tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

د ټول افغان طرحي مشاعره . . . .
پاڼي ته لاړ شئ شاته  1, 2, 3, 4, 5, 6, 7  مخکي
 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> وطن پال او نور ګټور شعرونه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
sahar



دغړيتوب نېټه: 22 نومبر   2005
ليکنې: 20
ځای: uk

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   ميئ   04, 2006 1:32 pm    عنوان   : Reply with quote

هر سهار په څلور لارې کې مې څار وي
په والله چې د څو ښکليو انتظار وي .... عابد
که يو ځلې د وطن ښکلا ته تم شي
"عابد" جان به بياله ښکليو توبه ګار وي .... ابوعمر، عابد
ورته ناست يم، ورته ګورم، ورته ژاړم
ګوندې تللی مې جانان پر دغه لار وي ..... هيواد شېرزاد
انتظار ته دې د پای ټکی کيږده
امکان شته دی چې خپه درځنې يار وي ٠٠٠پاچاخوستي
مړاوو سترګو يې اظهار دمينې وکړ
پروا نشته که يې خوله باندې انکار وي ......سهار

چېرته ښکلي چې په مخه باندې راشي
د "سالک" خبره، ټول د ننګرهار وي ...... هيواد شېرزاد
ټول ياران په خپل نوبت شعرونه وايي
غيرحاضريواځى يو "دعمرپلار"وى .........(؟) هيواد شيرزاد
زه يواځې د ښکلا ليونی نه يم
د دې واړه شاعرانو دغه چار وي _ _ _ عابد



دا لا څنګ مشاعره ده، چې زه راشم
يو عابد وي، يو صميم وي، يو سهار وي ..... عجب کنړی

شاعران خو ټول افغان کې بلها ډېر وو
خدايزده چرته به حيران چرته انګار وي؟ ...... ع کنړی

د صميم خبرې ډېرې دي ترسکونې .............ع کنړی
لکه ښې تودې ډوډۍ سره اچار وي

دا يوازې امريکا نه ده چې ژاړي
پښتانه د هر دښمن سترګو کې خار وي ..... سهار

نه پو هېږم لويه خدايه دا به څوک وي ؟
چې يو ښکلی يې ولاړ تل پر مزار وي ..... صميم کټوازی

سترګې ولې مې له سترګو دې شرمېږي ؟
پرښتې دي چې له خدای سره يي کار وي ..... صميم کټوازی

لکه پېغلې د مئينو لاې ګوري
دواړه سترګې مې نيولې ستاپرلار وي ....... صميم کټوازی

په دې خپل قسمت زه څه وکړم يارانو
پلار يې راشي چې زما ورباندې وار وي ___ عابد

په خپل حسن وي مغروره هسې چل کړي
په وعدو کله د ښکلو اعتبار وي ................... سهار

______________________________
دوستانو سلامونه
عابد صيب دستاينې او بلنې نه مو دزړه له کومې مننه او د بهير سره خو تل مونږ ملګري يو
او ملاتړ يې کوو او په راتلونکې کې به ضرور خپله قلمي همکاري ورسره پيل کړو .
انشاالله
______________________
په درنښت سهار
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ Yahoo Messenger
الهام



دغړيتوب نېټه: 06 ميئ   2006
ليکنې: 28
ځای: پېښور

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   ميئ   06, 2006 11:23 am    عنوان   : ::: Reply with quote

هر سهار په څلور لارې کې مې څار وي
په والله چې د څو ښکليو انتظار وي .... عابد
که يو ځلې د وطن ښکلا ته تم شي
"عابد" جان به بياله ښکليو توبه ګار وي .... ابوعمر، عابد
ورته ناست يم، ورته ګورم، ورته ژاړم
ګوندې تللی مې جانان پر دغه لار وي ..... هيواد شېرزاد
انتظار ته دې د پای ټکی کيږده
امکان شته دی چې خپه درځنې يار وي ٠٠٠پاچاخوستي
مړاوو سترګو يې اظهار دمينې وکړ
پروا نشته که يې خوله باندې انکار وي ......سهار

چېرته ښکلي چې په مخه باندې راشي
د "سالک" خبره، ټول د ننګرهار وي ...... هيواد شېرزاد
ټول ياران په خپل نوبت شعرونه وايي
غيرحاضريواځى يو "دعمرپلار"وى .........(؟) هيواد شيرزاد
زه يواځې د ښکلا ليونی نه يم
د دې واړه شاعرانو دغه چار وي _ _ _ عابد



دا لا څنګ مشاعره ده، چې زه راشم
يو عابد وي، يو صميم وي، يو سهار وي ..... عجب کنړی

شاعران خو ټول افغان کې بلها ډېر وو
خدايزده چرته به حيران چرته انګار وي؟ ...... ع کنړی

د صميم خبرې ډېرې دي ترسکونې .............ع کنړی
لکه ښې تودې ډوډۍ سره اچار وي

دا يوازې امريکا نه ده چې ژاړي
پښتانه د هر دښمن سترګو کې خار وي ..... سهار

نه پو هېږم لويه خدايه دا به څوک وي ؟
چې يو ښکلی يې ولاړ تل پر مزار وي ..... صميم کټوازی

سترګې ولې مې له سترګو دې شرمېږي ؟
پرښتې دي چې له خدای سره يي کار وي ..... صميم کټوازی

لکه پېغلې د مئينو لاې ګوري
دواړه سترګې مې نيولې ستاپرلار وي ....... صميم کټوازی

په دې خپل قسمت زه څه وکړم يارانو
پلار يې راشي چې زما ورباندې وار وي ___ عابد

په خپل حسن وي مغروره هسې چل کړي
په وعدو کله د ښکلو اعتبار وي ................... سهار

تړمې تړمې اوښکې تل زما لېموکې
ديار غم مې تل دزړه په ولو بار وي ................الهام




__________________________
ټول مې سلامونه ومنئ .
ډېره ښکلې روانه ده داطرحي مشاعره خو که زما منئ دومره يې اوږده کړئ چې بيخي اقافه ختمه شي .
مننه نصرت الله الهام
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
کټوازی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 21 جولاي   2005
ليکنې: 411

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   ميئ   06, 2006 1:51 pm    عنوان   : Reply with quote

ګرانو وروڼو ، سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ !

عابدجانه ! منندوی مو يم چې زۀ مو هم ددې وړ وبللم چې ستاسې پۀ جالپاڼې کې مې دې ليکنې خپرې شي ، که خدای کول ملګری مو يم خو اوسمهال مې خپلې ځانې بوختياوې د چاخبره ترسر پورته ختلې ، انشاالله هغه څۀ چې پۀ ککرۍ او قلم کې يي ولرو نه به يي سپموو، که رښتيا راباندې وايې نو دلته هم دا اوس راغلم او بېرته Offline کېږم ، چې پۀ دې اړه دادی د مشاعرې لپاره پۀ في البديهه ډول يو شعر ليکم چې پرما يي صدق کېږي ،

اوس خو راغلې چې بيا بېرته رانه درومې !

بيا راځې ولې چې دومره دې تلوار وي
.......... ص کټوازی


نه پو هېږم لويه خدايه دا به څوک وي ؟
چې يو ښکلی يې ولاړ تل پر مزار وي ..... صميم کټوازی

سترګې ولې مې له سترګو دې شرمېږي ؟
پرښتې دي چې له خدای سره يي کار وي ..... صميم کټوازی

لکه پېغلې د مئينو لارې ګوري
دواړه سترګې مې نيولې ستاپرلار وي ....... صميم کټوازی
هر سهار په څلور لارې کې مې څار وي
په والله چې د څو ښکليو انتظار وي .... عابد
که يو ځلې د وطن ښکلا ته تم شي
"عابد" جان به بياله ښکليو توبه ګار وي .... ابوعمر، عابد
ورته ناست يم، ورته ګورم، ورته ژاړم
ګوندې تللی مې جانان پر دغه لار وي ..... هيواد شېرزاد
انتظار ته دې د پای ټکی کيږده
امکان شته دی چې خپه درځنې يار وي ٠٠٠پاچاخوستي
مړاوو سترګو يې اظهار دمينې وکړ
پروا نشته که يې خوله باندې انکار وي ......سهار

چېرته ښکلي چې په مخه باندې راشي
د "سالک" خبره، ټول د ننګرهار وي ...... هيواد شېرزاد
ټول ياران په خپل نوبت شعرونه وايي
غيرحاضريواځى يو "دعمرپلار"وى .........(؟) هيواد شيرزاد
زه يواځې د ښکلا ليونی نه يم
د دې واړه شاعرانو دغه چار وي _ _ _ عابد



دا لا څنګ مشاعره ده، چې زه راشم
يو عابد وي، يو صميم وي، يو سهار وي ..... عجب کنړی

شاعران خو ټول افغان کې بلها ډېر وو
خدايزده چرته به حيران چرته انګار وي؟ ...... ع کنړی

د صميم خبرې ډېرې دي ترسکونې .............ع کنړی
لکه ښې تودې ډوډۍ سره اچار وي

دا يوازې امريکا نه ده چې ژاړي
پښتانه د هر دښمن سترګو کې خار وي ..... سهار



په دې خپل قسمت زه څه وکړم يارانو
پلار يې راشي چې زما ورباندې وار وي ___ عابد

په خپل حسن وي مغروره هسې چل کړي
په وعدو کله د ښکلو اعتبار وي ................... سهار

تړمې تړمې اوښکې تل زما لېموکې
ديار غم مې تل دزړه په ولو بار وي ................الهام
_____________________
ښاغلی نصرت الله الهام وروره ،
ستړي مه شئ !
ستاسې له نامۀ سره اشنا غوندې يم ، خوو بښئ چې پرځای مو نه سم راوړای ،که خپل ځان راوپېژنئ مهرباني به مو وي ، او داچې له موږ سره د ټول افغان پۀ طرحي او دبيت بازي پۀ مشاعره کې ګډون کوئ ،منندوی مو يو او ښۀ راغلاست درته وايو !
پۀ درنښت : ورور مو صميم
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
داود فايز



دغړيتوب نېټه: 19 فروري   2006
ليکنې: 91
ځای: متحدة عربي إمارات

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   ميئ   06, 2006 2:59 pm    عنوان   : Reply with quote

وروڼو سلامونه
زه نه پوهيږم چي څه وليكم ځكه شاعرنه يم او نه يي تر څنګ تير شوي يم
خو بيابه هم يو څه درته وليكم اصلاح يي ستاسو كار دي بس ځانته به تسلي وركړم.

غير حاضر دعمر پلار نه دي يارانو
هره ورځ يي د شعرونو د الهام په انتظار وي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
Abid



دغړيتوب نېټه: 26 ميئ   2003
ليکنې: 72
ځای: کابل

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه ميئ   07, 2006 11:27 am    عنوان   : Reply with quote

صيميم جانه وروره دا لاندې بيت واوره
د شاهانو ورکړه لعل او جواهر وي
د ادب د خاوندانو د زړه وينې
بهير موږ د زړه په وينو چلوو نوره ستا خوښه چې جلپاڼه يې بولې او که زړه پانه
نور بيا
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
Abid



دغړيتوب نېټه: 26 ميئ   2003
ليکنې: 72
ځای: کابل

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   ميئ   08, 2006 4:50 am    عنوان   : Reply with quote

غير حاضر دعمر پلار نه دي يارانو
هره ورځ يي د شعرونو د الهام په انتظار وي

يارانو سلامونه او ښې چارې. څرنګه چې د عمر پلار غوښتنه کړې چې شعر کې يې مشکل دی څوک دې ورته اصلاح کړي نو ستاسې مخ ته دې حيا وي که شعر يې داسې شي چې وزن به په کې پيدا شي
غير حاضر دعمر پلار نه دي يارانو
د يو ښکلي شعر الهام ته انتظار وي
نو زه فکر کوم چې شعر به د صميم جان خبره پاټلۍ ته راختلی وي .که څه هم الهام صاحب د مشاعرې د غځولو هيله څرګنده کړې ده خو زه وايم چ اوس هم ډېرو يارانو په مکررې قافيې شعرونه ويلي دي که دا مشاعره پر همدې ځای پريږدو او دې همدې زلمي الهام نه هيله وکړو چې طرحه وټاکي. نو بده به نه وي.
ستاسې ورور عابد
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
الهام



دغړيتوب نېټه: 06 ميئ   2006
ليکنې: 28
ځای: پېښور

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   ميئ   08, 2006 2:29 pm    عنوان   : طرحه Reply with quote

اقتباس:
ښاغلی نصرت الله الهام وروره ،
ستړي مه شئ !
ستاسې له نامۀ سره اشنا غوندې يم ، خوو بښئ چې پرځای مو نه سم راوړای ،که خپل ځان راوپېژنئ مهرباني به مو وي ، او داچې له موږ سره د ټول افغان پۀ طرحي او دبيت بازي پۀ مشاعره کې ګډون کوئ ،منندوی مو يو او ښۀ راغلاست درته وايو !
پۀ درنښت : ورور مو صميم


صميمه ورورجانه سلامونه مې ومنه ولاورورجانه دځان ددرپېژندلوهڅه مې وکړه په دواړو سترګو داکار به مې کړى واى خو چل مې ندى زده کنه چې زه وس تاسې ته څنګه ځان دروپېژنم . زه مړه يار همدا بس ده داڅومره مې چې پېژنې .نور به بياسره بلد شو .
له تاسې هم مننه ورور دې الهام


عابد صيب ډېره مننه سلامونه مې ومنه الله دې روغ جوړ


خدايږو هغه خلک هېڅ دکار ندي
ځکه چې بس مينې ته وزګار ندي
ماسره مې خپلې اوښکې ډېرې دي
وړه يې ملغلرې مې پکارندي
نصرت الله الهام

دغه راسره وه جانانه که پسې غځوئ يې خو بسم الله کړئ
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
Abid



دغړيتوب نېټه: 26 ميئ   2003
ليکنې: 72
ځای: کابل

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   ميئ   09, 2006 11:18 am    عنوان   : Reply with quote

الهامه وروره په ډېرښه وزن کې دې طرحه وړاندې کړې ده خو د بيا له پاره داسې کوه چې يو، يو بيت ليکه ځکه چې نورو يارانو ته قافيه په مخ کې پرته وي
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه ميئ 08, 2006 2:29 pm عنوان : طرحه

--------------------------------------------------------------------------------
اقتباس:

اقتباس:
ښاغلی نصرت الله الهام وروره ،
ستړي مه شئ !
ستاسې له نامۀ سره اشنا غوندې يم ، خوو بښئ چې پرځای مو نه سم راوړای ،که خپل ځان راوپېژنئ مهرباني به مو وي ، او داچې له موږ سره د ټول افغان پۀ طرحي او دبيت بازي پۀ مشاعره کې ګډون کوئ ،منندوی مو يو او ښۀ راغلاست درته وايو !
پۀ درنښت : ورور مو صميم


صميمه ورورجانه سلامونه مې ومنه ولاورورجانه دځان ددرپېژندلوهڅه مې وکړه په دواړو سترګو داکار به مې کړى واى خو چل مې ندى زده کنه چې زه وس تاسې ته څنګه ځان دروپېژنم . زه مړه يار همدا بس ده داڅومره مې چې پېژنې .نور به بياسره بلد شو .
له تاسې هم مننه ورور دې الهام


عابد صيب ډېره مننه سلامونه مې ومنه الله دې روغ جوړ


خدايږو هغه خلک هېڅ دکار ندي
ځکه چې بس مينې ته وزګار ندي
ماسره مې خپلې اوښکې ډېرې دي
وړه يې ملغلرې مې پکارندي ___ نصرت الله الهام
ډېر هغه ياران مې زړه ته لار کوي
هغه چې په ټولو کې په لار ندي ___ عابد
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
کټوازی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 21 جولاي   2005
ليکنې: 411

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   ميئ   09, 2006 1:28 pm    عنوان   : Reply with quote

له خپل ځانه يي هم پټې زړۀ کې ساتو ،
څۀ خبرې مو ترمنځ داظهار نۀ دي
.................. ص کټوازی
خدايږو هغه خلک هېڅ دکار ندي
ځکه چې بس مينې ته وزګار ندي
ماسره مې خپلې اوښکې ډېرې دي
وړه يې ملغلرې مې پکارندي ___ نصرت الله الهام
ډېر هغه ياران مې زړه ته لار کوي
هغه چې په ټولو کې په لار ندي ___ عابد
__________________________
عابدجانه ! تر زړۀ پاڼې مو وګرځم ، سره د نکريزو تر پاڼې !
خو مايي هغه د کمپيوټرپوهانو خبره پروفېشنل نوم واخيست ،ګنئ ټولې پښتو برېښناپاڼې زموږ د زړونو پاڼې دي ، انشالله تعالی چې تر خپله وسه به يوه هم نه پردۍ کوو ، ګورو يي ، لولو يي او پۀ څنګ کې به يي کل، کله يو څۀ ورته ليکو هم !
او بله داچې ، مخکې له دې چې مشاعرې ته بله طرحه کېږدئ ، ښه به وي چېد دود سره سم لومړی د پر تېره طرحې ليکل شوي بيتونه وکتل شي ، نو که کوم عذر نۀ وي دا کار هم پر تاسو درپرېږدم !
اقتباس:
صميمه ورورجانه سلامونه مې ومنه ولاورورجانه دځان ددرپېژندلوهڅه مې وکړه په دواړو سترګو داکار به مې کړى واى خو چل مې ندى زده کنه چې زه وس تاسې ته څنګه ځان دروپېژنم . زه مړه يار همدا بس ده داڅومره مې چې پېژنې .نور به بياسره بلد شو .
له تاسې هم مننه ورور دې الهام

هاهاهاهاها
رښتيا هم الهام وروره ! دا کار لږ ستونزمن غوندې دی ، له جواب څخه مو مننه ، بس و به مو پېژنم ! Embarassed
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
Abid



دغړيتوب نېټه: 26 ميئ   2003
ليکنې: 72
ځای: کابل

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   ميئ   10, 2006 6:50 am    عنوان   : Reply with quote

صميمه وروره ډېره ښه خبره ده چې په تيرو بيتونو بايد کره کتنه وشي، ما په الهام جان غږ کړی و، هغه خو ځوان او تاند شاعر دی له مخې سره يې پرې دوه بيتونه ويلي وو، تاسې پر ما د نقد خواري رااچولې ده خو زه د دومره غوص تنقيد نه يم تاسې تير ځل ښه نقد کړی و او دا ځل يې هم تاسې وکړئ که څوک درسره موافق نه وو بيا دې تاسې مدلل ځوابونه ووايي، سمه ده جانانه؟
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
Abid



دغړيتوب نېټه: 26 ميئ   2003
ليکنې: 72
ځای: کابل

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   ميئ   10, 2006 8:35 am    عنوان   : Reply with quote

خدايږو هغه خلک هېڅ دکار نه دي
ځکه چې بس مينې ته وزګار نه دي
ماسره مې خپلې اوښکې ډېرې دي
وړه يې ملغلرې مې پکارنه دي ___ نصرت الله الهام
ډېر هغه ياران مې زړه ته لار کوي
هغه چې په ټولو کې په لار ندي ___ عابد
له خپل ځانه يي هم پټې زړۀ کې ساتو ،
څۀ خبرې مو ترمنځ داظهار نه دي .................. ص کټوازی
شونډې يې زما د زړه په وينو سرې
څوک وايي چې دا ښکلي خونخوار نه دي . ...... عابد
صميمه وروره زه فکر کوم چې ستاسې بيت د طرحې په وزن جوړ نه دی که غور پرې وکړې بده به نه وي.
ورور دې عابد
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
داود فايز



دغړيتوب نېټه: 19 فروري   2006
ليکنې: 91
ځای: متحدة عربي إمارات

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   ميئ   10, 2006 3:11 pm    عنوان   : Reply with quote

سترګي مي له اوښكو څخه ډكي دي
يار مي رانه ورك دي لا پيدا نه دي

وروڼو دا شعر مي تر ته وليكلو أميد لرم چي دا ځل دا صحيح وي او كه نه وي نو له عابد صاحب نه غوښتنه كوم چي اصلاح يي كړي او دي نه سموالي لاملونه راته ووايي چي پري پوه شو.
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته،،،،
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
Abid



دغړيتوب نېټه: 26 ميئ   2003
ليکنې: 72
ځای: کابل

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   ميئ   11, 2006 7:00 am    عنوان   : Reply with quote

سترګي مي له اوښكو څخه ډكي دي
يار مي رانه ورك دي لا پيدا نه دي
يارانو سلامونه او ښې چارې په تيره بيا ابو عمر ورور ته بايد ووايم چې ستاسې دا بيت بيخي د طرحې او هم يې وزن د طرحې سره جوړ نه دی د دې مشاعرې د طرحې قافيه کار، لار، وار، دار، او داسې پسې ځه خو تاسې په پيدا قافيه باندې شعر ويلی دی دا بيت دې ځان سره وساته کيدای شي څه وخت پرې ښکلي بيتونه وليکي، او که دا درته څوک اصلاح هم کړي نو د الهام جان د مسرې تر سيوري لاندې به راشي الهام په همدې مشاعره کې داسې نيم بيتی لري
ما سره مې خپلې اوښکې ډېرې دي
تاسې ليکئ:
سترګې مې له اوښکو ځنې ډکي دي
تقريبا يوه خبره ده جانانه هيله ده چې رانه خپه نه شي. اوس به راشو طرحې ته چې څه بوس په کې باد کړو.
خدايږو هغه خلک هېڅ دکار نه دي
ځکه چې بس مينې ته وزګار نه دي
ماسره مې خپلې اوښکې ډېرې دي
وړه يې ملغلرې مې پکارنه دي ___ نصرت الله الهام
ډېر هغه ياران مې زړه ته لار کوي
هغه چې په ټولو کې په لار ندي ___ عابد
له خپل ځانه يي هم پټې زړۀ کې ساتو ،
څۀ خبرې مو ترمنځ داظهار نه دي .................. ص کټوازی
شونډې يې زما د زړه په وينو سرې
څوک وايي چې دا ښکلي خونخوار نه دي . ...... عابد
نه کوي په ترڅ کاته هم نه کوي
دا ښکلي زموږ په څير خومار نه دي ___ عابد
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
کټوازی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 21 جولاي   2005
ليکنې: 411

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه ميئ   14, 2006 7:35 am    عنوان   : Reply with quote

ګرانو وروڼو ، او پۀ تېره بيا بازمحمد عابد صيب ،
سلامونه او نېکې هيلې مو ومنئ !
منندوی مو يم چې د تېرو بيتونو بياکتنه مو پرماراپرېښووله ، کوښښ به وکړم چې ترخپله وسه يي سمه او پرځای کتنه وکړم ، خو يوه خبره چې له کتنې سره ډېره اړينه وي ،سمونه يي د ډېرې بوختياله امله نه شم کولای هيله لرم چې هريو ورور به خپل ، خپل شعرونه زموږ د کتنې له مخې پخپله سم کړي ، او دا هم بايد ووايم چې د نقد پۀ صورت کې که کوم ورور پر وضاحت ونه رسېد، انشالله چې پۀ ټيکنيکل ژبه کې به ډاډ ورکړم ! { که خدای کول }
________________ د ښاغلي ب م عابد شعرونه
١ . هر سهار په څلور لارې کې مې څار وي
په والله چې د څو ښکليو انتظار وي .
پۀ لومړي بيت کې که څۀ هم چې د څار کلمه پر عاميانه محاوره برابره نه ده ، پۀ دې مانا چې موږ پۀ عامو خبرو اترو کې هيڅکله هم نه وايو چې نن مې پلانی ځای څار دی ، البته پۀ لږ تغير سره ، داسې وايو چې څار يې کوم يا څارم يې ! ياني پرمحاوره برابر نه دی ، خوبيا هم ښې تخليقي څپې لري ،
او پۀ دوهم بيت کې هم د { پۀ والله } کلمه غير ضروري راوړل شوې ده او پۀ وچ زور ورپسې تړل شوې ده ، که ددې کلمې پرځای سمه او پرځای کلمه راوړل شي چې له لومړي بيت سره يي اړيکه ټينګه کړي ، ډېر ښکلی شعر به شي !
٢ .
زه يواځې د ښکلا ليونی نه يم
د دې واړه شاعرانو دغه چار وي
___________________
لومړی بيت يې ډېرپۀ زړۀ پورې دی ، خو پۀ دويم بيت کې د لومړي بيت تاييد پۀ فني خلوص سره نه دی شوی او پۀ دې توګه پۀ لومړي بيت کې بيان شوی مطلب خړپړ سوی دی
٣
په دې خپل قسمت زه څه وکړم يارانو
پلار يې راشي چې زما ورباندې وار وي
پۀ شعر کې د متل راوړل ، (زما پۀ نظر ) بايد ددې لپاره وي چې هغه متل لانور هم پسې ښکلی او پۀ بيان کې جالب شي ، ګنئ پۀ بل ډول يې راوړل ، هسې ځان وزګارول دي ، چې عابدجان هم پۀ داپاس شعر کې هسې ځان ځنې خلاص کړی دی او له شعر سره يي انصاف نه دی کړی !
___________
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
کټوازی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 21 جولاي   2005
ليکنې: 411

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه ميئ   14, 2006 8:05 am    عنوان   : Reply with quote

پۀ تېر پسې ......
___________ د ښاغلي هيواد شېرزاد شعرونه

١ .
ورته ناست يم، ورته ګورم، ورته ژاړم
ګوندې تللی مې جانان پر دغه لار وي
______ يوه خبره چې د عابدصيب پۀ لومړي شعر کې مې هم ستاسې پام ورته راواړوۀ ،
د يوۀ ښۀ شعر لپاره د ځينو نورو توکو ترڅنګ د ژبې سپېڅلتيا{ چې پرمحاوره برابره وي } هم نهايت ضروري ده ، پر همدې بنسټ چې د ګران هيواد شېرزاد د شعر لومړي بند ته ګورو ، نو شعر يې نيمګړتيا پيداکوي ، که تاسې پام کړی وي ، او دا يوه ساده خبره ده ،د هريو شعر پۀ لومړي بيت کې څۀ ويل شوي وي ، پۀ دويم بيت کې يي تاييد کېږي ( دلته له تاييد څخه مراد ټولې هغه شاعرانه تلازمې دي چې د لومړي اودويم بيت ترمنځ فني ، تيکنيکي اړيکې ټينګوي } خو ګران هيواد شېرزاد چې پۀ لومړي بيت کې څۀ وايي که له يوې خوايي منطقي تاييد نه کېږي ، نو له بلې خو هغه څۀ چې پۀ دوهم بيت کې يي بايد ووايي ،هم ځنې پاته شوي ،اوهغه د پاکستانيانو خبره له ډېر بوريت نه يي د انصاف واګې له لاسه وتلې اودويم بيت يې پۀ وچ زور ورپسې تړلی .
٢ .
چېرته ښکلي چې په مخه باندې راشي
د "سالک" خبره، ټول د ننګرهار وي
________ د " سالک " خبره ټول د ننګرهار وي !
ددې شعر پر فني اړخ به ځکه نه ږغېږو چې فني ښکلايي مطلب هم اغېزمن کړی ، ياني ننګرهار ،رښتيا هم همېشه بهار دی ، خو ګران هيواد پۀ خپل شعرکې دا د يوۀ فطري امر پۀ توګه منلی چې خامخاسړی اغېزمن کوي ، او زما پۀ خيال همدا ټکی شعر له نثر څخه بېلوي چې فني ښکلايي مطلب هم له ځانه سره دومره پۀ زړۀ پورې کړي چې لوستونکی متاثر کړي
٣.
نور بيا
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> وطن پال او نور ګټور شعرونه    ټول وختونه GMT دي
پاڼي ته لاړ شئ شاته  1, 2, 3, 4, 5, 6, 7  مخکي
پاڼه   4  ټولې پاڼې  7

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.