د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

تصوف اوصوفي


طالب جان
18.07.2003

دتصوف تعريف: دعلم دين مشهور عالم امام غزالي رحمت الله عليه په خپل وتلي کتاب احياءالعلوم کې د تصوف تعريف داسی کړی دی "هو علم يعرف به انواع الفضائل وکيفية اکتسابها وانواع الرذائل وکيفية اجتنابها"احياءالعلوم لومړی ټوک 19مخ
ژباړه :تصوف هغه علم دی چي دهغو په وسيله داخلاق حميده ډولونه اودهغوي دخپلولو طريقی او همدا راز د اخلاق رذيله ډولونه اوله هغوي څخه دځان ساتلو طريقی بيانيږي .
دتصوف ثبوت په قرآن اوحديث کي:
په سورة آلعمران کي د رسول الله صلي الله عليه وسلم د بعثت په مقاصدو کي د ((ويزکيهم ))لفظ راغلی دی ياني رسول الله د مسلمانانو داخلاقو او اعمالو تزکيه کوي .
همدا رازپه سورة الشمس آية لمبر 9کي راغلي دي (( قد افلح من زکها )) ياني يقينا هغه څوک مراد ته ورسيدل چاچي خپل نفسونه پاک کړل .
همدا راز هغه ټول مبارک احاديث چي په هغو کي د نيکو اعمالو لکه صبر، شکر، رضا ، تسليم ، تفويض ، توکل ،اخلاص او داسي نورو نيکو اعمالو د خپلولو او ټول هغه احاديث چي په هغوي کي له بدو اعمالو لکه بخل حسد،کينه،ريا،غيبت،دروغ اونورو بدو اعمالو څخه دځان ژغورلوحکمونه وارد شويدي.
دتصوف له مذکوره تعريف سره سم پورتنی أيتونه او احاديث دتصوف په موجوديت دلالت کوی.همدارازپه قرآنی ژبه کی دتصوف دوهم نوم احسان دی نو پر همدی بنسټ هغه ټول آيتونه چی په هغوی کی داحسان ذکر دی دتصوف په معنی اخستل کيږی.له دي څخه معلومه شوه چي تصوف په اصل کي د قرآني آياتو او نبوي احاديثوپه اوامرو باندي دعمل کولو او دهغوي له نواهيو څخه دځان ژغورلونوم دی.
"له رذايلو نه ځان ساتل او دفضايلو خپلول په هرعاقل او بالغ باندی فرض دي چی دغی فريضی ته اصلاح النفس،تزکيه نفس يا تهذيب الاخلاق ويل کيږي.
په اسلام کی دبيعت ثبوت: په نبوی احاديثو کی دژور غور نه وروسته بيعت په دريو ډولونو ويشل شوي دی.
1:بيعت علی الموت:دابيعت دصحابه کرامو له لوری له رسول اکرم صلی الله عليه وسلم سره ترسره شوی وو چی په ترڅ کی ئی هغوی دخدای دکلمي دلوړوالی او دهغه درضا دلاسته راوړلو لپاره له مرگ نه دنه ويريدلو ژمنه کړيوه.دغه ډول بيعت ته په شرعی اصطلاح کی بيعت رضوان هم ويل کيږي.
2:بيعت علی الجهاد: داهغه ډول بيعت دی چی صحابه کرامو به په ټوله نړۍ کي داسلامي نظام دقيام لپاره په هرډول شرايطو کی دجهاد لپاره دخپل چمتووالي ژمنه کوله.
3:بيعت علی ترک المعاصي:دا بيعت به دبيلابيلو قبيلو داستازو له خوا ترسره کيده چی په ترڅ کي به ئی هغوي له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره دهرډول گناهونو دپريښودلو ژمنه کوله.نو په همدی بنسټ دمرشد او مريد ترمنځ بيعت هم له دريم ډول څخه گڼل کيږی.مرشد له مريد سره وعده کوي چی مريد ته به له الهی احکامو سره سم دژوند تيرولو طريقی ورښي او مريد بيا دمرشد په ټولو لارښوونو باندی دعمل کولو وعده کوي.چی دا څه له شريعت سره متصادم نه بلکي دشريعت عين مطابق دي.پاتي شوه دځينو تش په نامه صوفيانو له لوري دتصوف په نامه دساز او سروز محافل جوړول او ډول ډول نڅاگاني او قوالي ترسره کول نو داټول کارونه له څيلمی حرام دي البته موږ دځينو جاهلانو له لوري دترسره کيدونکو جاهلانه اعمالو له امله ټول تصوف ته بد نه شو ويلاي.دادهغوي انفرادي جهالتونه او بدعملۍ دي چی له حقيقي تصوف سره هيڅ اړخ نه لگوي.داکټ مټ داسي ده لکه يو څوک چی قرآني آيتونه له ساز او سرود سره لولي.آيا په داسي حالت کی به څوک نعوذ بالله قرآن ته بدوائی او که هغه څوک به بدگڼي چی دغه ډول جاهلانه عمل ترسره کوي؟
حقيقي صوفي هغه دي چی خپل ټول ژوند له اسلامي شريعت سره برابرکاندي او له هرډول تظاهر او رياکارۍ نه پاک وي.له بده مرغه ځينو تش په نوم صوفيانو له تصوف نه دځاني گټو دحصول يوه ناروا وسيله جوړه کړيده او هغه هغه بدعتونه او غير شرعي توکي ئی ورگډ کړيدي چی له شرک نه هم ورآخوا دي.زموږ لپاره ددغه ډول تش په نوم صوفيانو څخه دبرأت نه پرته بله لاره نه ده پاتي.په پاي کي دنننيو صوفيانو او دهغوي دناروا اعمالو څخه دبرأت په اړه دهيواد دنامتو صوفي او ديني علمي شخصيت خداي بښلي استاد گل پاچا الفت لاندي ليکنه رانقلوم:
"لکه څنگه چي دزماني په تيريدو سره په تصوف کي دومره تغير راغلي دي همداراز په صوفيانو کي هم ډير فرق او تغير ليدل کيږي.لکه څنگه چی پخواني تصوف نننی تصوف نه شو گڼلاي همدغه شان پخوانی صوفي هم نننی صوفی نه شو گڼلاي.چيرته هغه شخه او زيږه شړۍ چی پخواني صوفي به په اوږو اچوله چی څټ به ئی زخمي کاوه او چيرته دا دپت نه جوړ نرم او نفيس پټو چی دننني صوفي او ځينو بډايانو په نصيب دی.په دي کي شک نشته چی هغه صوفی هم پرهيزگار وو او داهم فرق فقط همدومره دي چي هغه له خوندورو شيانو پرهيز کاوه او دي له بی خونده شيانو څخه پرهيز کوي.هغه صوفي هم شپه په ويښه تيروله او دی ئي هم خو صرف دومره توپير دی چی هغه په زهد او رياضت او دی يی په عيش او عشرت.هغه صوفي هم خوارول کول او دی ئی هم خو فرق دومره دي چی هغه به خپل ځان خواراوه او دي خلک خواروي.هغه صوفي هم بي نيازه وو او دی هم بي نيازه دی خو هغه داستغناء په وجه او دی دډيري غناء په وجه.هغه صوفي دنياته شاکړه او ده په شاکړه.پخواني صوفي لکه ديوجانس دسکندر سيوری په سر نه قبلاوه او دی ئی ظل الله بولي او سرپري ماتوي.............."


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more