شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ |
ليکوال |
پيغام |
هادي حيران ستوري

دغړيتوب نېټه: 30 نومبر 2005 ليکنې: 104 ځای: کندوز
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه مارچ 29, 2006 5:14 am عنوان : چې يې يار په بل ديار وي څۀ به خوب کا (طرحي مشاعره) |
|
|
د ټول افغان وېبپاڼې ټولو ملګرو، د پښتو ژبې ليکوالو او شاعرانو او د ادب او شعروشاعرۍ درنو مينه والو!
سلامونه او نيکې هيلې.
رحمان بابا د پښتو ژبې يؤ ستر او د ټول انسانيت يؤ خوږژبى شاعر دى. د هغۀ شاعري د مينې، ورورولۍ او انسان دوستۍ درس دى. د دې ترڅنګ دغه شاعري د عاشقۍ يؤ مترنم او په زړونو ښۀ لګېدونکى غږ هم دى.
مشاعره د شعر او شاعر سره د مينې او د خپل شعري ذوق د تازګۍ ذريعه ده.
او تاسو ته به معلومه وي چې څو ورځې وروسته (د اپرېل د مياشتې په اومه، اتمه او نهمه نېټه) د انسانيت د دغه ستر شاعر، رحمان بابا، کليز عُرس، سيمينار او مشاعره ده. يوه ورځنى سيمينار به د رحمان ادبي جرګې لخوا په خانه فرهنګ ايران کې د اپرېل په اومه نېټه کېږي او دوه ورځنى عرس او مشاعره به په هزارخوانۍ کې د رحمان بابا په مزار کېږي. په دغه مشاعره کې د ګردې پښتونخوا شاعران او ليکوالان برخه اخلي او رحمان بابا ته د عقيدت ګلونه وړاندې کوي.
نو راځئ چې په دې موقعه مونږ دلته هم د رحمان بابا په يوه طرحه خپله يوه طرحي مشاعره وکړو.
د مشاعرې طرحه شوه:
چې يې يار په بل ديار وي څۀ به خوب کا
کوښښ وکړئ چې شعرونه خپل وليکئ. خو کۀ په دې طرحه د بل چا شعر وليکئ يا تاسې په خپله شاعر نۀ ياست خو په بل شاعر يې وليکئ او د خپل او د شاعر د نوم سره يې دلته وليکئ نو هم سمه ده.
مننه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
هادي حيران ستوري

دغړيتوب نېټه: 30 نومبر 2005 ليکنې: 104 ځای: کندوز
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه مارچ 29, 2006 5:19 am عنوان : |
|
|
د دې طرحي مشاعرې مطلع زۀ ږدم نور شعرونه هر څوک کولاى شي چې ورپسې وليکي. که کوم ملګري د طرحي مشاعرې او د شعر د قافيې رديف پوهه نۀ لري نو هغوى بايد د څه ليکلو څخه وړاندې د کوم شاعر څخه پکې اصلاح واخلي.
مطلع:
چې ستا ياد کې ناقرار وي څۀ به خوب کا
چې مې زړۀ پروت په انګار وي څۀ به خوب کا |
|
بېرته سر ته |
|
 |
نقاد ستوري

دغړيتوب نېټه: 30 جولاي 2002 ليکنې: 828
|
د ليکنې نېټه : جمعه مارچ 31, 2006 10:21 am عنوان : |
|
|
تر سلامونو او دمشاعرې د زيري له مننو څخه وروسته :
خويندو او ورونو !
ښه خبره مو وړاندې کړې ، هيلمن يم د ډيرو شاعرانو پام ورته راوګرځي او په مشاعره کې ونډه واخلي . خو وړاندی شوی بيت د يو مقام بڼه لري چې هر نيمبيتی يې يواځې ١٢ څپې لري ، او په هغې کې هم ً څه به خوب کا ً څلور څپې مخکې له مخکې ورکړ شوي دي . نو
١ ـ په پاتې٨ څپو کې به شاعر څشی او څومره نوی مطلب ور ځای کړي ؟.
٢ ـ ولې د پسر لي غوندې په مست موسم کې د يوه زاړه کلاسيک مقام بيلګه غوره شوې ده ، چې تسوف يې ساه زبيخي او خوښۍ ته ځولانې ورغورځوي ؟ رحمان خو مست او زړه راښکودونکي شعرونه ( او غزل) هم لري !
٣ــ مشاعره بايد د ځوان نسل له پاره يو سندريز ترنم ولري چې د مقام په ټاکل شوې پورتنۍ بيلګه کې نه ليدل کيږي .
هيله ده د مشاعرې د لومړي بيت په ټاکلوله سره غَـور وشي !
په درنښت ! |
|
بېرته سر ته |
|
 |
هيواد شېرزاد ستوري


دغړيتوب نېټه: 04 اګست 2002 ليکنې: 214 ځای: سويډن
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه اپريل 03, 2006 9:47 pm عنوان : |
|
|
سلامونه ورونو!
طرحي مشاعرې ډېرې ښي وي، او د يو شاعر پر شاعرۍ ښې اغېزې لرلای شي .
مګر ما ته د کاروان صاحب يوه خبره راياديږي ، هغه چې کله د امريکاغږ اشنا راډيو سره مرکه درلوده، او يو ورور ورڅخه د همدغۀ طرحي مشاعرې په هکله پوښتنه وکړه . کاروان صاحب ورته وويل که چېرې موږ وکولای شو چې د اصل شعر څخه په همدغه طرحه ښه شعر وليکو نو بيا د بل چا په طرحه شعر ليکل بې ځايه کار ندی .
نو اوس دلته شعر د رحمان بابا د شعر په طرحه شروع شوی . هادي ورور خو مطلع شروع کړې ، مګر دا چې تراوسه ورته بل چا زړه نه دی ښه کړی چې نور شعرونه پسې وليکي، ددې څخه معلوميږي چې څوک په ځان کې دا شېبه نه ګوري چې د داسې يو شعر په طرحه دې شعر وليکي . |
|
بېرته سر ته |
|
 |
الهام
دغړيتوب نېټه: 06 ميئ 2006 ليکنې: 28 ځای: پېښور
|
د ليکنې نېټه : شنبه ميئ 06, 2006 10:39 am عنوان : طرحي مشاعره |
|
|
سلامونه مې ومنئ
شېرزادصيب ښه وايي خوداسې خوهم نده چې هڅوک هم وس څه نه ليکئ .
بل کوم بيت وړاندې کړئ داطرحي مشاعره خوډېر خوند کوي
شاعرانو سره خو هسې هم دنيمګړو شعرونو اومطلو کمى نه وي .
زه درته يو بيت وړاندې کوم مشاعره پرې وکړئ هېڅ غم مکوئ .
لويې مودکلي هديرې شولې
مونږ سره دژوند اړيکې پرې شولې
هرڅه رانه نورو خلکو واخستل
پاتې راته خاورې اوايرې شولې
_________________ |
|
بېرته سر ته |
|
 |
داود فايز
دغړيتوب نېټه: 19 فروري 2006 ليکنې: 91 ځای: متحدة عربي إمارات
|
د ليکنې نېټه : شنبه ميئ 06, 2006 2:38 pm عنوان : |
|
|
دا هم در واخلي
وران مو جما تونه مكتبونه شول
زدكړي سره زمونږ أړيكي پري شولي
روس كه أمريكا كه په پاكستان ديه
جرړي زمونږ ددوي له لا سه پري شولي |
|
بېرته سر ته |
|
 |
Darman
دغړيتوب نېټه: 08 سپتمبر 2005 ليکنې: 8
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه جون 11, 2006 8:57 am عنوان : |
|
|
سلامونه او نيکې هيلې ټولو دوستانو ته دا هم در واخلي ـ
چه دې يــــار په بـــله لار وي څه به خوب کا
هم په کور کې دې اغيار وي څه به خوب کا
زمـــا خــــــوبونــــه د ځوانــــــۍ يې تالا کړي
چه ملــــت ېې تار په تار وي څه به خوب کا |
|
بېرته سر ته |
|
 |
زمريال
دغړيتوب نېټه: 10 ميئ 2006 ليکنې: 10 ځای: چې چېرې ښه ، هورې شپه
|
د ليکنې نېټه : جمعه اګست 25, 2006 2:13 pm عنوان : Re: چې يې يار په بل ديار وي څۀ به خوب کا (طرحي مشاعره) |
|
|
هادي حيران ليکلي: |
د ټول افغان وېبپاڼې ټولو ملګرو، د پښتو ژبې ليکوالو او شاعرانو او د ادب او شعروشاعرۍ درنو مينه والو!
سلامونه او نيکې هيلې.
رحمان بابا د پښتو ژبې يؤ ستر او د ټول انسانيت يؤ خوږژبى شاعر دى. د هغۀ شاعري د مينې، ورورولۍ او انسان دوستۍ درس دى. د دې ترڅنګ دغه شاعري د عاشقۍ يؤ مترنم او په زړونو ښۀ لګېدونکى غږ هم دى.
مشاعره د شعر او شاعر سره د مينې او د خپل شعري ذوق د تازګۍ ذريعه ده.
او تاسو ته به معلومه وي چې څو ورځې وروسته (د اپرېل د مياشتې په اومه، اتمه او نهمه نېټه) د انسانيت د دغه ستر شاعر، رحمان بابا، کليز عُرس، سيمينار او مشاعره ده. يوه ورځنى سيمينار به د رحمان ادبي جرګې لخوا په خانه فرهنګ ايران کې د اپرېل په اومه نېټه کېږي او دوه ورځنى عرس او مشاعره به په هزارخوانۍ کې د رحمان بابا په مزار کېږي. په دغه مشاعره کې د ګردې پښتونخوا شاعران او ليکوالان برخه اخلي او رحمان بابا ته د عقيدت ګلونه وړاندې کوي.
نو راځئ چې په دې موقعه مونږ دلته هم د رحمان بابا په يوه طرحه خپله يوه طرحي مشاعره وکړو.
د مشاعرې طرحه شوه:
چې يې يار په بل ديار وي څۀ به خوب کا
کوښښ وکړئ چې شعرونه خپل وليکئ. خو کۀ په دې طرحه د بل چا شعر وليکئ يا تاسې په خپله شاعر نۀ ياست خو په بل شاعر يې وليکئ او د خپل او د شاعر د نوم سره يې دلته وليکئ نو هم سمه ده.
مننه |
وروستی ځل بدلون زمريال په شنبه اګست 26, 2006 8:24 am ورکړی دی , د تغير شمېره 2 |
|
بېرته سر ته |
|
 |
زمريال
دغړيتوب نېټه: 10 ميئ 2006 ليکنې: 10 ځای: چې چېرې ښه ، هورې شپه
|
د ليکنې نېټه : جمعه اګست 25, 2006 2:24 pm عنوان : |
|
|
و بښئ تېروتلم !
زمريال |
|
بېرته سر ته |
|
 |
salam
دغړيتوب نېټه: 13 جنوري 2007 ليکنې: 75
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه مارچ 19, 2007 6:30 am عنوان : |
|
|
حیرانه مشاعرې دې سر خوړلے خلکو پکې بله لوبه شروع کړی.
لګه نوې طرحه ورکړه دریا تسنیم خبره پۀ دی بحرونو کې خو خلک شاعۍ ورزش کوی٠
پۀ مینه سلام |
|
بېرته سر ته |
|
 |
salam
دغړيتوب نېټه: 13 جنوري 2007 ليکنې: 75
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه مارچ 19, 2007 6:33 am عنوان : |
|
|
حیرانه مشاعرې دې سر خوړلے خلکو پکې بله لوبه شروع کړی.
لګه نوې طرحه ورکړه دریاض تسنیم خبره پۀ دی بحرونو کې خو خلک دشاعرۍ ورزش کوی٠
پۀ مینه; سلام |
|
بېرته سر ته |
|
 |
|