د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

جګړه ماري دپاکستان ثبات ته ګواښ دئ.

میرویس
14.05.2014

کرانو لوستونکو، السلام علیکم
آزادې رادیو د پاکستان د امنيتي چارواکو دخولې وایي چې د افغانستان پولې ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې دچهارشنبې په ورځ سهارد امريکا د بې پيلوټه الوتکو په يوه تازه بريد کې لږ تر لږه ګڼ سخت دريځه وسله وال مړه او ټپيان شوي دي.

نن سبا په پاکستان کې حکومت او ولس دجګړه مارانو نه تر پزې زاغلئ او دا ملک د بې ثباتۍ خوا ته راکاږي. بې پیلوټه الوتکې دغه جګړه ماران په نښه کوي چې یا د خپلو خارجي ترورستو میلمنو سره سیمه خوشې کړي او یاداسې و ځبل شي چې بیا ترورستی حملو او جګړه ماریو ته زړه ښه نکړي.

دسیمي نه ددغو افراطیانو وتل او یا له منځه تلل په پاکستان کې د ثبات او امنیت په ټینګیدو کې مرسته کوي. د بې پیلوټه الوتکو عملیات په ټوله سیمه کې د امنیت او ثبات په راوستو کې مؤثریت لري او د سیمې خلک چې د تروریزم نه ستومانه شویدي ددغو الوتکو د عملیاتو هر کلئ کوي او دولس د رفاع دپآره یې یوه بهتره وسیله ګڼي.
======
خيبر ايجنسۍ: بې پيلوټه الوتکو بريد وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

24.02.1393
د افغانستان پولې ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې امنيتي چارواکي وايي، چې د چهارشنبې په ورځ سهار د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په يوه تازه بريد کې لږ تر لږه ګڼ سخت دريځه وسله وال مړه او ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي، چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمه کې د وسله والو پر يوه مرکز درې توغندي وويشتل، چې په ترڅ کې يې مرکز ونړېد او ځينو موټرو ته هم زيان واوښت.

چارواکي همداراز وايي، دا بريد د خيبر ايجنسۍ په لرې پرتې سيمه کې شوى دى، چې ځينې توغندي د پولې اخوا په افغانستان او ځينې په پاکستاني سيمه کې لګېدلي دي، خو په وينا يې تراوسه لا معلومه نه ده چې وسله وال په کومه غاړه کې وژل شوي دي؟

خو پاکستاني رسنۍ بيا ادعا کوي، چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو د افغانستان پولې ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې شوى دى، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې متضاد راپورونه خپاره کړي دي، چې ځينو پکې د ١٠ وسله والو او ځينو نورو د ٣ د وژلو خبر ورکړى.

دا په تېرو پېنځو مياشتو کې په قبآيلي سيمو کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو لومړنى بريد دى. تر دې مخکې د امريکا بې پيلوټه الوتکو په وروستي ځل د تېر ٢٠١٣م کال په وروستۍ مياشت کې په شمالي وزيرستان کې د سخت دريځه وسله والو پر مرکز بريد کړى و، چې په ترڅ کې يې ٣ وسله وال وژل شوي وو.

د پاکستان د پاکستان د دفاعي چارو يو شمېر کارپوهان د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکو د تازه بريد په اړه وايي، چې که څه هم د پاکستان صدراعظم نواز شريف امريکا ته د خپل سفر پر مهال له امريکايي چارواکيو غوښتي وو، چې له پاکستاني وسله والو طالبانو سره دې د خبرو اترو په اوږدو کې پر قبايلي سيمو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه نه کوي، خو دوى وايي چې امريکا اوس پر دې پوهيدلې چې د وسله والو پاکستاني طالبانو او ددې هېواد د حکومت خبرې اترې کومه نتيجه نه ورکوي، همدا لامل دى چې بيا يې بريدونه پيل کړل.

د دفاعي چارو کارپوه او متقاعد پوځي بريګيډير سيد نذير مومند له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

" هغوى داسې پخه ژمنه نه وه کړې، هغوى ويلي وو که چيرې موږ ته خپل هدف تر سترګو کېده، نو بريد به کوو. دا خو د هغوى زوړ موقف و او اوس يې هم دا موقف دى. بله خبره دا ده چې دا وقفه يې ورکړې وه، نو دوى [پاکستان] له هغوى [امريکا] غوښتي وو، چې موږه د مذاکراتي عمل نه څه نتيجه اخلو ، چې هغه ونه شوه، نو زما په خيال اوس د هغوى لپاره هم موقع ده، چې دا مذاکرات نور هم شاته کړي.

بله دا چې اوس د پاکستاني حکومت او ددې هېواد د استخباراتي ادارې ترمنځ خپلمنځي حالات هم ښه نه دي، نو کېداى شي چې دا هم د مذاکراتو د ناکامولو يوه مرسته وي".

نوموړى همدا راز وايي، چې د وسله والو طالبانو له خوا پر پاکستاني سرتېرو تر وروستيو بريدونو او اوس د امريکا د بې پيلوټه الوتکو تر بريد وروسته به د پاکستاني حکومت او وسله والو طالبانو خبرې له خنډ سره مخ شي.

د يادونې وړ ده، چې د تېر ٢٠١٣م کال کې د نومبر په لومړۍ نېټه په شمالي وزيرستان کې پاکستاني وسله والو طالبانو د مشر حکيم الله مسود تر وژلو او په خيبر پښتونخوا کې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند له خوا د بې پيلوټه الوتکو پر ضد تر احتجاج او د ناټو د اکمالاتي لارې تر بندولو وروسته پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کم شوي وو.
http://pa.azadiradio.org/content/article/25384342.html


Re: جګړه ماري دپاکستان ثبات ته ګواښ دئ.

pattang
14.05.2014

څوک چې دامريکا په تروريستي درونه وياړ کوي او انسانان بې له
محکمې اوسبوته وژني او يا جنګ ته په ترور ځواب ورکوي هغوی
په خپله تروريستان دي او سياسي هدفونه لري خو دا فاسقين پر دې
نه پوهيږي چې ددوی ددغسې ترور عمل اولس نور هم ورته پورته
کوي !

[quote:d6b60bc890="میرویس"]کرانو لوستونکو، السلام علیکم
آزادې رادیو د پاکستان د امنيتي چارواکو دخولې وایي چې د افغانستان پولې ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې دچهارشنبې په ورځ سهارد امريکا د بې پيلوټه الوتکو په يوه تازه بريد کې لږ تر لږه ګڼ سخت دريځه وسله وال مړه او ټپيان شوي دي.

نن سبا په پاکستان کې حکومت او ولس دجګړه مارانو نه تر پزې زاغلئ او دا ملک د بې ثباتۍ خوا ته راکاږي. بې پیلوټه الوتکې دغه جګړه ماران په نښه کوي چې یا د خپلو خارجي ترورستو میلمنو سره سیمه خوشې کړي او یاداسې و ځبل شي چې بیا ترورستی حملو او جګړه ماریو ته زړه ښه نکړي.

دسیمي نه ددغو افراطیانو وتل او یا له منځه تلل په پاکستان کې د ثبات او امنیت په ټینګیدو کې مرسته کوي. د بې پیلوټه الوتکو عملیات په ټوله سیمه کې د امنیت او ثبات په راوستو کې مؤثریت لري او د سیمې خلک چې د تروریزم نه ستومانه شویدي ددغو الوتکو د عملیاتو هر کلئ کوي او دولس د رفاع دپآره یې یوه بهتره وسیله ګڼي.
======
خيبر ايجنسۍ: بې پيلوټه الوتکو بريد وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

24.02.1393
د افغانستان پولې ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې امنيتي چارواکي وايي، چې د چهارشنبې په ورځ سهار د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په يوه تازه بريد کې لږ تر لږه ګڼ سخت دريځه وسله وال مړه او ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي، چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمه کې د وسله والو پر يوه مرکز درې توغندي وويشتل، چې په ترڅ کې يې مرکز ونړېد او ځينو موټرو ته هم زيان واوښت.

چارواکي همداراز وايي، دا بريد د خيبر ايجنسۍ په لرې پرتې سيمه کې شوى دى، چې ځينې توغندي د پولې اخوا په افغانستان او ځينې په پاکستاني سيمه کې لګېدلي دي، خو په وينا يې تراوسه لا معلومه نه ده چې وسله وال په کومه غاړه کې وژل شوي دي؟

خو پاکستاني رسنۍ بيا ادعا کوي، چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو د افغانستان پولې ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې شوى دى، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې متضاد راپورونه خپاره کړي دي، چې ځينو پکې د ١٠ وسله والو او ځينو نورو د ٣ د وژلو خبر ورکړى.

دا په تېرو پېنځو مياشتو کې په قبآيلي سيمو کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو لومړنى بريد دى. تر دې مخکې د امريکا بې پيلوټه الوتکو په وروستي ځل د تېر ٢٠١٣م کال په وروستۍ مياشت کې په شمالي وزيرستان کې د سخت دريځه وسله والو پر مرکز بريد کړى و، چې په ترڅ کې يې ٣ وسله وال وژل شوي وو.

د پاکستان د پاکستان د دفاعي چارو يو شمېر کارپوهان د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکو د تازه بريد په اړه وايي، چې که څه هم د پاکستان صدراعظم نواز شريف امريکا ته د خپل سفر پر مهال له امريکايي چارواکيو غوښتي وو، چې له پاکستاني وسله والو طالبانو سره دې د خبرو اترو په اوږدو کې پر قبايلي سيمو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه نه کوي، خو دوى وايي چې امريکا اوس پر دې پوهيدلې چې د وسله والو پاکستاني طالبانو او ددې هېواد د حکومت خبرې اترې کومه نتيجه نه ورکوي، همدا لامل دى چې بيا يې بريدونه پيل کړل.

د دفاعي چارو کارپوه او متقاعد پوځي بريګيډير سيد نذير مومند له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

" هغوى داسې پخه ژمنه نه وه کړې، هغوى ويلي وو که چيرې موږ ته خپل هدف تر سترګو کېده، نو بريد به کوو. دا خو د هغوى زوړ موقف و او اوس يې هم دا موقف دى. بله خبره دا ده چې دا وقفه يې ورکړې وه، نو دوى [پاکستان] له هغوى [امريکا] غوښتي وو، چې موږه د مذاکراتي عمل نه څه نتيجه اخلو ، چې هغه ونه شوه، نو زما په خيال اوس د هغوى لپاره هم موقع ده، چې دا مذاکرات نور هم شاته کړي.

بله دا چې اوس د پاکستاني حکومت او ددې هېواد د استخباراتي ادارې ترمنځ خپلمنځي حالات هم ښه نه دي، نو کېداى شي چې دا هم د مذاکراتو د ناکامولو يوه مرسته وي".

نوموړى همدا راز وايي، چې د وسله والو طالبانو له خوا پر پاکستاني سرتېرو تر وروستيو بريدونو او اوس د امريکا د بې پيلوټه الوتکو تر بريد وروسته به د پاکستاني حکومت او وسله والو طالبانو خبرې له خنډ سره مخ شي.

د يادونې وړ ده، چې د تېر ٢٠١٣م کال کې د نومبر په لومړۍ نېټه په شمالي وزيرستان کې پاکستاني وسله والو طالبانو د مشر حکيم الله مسود تر وژلو او په خيبر پښتونخوا کې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند له خوا د بې پيلوټه الوتکو پر ضد تر احتجاج او د ناټو د اکمالاتي لارې تر بندولو وروسته پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کم شوي وو.
http://pa.azadiradio.org/content/article/25384342.html[/quote:d6b60bc890]


میرویس
21.05.2014

پتنګه ستا اپلتي تلد هماغې یوې سرندې وهل غږول دي.
داځلې یې په نورستان کې څلور ترورست طالبان وژلي دي. ستا خپل ذبیح الله مجاهد یې هم تائیدوي چې د بې پیلوټه الوتکې په ګذارونو کې یوازې دوه طالبان وژل شوي او دوه یې زخمی کړیدي.
دا الوتکې هدفونه رسا ولي او ولس یې تر مخکنیو عملیاتو بهتره بولې ځکه چې جانبي تلفات نلري او ولس د ترورستانو نه پچ کوي.


pattang
21.05.2014

هو ترور خو ستا سو عادت او خلاقيت دی او له دې کبله یې اوس
په درونه کوۍ نويو سړی چې تخنيکي او حقوقي دومره جاهل وي
له هغ څخه څه ګيله ؟

[quote:f4d6b04955="میرویس"]پتنګه ستا اپلتي تلد هماغې یوې سرندې وهل غږول دي.
داځلې یې په نورستان کې څلور ترورست طالبان وژلي دي. ستا خپل ذبیح الله مجاهد یې هم تائیدوي چې د بې پیلوټه الوتکې په ګذارونو کې یوازې دوه طالبان وژل شوي او دوه یې زخمی کړیدي.
دا الوتکې هدفونه رسا ولي او ولس یې تر مخکنیو عملیاتو بهتره بولې ځکه چې جانبي تلفات نلري او ولس د ترورستانو نه پچ کوي.[/quote:f4d6b04955]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more