د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

ښه اوبد.

اتل
27.10.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
ددې لاندې رپوټ لوستل به د ښه اوبد، نیکۍ او شرارت او حق او باطل تر منځ د توپیر روښانه کرښه وباسي.
د بې ګناه انسانانو قتل په اسلام کې ناروا دئ، او د مرګ نه د یوه مؤمن بچ کول داسې دي لکه ټول بشریت ته دې چې نجات ورکړئ وي.
دالاندې رپوټ به دا وښيي چې چا د بې کناه مؤمنانو د قتل تکل کړئ ؤ، او چا مؤمؤمنان د قتل نه بچ کړي.
====
ملي امنیت وايي چې په کابل کې یې د یوې لویې تروریستې حملې مخه نیولې
• Saturday, 25 October 2014 21:19
• Written by: تاند
تاند- د افغانستان استخباراتي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو د یوه مهم غړي په نیولو سره یې په پلازمېنه کابل کې د یوې لویې تروریستي حملې مخه ډب کړه.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن وویل، منسوبانو یې نن په پلازمېنه کې د هلمند د نادعلي لپاره د طالبانو ولسوال له درو نورو سخت دریځو سره په یو لړ عملیاتو کې یوځای ونیوه.
د ملي امنیت ریاست وايي چې دا کسان په وروستیو ورځو کې د ډیورنډ کرښې له هغې خوا څخه کابل ته راغلي ول او په دغه ښار کې یې د یوې لویې حملې پلان درلود.
http://www.taand.com/archives/32772


Re: ښه اوبد.

lawangin
27.10.2014

تف لانت پر دې فاسدې درواغجنې ادارې هغوی خو د حقاني زوی
هم په خوست کې نيولی دی ! ايا دا رښتيا را وخته ؟
فاسدين اوس خپلې لکۍ ته غاپې !

[quote:5f84282e7a="اتل"]محترمو لوستونکو، السلام علیکم
ددې لاندې رپوټ لوستل به د ښه اوبد، نیکۍ او شرارت او حق او باطل تر منځ د توپیر روښانه کرښه وباسي.
د بې ګناه انسانانو قتل په اسلام کې ناروا دئ، او د مرګ نه د یوه مؤمن بچ کول داسې دي لکه ټول بشریت ته دې چې نجات ورکړئ وي.
دالاندې رپوټ به دا وښيي چې چا د بې کناه مؤمنانو د قتل تکل کړئ ؤ، او چا مؤمؤمنان د قتل نه بچ کړي.
====
ملي امنیت وايي چې په کابل کې یې د یوې لویې تروریستې حملې مخه نیولې
• Saturday, 25 October 2014 21:19
• Written by: تاند
تاند- د افغانستان استخباراتي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو د یوه مهم غړي په نیولو سره یې په پلازمېنه کابل کې د یوې لویې تروریستي حملې مخه ډب کړه.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن وویل، منسوبانو یې نن په پلازمېنه کې د هلمند د نادعلي لپاره د طالبانو ولسوال له درو نورو سخت دریځو سره په یو لړ عملیاتو کې یوځای ونیوه.
د ملي امنیت ریاست وايي چې دا کسان په وروستیو ورځو کې د ډیورنډ کرښې له هغې خوا څخه کابل ته راغلي ول او په دغه ښار کې یې د یوې لویې حملې پلان درلود.
http://www.taand.com/archives/32772[/quote:5f84282e7a]


اتل
30.10.2015

لونګین، پتنګ صاحب، السلام علیکم.
د کندز په ښار، ارچي په دښته، خوجه غار، ننګرها، هلمند، فاریاب او نورو لسګونو ولسوالیو او ښارونو کې چې طالبانو د خپلو خارجي ترورستانو او د نیابتي جنګ د باردانو په امراو د جنګ د میدان دخارجي ترورستانو ترقومانده لاندې حملې وکړې، قتلونه یې وکړل، بیت المال یې تباه کړ، دمسلمه امت د خدماتو منابع یې ورانې کړې، ښارونه یې تباه کړل او په زرګونو کورنۍ یې بې کوره کړې.

خو دولسونو د همکاریو په رکت د طالبانو پر خلاف کامیابو عملیاتو په برکت، طالبانو فرار وکړ.دهغوی د ورانکاريو د اعمار کارونه پیل شول او د بې کوره شوو کورنیو د ستینیدو کارونه سرته ورسیدل.
لوستونکي ښه پوهیږي چې طالب بد اوددوی د مقابل ولسي قوتونه نیک دي، اوس ته خپل کوږ عق را سم کړه او حقیقت ووایه.
په الله دې سپارم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more