tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

په کامله بې ایمانۍ، جنت ته دې لیږو.

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
اتل
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 07 دسمبر   2010
ليکنې: 854

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   مارچ   25, 2016 12:10 pm    عنوان   : په کامله بې ایمانۍ، جنت ته دې لیږو. Reply with quote

محترمو لوستونکو، السلام علیکمم!
موږ طالبان د خپلو اسلامي تحصیلاتو، او اسلامي ارشاداتو پر بنا کامل ایمان لرو چې ځانمرګي، او قتل د جنت نه، بلکه دوزخ دروازې پرانیزي، خو ته چې معصوم ماشوم یې، خپل خیر او شر نشي سنجولئ، او موږ دوکه درکوو، نو داهم تصدیق درکوو، چې جنت ته دې لیږو.
====
یو ماشوم چې د جنت په نامه ځانمرګي برید ته چمتو کړل شوی وه د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې له ځانمرګي برید څخه ډډه وکړه.دغه ۱۲ کلن ماشوم د پاکستان په مدرسو کې روزنه لیدلې ده.
دغه ماشوم څه د پاسه دوه کاله د پاکستان په دغه راز مدرسو کې زده کړې ورکړل شوې او بالاخره ځانمرګي برید ته چمتو شوی وه.
د هغه د روزنې ترټولو مهمه برخه دا ده چې ورته ویل کېدل چې ټول افغان پوځیان کافر دي او مغز یې مینځل شوی وه چې د ځان په چاودولو سره څو تنه افغان پوځیان ووژني.
اوبوذر وویل: "موږ ته یې یو کال د جهاد انځورونه راښودل او له ظلمونو څخه به یې ویل. یوه ورځ یې موږ ته وویل،چې جهاد ته ځئ؟ما خپل لاس اوچت کړ او ومې ویل چې له ژوندي پاتې کېدو څخه شهادت غوره دی".
ابوذر ته یې دنده سپارلې وه چې په ننګرهار کې ځانمرګی برید ترسره کړي. خو کله چې د ننګرهار په لعل پور ولسوالۍ کې یوه جومات ته ځي هلته افغان پوځیان د لمانځه د ادا کولو پرمهال ویني او هغه چې افغان ځواکونه کافر بلل په جومات کې د دغو پوځیانو په لیدلو حیرانېږي.
هغه زیاته کړه: "موږ ته ویل شوي وو چې ټول افغان پوځيان کافر دي.فکر مې کاوه چې په ریښتیا سره هغوی ټول کافر دي؛خو ومې لیدل چې په جومات کې لمونځ کوي.همدا د دې لامل شو چې خپله پرېکړه بدله کړم".
خو ویل کېږي هغه ماشومان او کسان چې لږ د خپل ژوند پروګرام برابروي د پاکستان په مدرسو کې یې مغزونه مینځل کېږي او په دوو کلونو کې ځانمرګي برید ته چمتو کېږي.
http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/24367-12-year-old-suicide-bomber-surrenders
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
lawangin
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 27 ميئ   2006
ليکنې: 571

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   مارچ   25, 2016 1:45 pm    عنوان   : Re: په کامله بې ایمانۍ، جنت ته دې لیږو. Reply with quote

طالبان انتحاري کوي او دانوی کلتور هم ندی خو په وړو ماشومانو انتحاري حمله کول
د طالب کار ندی او نه یې غواړي اونه اسلامي دی!
دا کار د cia د افغان مذدوره دولت دی چې دطالب رنګ بد او په اولس کې رټلی شي !
تر څو لاره سياسي او اخلاقي لنډغرې ته برابره کړي !!

پتنګ

اتل ليکلي:
محترمو لوستونکو، السلام علیکمم!
موږ طالبان د خپلو اسلامي تحصیلاتو، او اسلامي ارشاداتو پر بنا کامل ایمان لرو چې ځانمرګي، او قتل د جنت نه، بلکه دوزخ دروازې پرانیزي، خو ته چې معصوم ماشوم یې، خپل خیر او شر نشي سنجولئ، او موږ دوکه درکوو، نو داهم تصدیق درکوو، چې جنت ته دې لیږو.
====
یو ماشوم چې د جنت په نامه ځانمرګي برید ته چمتو کړل شوی وه د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې له ځانمرګي برید څخه ډډه وکړه.دغه ۱۲ کلن ماشوم د پاکستان په مدرسو کې روزنه لیدلې ده.
دغه ماشوم څه د پاسه دوه کاله د پاکستان په دغه راز مدرسو کې زده کړې ورکړل شوې او بالاخره ځانمرګي برید ته چمتو شوی وه.
د هغه د روزنې ترټولو مهمه برخه دا ده چې ورته ویل کېدل چې ټول افغان پوځیان کافر دي او مغز یې مینځل شوی وه چې د ځان په چاودولو سره څو تنه افغان پوځیان ووژني.
اوبوذر وویل: "موږ ته یې یو کال د جهاد انځورونه راښودل او له ظلمونو څخه به یې ویل. یوه ورځ یې موږ ته وویل،چې جهاد ته ځئ؟ما خپل لاس اوچت کړ او ومې ویل چې له ژوندي پاتې کېدو څخه شهادت غوره دی".
ابوذر ته یې دنده سپارلې وه چې په ننګرهار کې ځانمرګی برید ترسره کړي. خو کله چې د ننګرهار په لعل پور ولسوالۍ کې یوه جومات ته ځي هلته افغان پوځیان د لمانځه د ادا کولو پرمهال ویني او هغه چې افغان ځواکونه کافر بلل په جومات کې د دغو پوځیانو په لیدلو حیرانېږي.
هغه زیاته کړه: "موږ ته ویل شوي وو چې ټول افغان پوځيان کافر دي.فکر مې کاوه چې په ریښتیا سره هغوی ټول کافر دي؛خو ومې لیدل چې په جومات کې لمونځ کوي.همدا د دې لامل شو چې خپله پرېکړه بدله کړم".
خو ویل کېږي هغه ماشومان او کسان چې لږ د خپل ژوند پروګرام برابروي د پاکستان په مدرسو کې یې مغزونه مینځل کېږي او په دوو کلونو کې ځانمرګي برید ته چمتو کېږي.
http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/24367-12-year-old-suicide-bomber-surrenders
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.