شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ |
ليکوال |
پيغام |
ABUL KHALIQ SAFI
دغړيتوب نېټه: 23 اګست 2003 ليکنې: 21
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه مارچ 15, 2004 12:48 am عنوان : څلوريځه |
|
|
سلامونه او نيکی هيلی د ټول افغان د ټول افغان دپاڼی مينه والو ته،هيله ده چه ټول هوسا او بسا اوسی.
دا هم ځما څلوريځه.
سترګی د ليلا را ته ډيوی د تورو شپو شولی
زلفی ئی څپری ځما په سر د بيابانو شولی
تالنده بريښنا ځما د مينی د سپرلی شوه دا
اوښکی ئی بارانونه او روانی تری ويالی شولی
عبدالخالق ساپی ويانا ٦_٣_٢٠٠٤[/i][/quote][/code][/list] |
|
بېرته سر ته |
|
 |
هيواد شېرزاد ستوري


دغړيتوب نېټه: 04 اګست 2002 ليکنې: 214 ځای: سويډن
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه مارچ 15, 2004 1:38 pm عنوان : Re: څلوريځه |
|
|
ABUL KHALIQ SAFI ليکلي: |
سلامونه او نيکی هيلی د ټول افغان د ټول افغان دپاڼی مينه والو ته،هيله ده چه ټول هوسا او بسا اوسی.
دا هم ځما څلوريځه.
سترګی د ليلا را ته ډيوی د تورو شپو شولی
زلفی ئی څپری ځما په سر د بيابانو شولی
تالنده بريښنا ځما د مينی د سپرلی شوه دا
اوښکی ئی بارانونه او روانی تری ويالی شولی
عبدالخالق ساپی ويانا ٦_٣_٢٠٠٤[/i] |
[/code][/list][/quote]
محترم ساپی صيب، ښې چارې!
څلوريځه مو ښکلی وه خو، که پام ورته وکړئ نو يو څه يې د څلوريځې د چوکاټ څخه پښې غځولي دي. هغه ځکه چې: دڅلوريځې سيلابونه بايد د جوړښت له مخې په يوه اندازه وي، او همدا شان بايد د لومړي ، دوهم او څلورم بيت قافيې توري سره ورته اوازونه ولري. ستاسې د څلوريځې ١ ،٢ او ٣ بيتونه ١٥ سېلابه او ٤ يې ١٦ سېلابه دي، او همدا شان د ٤ بيت قافيه او وزن د مطلع سره سمون نه خوري. ځکه په مطلع کې د قافيې توري شپو، بيابانو ليکل شوي دي مګر په اخري بيت کې د قافيې توری ويالی ليکل شوی چې د تېرو قافيې تورو سره سمون نه خوري.
وروره ، چې رانه خوابدی نه شی. دغه زما نظر ؤ او درته مې وليکو. |
|
بېرته سر ته |
|
 |
انځورګر ستوري


دغړيتوب نېټه: 28 سپتمبر 2003 ليکنې: 190 ځای: توره بوره
|
د ليکنې نېټه : جمعه مارچ 19, 2004 6:25 am عنوان : |
|
|
'ګرانووړونو او خوندو سلامونه
وروستی ځل بدلون انځورګر په جمعه اکتوبر 28, 2005 5:54 pm
ورکړی دی , د بدلون شمېره 1 |
|
بېرته سر ته |
|
 |
محمد اسحق شيوانی

دغړيتوب نېټه: 27 دسمبر 2003 ليکنې: 54 ځای: افغاستان، فراه {ؤس کوئټه}
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه مارچ 25, 2004 3:37 am عنوان : |
|
|
ګران ورور هادي جان او ښاغلي هيواد شيرزاد او د ټول افغان ټول کتونکو ته اسلام عليکم...
ګرانه وروره هادي جانه: - د ځنډني پيغام څخه خښنه غواړم، څه تخنيکي ستونځي مي درلودي او نه سوه مي کولاي چه په دغه ښکلي پاڼه کښي څه وليکم، او دادي يو ځل بيا ستاسو او هيوادوالو په چوپړ کي.
:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:* عاشقي :*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*
چه بر هم کا عاشقي د چا مزاج
حکيمان ئي درمانده شي په علاج
په آشنا پسي تل ژاړي په دوه سترګو
د اوبو په ځای خوناب کاندِ اخراج
.................................................................. رحمان بابا
په پښتنه مينه
ستاسو کشرۍ ورور محمد اسحق شيوانی |
|
بېرته سر ته |
|
 |
ليلماـ الفت

دغړيتوب نېټه: 16 اکتوبر 2003 ليکنې: 91 ځای: دامريکامتحده ايالات
|
د ليکنې نېټه : شنبه اپريل 03, 2004 5:33 am عنوان : |
|
|
ګرانه شيواني وروره سلامونه
د لنډيو په فورم کي تا د هادي جانه ګيله کوله دادئ زه خو راغلم هغه دي هم خدائ راولي
چه ګيلمن نه شې زه به هم درته يوه څلوريزه وليکم
<<<<<<<<< اوښکي >>>>>>>>>>>
اوښکي ســــــــــمندر سوې سيلابونــــــــــه سوه
ولاړه بــــــــــــــــې مــــــــــــــــهاره بهــــــــيرونه سوه
يو ئــــــــــــــې وړه جالــــــــــونه له خـپل ځان سره
زړونه ئـــــــــــــــې تسخير کـــــــــړه منترونه سوه
په کليواله پښتنه مينه
ستاسي خور الفت |
|
بېرته سر ته |
|
 |
مجيب انګار ستوري


دغړيتوب نېټه: 06 نومبر 2003 ليکنې: 141
|
د ليکنې نېټه : شنبه اپريل 10, 2004 7:41 am عنوان : |
|
|
نن زړګی مې دافسوس په اورسوځيږي
چې ګيدړکوي زمري باندې ګواښونه
دکارغه سترګې له بازه نه شرميږي
په همت سره راپورته شه پښتونه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
مجيب انګار ستوري


دغړيتوب نېټه: 06 نومبر 2003 ليکنې: 141
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه اپريل 14, 2004 6:20 am عنوان : |
|
|
درنواوزړه ته راتيروخالدهادي ورور،ليلما الفت خوراوهيوادشيرزادوروته دګلونوګيډۍ ورډالۍ کوم
هيله لرم چې دګران افغانستان په ليونۍ مينه به مست ياست،اوهم به دپښتواوپښتنودپرمختګ دنويو لارو چاروپه لټه کې ياست.
ګرانو!!!!!!!!!!
په رښتياهم چې په ټول افغان پاڼه کې دټپواوڅلوريزوخونې ډيرې خوندورې دي،نوددې پاڼونه دخونداخستلولپاره ماهم پکې داخپل بې وسې قلم وکاراوه خوله بده مرغه چې زماپه راتګ تاسې له دې پاڼې نه ګډې ونغاړلې اولکه داوړي کوچيان (هلبند)ته ولاړئ. خو،خيردی کډې مه باروئ ولې چې تاسې خوددې پاڼې پخواني کاروونکي ياست، ښه به داوي چې زه درڅخه ولاړشم. يوه سندره ده چې وايي:
په غريبۍ چې مې شرميږې بيابه نه راځمه
ښه ده چې ته پرې خفه کيږې بيابه نه راځمه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
هيواد شېرزاد ستوري


دغړيتوب نېټه: 04 اګست 2002 ليکنې: 214 ځای: سويډن
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه اپريل 14, 2004 6:21 pm عنوان : |
|
|
ګرانه او زړه ته رانږدې انګار جانه!
راتګ دې پر لېمو او پل دې زمونږ په جونګړه کې بختور شه.
داسې خبرې څنګه کوې؟ چې خدای مه کړه، مونږ دې ستا په راتګ خپه شو....
ستاسې د لا ډېرو خوږو ليکنو په تمه، د کاروان صيب په يوه ښکلي شعر به دې خوشاله کړم چې وايي:
.................. منم په هـــر څه کې احــتياط مـنمه
.................................... خو يو په مينه کــــــې افــراط مـنمه
.................. ځم له مجنون سـره مسلات کــومه
.................................... نه د ســــقراط نــه د بُـــقـــراط منمه
.................. تا ســــره هره جــــامه ښه ښکاريږي
.................................... دا هــــــــنر کـلــه د خــــــياط مــنــمــه
.................. کاروان که ومري سکې هم نه لري
.................................... خوږې سندرې يې په سقاط مــنمه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
مجيب انګار ستوري


دغړيتوب نېټه: 06 نومبر 2003 ليکنې: 141
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه اپريل 14, 2004 7:34 pm عنوان : |
|
|
ګران هيوادشيرزادوروره الله پاک دې دژوندپه خوږوموړکړه،خداې پاک دې مه بدرنګوه زماخودې زړه خوښ اوپه کرارکړ.
وروريه! يقين وکړه چې دخپلوپښتنودې بيغورۍ نورلړمون خوړينئ کړی يم،ځکه که تاسې په بريښنايي ليکوکې د(فارسيوانو))) ازبکو،ترکمنواونوروويب ويب پاڼې وګورئ چې دوی په دې ډګرکې څومره پرمختګ کړی اوڅومره ليکنې کوي نوستاسې به هم لړمون ټوټې ټوټې شي ،که ليکنې ډيروخت نيسي نولږترلږه دالنډۍ خوليکئ .
يادونه!!!!!!!!!!!!دازبکو...........ټکې مې ددې لپاره ونه ليکه چې خدای مکړه زه هغوی بدګڼم بلکې موخه مې داده چې داپښتانه ولې دنوروقامونوسره سيالي نه کوي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
پښتوکوه که ته پښتون يې
ماپه پښتوباندې تيرکړي دي غمونه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
ليلماـ الفت

دغړيتوب نېټه: 16 اکتوبر 2003 ليکنې: 91 ځای: دامريکامتحده ايالات
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اپريل 15, 2004 6:58 am عنوان : |
|
|
انګاره ورورکيه خداې دي له غم او رنځه ليري لره
ګرانه څه درته ووايمه په دي موضوع کي موږ په کلو کلو انتظارونه ګاللي دي او ته د دوو ورځو انتظار وتښتولې داسي مه کوه جانانه زړه ته دي يوه څه صبر هم ورکوه . دا د ټول افغان ليکوال ټوله همدا خوی لري چه ټوله يو وخت دونه ليکني کوي چه په نوي ليکونو ئې ويونکي ستړي وي ، خو کله بيا داسي ورک او چپ پاته وي لکه دا اوس چه وينې چه د هر فورم ته مو سترګي ووځي چه کله به نوې ليکنه راشي او کله به نوې ليکنه راشي .
ريشتا هم ستاسي په ليکنه کي د پوره پښتنولی احساس پټ دئ لکه مشعل چه ليکلي :
لـــه جــومــاتــونو مو منبرورک شوی
لـــــه بتـــخانــو نه مــو آذر ورک شوی
د کــلي نـــاوې لــه سلــگو نــه دې ځــار
لــه تــا خـاونــد، لـه مــا دلـبـر ورک شوی
يومتل غوندي کيسه ده واې خُسر خپلي نوي را واده سوي مونږور ته ويله چه ناوکۍ دا ډوډۍ ولي درچه سوزي نو هغه په جواب کي ورته وويل چه زه خو خپل کوښښ کومه خو دا اوړه په جوال کي قران وهلي دي .
نو زموږ پښتنو هم هرڅه په جوال کي خدای وهلي دي
په کليواله پښتنه مينه
ليلما الفت |
|
بېرته سر ته |
|
 |
ABUL KHALIQ SAFI
دغړيتوب نېټه: 23 اګست 2003 ليکنې: 21
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه اپريل 18, 2004 10:07 pm عنوان : Re: څلوريځه |
|
|
هيواد شيرزاد ليکلي: |
ABUL KHALIQ SAFI ليکلي: |
سلامونه او نيکی هيلی د ټول افغان د ټول افغان دپاڼی مينه والو ته،هيله ده چه ټول هوسا او بسا اوسی.
دا هم ځما څلوريځه.
سترګی د ليلا را ته ډيوی د تورو شپو شولی
زلفی ئی څپری ځما په سر د بيابانو شولی
تالنده بريښنا ځما د مينی د سپرلی شوه دا
اوښکی ئی بارانونه او روانی تری ويالی شولی
عبدالخالق ساپی ويانا ٦_٣_٢٠٠٤[/i] |
[/code][/list] |
محترم ساپی صيب، ښې چارې!
څلوريځه مو ښکلی وه خو، که پام ورته وکړئ نو يو څه يې د څلوريځې د چوکاټ څخه پښې غځولي دي. هغه ځکه چې: دڅلوريځې سيلابونه بايد د جوړښت له مخې په يوه اندازه وي، او همدا شان بايد د لومړي ، دوهم او څلورم بيت قافيې توري سره ورته اوازونه ولري. ستاسې د څلوريځې ١ ،٢ او ٣ بيتونه ١٥ سېلابه او ٤ يې ١٦ سېلابه دي، او همدا شان د ٤ بيت قافيه او وزن د مطلع سره سمون نه خوري. ځکه په مطلع کې د قافيې توري شپو، بيابانو ليکل شوي دي مګر په اخري بيت کې د قافيې توری ويالی ليکل شوی چې د تېرو قافيې تورو سره سمون نه خوري.
وروره ، چې رانه خوابدی نه شی. دغه زما نظر ؤ او درته مې وليکو.[/quote]
ګرانه وروره شيرزادصيب څما سلامونه او نيکی هيلی و منی. ستاسو څخه ډيره مننه چه زما نيمګړتيا مو را په ګوته کړه تاسو ته دی خدای لوی بری د ژوند په ټولو چارو کی په نصيب کړی.
په درنښت |
|
بېرته سر ته |
|
 |
انځورګر ستوري


دغړيتوب نېټه: 28 سپتمبر 2003 ليکنې: 190 ځای: توره بوره
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه اپريل 25, 2004 7:16 pm عنوان : |
|
|
'ګرانووړونو او خوندو سلامونه
وروستی ځل بدلون انځورګر په جمعه اکتوبر 28, 2005 5:57 pm
ورکړی دی , د بدلون شمېره 1 |
|
بېرته سر ته |
|
 |
ويښ ځلمی

دغړيتوب نېټه: 16 اګست 2002 ليکنې: 56 ځای: افغانستان
|
د ليکنې نېټه : شنبه ميئ 29, 2004 11:59 pm عنوان : خوږه ژبه |
|
|
---------------------------خوږه ژبه
له ټولو ژبو نه خوږه ده پښتو
----------------------------موږ ته له هر څه نه درنه ده پښتو
ځار ئې له هره ترخه توري شمه
----------------------------که هر څوک وائي چې ترخه ده پښتو
==============================================================================
----------------------------پښتو ژبه
زمونږ پښتو ژبه پالنه غواړي
----------------------------لکه ګُلبوټي چې روزنه غواړي
همدغه ژبه يې بنسټ جوړوي
----------------------------پښتونولي که څوک له زړه نه غواړي
دغه پورتني څلوريزې زمونږ د هېواد خوږ ژبئ شاعر د ښاغلي عبدالوهاب سرتېر صيب دي |
|
بېرته سر ته |
|
 |
ځونډی

دغړيتوب نېټه: 29 اکتوبر 2002 ليکنې: 16 ځای: Holland
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه ميئ 30, 2004 11:05 pm عنوان : |
|
|
سلامونه درنوخوندو او ورونو!!
دا يوه څلوريزه زما خوار ځونډي هم در واخلی٠
چا چې څکلۍ په اخلاص دی جام د عشق
قربانيږي به هر دم په نام د عشق
نصيحت په عاشقانو اثر نه کا
را ته ووايه ملا کلام د عشق
په مينه او درنښت
ځونډی |
|
بېرته سر ته |
|
 |
azmon
دغړيتوب نېټه: 05 اپريل 2004 ليکنې: 11 ځای: kabul
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه جون 03, 2004 7:54 pm عنوان : |
|
|
ّاذره: ته خپلي لمبې بلوه
خليل داستاپه اورکي نه سو ځيږي
ته دغرورمخ ته سجدې لګوه
ستا په انکارالوهيت نه کميږي |
|
بېرته سر ته |
|
 |
|