د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

((تاسو)) كه ((تاسې))

larghonay1
08.07.2007

د ((تاسو) او ((تاسې) د ليكلو تر منځ توپير شته او كنه ؟


ملا وزګوړی
12.07.2007

لرغونی وروره!
يعني نوره پښتو ټوله سمه شوه خو دا په تاسو يا تاسې کې فرق لاپاتې دی ؟؟


pattang
13.07.2007

هو فرق يې شته :
تاسو : محترم سړي،مشرسړي ته وايې چې مخاطب وي ( يوه + ډېرو ته )
تاسې : خپلو ملګرو، کشرانو ته او يا هغوی ته چې ښه ور سره بلد وي ، خطاب
کيږي ) ( له يوه نه تر ډېرو پورې = 1+ <= 2 )
په جرمني ژبه کې عينې قاعده شته لکه په پښتوکې ، خو په انګليسي کې نه٠
[quote:78d8bbf6e0]د ((تاسو) او ((تاسې) د ليكلو تر منځ توپير شته او كنه ؟[/quote:78d8bbf6e0]



15.08.2007

ټیک خبره دې کړې پتنګ خانه ، که لرغونی یا نور څوک یې کوم بل توپیر پیژنی هم ناشونې به نه وي، خو تردې مهم توپیر یې چې تا په ګوته کړی بل څوک موندلی نشي ! دا یوه په زړه پورې ګرامري قاعده ده چې باید زمونږ ګران لیکونکی یې تل [color=white:8340864959]په پام کې ونیسي [/color:8340864959]!
او ګوره پتنګه دا په پام کې نیول اوپه پام کې ساتل به هم یوشی نه وي کهڅنګه ؟ کیدی شی په دغه لفظي توپیرسره د یو غټ توپیر څرګندونه وشي ، لکه :
په پام کې ساتل نه هیرولو ته، خو په پام کې نیول بیا په عمل کې مراعاتولو یا پلي کولو ته وایي ؟ که څنګه ؟
په درنښت او سلامونو !


ملا وزګوړی
16.08.2007

ځواکمن اندوی صاحب
سلامونه او نيکې هيلې
ډير هوښيار معلوميږي ،او د موضوع تل ته مو اپروچ هم دپام وړ دی ، خو خدايزده چې خپل کاروونکی نوم مو څرنګه دډير کمزوري مانوي اتحاد او لفظي تضاد ترمنځ غوره کړی ؟
ايا يوازې ځواکمن بسنه نه کوي ،او که هغه ديو پاکستاني ټولنيز شخصيت (....) ټوکه له تاسو سره هم شوې:
يو پاکستاني ټولنيزشخصيت يا د هغوئ په سانسکريتي اصطلاح سماجي کارکن سره ديوتلويزيون خبريال دمرکې پرمهال د نوموړي پېژندګلوي په داسې ډول کوله :

پياوړی سياست پوه ، ليکوال ، ژورنالست او داسې نور ......نور ښاغلی (.....)صاحب له موږسره په ننني پروګرام کې مېلمه دی . (د پروګرام کمپئر لا دا تشريفاتي کلمات زمزمه کول چې نوموړي سوکه په غوږ کې ورته وويل : [color=blue:8c12622c3e] پخوادښاروالۍ يو ډير مهم غړی هم وم [/color:8c12622c3e] :oops: :lol: :oops:
خير داخو ما هسې په کې ګپ ولګاوۀ
[quote:8c12622c3e] په پام کې ساتل نه هیرولو ته، خو په پام کې نیول بیا په عمل کې مراعاتولو یا پلي کولو ته وایي ؟ که څنګه ؟ [/quote:8c12622c3e]
له ډيرې پاملرنې وروسته يې ښايي په سلو کې ترهغه وخته پورې ٨٠% همداسې وبولو ترڅو مو بل تعريف نه وي ورته موندلی ،خو داچې په بل ډول يې څنګه ماناکولای شو؟ هغه د پيښوريانو خبره ټېم به الي (اخلي)
په درنښت ستاسو ورور ملاو زګوړی


larghonay1
16.08.2007

پتنګ صيب كور مو ودان خو كاشكې مو لږ تبصره هم پرې كړې واى چې ولې په (تاسو كې تر تاسې) درناوى زيات دى؟
كيداى شي د جرمني معادل كلمات لږ توضيح كړئ هم ښه به وي.



16.08.2007

ملا وزیر صیب ښې چارې !
۱.ــ د کابل پوهنتون یو استاد رالیکلي وو چې « ځواکمن» دده تخلص او شعرونه او لیکنې یې پرې کړي دي ، او راڅخه غوښتنه یې وکړه چې د توپیر له پاره به ښه وي چې زه دې پرې څه ورزیات کړم .خدای شته چې سخت زوریې راکړ ، ولې بیا هم د هغه په ګټه مې خپل تاوان وزغمۀ او له ښکلی نوم ځواکمن څخه چې ښایی زما سابقه هم تر هغه زیاته وه ، بیا هم ترې تیر شوم ! اندوی مې ورسره خوښ نه دی ، ښایی وروسته په کې بل بدلون راولم .که کومه مشوره دې دې په جب کې لرله بده به نه وي .

۲.ـــ که یو معلم د لومړي یا دوهم ټولګي شاګردانو ته ووایی چې : پوه شوئ چې تاسې به سر له سبا په څو بجو ښونځي ته راځئ ، نو څوک به په کې کوم ګرامري اصتکاک
ونه مومي، خو که د تاسې پر ځای تاسو ووایي چې : تاسوبه سر له سبا په څو بجو ښونځي ته راځئ؟ نو د دتاسې او تاسو توپیر به ښه روښانه احساس کړي او په دغه ځل تکرار کې به ماشومانو ته د« تاسو »کارول پر ځای و نه بریښي!
له دېنه مالومیږي ، که چیرې د الماني ژبې ګړدود هم په پام کې ونیسو، «تاسې » سوچه او وچه کلکه جمع ده او یو فرد ته نه کارول کیږي او زیاتو کشرانو ته یې کارول د شمیردود له مخې اړین دي ، او تاسو بیا د درناوي شکل دی، چې د جمع او مفرد مخاطبو ته یو ډول د درناوي له پاره کارول کیږي . هو، که جمع مخاطب ته درناوی مطلب نه وي، مثلاټول همزولي یا نور وي ، ښه داده چې تاسې ورته وکاروي او له تاسو څخه په ویښ انده توګه ( اګاهانه ډول ) ډډّ ه وکړي !

که دغه توپیر او تفکیک په پام کې ونیول شي د ادبي چلند د یوې نوې بیلګې په ټینګولو به بریالي شو .

په درنښت


ملا وزګوړی
18.08.2007

ځواکمند صيب ښې چارې
له مشورې غوښتلومو مننه ،چې ددې وړ مو وبللم !
خو ماځانته هم ولاکه چندان تخلص غوره کړی وي (دا بېله خبره ده چې جوهر ته يې په پام سره ، پۀ دې تړاو زماشخصي اطمينان يو طبيعي مسرت او واقعيت لري)نوستاسو لپاره به د دومرې لويي بې ادبۍ ارتکاب څرنګه کوم!؟؟؟

[color=white:d47573273b]او په اصلي موضوع کې مو له وروستۍ بېلګې ټولې خبرې بدرګه کوم![/color:d47573273b]


pattang
19.08.2007

يو څوسوالونه (که څه هم دا فوروم ئي ځای ندی ) :

{ملا} U {اوزګوړی} : => {ملا اوزګوړی}
په پښتني کلتور کې دا نوم څه ما نا ور کوي ? ايا دا نوم د اسلامي روحانينو .
لپاره داسي يوه ماجرا جوئي نده لکه د دنمارکيانو د کاليکا تورونو ماجراجوئي ?.
ايا هغه وخت ندی رار سيدلی چې مسلمانان هم خپل روحانيون داسې وپالي لکه
چې عيسويان او يهود يې پالي ?٠
ايا د ملا سپکاوی زمونږ د اولس سپکاوی ندی ?
ايا له تېرو او اوس نه مو پند ندی اخيستی ?
ايا ضروري نده چې پر دې مسئله او موضع غور وشي ?تر څو چې د ملا او مکتبي
تر منځ اعتبار حاصل ، او يو له بله سره نږدې شي ٠


رښتینی
19.08.2007

پتنګ صيب او نورو وروڼو ته سلام

د ملا او مكتبي تر منځ بي اعتباري همدي ځاي ته را رسولي يو چي
دا نن په سرو سترګو پري ژاړو پتنګ صيب ستا نظر تائيدوم خو ستا خبره
دا يي ځاي نه ده خو خبره تر ملا وزګوړي پوري راياده شوي ده او په
خپله وزګوړي صيب يوځاي ددي سبب ليكلي و چي دقناعت وړ نه بريښي

او كه د ملا او مكتبي په موضوع بحث پيل كيده نو د ښاغلي وزګوړي صيب دريځ خو رو ښانه ده نو ر مو په الله باچه سپارم


ملا وزګوړی
25.08.2007

پتنګ خانه!
سلام
ولاکه مې دې په سوالونو سرخلاصيږي خدايزده چې مکتب دې ترڅويمه لوستلی ؟ خو په هر حال دومره پوهيږم چې زما له کاروونکي نامه سره دې حساسيت پيداشوی اوحامدخان دې هم ترشادريدلی!
ماکه څۀ هم په دې اړه د ډاکټرصيب وطنمل دليکنې په جواب کې اړين سپيناوی کړی او نوريې اړينه نه بولم چې يوازې همداشوملې دې شاربو !
خوبياهم چې ستاسو په زړۀ کې څۀ در ونه ګرځي بايد څرګنده يې کړم چې ستاسو په ګډون هيڅوک داحق نه لري چې وچ په وچه (بې له کوم عقلي دليل او برهان څخه )مادملايانو په بې ادبۍ او اهانت متهم کړي ځکه چې ترڅوپورې زما له[color=white:ebf9e79f60] قلم[/color:ebf9e79f60] او ژبې څخه داسې څه نه وي څرګندشوي چې خدای مه کړه ملايانو او ديني عالمانوته سپکاوی وي يوازې له دې څخه چې له خپل نامه سره يوپاک ، سپېڅلی نوم ([color=blue:ebf9e79f60]ملا[/color:ebf9e79f60])کاروم ستاسوحساسيت کورټ بېځايه دی!
خدای دې وکړي چې ستاسو په ګډون دحامدخان اوملګرو احساسات يې ارام شوي وي !
په درنښت


pattang
25.08.2007

افرين اوس مې ملګری شوې ، خدای د وکړي چې ملا ئي خبري په مکتبي جامه کې
وکړې ، په هر صورت کور دودان پښتون يې ، که راته نږدې وی نو لږ څه درس به مې
درځخه لوستلی و و چې يوڅه پوهه مې لوړه شوی وی ٠
ستاسو شاګرد پتنګ .

[quote:0df266aadd="ملا وزګوړی"]پتنګ خانه!
سلام
ولاکه مې دې په سوالونو سرخلاصيږي خدايزده چې مکتب دې ترڅويمه لوستلی ؟ خو په هر حال دومره پوهيږم چې زما له کاروونکي نامه سره دې حساسيت پيداشوی اوحامدخان دې هم ترشادريدلی!
ماکه څۀ هم په دې اړه د ډاکټرصيب وطنمل دليکنې په جواب کې اړين سپيناوی کړی او نوريې اړينه نه بولم چې يوازې همداشوملې دې شاربو !
خوبياهم چې ستاسو په زړۀ کې څۀ در ونه ګرځي بايد څرګنده يې کړم چې ستاسو په ګډون هيڅوک داحق نه لري چې وچ په وچه (بې له کوم عقلي دليل او برهان څخه )مادملايانو په بې ادبۍ او اهانت متهم کړي ځکه چې ترڅوپورې زما له[color=white:0df266aadd] قلم[/color:0df266aadd] او ژبې څخه داسې څه نه وي څرګندشوي چې خدای مه کړه ملايانو او ديني عالمانوته سپکاوی وي يوازې له دې څخه چې له خپل نامه سره يوپاک ، سپېڅلی نوم ([color=blue:0df266aadd]ملا[/color:0df266aadd])کاروم ستاسوحساسيت کورټ بېځايه دی!
خدای دې وکړي چې ستاسو په ګډون دحامدخان اوملګرو احساسات يې ارام شوي وي !
په درنښت[/quote:0df266aadd]


قومندان
30.07.2010

[quote:585d6bf444]د ((تاسو) او ((تاسې) د ليكلو تر منځ توپير شته او كنه ؟[/quote:585d6bf444]
پورتني ځوابونه هم بد ندي. خو زما په اند:
تاسو: د مذکر جمعي لپاره
او
تاسې: د مونث جمعی لپاره
استعمالیږي.

درناوی
ستاسو قومندان



10.08.2010

ما خو د پتنګ اندتوګه د پرګماتيزم له کبله منلې وه ، خو د قوماندان نظر د پتنګ له اند توګې سره يوځای دې ته وهڅولم
چې په (تاسې او تاسو) له سره غور وکړم او د ځان له پاره يې ګرامري توپير راوباسم او بيا يې له تاسو خوږو ملګرو سره شريک کړم ، خو ګوری :
دا چې ګرامر دی دا به هر سړی مني ..... د ننګر که د کندر دی دا به هر سړی مني :

تاسې هر ځای ، هر وخت (اوسيزه راتليزه او تېريزه) او د هر چا (نرينه او ښځينه،مشر او کشر) ټولو له پاره يوشان کاريږي او طبيعي جمع ده !

خو تاسو په هر حالت کې نه استعماليږي ، لکه :

تاسو لاړئ ، هغوی راغلۀ ، تاسو راغلئ هغوی لاړۀ
دلته (تاسو) سم نه دی ، وګورئ په ورته جملو کې څرګنديږي چې تاسو سم نه بريښي :
تاسو چېرې لاړئ ؟
تاسو راغلئ ،
تاسو به راشئ
سمه بڼه يې :
تاسې لاړئ هغوی راغلۀ، تاسې راغلئ هغوی لاړۀ ،
تاسې چيرې لاړئ؟
تاسې راغلئ ،
تاسې به راشئ .

نتيجه :
١- په تولګړې توګه په ځانتمام (لازمي) کړ(فعلونو) کې ، په تيره په ماضي کې د (تاسو) کارول ټيک نه دي .
٢- د بلتمامه (متعدي) کړ په تيريزه (ماضي) کې د (ستاسو) کارول بالکل ټيک دي ، خو د فاعل په توګه :
تاسو هغه وليد، تاسو له هغه سره ډوډۍ وخوړه او تاسو ورسره چای وڅښۀ ؟ بالکل سمې جملې دي .
خو تاسو چيرې لاړئ ، تاسو هلته راغلئ يا تاسو مې وليدئ سمې جملې نه دي !
دلته بايد (تاسې ) وکارول شي :
تاسې چيرې لاړئ، تاسې بياهلته راغلئ ؟ يا تاسې مې وليدئ بالکل سمې دي او بس ، که څنګه ؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more