tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

خپل عیب د ولي منځ، د بل عیب د کلي منځ
پاڼي ته لاړ شئ 1, 2, 3, 4  مخکي
 
نوې موضوع پېل کړئ   دا موضوع تړلې شوې . تاسو ليکنې بدلولی يا ځوابولی نشئ.    tolafghan.com دفورم سر ته   -> سياست او روانې چارې
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
میرویس
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 25 ميئ   2012
ليکنې: 863

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   اپريل   10, 2014 1:40 pm    عنوان   : خپل عیب د ولي منځ، د بل عیب د کلي منځ Reply with quote

ګرانو وروڼو، اسلام علیکم
د پاکستان د طالبنو ویاند شاهدالله شاهد ویلي[په بې ګناه خلکو حملې کول ناجایز کار دی او په شریعت کې حرام دي] .

موږ باید د شاهداله شاهد د تبصرې هرکلئ وکړو، څکه چې د همدغې خبرې په ډیر تکرار خو زموږ په ژبو وېښتان راشنه شول. هرځلې چې طالبان په عام محضر لکه قصه خوانئ بازار، کلیسا او سینما ګانو کې بمونه وچوي او د شاهدالله صاحب په قول بې ګناه خلک ووزني، موږ ورته وایو چې دا کار په اسلام کې حرام دئ.

نه پوهیزږم دا لمر د کومې خوا را وخوت چې د پاکستاني طالبانو نطاق دغه ډول اعتراف وکړ. کیداښ شي د پاکستان طالبانو ته اوس د اسلامي احکامو پته لکیدلي وي او یا دوی اوس په اسلام مشرف شوي وي.

کیدای شي د پاکستاني طالبانو دغه ډله چې د حکومت سره په خبرو لګیا ده او اوربند یې کړئ، پخوا هم په همدې نظر وه، خو نورو ډلو به دغسې دماکې کولې. په څو تیرو ورځو کې چې د پاکستاني طالبانو د رقیبو ډلو ترمنځ په جګړو کې اته ویشت تنه ووژل شول، د طالبانو په تحریک کې د کلونو کلونو موجود اختلافونه سازشونه او دسیسې چې د عام ولس پرخلاف یې کولې هم بهر ته را ووتلې.

دطالبانو دیوبندې ډله د حکومت سره خبرې کوي، خو هغه بله ډله چې په پنج پیره مشهوره ده، دحکومت سره دخبرو ملاتړ نه کوي. خو دغو دواړو ډلو په ترو وختو کې په ګډه بې ګناه مسلمانان وژلي، دماکې یې کړي او انتحاریې حماې یې کړیدي، او یا خو دا جنایت د یوې ډلې کار ؤ. خو هغې بلې ډلې هم چې د قتلونوملاتړ کړئ او یا سترګې پرې پټې کړې د جرم شریکباڼې ده.
====
شاهد: دبې ګناه خلکو وژل دغندلو وړ د ي
ثنالله وحيد
Larawbar.com 2014-04-09
اسلام ابا :دپاکستان دطالبانو ویاند شاهد الله شاهد د بلوچستان صوبې په سیبي کې په اوورګاډي او په اسلام اباد کې په سبزۍ منډۍ کښې په بم چاودنو کښې دبې ګناه خلکو وژله وغندله .شاهدالله شاهد وویل چې په عمومي ځایونو حملې او دبې ګناه خلکو وژل دغندلو وړ کار دی او زیاته یې کړه چې په شریعت کښې په بې ګناه خلکو حملې کول حرام دي .هغه وویل داډول حملې دنه بخښلو او د غندلو وړدي .شاهدزياته کړه په دغو حملو کې دپټو لاسونو لرل نشو ردولای .په تیرو وختونو کښې هم پټو لاسونو دطالبانو ډلې په نوم بم چاودنې کولی .شاهد الله وویل دبلوچستان او سیند محرومه خلک زمونږ وړونه دي او زیاته يې کړه په بې ګناه خلکو حملې کول ناجایز کار دی او په شریعت کې حرام دي .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
larghonay laraway
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 25 اکتوبر   2008
ليکنې: 1186

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   اپريل   12, 2014 8:25 am    عنوان   : Reply with quote

متل دی وايي:
له موزي ښادي حرامه ده
نو ميرويسجانه طالبان ټول موزيان دي او په خبرو يې سر مه خوږوه.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
pattang
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 05 اګست   2004
ليکنې: 5018
ځای: Germany

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   اپريل   12, 2014 11:36 am    عنوان   : Reply with quote

لرغونيه داسې فکر کوم چې وېروسي شوی یې !
مير ویس ، اتل ۰۰۰۰خو هغه شی ليکي چې اشغالګر او فاسد دولت یې
غواړي ، دوی هيڅکله د صليبيانو او فاسد رژيم په وژلو اوښکې ندي
تویې کړې !
اوس به راشم د ((موزي)) کليمې ته ، په پښتو کې خو موزي هغه چاته
وایې چې خپله ښځه یې سپک استعمالوي او له بل چا سره یې ګوتې
خوږې کړې وي ! که هېواد ناموس وګڼو لکه په پښتو کې چې ګڼل کېږي
نو ستاسو هيوادخو له صليبي اشغالګرو سره ګوتې خوږې کړې ، په
کورو در ننوځې ، چاپې اچوي هر کار یې چې زړه غواړي هغه کوي
نو اوس عدالت ستا په لاس کې چې طالب مردګا موزي ده او که
ستاسو ګډ رژيم !!

larghonay laraway ليکلي:
متل دی وايي:
له موزي ښادي حرامه ده
نو ميرويسجانه طالبان ټول موزيان دي او په خبرو يې سر مه خوږوه.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
larghonay laraway
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 25 اکتوبر   2008
ليکنې: 1186

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه اپريل   13, 2014 6:21 am    عنوان   : Reply with quote

پتنګ لالا ګل خبره دې کړې ده.
هره ستونزه بايد د سالم قضاوت له لارې حل شي.
که وجداني قضاوت وکړو نو هم هغه ستاسو صليبيان موزيان دي چې ګرين کارډ يې درکړی، تشنابونه يې مينځئ او کورونو ته يې پيزه رسوئ او هم د ملاعمر ړنده، بې سواده، جاهله او له دين او دنيا ناخبره ډله موزيان دي چې د بې دينه پاکستان په دیکته خپل وطن (ناموس) ورانوي. او هغه پاکستان چې انګريز جوړ کړی دی !
نو که په لنډه يې ووايم صليبان او پاکستان مې نسوار هم نه دي خو چې دوه موزيان نه وای:
کرزی او ملاعمر (ټګ او برګ)
د امريکا، صليبيانو مزدوران
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
pattang
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 05 اګست   2004
ليکنې: 5018
ځای: Germany

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه اپريل   13, 2014 10:35 pm    عنوان   : Reply with quote

يوه کلمه زما څخه غلطه اوبې سوچه وتلې ده چې هغه ((تاسو))ده!
بايد دتاسو پرځای مې مونږ ليکلي وی ، ځکه چې اژد هار ،مار او
چورموښکۍ ټول دخزندوو ميراثي نوم او يو ګروپ دی !

که تاريخ ته فکر وکړو کلاسيک صليبيان ،اروپا يان وو ،نه شمالي ـ ،
منځنۍـ ،جنوبي امريکا، نه جنوبي افريقا،نه استرليا ،نه نيوزېلنډ اونه
سائبريا ! ددغو ټولو ځايونو اصلي اوسېدونکې اسيايې خلک وو خو
دغو بې کلچرو ظالمانو په زور ونيول او اوس نور دنړۍ پوليس
اوخپل ځان یې څښتن بولي !

نو داخوکومه خبره نده چې يوشمېر اسيایې خلک کومو ته چې
دوی ضرورت لري او يا خپلې لېبرالې ديموکراسي ته رنګ پرې
ورکوي دخپل ملک متابعت ورکړي !

خو ددې په ځنګ کې ما خپل افغانی متابعت ساتلی !!!

وروره !
که دکار په بيالوژيکي څېړنه او دکار روابط د انسان له
اخلاقو ،غيرت ، مېړاني ، حقوقي فلسفې اوحقوقي تيوري سره وتړو
نو بيا په کار کې شرم نشته چې هر کار وي ،خو دروېزه ،پردی
خيرات ، رشوت خوړل ،تنبلي او کور مغزي د اسان داپورته بيان
ښوي اشرافيات ټول له منځه وړي او خدای پاک د انسان ترې
ساتي !!
خو دافغانستان ملت په داسې جهادي، خلقي ، افغان ملتي
او ستمي خرو او جنايتکارانو ککړ دی چې له اولسه یې هغه
دغه dignity اخيستې ده اوزه دلته پرې شرمېږم !

راغلو ملا عمرته دهغه ددروازې دسپي بلا دې په ټولو افغاني
سياسي جاهلو کار پوهانو وګرزي !
دهغه محترم خبره يوه ده له اوله تراخره !
تاسوتر اوسه پورې يو سياسي او اقتصادي سيستم نلرۍ اونه پرې
پوهېږۍ نودا دپاکستان ګناه نده ؟، خپل کالې مو بې لمازه دي چې
په پاکولو یې نه پوهېږۍ !!
دکرزي اوملګرو له منځه وړل يې هلته امکان لرې چې صليبي
اشغالګروشړۍ او يواځې ملا عمر دا پروڅيس مخته وړي !

larghonay laraway ليکلي:
پتنګ لالا ګل خبره دې کړې ده.
هره ستونزه بايد د سالم قضاوت له لارې حل شي.
که وجداني قضاوت وکړو نو هم هغه ستاسو صليبيان موزيان دي چې ګرين کارډ يې درکړی، تشنابونه يې مينځئ او کورونو ته يې پيزه رسوئ او هم د ملاعمر ړنده، بې سواده، جاهله او له دين او دنيا ناخبره ډله موزيان دي چې د بې دينه پاکستان په دیکته خپل وطن (ناموس) ورانوي. او هغه پاکستان چې انګريز جوړ کړی دی !
نو که په لنډه يې ووايم صليبان او پاکستان مې نسوار هم نه دي خو چې دوه موزيان نه وای:
کرزی او ملاعمر (ټګ او برګ)
د امريکا، صليبيانو مزدوران
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
larghonay laraway
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 25 اکتوبر   2008
ليکنې: 1186

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اپريل   14, 2014 8:16 am    عنوان   : Reply with quote

پتنګ صيب!
اول خو که په تېره ليکنه کې کومه خبره درته تونده ښکاره شوې وي د هغې ډېېېېېېېېره بښنه غواړم.
لومړی خو که له افغانستانه صليبيان شړل غواړو نو د ملاعمر او کرزي دواړو چاره بايد وکړو. ځکه چې په افغانستان کې د صليبيانو د شتون او بقا دوه قوي ريښې ملاعمر او کرزی دي.
دويم دا چې قضاوت يو اړخيز نه کېږي. دا که مونږ په افغانستان کې صليبيان نه شو زغملی او په اروپا او امريکا کې ورسره ګډ ژوند کوو، کاروبار ورسره کوو او friendship ورسره ساتو نوخلک اخر پوهېږي چې مونږ په غلطه یو.
بله دا چې د ملاعمر په عقيده خو کفري نړۍ ټوله يوه ده. د اسيا، امريکا او اروپا توپير په کې نشته.
همدا راز اوس افغانستان ته امريکا يوازې نه ده راغلې بلکې د خپلو اسياسيي، اروپايي ملګرو پر مټ راغلې او پايي نو څنګه يو ښه او بل خراب وګڼو!

پتنګ صيب! که رښتونی قضاوت وکړو نو د بهرمېشتو افغانانو لومړی نسل له اسلامه لرې دی او يوازې لږږږږږږږږږږږږ لږ افغاني دودونه خوښوي او له نکټايي سره ډېر ښه اتڼ کوي خو دويم او ورپسې نسلونه يې د دې يو په قصه کې هم نه دي.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
larghonay laraway
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 25 اکتوبر   2008
ليکنې: 1186

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اپريل   14, 2014 8:42 am    عنوان   : Reply with quote

پتنګ صيب!
اول خو که په تېره ليکنه کې کومه خبره درته تونده ښکاره شوې وي د هغې ډېېېېېېېېره بښنه غواړم.
لومړی خو که له افغانستانه صليبيان شړل غواړو نو د ملاعمر او کرزي دواړو چاره بايد وکړو. ځکه چې په افغانستان کې د صليبيانو د شتون او بقا دوه قوي ريښې ملاعمر او کرزی دي.
دويم دا چې قضاوت يو اړخيز نه کېږي. دا که مونږ په افغانستان کې صليبيان نه شو زغملی او په اروپا او امريکا کې ورسره ګډ ژوند کوو، کاروبار ورسره کوو او friendship ورسره ساتو نوخلک اخر پوهېږي چې مونږ په غلطه یو.
بله دا چې د ملاعمر په عقيده خو کفري نړۍ ټوله يوه ده. د اسيا، امريکا او اروپا توپير په کې نشته.
همدا راز اوس افغانستان ته امريکا يوازې نه ده راغلې بلکې د خپلو اسياسيي، اروپايي ملګرو پر مټ راغلې او پايي نو څنګه يو ښه او بل خراب وګڼو!

پتنګ صيب! که رښتونی قضاوت وکړو نو د بهرمېشتو افغانانو لومړی نسل له اسلامه لرې دی او يوازې لږږږږږږږږږږږږ لږ افغاني دودونه خوښوي او له نکټايي سره ډېر ښه اتڼ کوي خو دويم او ورپسې نسلونه يې د دې يو په قصه کې هم نه دي.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
م . ق
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 مارچ   2011
ليکنې: 649
ځای: پښتونخواه

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اپريل   14, 2014 1:50 pm    عنوان   : Reply with quote

larghonay laraway ليکلي:

که رښتونی قضاوت وکړو نو د بهرمېشتو افغانانو لومړی نسل له اسلامه لرې دی او يوازې لږږږږږږږږږږږږ لږ افغاني دودونه خوښوي او له نکټايي سره ډېر ښه اتڼ کوي خو دويم او ورپسې نسلونه يې د دې يو په قصه کې هم نه دي.


افرین افرین، د نر زوي یې او نره خبره دې کړې ده! په اروپا کې اوسیدونکی هیڅ کس مسلمان نشي پاتی کیدلاي، دیموکراسي لوي طاغوت دی او ورته غاړه ایښودل کفر بواح او ارتداد دی، دا یوه شرعي او فقهي مسئله ده کنه د لویو مفتیانو نه دې پوښتنه وشي چې پدې هکله د اهلسنت والجماعت څه عقیده ده.
بله داچې هجرت په اسلام کی یو ډیر مهم او اړین شی دی، حتی په خپل پلرني وطن کې که کوم مسلمان په خپل دین عمل نشي کولی نو شرعا مکلف دی چې هجرت وکړي، پاتې لا دا چې څوک اسلامي ملک او مسلمانان پریږدي او کفري او طاغوتي ملک دې غوره کړي.
وګورئ الله رب العالمین په قرآن مجید کې پدې اړه څومره شدید ایت رالیږلی:

إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ ظَالِمِي أَنفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنتُمْ ۖ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الْأَرْضِ ۚ قَالُوا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّـهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا ۚ فَأُولَـٰئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ ۖ وَسَاءَتْ مَصِيرًا. سورة النساء ایت نمبر ۹۷
ژباړه: هغه کسان چې ملایکې ورڅخه روح اخلي پداسې حال کې چې په خپلو نفسونو یې ظلم کړی وي(دین یې نه وي قایم کړی) ملایکې به ورڅخه وپوښتي چې د خپل دین په کوم حالت کې وئ(ایا دین مو قایم کړی وو) دوي به ووايي چې مونږ خو کمزوري او ضعیف وو (دندې او مادیاتو ته مو ضرورت لرلو) ملایکې به ورته ووايي ایا د الله ځمکه پراخه او وسیعه نه وه چې هجرت مو پکې کړی وی( او داسې ځاي ته تللاي واي چیرته چې دین قایمدلاي شي) پس دا هغه خلک دي چې د دوي ځاي جهنم دی او دا جهنم ډیر بد ځاي د ورتګ دی.

اوس نو وګورئ هغه څوک مسلمان پاته کیدلاي شي چې قصدا او عمدا یې دارالکفر کې په خپله رضا سکونت اختیار کړی وي؟

الله دې زمونږ سره حساب کتاب اسانه کړي، د مونږ ټولو څخه به د دین په هکله پوښتنه کیږي، افسووووووووووووووووس د هغه چا په حال چې خپل راتلونکي ټول نسلونه د صلیبیانو په غیږ کې روزي، وااااااااااااااي صد افسوس چې هغوي سره به څومره سخت حساب کیږي او د خپلو ټولو نسلونو په اړه به څه ځواب وايي؟

مبارز - قلموال
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2640
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   اپريل   15, 2014 3:39 am    عنوان   : Reply with quote

اقتباس:

larghonay laraway ليکلي:

که رښتونی قضاوت وکړو نو د بهرمېشتو افغانانو لومړی نسل له اسلامه لرې دی او يوازې لږږږږږږږږږږږږ لږ افغاني دودونه خوښوي او له نکټايي سره ډېر ښه اتڼ کوي خو دويم او ورپسې نسلونه يې د دې يو په قصه کې هم نه دي.

م ق لیکي :
افرین افرین، د نر زوي یې او نره خبره دې کړې ده! په اروپا کې اوسیدونکی هیڅ کس مسلمان نشي پاتی کیدلاي، دیموکراسي لوي طاغوت دی او ورته غاړه ایښودل کفر بواح او ارتداد دی، دا یوه شرعي او فقهي مسئله ده کنه د لویو مفتیانو نه دې پوښتنه وشي چې پدې هکله د اهلسنت والجماعت څه عقیده ده.


السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
تاسو واړه ! په بواح ګمان کي لوېدلي یاست ، (فإن الظن أكذب الحديث)


او که داسي وای !!!!، نو نن به په هندستان کي مسلمان نه واي ، او په چین کښی به هم مسلمان نه وای .

که ستاسو ګمان ریشتیا وي ، نو د اسلام دین یو باطل دین دی!!!!



في قوله تعالى: { هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِنْ رِزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ }الملك15
دغه ( الله ) همغه ذات دى چې ګرځولى يې ده تاسې ته ځمكه پسته تابعداره نو ځئ ګرځئ تاسې په اوږواطرافولياروددې ځمكې اوخورئ تاسې له ( حلال ) رزق ددغه ( الله ) اوخاص دغه ( الله ) ته بياژوندي راپورته كيدل ستاسودي ( پس له مرګه )

درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
larghonay laraway
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 25 اکتوبر   2008
ليکنې: 1186

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   اپريل   15, 2014 5:06 am    عنوان   : Reply with quote

محترم او کرم کريمي صيب سلامونه!
ما خوليکلي وو چې ( که ريښتونی قضاوت وکړو) خو تاسو د ريښتوني قضاوت پر ځای اټکل کړی دی.
باور وکړه چې نومونه به يې نه اخلم خو د افغانستان تر سلو زيات داسې روڼ اندي او کلک سرسخت پښتانه پېژنم چې اروپا او امريکا ته تر تګ وړاندې يې دلته د مبارزو او سرختې پښتونولۍ خبرې مشهورې دي خو دوی لا ژوندي دي چې لوڼې او زامن يې له اروپا او امريکا نه په بهرنيو پوځونو کې افغانستان ته راغلل.
باور وکړه چې د همدغو بهر مېشتو بچيان اوس ډېېېېېر کم په خپلو دودونو ولاړ دي اسلام خو په خپل ځای پرېږده. دا به څنګه امکان ولري چې په يو پارک کې دې د هلک او نجلۍ تر منځ شونډې رودل يوه عادي خبره وي او افغان ځوان به ورته ګوري او نه به لمسېږي؟
دا به نو څوک ومني چې هلته څوک خپل ماشوم باندې وار هم نه شي کولی او هغه چې زلمی شي نايټ کلپ ته لاړ نه شي؟
دا به په چا ومنې چې په ځينو اروپايي هېوادونو کې حتی پړونی بند دی او افغانه نجلۍ به درس هم ووايي او هغه هم په پرده کې؟
دا به نو څنګه ومنو چې ماشوم دې د بابا نايل تحفې ونه غواړي او هلته دې و اوسېږي؟
دا خو هم امکان نه لري چې کار پرېږدئ او جومات ته لاړ شئ ځکه چې هلته خو هر ځای نږدې جومات هم نه وي او د کار په ټيم کې اجازه هم نشته.
دا هم څوک درسره نه مني چې اتلس کلن بچيان له شرابو او جنسي خپلسريو منع کړئ ځکه چې هلته د دوی قانوني حق دی.

د هند خبره بېله ده. ځکه هند له پخوا نه حتی ديني سبک لري چې ديوبند ورته وايي او په همغه کلک ديوبندي مکتب کې هم اوس هغسې زور نه دی پاتې.
بله دا ده چې د هندوانو دا ميراتمړی مذهب ډېر مردارخور دی او په ډېره سختۍ سړی ورجذبولی شي. پاتې شوه د اروپا او امريکا خبره.
خو حليمي صيب زما مطلب دا نه دی چې ولې هلته افغانان رنګ او له مونږ نه ورک شول. بلکې دا ګيله ترې کوم چې تاسو ورسره ګرل فرينډ او بوای فرنډ منئ او دلته په افغانستان کې يې حتی پل، مکتب، سړک او وطن جوړولو ته هم نه پرېږدئ او د طالب د ورستې او خيرنې مفکورې سختسري ملاتړ کوئ دا ولې؟
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
میرویس
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 25 ميئ   2012
ليکنې: 863

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   اپريل   15, 2014 12:10 pm    عنوان   : Reply with quote

السلام علیکم لرغونئ لاروئ وروره.
ستاسې خبره د طالبانو په برخه کې د کاڼی کرښه ده. زه چې د طالبانو د خبرو او عمل ترمنځ توپیرونه او ددوی ناروا په ګوته کوم، هدف مې دادئ چې طالبان اصلاح شی او ولس دطالبانو په اعمالو فکر وکړي، تر څو خدای ناخواسته زموږ وطن بیاد افراطیت او تروریزم په مرکز بدل نشي.

د پاکستاني طالبانو د نطاق دې خبرې چې [په بې ګناه خلکو حملې کول ناجایز کار دی او په شریعت کې حرام دي] زموږ د افغاني طالبانو په اډو هم سړه لړزانده تبه لګولې ده. دوی اوس دخپلو قاتلانه اعمالو دپاره نوې پلمې جوړوي.

پداسې حال کې چې شاهدالله شاهد د کلي منځ ویني خود خپلو ولیو منځ نه، د نورو قاتلو ډلو چاودنې غندي او دشریعت مخالفې يې پولي، ولې پخپله پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي دغسې دماکې وکړي او کوی يې. شاهدالله لدې غافل دئ، یوه ګوته چې بل ته نیسی، څلور نوړرې دې خپل ځان ته درکږیږي.

شاهدالله شاهد اول باید خپل کور او انګړ پاک کړي. د ټي ټي پي د چتر د لاندې مخالفې ډلې د قدرت او سیمی د قبضې په سر یو او بل او ولسي خلک وژني او د پاکستاني طالبانو مشران په رډو ورته ګوري. دوي د ملا محمد عمر آخند خبرې ته هم غوږ نه ږدي. ملا عمر هم په یوه لیک کې دپاکستاني طالبانو نه غوښتي چې خپل منځی جګړې بندي کړي.

پتنک وروره، تاسې خو بیا خپل شوم نیت ښودلئ او د اصلي مسئلې نه ددې دپاره وتلي یاست چې اوبه خړې ماهیان ونیسۍ.

لرغونئ لاروئ، پتنګ، میم قاف او محترم کریم حلیمی ورور ستاسې ټولونه مننه کوم چې په بحث کې مو برخه اخیستې خپل نظریات او په تیره بیا د اسلام د مبین دین دارشاداتو پر بنامو استدلال کړيدئ.

حلیمي ورور لکه څنګه یې چې نو حلیم دئ تل یې همدغسې حلیمي او معقولې خبرې کړیدي. ستاسې نه زما هیله داده چې پدې برسیرنو ټکو بحث وکړئ.
په رب مو موسپارم.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2640
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   اپريل   15, 2014 4:04 pm    عنوان   : Reply with quote

السلام علیکم و رحمة الله
تاسو ټولو ته ښې هیلي او سلامونه په عرض رسوم ،
محترم میرویس صاحب ، طالبان یو سازمان دی ، په نورو مملکتونو کښي هم دغسي سازمانونه سته ، او دا یو اقتصادي نظامونه دي ، له منځه وړل ئې ډېر مشکل کار دی او په تېره بیا چه مذهبي لاستی ولري

هغه چا چه دا گروه او سازمان جوړ کړی ، هغوی ته هم نه ده آسانه او ساده خبره ، چه خپل په لاس جوړ کړي سازمان دي په آساني سره له منځه یوسي ، په دغه سازمان کي ډېرو خلګو سرمایه ګزاري کړېده ، طالبان یو مذهبي او اقتصادي گوره او سازمان دی
درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
م . ق
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 مارچ   2011
ليکنې: 649
ځای: پښتونخواه

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   اپريل   16, 2014 7:20 am    عنوان   : Reply with quote

ع کريم حليمي ليکلي:


السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
تاسو واړه ! په بواح ګمان کي لوېدلي یاست ، (فإن الظن أكذب الحديث)


او که داسي وای !!!!، نو نن به په هندستان کي مسلمان نه واي ، او په چین کښی به هم مسلمان نه وای .

که ستاسو ګمان ریشتیا وي ، نو د اسلام دین یو باطل دین دی!!!!


استغفر الله و نعوذ بالله چې د الله او رسول حکم دې هسې ګمان وي او په هغې اساس دې اسلام یو باطل دین وي.
په هندوستان او چین کې د مسلمانانو د اوسیدلو بیل حکم او بیل صورت دی، په هغوي د اقامة الدین لپاره جهاد لازم دی او که مستضعفین وي نو په هجرت مکلف دي چې په همدې اړه ما مخکې صریح ایت وړاندې کړو، په هغې ایت کې د هیڅ مسلمان لپاره بیا د خبرو کولو او نه منلو ګنجایش نه پیدا کیږي،
پدې اړه به درته زه لاندې نور دلایل او فتواګانې هم وړاندې کړم



ع کريم حليمي ليکلي:
في قوله تعالى: { هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِنْ رِزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ }الملك15
دغه ( الله ) همغه ذات دى چې ګرځولى يې ده تاسې ته ځمكه پسته تابعداره نو ځئ ګرځئ تاسې په اوږواطرافولياروددې ځمكې اوخورئ تاسې له ( حلال ) رزق ددغه ( الله ) اوخاص دغه ( الله ) ته بياژوندي راپورته كيدل ستاسودي ( پس له مرګه )

درنښت

دا ایت د تجارت او سیاحت په اړه دی، د کفارو په ملک کې د وسیدلو په اړه له دې څخه هیڅ نه ثابتیږي، او د رزق څخه هم مراد طیبات او حلال رزق دی.
رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي: ((أنا بريء من كل مسلم يقيم بين أظهر المشركين)) رواه الترمذي في السير برقم 1530، وأبو داود في الجهاد برقم 2274
ژباړه: زه له هغه چا څخه بیزاره یم (زما امتي نه دی) چې د مشرکانو او کافرانو په مینځ کې وسیږي.
پدې اړه د شیخ الباني اوږده مدللـه فتوی درته وروسته رانقلوم.

د ښاغلي لرغوني صیب ددې خبرو څه ځواب دی؟:
اقتباس:
دا به څنګه امکان ولري چې په يو پارک کې دې د هلک او نجلۍ تر منځ شونډې رودل يوه عادي خبره وي او افغان ځوان به ورته ګوري او نه به لمسېږي؟
دا به نو څوک ومني چې هلته څوک خپل ماشوم باندې وار هم نه شي کولی او هغه چې زلمی شي نايټ کلپ ته لاړ نه شي؟
دا به په چا ومنې چې په ځينو اروپايي هېوادونو کې حتی پړونی بند دی او افغانه نجلۍ به درس هم ووايي او هغه هم په پرده کې؟
دا به نو څنګه ومنو چې ماشوم دې د بابا نايل تحفې ونه غواړي او هلته دې و اوسېږي؟
دا خو هم امکان نه لري چې کار پرېږدئ او جومات ته لاړ شئ ځکه چې هلته خو هر ځای نږدې جومات هم نه وي او د کار په ټيم کې اجازه هم نشته.
دا هم څوک درسره نه مني چې اتلس کلن بچيان له شرابو او جنسي خپلسريو منع کړئ ځکه چې هلته د دوی قانوني حق دی



زما بعضې خپلوان په جرمني او لندن کې اوسیږي، ماته د هغوي حال معلوم دی سره له دې چې د درنو علمي، روحاني او جهادي دیني کورنیو څخه وو، والله که د اسلام بوي هم پکې پاته وي، والله که به هلته د یوې څوارلس کلنې جینۍ بکارت پاتی وي، کنې ځئ لاړ شئ په ناخبرۍ کې یې یو ناڅاپه تیسټ کړئ ترڅو په ډاکټرانو يې ونه ګنډي Smile
دا خو لا پریږده چې هلته تحکیم بما انزل الله نه کیږي، او د طاغوت قانون نافذ دی، دا خو لا پریږده چې په شریعت باندې عمل نه کیږي، په سودي نظام کې شامل یې، ټیکس ورکوې، د کفارو دندې اجرا کوې، قانون یې منې، ماشومان دې پرې تربیه کوې، د ښځو او سړو سره یې ګډ اختلاط کوې، دوستي ورسره کوې، دعوت نه کوې، امر بالمعروف او نهي عن المنکر نه کوې، فرایض او سنن درڅخه پاتی دي، په محرماتو او منکراتو کې ترستوني غرق یې، د مسلمانانو او اسلامي نړۍ په وړاندې غرب او صلیب ته فایده رسوي او تقویه کوې یې، بیا په کومه خله او کومو سترګو د مسلمانۍ دعوه کوې؟ که د خلکو څوک نه شرمیږي هغه یې خپله بې شرمي خو د الله او رسول څخه خو حیا په کار ده.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
م . ق
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 مارچ   2011
ليکنې: 649
ځای: پښتونخواه

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   اپريل   16, 2014 7:37 am    عنوان   : Reply with quote

الإقامة في بلاد الكفر لفضيلة الشيخ محمد ناصر الدين الألباني - رحمه الله -

الإقامة في بلاد الكفر هذا هو السؤال ، يعني سؤال عن هذا الأمر وزيادة عليه على الناس الأمريكان في الأصل ثم أمريكان مسلمين هل يجب عليهم الهجرة من هناك ؟

الشيخ : وهل من شك في ذلك لهؤلاء قال الله تعالى Sad( ألم تكن أرض الله واسعة فتهاجروا فيها )) .

نعم

لكن قبل سؤالك الأخير ، الشطرالأول منه ما أدري أنت ثابت على سؤاله فنجيب عنه ؟

أكون شاكر لو تجيب عنه .

بارك الله

الشيخ : أنا في اعتقادي أن الشطر الأول من السؤال يفهم ضمنا من الجواب على الشطر الثاني منه . لكن لعله من الأفضل بيان ماجاء في السنة من الأحاديث الصحيحة التي تحذّر المسلم من أن يستوطن بلاد الكفر. هناك في علم الفقه والأصول قياس يسمى بالقياس الأولوي . إذا كان أهل البلد ولادة ووراثة إذا ما أسلموا وجب عليهم أن يهاجروا إلى بلاد الإسلام فمن باب أولى من كان على العكس من ذلك ولد في بلاد الإسلام ونشأ وتربى أنه لا يجوز له أن يسافر ولا أقول أن يهاجر إلى بلاد الكفر هذا من باب أولى . لكن مع ذلك أقول الأحاديث جاءت تترا لتنهى المسلم من أن يسافر إلى بلاد الكفر فمن ذلك الحديث الذي رواه الإمام أبو داود في سننه عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال بأوجد عبارة :" من جامع المشرك فهو مثله " والمجامعة هنا المقصود : المخالطة أي المساكنة وجاءت أحاديث أخرى تؤكد هذا المعنى في أوضح عبارة فيقول عليه الصلاة والسلام :" المسلم والمشرك لا تتراءا نارهما " هذا كناية عن أنه يجب على المسلم أن يكون مسكنه بعيدا عن مسكن المشرك لأن العرب من عادتهم أنهم كانوا يوقدون النار أمام دورهم ، أمام خيامهم فيترءا النار للقادم من بعيد فكأن الرسول عليه السلام يقول للمسلم إبعد إبعد ما استطعت عن أن يرى نارك الكافر المشرك . " المسلم والمشرك لا تتراءا نارهما " .

يؤكد أيضا هذا، حديث ثالث وهو قوله صلى الله عليه وسلم :" أنا بريء من كل مسلم يقيم بين ظهراني المشركين " .

هذه نصوص واضحة جدا أنها تؤكد أنه لا يجوز للمسلم أن يسكن بين ظهراني المشركين والحكمة من ذلك واضحة جدا ليس من الناحية المنطقية أوالعقلية أو التجربية لأن هذا الأمر ثانوي بالنسبة للنصوص النقلية ، فهناك بعض الأحاديث التي يمكن أن يُعتمد عليها لأخذ جواب ، سؤال قد يتبادر لبعض الأدهان حينما يسمعون تلك الأحاديث . ماهو السر ؟ ماهي الغاية ؟ ماهي الحكمة من نهي الرسول عليه السلام من المسلم من مخالطة المشرك . هناك حديثان من المناسب ذكرهما كجواب عن هذا التساؤل ؟

الأول : قوله صلى الله عليه وعلى آله وسلم :" مثل الجليس الصالح كمثل بائع المسك إما أن يحذيك ، وإما أن تشتري منه وإما أن تشم منه رائحة طيبة . ومثل الجليس السوء كمثل الحداد إما أن يحرق ثيابك وإما أن تشم منه رائحة كريهة ."

هذا رسول الله صلى الله عليه وسلم يضرب مثلا في المجلس المصغّر، مجلس مصغّر تجلس مع إنسان واحد ، فرد ، فيقول لك إن كان صالحا فمثله كمثل بائع المسك ... إلى آخر الحديث ، أو كان طالحا فكالحداد إما أن يحرق ثيابك وإما أن تشم منه رائحة كريهة .

الحديث الثاني : الذي يؤكد الحديث الأول والواقع أيضا يزيده تأكيدا وهوما رواه الإمام مسلم وربما البخاري أيضا في الصحيح عن النبي صلى الله عليه وعلى آله وسلم أنه قال :" قتل رجل ممن قبلكم تسعة وتسعين نفسا ثم أراد أن يتوب فسأل عن أعلم أهل الأرض فدُل على راهب فأتاه وقال له : أنا قتلت تسعة وتسعين نفسا فهل لي من توبة ؟ قال : قتلت تسعة وتسعين نفسا وتسأل هل لك من توبة ؟ لا توبة لك . فأكمل به عدد المئة . ثم لم يزل يسأل حتى دُل على عالم وهو من قبل دُل على راهب أي متعبد جاهل فأفتاه بجهله فكان عاقبة أمره أن ألحقه بالسابقين من القتلى .

في المرة الثانية دُل على عالم فجاءه قال له أنا قتلت مئة نفس بغير حق فهل لي من توبة ؟ قال ومن يحول بينك وبين التوبة ؟ ولكنك بأرض سوء هنا الشاهد . بأرض سوء فأخرج منها إلى القرية الفلانية الصالح أهلها فانطلق إليهم إلى تمام الحديث . وهو معروف إن شاء الله .

الشاهد أن هذا الرجل العالم متفقه بفقه هذا الحديث أو هذه الأحاديث وهذا لا يمنع أنه هذه الأحاديث حدثنا بها الرسول عليه السلام ، لا يمنع أن يكون هذا من فقه الأنبياء من قبله عليه السلام لأنهم جميعا كانوايستقون من مشكاة واحدة . فإذا هذا العالم فهم هذه الحقيقة أن الجو الموجود فهوقد يعدي الشخص الصالح فيما إذا خالطه ، وهذا مثال ومن النواحي المادية المرضية ،الأمراض التي تتعدى ولذلك فجاء الحج الصح المعروف اليوم

والرسول صلى الله عليه وسلم قد وضع قاعدته في الحديث المعروف : " إذا وقع الطاعون بأرض وأنتم فيها فلا تخرجوا منها وإذا وقع الطاعون في أرض لستم فيها فلا تدخلوا إليها ، وهكذا . إذا رسول الله صلى الله عليه وسلم حينما حرّم على المسلمين أن يستوطنوا بلاد الكفر إنما هومحافظة على عقيدتهم ، على عبادتهم ، على سلوكهم فلهذا أوجب ليس على المشركين ، هذا أمر مهم جداأيضا وربّما قلّ ما تعرضت له حينما نتكلم عن مثل هذه المسألة : الرسول صلى الله عليه وسلم ليس فقط أو الشارع الحكيم أوجب على المشركين إذا أسلموا أن يهاجروا إلى بلاد الإسلام بل أوجب على الأعراب أن يهاجروا من بداوتهم إلى حضرهم هذا فيه أيضا مراعاة بعض نفس المعنى لأن الرسول صلى الله عليه وسلم يقول في بعض الأحاديث : " من بدا جفا " فإذا عاش الأعرابي بعد أن تلقن التوحيد وتعلم ما يجب عليه لتصحيح إيمانه وإسلامه ثم رجع إلى باديته وعاش فيها فقد يتأثر بالجفاء الذي هو من طبيعة الأعراب . فإذا كان الرسول صلى الله عليه وسلم حضّ الأعراب أولا على أن يعودوا حضرا ثم ربط بذلك حكما شرعيا وهو أنهم ليس لهم حق في المغانم التي يغنمها المسلمون بسبب مقاتلة الكفار، فأولى وأولى وأولى أن يوجب على المسلمين أن يلزموا ديارهم وأن لا ينتقلوا إلى بلاد الكفر والشرك والضلال وبخاصة في هذه الأيام . لأنكم تعلمون بأن اليهود والنصارى وإن كانوا ضالين بسبب إنحرافهم أولا عن التوحيد الذي بلغهم عن أنبيائهم ثم بسبب كفرهم بنبينا صلى الله عليه وسلم فهم مع ذلك كانوا على شيء من السلوك الحسن والأخلاق الطيبة و و إلخ . ومن كان في سني أو قريبا منه فهو يعلم أنّ نساء النصارى في بلاد الإسلام كنا يتحجبن بحجاب أحسن من كثير من المسلمات اليوم ومعنى هذا الكلام أن أهل الكتاب ما كان انتشر فيهم الفسق والفجور والخلاعة ، الإنتشار الذي أخذ يشكو منه العقلاء إن كان فيهم عقلاء من هؤلاء الكفار في بلادهم . فلذلك كيف يجوز للمسلم أن يعرّض نفسه لهذا المجتمع الموصوف بالتفسخ الخُلقي والتحلل الخُلقي . هذا ما عندي جوابا عن هذا السؤال .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2640
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   اپريل   17, 2014 3:35 am    عنوان   : Reply with quote

السلام علیکم و رحمة الله
ګران او محترم مبارز صاحب ،ښې هیلي مي ومنه ،
اقتباس:
يؤكد أيضا هذا، حديث ثالث وهو قوله صلى الله عليه وسلم :" أنا بريء من كل مسلم يقيم بين ظهراني المشركين " .

هو !! بلا عذر شرعي د مشرکانو په مینځ کی اوسېدل ،یو بــــــــد او ناخوښه کار دی

موږ په دار الکفر کي نه اوسیږو ، موږ په دار الامن کښي اوسیږو
او زموږ د میثاق ملي تر چتر لاندي اوسیږو ، او اسلامي ټولني مو جوړي کړي او د مساجدو پر شاوخوا اوسیږو

اما ، که څوک غواړي چه دعوت وکړي ، نو بیا افضل ښېګڼه ده .
تاسي همېشه دارالاسلام او دارالکفر محک نیولی دی

نن ورځ خبره د دارالحرب او د دار الامن ده !!!، اکثره ملکونه په جنګ اخته دي ، امن نسته .

Code:
 زما بعضې خپلوان په جرمني او لندن کې اوسیږي، ماته د هغوي حال معلوم دی سره له دې چې د درنو علمي، روحاني او جهادي دیني کورنیو څخه وو، والله که د اسلام بوي هم پکې پاته وي،


زه هم همداسي خپلوان لرم ، اول شیخ و مریدان او خلفګان وه ، بیا مجاهدین سوه ، بیا طالبان ( اوږد ږیري ) شوه ، او بیا د کرزیانو سره شوه ، اوس ئې اولادونه دلته راوستل ږیري ئې و خریلې ، ښځي يې ګېتار نوازي سوې ، دغه خلګو د اول سر نه محتوا نه درلودله !!! لکه هغه ستاسي خپلوان ، دغسي خلګ و موږ ته ، سردار عالم را ښودلي دي (يقرءون القرآن لا يجاوز حناجرهم يمرقون من الإسلام مروق السهم من الرمية يقتلون أهل الإسلام)

Code:
 والله که به هلته د یوې څوارلس کلنې جینۍ بکارت پاتی وي،

دا په کابل کي هم همداسي وه ، دا د امریکا (دار امن ) ګناه نه ده



درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   دا موضوع تړلې شوې . تاسو ليکنې بدلولی يا ځوابولی نشئ.    tolafghan.com دفورم سر ته   -> سياست او روانې چارې    ټول وختونه GMT دي
پاڼي ته لاړ شئ 1, 2, 3, 4  مخکي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  4

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.