د موضوعګانو سرپاڼه
  
    
  
    
    
      
    وطن پال او نور ګټور شعرونه
غزل
         
        
      بهير غورځنګ
      15.01.2014
    
زه به نو څنګه د خپل خوږ زړګي ارمان ولیکم 
په توتکیو که بلبلو دا بیان ولیکم
ژبه خوږه ده هو منم د شاعرۍ ژبه خو
 په کومه ژبه مې رقیب ته خپل جانان ولیکم 
د خوشحال خان خبره هیره له پښتونه ده اوس
هغه خبره به په تندر داسمان ولیکم
زما زخمي وجدان خو خلکو دا کیسه نه مني
چې د ډیورنډ په کرښه نوم دپاکستان ولیکم
خاینه ولی دې ګلان زما د خاورې خرڅ کړل
څنګه د بلخ په باغیچو نوم د ایران ولیکم
بهیره لاړ به شمه سپین کفن په غاړه درنه
خو په خپل قبر به ارمان د هر افغان وليكم
      lawangin
      18.01.2014
    
بهير خانه افرين زما په زړه پورې شعر دې ليکلی او الله پاک
دژوندی او سر لوړی لره!
 
