tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

د ټول افغان د بيت بازي مشاعره .... !
پاڼي ته لاړ شئ 1, 2, 3 ... 60, 61, 62  مخکي
 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> وطن پال او نور ګټور شعرونه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
کټوازی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 21 جولاي   2005
ليکنې: 411

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه مارچ   05, 2006 5:34 am    عنوان   : د ټول افغان د بيت بازي مشاعره .... ! Reply with quote

.................................. د ټول افغان د بيت بازي مشاعره ......... !

ګرانو وروڼو اوناز دانه خوېندو ،
اسلام عليکم ور حمتۀ الله و برکاتۀ !
د ټول افغان د شعرونو پۀ برخه کې زموږ اوستاسې کمې او کالعدمې علاقې او دلچسپي دې ته لار هواره کړې ، چې پۀ بشپړتوګه يي د پاڼې تړل ښايي بې ځايه و نه بلل شي ،خو موږ يې تړل نه غواړو ، پر همدې بنسټ مو د بيت بازي د مشاعرې تابيا کړې ، هيله لرو چې ټول وروڼه او خوېندې به پۀ کې پۀ پرله پسې توګه برخه واخلي ،
يادښت :
د بيت بازي د مشاعرې اصول دادي ، چې کوم شعر پر کوم توري ياني ټکي سره پا يته رسېږي ،دوهم شعر چې بل ليکونکی به يي وايي ، له هماغۀ توري څخه بايد پيل شي ،چې د لمړي شعر پۀ پای کې راغلی ، د ساري پۀ توګه به د حمزه باباله يوې غزلې دوه شعرونه راوړو،
... پۀ يو ديدن دې ديوانه کړمه زۀ
............................... پۀ بل ديدن دې فرزانه کړمه زۀ

هغه خو نه يم چې پر هره شمع ،
........................ زړګيه تابه پروانه کړمه زۀ
خو مګر پۀ دې برخه کې به له کيفه وتل ، ياني غير معياري شعر ليکل نه منل کېږي ،
پۀ پای کې به زۀ د بسم الله الرحمن الرحيم پۀ ويلو سره د کاروان صيب پۀ يوۀ پۀ زړۀ پورې شعر سره مشاعره پرانيزم ،
.... شاعران يو پۀ نغمو يادوؤ خدای
.............................. ښکلي ګور پۀ لېمو يادوؤ خدای

ستاسې د ګډون پۀ هيله ،
ورور مو صميم
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
هادي حيران
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 30 نومبر   2005
ليکنې: 104
ځای: کندوز

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   مارچ   06, 2006 7:24 am    عنوان   : Reply with quote

يو قدم و شاته دوه و مخ ته په هنر ورشي
تود اتڼ په رزم کې زمرى شي په سنګر ورشي

(کاروان)
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ Yahoo Messenger MSN Messenger
Dost



دغړيتوب نېټه: 09 دسمبر   2005
ليکنې: 64

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   مارچ   06, 2006 10:01 am    عنوان   : Reply with quote

سلامونه ټولو وروڼو او خویندو!
اقتباس:
يو قدم و شاته دوه و مخ ته په هنر ورشي
تود اتڼ په رزم کې زمرى شي په سنګر ورشي

(کاروان)

هادي جانه ! که د دې مشاعرې اصول دغه شان وي چې بیت دې یوازي دلمړي بیت دپای پۀ توري پیل سي نو بیا خو دومره زحمت ته اړه نه وه . د کاروان پۀ همدې شعر کې یو زړۀ راښکونکی بیت سته چې
يم هيرجن چې هير مې نه شي راته خانده
........................................................ستا له شونډو اننګو يادوو خدای

ما خو داسې انګېرله چې د لمړي بیت دپای پۀ توري پیل او پۀ هماغه کافیه او ردیپ وي او بیت به هم دلیکونکي خپل تخلیق وي ،نۀ دکوم بل شاعر .
لۀ ښاغلي صمیم څخه هیله لرم چې خپل وړاندیز واضح کړي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
کټوازی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 21 جولاي   2005
ليکنې: 411

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   مارچ   09, 2006 11:02 am    عنوان   : Reply with quote

ب

يووړمه رفعت ته د کامل خيال ،
................... پرې به وزمه سترګې پر ما تورې دي

{ حمزه بابا }
__________________
ګرانه دوسته ،
سلانه مو ومنه !
د بيت بازي د مشاعرې دود لکه څرنګه چې مې يي يادونه کړې ،دادی ، چې د لمړي شعر دپای له ټکي به دوهم شعر ويل کېږي اوبس . اړينه نه ده چې د لمړي شعر پر قافيه او رديف دې سم وويل شي ،او دا هم شرط نه دی چې شعر دې ارور مرو د سړي خپل وي ، ،له کومه ځايه چې يي خوښه وي ،انتخاب يې کولای سي ، اما له کيفه وتل ياپۀ پۀ بله ژبه نا معياري شعر يې نه منل کېږي !
دلته بايد دا هم وويل شي ، د بيت بازي مشاعره يا مقابله عموماً مخامخ ،د دووګروپونو تر منځ کېږي ،چې ډېرې يي د راديو اوتلويزيون پۀ څپو کې موږ وينو !
پۀ بې کچه مينه وروردې صميم
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
هادي حيران
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 30 نومبر   2005
ليکنې: 104
ځای: کندوز

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   مارچ   09, 2006 11:31 am    عنوان   : Reply with quote

يه په ګُټ کې ناسته، زړۀ او سترګې به مړې کړې
بيا به نور هر چاته بې هَوَسه مسئلې کړې
(اجمل خټک)
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ Yahoo Messenger MSN Messenger
کټوازی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 21 جولاي   2005
ليکنې: 411

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   مارچ   09, 2006 11:42 am    عنوان   : Reply with quote

د بيت بازي د مشاعرې ټولوګډون کوونکو ،
سلامونه او ښې چارې !

... يو اسوېلی مې د زړۀ ډاډ پاتې وو ،
................... داد ځوانۍ خبره چا وکړه


{بيا هم حمزه بابا}
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
هادي حيران
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 30 نومبر   2005
ليکنې: 104
ځای: کندوز

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   مارچ   10, 2006 11:49 am    عنوان   : Reply with quote

هر څۀ به زۀ قبول کړم که عذاب وي کۀ عتاب
په ژبه او قلم کله قېدونه قبلوم

(ګل پاچا الفت)
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ Yahoo Messenger MSN Messenger
کټوازی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 21 جولاي   2005
ليکنې: 411

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   مارچ   10, 2006 12:52 pm    عنوان   : Reply with quote

د ټول افغان د بيت بازي د مشاعرې درنو ګډون کوونکو ،

سلامونه او نېکې هيلې !

مالاخپل ځان ته ستا د تلو خبره نه ده کړې ،

....................... ګلان ژوندي دي لا وږمو خبره نه ده کړې

{ علم ګل سحر }
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
Dost



دغړيتوب نېټه: 09 دسمبر   2005
ليکنې: 64

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   مارچ   10, 2006 1:59 pm    عنوان   : Reply with quote

سلامونه او مینه!
ما پۀ ډېره ژړا نو دصورت وچ کړ
..................................لا مې هم چې باڼۀ وچ ويني غوغا که

(اشرف خان هجري)
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
هادي حيران
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 30 نومبر   2005
ليکنې: 104
ځای: کندوز

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   مارچ   10, 2006 4:17 pm    عنوان   : Reply with quote

دوسته اوس هم د دې مشاعرې په طريقه پوه نۀ شوې. داسې شعر وليکه چې د (ې) نه پېل کېږي.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ Yahoo Messenger MSN Messenger
Dost



دغړيتوب نېټه: 09 دسمبر   2005
ليکنې: 64

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   مارچ   11, 2006 4:10 am    عنوان   : Reply with quote

هادي جانه سلامونه مې درواخله!
هادي حيران ليکلي:
هر څۀ به زۀ قبول کړم که عذاب وي کۀ عتاب
په ژبه او قلم کله قېدونه قبلوم


یه یه پې پوه یم خوستاسي پورتنی بیت په(ی)نۀ بلکه پۀ(ه) پیل سوی و او پۀ (م)یې پۀ پای کې و،چې پۀ ځواب کې يې صمیم کټوازي هم خپل شعر لۀ (م)څخه پیل کړی و،نو ځکه ما فکر کاوو چې داځل تاسي دبیت بازي مشاعرې ته نوی (پورتنی)بیت وړاندي کړی .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
کټوازی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 21 جولاي   2005
ليکنې: 411

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   مارچ   11, 2006 12:28 pm    عنوان   : Reply with quote

ټول افغان دبيت بازي د مشاعرې ټولو ګډون کوونکو ،
سلامونه مو ومنئ

.هسې بس کله د دوو سترګو رياضت شروع کړو
............................................کنه بلا کارونه نور لرو اوزګار هم نه يو


{ اجمل آند}
______________________
دوست زړګيه ! که تر هادي را وړومبی سوې نو له {واو } نه يي وليکه ! ګنئ بيا يي د هادي پر شعر وليکه !
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
Dost



دغړيتوب نېټه: 09 دسمبر   2005
ليکنې: 64

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   مارچ   11, 2006 1:35 pm    عنوان   : Reply with quote

سلامونه او مینه!
ويړ يا به يې هم درکړي که يې زړه وي ستا په کار
..............................................خو سر په هر حالت کې دی په پور د پښتانه

(دروېش درانی)
یارانو! ډېر مې وبښئ چې ستړي مې کړاست .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
کټوازی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 21 جولاي   2005
ليکنې: 411

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه مارچ   12, 2006 5:07 am    عنوان   : Reply with quote

دټول افغان دبيت بازي د مشاعرې ټولو ګډون کوونکو ،
سلامونه مو ومنئ !
هغه هم وخت وو چې له ما نه به دې مخ پټاوۀ
........................................... دغه هم وخت دی چې دې ماته پۀ کاتۀ لارې دي

( حمزه بابا )


وروستی ځل بدلون  کټوازی   په   ١   شنبه مارچ   12, 2006 5:09 am   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
وقار



دغړيتوب نېټه: 15 فروري   2006
ليکنې: 46

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه مارچ   12, 2006 5:08 am    عنوان   : Reply with quote

معززوو ورونو کټوازی , دوست او دټول افغان درنو ليکوالانو سلامونه ومنئ.
که څه هم زه شاعر نه يم خو دشعر او شاعرۍ سره ډېره علاقه لرم.
دلته د ارواښاد مرحوم ملنګ جان يو شعر وړاندې کوم.

هرګزمه وايه هر هر ګل ته رامبېل
چې اصيل وي ترېنه جوړ کړه بيا امېل

په مينه

وقار
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> وطن پال او نور ګټور شعرونه    ټول وختونه GMT دي
پاڼي ته لاړ شئ 1, 2, 3 ... 60, 61, 62  مخکي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  62

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.