د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

خوړل يې حلال ....؟

malgarai
24.05.2003

ښاغلی طالب جانه سلامونو او نيکو هيلو وړاندې کولو نه وروسته هيله ده دﻻندينۍ
پوښتني ځواب را ته د محمدي شرعيت په رڼا کې راکړې چي:
فرضأ زه په اروپا کې يم
د هغو غوښو خوړل چې د اروپــا قصابيـــــــــــو کې خرڅيږي روا که نـاروا دې لــــــکه د
پســـــــــــــه او غــويي غوښه.او که چيرې دا ناروا وې نو په خوړونکي څه کفاره ګرځي؟.
او بل دا چې اروپا کـــې مسلمان وګړي زياده د چرګ غوښه خوري او نورو سره دومره
علاقه نه ښکاره کوي ايــــا دې دوه رنګه غوښو کې څه تفــاوت شته ؟کــــه د دواړ و يا
حتی د کب خوراک سره شرعيت په مختلف ډول عمل کوي؟خوړل يې حلال دي کــــــــه
حرام ؟که کوم بل الترناتيف شته؟ستاسې د ځواب په هيله٠ مننه



طالب جان
25.05.2003

[color=brown:cff86a6c6d]وروره ( ملګري ) صيب سلامونو ته دي وعليكم السلام وايم ستاسي په ځواب كي لاندي تفصيل عرض كوم .اول د احنافو د فقهي مشهور كتاب هدايه جلد ٤صفحه ٤١٨ عبارت را نقلوم بيايي تشريح په خپلو الفاظو كي بيانوم ( وذبيحة المسلم والكتابي حلال لما تلونا وبقو له تعالي وطعام الذين او تو الكتاب حل لكم .... و يحل اذاكان يعقل التسمية والذبحة ويضبط واما اذا كان لا يضبط ولا يعقل التسمية والذبحة لا تحل لان التسمية علي الذبيحة شرط با النص .... ولا توكل ذبيحة المجوسي والمرتد والوثني لانه لا يعتقد الملة ) .ددي عبارت تشريح داده چي :
په ذكرشوو قصابيو كي چي كومي غوښي وي كه هغه دپسه وي كه دغوايي او كه دچرګانو كه چيري دا مسلمانانو حلال كړي وي په اسلامي طريقه سره ياني بسم الله يي پري ويلي وي نودا غوښي حلالي دي .
او كه چيري اهل كتابو حلالي كړی وي نو په اسلامي شريعت كي چي د اهل كتابو ( عيسايانو )په لاس ذبح شوي حيوان حلال بلل كيږي دا هغه وخت چي هغوي به هم د ذبح په وخت كي اسلامي طريقه خپلوي مګر نن صبا چونكه عيسايان په ذبح كي داسلامي دود خيال نه ساتي نو ځكه يي ذبيحه حلاله نه ده . هوكي كه په قوي دلايلو سره دا ثابته شي چي عيسايانو دذبحي په وخت كي اسلامي طريقه خپله كړي وه نو بيا يي خوړل روادي ( دا خبري شيخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني صيب هم په خپل كتاب فقهي مقالات كي په صفحه لمبر٢٦١جلد لمبر ١كي ذكر كړي دي ) .
د حيوان دحلا لولو اسلامي طريقه داده چي د ذبحي په وخت كي بسم الله ور باندي وويل شي او دري رګونه ياني د ساه اخستلو رګ , دخوړلو څښلو رګ , او دويني رګونه يي يا دري واړه پريك شي يا هم له دي دريو څخه كوم يو پريك شي . ( وذكاة الاختيار ذبح بين الحلق و اللبة وعروقه الحلقوم والمرأي والود جان وحل المذبوح بقطع اي ثلاث منها اذ للاكثر حكم الكل تنوير الابصار مع الدر المختار ص٢٠٦جلد٥ ) .
مګر دماهيانو يا كبانو خوړل له حلالوپرته هم روادي ځكه رسول الله ( ص ) فرما يلي دي چي مونږته ددوو مړو شيانو خوراك رواشوي دي كبان او ملخان (تنوير مع الدر المختارصفحه ٢١٦ جلد٥ . وانواع السمك بلا ذكاة لحديث احلت لنا الميتتان السمك واجرآدودمان كبدوطحال [/color:cff86a6c6d]


نقاد
26.05.2003

اسلام عليکم ، طالب جانه وروره کور دې ودان او ثوابونه دې په برخه ، چې مسائل د شرعې په رڼا کې روښانه کوئ . تاسو ليکلي :
نو په اسلامي شريعت كي چي د اهل كتابو ( عيسايانو )په لاس ذبح شوي حيوان حلال بلل كيږي دا هغه وخت چي هغوي به هم د ذبح په وخت كي اسلامي طريقه خپلوي مګر نن صبا چونكه عيسايان په ذبح كي داسلامي دود خيال نه ساتي نو ځكه يي ذبيحه حلاله نه ده .

وروره تاسي قوي تفصيلات وړاندې کړي چې زما د پوره باور او قنعت وړدي ، خو ما ره يوه پوښتنه شته ، او هغه داچې د حرامو غوښو څخه د خدای قران يو هغه ذبح ګڼلې چې د (( و ما اهل لغير الله )) تر حکم ﻻ ندې راځي ! يعنې : ( هغه هغه ذبحه چې د الله له له ويلو پرته پرې بل نوم اخيستل شوی وي ) حرام دی . دلته داسې
نه بريښي چې په کومه ذبحه چې هلهله د الله په نامه نه وي شوې حرامه ګڼل شوې ده ، بلکې داسې بريښي:
چې له الله (ج) پرته د يو بل معبود په نامه ذبحه وشي ، نوغوښه يې حرامه ده ، ځکه چې په دې ترتيب شرک رامنځته کيږي او دالله تعلی په وحدانيت سترګې پټيږي ( اود کفر معنی همدغسې پټول دي )!
عيسويان خو پرې د کوم بل عبود نوم نه اخلي او کتابيان هم دي . له دې نه خوداسې بريښي چې که په اسلامي طريقه حلاله شوې هم نه وي، خو څو چې د کوم بل معبود نوم پرې نه وي اخيستل شوي ، نو هغه هم حلا له ده .او که څنګه ؟ مهرباني به وي که د نوموړي ايت شريف په هکله روښانتيا او توضيحات ورکړئ . مننه او سلامونه !



طالب جان
28.05.2003

[color=brown:3c7bef2eff] ګرانه پاڅون صيب وعليكم السلام
له دعا څخه دي مننه
دذبيحي په اړه په قرآن عظيم الشأن كي دوه آيتونه راغلي دي چي په لاندي ډول دي
وما اهل لغيرالله به............شپږم ټوك سورة المائدة آيت لمبر 3
ولا تأكلوا مما لم يذكر اسم الله عليه................ټوك لمبر8 سورةالانعام آيت لمبر121
كه تاسي ځير شۍ نو له لومړي كريمه آيت نه ستاسي مدعا په ډاګه كيږي يعني هغه ذبيحه چي له خدايه جل جلا له پرته دبل چا يعني بتانو او يا نورو پيرانو فقيرانو په نامه وي نو هغه حرامه ده.
خو له وروستني آيت نه بيا زما مدعا په ډاګه کيږي.كه تاسي ورته ځير شۍ نو درته څرګنده به شي چي لوي خداي جل جلا له په ډاګه فرمايلي دي چي هغه ذبيحه مه خورۍ چي دخداي نوم نه وي ورباندي اخستل شوي.ما په خپل مخكيني ځواب كي ځكه دغه آيت نه وو ذكر كړي چي ما د هدائي شريفي په هغه عبارت بسنه كړي وه په كوم كي چي دغه آيت ته په ډاګه اشاره شويده او ليكلي ئي دي چي(( لأن التسمية على الذبيحة شرط بالنص)) پاي[/color:3c7bef2eff]


نقاد
30.05.2003

دروند ورور طالب جانه له تاسو څخه د زړه له کومي مننه کوم ، چې هغه ايت شريف مو دلته ليکلی چې زه ورته سترګې په ﻻ ر وم، ځکه بي له دغسې ايت څخه موجوده بشپړتيا په اړونده مسئله کې له غښتلی بنسټ
څخه بې برخې پاتې کېده . کور مو اباد ! په درنښت او سلامونو !



طالب جان
31.05.2003

ګرانه وروره پاڅون صيب داچي د آيت شريف په ليكلو مو تر غيب راكړي ووډيره مننه په راتلونكي كي هم دغسي وړاند يزونه په ورين تندي قبلولو ته تيار يم .



ع کريم حليمي
17.02.2004

اسلام عليکم ، طالب جانه وروره کور دې ودان او ثوابونه دې په برخه ، چې مسائل د شرعې په رڼا کې روښانه کوئ .٠
ورورکه که زموږ د پاره پر دغه اياتو شريفو يوڅه راته وليکئ ښه به وي ٠
ومااهل لغيرالله به المائده 3 ددغه ايه ايشاره و (ازﻻم ) ته رامعلوميږی ٠ که څنګه ؟
وما اهل به لغيرالله البقره 172 اوپه دغه ايه کی ايشاره (لعن الله من ذبح لغير الله ) مانا داسوه که چادحيوان حلاليدو په وخت کی دالله نوم پر ياد هم کی يا ئی ياد نه کی دا ذبح حرامه ده ٠
بسمه تعالی ٠ فکلوا مماذکراسم الله عليه ان کنتم بايته مؤمنين اﻻنعام ايه 118
داسی رامعلوميږی چه د ذبح په باره کی د انعام ايه فکر کوم چه ده ٠ که څنګه ؟
که لږنور معلومات راکړی زما او د لوستنکو د پاره به ښه وي
ډيره مننه
حليمي



طالب جان
02.05.2004

گرانه محترمه او مکرمه وروره حلیمي صیب :
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
تاسي چي کوم ایت شریف لیکلی هغه یقینا په خپله معنا کي صریح دی البته ډیر داسي ایاتونه شته چي له هغو څخه ډیري مسالی ثابتیدای شي . ستاسي له لیکني او همکاري څخه یوه نړۍمننه .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more