د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د افغان طالبان درۍګونئ انشعاب

میرویس
05.05.2014

قدرمنو لوستونو، السلام علیکم
د ګران افغانستان ننئ خبر وایي چې د ملا محمد عمر آخد ورور، ملا عبد الحنان هوتک د طالبانو د مشرتابه د شورې معاون او د ملا ذاکر په عوض د پوځې شوری رئیس مقرر شويډئ
د ذاکر په ماقوفې یو شمیر طالبان خوشحاله دي او نور په غوصه. د سراج الدین حقاني په شمول بله ډله طالبانو ددغو دوو ډلو نه جلا شویده.

طالبانو پخوا هم پخپلو کې اختلافونه لرل او هغه ډله طالبان چې د صلحې طرفدار وو یا وژل شوی، یا بندي شوی او یا تبعید ته مجبور شوي.

دطالبانو د جنګ دمیدان، ولایاتو د سویې او کوټې دسویې دطالبانو تر منځ تل بې نظمې او اختلافات موجود وو. د ټيتې سویې طالبان اوس پدې پوه شوي چې آمران یې په خارج کې مزې چړچې کوي، د ټيټې سویې طالبان یې د جهاد په تبلیغ او نوروپلمو تیر ایستي او مشران یې د جهاد په نامه د عامو انپړو ځوانانونه استفاده کوي او خپله په بنګلو کې تر برښنا لاندې ژوند کوي او اولادونه یې ښونځيو ته ځي.

د طالبانو دا اوسني اختالفات ښيې چې د طالبانو تحریک ورځ تر بلې کمزورئ کیږي او د سقوط سره مخامخ دئ.
http://graanafghanistan.com/


م . ق
06.05.2014

امریکایان خپل فوځونه د روسیې او چین له ډاره باسي، په کابل کې د پنجاب په خوښه او مرسته د غبرګ عبدالله حکومت راځي، په داسې حال کې نور طالبانو ته ضرورت نه پیدا کیږي، امریکا او پنجاب ورڅخه خپل کار واخیست نوره اړتیا ورته نه ویني!
یوازې حزبیان او اصلاحیان د پنجاب په ګټه ښه رول لوبولاي شي، کیداي شي ۵ کاله بعد په ټاکنو کې خپله حکمتیار برخه واخلي، او که داسې وشي د ګټلو چانس یې ۹۹٪ دی، د طالبانو پاڼه نوره زیړه ده ځکه یې په کابل کې یو نوی سیاسي تحریک پیل کړو خو دا کار به هم ورته هیڅ ګټه ونه کړي.


Re: د افغان طالبان درۍګونئ انشعاب

pattang
06.05.2014

وروره خبرې د منطقي ندي ! د اشغالګرو دپروپاګندې لپاره دې مازغه
ګنګس شوي ،خېټه ددالرو پړ سولې ده ښکاري چې فشار دجګ شوی وي
!تاخو دهېواد دازادي لپاره يوه خبره هم نده کړې ؟ خو هغوی چې
دازادي لپاره خپلې وينې تويه وي ستا دمذدورۍ مرجع ګرزېدلې او بل
کسب نلرې ؟ نه شرم اونه حيا !
يوه بله بې حيایې دې داده چې دروغ هم وایې !
دطالبانو مشران چېرې په خارج کې چړچې کوي ؟
تا دخدای ړوند کړي ! هغوی خو ټول په تور لست کې دي او هيڅ
ځای ته ازاد نشي تلی!
دغه صليبي او دکابل دفاسقينو پروپاګنده به خپل ګور ته يوسې !
ټول طالبان داشغالګرو او فاسدو پر خلاف خپل جنګ کوي !

[quote:a0a87e2a69="میرویس"]قدرمنو لوستونو، السلام علیکم
د ګران افغانستان ننئ خبر وایي چې د ملا محمد عمر آخد ورور، ملا عبد الحنان هوتک د طالبانو د مشرتابه د شورې معاون او د ملا ذاکر په عوض د پوځې شوری رئیس مقرر شويډئ
د ذاکر په ماقوفې یو شمیر طالبان خوشحاله دي او نور په غوصه. د سراج الدین حقاني په شمول بله ډله طالبانو ددغو دوو ډلو نه جلا شویده.

طالبانو پخوا هم پخپلو کې اختلافونه لرل او هغه ډله طالبان چې د صلحې طرفدار وو یا وژل شوی، یا بندي شوی او یا تبعید ته مجبور شوي.

دطالبانو د جنګ دمیدان، ولایاتو د سویې او کوټې دسویې دطالبانو تر منځ تل بې نظمې او اختلافات موجود وو. د ټيتې سویې طالبان اوس پدې پوه شوي چې آمران یې په خارج کې مزې چړچې کوي، د ټيټې سویې طالبان یې د جهاد په تبلیغ او نوروپلمو تیر ایستي او مشران یې د جهاد په نامه د عامو انپړو ځوانانونه استفاده کوي او خپله په بنګلو کې تر برښنا لاندې ژوند کوي او اولادونه یې ښونځيو ته ځي.

د طالبانو دا اوسني اختالفات ښيې چې د طالبانو تحریک ورځ تر بلې کمزورئ کیږي او د سقوط سره مخامخ دئ.
http://graanafghanistan.com/[/quote:a0a87e2a69]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more