د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دطالبانو وياند ته ليک

اشفاق
25.07.2006

دطالبانو وياند ته ليک
ډاکټر صيب حنيف !
خبر شوې ، تا د چا د وژنې مسووليت په غاړه واخيست !؟
پوه شوې ، ستاماين د چاله بدنه وينه تويه کړه !؟ او د چاکور دې د لوى اختر په ورځو کې دغم په ټغر کښېناوه؟
واوره :
ستاماين په داسې چا خاورې واړولې چې تازه يې د هيلو غوټۍ په سپړېدو وې .
زاهدالله جان يادوم، دهغه زده کړې دې نيمايي کې پرېښودې ، اوس به په ټولګي کې د هغه څوکۍ تشه وي .
نور به د زاهدالله د نوم اخيستو په وخت کې د ( صيب ) غږ پورته نه شي او نور به د ښوونځي په دهليزونو کې د هغه د قدمونو اواز وانه ورېدل شي .
ډاکټره ! له بلې دې خبر کړم ، د زاهدالله کورنۍ تر ډېره په هغه ورځ د هغه لاره څارله ، تر ډېره يې د مور سترګې دانګړ په ور نښتې وې ، خوبېرته نه شو، هغوى څه خبر وو ، چې ستاسو ماين دهغه له پښو نه دقدم پورته کولو وس اخيستى دى .
ډاکټره خبر يې ؟
د زاهدالله داختر کالي تراوسه دخياط په دوکان کې دهغه په نوم ځوړند دي ، اختر به راشي دوکان به له نويوګنډل شويو کاليو تش شي ، خو دهغه جامې به هماغه شان ځوړندې پاتې شي .
ډاکټره ! داختر په ورځ به دهغه ټول ملګري راشي ، له کوره به يې تاو راتاو شي ،خو پيدا به يې نه کړي .
حنيفه ! د زاهدالله مور به سهار وختي د هغه کوټې ته لاړه شي ، تر ډېره به د وره شاته ولا ړه وي ، خو زاهد الله به يې تر سترګو نه شي ، هغه اوس دخوب ځاى بدل کړى او داسې په دروند خوب مو ويده کړى چې د مور يوه ناره به يې هم ويښ نه کړي .
حنيفه ! نښه دې ډېره پخه وه ، زاهدالله دې په هغه ځمکه را وغورځاوه، په کومه چې څو شېبې وړاندې ده دزده کړې لپاره قدمونه اخيستي وو .
هغه سره قلم اوکاغد و او شايد له همدې ستاسو ويره وه .
حنيفه !
دالومړۍ وژنه ، نه ده ، تاسې خامخا خبر ياست ، داروزګان او هلمند ماشومان هم څو ورځې وړاندې په خپلو وينو ولمبول شول .
تاسو په جرئت دغه مسووليتونه اخلئ ، خو دا جرئت مو بې ځايه نه دى ، ډاډه ياست .

تاسو ښه پوهېږئ ، چې زموږ واکدارانو د ( ولکم فى القصاص حيات ... ) ايت هېر کړى ، ډېرې ميندې بورې شوې، خو لا د دار پړى خالي ټالۍ وهي او وژونکي سرې سترګې ګرځي .
تاسو دنننيو واکدارانو مجبوريتونه هم پېژندلي او اساسي قانون موهم لوستى دى .
واکدارانو دبشر دحقونو نړيوالې اعلاميې ته خپله وفاداري ښودلې ده ، که پورتنى ايت شريف عملي شي ، د بشر د حقونو مدافعانو ( ! ) ته به څه ځواب ووايي ؟؟
موږ بې وسه يوو، دومره بې وسه چې خپل زاړه او نوي قاتلان نه شو ښودلى، خو موږ يواځې همدومره هيله لرو چې : ( ( والله عزيز ذو انتقام ))

دوست


اشفاق
25.07.2006

د ولسي خلکو په شهادت کې د طالبانو لاس

د غيرت کندهاري ليکنه

خبري رسنيو خبر ورکړ چې د شنبې په ورځ، د جولاي په دوه ويشتمه نېټه ماځيګر ناوخته د کندهار په ښار کې د طالبانو لخوا پرله پسې دوه ځانمرګي بريدونه ترسره شول چې څوارلس کسان يې مړه او پنځه دېرش ټپيان کړل. په مړو کې دوه او په ټپيانو کې اته تنه ايتلافي عسکر وه. نور ټول افغانان وه.

دغه ډول چاودنې او بريدونه د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې هره ورځ ترسره کېږي چې زيات قربانيان يې افغانان او لږ بهرني عسکر دي. د يوې اندازې له مخې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدا وروسته تر اوسه پورې چې طالبانو څومره چاودنې او بريدونه کړي دي د دوو سوو خواوشا پکې امريکايان وژل شوي او د پنځو زرو څخه زيات افغانان يې شهيدان کړي دي. د ټپيانو او بې کوره شويو افغانانو شمېر د دې څخه څو چنده زيات دى. هغه ولسي خلک چې د طالبانو د غلچکيو بريدونو په ځوابي عملياتو کې د ايتلافي سرتېرو لخوا شهيدان شوي دي له دې پرته دي. طالبانو وخت په وخت د دې ټولو چاودنو او بريدونو پړه په ډېره بې شرمۍ سره په خپله غاړه اخيستې ده او په دې خبره يې هيڅکله خواشيني نه ده ښودلې چې د دوى په چاودنو او بريدونو کې ولسي خلک شهيدان کېږي. دا په دې چې دوى دغه تخريبي کار ته د جهاد او اسلام نوم ورکوي خو زه وايم چې په دومره ډاګيزه توګه د څو تنو بهرني عسکرو د وژلو لپاره د سلګونو افغانانو شهيدان کوونکي ځانونو ته په کوم دليل مسلمانان وايي؟ او هغه خلک (طالبان) چې د غلو په څېر يو کلي ته ورننوځي، په دولتي او بهرنيو عسکرو ډزې وکړي، بيا تښتي يا پردي کورونه د وسلې په زور ونيسي او ايتلاف دې ته اړ کړي چې د دوى د وژلو لپاره کلي بمبار او ولسي خلک شهيدان کړي نو دوى په کوم دليل ځانونو ته مجاهدين وايي؟.

زه تر هر چا د مخه د ايتلاف د ځواکونو لخوا د ولسي خلکو د شهادت پېښې غندم او زما په نظر هر زړه لرونکى انسان او مسلمان به يې غندي او غندلي به يې وي خو زه د دا ډول پېښو مسئولين او عاملين طالبان بلم ځکه چې دوى په کليو ورننوځي، د ولسي خلکو په کورونو کې مورچې جوړوي او له هغه ځايه په ايتلاف او دولتي عسکرو ډزې کوي. نو بيا دا خو د جنګ اصول دي چې د کوم ځاى څخه په تا ډز کېږي ته به هم په هغه ځاى ډز کوې، څوک چې تا وژل غواړې ته به کوښښ کوې چې هغه له ځانه مخکې کړې. زه خو وايم طالبان قصداً عمداً کوښښ کوي چې د کليو او کورونو د منځ نه په ايتلاف ډزې وکړي تر څو ايتلاف بېرته په دوى ځوابي بريد وکړي، ولسي خلک شهيدان شي او طالبانو ته دا چانس په لاس ورشي چې په دې توګه نړيوال ايتلاف بدنام کړي. دا هسې خبره نه ده، د هېواد په جنوبي ولايتونو کې د ولسي خلکو د شهادت پېښې په همدې توګه رامنځته شوې دي. که څوک په دقت سره دغه پېښې مطالعه او بيا وسنجوي نو په اسانۍ سره به پوه شي چې طالبان په دغه تاکتيک سره ايتلافي او دولتي ځواک خامخا دې ته اړ کوي چې د طالبانو د وژلو لپاره کلي بمباري شي او ولسي خلک پکې شهيدان شي.

په دغه ډول پېښو کې ګرده نړۍ او د ګردې نړۍ ميډيا د افغانستان دولت او ايتلاف وغندي او غوښتنه ورڅخه وکړي چې په خپلو عملياتو کې دې د ولسي خلکو ساتنه وکړي خو په دې خبره هيڅوک ځان نه پوه کوي چې دا هم د طالبانو د تاکتيکونو څخه يو تاکتيک دى او ډېر بې رحمه دى ځکه چې د خپلو سياسي اهدافو لپاره ولسي خلک لکه ګډې او وزې قرباني کول او بيا دې ته د اسلام او جهاد نوم ورکول د داسې خلکو کار کېدلى شي چې هيڅ بشري احساس، عاطفه، رحم، ايمان او خواخوږي نه لري.

دغه ډول د څو تنو بهرنيو عسکرو د وژلو لپاره داسې چاودنې او بريدونه کول چې زيات شمېر ولسي خلک پکې شهيدان شي د طالبانو د بې رحمۍ، بشر دښمنۍ، افغان دښمنۍ، هېواد دښمنۍ، اسلام دښمنۍ او د پرديو د ايجنټۍ يو ښکاره ثبوت دى . د افغانانو لپاره اوسمهال تر ټولو ستر جهاد دا دى چې هېواد د طالبانو د شر څخه وژغوري. د دې شر د له منځه تللو څخه ورسته به بهرنۍ قواوې هم له افغانستانه ووزي ځکه چې نور به نو بهرنيو قواوو ته په افغانستان کې د پاته کېدو اړتيا پاتې نه شي. او که داسې ونشي نو تر څو چې طالبان په پاکستان کې روزل کېږي او افغانستان کې شر او فساد خوروي تر هغې به بهرنى ځواک هم د دوى د ځپلو لپاره موجود وي او په هېواد کې به د جنګ حالت حاکم وي. په جنګ کې نو بيا مړي خامخا کېږي. يانې ولس به کله د طالبانو او کله د ايتلاف په لاس مري او ځپل کېږي. خو که ولس راپاڅېد، د دولت ملاتړ يې وکړ او د طالبانو شر يې له منځه يوړ نو ايتلاف به هم خپل کور ته ځي او وطن به افغانانو ته پاته کېږي. يانې دا يو شر چې له منځه لاړ شي دا بل به په خپله کور ته ځي .


mahboob
26.07.2006

salamoona
staso la darooghoo aw propagand na ywa narhi manana tasi fikir kawi chi pa di naprhito ba khalak la talibano na bad gomana krhi khoo yad lari chi jehad yawazi da talibanoo kar na da balki da taghoot pa moqabil ki tolo afghanano lasona sara warkarhi di


منلی
27.07.2006

سلامونه اونیکی هیلی
محبوب خانه داسی ډیری پیښی له طالبانوځنی شوی زماخپل دتره زوی چی له بدقسمتی امریکایانوسره ترجمان وه کله چی له زابل نه دروژی په ۲۷ نیټه داختررخصتی لپاره کورته راته په لارکی طالبانو ښکته کړی وه اوترڅوورځومخکی یی هیڅ درک نه وه دوه واړه بچی چی یویی ۵کلن اوبلی یی ۳ کلن ده پلاریی هم دپاټکیانوپه وخت کی مړی ژوندی ورک شوی، په جهادکی یی دوه ترونه شهیدان شول خپله یی ټول عمر دپاکستان په ګرمیوکی هجرت تیرکړ ددعوت جهادپوهنتون نه فارغ شوی وه په څلورژبوچی انګریزی یی ډیره ښه وه خبری کولی شوی اوهمدارنګه دکمپیوټر زدکړی یی کړی وی په افغانانویی ډیرزړه خوږیده په پاکستان کی یوکورس جوړکړی وه چی دغریب بچیانونه یی فیس نه اخیسته دمدرسی طالبانوته یی دانګلش درس مفت ورکاوه په اسلام ډیر مین وه خوتاسی دیوی غلاطی لپاره هغه حلال کړاودهغه له حلالیدونه موفیلمونه ډک کړل دهغه دوه بچی اومیرمن چی په کابل کی اوسیږی بل څوک دکټی هم نه لری اوحکومت چی رئیسان اوزیران یی تراوسه خپل جبونوته کارکوی چاته لارس اوږدکړی څنګه خپل ورځنی ژوندپه مخ بوځی .


Ajab
27.07.2006

د جاسوسۍ په تورنيول شوى افغان وګړى د طالبانو په لاس دحلالولو سىډى بازارته راووتله

جلوزو(نورپاچاارغنديوال) د طالبانو لخوا د جاسوسۍ په تور نيول شوے يحيى د ذکريا خان زوې دکابل ولايت اوسيدونکے ووژل شو.يحيى چې دموراؤ پلار يوازينے زوې ؤ دخپلې کورنۍ د نفقې اؤ حلال رزق ګټلو دپاره يوې بهرنۍ موسسه کښې دنده ترسره کوله. چې دقندهار ولايت کښې پداسې وخت کښې ونيول شو چې له قندهارڅخه دکابل په لور خپل کور ته درخصتۍ تيرولو په خاطر روان ؤ. يحيى د ذکرياخان زوې چې تراوسه پورې په پيښورکښې د جلوزوکيمپ يو افغانے کډوال ؤ خو تيره مياشت ئې خپله کورنۍ دهيواد پلازمينې کابل ښار ته ليږلې وه. خو ځينې خپلوان ئې اوس هم په پيښورکښې دمهاجرت شپې ورځې تيروى. ديحيى دوژل کيدو هغه سىډى کيسټ چې طالبان ئې حلالوى، بازار ته راوتلے دے. چې ديحيى دحلالولو په ليدو کتو سره ئې د ځينو خپلوانو په زړۀ دوره راغله چې يو سترماتم اؤ وير ئې دخپلوانو په مينځ کښې جوړ شوے دے. ديحيى په حقله ئې نزدې خپلوانو دوستانو اؤ غمشريکانو ددۀ دحلالولو دغه عمل داسلامى اؤ نبوى(ص) شريعت په خلاف ګڼلے اؤ ځينو ئې د نوموړى دسپيځلى جسد دلاس ته راؤړلو لپاره قندهار ته تللى وو چې دځينو امنيتى ستونزو له کبله بيرته تش لاس خپلو کورونو ته راستانه شول. چې له دغه عمل سره نۀ يوازې د يحيى کورنۍ غمژنې اؤ ويرژنې شوې بلکې دکورنۍ ټول غړى اؤ دوستان ئې هم دخپلو بچيانو په اړوند په سختو انديښنو اؤ خواشينۍ کښې کښينولى دى کوم چې دهغوى اولادو ته اؤ زلمى بچيان په بهرنيو موسسو کښې خپل هيواد اؤ خلقو ته دخدمت په لاره کښې دندې ترسره کوى

د وحدت د ويبسايټ څخه


Ajab
27.07.2006

کندز امنيه قوماندان سيد احمد "سامع" نن (2006-06-27) د دې پېښې د تصديق پر مهال افغان اسلامي اژانس ته وويل چې ( نن (2006-06-27) د کندز د ښار د کابل په اډه کې د ايساف په يو موټر ځانمرګى بريد وشو چې له امله يې پخپله بريد کوونکى او دوه (2) تنه لارويان مړه او اته (8) تنه نور ټپيان شول).
له بلې خوا د طالبانو وياند ډاکټر محمد حنيف د ستلايت تليفون له لارې د دې ځانمرګي بريد د مسئوليت پر غاړه اخيستلو سره افغان اسلامي اژانس ته وويل ( دغه بريد د جان اغا په نامه يو تن طالب ترسره کړ چې د تلفاتو په هکله يې مونږ معلومات نلرو).


Ajab
27.07.2006

له کندهاره د ميرويس افغان راپور
نني ځانمرګي بريد د كندهار نژدې ټول ښار ته ټكان وركړ او د نورو ځانمرګي بريدونو خلاف نننى هغه خورا زورور و.
په ځانمرګي بريد كې د كارول شوي موټر ټوټې شاوخوا ١٠٠ ميتره ليرې پرتې وې، پر سړك باندې ٥٠ متره يوې او بلې خوا ته وينې تر سترګو كېدې، د پېښې په ځاى كې حاضرو سيمه ييزو خلكو د يوۀ ګاونډي هيواد پر خلاف شعارونه وركول، دوى انګېرله چې ګواكې د دغه بريد تر شا به يې لاس وي.

ځانمرګى بريد د كندهارښار په لويه جاده كې عيدګاه دروازې ته څېرمه ولايتي ودانۍ ته په څه له پاسه ٢٠٠ ميتره كې تر سره شو.

چارواكي وايي د بريد نښه د كندهار والي اسدالله خالد و خو د بريد پر مهال باندې له دغې سيمې څخه د كاناډايي سرتېرو كاروان هم تېرېده.

[size=24:cebb8a1226][color=white:cebb8a1226]په پېښه كې ټوله مرګ_ژوبله ملكي وګړو ته وراوښتې ده، څلور كسان وژل شوي او ١٣ ژوبل دي، د پېښې په قربانيانو كې يوه مېرمن هم شامله ده.[/color:cebb8a1226] [/size:cebb8a1226]په دغه ځانمرګي بريد كې بريد كوونكى هم وژل شوى دى، د كندهار د والي وياند داود احمدي وايي د بريد كوونكي هويت لا تر دا مهاله نه دى څرګند، خو دى اټكل كوي چې بريد كوونكى به بهرنى وي


AJABA washarmeza

mahboob
28.07.2006

salamona
ajaba yara ta khoo sa ajiba shayan liki
da talibanoo chi pa waro waro ialanona warta wakrho chi jasoosi ma kavi kho da jasoosan bya hum da pyso mini pasi akhisti aw la jasoosi kavi no taban ba yi hagha wazni aw bal da taliban chi da jasoosano pa jasoosi shahidanizi aya haghoy moor plar aw bachyan na lari
ta sanga sharmizi na chi da jasoosanoo marg zari aw spysali talib mojahid shaheedan di hyr di
DA KHO TA WAYI CHI HAGHA JASOOSAN NA WOO ZAKA CHI STA KHPALWAN WOO HAL DA CHI PAKHPALA AMRIKAYANOO DA IALAN WAKAR CHI HAGHOOY DA AMRIKI LA LOORI JOORI SHAWI DA TROORIZM ZID IDARA KI KAR KAWO NO JASOOS KHO HAMDE TA WAYI DA JASOOS KHO LAKIY NA WI


Ajab
28.07.2006

محبوبه وروره د جاسوسانو لکۍ نه وي خو ستا لکۍ شته ځکه چې:
لومړى: دغه پورتنۍ ليکنې يوه هم ما ندي کړې، ليکنې د بل چا دي ما يواځې د ويبسايټونو نه راخستې دي.
دوهم: تاته هر هغه افغان چې د افغانستان (د مجبورۍ له کبله او يا هم وطن سره د مينې لپاره) په افغانستان کې په څه ناڅه کار بوخت دى د امريکايانو جاسوس درته ښکاري.
دريم: مرګ ژوبله يواځې په جاسوسانو پورې نده، د چاودنو او بريدونو په نتيجه کې چې کوم په لاره روان افغانان مري هغو ته تا په خپل کتاب کې څه نوم ورکړى دى؟
څلورم: هر څوک مجبور دى چې يو څه کار وکړي، بيا که دغه خلک چې د امريکايانو لپاره جاسوسي کوي ستاسې نه خو ښه دي ځکه چې تاسې د اي ايس اي لپاره نوکري کوئ او هغوى يې د امريکايانو لپاره. اي ايس اي پخپله د امريکا حرام خوره سپۍ ده. نو تاسو د امريکا د يوې سپۍ نوکران ياست او هغوى نېغ په نېغه د امريکا نوکران دي. تاسې ښه شوئ که هغوى؟
پنځم: ايا په ښوونځيو او روغتونو بريدونو او د سرکونو الوځولو ته هم تاسې جهاد واياست؟ د ملا عمر نه تر اسامه او د اسامه نه تر تا پورې ټول ترهه ګر راغونډ شئ او حساب ولګوئ تاسې چې افغانستان څومره وران کړى دى د هغې په کروړمه برخه مو څه پکې جوړ کړي هم دي کنه؟ ځواب يې نه دى. او امريکايان لږ تر لږه تر تاسو په دې ښه دي چې کوم ځايونه ورانوي هغه بېرته خو راجوړوي. بلکې چې تاسې يې ورانوئ هغه هم راجوړوي.


منلی
28.07.2006

سلامونه اونیکی هیلی

محبوب خانه یحیی جاسوس نه وه ترجمان وه که تاسی سره دهغه دجاسوسی کوم ثبوت وی مونږته یی وړاندی کړی که نه هسی ...............
زماغوندی ډیرساده خلک درباندی غولیدلی وه اوتراوسه پوری غولیږی داسلام له نوم نه فایده اخلی خدای (ج) خبرچی اصل موڅه ده تاسی له وجی خلک له سم ملااوطالب نه هم نفرت کوی .
ستاسی پوه لیډرعمراخوند وایی چی امریکی ته ماتی ورکووخوزه چی په هیڅ نه پوهیږم ستاسولیډرته وایم چی فی الحال امریکه ماتی خوړونکی نه ده .داحمقوپه جنت کی اوسیدالو فائیده ..................
کیدی شی عمراخوند دهغه معصوم اوپاکوطالبانوزړه ساتلو لپاره داسی بیانونه ورکوی په اصل کی دی به هم دی نتیجی رسیدلی وی کومی ته چی زه رسیدلی یم .
مغرب داستحکام سبب صرف جنګی سامان اوعسکری قوت نه ده بلکی داستحکام سبب یی انصاف اوعلم ده .
زمونږپه افغانستان کی انصاف دترازو پلی هیڅکله برابری نه وی همیشه یوه پله یی جیګه وی چی په هغه کښی زمونږ دوخت رئیسان ،لیډران ،وزیران اوقومندانان ناست وی وینویی چی بیرغونه جیګ وی دوطن پرستی خبری کوی اسلام زنده بادناری وهی .


Ajab
29.07.2006

ميرويس افغان
کندهار
پنځه ورځې له هغو پېښو تېرېږي چې [color=white:41023ffc5d]گڼ ولسي وگړي[/color:41023ffc5d] اويو شمېرنړيوال پوځيان په کندهار کې د دوو ځانمرگو بريدونو ښکار شول.
د هغو بريدونو يو عيني شاهد، او تر څه ځايه يو قرباني زه يم. زه ظاهراً جوړښكارم، خوناببره وېره او دبدن دځينوبرخو ژوردردونه مي دې ته اړباسي چې روغتون ته ولاړ شــــم .

دپنجشنبې په روځ ((2006-07-27)) دوبنۍ غرمـــه اوتــــودوخـــــــه خـــوراډېره وه. دكندهار په ميرويس روغتون كې گڼې گوڼې ځاى سکون ته ورکړى و.خوبياهم دگڼو ونوسيوري ته ډېرى هغه كسان ويده ترسترگوكېدل چې ناروغان يې په روغتون كي تردرملنې لاندي وو.

د عاجلې څانگې د ننه وتو دروازې ته څېرمه په پوره پښتني جامو كي نغښتې يوه مېرمن ناسته وه چې تورپوړنى يې پرسر او ديوال ته يې ډډه وهلې وه، خوډېره ناارامه ښكارېده.

زړه نازړه يې خواته ورغلم اوترجوړپخير وروسته مي ددې دحيرانتيا په اړه ترې وپوښتل ، هغې په ژړغوني غږ وويل :

كونډه يم ، غږمي څوك نه اوري، يوازي يو زوى مي درلوده، هغه هم هغه دى [color=red:41023ffc5d]ظالمانو [/color:41023ffc5d]راشل كړ. ددوا پيسې او د زوى ددردونو توان نه لرم. دلته په دادروازه كي دخداى درته ناسته يم ...

[color=white:41023ffc5d]اونوره په ژړاه شوه [/color:41023ffc5d]. په داسي حال كي چې دخپل پوړني په پلو يا څنډه يې خپلي اوښكې پاكولې ، راغبرگه کړه:
((ډاكترصاحب، دخداى لپاره پرماورحمېږه اودبچي علاج مي وكړه. ترخداى رالاندي بس دغه يوزوى لرم!)).

دغې سپين سرې فكر كاووچې زه ډاكټريم ، ماورته وويل :
مورې! زه خپله مرسته له تاڅخه نه سپموم خوزه ډاكتر نه يم، خبريال يم.

دې بې له ځنډه مخ رانه واړاوه اوبې اختياره يې وويل:
[color=red:41023ffc5d]((په تاسوخبريالانودي هم اورستړى شي،خوورته وواياست چې سپين مسلمانان دې نه وژني.))[/color:41023ffc5d]

که څه هم د کندهار د ميرويس مېنې د تېرې شنبې ورځې 22/07/2006))
ددوو ځانمرگو بريدونو دمرگ - ژوبلي دقيقه شمېره لا نه ده څرگنده، خو نژدې شل ټپيان اوس هم په ميرويس روغتون كې تر درملنې لاندي دي.

دغه دوه ځانمرگي بريدونه چې د 150 متروپه توپير او د نيم ساعت په واټن ترسره شول ، هدف يې نړيوال سرتيري وو، چې په لومړي بريد كي يې د هغوى دوه پوځيان ووژل او اته نور يې ټپيان کړل .

خو دويم بريد چې ماته يوازي ديو څو مترو په واټن ترسره شو، [color=white:41023ffc5d]ولسي وگړو ته خورا زياته مرگ ژوبله واړوله چې د ځينو باوري سرچينو له خولې، ترشلو زيات كسان پکې ووژل شول اوشاوخوا څلوېښت نور يې ټپيان كړل. [/color:41023ffc5d]

محبوبه د ميرويس افغان دغه د سترګو ليدلى حال وګوره او بيا ووايه چې د دوو بهرنيانو لپاره دوه ويشت افغانان وژل (دوه ځانمګري او شل ولسي وګړي) په کوم دين، مذهب، قانون کې جهاد دى؟


mahboob
29.07.2006

salam pa hagha cha chi ahal yi di
ajaba awal kho da wowaya chi ta zama [color=red:ddca27b043]LAKY [/color:ddca27b043] chiri walida
dwaham da chi hagha kasan chi ta yi aam khalak booly hagha polis di chi da talibano da weno doshmanan di zaka yi no talibano ta wazal rawa di kary yam no da khabara mo ham doroogh da zaka za hghoy pyzanam ham na
dryam da chi tasi pa ma da gholamiyat ilzaam lagawaly no za pa tasi ilzam zaka na lagawam chi mata da tarbeya rakral shwe chi da khalko da badoo khabaroo zawab ham sha warkawa no za da khpal asalat da sabitawalo lapara tasi ham akhlaqoo ta ra boolam
bal dachi ta pa wali ilzam lagawi za aw ta kho pa ywa bahas bandi khabari sara kawoo no pa ma sta aw pa ta zama da rayi ihtiram zaroori da za pa hywad ki na [color=darkblue:ddca27b043]ISI[/color:ddca27b043] ghwaram aw na ham [color=darkred:ddca27b043] USA[/color:ddca27b043] balki za da ywa azad islami afghanistan ghoshtoonky yam noor no staso khwasha chi har sa moo booliy hagha stasi pa moorniy aw plaraniy tar beya poori arha lari
khoo doomra wayam chi da kofaroo pa zed ba jihad tar qyamata poori jari wi
[color=darkred:ddca27b043]ghap ghapi sagha kam na konad rizq gada ra[/color:ddca27b043]


hotak
30.07.2006

هلکو مينه اوسلامونه
خدای موخوارکړه پدې اوتو بوتو.چي حوصله نه سره لرۍ څه جک وهۍ چي یوله بله بحث سره کوۍ. اجبه تاخودي خداي بې ښه بې بده خوارکړي. کله داجب په نوم ليکنه کوې اوکله دکوشان په نامه.
خو دایودي هم خپل نوم ندی. ستاسونډ له افغانانو سره نه سمیږي. تاته به ښه داوي چي چيري دیهودانو په فورم کي ګډون وکړی اوياهم دمسيحيانو.....
پاتي شوه هغه دمحبوب دلکۍ خبره نو والله هغه بيچاره ښه خبره کړي چي تانوزمالکۍ چیري وليده؟ځواب يی پرتاپور......
زماله آنده خو ځیني خلک لکۍ هم نلري خوهسي دسړي ورباندي دخره مينه پاتي شي.داډول کسان هغه دي چي پلارنیکه يی په افغانستان کي غوبانه وه خودوي چي لويديځ ته راورسيدل نو په نیمه شپه داسي بدلون پکي راغی چي افغانان ورته له څیلمي خره ښکاري.خوحقیقت دادی چي خره دوي پخپله دي.
هره ټولنه خپل کلتور اوټولنیزي ځانګړتیاوي لري. دلته زه دخپل باس له میرمني نه دهغه په وړاندي دورځي پنځه واره خرپنده مچکه اخلم.خوڅوک به نروبولم چي په کلي کي یوې پردۍ میرمني ته ووايي چي له ماسره واده وکړه.
والله له سره به يی داجب کوپړۍ ورجوړه کړي.
جومات،ملا،طالب، دازموږ ټولنیزي، کلتوري اوآن فولکوریکي پدیدې دي چي دچاپلاريی هم له ټولني نشي طرحه کولای. امان الله خان چي ددوي دورکولو لپاره بډی راونغښتلې پخپله پسې ورک شو.
پاتي شوه دادژباړونکو دوژلو اوحلالولو خبره نوکه دملادادالله پرځای زه یاني نصیراحمد هوتک دحاجي ملخي هوتک زوی وای نو والله بالله ثم تالله به مي تردې هم په پڅه چاړه حلال کړی وای.
زه به درته دهمداسي ژباړن یونکل وکړم. زموږ په کلي باندي امریکایانو دملابشيرپه نامه دیوه طالب قومندان دموندلو په موخه بريد وکړ. دهغه په کوريی چاپه ووهله.دکور والاو ورته وویل چي دادملابشيرکور ندی.پدې کي یوې میرمني دملابشيرماینې ته ویلي چي خورې ته لږ ځان ګوښه کړه تاونه پیژني چي دا دملابشيرماینه ده.ژباړن داخبره واوريده او ورمنډه يی کړه اوامريکایی قومندان ته يی داهرڅه وویل. امریکایانو بیادکور په پلټولو پیل وکړ خوڅنګه چي هلته یوازي ښځینه وې ځکه بیرته تلل خوهمدغه ژباړن ورته ویل چي دملابشیر ماینه اوبچیان باید پي آرټي ته یوړل شي!!!
نو اوس دغسي بې ناموسه ژباړنان دوژلو دي کنه!!!
ژوندی دي وي ملا دادالله اخند چي دامریکایی جاسوسانو لپاره دمرګ پیغام ثابت شو


اشفاق
01.08.2006

شچاري زامنو
اوتکه د بسلمانئ لاره دي پريشي او د منافقت پر لاره سيخ سوي يي بالا دي ته ته بسلماني واي چي پخپله د يهودانو شځو څخه مچکي اخلي او موژ ته نصيت کوي چي د يهودانو يا مسيحانو فورم ته لاړ سو. دا ټوله هسي ګپ دئ چي طالبانو د امريکا جاسوسان وژلي او ذبح کړي دي. طالبانو ته يواځي د افغانستان ورانول او د جګړي روان ساتل مطرح دي که دا په هر صورت سي دغه لاندي راپور وګوره.

د پېښور پښتو ورځپاڼې "وحدت" نن وليکل چې: د الله تعالی دکور مخې ته د بې ګناه انسانانو وينې تويول ____ آيا دا هم د اسلام خدمت دی؟؟؟

د پېښور مشهورې پښتو ورځپاڼې "وحدت" په خپله نننۍ (2006-08-01 ) خپرونه کې پرون (2006-07-31) جلال اباد کې د مولوي محمد يونس "خالص" د فاتحې د مراسمو پر مهال شوې چاودنه په خپله سرمقاله کې غندلې چې دغه سرمقاله دلته په عين شکل کې نشر ته سپارل کېږي:

(پرون د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار جنوب کې اوه کيلو ميټره ليرې د هډې د جومات مخې ته په داسې حال کې د ننګرهار په والي د بم يوه درنده حمله وشوه کله چې د جومات دننه په زرګونو خلک د افغانستان د نوميالي جهادي، علمي، روحاني او سياسي مشر مولوي يونس خالص مرحوم د فاتحې دپاره راټول شوي وه. د چاؤدنې نه فقط درې څلور دقيقې وړاندې د ننګرهار د والي موټر د پيښې د ځاى څخه وتلی ؤ له دې وجې والي شېرزي دغه چاؤدنې نه محفوظ پاتې شو.

طالبانو د دغې چاؤدنې مسؤليت په غاړه اخيستی دی او وئيلي يې دي چې دا يوه فدائي حمله وه کومه چې د والي ګل اغا شېرزي د وژلودپاره ترتيب کړی شوې وه. طالب وياند وائي چې دې حمله کې پنځلس تنه دولتي عسکر وژل شويدي، خو ولې د ننګرهار د پوليسو مشر جنرال عبدالبصير سالنګي وائي چې چاؤدنه کې ټول اتۀ کسان مړۀ او دولس ټپيان شويدي. د تېرو څو مياشتو راپه دېخوا په افغانستان کې د طالبانو لخوا د خودکشه حملو او بريدونو لړۍ کې شدت پيدا شوى دی او دوی روزانه د افغانستان په مختلفو ښارونو کې داسې قسمه بريدونه کوي چې د دې په وجه د افغانستان امن يو ځل بيا د خطر سره مخ شويدی او افغانانو سره د خپلې اينده په هکله يو لړ انديښنې ملګرې شوېدي. طالبان چې څومره بريدونه او خودکشه حملې کوي نو په هغې کې زياتره بې ګناه افغانان وژل کېږي او بلخوا چې د طالبانو په ضد ائتلافي او افغاني قواوې کوم عمليات ترسره کوي نو په هغې کې هم ملکي وګړي د قربانۍ ګډوري جوړېږي. يعنې دا وخت د ايتلافي او افغاني قواو او طالبانو ترمنځ روان جنګ کې ټول نقصان د بې ګناه افغانانو کېږي چې نړېوالي ورورلۍ ته ددې صورتحال په سختۍ سره نوټس اخيستل او افغانستان کې د امن، سولې او ثبات د ټينګولو دپاره په فوري توګه ميدان ته راټوپ کول پکار دي تر څو د طالبانو او ايتلافي ځواکونو ترمنځ روان کشمکش کې د بې ګناه افغانانو د وينو تويدو مخه ونيول شي. بيا تر کومې چې د جلال اباد د پرونۍ چاؤدنې تعلق دی نو د دې چې هر څومره غندنه وشي کمه به ځکه وي چې طالبان ځانونه د خداى او د رسول د لارې فدايان ګڼي نو بيا اخر په کوم دليل دوى د خداى د کور (جومات) مخې ته د بې ګناه انسانانو وينې تويوي او په دې عمل وياړ هم کوي؟؟؟ طالبان بايد دا خبره د پامه ونۀ باسي چې مولوي يونس خالص د افغانستان هغه نر فرزند او د اسلام د شمعې يو داسې پتنګ ؤ چې د افغانستان د ازادۍ او د اسلام د سرلوړۍ دپاره يې په کلونو کلونو د جهاد سنګرونه تاؤده ساتلي وه او تر اخري سلګۍ يې پخپله خاوره د پرديو د ناپاکو قدمونو په ضد غږ پورته کړو بلکې دنيا وليدل چې کله افغانستان کې روسانو ماتې وخوړه او امريکايان د ترهه ګرۍ د جنګ په نامه افغانستان ته راننوتل نو هم مولوي يونس خالص مرحوم په کټ پروت په زړو هډوکو د امريکايانو په ضد د جهاد اعلان وکړو چې په دغه اعلان د مولوي "خالص" د مرګ نه وروستو د طالبانو اميرالمومنين ملامحمد عمر "مجاهد" هم مولوي "خالص" مرحوم ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کړې خو دا چې طالبانو د يو دغسې ستر مجاهد او د اسلام د شمعې د يو داسې پتنګ چې ټوله نړۍ يې د سپېځلې عقيدې منونکې ده د فاتحې په موقعه د الله تعالی د کور مخې ته د بې ګناه انسانانو وينې تويې کړې نو دا ددې خبرې ثبوت دی چې طالبان دا کار د اسلام د خدمت د پاره نۀ بلکې د هغو قوتونو د خوشحالولو دپاره کوي څوک چې افغانستان کې د بدامنۍ او ګډوډۍ د تنور د ګرم ساتلو د پاره افغانانو نه د خشاک کار اخلي.)

اوتکه که ماته ملا دادله، ملا اومر، ملا اوسامه او نور په لاس راسي نو بالا به يي د کابل په باغ وحش کي وتړم او د عامه خلکو لپاره به ټکس ورباندي ولګوم تر هغه وخته به ټکس پر لګيدلي وي تر څو دومره پيسي لاس ته راوړم چي دوي افغانستان څومره وران کړي دي هغه پر جوړ کم.


pattang
03.08.2006

پلاره څه ښه نوم دې ايښی دی او څه ښې په کليوالي ساده پښتو خبرې ليکي افرين ، افرين خو زوی دې داسې درته وايې :
زه چې نن دخر ې سره زنا کوم نو ته يې ولې په علت نه پوهيږې ??
نن هغه ګلمجمان چې په لوی قندهار کې يې د نجيب په وخت کې ښځې بي عزته کړي او دشتي ليلی يې د پښتنو په مړيو ډکه کړې ده د کرزي خان څنګ ته ناست دي ٠
پلاره ستا زوی کله داسې نا مردي قبله وي ٠
پلاره ته ولې سترګې نه غړه وې ?
پلاره که دا تر جمان زما پلا س را شي ولا که يې پرېږدم ، څکه هغه پښتنولي
( زمونږ هويت ) ماته کړې ده٠.
خو پلاره زه يوه خبره درته کوم :
که چېرې ته ملايان باغ وحش ته ولېګې، نو ګوره ارو مرو به کرزی او دهغه ټوله کابينه، هلته چپړاسيان مقرره وې چې هره ورڅ په راتلونکي کې، دملايانو مردارۍ ورپاکې کړي .

دبيغيرتو په ځړېدواو په پښتني مينه
پتنګ

[quote:6505b5dcc3]اوتکه که ماته ملا دادله، ملا اومر، ملا اوسامه او نور په لاس راسي نو بالا به يي د کابل په باغ وحش کي وتړم او د عامه خلکو لپاره به ټکس ورباندي ولګوم تر هغه وخته به ټکس پر لګيدلي وي تر څو دومره پيسي لاس ته راوړم چي دوي افغانستان څومره وران کړي دي هغه پر جوړ کم.[/quote:6505b5dcc3]


اشفاق
04.08.2006

پتنګه زويه شچاري
باور وکه زه د منتق ودي خوني ته نه راتلم په دي چه بالا زما يي له منتقه سره څه زه خو يو بيسواده افغان يم ما فکر کاوه چي دلته به نو منتقي باثونه وي خو چي ستا او د نورو خبري مي وکتلي پوه شوم چي منتق ټنتق نشته ټوله چټي خبري دي که دا منتق همدي ته وايي نو دا خو هيڅ علم ندي
دا مي ځکه درته ويل چي وتاسي ماته د نجيب ګلم جم او نور او نور د ظلمونو خبره کوي زه درته وايم يه له عقله خلاسو زامنو که نجيب - ګلمجم - دوستم - مسود - امريکا - روس - کرزي او نور او نور په پشتانه ظلمونه کړي دي نو دا ددي دليل شه چي طالبان دي هم پري باندي ظلمونه وکړي؟
که ستا ماشوم زوي د کوره بهر په کوڅه کي پردو خلکو رايسار کړي وي او ناحقه يي وهي ډبوي نو ته به يي هم وهي او ډبوي ځکه چي نورو خلکو هم وهلي او ډبولي دي؟
ګلدين په کندهار کي خپل دوکان کوي او د خپلو ماشومانو بچو لپاره مړئ ډوډئ پيدا کوي د هغه يي لدي سره څه چي د افغانستان پاچا کرزي دي که نجيب لا يي تر اوسه د ناتو نامه نده اوريدلي او نه پدي پوهيژي چي ناتو څشي دي هغه تر دي دمه کمپيوتر ندي ليدلي همداراز لدي ندي خبر چي پر لبنان اسرايل بريد کړي دي نو د هغه څه ګوناه ده چي د طالبانو په چاودنه او بريد کي مري؟
يا د هغه د بچيانو څه ګوناه ده چي طالبان يي په شوونځي کي ورسوځي؟

دغه لاندي راپور هم وګوره او بيا خپل سر په خلاص که چي د دي خلکو څه ګوناه وه؟
کندهار کي ځانمرګي بريد ٢١ ملکي کسان ووژل
د چارواکو په وينا ددې بريد له امله چې گڼ کسان ژوبل شوي هم دي، چاودېدونکي مواد يو موټر کې ځاى په ځاى شوي وو.
بريد د کندهار د پنجوايي په ولسوالۍ کې يو مارکيت کې ترسره شوى دى، قربانيانو کې کوچنيان هم شامل دي. وړاندې دد کندهار امنيه قومندان وويلي چې بريد موخه د ناټو پوځيان وو خو پرځاى يي ملکى خلک ووژل شول.

پدى بريد کې د ٢١ کسانو د وژل کيدوسره ١٣ تنه ټپيان شوي هم دى. دا بريد په داسى حال کې تر سره کيږې چې ددي اوونۍ په پيل کې ناټو ته ددې سيمى د عملياتو قومنده د امريکا د ايتلافى ځواکونو څخه ورسپارل شوه ده.

دغه سيمه د طالبانو غښتلى مرکز بلل کيږى خو ويل کيږى چې په تيرو څو مياشتو کې لوى شمير کې طالبان دلته وژل شوي دي.

http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2006/08/060803_im-bomb-blast-kandahar.shtml


pattang
04.08.2006

پلاره سلام عليکم !
زوی دې مکتبي دی راڅه پلار ه چې د منطق له بحث څخه تېر شو ٠
زوی دې يوې موضع ته اشاره کړې او پلار بايدپه اشاره پوه شوی وی :
دکرزي حکومت او دهغه ټوله دار او دسته په اولس کې پايه نلري او هغه ډير علتونه لري چې شايد تاته مالوم هم وي ٠ خارجيان هم د سپي زامن دي ،هغوی هم جنايتکاره ترڅنګ نيولي او کرزی خو شې مولۍ (ملۍ ) ده، دا په دې مانا هم چې رنګ دپښتنو بد شه او ګټې دپښتنو دښمنانو وکړې٠ که خارجيانو رښتيا سوله غوښتی نو ټول جنګي جنايتکاران به يې لکه په بوزنيا کې د دنهاګ محکمې ته سپارلي وی
نو اولس به ا وس ډيرترې نه خوښ وو٠ اوس نږدې 90% روڼ اندي هم ددې حکومت طرفداري نکوي او نه يې غواړي . اوس به پلاره بيا وايې چه زوی بي منطقه روان دی خو نه داسې نده ٠

دښونځيو سوځول او د بي ګناخلکو وږل لوی جنايت او بد بختي ده ، خو کرزي خيل دې هم ډير مردار خلک دي که دوی پاک وی نو طالب به څه شی وواوکله به ملت داسې خلکو ته ځای ور کاوه او خلکو به ژوندي خوړلي وو٠بياهم زه په هرصورت چې وي دښوونځيو، سرکونو، پلو او نورو کلتوري او مادي سيستمونو ورانول ،زه دافغان ملت سره خيانت او لوی جنايت بولم٠
که اشغالګر او دهغوی استازي سم شي نوملت به ښه طالبان افغانان کړي او خرڅ شوي به له فيکالستان ځخه هغې خواته تېر کړي ٠

په پښتني مينه پتنګ

[quote:a15afa4972][color=brown:a15afa4972] پتنګه زويه شچاري
باور وکه زه د منتق ودي خوني ته نه راتلم په دي چه بالا زما يي له منتقه سره څه زه خو يو بيسواده افغان يم ما فکر کاوه چي دلته به نو منتقي باثونه وي خو چي ستا او د نورو خبري مي وکتلي پوه شوم چي منتق ټنتق نشته ټوله چټي خبري دي که دا منتق همدي ته وايي نو دا خو هيڅ علم ندي [/color:a15afa4972][/quote:a15afa4972]

http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2006/08/060803_im-bomb-blast-kandahar.shtml[/quote]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more