود حق له کلمې سره دا نه مننونکۍ لوئ خيانت مرتکب کيږي٠ دا ډول قانون يو ملي او تاريخي خيانت بلل کيدائ شي٠ پدې دې دوئ ډاډمن وي او ايمان دې ولري چه دا قانون به ښه پايله ونلري او تر منزله به انشاالله تعالی ونه رسيږي٠ او د وطن تاريخ کي به مخونه تور پريږدي٠
دپښتنو د يووالې په هيله


Haqyar Kakar
31.10.2003

ګرانه وروره السلام عليکم٠

تاسو بايد د کرزي نه هيڅ او هيڅ کله توکو ونلری ځکه اوس افغان غښتلی ملت يو اساسي قانون ته ضرورت نه لري او نه يي د يو ګډاګي حکومت نه غواړي٠ افغانستان نن ورځ د امريکا تر حکم لاندي دئ او سياسي ازادی نلري٠ دا خو يوازي د امريکا او د مطبوعاتو لوبي او درواغونهدي چه افغانستان يو ازاد ملک دئ او اوس خپل اساسي قانون د ملت په خوښه ټاکي٠ وروره، ولي دي هير سوه٠٠٠٠ ببرک او نجيب څونه ناری د ولسواکی او د يوه اساسي قانون کولې٠٠٠هغه وخت دغه امريکا وه چه دا يي سياسي لوبي بللی او پر سپيڅلو مجاهيدينو يي غږ کولو چه خپل جهاد
ته دوام ورکړی٠ وروره مه خطاوزه٠٠٠٠د خدای ٠ج٠ په امان٠


Haqyar Kakar
31.10.2003

وروره، بلهوخبره دا هم ده چه کرزی شخصأ دا علان کوي چه افغانستان يو Multinational Country ده٠٠٠ نو دا توکو د کرزي نه ملره چه دی ولې پر پښتو ولاړ نه وی٠٠٠دي دا ردوي چه افغانستان يو واحد ملت يا دولت جړونکی ملت لري ، چه هغه پښتانه يعني افغانان دي٠ موږ يو Multinational State نه يو ، بلکې موږ يو Cultural Nation يو، لکه المان يا فرانسه، نه لکه امريکا يا پخوانی يوګوسلاويا ـ

wror deri ghalati laram pa pashto typing ki...no gila waneke... :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol


نقاد
01.11.2003

دروند او منلی ورور غروال صاحبه ،سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ :
راځئ چې که ستاسو اجازه وي ، يو ځل بيا ستاسو د ﻻ ندې جملو په اړه يو ځل په کډه هم له اندنې او سوچ څخه کار واخلو ،که موافق ياست ، تاسو ليکلي :
((پښتو بايد ملي ژبه وي ځکه دا افغان څوک دی چه ستان ورسره ملګرۍ شي د افغان ټاټوبۍ جوړوي٠ دا افغان، پښتون دی يا پټهان٠ دا چه نور څوک هم د افغان هويت لري دا معنی ورکوي چه هغه د پښتنو د تابيعيت تذکره لري، که تاجک دي که ازبک او هزاره دی که ترکمن که هندو دی او که سک٠ افغانستان يعني پښتونستان٠ دا خاوره دا مېراث دا غرونه او دښتې د پښتنو دي ٠ دا ژبه د هېواد د تاريخي او ديوه ملت د حقوقو په نظر کی لرلو سره بايد اساسي قانون کي ملي هويت او ځائ او رسميات ولري٠ ))
که زه ستاسو پر څای وای ، مابه ستاسوپورتنيو کلماتو ته ډير لږ ، ولي حتمأ دغومره تغير ورکړی وای :

پښتو بايد ملي ژبه وي ځکه دا افغان څوک دی چه ستان ورسره ملګرۍ شي د افغان ټاټوبۍ جوړوي٠ دا افغانان، پښتون او د پښتنو ورونه قومونه دي چې ددوی سره په يوه هيواد کې ګډ ژوند کړی او کوي يې . دا چه له پښتنو پرته نور قومونه هم افغاني هويت لري دا معنی ورکوي چه هغوی هم د خپلو پښتنو ورونوسره يو څای ددغه هيواد د تابيعيت تذکره لري، که تاجک دي که ازبک ، که هزاره ، ترکمن او که سک دی يا هندو دی، ټول يوشان ورونه قومونه دي .٠ دا خاوره دا مېراث دا غرونه او دښتې زمونږ د ټولو ګډ ټاټوبی دی . خو پښتون تر ټولولوی قوم او په دې توګه په کور کې مشر ورور دی ، او د مشر ورور (پښتون) نوم ٠ او ژبه د ملي هويت په ټاکلو او ملي وحدت په خوندي کولو کې لومړنی رول او اولويت لري .
له دې کبله پښتو زمونږ د ټولو له پاره ملي ژبي ده، او بايد د ملت د حقوقو په نظر کی لرلو سره په اساسي قانون کې دملي ژبې په توګه ځائ او رسميت ولري٠ ، څو ملي هويت او ملي وحدت مو خوندي اوسي ! والسلام .


م ن غروال
01.11.2003

ښاغلئ پاڅونوال صاحب ورسته له سلامو روغ او جوړ اوؤسئ٠
ستاسو خبره او زما خبره يوه ده اما شکل يې توپير لري٠ پښتون ځکه افغان ندی چه د افغانستان تابيعيت لري بلکه پښتون يعنی افغان٠ د افغان کلمې لقب د احمدشاه بابا وخت کی پښتنو ته ورکړ شوئ او دا درې کلمې، پتهان پښتون او افغان ، يو قوم يو ملت او يوه خټه ده٠ چه وطن يې افغانستان دی٠ نور قومونه زمونږ وروڼه دي او په ټولو حقوقو کي راسره يوه شانته برخه لري٠ اما په خټه افغان ندي بلکه يا تاجک دي يا هزار يا اوزبک يا ترکمن يا هندو يا سک يا نورستاني او يا هم بلوچ٠ اما پښتون په خټه افغان دي٠ تاسو هير کړي دي چه په تاجکانو او نورو شمالي سيموکی مېشو قومو به پښتنو ته، اوغان، خطاب کاوه٠ او اوس يې هم کوي، ولې؟ په کابل کي ،ده اوغانان، ولي ويل او دا نوم ولې شته٠ او بنسټ ددې کلمې له کومه شو؟ قومونه چه له مونږ سره اوسيږي او ځانوته افغان وائې يا مونږ ورته افغان وروڼه وايو معنی ېې دا نده چه په خټه پښتانه شول، بلکه د پښتنو په خاوره د اوسېدو له امله د پښتنو يا افغانانو د تابيعيت يا د تذکرې درلودلو له امله افغان ورته ويل کيږي٠ کاملا لکه، جرمن، دوچ ،المانۍ٠ دا درې واړه يوه قوم په مختلفو ژبو٠ پښتون ، افغان، پټهان، عينا همدا ډول٠ پښتو د ډيرکي له امله د خپلې ژبې د ملې والې غوتنه نه کوي بلکه د خپل ملي تاريخي هويت په اساس٠ حتی هغه پښتانه چه دافغانستان تابيعيت تذکره هم نلري افغانان دي ځکه چه پښتانه دي٠ هر انسان چه په خټه پښتون وي هغه په خټه افغان دی٠ که د ملي کلمه د پښتو له ژبې په اساسي قانون کي لرې شوه دا د پښتنو سره خيانت نه، بلکه د افغانستان له تاريخي هويت سره ظلم او خيانت اوناروا ده٠ دا خبره حتی تاجکان هم کوي٠ له ماکه څوک د ما د مليت پوښتنه وکړي نو ځواب مې ورته افغان دی يعنی پښتون٠ که جرمنئ د امريکا تابيعت ولري ، امريکايئ دی اما په خټه جرمنئ٠ همدا ډول هر قوم په افغانستان کي٠ ولو چه سل زره کاله يې هستوګنه کړي وي٠ صيح ده چه دغه خاوره کي د پښتون سره يو ډول امتياز لري اما خټه هماغه خټه ده چه سل زره کاله تر مخه وه٠ زه وايم چه زمونږ وروڼه دي اما افغان په خټه پښتون دي٠ تاريخ او د افغانستان ملي هويت ئې وايي٠ ځکه د افغانستان رسمي ژبه دده دملي هويت په بنسټ بايد د هېواد ملي ژبه وي نه يوازې د ډيرکي له امله٠
اتڼ او د پښتنو جامي يعنی ملي ګډا او ملي جامه٠ ما حتی په يوه انګليسي کتاب کي دا ډول شيانو ته د ملي کلمي استعمال ليدلۍ دی٠ د تاجکانو او نورو قومو ګډاؤ او جامو او دودو ته نه ملي چا ويلي دي او نه هم ملي کيدائ شي٠ په هيڅ صورت او په هيڅ قانون هيڅ څوک د پښتو څخه د ملي کلمي لري کولو حق نلري٠ او که ځانته دا حق ورکوي هغه د افغان او افغانستان پلورونکۍ دی او ملي خائين٠ په درناوې٠ غروال


نقاد
02.11.2003

دروند غروال صاحب ، سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ ،
ستاسو د وروستيو روښانونې سره بشپړ موافق يم ، په دې معنی چې په قوميت کې يواځې پتانه افغانان بلل کيږي او په هيواد او ملت کې بيا ټول قومونه يو ډول افغانان او د واحد افغانستان تبعه دي . پښتانه هم په خټه افغانان دي او هم پ ملت ، نور قومونه په خټه نه ، خو په ملت افغان بلل کيږي . دلته د لرې پښتونخوا پښتانه هم د برو پښتنو په څير هم په خټه او هم په ملت افغانان دي ، ځکه زمونږ ابايي هيواد او دولت د احمد شاه با با له وخت کې تر اباسين پورې غزېدلی و . صرف همدومره تل ويل په کار دي چې د اوسي اغانستان هيڅ قوم د بل تابعيت نه ، بلکې ټول د افغان ملت تابعيت لري . پښتانه د ستر قوم په توګه د هيواد ، ملت ، ملي هويت او ملي ژبې په ټاکنه کې د افغان په نامه ټاکوونکې ونډه او لومړی حق لري ، او انکار ترې ملي خيانت دی . کرزې او ځينې نور به ،که خدای (ج) کول ، له سېلمې د ملي ژبې پښتو پر حق د تېري له کبله ملي حاکمې ته راښکل کيږي .
هغه وخت به يې انګريزي ، امريکايي ، پنجابي ، ايراني او روسي باداران او استادان هم د افغانانو له قهر او غضب څخه ونه ژغوري.


م ن غروال
02.11.2003

پاڅونوال صاحب سلام
هو، همداسې وه٠ خوشحالخان لېسه او د رحمان بابا لېسه همغو افغانانو ته چه د ډيورند کرښې هغې خوا مېشت دي، جوړې شوې وې٠ دکرښې هغې خوا په خټه او نصب افغانان دي٠ دا هيڅ څوک په هيڅ شکل د اشکالو نشي ردکوﻻئ٠ دا چه د پاکستان تابيعت لري دا معنی نه ورکوي چه نو افغان ندي٠ افغان پښتون و پټهان، يعنی يو واحد قوم، او بس٠ نو اوس هم بايد همداسی وي٠ د لر کلو هر افغان په افغانستان کي د تابيعيت تذکره پرته له چون و چرا مستحق ګڼل کيږي٠ دوئ په کور کلي بانډو کی راسره شريک دي٠ هغوئ مونږ يو اما تاجکان او اوزبکان مو وروڼه دي٠ بايد هر هغه افغان چه دا يې ټاټوبئ دی پدي هکله سخته مبارزه وکړي او پرينږدي چه دا ډول ملي خيانت سرته ورسيږي٠ دا د وطن خرڅولو نهايت پستي ذﻻلت دي٠ هر څوکاو هر ولي د زمانې چه وي٠

تور مخي دي افغان پلورونکي٠ په درناوې٠ غروال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more