د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

بهترین عبادت په شپه کي ؟: تحصیل علم !!


ع کريم حليمي
16.03.2014

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

درنو او قدرمنو وړونو او خویندو ، تاسو به خورا ډېر ځلي لوستلي او اورېدلي وي چه د شپې تهجد لمونځ د لوړو عباداتو له جملې نه دی
او وايي چه د شپې په نیمایی کي ذِکر لوړ ثوابونه لري
او همدارنګه «الأمر بالمعروف والنهي عن المنكر » هم یو فرض عین وظیفه ده پر هر مسلمان باندي د صلاحیت په اندازه ، او و غیره ......

موږ دیني علماء کرام همېشه دعباداتو تشویق او ترغیب کوي ، او پر دې دومره تشویق سربېره او پر دا دومره نهي عن المنكر سربېره

په ټولنه کښي اطاعت مخ پر کښته روان دي ، او فساد بیا مخ پر لوړه روان دي .

علماء کرامو !! ستاسو ټول د علم وارثان یاست ، او د علم تر خلکو رسول هم فرض دي ، او علم یو د فرض عین له جملې څخه دی ( علم النافع )

پښتنو علماء کرامو !! تاسو ته چه دا علم په مورثه در رسېدلی ، په تقسیم او رسولو کښي ئې ولي پاته راغلي یاست ؟؟؟؟ ایا ستاسو غاړي نه بندیږي
په دې چه ټولنه مو بې علمه ، او په فساد ککړه ( جنګ سیاسي‌) ده

ایا د نبي امة د علم او صلحي حق پر تاسو نه لري ؟؟؟؟؟

فَأَصْلِحُوا بَيْن أَخَوَيْكُمْ !!!!!!!!!!!!!
http://www.youtube.com/watch?v=7gVsCncximw
درنښت


تيمور
02.04.2014

ګران او قدرمند ورور حلیمی صاحب اسلام علیکم،

حقیقت خو دا دي چې قصداً د پښتون بچي د پوهي مخه د هر نوم او وسیلې په ذریعه (چې دوی کولې شي)، نيول کېږي. او دا کار اکثراً د مذهبی گروپونو لخوا لکه (طالبان) او یاهم د نورو منافقو افرادو په واسطه کېږي. هېله ده چې زمونږ مسلمان ولس د هرڅه نه د مخه خپل اصلی دښمنان وپېږني.

مننه،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more