tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

نشنلیزم څه شی دی ؟؟؟
پاڼي ته لاړ شئ شاته  1, 2, 3  مخکي
 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
Naeem sadat
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 جون   2011
ليکنې: 229

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   سپتمبر   03, 2013 3:56 pm    عنوان   : Reply with quote

په تیر پسی

ددی نړی لید خلګ دهر یا وخت چی د الله ج لخوا انسانانوته لکه د یوی وسیلی په توګه ورکړل شوی دی په حاکمیت منلی . دا خلګ داسی فکر کوی که انسان پخپل ژوند کی هرڅه وکړی بیاهم د وخت له حاکمیته نشی خلاصیدای . او وخت لکه یو دښمن لکه یو جبر خامخا انسان له منځه وړی . دوی فکر کوی چی د انسان ژوند د مرګ سره له منځه ځی یعنی چی انسان د حتمی نابودی سره مخامخ دی او انسان له د نابودی د خلاصون کومه لار نلری . او وخت هغه څه ده چی ورو ورو انسان نوموړی نابودی ته ور نژدی کوی . دا ډله داسی فکر لری چی انسان یواځی دومره کولای شی چی دا جعلی نړی ځانته ښایسته کړی او دا بی هدفه هدف چی مرګ دی هغه دا لار چی نوموړی پری ور روان دی ځانته یو څه اسانه کړی یعنی دا وخت چی دده او د مرګ په منځکی دی دا وخت اسانه تیر کړی یعنی دا د مرګ یا د انسان د مطلقی نابودی غم غلط کړی
چی له همدی ځایه د سرزررو یا سرمایداری یا د مادی ګټو نړی لید رامنځته کیږی . ددوی په نظر انسان یواځی د شتمنی په ټولولو کولای شی چی هغه لار چی نوموړی د نابودی په لور ور روان دی ځانته اسانه کړی . یعنی د شتمنی په ټولولو نوموړی ډله خلګ د مرګ غم له ځانه لیری کوی او د ډیری سرمایی په ټولولو دا خلګ غواړی خپل هغه محیط چی دوی پکی اوسیږی د ځان لپاره ښایسته کړی .
ظلم د نوموړی فلسفی یو جز دی ، ځکه دا شتمن خلګ خپل هغه غضب چی د مرګ د ویری له غمه ورته پیدا شوی له خپل ځانه په غریبو خلکو کوم چی له نوموړی شخص نه کم شتمن دی او یا هم هیڅ شته نلری باسی یعنی له ځانه په غریبو خلکو دا ډول خلګ همیشه په غضب وی
دا ډول خلګ دنګ دنګ او رنګارنګ کورونه جوړوی ، زیاتره وخت داسی د ژوند قیمتی وسایل اخلی چی د نورو خلک یی د اخستو توان نلری حال دا چی زیاتره وخت داسی کسان نوموړو وسایلوته کوم ضرورت هم نلری
مثلاً په داسی حال کی چی ددوی کورنی په یو پو پوړنی کور کی ډیر اسوده اوسیدای شی دوی ډیر دنګ او څو پوړیزه کورونه جوړی . دوی دا کار ددی له پاره کوی تر څو خپل غضب له ځانه له غریبو خلکو وباسی . یعنی کله چی له دوی نه غریب خلګ چی ددډول کورونو د جوړولو شتمنی نلری او ددوی کورونو ته ګوری او ځوریږی نو دوی د هغو کسانو له ځوریدلو لذت اخلی او د خپل غم تسلی پری کوی
د همدی نړی لید د فلسفی مطابق ، کله چی انسان ته هغه اضافه وخت پاتی کیږی نو انسان باید د خپل ځان د مرګ غم د کمولو لپاره باید د سرمایی یا د شتمنی د پیداکولو لپاره خپل ټول وخت مصرف کړی . ددی فلسفی مطابق باید په ټولنه کی د خلکو په منځکی د شتمنی د ټولولو مسابقه په لار واچول شی او خلګ باید د شتمنی په ټولولو کی یو د بل سره رقابت وکړی ، دا ډول خلګ د خپل ژوند هدف یواځی د شتمنی ټولول تعینوی
چی له همدی نړی لید نه د ملت هغه تعریف رامنځته کیږی کوم چی د خلکو تړاوو یو د بل سره د مادی ګټو او جغرافیوی موقعیت ګډوالی بولی

۳: د نارینتوب فلسفه یاد جنګی کاستی فلسفه




نور بیا
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2640
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه سپتمبر   08, 2013 7:12 pm    عنوان   : Reply with quote

درنو او محترمو ،نعیم ملتوال صاحب او محمد سعید صاحب او درنو لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

محترم ملتوال صاحب خدای دي وکي چه ښه صحت او عافیت ولری
ستاسو لیکنه مي په دقت سره و لوستل ما فکر کاوه چه په لوستلو به ئې افاقي او علمي معلومات تر لاسه کړم لکه ستاسو د پخوانیو لیکنو نه
اما او اوس چه دغه ستاسی‌ لیکنه لولم احتمالي اوستاسو د خیالي فکر محصول رامعلومیږي ، چه سوءتفاهم پېښ نکم !!! دغه انساني عقلي فکرونه خیالونه او الهامونه او خوبونه او تجربې دي چه علم زېږوي
هر خوب او الهام هغه وخت اعتبار وړ وي چه د طبیعي علومو او د منطق په ترازو پوره وخېږي

تاسي لیکلي چه :
اقتباس:
ځکه دا شتمن خلګ خپل هغه غضب چی د مرګ د ویری له غمه ورته پیدا شوی له خپل ځانه په غریبو خلکو کوم چی له نوموړی شخص نه کم شتمن دی او یا هم هیڅ شته نلری باسی یعنی له ځانه په غریبو خلکو دا ډول خلګ همیشه په غضب وی
دا ډول خلګ دنګ دنګ او رنګارنګ کورونه جوړوی ، زیاتره وخت داسی د ژوند قیمتی وسایل اخلی چی د نورو خلک یی د اخستو توان نلری حال دا چی زیاتره وخت داسی کسان نوموړو وسایلوته کوم ضرورت هم نلری
مثلاً په داسی حال کی چی ددوی کورنی په یو پو پوړنی کور کی ډیر اسوده اوسیدای شی دوی ډیر دنګ او څو پوړیزه کورونه جوړی . دوی دا کار ددی له پاره کوی تر څو خپل غضب له ځانه له غریبو خلکو وباسی . یعنی کله چی له دوی نه غریب خلګ چی ددډول کورونو د جوړولو شتمنی نلری او ددوی کورونو ته ګوری او ځوریږی نو دوی د هغو کسانو له ځوریدلو لذت اخلی او د خپل غم تسلی پری کوی


ستاسي د لیکني د لوستلو په وخت کښي زما سر ته د عبدالرحمن بن عوف رضي الله نوم راوګرځېدلی هغه مبارک چه وفات کېدلی نو ثروت يې تقریبأ په قدر 100مليون وو ، ایا دغه جلیل القدره هم د غــــــــم تــــــــــــسلي کول ؟؟؟

زه د نېشنلزم تر نامه پښه اړوم ، ولي چه دا پردئ مرکب اسم دی ، دا چه د هر چا ژبه ده ، هغوی و دغه اسم مرکب ته خپل تعریف جوړ کړئ ، موږ ته داحق نسته چه د دوئ تعریفونه ور تصحح کړو ، او یا بد او غلط ئې وګڼو

موږ یا د آسیا د زړه اوسېدونکو څو صدې مخکي پوهېدلو چه انسان ته لازمه ده ملتپله او الخالق پاله وي
نن ورځ موږ دغه پورته ذِکر سوي پالني په یوه جمله کښي ځای پر ځای کوو
چه ملتپالي یا امة پالي ده

ملتپالي : ملتپالي اصلا یو انساني شعور دی ، د انسان په روح او روان کښي مینه سته او ددغي میني په قوه انسان د معدیاتو او معنویاتو پالنه کوي

او په بل نا اشنا ډول ووایم چه :د انسان روح یو نور لري او دغه نور ئې ۱۲۹۶۰۰ وړانګې لري او هره وړانګه ئې یو مینه ده
په دغه نړئ کښي تنها ښه او بد دي درېیم شئ نسته ، دغه د نور وړانګې و انسان ته شیان او مفاهیم ځلوي او ښایسته کوي ئې او مینه يې ور سره پیدا کوي ، چه دغه میني او پالني ته ړنده مینه وایم یا وایو ، او یوه هغه مینه او پالنه ده چه انسان ته پوهه او حکمت پیدا سي‌ او یا ورکول شي او د خپلي میني له لپاره شیان انتخاب کړي
یوه خبره بله هم سته !!! دغه سبب دي چه ټول علماء تقریبآ یو شانتي طرزتفکر لري او ټول بې سواده هم یو د شانتي طرز تفکر خاونذان وي او دي

سماوي اخلاق انسانان دې ته هڅوي چه ملتپالنه کوئ او رب پالنه
که موږ ددغه دوو شیانو ( خالق او مخلوق )پالنه وکړو ، نړئ ډېر ښه ځای سي او پسله مرګه به هم ښه ځای ته ولاړسوو

درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
Naeem sadat
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 جون   2011
ليکنې: 229

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   سپتمبر   09, 2013 1:26 pm    عنوان   : Reply with quote

محترم حلیمی صاحب او درونو دوستانو السلام علیکم

محترم حلیمی صاحب زه چی همیشه چی څه لیکم زیاتره یی زما د خپل ذهن محصول ده او یو نیم وخت یونیم نقل قول رانقلوم خو هغه زیاتره وخت زما په لیکنو کی ډیر کم وی .
زما پخپله د افغانی ایرانی او نورو جنوبی هیوادونو لیکوالی یا څیړنی نه خوښیږی ، ځکه چی اکثراً دوی ټول پخپله کومه څیړنه نکوی بلکی همیشه حتماً هره خبره د کوم اروپایی څیړونکی یا فیلسوف له خولی لیکی . حتی دا اوس په یوه رواج بدل شوی چی ددی لپاره چی یو لیکوال خپلی لیکنی یا خپل نظر ته مهم رنګ ورکړی باید د کوم اروپایی څیړونکی په څیړنو یی مستند کړی
یو وخت ما د پښتو ژبی په باره کی غوښتل چی معلومات راغونډ کړم . خو هرڅومره می چی د افغانی لیکوالانو مقالی یا کتابونه پیدا کړل یوه افغانی لیکوال هم خپلی مستقلی څیړنی نه وی کړی بلکی ددوی ټولی لیکنی د اروپایی څیړنکو په څیړنو مستندی شوی وی .

او دا چی زما دا لیکنی څومره د منطقو په تار اوبدل شوی دا قضاوت به پریږدو لوستنکوته ځکه چی زما د لیکنو میتود همدا دی چی لوستونکو ته هغه اساسی ټکی چی مختلفی پټی کړی یی غواړی چی د خلکو له دیده یی پټی وساتی دویته روښانه کوم او نور وړاندی تحقیق دویته پریږدم چی د وخت سره زما لیکنی د خپلی ټولنی او نورو مدنی ټولنیز او سیاسی حرکتونو سره مقایسه کړی او زه پدی باور یم چی لوستونکی به دوخت په تیریدو او دحالاتو په لیدلو زما د لیکنو حقیقت درک کړی
او پاتی شوه د علم خبره
حلیمی صاحب ما یوار ستاسی څخه پوښتنه کړی وه چی علم څه شی دی ؟ خو تاسی هلته تاسی داسی ځواب راکړی وو چی د علم په اصلی معنا هیڅوګ هم نه پوهیږی ، تاسی هلته ماته لیکلی وو چی علماوو علم د لمر سره تشبیه کړی وو چی د لمر د ډیری روښانتیا له امله څوګ لمر ته نشی کتلای یعنی د علم په اصلی معنا هیڅوګ هم نه پوهیږی نو کله چی موږ په د نه پوهیږو چی علم څه شی دی نو بیا په د له کوم ځایه پوهیږو چی کومه خبره علمی ده او کومه خبره علمی نه ده
زما له نظره علم مطلق دی ، یعنی کوم څه چی علمی وی هغه مطلق وی او مطلق علم یواځی د الله ج سره دی په همدی خاطر زما په نظره کوم څه چی د الله ج له کلام یعنی قران کریم څخه سرچینه اخلی هغه علم دی او موږ انسانان یواځی د منطقو یا محاسبی قدرت لرو چی کولای شو یو څه محاسبه یا په منطقو وسنجوو نو زما دا لیکنی د محاسبی په بنیاد ولاړی دی
او د عبدالرحمن بن عوف رضي الله د سرمایی په باره کی دا ویلی شم چی زما مطلب په پورته لیکنه کی له شتمنو هغه شتمن وو چی د سروزرو یا د سرمایی د ټولولو نړی لید ولری یعنی د ژوند هدف یی د سرمایی ټولول وی یعنی خپل ټول ژوند یی د سرمایی ټولولو ته وقف کړی وی او دا نړی لید یواځی د شتمنو خلکو سره نه وی بلکی ډیر غریب خلګ هم همدا نړی لید لری چی خپل ژوند یی د سرمایی ټولولو ته وقف کړی وی خو ددی نړی لید هغه خلګ د ظلم کولو شانس تر لاسه کوی کوم چی د شتمن کیدو شانس یاری ورسره وکړی یعنی شتمن شی
یعنی دلته د شتمن او غریب په منځکی کوم فرق نشته دوی ټول د یوه نړی لید څښتنان دی ، او داچی د یوه بل نړی لید سړی هم کیدای شی چی شتمن شی یعنی یوه شخص چی خپل ټول ژوند یی د سرمایی ټولولو ته نه وی وقف کړی هم کیدای شی چی شتمن شی چی داسی شخص ته موږ د سروزرو د نړی لید لرونکي شخص نشو ویلی

او د خالق او مخلوق پالنی په باره کی باید ووایم چی دا خو ډیر ښه کار دی چی د خالق د رضا د لاسته راوړلو لپاره د هغه د مخلوق پالنه وشی
خو په داسی نړی لیدونو کی لکه د وینی په تړاوو د خلکو پالل یا د خلکو پالل یواځی د ګډو مادی ګټو د درلودو لپاره ، کله چی نوموړی نړی لیدونه سیاسی قدرت تر لاسه کړی نو نوموړی نړی لید د یوی پروژی شکل ځانته خپل کړی یعنی په یوه پروژه بدل شی او بیا چی هرڅه کیږی د همدی پروژی لپاره کیږی بیا په نوموړی ټولنه کی د نوموړی پروژی ضرورتونه اولیت پیدا کوی نسبت د انسانانو ضرورتونو ته . چی په د ډول د نوموړی ټولنی وګړی د نوموړی پروژی نه قربانی کیږی
زه به ددی خبری یومثال دلته راوړم کله چی په یوه سیمه یا ټولنه کی د یوه مشخص قوم د وینی نشنلیزم حاکمیږی نو پداسی حال کی خو باید د نوموړی قوم وګړی دیته خوشحاله وی چی دا خو ښه خبره ده که چیری زما قوم یا زما د قوم وینه د ټولو لخوا پالل کیږی زه خوهم د همدی وینی څښتن یم نو زه به هم پالل کیږم
حال دا چی داسی نه ده ، ځکه چی کله د وینی نشنلیزم چیرته حاکم شی هلته بیا دا پروژه پالل کیږی نه د هغه قوم وګړی او د نوموړی قوم له وګړو یوازی په پوچو شعارونو او ددوی د احساساتو په را پارولو لا ډیره استفاده کیږی یعنی دوی لا ډیر د استشمار لاندی راځی او ددی پروژی ټوله ګټه یواځی هغه حاکمه طبقه خوری کومه چی دا پروژه چلوی ، هلته بیا داسی نه چی د نوموړی قوم خلګ وپالل شی او حاکمه طبقه د نوموړو خلکو یواځی خدمتګاره وی لکه عمر رض چی وږی به ویده کیده او ډیر غریب او کم مصرفه ژوند به یی کاوه او ټول وخت به د خلکو په خدمت کی وو
دلته زه په همدی لیکنه کی په همدی اخته یم چی همدا څرګندوم چی په مختلفو نړی لیدونو کی د پاللو کلیمه مختلفه معنی ورکوی یعنی حلیمی صاحب کوم مخلوق پالنه چی تاسی یادوی هغه په نوموړو نشنلیستی نړی لیدونو کی وجود نلری ، چی زه به وړاندی په راتلونکو لیکنو کی کله چی نورو نړی لیدونو ته ورسیدم هلته به دا کوم څه چی تاسی وایاست هغه به په تفصیل سره ولیکم
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
Naeem sadat
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 جون   2011
ليکنې: 229

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   سپتمبر   25, 2013 6:01 pm    عنوان   : Reply with quote

ګراڼو ورڼو السلام علیکم
په تیرپسی

مخکی له دینه چی د هغه ورستیو دوو نړی لیدونو په باره کی څه ولیکم . غواړم چی ددی دوو نړی لیدونو چی ما مخکی یاد کړل یعنی د وینی د تړاوو او د اقتصادی ګټو د تړاوو په باره کی یوڅه نور هم ور اضافه کړم

هندویزم : هندویزم مطلق د شرک او ماټریالستی دین دی یعنی پر مادیت بنا دین دی .
دوی د طبیت مختلف قواووته عبادت یعنی شرک کوی ددوی په نظر کوم یو مشخص خدای وجود نلری بلکی د طبعیت مختلفی قوی هره یوه ددی نړی په نظم کی خپل خاص رول لری په همدی خا طردوی دطبعیت بیلو بیلو قوا ووته بیل بیل بتان جوړوی او هریوه ته بیل بیل عبادت کوی

او ددوی په نظر داچی انسانی ټولنه هم دطبعت زبزنده ده ، نو په انسانی ټولنه کی هم د خلکو هره طبقه خپل خاص رول لری په همدی خاطر ددوی له نظره باید د طبقاتو رول ته چی د طبعیت لخوا ورکړل شوی احترام وشی یعنی ومنل شی

چون هندویزم د وینی په تړاوو عقیده لری ددوی له نظره د ټولنی طبقاتی سیستم هم باید میراثی وی . یعنی هغه طبقه چی حاکمه ده د هغو اولادونه هم باید حاکم وی او هغه طبقات چی طبعیت محکوم کړی د هغوی اولادونه هم باید محکوم وی یعنی د طبیعت د کړنو باید احترام وشی

یعنی که چیری طبیعت داسی وکړی چی یو قوم په بل قوم او یا هم په ټولنه کی یوه طبقه په بله طبقه خلکو برتره او حاکمه شی نو باید د طبیعت د کړنو احترام وشی او نوموړی نظم که هرڅه ناعادلانه وی باید ومنل شی

ددوی له نظره کله چی د طبیعت مختلفی قواوی هماهنګی یاکه په بل عبارت ووایو ټکر سره وکړی او یو حقیقت یا نظم جوړ کړی نو باید دا نظم که هر ډول وی باید وساتل شی او له منځه لاړ نشی

چی د هندویزم د همدی نقطی نظره د فاشیزم یا برتری ایډیالوژی رامنځته شوی چی نوموړی ایډیالوژی یواځی په اروپاکی د دوهم نړیوال جنګ په بهیر کی د یوسلو پنځوسو میلونو څخه د زیاتو خلکو د وژل کیدو سبب شوه

او دهمدی ایډیالوژی له برکته نن هم په هندوستان کی دری سوه میلونه خلګ د سرک پرسر له موره زیږیږی او همدا ډول د سرک پر سر مړه کیږی یعنی ټول عمر د سرک پرسر تیرکړی

هغه ځکه چی د هندویزم له نظره بی عدالتی د نظم ضمانت کوی یعنی همیشه باید عدالت د نظم قربانی شی


او دوهم نړی لید کوم چی دهری یا د سروزرو نړی لید ده نوموړی نړی لید هم د هندویزم په بسترکی جوړ شوی .

چی نوموړی نړی لید ډیر خطرناک نړی لید ده

هغه ځکه چی که هندویزم ډیر ساده نړی لید ده خو بیا دا دهری نړی لید د هندویزم ډیر پیچلی شکل دی او یا هم د هندویزم ریفورم شوی شکل دی . نوموړی د سرو زرو یا دهری نړی لید د ننی افغانستان ، ایران او یاهم د بین النهرین د سیمو زیږنده ده . دا نړی لید له زروانی دین څخه سرچینه اخلی


زروانی دین څه شی دی ؟؟؟؟؟


زروانی دین د اسلام د مبارک دین د راتلو څخه مخکی د دوه دری زره کلونو لپاره په پورته یادشویو سیموکی حاکم دین وو ، د نوموړی دین کړنلاره دا ډول وه چی نوموړی دین به همیشه خپل ځان په دوو برخو ویشه چی یوه برخه به یی زروانی یا مهردوستی یا میترایزم وو چی دا برخه به د نوموړی دین مرکزی فلسفه وه یعنی پټ رازونه به وو چی دا به د نجیب زاده ګانو دین وو
یعنی نجیب زاده ګان به د نوموړی دین په ټولو پټو رازونو خبر وو خو نجیب زاده ګانو هم به بیا پخپل منځکی درجی یا طبقات لرل چی دا به ورسته په تفصیل سره تشریح شی

او ددی دین یوه بله برخه د زردشتی دین په نامه د عامو خلکو لپاره وه ، د نوموړی دین دی برخی هم همداسی فلسفه لرله لکه د نجیب زاده ګانو د برخی یعنی اساسی ټکی یی سره یوه ډول وو خو د نجیب زاده ګانو برخی هغه پټ رازونه چی یواځی ددوی لپاره وو په ځان کی لرل چی واړندی به دا هم تفصیل کړم

نجیب زاده ګان د ټولنی هغه قشر وو چی د زروانی دین په مرکزی فلسفه یا اصلی اساساتو یواځی دوی پوهیدل او عامو خلکو دا حق نه لاره چی ددی دین په پټو رازونو خبر وی خو نجیب زاده ګانو دا وظیفه درلوده چی عام خلګ د همدی زروانی نړی لید یا دین په چوکاټ کی وساتی خو په عینی وخت کی یی د نوموړی دین له مرکزی فلسفی لری وساتی

چی د همدی لپاره تر نن ورځی نجیب زاده ګان همداسی کوی یعنی ددی لپاره چی خلګ د زروانی نړی لید په چوکاټ کی وساتی مختلفی ایډیالوژی ګانی جوړوی او په خلکو کی یی خپروی


اوس به راشو دیته چی زروانی فلسفه څه شی یا څه ډول ده ؟؟؟؟؟؟


هغه داسی ده چی بعضی خلګ داسی فکر کوی چی ګواکی زردشتی دین د یکتا پرستی دین دی
یعنی چی په واحد خدای عقیده لری خو دا خبره کاملاً غلطه ده ، ځکه چی زردشتی دین د هندویزم په بستر کی جوړ شوی او لکه هندویزم همداسی د مشرکیت دین دی
دا پداسی حال کی چی زرتشتیان وایی چی موږ واحد خدای عقیده لرو

همدا هغه راز دی چی یواځی نجیب زاده ګان ورباندی پوهییږی او د نوموړی دین عامو خلکو ته وای چی موږ په واحد خدای عقیده لرو


اوس به راشو دیته چی زروانیان په کوم خدی عقیده لری ؟؟؟


ددوی خدای زروان نومیږی او زروان وخت ، زمان یا دهرته وایی

په زړه فارسی ژبه کی (زر) وخت یا زمان ته وایی او (وان) ورستاړی یا پسوند دی
یعنی ددوی خدای زمان یا وخت ده یعنی دهریان دی

نن چی موږ په پښتو ژبه کی طلا ته (زر ) وایو یعنی سره زر ورته وایو د (زر ) کلیمه همعغه د زروان یعنی د زمان یا وخت کلیمه ده ، په همدی خاطر زه نوموړی نړی لید ته کله د سروزرو نړی لید هم وایم ځکه چی دوی په سروزرو ځکه د زرو نوم ایښی ده چی د طلا اوسپنه زمان یا وخت ته ډیر ورته والی لری

او دا فلسفه داسی ده چی ددوی په نظر زمان یا وخت نه اذل لری او نه اخر یعنی لایتناهی ده ، یعنی هرڅه یو وخت پیداشوی او یو وخت حتماً له منځه ځی خو وخت یا زمان همیشنی دی

ددوی په نظر وخت یا دهر هیڅکله نه ده پیداشوی او هیڅکله له منځه نه ځی بلکی همیشنی دی په همدی خاطر هرڅه د زمان په چوکاټ کی پیدا کیږی او د زمان په چوکاټ کی له منځه ځی

په همدی خاطر ددوی په نظر وخت یا زمان په هرڅه قادر دی او که هرڅه کیږی د وخت په امر ترسره کیږی
او دوی د زروان په نوم د زمان عبادت کوی او ددوی په نظر سره زر په د مادی نړی کی د زروان عکس دی
ددوی په نظر سره زر د زروان سره ډیر شباهت لری ، سره زر هم دایمی دی یعنی سره زر نه خرابیږی او خپل خصلت له لاسه نه ورکوی او له منځه نه ځی یعنی دایمی اوسپنه ده

یعنی پدی نړی کی هرڅه له منځه تلونکی دی خو سره زر برعکس له منځه نه ځی نو ددوی په نظر دا دا معنا لری چی سره زر د زروان عکس یا د زروان سیمبول ده
او ددوی په نظر سره زر هم همداسی قوت لری لکه زروان یی چی لری ، چی په اصل کی سروزروته دا قدرت دوی پدی علت وربښی چی دوی د زروان د سیمبول په سترګه ورته ګوری که نه سره زر خو یو عادی میتال یا اوسپنه ده ولی باید دومره قیمت ولری لکه نن یی چی لری په نړی کی

یو وخت ماته دا پوښتنه یوه معما وه چی ولی سره زر په ټوله نړی کی دومره قیمت لری ، خو کله چی ما د زروانیزم فلسفه وڅیړله په دی خبره پوه شوم چی ولی سره زر دومره ارزښت لری

یوه خبره بله هم شته چی هغه د سپینو زرو ده چی ددوی په نظر سپین زر څه اهمیت لری ؟؟؟چی دا به زه وړاندی زروانیزم تشریح کوم انشاالله دا به هم تشریح کړم

کله چی زروانیان وخت یا زمان ته د خدای درجه ورکوی یعنی خدای یی بولی له همدی ځایه ددوی په مادیت یا ماټریالیزم هم عقیده راځی

کله چی هندویزم داسی عقیده لری چی دا نړی یا دا کاینات یو سیستم دی چی ددی سیستم هره قوه پکی ځانګړی رول لری یا د زمان چرخه د مختلفو قواوو له هماهنګی را منځته کیږی او هرڅه ماټریالیستیک یا مادی دی او دا هرڅه چی پدی کایناتو کی پیښیږی یواځی د نوموړو قواوو د تصادف له رویه پیښیږی یا د مختلفو قواوو تصادف عینی حقیقت رامنځته کوی یعنی دا هرڅه د کوم فکر یا نیت له رویه نه رامنځته کیږی بلکی یو تصادف دی


د


وروستی ځل بدلون  Naeem sadat   په   ٥   شنبه   سپتمبر   26, 2013 8:49 am   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
Naeem sadat
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 جون   2011
ليکنې: 229

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   سپتمبر   25, 2013 8:20 pm    عنوان   : Reply with quote

په تیرپسی

یعنی دوی داسی فکر کوی چی حقیقت یو تصادفی شی دی چی د طبعیت یا د چرخ فلک د مختلفو قواوو د تصادف له وجهی رامنځته کیږی او یا که په بل عبارت ووایو حقیقت تصادفی دی او د همدی نړی لید تر اغیزی لاندی خلګ هغو حادثاتو یا پیښو ته چی دوی نه ورباندی پوهیږی چی ولی وشول یا یی علت نه ورته معلوم تصادفات وایی او که دا کلیمه پښتو ژبی ته را واړوو نو د ټکر کلیمه به ترینه جوړه شی ټکرونه له ټکرونو همعغه د چرخ فلک د مختلفو قواوو ټکرونه مطلب دی

د مثال په ډول

تاسی د ډیرو کلونو لپاره خپل یو ملګری نه وی لیدلی خو یو چیری تاسی هغه خپل ملګری سره مخامخ کیږی پداسی حال کی چی تاسی هلته یا په هغه وخت کی د خپل نوموړی ملګری د لیدو کومه تمه نلرله او نه مو هغه ملګری په نوموړی ځای کی ستاسی د لیدو تمه لرله ،

داسی پیښی ته خلګ تصادفات وایی یعنی ما تصادفی خپل ملګری ولید حال داچی په نړی کی هیڅ هم تصادفی نه پیښږی بلکی هرڅه د الله ج په اراده پیښیږی
او دا د تصادف کلیمه چی حادثاتو ته استعمالیږی همعغه د هندویزم د مادیت فلسفه ده ، یعنی دوی په معنویت عقیده نلری چی دا هرڅه چی زموږ په نړی کی پیښږی یا پیښ شوی او یا هم به پیښیږی د یوه فکر محاسبی اویاهم د کوم نیت یا ارادی له رویه پیښیږی

ددوی په نظر هرڅه تصادفی دی چی همدا ماټریالیزم دی او زروانیزم هم د همدی ماټریالیستک نړی لید په چوکاټ کی خپله فلسفه جوړوی
د زروانیزم له نظره هم ټول همدا څه چی پیښیږی دا زروان یا وخت رامنځته کوی خو ددوی زروان دا د کوم مشخص پلان یا د کوم علم له رویه نه رامنځته کوی بلکی ددوی په نظر دا هرڅه زروان رامنځته کوی یعنی چی څه ډول یی زړه وغوښتل چی دا بیا همعغه تصادف دی یعنی هرڅه تصادفی رامنځته کیږی او تصادف ما مخکی وویل چی ماټریالیزم دی

او دوی په دی عقیده لری چی زروان ددی کایناتو یوه برخه ده خو حاکمه برخه ، یعنی ددوی له نظره وخت یا زمان ددی نړی یوه برخه خو په عینی حال کی زمان دی نړی حاکم دی یعنی زروانیزم هم لکه هندویزم د مشرکیت دین دی او په وحدت الوجود عقیده لری
همدا ډول د البریت انشټین د نسبیت تیوری هم د همدی زروانی نړی لید په اساس جوړه شوی ، دلته غلط فهمی ونشی چی بعضی خلګ د نسبیت تیوری د فیزیک د قوانینو سره غلطوی او داسی فکر کوی چی د نسبیت تیوری د فیزیک د قوانینو یوه مجموعه ده پداسی حال کی چی دا غلطه ده د نسبیت تیوری یو نظر ده یعنی تیوری ده چی د فیزیک له لید نه د کایناتو شتون تشریح کوی
د نسبیت تیوری وایی چی زموږ کاینات دری مادی بوردونه لری او یو معنوی بورد چی مادی بوردونه یی عبارت دی له طول ، عرض او ضخامت څخه او معنوی بورد یی عبارت دی له وخت څخه
او دوهم چی ولی انشټین د نور سرعت د سرعت انتها بولی دا هم د همدی زروانی نړی لید یوه برخه ده چی زه به وړاندی کله چی د زروانیزم نورو حصو ته ورسیږم هلته به دا تشریح شی
بل داچی د داروین د تکامل نظریه یا تیوری هم د همدی زروانیزم د نړی لید یوه برخه ده ، داروین وایی چی ژوندی موجودات تصادفاُ پیدا شوی او د میلونونو کلونو په تیرید یی تکامل کړی او انسان ترینه جوړ شوی ددی خبری معنا داده چی داروین وایی چی انسان وخت یا دهر یا زمان پیدا کړی
اوس به وړاندی لاړ شو او زرونیزم به وړاندی وڅیړو چی څه وایی



ن


وروستی ځل بدلون  Naeem sadat   په   ٥   شنبه   سپتمبر   26, 2013 8:52 am   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
Naeem sadat
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 جون   2011
ليکنې: 229

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   سپتمبر   25, 2013 8:35 pm    عنوان   : Reply with quote

ویکی پدیا د زروان په باره کی داسی لیکی


زروان یا زمان در آیین ایرانی تاریخی مبهم و طولانی دارد. در لوحه‌های بابلی مربوط به قرن پانزدهم پیش از میلاد از ایزدی به نام زروان سخن رفته‌است. در اوستا نیز به اختصار از این ایزد یاد شده و در متون پهلوی هم دربارهٔ آن سخن رفته‌است. زروان اصلاً فرشتهٔ زمان است و با صفت اکرانه (بیکرانه) از او یاد شده‌است. از صفات زروان چنین پیداست که برای زمان آغاز و انجامی تصور نشده و آن را همیشه پایدار و قدیم و جاودانی دانسته‌اند. از این زمان بیکرانه است که زمان کرانمند آفریده شد و ادامهٔ خلقت از طریق توالد و تناسل میسر گردید. در آئین مهرپرستی نیز زمان بیکرانه در رأس قرار دارد و زروان معمولاً به صورت موجودی با سر شیر و جسمی که ماری دور آن پیچیده، تجسم یافته‌است.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2640
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   سپتمبر   25, 2013 11:52 pm    عنوان   : Reply with quote

داچه تاسو دا ښکلی مضمون لیکلی ، که اجازه وي زبه دغه لاندي معلومات ستاسو سره شریک کم

آئین زروانی مشتق از زروان است که به نظر زروانیان وجود غایی است. به عقیدهٔ آنان زروان منشا منشأ غایی هم خیر و هم شر و پدر دو برادر یعنی اورمزد و اهریمن است. به اعتقاد زروانیان وجود مطلق زروان دو قطب متضاد خیر و شر را در خود دارد. زَروان همچنین یکی از ایزدان آئین مزدیسناست. این نام در اوستا به صورت زَروان یا زُروان آمده‌است. در برخی از نوشته‌های زبان پهلوی از زروان به صورت موجودی برتر از اورمزد سخن رفته‌است. پیدایش این عقیده به دوره‌های بسیار دور، و پیش از ظهور زرتشت انگاشته شده‌است. در گات‌ها زوران اهمیتی ندارد. برخی از دانشمندان جنبشی را که موجب پدید آمدن آئین زروانی شده‌است مربوط به دوران اشکانی و ساسانی می‌دانند و برخی دیگر آئین زروانی را دین مغان مادی پیش از فرارسیدن دین زرتشت پنداشته‌اند. مانی با اقتباس از افکار زرتشتی زمان خود نام زروان را به خدای بزرگ که به تصور او خود صاحب دو فرزند بود اطلاق کرده‌است و در واقع در وجود زروان دوگانگی مزدایی به وحدت تبدیل می‌شود. از این رو بعضی از محققان آیین زروانی را گونه‌ای یکتاپرستی دانسته‌اند.

محتویات
زروان

زروان یا زمان در آیین ایرانی تاریخی مبهم و طولانی دارد. در لوحه‌های بابلی مربوط به قرن پانزدهم پیش از میلاد از ایزدی به نام زروان سخن رفته‌است. در اوستا نیز به اختصار از این ایزد یاد شده و در متون پهلوی هم دربارهٔ آن سخن رفتا است. زروان اصلاً فرشتهٔ زمان است و با صفت اکرانه (بیکرانه) از او یاد شده. از صفات زروان چنین پیداست که برای زمان آغاز و انجامی تصور نشده و آن را همیشه پایدار و قدیم و جاودانی دانسته‌اند. از این زمان بیکرانه است که زمان کرانمند آفریده شد و ادامهٔ خلقت از طریق توالد و تناسل میسر گردید. در آئین مهرپرستی نیز زمان بیکرانه در رأس قرار دارد و زروان معمولاً به صورت موجودی با سر شیر و جسمی که ماری دور آن پیچیده، تجسم یافته‌است.

تاریخچه

برای مدتی دراز آیین زروانی به عنوان یکی از کیش‌های بدعتی تلقی می شد که عاری از اهمیت تاریخی بوده و در زمان ساسانیان در باختر ایران نشأت یافته‌بود ولیکن در سال‌های اخیر و بویژه در اثر کشف متن‌های مانوی از آسیای میانه آیین زروانی اهمیتی کسب کرده و مورد توجه خاص واقع شده‌است. اینک می‌دانیم که به پیروی مستقیم از آیین زروانی است که در دین مانی زروان را آفریدگار و سرور گیهان و پدر اهرمزد انگاشته‌اند.

یونانیان از دیر باز آیین زمان اکران را به زرتشت و مغان نسبت می‌دادند و آنان آنچنان به این پندار خو گرفته‌بودند که عقاید خودشان دربارهٔ اعصار ازلی تحت تأثیر باورهای زروانی قرار گرفته‌بود و این امر خود قدمت و اهمیت کیش زروانی را آشکار می‌کند. این حقیقت که در سرودهای گاهانی در عین رد و انکار اصول ثنوی محض از دو مینوی همزاد سخن‌رفته، خود دلیل آنست که باوری مشابه پیش از زرتشت وجود داشته‌است. گمان می‌رود که پیش از زرتشت همین نقشی که زروان در غرب داشته است در شرق اهورامزدا عهده‌دار بوده‌است. باور به همزادها جزء اصلی یک یزدان‌شناسی سنتی را می‌سازد که پیش از زرتشت در انجمن گاهانی وجود داشت.

آئین زروانی

نام خدای زمان در زبان‌های ایرانی میانه زروان یا زوروان است. معنای اصلی این واژه زمان است. آئین زروانی صورتی از دین مزدائی است ولی مسلماً زرتشتی نیست. اسناد مستقیم دربارهٔ آئین زروانی تقریباً بدون استثنا مربوط به زمان ساسانیان هستند ولی یکی دو تا از افسانه‌های دینی زروان که به دست ما رسیده‌است، به اندازه‌ای ابتدائی هستند که باید به عنوان بازمانده‌ای از دیرینگی بسیار نگریست و احتمالاً نخستین گونهٔ باورهای زروانی را بازگو می‌کنند. ازنیک پدر کلیسای ارمنی پیرامون میانهٔ سدهٔ پنجم میلادی چنین گزارش می‌دهد:

مغان می‌گویند پیش از اینکه چیزی موجود بود، نه آسمان نه چیزهای آفریدهٔ دیگر که در آسمان و زمین هستند یک زروان ویژه‌ای وجود داشت که به معنای سرنوشت (بخت) یا درخشش نیرو (فر یا فرنه) است. هزار سال او قربانی کرد دارای پسری شود که او را می‌خواست اورمی‌زد (اهورامزدا) بنامد که می‌بایست آسمان و زمین و هر چیزی را که در آنها است می‌آفرید. پس از اینکه وی هزار سال قربانی کرد، نشست تا بیندیشد او گفت «قربانی که من پیشکش می‌کنم مگر به چه کار باید بیاید؟ براستی من فرزندی بنام اورمی‌زد دارا خواهم شد یا آنکه تلاش‌های من بیهوده خواهد بود؟» وی در اندیشه فرو رفته بود که اورمی‌زد و اهریمن در زهدان بوجود آمدند. اورمی‌زد در پی قربانی‌هایی که زروان پیشکش کرده‌بود و اهریمن در پی تردیدش. زروان چون از این آگاهی یافت گفت «دو پسر بدنیا خواهند آمد، نخستین را که به پیش من در آید، پادشاه خواهم کرد.»همینکه اورمزد از این اندیشهٔ پدر آگاهی یافت، نزد اهریمن آن را آشکار کرد. اهریمن همینکه این سخن را شنید زهدان را شکافت و رفت تا به پیش پدر در آید. پدر پرسید «تو کیستی؟» اهریمن گفت «من فرزند تو هستم.» زروان پاسخ داد «فرزند من دارای بوی خوش است و روشن تو تاریک و بد بوئی.» هنگامیکه این دو با هم سخن می‌گفتند اورمزد به هنگام درست زائیده شد، روشن و خوشبو و رفت پیش پدر خود درآید. پس زروان دانست که این فرزندش اورمی‌زد است که برایش قربانی کرده‌بود و شاخه‌های قربانی (برسم) را که در دست داشت و با آن قربانی می‌کرد، گرفت و با این سخنان به اورمی‌زد داد. «تاکنون من برای تو قربانی می‌کردم از این پس تو باید برای من قربانی کنی.» در حالیکه شاخه‌ها را به اورمی‌زد می‌داد زروان او را آفرین کرد. در این هنگام اهریمن به پیش زروان در آمد و گفت «آیا تو اینرا پیمان نکرده بودی هر یک از فرزندان من که نخست پیش من آید او را پادشاه خواهم کرد؟» زروان برای آنکه پیمان خود را نشکند گفت «تو ای هستی پلید به تو شهریاری نه هزار ساله داده خواهدشد و ارومی‌زد باید سرور تو باشد. پس از نه هزار سال باید که اورمزد شهریاری کند و هر چه که او می‌خواهد باید که روی دهد.» پس اورمی‌زد و اهریمن در کار پدید آوردن هستی‌های آفریده شدند و هر چه که اورمی‌زد می‌کرد همه خوب بود و راست و هر چه اهریمن می‌کرد پلید و وارونه.

یک لحن بدبینانه‌ای از افسانه‌های زروان بگوش می‌خورد لحنی است که با دین‌های ایرانی باستان اختلاف دارد. در قطعات زروانی در ادبیات پهلوی اشاره‌هایی بر اینکه اورمی‌زد یک خدای دردکش است، کم نیست. در این افسانه‌ها اهریمن یک خدای بسیار توانا است و تئوپمپوس صریحاً گواهی می‌دهد که مغان برای او قربانی‌هایی پیشکش می‌کردند. برای اهریمن قربانی کردن به هر بهانه‌ای که باشد نزدیک زرتشتی راستین سنت گرا کاری سخت نکوهیده و گناهی نابخشودنی است. اینکه این آئین از آنِ دین کهن مغان بوده‌است، قطعی است. بنونیست به درستی و به حق این آئین را یک آئین زروانی می‌داند.

ازنیک افسانهٔ دیگری نیز گفته‌است

اهریمن ارمیزد را به خوراکی خواند. ولی چون ارمیزد آمد نمی‌خواست تا هنگامیکه پسرانشان با یکدیگر نجنگیده‌اند، دست به خوراکی زند. همینکه پسر اهریمن پسر ارمیزد را زد، در جستجوی یک داور برآمدند ولی کسی را نیافتند پس (هر دو) آنها خورشید را ساختند تا او داور آنها باشد.

در این گونه افسانه‌ها چهار وجود اصلی فرض شده‌است. نخست خدای نخستین زروان یا زمان یا تاق آسمان و اکنون یک خدای بی اثر از زمانیکه او به دو همزادش فرمانروائی را واگذار کرده‌است . دوم، اهورامزدا آسمان روز، آفریننده و خدای نیکی، بالاترین سرور کیهانی. سوم، اهریمن آسمان شب خدا و آفرینندهٔ زشتی، همچنین خدای جهان مرگ تاریک، فرمانروای زمان حاضر، هر چند که از نظر ترتیب پائین‌تر از برادر همزادش اهورامزدا قرار گرفته‌است. چهارم، میترا مرد میانجیگر، خورشید که در وضع میانین در میان روز و شب، آسمان و جهان مرگ قرار گرفته‌است که هر دو را باید پس از پایان یافتن روز و شب بپیماید، گذشته از این هم میانجی است و هم خدای پیمان. ما در اینجا شکل‌گیری افسانهٔ ابتدائی وجود خدای چهار پیکره را می‌یابیم. ادبیات پهلوی بسیاری از این چهارگانگی‌های زروانی نگاهداشته‌است. این آثار بر روی هم صفات زوروان را به عنوان خدای آسمان و خدای سرنوشت بازگو می‌کنند.

فقدان زروان در سرودهای زرتشت

در کهن‌ترین سندهای زرتشتی هیچگونه اثری از زروان یافت نمی‌شود. نخستین بار این واژه در متن‌های مقدس زرتشتی غربی دیده می‌شود یعنی در یسنای نو و سرودها و نمازهای دین و در آنجا نیز جای کمی به آن داده شده‌است که به روشنی دیده می‌شود که مهمان ناخوانده است. در سرودهای گاهانی اهورامزدا بدون تردید بالاترین خداست و تصور و باورداشتی که به موجب آن اهورامزدا یک خدای فرعی و ضمنی باشد با همهٔ یزدانشناسی گاهانی ناسازگار است.

آئین زروانی و آئین مزدیسنا

اوستای نو انباشته از عقاید زروانی است. موبدان مزدیسنا حتی پیش از دورهٔ ساسانی نیز از خطر رقابت شدید آیین زروانی با مزداپرستی آگاه شده و بیش از بیش به مبارزهٔ خود بر ضد آن افزودند، در حکمت الهی و یزدان شناسی مزدیسنا با دقت و صراحتی هر چه بیشتر دو گرایش کفر آمیز و بدعتی تقبیح و انکار شده‌است، این دو بدعت و بدکیشی عبارتند از نخست اعتقاد به همسانی و برابری دو بن نیک و بد و دیگری باوری به جبر که هر دو از آیین زروانی سرچشمه می‌گرفت.



آئین زروانی در ماد

خدایان زمان در صورت ابتدائی خود در همه جا در دین‌های ابتدائی دیده می‌شوند و غالباً جای ویژه‌ای در میان خدایان ندارند اینها خدایان سرنوشت و خدایان ابتدائی مرگ هستند ولی خدای زمانی که در ماد پرستش می‌شد، بالاترین خداست.



تأثیر آئین زروانی بر آئین مانی

در دورهٔ ساسانی اندیشهٔ زروان بر آئین مانی اثر فراوان گذاشت. در افسانهٔ آفرینش این آئین آمده

در آغاز جهان ما نبود، تنها دو گوهر بود، گوهر روشنائی و گوهر تاریکی. گوهر روشنائی زیبا و نیکو بود و گوهر تاریک زشت و بد، قلمرو روشنائی در شمال و بی پایان بود و قلمرو تاریکی در جنوب و به قلمرو روشنائی می‌پیوست. شهریار جهانِ روشنائی زروان بود و بر جهانی از صفا و آرامش حکم می‌راند. در این جهان مرگ و بیماری و تیرگی نبود. در جهان تاریکی دیو آز فرمانروائی داشت. این دو عنصر جدا می‌زیستند. تا آنکه روزی آز به جهان روشنائی برخورد کرد، جهانی آراسته و روشن دید خیره شد و درصدد برآمد آنرا تسخیر کند، پس با گروهی از دیوان به جهان روشنائی حمله برد. زروان شهریار جهان روشنائی آمادهٔ جدال نبود برای نبرد با دیوان دو خدای دیگر از خود پدید آورد و از آن دو هرمزد را که خدای جنگ بود برای نبرد با دیوان فرستاد. اما هرمزد در نبرد شکست خورد و به قعر جهان تاریکی بیهوش افتاد و پس از مدتی به خود آمد و از قعر تاریکی خروش برآورد و از زروان یاری خواست. زروان برای رهائی هرمزد خدایان دیگر پدید آورده مهر‌ایزد نیرومندترین آنها بود او با دیوان نبرد کرد و آنها را شکست داد و بسیاری از آنان را به زنجیر کشید. در نبرد هرمزد با دیوان قسمتی از نور، در دل دیوان بجا ماند. برای رهائی آن مهرایزد و هرمزد به پیش زروان رفته و از او یاری خواستند. زروان برای سومین بار خدایان دیگر از خود پدید آورد و روشن‌شهر‌ایزد را به ادارهٔ جهان گماشت تا همانطور که زروان شهریار عالم بالاست، روشن‌شهرایزد شهریار زمین باشد.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2640
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   سپتمبر   27, 2013 4:08 am    عنوان   : Reply with quote

ګران او مکرم ملتوال صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله
ملتوال صاحب ، تاسو لیکلي چه Sad داسی پیښی ته خلګ تصادفات وایی یعنی ما تصادفی خپل ملګری ولید حال داچی په نړی کی هیڅ هم تصادفی نه پیښږی بلکی هرڅه د الله ج په اراده پیښیږی )

زه ستاسو له لیکني دا فهموم چه : یعني تاسو وایاست چه ژوند یو جبر دي او موږ نه یوو مختار او زموږ کړوني بې اختیار راڅه تر سره کیږي ؟؟؟؟ هرڅه د الله ج په اراده پیښیږی ؟؟
دا چه هر څه د الله په اراده پېښیږي‌ نو بیا دا حساب ولي راسره کيږي ؟؟؟؟
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
Naeem sadat
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 جون   2011
ليکنې: 229

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه سپتمبر   29, 2013 2:58 am    عنوان   : Reply with quote

ګراڼو ورڼو السلام علیکم


محترم حلیمی صاحب د جبر او اختیار بحث ددی بحث جز دی چی انشاالله وړاندی به پدی بحث کی راشی خو اوس دفعتاً زه ددی پوښتنی ځواب تاسی ته نشم ویلی ځکه چی زما په نظر د جبر او اختیار بحث ډیر مغلق بحث ده او که زه یی له وخته مخکی شروع کړم لوستونکوته به لیږ دروند تمام شی
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
Naeem sadat
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 جون   2011
ليکنې: 229

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   اکتوبر   08, 2013 8:18 pm    عنوان   : Reply with quote

۷۸۶
په تیرپسی

اوس به راشو دیته چی زروانیزم کوم سیاسی اړخ لری خو ددی لپاره لومړی موږ باید پدی پوه شو چی زروانیزم په ټولنه څه اغیزه لری
د فیزیک د تیرمادینامیک د دوهم قانون مطابق زموږ دا کاینات د سړیدو په لور روان دی یعنی دا کاینات د وخت په تیریدو سره خپله انرژی له لاسه ورکوی
ددی خبری معنا داده چی د وخت په اذل کی کله چی الله ج دا کاینات هست کړی نو پدغه کایناتو کی یی یوه اندازه انرژی ایښی ده او په مرور دزمان دا کاینات دا انرژی له لاسه ورکوی یعنی دا کاینات له منځه ځی
یعنی دا نړی د مغلق کیدو په لور نه ده روانه بلکی د مغلقتوب له پلوه د ساده توب په لوری روانه او که دا لړی همداسی روانه وی کله چی نوموړی انرژی کاملاً خلاصه شی نو همدی ته موږ د زمان اخر هم ویلی شو یعنی کله چی دا کاینات له منځه لاړشی زمان یا وخت هم ختمیږی
دا قانون داسی هم تشریح کیدای شی چی پدی کایناتو کی هره تیره شوی ورځ له راتلونکی ورځی توده وی یا هره راتلونکی ورځ نسبت تیری شوی ورځی ته سړه وی
چی په همدی خاطر په کومو ټولنو کی چی جماعتونه نه وی یعنی تغیر نه پکی راځی پداسی ټولنو کی خلګ همیشه دا وایی چی پخوانی وختونه نسبت اوسنی اوختونو ته ښه وو او هغه خلګ چی ددی خلکو نه مخکی اوسیدلی وی هغوی بیا وایی چی زموږ څخه تیر وختونه ښه وو هغه ځکه چی د کایناتو دا سوړوالی چی ورځ له بلی سړیږی په خلکو هم تاثیر کوی یعنی خلګ د فیزیک دا قانون احساسوی
چون مشرکین د الله ج په اراده عقیده نلری نو په همدی خاطر دوی داسی فکر کوی چی دا کاینات زروان له منځه وړی یعنی وخت یا زمان دا کاینات له منځه وړی
یعنی ددوی په نظر زروان هغه د جبر یا قهار خدای دی چی هرڅه له منځه وړی او ددوی په نظر باید ټول انسانان له نوموړی زروان څخه په ویره کی وی
دلته یوه اساسی خبره داده چی چون مشرکیت ماټریالستی عقیده ده او د کوم هدف یا ارادی په اساس د کایناتو په هست عقیده نلری یعنی داچی ددوی په نظر چی دا کاینات بغیر له کومی ارادی یا هدفه د زروان یا زمان په وجود کی تصادفی پیدا شوی او پدی کی زروان کومه اراده نلری یعنی هدف نلری
یعنی زروان په هرڅه قادر ده او هر کار تصادفی کوی او له خپلو کارونو کوم هدف یا اراده نلری او یا که په بل عبارت ووایو ددوی په نظر زروان یو قوت ده یا د قوت یا انرژی منبع ده
نو په همدی خاطر یعنی د همدی ماټریالستیک نړی لید له نظره د زروان لپاره ښه او بد کوم اهمیت نلری زروان یواځی یو اساسی صفت لری چی هغه زور یا طاقت یا قوت دی
چی په همدی خاطر دوی همیشه د زروان مجسمه د زمری د سر په څیر جوړوی چی زمری د زور او جبر سیمبول دی
نو په همدی خاطر ددوی له نظره که انسان ښه کار وکړی او یا هم بد کار وکړی دا د زروان لپاره کوم اهمیت نلری بلکی زروان په هرصورت کی خپل کار کوی یعنی تاسی او دا کاینات له منځه وړی او څوګ یی مخه نشی نیولای
نو په همدی خاطر تاسی باید ځان د زروان یا د چرخ فلک د تبا کونکی ټیر څخه بچ کړی او که چیری د زروان د تباکونکی ټیر لاندی برابر شوی نو تاسی کومه د خلاصون لار نلری
چی له همدی ځایه د ایران او افغانستان او نسبتاً د ټولی نړی د ډیرو خلکو دا خصلت سرچینه اخلی چی له جماعته تیښته کوی او هر یو بیل بیل غواړی چی د زروان دغصب څخه ځانته کومه د خلاصون لار پیدا کړی
ماته زما یوه انډیوال کیسه کوله چی د افغانستان په داخلی جنګونو کی یوه شخص د بریښنا د لیږدولو هغه کیبلونه چی ددوی اولسوالی ته غځیدلی وو ټول غوڅ کړل او په پاکستان کی یی خرڅ کړه او په هغو پیسو یی د خپل کور لپاره یو جنراتور راونیو
نوموړی شخص ټوله اولسوالی له بریښنا محرومه کړه کومه بریښنا چی د نوموړی شخص کورته هم ورکړل شوی وه خو په همدی د ټولی اولسوالی له بریښنا څخه په محرومولو نوموړی شخص د خپل شخصی کور لپاره د بریښنا د تولید جنراتور رانیوه
یا ما یو بل شخص پیژانده ، کله چی د کابل په ښارکی د حزب اسلامی او جمعیت اسلامی جنګونه وو نو د نوموړی شخص زوی کابل د جګړی د کولو په نیت تللی وو چی د حزب اسلامی په طرفداری په جګړه کی برخه واخلی
یو وخت نوموړی شخص خپل زویته د یوچا په واسطه داسی پیام لیږلی وو

( زویه ته چیری یی هیڅ درک د نشته ، تا هیڅ هم کورته را نه وړه ، د فلانکی زوی کورته یو موټر مال راووړ او د فلانکی زوی کورته دوه موټره مال راوړ ،خو ته هسی ورک یی او هیڅ درک د نشته )

له ماله د نوموړی شخص مطلب د کابل ښار د هغو کورونو اموال وو چی مالکان یی د جګړی له ډاره مهاجر شوی وو او کورونه یی پیښی وو
خو د الله ج رضا داسی وه چی بعد له دوو هفتو یی نوموړی شخص ته د نوموړی د زوی جنازه راوړه
یعنی دا زروانی نړی لید د ډار نړی لید ده دوی نه یواځی له مرګ څخه سخت بیریږی او لکه یوه مطلقه نابودی ورته ښکاری بلکی ددوی ټول ژوند هم د زروان څخه په ډارکی تیریږی
دوی د سبا یا د بل سبا په رزق چی د الله ج له لوری وعده ورکړل شوی عقیده نلری ځکه چی دوی داسی فکر کوی چی سبا به زروان له نن څخه نور هم په غضب وی نو ښه خبره داده چی نن خپله ټیله برابره کړه
یعنی ددی نړی لید د لرونکو په عقیده دا ژوند یا دا نړی یو جبر ده په همدی خاطر ټول ژوند باید همدا وشی چی ددی جبر غم غلط شی
او تکړه هغه څوګ ده چی ددی جبر له ټکر څخه ځان بچ کړی نو په همدی خاطر دا ډول خلکوته حرام او حلال یا ښه او بد کوم خاص اهمیت نلری
دوی یواځی ټول ژوند د شتمنی په ټولولو تیروی یعنی سره زر چی ددوی په عقیده د زروان عکس دی ټولوی او دوی داسی فکر کوی چی یواځی سره زر کولای شی چی دوی د زروان له غضبه د یوه موقت وخت لپاره خلاص کړی او داچی دوی ولی داسی فکر کوی چی سره زر کولای شی چی دوی د زروان له غضبه خلاص کړی دا به وروسته شرح شی
چی له همدی ځایه د شخصی ګټو نړی لید را منځته کیږی چی دا خلګ همیشه له جماعته تيښته کوی او د شځصی ګټو پسی ځغلی د داسی خلکو له پاره ټول انسانان لکه رقیبان ښکاری او غواړی چی څه ترینه راوشکوی
ددی لپاره چی موږ د زروانیزم اغیزی پر ټولنه وڅیړو موږ باید پدی پوه شو چی ټولنه څه شی دی ؟ او جماعت څه شی دی ؟ یا د ټولنی او جماعت په منځکی څه توپیر دی ؟؟؟
ټولنه لکه مخکی چی موږ د همدی بحث په سرکی وویل چی ټولنه د طبیعت د جبر په مقابل کی رامنځته کیږی
او یا که په بل عبارت ووایو د طبعیت لخوا ټولنه پر موږ دیکتی کیږی یعنی د طبیعت لخوا پر موږ تپل کیږی او طبیعت ته کوم موږ هر نوم واخلو طبیعت ، زمان ، زروان دا ټول د یوی پدیدی مختلف نومونه دی یعنی د جبر مختلف نومونه دی
دا جبر نسبت انسان ته جبر دی

نور بیا
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2640
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   اکتوبر   09, 2013 9:29 am    عنوان   : Reply with quote

محترم ملتوال صاحب ، السلام علیکم

زه دا د ترمو ديناميك جبر درسره منم ، او تاسو هم ترمو ديناميك جبر او قانون منئ

پس نو دا به هم منو چه : ماده نه خلق کیږي او هيڅکله نه نیستي کیږي (conservation of mass بقاء المادة )

کله چه دا دوه فیزیکي اصول مو و منل

نو بیا دا لاندي جمله به څرنګه د منلو وي ،
(کاینات دا انرژی له لاسه ورکوی یعنی دا کاینات له منځه ځی)

دا سي ضد او نقیضي نه درته معلومیږي ؟؟؟

درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
Naeem sadat
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 جون   2011
ليکنې: 229

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   اکتوبر   09, 2013 5:42 pm    عنوان   : Reply with quote

محترم حلیمی صاحب السلام علیکم

حلیمی صاحب زه داسی فکر کوم چی تاسی د تیرمادینامیک د دوهم قانون په مورد سم تصور نلری

د فیزیک د تیرما دینامیک دوهم قانون وایی چی کاینات انرژی له لاسه ورکوی یعنی هرڅه له منځه تلونکی دی چی دیته د کایناتو تدریجی سړیدل هم وایی یعنی ماده یا دا د هستی دنیا اخر له منځه تلونکی ده
نوموړی قانون داسی وایی چی دا کاینات یا د هستی دنیا د مغلق والی له لوری د ساده توب په لور ځی
حتی موږ دا کار پخپل ماحول کی هم وینو چی هرڅه د وخت په تیریدو له منځه ځی
چی نوموړی قانون زموږ لپاره جبر دی او دا چی ولی دا قانون زموږ لپاره جبر دی او ددی جبر په مقابل کی موږ کوم اختیار لرو دا به وروسته په همدی بحث کی راشی

j
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2640
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   اکتوبر   11, 2013 6:41 am    عنوان   : Reply with quote

محترم او مکرم ملتوال صاحب وعلیکم السلام

خبره د ترمو ديناميك د جبر نده ، د حرارت او انرژۍ خبره نه ده

تاسو ویلي چه چی کاینات انرژی له لاسه ورکوی او د کاینات له منځه ځي
سمه ده انژي د لاسه ورکوي زه يې منم ، فیزک وايي چه ماده نه خلق کیږي ، او نېستي کېدونکې هم نه ده ، او انرژي هم له منځه نه ځي‌ يوه انرژي‌ نه ختمیږي تغیر خوري په بل ډول واوړي ،

تر کومه حده چه زه پوهېږم ، داسي راته معلومیږي چه رب العزت دا ماده له منځه نه وړي !!!

پوښتنه دا ده کله دا ممکن ده چه کاینات دي له منځه لاړ سي ؟؟؟، هو ! کاینات خپل شکل اړوي



درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
Naeem sadat
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 جون   2011
ليکنې: 229

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه اکتوبر   13, 2013 9:39 am    عنوان   : Reply with quote

محترم حلیمی صاحب زه فکر کوم چی تاسی ته سوی تفاهم پیدا شوی

یو د تیرمادینامیک قانون دی چی نوموړی قانون هغه جبر دی چی تاسی یی یادونه کړی یعنی د انرژی تغیر د شکل دی چی انرژی له یوه شکله بل شکل ته اوړی چی له همدی ځایه د مشرکینو د علت او معلول طرحه رامنځته کیږی

دلته په یوه شی کی غلط فهمی ونشی چی کله زه وایم چی د مشرکینو طرح دا دا معنا نلری چی نوموړی طرح وجود نلری خو په نوموړی طرحه عقیده کول شرک دی
یا که په بل عبارت ووایم کله زه وایم چی هندوان د طبیعیت مختلفو قواوو ته عبادت کوی دا په دمعنا نه ده چی د طبعیت قواوی وجود نلری او هسی هندوان ورته عبادت کوی بلکی د طبعیت دا قواوی چی هندوان عبادت ورته کوی دا ټولی زموږ د کایناتو مختلفی برخی دی خو عقیده پری کول یا عبادت ورته کول شرک دی
چی د تیرما دینمیک همدا قانون ښاغلی کانت پخپله فلسفه کی ډیر ښه تشریح او ثبوت کړی ، ښاغلی کانت وایی چی دا کاینات یا دا د هستی نړی اصل نه ده بلکی یو فعل ده ، ښاغلی کانت وایی چی موږ د فعل په منځکی اوسیږو
او همدا خبره زموږ په ژبه یا هم د نړی په ټولو ژبو کی فعل حسابیږی
په پښتو ژبه کی ( شتون ) په فارسی ژبه کی (هستی ) په انګلیسی ژبه کی ( to be) ټول فعلونه دی او همداسی د نړی په ټولو ژبو کی شتون فعل دی


دوهم د تیرمادینامیک دوهم قانون دی چی هغه داسی وایی چی انرژی د هر بدلون سره(یعنی چی کله خپل شکل بدلوی) خپل کمیت یا مقدار له لاسه ورکوی ددی خبری معنا داده لکه ښاغلی دیکارت چی وایی چی معلول همیشه نسبت علت ته کوچنی وی یا علت همیشه نسبت معلول ته لوی وی
چی ددی دوو قوانینو څخه موږ داسی برداشت کولای شو چی ماده یا انرژی دوه ډوله حرکت لری چی یو یی تغیر او دوهم یی له منځه تلل دی یعنی دا زموږ کاینات په مرور د زمان له منځه تلونکی دی چی همدی ته تدریجی سوړوالی هم وایی

او محترم حلیمی صاحب ماده له منځه تلونکی ده یعنی الله ج دا ماده له منځه وړی او موږ ته وعده راکوی چی الله ج به د قیامت په ورځ همدا ماده بیرته په همدی شکل بیرته لکه یوه معجزه را پیدا کوی

د
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
Naeem sadat
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 جون   2011
ليکنې: 229

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   اکتوبر   22, 2013 8:16 pm    عنوان   : Reply with quote

۷۸۶
ګرانو ورڼو السلام علیکم

په تیر پسی

ددی لپاره چی موږ د ټولنی د جوړیدو په اساساتو پوه شو موږ باید اول دا وڅیړو چی جبر او اختیار څه شی دی
هغه داسی ده چی مشرکین اصلاً په اراده باندی باور نلری چی له همدی عقیدی ماټریالیزم جوړیږی یعنی له همدی ځایه مادیت پرستی سرچینه اخلی
ددوی په نظر هیڅ کومه اراده وجود نلری
نه انسان کومه اراده لری او کومه بله مافوقه اراده شتون لری ، ددوی په نظر د طبیعت جبر یا قوانین مطلق دی او پخپل مقابل کی کوم مقاومت نلری یا موانع نلری نو کله چی د کوم جبر په مقابل کی کوم مقاومت وجود ونلری همدا پخپله اختیار مطلق دی یا مختار قهار ده
چی له همدی ځایه دوی زروان په خدای منلی او همدا د مشرکیت مرکزی فلسفه ده او وړاندی ټول مشرکیت له همدی ځایه سرچینه اخلی
ددوی په نظر انسان هم کومه اراده نلری او انسان چی هرڅه کوی د جبر د فشار لاندی یی کوی او له ځانه کومه اراده نلری

خو موږ مسلمانان بیا په اراده عقیده لرو

لومړی د الله ج اراده ده چی هغه مطلقه ده یعنی د الله ج د ارادی په وړاندی کوم مقاومت وجود نلری او هرڅه د الله ج په اراده ترسره کیږی

دوهم د انسان او د ابلیس ارادی دی چی دا دوه ارادی بیا مطلقی نه دی بلکی نسبی دی بل داچی د انسان او ابلیس ارادی موقعتی دی یعنی قید زمان او د مکان دی
چی انسان او ابلیس ته دا ارادی د الله ج په اراده ورکړل شوی ، انسان او ابلیس له ځانه کومه ذاتی اراده نلری

نسبی اراده یعنی څه ؟؟؟؟؟
انشټین پخپله د نسبیت په تیوری کی د کایناتو نسبیت تعریفوی
انشټین وایی چی زموږ نړی له حرکت څخه جوړه ده ، چی همدا د هندویزم علت او معلول یا تیرمادینامیک ښییی چی انرژی خپل شکل تغیروی چی له همدی ځایه حرکت منځته راځی یعنی زموږ کاینات د حرکت کاینات دی او حرکت بیا داسی تعریفوی چی حرکت نسبی دی یعنی یو شکل نسبت بل شکل ته حرکت کوی
د هندویزم له نظره دا نړی دوه اړخه لری چی یو یی اصل دی او بل یی شکل دی چی دوی یی اصل په شکل مقدم ګڼی خو عبادت دواړو ته کوی
بودا بعد له هغه چی څو کاله یی په ځنګله کی تیر کړه نو دا دعوه یی لرله چی زه د نړی اصل بغیر له شکله لیدای شم
د انشټین د نسبیت تیوری هم دا شکلونه داسی تعریفوی چی دا شکلونه د اصل چی انرژی ده د حرکت په صورت کی رامنځته کیږی شکلونه همیشه تغیر خوری خو اصل هیڅکله تغیر نه خوری
چون ټول شکلونه له یو اصله پیدا شوی او دوی بخپل منځکی کوم ذاتی تفاوت نلری نو په همدی خاطر ددوی حرکت نسبت یو او بل ته دی
یعنی د انشټین له نظره د یوه شکل حرکت نسبت بل شکل ته معنا پیدا کوی او که چیری د یوه شکل حرکت نسبت بل شکل ته نه وی نو دا حرکت بی معنا کیږی او کومه معنا نلری او دیته موږ حرکت نشو ویلی
چی زه به یی یو مثال درکړم
که چیری موږ یو موټر فرض کړوچی نوموړی موټر پر سرک حرکت کوی نو دا موټر نسبت نورو شکلونو ته حرکت کوی یعنی نسبت هغه غرونو ته هغه کورونو ته او هر هغه څه چی په نوموړی سیمه شتون لری حرکت کوی او که چیری پرته له نوموړی موټره کوم بل شکل شتون ونلری نو ددی موټر حرکت بی معنا کیږی او دیته موږ حرکت نشو ویلی
دوهم مثال داچی کله چی موږ وایو چی دا موټر غټ یا کوچنی دی دلته هم غټوالی یا کوچنیوالی نسبت نورو شکلونو ته معنا پیدا کوی او د نورو شکلونو په نه موجودیت کی غټ والی او کوچنی والی بی معنا کیږی
او داچی انشټین وایی چی د نور حرکت مطلق دی یعنی نسبی نه ده دا هم د همعغه هندویزم څخه سرچینه اخلی ددوی په نظر نور د نړی د اصل څخه د شکلونو دنیا ته را ننوځی خو پخپله شکل نلری چی له همدی ځایه نور ددوی لپاره مقدس دی
که زموږ په افغانستان کی تلویزیونه وګوری د اکثرو نومونه یی د نور پوری تړاوو لری
نور ، طلوع ، لمر ، خورشید ، نورین ، ستاره او داسی نور او د کومو چی نومونه یی د نور پوری تړاوو نلری نو هغوی بیا ټول سیمبولنه له نور پوری تړاوو لری لکه سترګه او داسی نور چی دا کار بیا پخپله هم تجربه کولای شی
د انشټین فیزیکی ماټریالیزم دا معنا ورکوی چی ددی نړی شکلونه یو او بل ته معنا پیدا کوی یعنی د غره شتون ډبری ته معنا پید ا کوی او د ډبری شتون غره ته معنا پیدا کوی
چی دا مطلقه غلطه خبره ده
انشټین د انسان اراده مطلقه له خپلی تیوری باسلی چی دا کار یی د هندویزم په اشاره کړی ده ، دده په نظر د انسان اراده د نړی په شکلونو کوم تاثیر نلری او ددی نړی شکلونه د انسان له ارادی پرته مستقلانه یو بل ته معنا لری او خپل شتون ثابتوی
دا خبره سمه ده چی دا نړی نسبی ده خو دا خبره غلطه ده چی ددی نړی شکلونه مستقلانه یو بل ته نسبی دی
دا نړی نسبی ده یا دا شکلونه نسبی دی خو دا شکلونه نسبت د انسان ارادی ته نسبیت لری یعنی خپل موجودیت ثابتوی
په اصل کی خو دا نړی پخپل داخل کی شکلونه نلری دا شکلونه خو زموږ په سترګو کی دی یا موږ دا شکلونه سره بیل کړی او نومونه مو پری ایښی
د غره لپاره د ډبری شتون بی معنا ده او د ډبری لپاره د غره شتون بی معنا ده ځکه چی دواړه په اصل کی سره یو دی او هر یو یو له بله ناخبره خپل فعل اجرا کوی هم غر او هم ډبره نسبت د انسان ارادی ته خپل شتون ثابتوی یا معنا پیدا کوی
دا موږ یو چی دا شکلونه سره تفریق کوو دا زموږ د ارادی لپاره دا غر دی ، دا سیند دی ، دا هواده او دا اسمان دی یعنی ددی نړی شکلونه نسبت زموږ ارادی ته معنا پیدا کوی او بغیر زموږ له ارادی ددی نړی ټول شکلونه بی معنا دی
ددی خبری د ښه تفصیل لپاره د کوانتوم فیزیک ته مراجعه وشی کوانتوم دا خبره ډیره ښه څیړی او د انشټین تیوری ردوی
اوس به راشو د انسان او دابلیس ارادی ته
الله ج د انسان وجود له خاوری او له خټی جوړ کړی چی دا ددی کایناتو جز دی او ددی کایناتو قوانین پکی چلیږی
خو ستونزه دلته ده چی انسان د همدی قوانینو په مخالف جهت حرکت کوی یعنی انسان ددی قوانینو په مخالفت کی روان دی

ژوند څه شی دی ؟؟؟؟

کله چی موږ په لاره روان یو او په لاره کی یوه ډبره ووینو نو موږ ته هیڅکله هم دا شک نه را پیدا کیږی چی دا ډبره ژوندی ده
او کله چی دا ډبره حرکت کوی یعنی د غره له سره رارغړی بیا هم موږ نه وایو چی دا ډبره ژوندی ده ځکه چی نوموړی ډبره د دی طبیعت د قوانینو سره مطابق حرکت کوی
خو که چیری دا ډبره د طبعیت یا د فیزیک د قوانینو په مخالفت حرکت وکړی نو موږ دفعتاً وایو دا ډبره ژوندی ده یعنی خپله اراده لری او پخپله اراده روانه ده
کله چب په یوه خوړ کی اوبه له پاسه کوزی خواته رارونی وی او ډبری را رغړوی نو موږ ته کوم سوال نه پیدا کیږی خو که یوه ډبره په همدی خوړ کی سر پورته روانه وی موږ نوموړی ډبری ته د ژوندی خطاب کوو
له همدی ځایه موږ ژوند داسی تعریفولای شو چی ژوند هغه اراده ده چی د فیزیک د قوانینو په مخاف جهت حرکت کوی
چی همدا کار موږ او تاسی هره ورځ کوو کله چی موږ کرځو ، کله چی موږ غږیږو ، کله چی موږ ډوډی خورو او بل هر یو فعل که اجرا کوو حتی چی ژوند کوو دا هم فعل ده دا ټول موږ د فیزیک د قوانینو سره په مخالفت کی کوو چی همدا زموږ د ارادی د شتون لوی ثبوت دی او موږ چی هرڅه جوړوو هغه هم د فیزیک د قوانینو په مخالفت کی جوړو

دوهم دفیزیک د تیرما دینامیک دوهم قانون دی چی زموږ کاینات ورځ له بلی سړیږی او تدریجی خپله انرژی له لاسه ورکوی که چیری دا قانون شتون نلرلای نو انسان کولای شول چی دایمی ماشین جوړ کړی چی بغیر به له کوم مصرفه دایمی چلیده
او بل ددی کایناتو شکلونه د مغلقتوب لخوا د ساده توب خواته روان دی ، ټول مغلق شکلونه تجزیه کیږی او له منځه تلونکی دی ددی خبری معنا داده چی الله ج ددی کایناتو د جوړولو په سرکی یوه اندازه انرژی ایښی چی ددی انرژی په له منځه تللو سره دا کاینات هم له منځه ځی چی له همدی ځایه په محاسبه کی اذل ډیر مهم دی
خو انسان برعکس ددی قانون هم په مخالفت کی روان دی ، انسان او انسانی ټولنه د ساده توب له پلوه د مغلقتوب په لوری روان دی
اوس پوښتنه دا را پیدا کیږی چی کله انسان الله ج له خاوری څخه پیدا کړی او خاوره خو د همدی کایناتو جز یا یو شکل دی او د همدی کایناتو قوانین پکی چلیږی نو بیا ولی انسان ددی نړی د قوانینو په خلاف روان ده او ددی نړی قوانین ردوی

هغه داسی ده چی کله الله ج انسان له خوری جوړ کړ نو الله ج پدی خاورینه ناوکی کی د انسان روح ځای پر ځای کړ چی نوموړی روح ددی کایناتو جز ندی او ددی کایناتو د قوانینو تابع ندی او برعکس ددی کایناتو د قوانینو مخالفت کی دی
او داچی نوموړی روح ددی کایناتو جز ندی په همدی خاطر نوموړی روح ددی کایناتو په قوانینو نشی پیژندل کیدای
زموږ روح ددی لایتناهی کایناتو سره په مخالفت کی دی او زموږ اختیار له همدی ځایه سرچینه اخلی یعنی کله چی ددی نړی قوانین چی زموږ بدن هم له همدی قوانینو جوړ شوی زموږ روح تحریکوی نو زموږ روح عکس العمل ښییی چی په همدی تضاد کی زموږ د روح همدا عکس العمل زموږ اختیار ده
او زموږ روح یواځی د همدی قوانینو په مقابل کی عکس العمل ښودای شی او بس او بل څه نشی کولای چی له همدی ځایه زموږ اراده نسبی ده او نسبت همدی قوانینو ته ده
دوهم د ابلیس اراده

هغه داسی ده کله چی ابلیس له الله ج د چانس غوښتنه وکړه نو الله ج ابلیس ته چانس ورکړ او د انسان په وینه کی ی ځای ورکړ او ابلیس وویل چی زه به پر انسان حمله کوم له پاسه له کوزه له یوی خوا او له بلی خواه
الله ج ابلیس ته زموږ په بدن کی ځای ورکړ کوم چی ددی نړی جز دی او ددی نړی قوانین پکښی چلیږی یعنی ابلیس د همدی نړی د قوانینو په واسطه پرموږ حمله کوی چی همدا د ابلیس اختیار ده او زموږ پر روح کوم تاثیر نلری خو دهمدی قوانینو یا د جبر په واسطه غواړی چی زموږ روح قبضه کړی
د ابلیس اراده هم مطلقه نه ده د ابلیس اراده هم نسبی ده نسبت زموږ ارادی ته یعنی د ابلیس اراده هم یواځی دا صلاحیت لری چی زموږ روح تحریک کړی او بس یعنی د اختار نسبی دی نسبت زموږ اختیار ته
یعنی زموږ اراده د ابلیس ارادی ته موانع ده او د ابلیس اراده زموږ ارادی ته تحریک کونکی یعنی جبر دی او زموږ او د ابلیس ارادی یواځی په همدی تضاد کی شتون لرلای شی او بس
مثلاً که د یوی خواه اختیار له منځه ځی نو د بلی خواه اختیار هم له منځه ځی او نه انسان او نه ابلیس د کوم دریم انتخاب حق نلری
دا تضاد هغ وخت له منځه ځی چی موږ د مر ملایکی په سترګو ووینو په هغه وخت کی موږ نور دا اختیار نلرو او نور زموږ عبادت یا توبه کول به هم معنا ونلری چی دا د همدی تضاد اخر دی یعنی اخرت دی
دا زموږ انفرادی اخرت یا اخر دی خو موږ یو عمومی اخر ختم یا اخرت هم لرو چی هغه قیامت ده چی هغه د قیامته مخکی د ټول دنیا له منځه تلل دی او په همدی ځای د انسان او دابلیس عمومی تاریخ ختمیږی نور به بعد له هغه یو انسان هم اختیار نور ونلری او جبر به هم ختم شی چی دا عمومی اخرت دی او بعد له قیامته یعنی دوباره ژوندی کیدو څخه به د حساب او کتاب ورځ وی

چی لدینه داسی نتیجه ګیری کولای شو

۱ : د الله ج اراده ده چی مطلقه ده هغه قید د زمان او مکان نه ده او د الله ج د ارادی په مقابل کی کوم مقاومت نشته الله ج قادر دی او هرڅه د الله په اراده رامنځته کیږی

۲: د انسان او ابلیس ارادی دی چی دا دوه ارادی مطلقی ندی بلکی نسبی دی نسبت یو بل ته او د یو او بل په مقابل کی موانع دی یعنی یو د بل په مقابل کی متضادی دی او بله دا خبره چی دا دوه ارادی یوځی په همدی تضاد کی شتون لرلای شی او بس
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه    ټول وختونه GMT دي
پاڼي ته لاړ شئ شاته  1, 2, 3  مخکي
پاڼه   2  ټولې پاڼې  3

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.