د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

mahboob
17.05.2005

[quote:698d2c03cf]كه د مسلمانانو له خاروي څخه د كفري مستعمرينو او يا عهد ماتونكو كفارو ترور –شړل او ايستل - ، د مسلمانانو د ناموس څخه دفاع، د خپل وطن وطنوالو څخه دفاع كول د تروريستانو كار وي نو څاروان هم د همدوي په لست كې ونيسي[/quote:698d2c03cf]
ټولو دوستانو ته سلامونه .
ملګرو كه دا پورته څه ترورستي وي نو تر څاروان وروسته ما هم ترورست در واخلۍ.
داسي ترورستان خو نقاد, (غر) وال , خټګر او حليمي صاحبان هم دي , ځكه دروس په خلاف خو به يي كله هم يو ژغ پورته كړى وي , بلكه په دې تور خو زما ټول هيوادوال ككړ دي نو چي هغوي ټول ترورستان شو نو ماته له داسي ترورستي نه ځان ايستل بې غيرتي شكاري . ستاسي نظر څه دى ؟


pattang
17.05.2005

نقاد صيب !
په دې ټکي کې ډير بلې خواته تلی ېي اوخپله حو صله دې له لاسه ورکړې ده٠
څوک په چا داسې امر نکوې٠
نوره دخپله خوښه دا ستا شعر جوړول او دغه حکم هيڅ سر نه سره خورې٠
ما ويل چې زه بي حوصېلي يم خو ته هم بي حوصيلګي کوي .

دپښتنو دزغمنې او حوصېلي په مينه پتنګ

[color=cyan:106951a5d6]څاروانه ترورېسته تروريزم دې بارک
............................................................ تند ﻻرئ سختدريزه افراطيزم دې بارک

والسلام ![/color:106951a5d6][/quote]


نقاد
18.05.2005

د قدر وړ ه وروره څاروانه عليکم سلام و رحمت الله و برکاته !
ستا مطلب په ډاګه دی چې وايې: زه خو مجاهد يم او جهاد کوم ، که څوک مې جهاد ته تروريزم او ماته تروريست وايي ، نو بيا تروريست يم .

ولې ته دغسې پاکه خبره نه کوې او نه يې کولیشې، ځکه ته يواځې جهاد نه غواړې ، ته غواړې چې له ترور څخه هم کار واخلې ، خو هغه هم بيا د جهاد په ډب کې وولې، داسې چې لومړی ورته روا عمل ووايې او بيا يې جهاد وبولې، په دې توګه هم خرما خورې او هم د ثواب په تمه نور مسلمانان غرقوې :
وګوره تا د جهاد تعريف راخيستی او د تعريف په منځ کې دې پخپله د ترور کلمه د جهاد پر ځای وضع کړې ده او ځيني ساده لوستونکي پرې تيرباسې :

[quote:90b6dd469b]كه د مسلمانانو له خاروي څخه د كفري مستعمرينو او يا عهد ماتونكو كفارو ترور –شړل او ايستل - ، د مسلمانانو د ناموس څخه دفاع، د خپل وطن وطنوالو څخه دفاع كول د تروريستانو كار وي نو څاروان هم د همدوي په لست كې ونيسي. [/quote:90b6dd469b]
په لنډ ډول يې معنی داشوه : (( که ترور يعنې ....د تروريستانو کار وي نو څاروان هم يو تروريست وبولۍ)) . دلته دا پوښتنه چې تروريست څوک دی او تروريزم څشی ته ويي پخپله نه ځوابوي اونه يې ځوابولی شي ، ددې پرځای د جهاد تعريف منځ ته راغورځوي چې پر ساده مسلمانانو چالاکي وکړي نو هغوی ته مخ
اړوي او په ډير نيرنګ سره ورته وايي: راشئ و ګوروۍ چې زمونږ جهاد ته کفار څشی وايي . هغوی زمونږ مقدس جهاد ته ترور وايي . مونږ په دې چل له جهاد څخه اړوي، مونږ دوی ته وايو : هو مونږ تروريستان يو خو له جهاد څخه ﻻس نه اخلو. زمونږ ترور جهاد دی او جهاد مو تروريزم دی !
تر دې ځايه پورې د څاروان خواري بيا هم نتيجه نه ورکوي ، هدف ﻻ پاتې دی ، او هغه له ساده مسلمانانو څخه يو پټ هدف دی او دا ټوله خواري ، چل او ول د هغه هدف له پاره روان دی : څاروان يو بل هدف څاري او له سترګو يې نه غورځي او هغه دادی چې :
د جهاد فيصله ، امر او فتوه نشي اخيستلی، نړيوال اسلامي مرکزونه او اسلامي هيوادونه له مکې څخه نيولې تر قاهرې ، عربي اماراتو او اسلام اباده پورې ، يو اسلامي هيوادهم د القاعدې ، طالب او د هغوی څاروان صيب ته د جهاد جواز نه ورکوي . ايران به يې ورکړي خو له ويرې پټ ، او هغه هم دوی دشيعه فتوې په توګه نشي ښکاره کولی .
نو ځکه بله ﻻره او چاره ورته نه ده پاتې ، نو ځکه راځي او د جهاد په نامه کې لاسوهنه کوي ، د ترور سره يې لړي او ساده ګيان دجهاد پر نامه ترور ته رابولي . دا اسانه ﻻر ده ځکه چې ترور فتوا ته اړتيا نه لري ر او هر څاروان يې اعلامولی شي. دوی ترور او وحشت ته مجبور دي، ځکه چې د څاروان په څير د ډيرو سر دموکراسۍ ته او پښې يې سوټه کراسۍ ته دي، که مخې خواته ځي په اولسواکۍ اوړي ، که په شا درومي د امريکايانوله سوټی نه ويريږي، دجهاد ﻻر پرې اسلامي هيوادونو بنده کړې ده نو د دواړو ترمنځه دوی څه وکړي ، ضرور ترور ته به ﻻس اچوي، او پر هغې به د جهاد نوم ږدي، د وطن ناموس او بشپړتيا څخه به دفاع ورته وايي . اصلي جهاد اواصلي دفاع خو نه کولی شي او نه يې غواړي ، ځکه هغه پوهه مسوليت او سياست دريواړه غواړي او هغه اوس له متوکل پرته په هيڅ طالب او القاعده کې نشته. والسلام


ترور اوجهاد٠٠٠٠٠٠

KHATHGAR
18.05.2005

ډېرمحترم نقادصېب خپل دسلامونو او نېکو هيلو ګېډۍ تاسوته در ډالي کوم،
تاسوپه پورتنئ او نورو ليکنو کې د منطق او زمونږ د وطنوالو د اسلامي او ملي ګټو څخه په دفاع کې د متحجرو تروريستي تبليغاتو کاسه بيخي نسکوره کړې، چې هم ولس او هم خداۍ پاک درنه خوشحاله دي، خداۍ(ج) دې په دې او أخيرنۍ دنېا کې سرفرازه لره٠
ګرانه وروره ستاد پورتني علمي استدﻻل سره د ترور او جهاد تر مېنځ ستر فرق او لوۍ تضاد په پوره توګه ښکاره او بربنډ شوۍ، اصلأد نورو توضيحاتو اړتېا نه ليدل کيږي، خوتاسو سره خپل دزړه له کومې د ملاتړ دڅرګنولو لپاره عرض کوم چې نړېوال ترور د دنېا په ګوټ ګوټ کې په خپله کاروائۍ بوخت دۍ او د دنېا په ډېرو ځاېونو کې د مجاهدينو څنګ کې ځان ته د ځاۍ پېدا کولو په تلاښ بوخت دۍ٠ روښانه مثالونه ئې د خېرېه موسسو د بې وسله وؤ او بېا په تېره بېا دهغو ښځينه وؤ فعالينو تښتونې او دهغو وژنه (د مارګرېت حسن قتل په عراق کې ، د بنګله ديشئ خېريه موسسې سره د درېو ښځينه همکارانو ترور دهېوادپه شمال کې او ٠٠٠٠) دي٠
له نېکه مرغه زمونږ مسلمان افغان ولس په خپلو پراخو پرګنو کې د ترور او جهاد فرق کولۍ شي او له همدې کبله د تروريستي ناورين دپاره "عسکر" نه ورکوي او
پرې به نږدي چې تشدد، تحجر او د اسلام مبين دين څخه د ناوړه ګټه أخيستنې ښکار شي٠
ستاسو د خوشحالۍ او کامېابۍ په هيله، والسلام
ر٠ خټګر



ع کريم حليمي
19.05.2005

محترم نقاد صاحب ، درنو لوستونکو ته ګېډۍ کېډۍ سلامونه !
[quote:7cc9693850]جهاد فيصله ، امر او فتوه نشي اخيستلی، نړيوال اسلامي مرکزونه او اسلامي هيوادونه له مکې څخه نيولې تر قاهرې ، عربي اماراتو او اسلام اباده پورې ، يو اسلامي هيوادهم د القاعدې ، طالب او د هغوی څاروان صيب ته د جهاد جواز نه ورکوي . ايران به يې ورکړي خو له ويرې پټ ، او هغه هم دوی دشيعه فتوې په توګه نشي ښکاره کولی . [/quote:7cc9693850]

د چا خبر وايي اوس دي نوڅاروان ضيب ته بنده ور واچول
دوۍ چه ترور غواړي ٠ خو نن فتوا څوک نه ور کوي ٠
خبره دلته ده ٠ که د قاضي په امرڅوک مړ سي نو قصاص بلل کيږي ٠
او ټوله اخلاقيات ئې پر ځای وي ٠ نو وايو چه حد جاري سوو ٠

اما کله چه څوک سړی مړ کړي او د قاضي امر نوي ٠ نو قتل بلل کيږي ٠
که څه هم د ورور قاتل وي ٠
دلته يو خورا لوئ عظيم فرق سته د جهاد او ترور تر منځ ٠
احياناکه د جمهور علماوواو مخورو له خواد جهاد فتوا صادر سوه ٠ نو بيا جهاد واجبيږي
نه د الغايدې فتوا
سوال تاسو حل کړي ٠ ترڅو پوري چه فتوا نه وي صادره سوې د جهاد د جمهور امام له طرفه ،نو جهاد نسته ٠ دجهادي اياتونو يوازي تلاوت امر نافذ دۍ ٠ عمل نه دۍ واجب ٠ بلکي ګناه کبيره ده ٠
که چيري څوک غواړي چه جهاد وکي نن ښه جهاد دغه دۍ (‏"‏ افضل الجهاد كلمة عدل عند سلطان جائر ‏"‏ ‏.‏ او ‏"‏ امير جائر ‏"‏
جائر ( مُتَجَبِّر)

نو هلته به بيا څاروان صيب ته مجاهد وايو
اما نن خو ئې خپل ځان په لوئ عظيم تروريسټ ښودلۍ دۍ


خاټول
19.05.2005

مكرم تره او نورو ګډون كونكو سلامونه مي ومنۍ!
حليمي صاحب كه دي دلطف له مخي دترور يو جامع تعريف وليكو تر څو مو له نړۍ والو سره چي لا تراوسه هم دترور په تعريف كولو نه دي توانيدلي مرسته كړي وي او تر خپل مينځ هم يوي فيصلي ته سره رسيدلي يو .
مننه او درناوى
وريره دي خاټول عفت كاكړ


ماڼوګل
19.05.2005

ګرانې بي بي خاټولې، سلام
ستا پخوانی او ننی ليکنې مې ېو وار تر نظره تېرې کړې په رښتېاګو به خپل دزړه څو نکتې درته وليکم؛
محترمې،ستا طرز د بېان، دکلماتو او جملو جوړولو انداز، د تيري او تشدد منطق، دترور سره مينه او هغه هم په دې بې باکۍ سره بېا اسلامي رنګ او جواز ورکولو تلوسه ، پر قراني اېاتو متودولوژيکه احاطه او د عربي ژبې پوهه، او داسې نورو قراېنو نه ښکاري اودګمان څخه ليرې او محال بريښي چې د ېوې ښځې اوهغه هم بېا افغانې او پښتنې پېغلې/مېرمنې ليکنې او افکار دې وي٠ زه خو بيخي متېقن ېم چې دا ښځينه انځور ښاغلي څاروان خپل ترورپلوه اسلاميستي نفس ته د ېوې دلچسپه بڼې ورکولو لپاره وراغوستۍ دۍ تر څو مونږ ته خپل د تجريد شوېوغېر اسلامي نظرېاتو د پلوېانو شمېر زېات و ښئي او ان په ښځينه قشر کې ئې هم د خواخوږو د فعال موجودېت ډرامه ولوبوي٠ تاسو او خداۍ مو، اېا مونږ ټولو ته خپلې پښتنې ولو که تحصيلات ئې هم کړي وي له وراېه ندي معلومي؟ هو رښتېيا
ها بل د څاروان چړي چې د اختلاط تر عنوانه ئې ٤١ فقرې د اختلاط شمېرلي دي او همدې بي بي خاټول ئې هم ننګه کړې تاته واېم؛ تاسو دبي بي خاټول سره خپل دا نوع دتبادل نظر ته څه واېاست، اېا داهم اختلاط ندی؟ بي بي خاټوله هم د نړۍ په څو ژوندېو ژبو خبرې کولاۍ شي، اېا دا مو له ځانه پوښتلي چې چېرته او د اختلاط د سختۍ په کومه درجه کې دې خوارکئۍ خپل تحصيلات ( حتمأ لوړ،عربي ، انګريزي ژبو٠٠٠٠٠٠٠٠)سرته رسولي ا وېائې اوس هم مخ ته بېائي، د امريکې ټولنې په عادي ورځني ژوند کې دا محترمه څومره له اختلاطه محفوظه پاتې شوې ده ؟ ځکه زه ئې دلته په خپله وينم که سړۍ دهغو شېانو چې بنسټپالي ئې داختلاط تر نامه لاندې د منکراتوپه جمله کې را پېژني او بي بي خاټولې هم ورسره لږ تر لږه په دغه ويب پاڼه کې منلي دي٠ دغه ګرانې بي بي نه سوال کيږي تاسو ولي دا دوګوني اخلاق(double standard) غېر اسلامي نه بولۍ چي اوس بېچاره افغانانولپاره کله د طالبانو دوخت پر ښځو دزوزياتي جبروت د بېا تکرار غوښتنه کوې او کله هم خلک ترور او زورچلونې(violence) ته را پاروۍ؟ ته څرنګه ښځه ئې ځما خو والا که سر خلاص شي٠ هو، په چيچنېا کې د تورو کونډو په نامه د ځان وژونکو ښځينه تروريستانو مثالونه تېر شوي، خو هغه بل خلک دي او د غه ښځې ترور د انتقام لپاره کوي چونکه د ژوند ښېرازه ئې په جګړه کې له منځه تللې وي نو بېا ورته خپل ژوند هم مانا نلري هماغه دۍ چې بېا د تروريستانو له خوا جذب شي٠ مائې ډېرراپورتاژونه لوستي او کتلي دې مګر ېوه ئې هم تاسو غوندې مکتبي طرز دفکر او بېان نلري ٠
نو ښاغلۍ څاروانه، ښه به داوي چې خپلې دغې خسته کنې ډرامې ته هم د پاۍ ټکۍ کېږدې او پرې چې پښتني ميرمنې خپله خپل غږونه پورته کړي ٠
هيله من ېم چې پر ما ډېره غوسه نشې، ما خپل نظر او شک بېان کړ که نوروطنوال په دې هکله خپل نظرېات وړاندې کړې زه ئې مخ تر مخه شکرېه ادا کوم٠
په احترام


خاټول
20.05.2005

ماڼو گله وروره مڼی دي تر خوله دسنځلو بوی دی تر پوزه دچنارونوشرنګهار دي تر غوږونواو دپیچ دري په ښکلو درد کي دي په خواږه خوب ویده غواړم .
وروره کا څه هم ته احساساتي شوی يي اما زه نه يوازي داچي تاته احساساتي ځواب لیکل نه خوښوم بلکي تاسو هم په خپله لیکنه کي معذور گڼم اودخپلی خدای راکړي عاطفي له کبله مو خپل شيرین ورور گڼم اوتل به مو دورور په مقدس توري بولم.
وروره ! ښه به داوای چي په خپله لیکنه کي مو زما هغه توري هم را کوټ کړي وای چي تاسو ورباندي نیوکه او اعتراض درلودای او په خورا میتودیکه او منطقي ډول مو زما توري رد کړي وای ترڅو که زه په خپله لیکنه کي تيروتلي وای نو نه يوازي دا چي خپله لیکنه به مي اخستي وای بلکي له تاسو وروڼو نه به مي بښنه هم غوښتي وای اما برعکس تاسو داسي لهجه کارولي چي علمي ليکني اوبحث یی قطغا متقاضي نه دی تاسو لطف کړی :
[quote:558801684f]ګرانې بي بي خاټولې، سلام
ستا پخوانی او ننی ليکنې مې ېو وار تر نظره تېرې کړې په رښتېاګو به خپل دزړه څو نکتې درته وليکم؛
محترمې،ستا طرز د بېان، دکلماتو او جملو جوړولو انداز، د تيري او تشدد منطق، دترور سره مينه او هغه هم په دې بې باکۍ سره بېا اسلامي رنګ او جواز ورکولو تلوسه ، پر قراني اېاتو متودولوژيکه احاطه او د عربي ژبې پوهه، او داسې نورو قراېنو نه ښکاري اودګمان څخه ليرې او محال بريښي چې د ېوې ښځې اوهغه هم بېا افغانې او پښتنې پېغلې/مېرمنې ليکنې او افکار دې وي٠ [/quote:558801684f]
هاهاهاها وروره ! یو ځل بیا لوړه درکوم چي هغه څه چي تاسو يي د تيري او تشدد منطق، او له ترور سره مينه بولی يوځل بيا را کوټ کړي او علما يي وڅيړي او ماته قناعت راکړۍ،پاته شوه دا چي :
[quote:558801684f]پر قراني اېاتو متودولوژيکه احاطه او د عربي ژبې پوهه، او داسې نورو قراېنو نه ښکاري اودګمان څخه ليرې او محال بريښي چې د ېوې ښځې اوهغه هم بېا افغانې او پښتنې پېغلې/مېرمنې ليکنې او افکار دې وي٠ زه خو بيخي متېقن ېم چې دا ښځينه انځور ښاغلي څاروان خپل ترورپلوه اسلاميستي نفس ته د ېوې دلچسپه بڼې ورکولو لپاره وراغوستۍ دۍ تر څو مونږ ته خپل د تجريد شوېوغېر اسلامي نظرېاتو د پلوېانو شمېر زېات و ښئي او ان په ښځينه قشر کې ئې هم د خواخوږو د فعال موجودېت ډرامه ولوبوي٠ تاسو او خداۍ مو، اېا مونږ ټولو ته خپلې پښتنې ولو که تحصيلات ئې هم کړي وي له وراېه ندي معلومي؟[/quote:558801684f]
وروره دانو بیا په تاسو پوري اړه لري چي خپلي خوندي مو تر پام ناپوهاني اوبی مفکوري تر پام در ځي په داسی حال کي چي پښتني تاریخ نازو انا زرغونه انا او اتله ملاله هم لري ،او داچي خاټول خور به دي څاروان وي نو وروره دا دي لا هم گمان دی نه خوزه لا تر شنه او زرغونه اوښتي يم چي څاروان دي شم او نه به هم څاروان چي خاټول شوي دي وي او نه مو هم لا دجنس دبدلولو د پاره کوم اپريشن کړی ،څاروان څاروان دی اوزه خاټول نه څاروان پيژنم اونه مي عادل وطنمل پيژاند،زه خپل شخصيت لرم او خفل افکار نه مي له څاروانه الهام اخستی اونه هم له تا نه اغيزه اخلم خپل فکر او رايه لرم او په خپله رايه څرگنده ولو کي پوره ازادي ، او ستا دا ډول لیکنه دځان سپکاوی گڼم اما تا د بښني غو ښتلو ته نه اړباسم .
وروره ! که په ټول افغان کي زما دگډون نيټه وگوري نو زه لا هماغه مهال د ټول افغان ليکواله وم چي ښاغلو عادل ،څاروان او تاسو به لا دټول افغان نوم هم نه وو اوريدلی.
تاسو گلونه شیندلي :
[quote:558801684f]ها بل د څاروان چړي چې د اختلاط تر عنوانه ئې ٤١ فقرې د اختلاط شمېرلي دي او همدې بي بي خاټول ئې هم ننګه کړې تاته واېم؛ تاسو دبي بي خاټول سره خپل دا نوع دتبادل نظر ته څه واېاست، اېا داهم اختلاط ندی؟ بي بي خاټوله هم د نړۍ په څو ژوندېو ژبو خبرې کولاۍ شي، اېا دا مو له ځانه پوښتلي چې چېرته او د اختلاط د سختۍ په کومه درجه کې دې خوارکئۍ خپل تحصيلات ( حتمأ لوړ،عربي ، انګريزي ژبو٠٠٠٠٠٠٠٠)سرته رسولي ا وېائې اوس هم مخ ته بېائي، د امريکې ټولنې په عادي ورځني ژوند کې دا محترمه څومره له اختلاطه محفوظه پاتې شوې ده ؟[/quote:558801684f]
وروره ! داده چړي په توري نه شوم پوه که مو لږ وضاحت ورکړ.
پاته شوه داختلاط موضوع نو وروره ! گناه ته گناه ویل دتوبي دتوفیق سبب گرزي او گناه گناه نه بلل له خدای تعالی نه بغاوت او پایله يي کفر ده،نو ماچي په اړونده موضوع کي د ښاغلي څاروان ننگه کړي نو دا دپورتني اصل پر بنا ده ،پاته شوه داچي ما به څومره له دي گناه نه ځان ژغورلی وي او يابه مي څومره دا گناه تر سره کړي وي نو وروره ! په دي اړه زه هيڅ هم ويل نه غواړم ،ځکه دخپلي گناه اظهار کول تجاهر دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي چي : کل امتي معافون الی المجاهرون او انکار کول يي دځان تزکيه کول دي چي هغه هم شرعا ناروا کار دی .
وروره! داچي تا سو دڅاروان ټول افکار په شمول ده اخطلات غیر اسلامي گڼي نو ایا دڅاروان دڅلویښتو مادو برعکس چي البة ستاسو په آندهغه هم اسلامي دي په خپل کور کي په خپله خور او لور باندي زغملای شۍ؟
وروره ! هیلم کوم چي خاطر به مو نوي دروند شوی او په سړه سینه به مو د خپلي پښتني خور خبري ولولۍ.
په مینه اودرنښت
[color=green:558801684f]خور مو خاټول عفت کاکړ[/color:558801684f]


pattang
20.05.2005

ما ڼو ګله سلام عليکم !
وروره دا څرنګه چل دی ? کمپيو ټر د ې په منځنۍ ارپا کې او ته په کليفورنيا کې
اوسې٠ دا څرنګه ??
وروره !
له لنډو قضاوتو او بيځايه تهمتونو مونږ تر اوسه څه زده نکړل اوخپل ملت مو تبا تبا کړ٠ خاټول خور زه تقريبأ درې کاله له مخه له يو بل فوروم ځخه پيژنم ، چې له محمد يوسف څاروان سره هيڅ ارتباط نلري ٠
خاټوله خور يوه ډيره غير تي مسلمانه ميرمن دی چې يو ډير عالي استعداد لرې ٠
يو شی بل هم درته وايم :
نه يواځې خاټول خور بلکې نورې ډېرې پښتنې ميرمنې او پيغلې زه پيژنم چې ډير
نارينه ئي په ګرد کې هم ندي ٠ يو مسال ېي صالحه خور دازادي له را ديو څخه دی٠
اونورې په سلګونو پښتنې خوندې ٠

دپښتنولي په مينه پتنګ


نقاد
20.05.2005

..............................................[color=blue:cc2640d805]د تعريف يوه هڅه [/color:cc2640d805].........................

[color=blue:cc2640d805] قدر منې خور خاټول او درنو لوستونکو، تر سلامونو او درناوي وروسته او له يوه شرعي تعريف څخه مخکې ،[/color:cc2640d805] [color=yellow:cc2640d805]زما پر اند تروريستان هغه [/color:cc2640d805][color=red:cc2640d805]ناوړه بريد کونکي او د مرګ د ګواښ سره يرغمل نيونکي کسان دي چې [/color:cc2640d805][color=cyan:cc2640d805]په سياسي مبارزه ، پوځي، جهادي او چريکي جګړه کې ځان مطلق ناکام ويني[/color:cc2640d805]، [color=yellow:cc2640d805]په يو ګړي ځان يا څوګړې توګه د غصې ، تعصب او بي صبرۍ له امله [/color:cc2640d805] [color=blue:cc2640d805]پر پټه ورانکارئ او ترهګرئ ګوزار کوي ، پټ او ناپيژندلي پاتې کيږي [/color:cc2640d805] [color=white:cc2640d805]اود همدې ناپيژندتيا له امله په خلکو کې د سولې پر ضد ويره او دهشت اچوي [/color:cc2640d805]، [color=cyan:cc2640d805]له سياسي او پوځي هدفونو پرته [/color:cc2640d805][color=white:cc2640d805] ځينو مادي ـ نقدي او وړو فردي هدفونو ته پرې کله ناکله رسيږي هم [/color:cc2640d805]، [color=red:cc2640d805]خو زياتره په کې ناکام پاتې کيږي . [/color:cc2640d805] [color=yellow:cc2640d805]دوی متعصب ، تنګ نظره او ذهنګير ه ر وشنفکران دي، چې د وړو ماليکينو قشر ته منسوب اوپه خپل احساس ځانونه د اولس خيالي اتلان او مخکښان بولي او د خپل هدف په ناکامه ﻻره کې هم ورته هره وسيله سپېڅلې بريښي. نو ځکه اکثره بي ګناه او بيطرفه کسان
يا خير غوښتونکي اشخاص لکه د خيريه موسسو غړي ددوی د زور زياتي قرباني کيږي.[/color:cc2640d805][color=white:cc2640d805]د عراق ، فلسطين ، چيچنيا مجاهدينو او د شوروي پر ضد د چريکي جګړې اغاني مجاهينو ته که څوک تروريستان ووايي ، خوله يې د ماتولو ده. [/color:cc2640d805]


pattang
21.05.2005

نقادخانه سلام عليکم !
دترور اقسام هم دومره ډير دي لکه داستا مختلف رنګونه چي دتروردتعريف اوپيژندنې لپاره دې په خپله پورتنۍ ليکنه کې استعمال کړې دي ٠
راځۍ دا د (دوکتورا ) موضع به پرېږدو دهيواد دمختګ پر مو ضعګانو به خبرې وکړو ٠ سوالونه به داسې مطرح کړو :
افغانستان دچا په لاس کې د ی ? چيرې ولاړ دی ? پښتانه اودهغوی کلتور او ژبه
کو مې خواته روان دي او نور ميليتونه څه غواړې ??

دپښتنولي په مينه پتنګ



ع کريم حليمي
21.05.2005

درنې غاټولي د دين خوراو خوږې ورېرې ،درنو لوستونکو سلامونه
غاټول ورېره مي داسي پوښتي چه
[quote:f4bd612fdc]حليمي صاحب كه دي دلطف له مخي دترور يو جامع تعريف وليكو تر څو مو له نړۍ والو سره چي لا تراوسه هم دترور په تعريف كولو نه دي توانيدلي مرسته كړي وي او تر خپل مينځ هم يوي فيصلي ته سره رسيدلي يو . [/quote:f4bd612fdc]
چه ډيره ښه پوښتنه ده ٠ چه ارزښت د پښتني ٦٥ زره ډالره دۍ
کوښښ به وکړم ٠ په کومک د الله
دا ism چه د هري تيورۍ سره يو ځای ښي noun ترې جوړ سي
ترور تروريزم ،کياپيټل کيافټلزم ٠٠٠٠ يا (ism (ĭz'əm)

A distinctive [color=brown:f4bd612fdc]doctrine[/color:f4bd612fdc], system, or theory
چه وايو اسلام ، اسلاميزم ٠ سوشل ، سوشليزم ٠٠٠٠٠
او ism په معنا دsystem , order , method (نِظَام)
هر هغه نظام چه معروف نه وي معروف په معنا د : جميل , فَضل , إحسان ،
منلۍ
چه معروف نه وي نو خلګ ځيني په خوف کښي وي له نظامه څخه ٠
لکه د ايران نظام چه خلګ ټوله په خوف کښي دي او نه دي خبر چه څه به ترې راووزي ٠
اونظامونه پر دوه ډوله مطالعه کيږي ٠ له دوو نظرو
اول د هغو خلګو له نظره چه مستقيم تر نظام لاندي وي ٠
او بل د هغو خلګو چه له خارجه ورته کوري ٠
دلته زه پر داخلي نظرڅه نه ليکم ٠ نن خبره بين المللي ده
ترڅوچه يوه نظام ،doctrine داسي عمل نه وي کړي چه :خارجي خلګ ئې
په دهشت کښي نوي اچولي نو توررستي نظام ئې نه سو بللې ٠ يا نه ئې ګڼم ٠ بلکي تر عمل د مخه ئې ديکتاتوري يا ظالم بلل کيږي
هر دولتي نظام چه په انتخاباتو نوي هغه يو ديکتاتور نظام وي ٠
هو په انتخاباتو کښي هم پښتنه پيدا کيږي ٠ چه دا بيا يو بل بحث دۍ

کله چه يو نظام داسي عمل وکړي ٠ چه بل ملګ خلګ په دهشت ، خوف شديد
کي واچوي ٠ هغه ملک به نارې کړي ٠ چه فلان يا a نظام ترورستي نظام دۍ
د ئې خق دۍ چه نارې او غالمغال ، غوغا چوړه کړې ٠ او a ملک متهم کړي
من وقعت التهمه عليه ٠ اما موږ يا هر ملک ، نظام ته حق نسته چه مجرم ئې وګڼي
بېرندونکۍيعني متأثرملک ته لازمه ده ٠ چه ملل متحده ته نادي شي ٠
او دعوا ور کړي ٠ که چيري ئې دا ومنل سوه او محکمې و منل چه عمل ترورستي وو ٠ چون ملل متحد يو معروفه مؤسسه ده (ولي چه بله تر ملل متحده ښه مؤسسه نن نسته يعني تر اولي درجې کښته ده په داسي حال کښي چه اوله درجه محکمه لا تر ن ورځي نه ده رامعلومه )
نو چه د ملل متحده ملکونه يئ ترورستي اعلان کړي نو ترورسته شوو ٠
! If it walks like a duck and talks like a duck, it’sa duck

هر نظام چه په عملي ډول دا وښئې چه نور نظاموه ئې په خوف شديد کښي اجولي ٠ هغه نظام ترورست نظام دۍ ٠


mahboob
21.05.2005

ټولو دوستانو ته سلامونه .
حليمي صاحب ستاسي د ترورست تعريف خو ولا كه راڅخه څاروان او ملګري يي ترورستان كړي ,ځكه هغوي زما اوستا له ناموس نه دفاع كوي زما اوستا له خور مور او وريرې نه دفاع كوي ايا افغاني خوندي زموژ خوندي نه دي ؟ آيا عراقي مندي زموژ مندي نه دي ؟ آيا مسلماني تور سري زموژ خوندي او مندي نه دي ؟ كه يي تاسي خپلي خوندي نه بولۍ نو موژ ته خو تر خپلو خوندو مندو كمي نه دي ځكه يي دفاع په ځان فرض بولو .


نقاد
22.05.2005

محبوبه وروره سلام .
لکه څنگه چې طالبان د امریکایانو د بمبارۍ په وخت د ملکی خلکو د کورونو تر شا پټیدل او د هغوی ژوند او د ځانونو د ژغورلو له پاره به یې پرې هغوی او د هغوی کورونه له منځه وړل، دغسې اوس هم
هم د اولس ناموس پر نښه کوي ، د خلکو تر شا پټیږي، کمین نیسي او امریکایان د هغوی د
ناموس پرضد راپاروي، څو جگړو ته پرې پراختیا ورکړي . نو ته اوس فکر وکړه چې دوی د چا ناموس ساتي که په پنجابي مکر او ماهرانه توگه د اولس له ناموس څخه لکه پترول گټه پورته کوي او د جگړې پر لمبو یې ورشیندي . که دوی د ملي ناموس، وطن او د اسلام حراست مسولیت پیژندلای، هیڅکله به یې
اوسامه بن لادن او القاعدې ته له خپلې خاورې څخه د سپتمبر د ١١ نیټې بریدونو ته
اجازه نه وه ورکړې، او اوس به یې د ترور پر ځای د مقاومت مدني لار لکه سیاسي اپوزیشن، مظاهرو ، اعتصابونو لار خپله کړې وای چې هم یې موثریت زیات وای او هم یې ځانونه او اولس رسولی
وای.والسلام


pattang
22.05.2005

نقادصيب !
که دسړې دښمن هم وي خو بايد له حقيقته سترګې پټې نشي ٠ زه خپله داسې کار نشم کولی اوستا خپله خوښه ٠ طا لبانو ٣١ ورځې لکه زمريان په شمال کې دازبکو، تاجکو او د امريکائې جنايتکارو پوځونوسره سخت تاريخې مقاومت وکړ خو د B52 الوتکي د بمنو طاقت ئي نلاره .
*** طالبان هيڅ وخت دچا د کورو څټ ته ندي پټ شوي او هغه وخت چې دوي دامريکايانو د B52 د اور بمونه وليدل نو د شمال له ماتې وروسته ېي ټول ځايونه بيله جنګه پريښودل او په څټ لاړل . 13000 تسليم شوې پښتانه ازبکو ، تا جکو او
امريکاېي جناتکارانو په ډيره بر رحمانه ډول شهيدان کړل٠
***
طالبان ټول ساده پښتانه وو په سياست نه پوهيدل ، دپرديو له خوا لکه دا نور( خلقيان، پرچميان، مجاهدين ) او اوس هم (لکه کرزی او دهغه ګوډاګيان ) استعمال شول .
دا هم حقيقت نلرې چې طالبانو دبن لا ډن په ترورکې برخه اخستلې وه ٠ دبن لاډن کارونه له طالبانو څخه پټ روا ن وو ٠ که طالبانو بر خه پکښې اخستلې وي نو ديوه افغانې طالب نوم به هم اوس له cia سره سبت وی .طالبانو يواځې بن لاډن ساتلې وو او دا ميلمه درباني او مجا هيدينو د وخت ميرا ث وو٠ دميلمه ساتل دپښتنو عنعنات دې او دد غو عنعناتو دساتلولپاره ٢٠٠٠٠ پښتنو په امريکا يانوخپل ځانونه تبا اومړه کړل ٠
په اخرو وختو کې طالبانو عربان له خپلې خاورې ايستل خو امريکايانو ورسره
موافقه ونکړه٠ يانې که بن لاډن وی او که نه وی امريکايان افغانستان ته راتلل اوعراق ېي يو ژوندی مسال دی٠

اوس نو که هره مرداري چې کيږي هغه په طالب ور اوړې .
EU له NA سره ډير نږدې کار کوې او ټول کمکونه په شمال کې کوي نو هر مکتب
چې نوی جوړه وي مسال ئي طالبان راوړې او واېي چې دطالبانو په وخت کې دلته
خصوصأپه شمال کې ډير مکتبونه وران شوي دي ٠
حال دا چې په شمال کې دطالبانو په وخت کې هيڅ ښونځي ندی وران شوي او حتی دکټه خيلو دنجونو ښونځی د ملا عمر په امر تر نهم ټولګي پورې تراخره چالان اوسالم پاته شو ،چې دښونکو معاش او نور مصرف ېي دجرمني څخه د کټه خيلو اتحادېي ورکولې او اوس ېي هم ور کوي .
دغه يو غيري انسانې پروپاګنده ددي علت کيږې چي د سړې نفرت له ديموکراسي څخه راګرڅي ځکه چې دا رژيم هم دوه مخونه لري٠
مظاهرې دي په عراق کې هم کيږي خو هيڅ نتيجه نه ور کوي او اشغالګر اشغالګرپاته کيږي ،. اشغالګرې خپله يو ديموکرات عمل ندي ٠ اور په اور مړ کيږې نه په باد٠
زه خپله د طا لبانوسياسي لاره نه تا ئيده ومه خو طا لبان پښتانه وو، بي حقه تيری مې نه پرې لوريږي اوپه طالبانوکې ډير کلک پښتانه هم شته٠

نقاد صيب لږ ځه بين المللې ليکنې هم لونه ،يواځي دطالب له نوم سره حساسيت زما په اند معقول کار ندي٠

ستا له مبارکې خولي ځخه مې ددي اوسنيو بي ناموسانو، اجنټانواوګوډاګيانو په هکله هيڅ شي وانوريده٠
افغانستان ته تللې ېي ? که نه ېي تللي نو له هغو خلکو څخه پښتنه وکړي چې افغانستان تللي دي او لږ څه د هيواد سره مينه لري !
دغوښې کيلو په 240 افغانۍ دي چې 4,90 ايرو کيږې اودا به څوک اخلې ? دابه هغه خلک اخلې چې امريکاېي دالر اخلي . خو ملت به يواځې د غوښو په بوي پاېي او ژوند به کوي٠
دلته په المان کې هم يوکيلو دپسه غوښه په 5 ايرو سړی له دهقانانو څخه سر بست
اخستی شي نو د افغانستان خوار ملت به څه کوي ?٠

خداي د وکړې چې په ماهم څوک د تروريست نوم کښينږ دي ٠

دپښتنولې په مينه ستاسو پتنګ

[quote:a79d83f338="نقاد"]محبوبه وروره سلام .

لکه څنگه چې طالبان د امریکایانو د بمبارۍ په وخت د ملکی خلکو د کورونو تر شا پټیدل او د هغوی ژوند او د ځانونو د ژغورلو له پاره به یې پرې هغوی او د هغوی کورونه له منځه وړل، دغسې اوس هم
هم د اولس ناموس پر نښه کوي ، د خلکو تر شا پټیږي، کمین نیسي او امریکایان د هغوی د
ناموس پرضد راپاروي، څو جگړو ته پرې پراختیا ورکړي . نو ته اوس فکر وکړه چې دوی د چا ناموس ساتي که په پنجابي مکر او ماهرانه توگه د اولس له ناموس څخه لکه پترول گټه پورته کوي او د جگړې پر لمبو یې ورشیندي . که دوی د ملي ناموس، وطن او د اسلام حراست مسولیت پیژندلای، هیڅکله به یې
اوسامه بن لادن او القاعدې ته له خپلې خاورې څخه د سپتمبر د ١١ نیټې بریدونو ته
اجازه نه وه ورکړې، او اوس به یې د ترور پر ځای د مقاومت مدني لار لکه سیاسي اپوزیشن، مظاهرو ، اعتصابونو لار خپله کړې وای چې هم یې موثریت زیات وای او هم یې ځانونه او اولس رسولی
وای.والسلام[/quote:a79d83f338]



ع کريم حليمي
23.05.2005

ټولو قدرمنو لوستونکوته ته سلامونه ، په احترام عرض کوم چه
[quote:cee9413d54]حليمي صاحب ستاسي د ترورست تعريف خو ولا كه راڅخه څاروان او ملګري يي ترورستان كړي [/quote:cee9413d54]
زما سره هر وخت دا حق نه سته چه څوک ترورست کړم او يا ترورست ئې وبولم ٠
حق لرم چه تحقيق ،تفکيک و کړم ٠ په کومه ليکنه کښي چه ترورستي طرز او شکل وي نو طبيعي خبره ده چه٠٠٠٠ ٠ ممکن ده چه وي به

[quote:cee9413d54]ځكه هغوي زما اوستا له ناموس نه دفاع كوي زما اوستا له خور مور او وريرې نه دفاع كوي [/quote:cee9413d54]
هغه وختي چه حکومتونه ډېر ضعيفه او بې راډيو ،cb ،پوليس مسلح ،عساکر مسلح نه درلوده ٠ نو هر فرد ته لازمه وه چه د هر چا يا هر مسلمان د ناموس ساتنه وکړي ٠ اما نن خلګ حق نه لري چه هر سړی دي د نواميسو
دفاع وکړي ٠ هو کولي شي چه پوليس ته خبر ورکړي ٠
او که د ناموس څه مو مطلب يوازي ښځه وي ٠ نو پرېږده چه هر سړی د خپل نامس ساتنه پخپله وکړي ٠ هو که څوک وپېږنې چه خپل ناموس ئې پر بازار کړي دۍ ٠ بياهم موږ ته حق نسته چه په خپل سر شريعت تطبق کړو ٠
هو حق لرو چه مرجع ته خبر ور کړو ٠ او که چيري قانون په خپل ﻻس کښي واخلو ٠ نو خو حرج او مرج چوړ سوو (مړي کيږي ) د اسلام په تاريخ کښي
غزا د منافقانو او بې ناموسانو سره نده سوې ٠
[quote:cee9413d54]آيا عراقي مندي زموژ مندي نه دي ؟[/quote:cee9413d54]
هو ٠ هره مسلمانه ښځه د دين خويندي دي ٠ ورسۍ کومک مادي ورسره وکړي ٠ د جنګ د پاره خپل خون شريکه وړونه هم لري ٠
دا معنا نه چه موږ د عراقجنګ ته مشروعيت ورکوو ٠ په هره معنا يو غلط غيري قانوني حمله ده ٠ او ملل متحده هم نه وه موافق ٠
هو خلګ بېچاره دي ظلم پررشروع دۍ ٠ که مومادي کومک کولي سې ډير اعلی ٠

[quote:cee9413d54]كه يي تاسي خپلي خوندي نه بولۍ نو موژ ته خو تر خپلو خوندو مندو كمي نه دي ځكه يي دفاع په ځان فرض بولو .[/quote:cee9413d54]

زمونږ خپلي خون شريکه خويندي او مېندي د غريبۍ بربنډي دي اول خق د خون شريکو دۍ ٠ بيانو ترلې ګاني
مندي مړې سوې چه پاته ترلې سوې ٠ [/quote]



ع کريم حليمي
23.05.2005

د اسلام په تعليم اخلاقي ،اجتماعي کښي خپله يوه عاطفه لري ٠ چه امر کوي
چه په اولهدرجه کښي صله او احسان د خپلو منسوبينو سره وکړۍ او هم نور تشويق کړۍ ٠ تر څو صحنه د ژوند شېرينه سي

جامعه د کورنيو او اقوامو مختلفو ډلو څه جوړه ده ٠ که هر انسان دغه اخلاقي فرمان ته تصميم ونيسي او دغه اخلاقي وظيفه شروع کړي چه خپل ارحام او منسوبينو سره کومک وکړي ٠ په جامعه کښي به لذت ډير سي
مسلمانان په اوله درجه يو حاص مسؤليت لري ٠ ارحام ته ٠
چه تر هر عمل صالح د صله رحمي اجر ژير راځي ٠ د الله له جانبه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more