د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ


ع کريم حليمي
10.05.2005

ښاغلو اغلو سلامونه او نيكي هيلي زمادا هم ومنى!
[quote:cd97e92596]زما په آند وروڼه په لفظي نزاع اخته دي , تر بحث ليكلو دمخه بايد يو ټكي ته متو جه شو چي نړيوال او ملګري ملتونه او دنړى نوابه توره امريكه هم لا نه ده توانيدلي چي دترور داسي معنا وكړي چي نړى والو ته قناعت ورباندي وركړي , هر هيواد او هر چا ترور په داسي معنا كړى چي دخپلو ګټو په لاس ته راوړنه كي ترينه كار واخلي . [/quote:cd97e92596]

ډېر د شکر ځای ،حال دۍ چه په نزاع لرو او مسلح نه يوو ٠
نزاع د ژوند جوز دۍ ٠
terror چه ارنګرېزي لغت دۍ او په پښتو ژبه کښي ئې هم مطابعت پيداکړي او
ترور ورته ويل کيږي ٠
په عربي ژبه کښي ئې معادل
(إِخَافَة , إِرْعاب , إِرْهاب , إِفْزاع , اِرْتِيَاع , بَأْس , تَجْفِيل , تَخَوُّف , تَخْوِيف , تَرْهِيب , تَرْوِيع , تَفْزِيع , خَشْيَة , خَوْف , خَوْف شَدِيد , خِيفَة , ذُعْر , رُعْب , رَهْبَة , رَوْع (په تهديد او ارعاب کار يا حکومت کول ) , رَوْعَة , فَرَق , فَزَع , مَخَافَة (وحشت))
معنا fear; horror.
او fear; horror. په معنا د سختي بيري ، اشده بيره ،قوي بېره
او تُرْهِبُونَ چه دۍ
تَرَهَّبَ ئې فعل دۍ چه معنا ئې threaten تهديدکول ٠

هو ٠ اسلامي حکومتونه حق لري مسؤليت لري ٠ چه عسکري طلاب و روزي اسلحه
جوړه کړي ٠ او عسکري فرقې يعني رِّبَاطِ ولري ٠ چه د دښمنانو څه په زړه لښي ور وه نه ګرځي ٠ يعني چه زړه ئې وحملې ته حرامذاده نسي ٠
له ياده ئې مه باسۍ ٠ چه دغه رباتونه او فرقي د عوامو خلګو کار نه دۍ ٠ د رباتونو جوړول يوازي او يوازي د حکومت کار دۍ ٠

راځم و ترورته : شديد خوف هغه خوف دۍ چه عوام خلګ داسي په بېره کښي وي چه
خوب د شپي د بې امنيتۍ د لاسه نشي کولې ٠
چه حرج اومرج جوړ وي ٠ هر څوک چه امانه اماني له منځه وړي ٠ او شديد خوف و ملت او حکومت ته پېدا کوي هغه ته ترورست ويل کيږي ٠ که يو نفر وي او که ډله وي

تَرَهَّبَ ٠ تُرْهِبُونَ چه په قرأن کښي راغلۍ ٠ د لغت معنا په مکان او زمان پوري اړه لري ٠ هو ٠ که ايات شريف ترجمه کوې په عام ډول نو بېره ئې ښه ترجمه ده
اما نن زموږ د بحث له پاره ئې معنا سهمګين (ستاره ناکه )
خپل ملي اردو ، قشلې ،پوليس چه ولرو نو ستاره ناکه به يوو ٠
او ملت به له اِضْطِراب څه خلاص وي ٠
او اضطراب هغه بيري ،خوف ته ويل کيږي چه د سړي څه هايهوۍ شروع سي
او اشده بېره نو هغه ته ويل کيږي ٠ چه د مرګ خطر وي ٠
چه هلته به بم و چاودۍ ،دلته بم وچاودۍ ٠ چه دهشت او اشد خوف وي ٠

هو ٠ د اسلام قانون او اخلاق د مسلمانانو دپاره يو ستاره ناکه ټولنه غواړي ٠
نه چه زموږ مسلمانانو څه کفار په اشده بېره کښي وي ٠
[quote:cd97e92596]اوس نو كه ده ارهاب معنا په ويرولو وکړو نو په مسلمانانو فرض ده چي داسي ځواك تر لاسه كړي [/quote:cd97e92596]
هو ٠ داخبره ويوه حکومت ته راجع ده ٠ چه عسکري قوه ولري ٠
ملت دي د دې فکر څه لاس واخلي ٠ يوه زمانه وه چه هر انسان په اسلحه ښايسته وو
او مبارک هم خلګ ته ويل چه اسلحه د ځان سره ګرځوۍ ٠ او کلهچه انساني ټولنو
پوليسي نظام جوړ کړي ٠ نور ضرورت نسته چه هر سړی د ځان سره اسلحه ولري ٠
هر پټان ته داحق نسته چه ٠ په اسلحه مفتخر ،مُتَفاخر وي او فَخرپه اسلحه وکړي ٠ او کفار وبېروي ٠
مسلمانه! ورکه پوره ماليات و حکومت ته ٠ چه رباطونه جوړ کړي ٠ او عسکر داسي
تيارسېت ولاړ وي ٠ نو به ملت په اشدخوف کښي نه وي ٠ او عسکري پوهنتون به جوړ لړي او طلاب به و روزي ٠ نو به د پرديو اعرابو او پاک د سړو څه به په امن کښي
سوو ٠

[quote:cd97e92596]څاروان صاحب بيا ترور په چريكي او تاكتيكي ډول دښكيلاكګرو وژلو اوشړلو ته واي ، چي نه يواځي اسلام ددي څه اجازت وركوي بلكي په زلمو يي فرض هم ګڼي [/quote:cd97e92596]

دا خبري د کتاب الله نه دي دانص نه دۍ ٠ دا د نس خبري دي ٠ چه د منلو نه دي ٠
هو که جهاد فرض شي نو بيا که شرعي مشکل نه وي نو جهاد واجب دۍ

د هر کس او ناکس ، ملا په امر جهاد نه واجب کيږي ٠
که چيري حکومت سفر بري اعلان وکړۍ ٠ هر زلمي ته ﻻزمه ده چه خپل نوم راجستر
کړي ٠ او د ملت د ټولواک چه اولس داواک ورکړي ٠ د امير امر ته زلمي غوږ و بيسي

که په ملک کښي داسي پېښه شي ٠ چه حکومت چپه کړي ٠ او په دري يا څلور مياشتو کښي مشروعيت داخلي او خارجي ترلاسه نه کړي٠ نو بيا زلمي حق لري
مبارزه وکړي ٠ او فرض نه ده ٠ د نن عصر اصول دي ٠

[quote:cd97e92596]نو راځۍ چي جګړه ختمه او دخپل دين او هيواد ددفاع دپاره يو بل رغنده بحث پيل كړو. [/quote:cd97e92596]



څاروان
10.05.2005

10-5-2005
غروال صيب له سلامونو څخه ورسته
[color=white:f6cc5e06bd]غروال صيب ليكې:[/color:f6cc5e06bd]
[quote:f6cc5e06bd][[ستاسو تصور چې ګواکي زه ترور ته العياذبالله جهاد وايم او يا هم حليمي صاحب ورته ويلي دي هغه په ټولو ليکنو کي شته مطمئن اووسئ چې څوک به يې درسره ونه مني٠]][/quote:f6cc5e06bd]
وروره كه ترور ته جهاد نه وايي خو ترور په جهاد كر ورا بولي. د حليمي صيب هغه خبره دغه ده چه تاسي هم تايد كړي [quote:f6cc5e06bd][[هو که څوک ترور کوي يعني ASSASSINATION بېله شکه ترور قتل دۍ ٠ هو که جهاد وي سمه خبره ده ٠ ]] [/quote:f6cc5e06bd]
ګرانو لوستونكو ما په خپله ورستي ليكنه كې دا خبره د غروال او حليمي صاحبانو د ليكنو څخه ثابته كړي وي چه دوي ترور په جهاد كې روا بولي او د همدي مدركه د اسلام سره اړخ لږوي خو چه نن غروال صيب زمونږ په سترګو كې خاوري راپاشي او د خپلي خبري څخه انكار كوي زه دا هم د هغه نظر ګڼم خو دا نصحت يوځل بيا ورته كوم چه د هيڅ ليكوال د ليكنې تايد مخكي د علمي څيړني څخه په پټو سترګو بايد ونه كړي.
غروال صيب د خپلي خبري څخه انكار كول اخلاقاَ او اوصولاَ ښه كار نه دي. كه په خپل نظر كې غلط شوي وي كولي شي چه په ډاګه وليكې چه زه په خپل نظر كې غلط شوي يم او صحيح نظر مي دادي.

غروال صيب زه درسره خبره اوږدول نوره نه غواړم ځكه تاسي چه څه ليكې كوم معين منهج په اساس ئي نه ليكې نو ځكه مو په ليكنو كې تضاد زيات وي كله ځان قانع ښي او كله د خپلي خبري څخه انكار كوي. او دليكنو څخه مو معلوميږي چه د انساني دماغو څخه په توليد شو مذاهبو كې مو د اسلام په پرتله معلومات زيات دي.
غروال صيب لږ په فكر او سوچ سره د احد د جنګ څخه د مسلمانانو د راستنيدو سره متصل د هغوي بيرته د جنګ لپاره وتل د تاريخ په كوم كتاب كې ولوله نو په ډيرو خبرو به دي سر خلاص شي. چه هغوي په څه حالت كې وه؟ وضعه ئې څنګه وه؟ او ولي بيا د جنګ لپاره د راوتلو امر ورته وشو؟ او كومو كسانو د جنګ لپاره د وتلو امر وشو؟
د احزاب د جنګ قيصه ولوله چه كفارو په څه نوم د مسلمانو خلاف دغسي اتحاد كړي وه لكه څنګه چه نن صليبيانو د افغانانو لپاره كړي.
غروال صيب دغه يادونه درته كوم چه د پورتنيو دواړو جنګونو په اړوند د تاريخ هغه كتابونه ولوله چه مسلمانانو ليكې وي.

ګرانو لوستونكو[color=darkblue:f6cc5e06bd] د حليمي صيب علميت [/color:f6cc5e06bd]د هغه د ليكنو څخه ښه معلوميږي. زه ئې دلته درته دري بيلګي وړاندي كوم تاسي ئي دعلميت اندازه په خپله ولږوي:
1. حليمي صيب ترور په قتل او ناروا قصاص باندي ترجمه كوي او بيا د رسول عليه السلام په اړوند داسي هم وايي:
[[[[د ليکنې نېټه : ٤ شنبه فروري 09, 2005 2:34 am
[[ هو مبارک په ټوله عمر کښي د يو نفر د ترور امر کړي دي او بس]]
2. حليمي صيب د منطقي بحثونو په فورم كې د << د ابدي ، لايتنهي اوږود او لنډ مهاله ( موقتي ) ژوند تړاو>>تر سر ليك لاندي موضوع كې د قرآن كريم د هغه ټولو صريحو اياتونو څخه سترګې پټوي چه د كفارو په جهنم كې په هميشه والي دلالت كوي او وايي چه الله پاك به كفار هم د جهنم څخه وباسي او جنت ته به ئې واچوي او دغه كار د الله پاك په رحمت پوري تړي.
هغه اياتونو چه د كفارو په جهنم كې د هميشه والي باندي دلالت كوي خاټول خور ډير ښه په تفصيل سره هملته بيان كړي نو څاروان ئې د بيا بيانولو څخه تيريږي.
3. حليمي صيب د ادام عليه السلام په اړوندا هم داسي ليكلي وه [[ادم عليه السلام انسان نه وو ؟؟؟ تاسو څرنګه فکر کوۍ]]

څارون



څاروان
10.05.2005

خاټول خور ورسته له سلامونو څخه .

خوري د نظر څرګندوني څخه دي مننه او زه دي د ليكنې سره موافق يم.

يوسف څاروان


نقاد
11.05.2005

تر سلام وروسته، د محترمې خاټول خور له وړانديز او مکرم استاد حليمي صاحب له ليکنو څخه مننه کوم چې د ترور د ناوړه مفهوم په روښانه کولوکې يې وړاندې کړي دي .
ترور نه جهاد دی او نه د جهاد چيريکي شکل او نه هر ډول ويرې يا ويرونې ته ترور وايي . که نه نو څنګه چې ترور انګليسي کلمه او اروپايي ريښه لري ، لويديځوالو به هم د خپل وخت دينې جګړې يا صليبې جنګونه ترور باله او منفي معنی به يې نه ترې اخيستله. اوبيا چې مونږ د جهاد او چيريکي جګړو کلمات لرو ، که ترور جهاد او چيريکي جهاد وای نو د ترور کلمې ته بيا څه اړتيا وه چې څوک يې وکاروي او آن له انګليسي څخه يې راواخلي؟
بده خو داده چې ترور د داړه مارۍ ، شوکې او پيسو له پاره کارول کيږي او ځينې وخت له ډير افراط او تعصب څخه له ناکامو سياسي غوښتنو سره تړل شوی دی ، او له همدې علته څخه يې نن د څاروان صيب غوندې سختدريزه افراطي بنسټپال اخوانی هم له جهاد سره يوشی بولي اوپه وياړ سره به ځان هم تروريست بولي. زمونږ هدف بل څه نه ، بلکې څاروان ورور ته وايو چې پر دغه منخوس لغت
ترور سره مه ځان ، مه جهاد او مه اسلام ښکنځه، او لکه څنګه چې تور خر په صابون نه سپينيږي د ترور ناوړه معنی هم پر دې يو ښه شکل نه اخلي چې ته ورته جهاد ووايې!
څاروان صيب دا صلاحيت ته له کومه ځايه ځان ته ورکوې چې يواځې پر يواځې ته
د بريالي جهاد هغې ويرې ته چې دوښمن پرې ويستلو ته اړکيږي او شړل کيږي تررور ووايې؟ آيا ته د جهاد دوښمن نه يې چې د ترور په نامه يې ستايي ؟
ترور له چيريکې جګړې او جهاد سره دا توپير لري :
[color=blue:62000b014a]١ـ ترور د مخفي افرادو مخفي عمل دی، چې عامل يې نه پيژندل کيږي خو جهاد او چيريکي شکل يې هم ښکاره جګړه ده، چيريکې جګړه صرف ناڅاپي ، د پټيدو ځايونه لري ، خو عاملين يې په ټولنه کې د غلو په څير ناپيژندلي نه ګرځي او نه ګرځيدای شي . ترورستان په دروغو سره ځانونه تابع اود قانون پلويان ښيي ، خو
په غلا او پټه سره ترهري بريدونه ترسره کوي.
٢ـ چيريکي جهاديان پرپوځي مرکزونو ، پوستو او تاسيساتو يرغل وروړي او پوځي نښتو ته تر توانه پورې دوام ورکوي. خو تروريست پر غلا يو بم چوي ، زياتره نور ملکي او بي ګناه کسان په کې وژل کيږي .
٣ـ جهاد او چيريکي جګړې پر خيريه مسسو ، ان د جګړي په ډګر کې هم د صليب احمر يا هلال احمر پر غړو کار نه لري چې دواړو خواو ته دمړو چاره او د ټپيانو پالنه کوي. ولي تروستان ددې پروا هم نه لري ، غيرپوځي خيريه کارکونکي چې ددوی سره يې دمخه ډېرې خيريه مرستې هم کي وي يرغمل نيسي د پيسو يا خپلو نورو
ناکامو سياسي اهدافو يا ټکټيکونو له پاره يې وژني چې يرغمل کسان ورسره هيڅ سروکار نه لري.
جهاد د مقاومت او بر حقې ﻻر د بري نښه ده، خوترور د ګډوډۍ له ﻻرې ويره اچول او د خپلې ناکامۍ ، تجريديت او بې وسۍ پر وړاندې ړوند او جذباتي غبرګون دی ااوبس! نو له همدې کبله د نظم جهادي مقاومت دوښمنان يې کوي ، څو مجاهدين رسوا او له خپل اولس څخه يې ګوښي کړي. والسلام [/color:62000b014a]


pattang
11.05.2005

نقاد صيب سلام !
ټول شيان با يد سره ګډ وډ نشي که سړی سياسي دښمن هم ولرې نو له حقيقت نه بايد سترګې پټې نکړی :
دبي ګناه خلکو ترور يو بشرې جنايت دی که هر څوک وي اوکه په هر مذهب وي٠
ترور هم پخوا يو قانوني شکل لاره او ديوي ليبرالې ټولنې يوه اجرائي او قانوني قوه وه٠ که ظالم ډير ظلم کوې او عسکرې قوه د ي نوي نو سړی به ورسره څه کوي??
دلته بايد فرق وشي چې ترور څه وخت او څو ک بايد ترور شي ??
کاسترو، تيتو اوشامير هم د دښمن دعساکرو په مقابل کې ترورونه کړی دي تر څو چې خپل سيسي هدف ئي لاسته را وست٠

د څاروان صيب هدف دهيواد ساتل له بې نا موسي او..... څخه دي اوددي کار له پاره هرعمل روا دی ٠
ترور په عام ډول په کوڅه او سرک کې چې بي ګناه خلک پکښې مري لوي جنايت دی٠
دادي دترور تاريخ :

The terror (Latin the fright, of terrere - in frights shift) is
the systematic spreading of fear and fright by act of violence ions particularly for the reaching of political goals: Terrorism. [color=blue:6a49896cca]Already in the outgoing Middle Ages the term terror is used as legal size[/color:6a49896cca]. Latin expression territio showing the torture instruments, a preliminary stage of the torture, designates which was often already sufficient, in order to force a confession.

[color=brown:6a49896cca]Terror was originally with the old mastermind of the liberalism the state attributed legitimate function[/color:6a49896cca]. For Thomas Hobbes was the "fright of legal punishment" (terror OF legally punishment) a necessary condition of a commonwealth, to which on the other side "the fright of power" (the terror OF some power) corresponded.

The previous evening frz. The reconnaissance aircraft were indignant revolution (1789) and accused to the monarchy a fright regiment of terror ("par la terreur"). Also Voltaire calls 1769 nationally produced public torture practice before executions with wheels and tearing up with alive body "terror apparatus" (appareil de terreur). However the French revolutionary was it, which starting from 1793 with Robespierre the terrorism, the "reign of terror", when proclaimed national instrument of power.

په پښتنې مينه او دپښتنو ددښمنانود ترور په هيله پتنګ



څاروان
12.05.2005

12-5-2005

نقاد صيب ورسته له سلامونو څخه.

نقاد صيب څه چه دي ليكلي جواب ئې د څاروان په مخكينيو ليكنو كې شته نو د بيا تكراري ليكلو ضرورت ئې نه وينم.
نقاد صيب په هغه عواملو او اسبابو فكر وكړه چه نن په ټوله دنيا كې د كفارو لخوا مجاهدين د تروريستانو په نوم ياديږي؟
نن د اسلامي نړي حاكمه ډله د كفارو تر اثر لاندي ده. بغير د صليبيانو د موافقي څخه دوي د هيڅ كوم جهاد د ملاتړ غږ نه شي اوچتولي. كنه فكر وكړه په عراق، فلسطين، چيچينيا او.. د مجاهدينو ملاتړ كوم اسلامي هيواد حاكمي ډلي كړي. بلكي برعكس د مجاهدينو د ختمولو او په خلاف ئې د درباري مليانو څخه په استفاده خپله وفاداري خپل كافر بادار ته په ډاګه كوي. هر اسلامي هيواد حاكمان چه د كوم كفري هيواد د اثر لاندي دي د هغوي د فوج په مقابل كې جنګيدونكې مجاهدينو ته تروريستان وايي. د افسوس خبره ده.
نقاد صيب صليبيان او يهوديان د مسلمانانو دوستان نه شي كيداي دا د قرآن فيصله ده، كه ته د ځان په څير په لسګونو نوري خولي هم پيدا كړي چه د صليبيانو پوځونو باندي مجاهدين د حملو كولو څخه منع كړي نو ياد لره چه افغان قوم تر اوسه كفري مستعمرينو ته سر نه دي كښته كړي. او نه به ئې كښته كړي. او د الله په نصرت سره ډير زر به دغه غربي كاكا دي د شرقي كاكا په پل به پل كيږدي.

يوسف څاروان



څاروان
12.05.2005

۱۲-۵-۲۰۰۵

پتنګه وروره
السلا عليكم ورحمه الله وبركاته.
پتنګ صيب ستاسي له نظر څرګندوني څخه مننه كوم او ما له وړاندي څخه دا خبره په ډاګه كړي چه دچا او په كوم وخت كې ترور روا دي. خو افسوس چه دغه نور خپل ټر په پر پټوي او د اوبو د خړولو كوشش كوي.

يوسف څاروان


ترور او بېا هم ترور

KHATHGAR
12.05.2005

څاروان صيبه السلام علېکم، أما بعد؛
که اجازت وي نو سپينه به ئې درته وليکم ؛
دترور په هکله ستا او دنورو وطنوالو ليکنو دلوستو څخه وروسته زه په ډېره خواشينۍ سره دې غمژن استنتاج ته ورسېدم چې ستا له خوا ارائه شوۍ استدﻻل لکه دګڼ شمېر نورو متشدده بنسټپالو اسلامپالو(اسلاميستان؛ چې مسلمان سره مغالطه نشي) د داسې ېوې نظرئې استازيتوب کوي کوم چې د حقيقي اسلام أو خداۍ پېژندنې څخه ډېر واټن لري أو په هغه ﻻره هم ندۍ تللې! أفسوس أو هيهات٠
دا نظرېه صرفأ او ېوازې دباري تعالی د ذات په ېوه صفت باندې ټينګار کوي او العېاذبالله دخداۍپاک(ج) ټول مقصد د دنېا د پېداکولو أو د انسانانو دژوندانه دچارو اصلوب دقهر،غضب،جګړې ،نفرت ،تنفر، کرکه، بدبيني،انتقام،چپه ګړه، اوتړه،وئې وهه٠٠٠٠٠٠٠أو ترورپه پکار اچولو کې ګوري، دا څرنګه انصاف دۍ!؟؟؟ تر هر څه بده بېا دا چې دعربپاله اسلامپالو او مکتبي اخوانېانو په پېښو( لکه کمونيسټانو چې د انټرنېشنالېزم تر درواغژن شعار ﻻندې دنورو ولسونو پر ملي ګټو باندې د غلا بريدونه کول) د متشددو عربانو ننۍ تفکر پر مونږ ه افغانانو باندې هم را تپل غواړي٠ ته د پاک قران د مبارکو اېاتو په ېوې ېا بلې بېلګې تر شا ځان لکه غل پټ او بېا ځما د جګړې ځپلي اوﻻ د وحشت أو تمدن (فنا أو بقا) تر منځ دصلات پر پله وﻻړ ولس ته د ابليس جګړه ماره وسوسه کوې٠
ته وائې چون په قران کې راغلي چې اوسني ېهودان اوصليبېان(عيسائېان) قطعأ د مسلمانانو انډيواﻻن نشي کېداۍ نو ځکه دوۍ سره دې هېڅ ډول اړيکې نه ساتل کيږي که څوک دا کوي نو باېد ترور شي خو څنګ کې ئې دا هم له پامه غورځوې چې د نني جهان هېوادونه د مذهبي دولتونو په نامه نه، بلکه په بېن المللي ډګر کې د اولسونو ( برطانوۍ، امريکائۍ، جرمنۍ، اردنۍ او ٠٠٠٠) په بڼه چې وګړي ئې د مختلفو ديني عقاېدو( داسلام مبارک دين په شمول) خاوندان دي عرض وجود کوي٠ پرته له دې چې دقران د نازل کوؤنکي باري ذات له کرمه درکړ شوي عقل نه کار واخلې أو سوچ ؤکړې چې ځينې خاص حاﻻت د هغه وخت د شرايطو سره سم د قوا دټاکلي تناسب أو سوق الجېش سره مطرح وو أو دا نشي کېداۍ چې سړۍ ئې کټ مټ په هماغه شکل او نظامي تحليل سره په ټولو اوقاتو کې تکرار کړي٠ ته په خپله سوچ اوکړه أېا د صدر اسلام (ص) د وخت کومه جګړه کېداۍ شي چې نن هم په هماغو وساېلو، تجهيزاتو ، جنګي تاکتيک او ستراتيژۍ سره داسي پکار واخيستل شي چې د بري تمه دې هم ترې وشي؟ مسلمأ چې نه، لږ تر لږه په دې برهان چې د اوس وخت محتمل حريفان د نورو، خورا پرمختللو وساېلو څخه ګټه أخلي٠
هغه مشخصه د پاکو اېاتونو جلا جلا بېلګې چې ته ئې د ځان د مقاصدو لپاره ترېنه ډال جوړوې دهغه شرائطو مطابق د ېو ستر مقصد په موخه چې عبارت ؤ دمسلمانانودبقا څخه لپاره تصريح شوي وو او هلته ئې حتمي بڼه لرله، خو اوس زمونږ د مسلمان افغان ولس د بقا لپاره نورې ﻻرې او چارې شونې دي، ځکه افغانان او نور مسلمان ولسونه د ېوې غټې انساني کورنۍ غړي دي او دا جهان ټولو لپاره کافي دۍ که د خپلې او نورو دبقا تضمين لپاره په عامو او دټولو له خوا د ګډ ژوند په سوله ايزو اصولو ځان عېار کړو، أو که تاسو غوندې ماجرا غوښتونکي، په هره پلمه چې وي، دا نه مني او دجګړې أو مخامختېا ﻻره غوره ګڼي نو مهرباني وکړه ستا دجنګ وساېل او امکانات کوم دي، أېا ته اټومي او نور د عصري جګړې مخ ته بيولو وساېل او شراېط لرې؟ چيرې دي؟ ترور خو د ضعيفو د ځانوژنې سره تړلې د بېچاره ګۍ ېوازينۍ وسيله ده چې پاېله ئې خپل دې ولس او دين کمبله ټولول ده، ځکه د هغې په غوره کولو خو د ولس پرختګ ﻻ څه کوې چې مرګ ئې حتمي دۍ٠
همدارنګه أېا دا ريښتېا نه ده چې پرته له عيسوي او موسوي څخه په نړۍ کې غېر اسلامي ګڼ شمېر نور ادېان هم شته او ېوه لوېه برخه خو اصلأ خداۍ ته عقيده نلري او ﻻمذهبه دي، نو له هغو سره به څه کوو؟ ستا د طرحې په منطقي تداوم نو راځۍ چې دغه نورو غېرمسلمانو او ﻻمذهبو سره دوستي وکړو( ځکه چې په قران کې ندي منع شوي) او له هغو سره به ېو ځاۍ د ېهودو او نصاراوؤ پر ضد جګړه پل کړو که څنګه؟
نه څاروانه دا أپلتې دي او هغه هم، دا طرح چې که چېري مونږ باندې د يهودو او نصاراوؤ سره انډيوالي بالکل منع ده نو راکړه درکړه به هم منع وي ځکه دوۍ زمونږ ذاتي دوښمنان دي نو راځۍ چې هغوۍ سره جګړه وکړو، ته په خپله ورته ځير شه ستا په داټوله موده کې د استدﻻل د ونې دېوه ښاخ نه ؤ بل ښاخ ته د الوتلو استنتاج
دغه شۍ دۍ او دغه ستا او د نورور بڼسټپالو اصلي پېغام دۍ٠ زه په ډاګه درته واېم دا د الرحمن (ج) ﻻره نده، ميزان ته خساره مه رسوه په هغې کې بربادي ده٠ باقي والسلام٠
ر٠ خټګر
ژوندۍ او سرلوړۍ دې وي ګران افغانستان


م ن غروال
12.05.2005

دسلامونو له تقديمولو وروسته بايد عرض کړم :

غربې مبلغين چې اسلامي تروريستان (دا چې هر څوک وي هغه بل اړخ د مسئلې دي په هغې به خبرې نه سره کوؤ) يادَوي معنی يې دا ده چې يعنې په واقعيت کي اسلام کي ترور شته٠ اوس نو د پورتنيو مفسرينو په قول غربې مبلغين بايد مستحق وبلل شي٠ آيا صحيح ده؟
که هغوئ جهاد هم کوي بيا هم بايد بايد تروريستان وي ځکه چې ترور د (څاروان او د ....*) په قول اسلامي مجاز او رواه بلل کيږي٠
زه زياته تبصره نه کوم اما دا وايم چې کله چې ترور اسلامي جواز ولري نودا پوښتنه د مهربانۍ له مخې ځواب کړئ چې آيا زمونږه پېشوا جناب حضرت محمد مصطفی صل الله عليه وسلم هم ترور کړۍ دي؟ تبصرو ته اړتيا نشته صرف وواياست، هو او يا هم نه!
زه چې تاسو مفتيان صاحبان ګورم شک نشته چې د سرور کائيناتو صلعم څخه به تروريست جوړ نه کړئ! عجب علم دي او عجب هم عقل! زه نه پوهيږم چې آخر ولې؟ څومره لويه جفا ده او څومره هم لوی ظلم!
چيرته اسلام او چيرته هم ترور! بې سرحده توپير او بې سرحده واټن يې تر منځ دي٠ او واقعاً ډير د افسوس او شرم ځاي دي ٠
تاسو د ښاغلي خټګر ورور خبرو ته لږ پام وکړۍ چې څه وايي٠ او ولې؟ هغه سره د ملت او هېواد درد ورسره دي او مسلمان دي او رغونه سوله د جګړې په پرتله غوره بولي٠
د پتنګ ورور خبري زه تر هغه ځايه تأيدوم چې ترور ته اسلامي رنګ ورنکړي٠ د ظالم په مقابل کي مبارزه او د هغه وژل او ترور دا سره توپير لري٠ د کفارو مقابل کي اسلامي جګړه ترور نه بلکه جهاد دي٠ ترور يوازې د بېګناه انسان په پټه او غلا وژل دي او بس! ځکه اسلامي رنګ نلري٠ بعضې حکومتونه که علناً بې ګناه انسانان وژني هغه هم ترور بلل کيدای شي چې دا کار بيا اسلامي حکومت نه کوي ځکه چې اسلام ورته اجازه نه ورکوي٠ دا چې کوم اسلامي حکومت داسي کار وکړي هغه د هغه واکدارانو مسئوليت او کار دي اما په اسلام اړه نلري٠
او بالاخره چا چې قرأني کلماتو ته له ډاريدلو يا بېريدلو څخه ترور جوړ کړۍ، کاملاً غلط دي چې صلاحيت يې هر ه مفسره صاحبه او يا مفسر صاحب نلري٠ مفسر کيدل او له ځانه د قرأني کلماتو د ترجمو په نادُروستو تعبيراتو اړول او هغو ته د غلطو مفاهيموورکول يوه نه بخښونکي لاس وهنه او لویه او کبيره ګناه ده٠ راځئ چې په مقدساتو ملنډې بس کړو٠ له خپلو شخصي اخيستنو د خپلو سياسو اهدافو لپاره به د اسلام مقدس دين نوره لدې زيات د بدنامۍ پولو ته نه سره رسوؤ٠ هر هدف که لرو هغه به وي خو اسلامي رنګ به نه ورکوؤ٠
او څاروان ورور ستاسو انديښنه زما د لوست د جهاد تاريخ په هکله لږه بې ځايه ده٠ په درناوې


نقاد
13.05.2005

[quote:b64d6b8b4f="څاروان"]12-5-2005

نقاد صيب ورسته له سلامونو څخه.

نقاد صيب څه چه دي ليكلي جواب ئې د څاروان په مخكينيو ليكنو كې شته نو د بيا تكراري ليكلو ضرورت ئې نه وينم.[/quote:b64d6b8b4f]
څاروان صيب د زړه له کومي سلامونه مې ومنه !
په مخکنيو ليکنو کې دې هم د ليکنې اصلي ټکي له پامه غورځولي او د منازعې په نيت دې نور ټکي رانيولي او د بحث د اوږدولو عوامل مو رامنځته کړي دي .

لږ ترلږه د ې بايد ددغو توپيرونو په هکله چې د جهاد او ترور تر منځ شته ، خپل نظر څرګند کړی وای او څرند يې کړې ، چې منې يې او که نه، که نه يې منې دليلونه دېوړاندې کړه .
١ـ ترور د مخفي افرادو مخفي عمل دی، چې عامل يې نه پيژندل کيږي خو جهاد او چيريکي شکل يې هم يوه ښکاره جګړه ده، چيريکې جګړه صرف ناڅاپي وي، د پټيدو ځايونه لري ، خو عاملين يې په ټولنه کې د غلو په څير ناپيژندلي نه ګرځي او نه ګرځيدای شي .
برعکس ترورستان په دروغو سره ځانونه تابع اود قانون پلويان ښيي ، خو
په غلا او پټه سره ترهګري بريدونه ترسره کوي.
٢ـ چيريکي جهاديان پرپوځي مرکزونو ، پوستو او تاسيساتو يرغل وروړي او پوځي نښتو ته تر توانه پورې دوام ورکوي. خو تروريست پر غلا يو بم چوي ، زياتره نور ملکي او بي ګناه کسان په کې وژل کيږي ، خو ترهګر يواځې بي امني هم عالي هدف بولي ، سره ددې چې هيڅ ترې په ﻻس نه راځي.
٣ـ جهاد او چيريکي جګړې پر خيريه موسسو ، ان د جګړي په ډګر کې هم د صليب احمر يا هلال احمر پر غړو کار نه لري چې دواړو خواو ته دمړو چاره او د ټپيانو پالنه کوي. ولي تروستان ددې پروا هم نه لري ، غيرپوځي خيريه کارکونکي چې ددوی سره يې دمخه ډېرې خيريه مرستې هم کړي وي يرغمل نيسي د پيسو يا خپلو نورو
ناکامو سياسي اهدافو يا ټکټيکونو له پاره يې وژني چې يرغمل کسان ورسره هيڅ سروکار نه لري . په داسې دليل چې پر تا زور نه رسي مړ به دې پلار کم؛ ستا په پلار مې هم زور نه رسي مړ به يې دوستان کم، او پر غوی مې هم زور نه رسي مړ به يې ګاونډيان کم، او بالاخره که پر هغوی مې هم زور نه رسي نو ستا د پلار د دوستانود پر ګاونډيانو ې څوک سلام اچوي ، هغه به مړکم ! او څنګه چې هغه هم مخامخ شم وژلی نو په پټه ، غلا او مخپټي او نا مالومه توګه پرې بريد کوم . آيا دا جهاد دی که د بي وسۍ عقده او محض غصه سړول دي؟
٤- جهاد د مقاومت او بر حقې ﻻر د بري نښه ده، خوترور د ګډوډۍ له ﻻرې ويره اچول او د خپلې ناکامۍ ، تجريديت او بې وسۍ پر وړاندې ړوند او جذباتي غبرګون دی ااوبس! نو له همدې کبله د نظم جهادي مقاومت دوښمنان يې کوي ، څو مجاهدين رسوا او له خپل اولس څخه يې ګوښي کړي.

[quote:b64d6b8b4f]نقاد صيب په هغه عواملو او اسبابو فكر وكړه چه نن په ټوله دنيا كې د كفارو لخوا مجاهدين د تروريستانو په نوم ياديږي؟ [/quote:b64d6b8b4f]
خو وروره همدې خبرې ته دې لږ ځيرشه چې ته د همغو کفارو ادعا تاييدوې، جهاد ته ترور اوترور ته جهاد وايې ، نو هر مجاهد تروريست او هر تروريست مجاهد بولې!
اقلأ په دې معترف يې چې د کومو عواملو له مخې چې کفار مجاهدينو ته ترورستان وايي، کفار برحق نه دي ، يعې مجاهدين ترورستان نه دي ! نو بيا ته څنګه د کفارو سره دا مرسته کوې او داسې دﻻيل لټوې چې مچاهينو ته پرې ترورستان او جهاد يې تروريز م بولې يا تروريزم ته جهاد وايې؟
[quote:b64d6b8b4f]
نن د اسلامي نړي حاكمه ډله د كفارو تر اثر لاندي ده. بغير د صليبيانو د موافقي څخه دوي د هيڅ كوم جهاد د ملاتړ غږ نه شي اوچتولي. كنه فكر وكړه په عراق، فلسطين، چيچينيا او.. د مجاهدينو ملاتړ كوم اسلامي هيواد حاكمي ډلي كړي. [/quote:b64d6b8b4f]
هو دا همدومر د د غندلو وړ ده لکه څومره چې سعودي عربستان ، عربي امارات
هم چپه خوله پاتې دي خو او جهاد نه د اسراييلو او نه امريکا پر ضد کوي، خو عربي مجاهدين له القاعده او بن لادن بيا هم د عربي ناسيوناليزم له کبله [color=white:b64d6b8b4f]دغو هيوادونو د حاکمو ډلو پر ضد هيڅ نه کوي [/color:b64d6b8b4f]، خو د هغوی د بهرنيو صليبي دوستانو په خلاف دلته او هلته د خلکو د تيرويستلو له پاره ټکه پوکه کوي .
[quote:b64d6b8b4f]نقاد صيب صليبيان او يهوديان د مسلمانانو دوستان نه شي كيداي [/quote:b64d6b8b4f]
څاروانه دا تور ته په چا لګوې، ته دا ښولی شې دغسې ادعا ما کړې وي؟
كه ته د ځان په څير په لسګونو نوري خولي هم پيدا كړي چه دمسلمان افغان اولس
رايه او پلوی دې نه وي تر ﻻسه کړی، د طالب او ديکتاتورو ملايانو له مشرۍ څخه نه وې ترشوې، افغان مسلمان اولس به هيواد له كفري ځواکونو څخه که خدای کول آزاد کړي، خو سختدريځه طالب او ملا په څير د قدرت وږو تږو ته چې د خپل اولس وينې صرف بيرته قدرت ته درسيدلو له پاره تويول غواړي ، هيڅکله بيا دا موقع ورنکړي چې خپله مشرفه يوځل بيا د قدرت په ګدۍ توده کړي. والسلام !



څاروان
14.05.2005

۱۴-۵-۲۰۰۵

ګرانو لوستونكو ورسته له سلامونو څخه

1. كوم كس چه د[color=white:9cbccfcc15] قرآن كريم[/color:9cbccfcc15] له هغه اياتونو څخه سترګې پټوي چه صريح اوامر ولري نو د مفسرينو په اقوالو او يا د څاروان او يا خاټول خور په خبرو به څه غوږ وګروي؟
2. دوهم څاروان په خپلو ليكنو كې دا په تكراري توګه ليكلي چه څاروان د كفري مستعمرينو او عهد ماتونكو كفارو ترور –شړل او ايستل- د مسلمانانو له خاوري څخه روا بولي فقط نه د [color=blue:9cbccfcc15]بيګناه انسانانو وژل[/color:9cbccfcc15].خو متاسفانه هغه وروڼه چه ځانونه ورته په عقل پوره ښكاري د سترګو دوربينونو شيشو ئې دومره ګرد نيولي چه د څاروان دغه ليكنې نه ګوري او خپل بي اوازه ډول ډنګوي.او دائماَ په مخالف پيدرو باندي ورته تګ خوند وركوي. او د ټر په پر د پټولو كوشش كوي. [color=white:9cbccfcc15]اوس د خپلو هغو خبرو څخه انكار كوي چه ځانونه ئې د ترور د اسلام سره په اړخ لږولوپكې قانع ښودلي وه[/color:9cbccfcc15]. په هر حال له لوستونكو څخه څه پټ نه دي.
3. يو متل دى وايي مونږ ته مسلي كوي او خپله پري حملي كوي. مونږ ته په ليكنو كې د بدو الفاظو استعمالول جرم ګڼي او په خپل د خپلي ديموكراسۍ په تله پوره دغسي الفاظ استعمالول ورته ښه اخلاق ښكاري: [quote:9cbccfcc15][[...خپله مشرفه يوځل بيا د قدرت په ګدۍ توده کړي.]] [/quote:9cbccfcc15][color=indigo:9cbccfcc15]امكان لري دغسي الفاظ استعمالول ديموكراسۍ اخلاق وي خو څاروان ئې اسلامي اخلاق نه شي بللي.[/color:9cbccfcc15]
4. څاروان په خپلو ورستيو ليكنو كې دا غوښتنه كړي وه چه هغه اسبابو او عواملو باندي دي سوچ وشي چه د هغي په وجه نن په ټوله نړۍ كې مجاهدينو ته تروريستان ويل كيږي. او اوس هم دغه غوښتنه كوي چه هغه اسباب او عوامل په ګوته كړي چه نن په ټوله نړۍ كې د هغي له وجه مجاهدينو ته تروريستان ويل كيږي او يا [color=white:9cbccfcc15]څه وجه ده چه په افغانستان، عراق، چيچينيا، فلسطين، كشمري او... كې مجاهدين د تروريستانو په نوم يادول كيږي؟ [/color:9cbccfcc15]او بيا به نوري خبري كوو.او په دي اړه [color=darkred:9cbccfcc15]د څاروان نظر په تكراري توګه بيان شوي. [/color:9cbccfcc15]
5. [color=white:9cbccfcc15]كه د مسلمانانو له خاروي څخه د كفري مستعمرينو او يا عهد ماتونكو كفارو ترور –شړل او ايستل - ، د مسلمانانو د ناموس څخه دفاع، د خپل وطن وطنوالو څخه دفاع كول د تروريستانو كار وي نو څاروان هم د همدوي په لست كې ونيسي.[/color:9cbccfcc15] څاروان د خپل هيواد څخه د كفري مستعمرينو په ترور_ شړل او ايستل – كې د ځان او وطنوالو عزت ګوري . كه څوك د كفري مستعمرينو د غلامي پړي په غاړه كې په ګرځولو د خپل ځان عزت ګوري هغه د هغه خپله پريكړه او نظر دي. خو [color=darkred:9cbccfcc15]څاروان دغسي ژوند ته د بي عزتي او ذلت ژوند په نظر ګوري.[/color:9cbccfcc15]
6. [color=darkblue:9cbccfcc15]دا خبره بايد د بعض ليكوالانو د غوږو رادارونه د هغوي مغذو ته ورسوي [/color:9cbccfcc15]چه هغه بد الفاظ او نومونه چه ددوي مباركو لخوا څخه څاروان ته استعماليږي هغه به د څاروان د خپل سپيڅلي دين اسلام ، وطن او ناموس څخه د دفاع په دريځ كې هيڅ كوم بدلون رانه وستلي شي نو هسي د بدو الفاظو او نومونو په استعمالولو سره د خپلي خولي خوند دي نه خرابوي او د قلم سپكاوي دي نه كوي.
په اخر كې ددغه يو وروره دا پوښتنه [quote:9cbccfcc15][[آيا زمونږه پېشوا جناب حضرت محمد مصطفی صل الله عليه وسلم هم ترور کړۍ دي؟]][/quote:9cbccfcc15] جواب ئې د حليمي صيب په همغه ليكنه كې شته چه پوښتنه كونكې ورور له خوا تائد شوي او هغه ليكنه دا ده.[[ [[د ليکنې نېټه : ٤ شنبه فروري 09, 2005 2:34 am
[[ هو مبارک په ټوله عمر کښي د يو نفر د ترور امر کړي دي او بس]]

===============

--------------------------------------------------يوسف څاروان.


م ن غروال
14.05.2005

څاروانه وروره وروسته له سلامو!
هسې بې ځايه د بحث اوږدولو کوښښ مه کوئ! له تاسو څخه پوښتنې شوي ، هم د نقاد ورور لخوا او زما لخوا! بې ځوابه دب٠ حليمي صاحب څه کوئ هغه خپله له مونږه زيات علم مسر دي هغه چې څه ليکلي دي د هغې چملي ځواب مي درته ليکلۍ دي٠
ترور د ويستلو او شړلو سره په يوه تله کي نه اچول کيږي٠ او ترور يوازې او يوازې د بې ګناه انسان په پټه او غلا وژلو ته ويل کيږي٠ او که په پټه هم نه وي هغه ته د خپل مرګ خبردارۍ نه وي ورکړل شوۍ٠ چې پرته د يوه قانوني حقوقي پروسي ترسره کيږي٠
افغانستان باندي د هيچ چا دا دعوأ نشته چې ووايي چې افغانستان د مونږه شو او اسلام لغو شو ا افغان مسلمان د خپل دين د عباداتو څخه منع کړۍ شوي وي او ټوله اسلامي نړۍ يې په رسمياتو پيژني٠ نو مستعمره نه ده٠
او که دا پوځونه ووتل (لکه چنګه چر مخکي هم پوښتل شوي دي او لا ځوابه پاتي دي) آيا څوک به دا ضمانت کړي چې بيا به د پخوا په شان کورنۍ جګړه نه کيږي او د تېريو مخه به نيول کيل کيږي٠
غربيان چې مجاهدينو ته تروريستان وايي او يا هم ايلامي تروريست نوم اخلي هغه ځکه چې غواړي نړېوالو ته داسي ثابته کړي چې ګواکي اسلام کي ترور شته٠ مونږه وايو نشته! که څوک د اسلام په نوم ترور کوي دا به د هغه ګناه او جرم وي اما د اسلام امر نشته او منفورات پکي د ځايښت امکان نلري٠ خو تاسو تل ترور ته لکه د پخوا پشان اسلام مجازيت ورکوئ چې د اسلام سره جفا ده٠
وسلام



څاروان
15.05.2005

۱۵-۵-۲۰۰۵

غروال صيب سلامونو ته دي وعليكم السلام وايم او زما لخوا ئې هم قبول كړه.
[color=white:3659f19280]غروال صيب ليكې:[/color:3659f19280]
[[ترور د ويستلو او شړلو سره په يوه تله کي نه اچول کيږي٠]]
غروال صيب د ټر په پر پټولو كوشش دى كومه پيده نه كوي ځكه لوستونكو ته معلومه ده چه تاسي په مخكينيو ليكنو كې په دي قانع شوي ياست چه ترور په همغه معنى هم صحيح دي چه څاروان ئې استعمالوي او هلته ما درته داسي ليكلي وه:
[quote:3659f19280][[[[[[د ليکنې نېټه : ١ شنبه ميئ 08, 2005 5:56 am عنوان :
غروال صيب ليكې:
اقتباس:
[quote:3659f19280][[ښاغلي حليمي صاحب چې په کوم ځاي کي د ترور کلمه استعمال کړې ده فکر کوم هغه په دې معنی چې تاسو يي استعمال کوئ... دا ډول د يوه يهود وژل د ترور بڼه لري يعنی شکل او رقم يي د ترور په شکل دي، اما عمل هيڅکله نه! ٠]][/quote:3659f19280]

وروره د حليمي صيب خبرو ته پيوند لږول .....
غروال صيب زه تعجب او افسوس ستاسي پدي انصاف كوم چه د ترور لفظ په كومه معنى چه څاروان استعمال كړي وه تاسي هم غلط باله خو نن چه نوري دروازي مو بندي وليدي نو مجبوراَ مو د حليمي صيب په ليكنو كې د ترور كلمه په همغه معنى ومنله په كومه چه څاروان بيانه وله،.....زمونږ او تاسي پدي موضوع كې د غټو اختلافاتو څخه د ترور معنى هم وه خو چه اوس مو پدي هم قناعت وكړو چه ترور په هغه معنى هم صحيح دي په كومه چه څاروان ويلو نو ستاسي څخه ډيره مننه. ]]]]]]]]]][/quote:3659f19280]
خو [color=blue:3659f19280]متاسفانه چه تاسي په ليكنو كې اخلاص نه لري او د زړه خبره پټوي نو ځكه مو ليكنې سره تضاد راځي.[/color:3659f19280]
[color=white:3659f19280]افغانستان مستعمره دي او كنه؟[/color:3659f19280] [color=darkblue:3659f19280]پدي خبره څاروان ستاسي سره وړاندي بحث كړي او څه پوښتني درڅخه كړي خو له بدمرغه تاسي د خپل عادت مطابق د سترګو دوربينو مو ورته په رارسيدلو كار پريښي دى. [/color:3659f19280]هغه ليكنه يوځل بيا ولوله نو د خبري دلته تكرار ته كوم ضرورت نه ليدل كيږي او ليكنه داده:
[quote:3659f19280][[د ليکنې نېټه : شنبه اپريل 30, 2005 10:41 am عنوان :
غروال صيب ليكې:
[[افغانستان مستعمره نده]]
غروال صيب دا ستاسي په ډيكشنري كې به استعمار هم بل څه معنى وي.......]][/quote:3659f19280]

په زرګونه كيلوميټره لري د افغانستان څخه ناست غروال صيب هيواد ته راشه او وه ګوره چه د صليبي مستعمرينو د وتلو څخه ورسته د څه انديښنه چه كوي ايا هغه اوس هم وجود لري او كنه؟ فرق به ئې دومره وي چه اوس ئې قانوني شكل اختيار كړي.

د كفارو لخوا مجاهدينو ته د تروريستانو ويلو كوم سبب دي چه بيان كړي لوستونكو ته به هم پري خندا ورغلي وي. غروال صيب فكر مه كوه چه خلق پټي سترګې دي او نه پوهيږي.
[color=white:3659f19280]وروستي خبره:[/color:3659f19280]
ګرانو لوستونكو په تيرو لسګونو ليكنو كې څاروان مخالفين په دي قانع كړه چه د ترور د شړلو او ايستلو په معنى صحيح دي او دوهم ترور په جهاد كې د رواوالي په وجه د اسلام سره اړخ لږوي خو اوس چه دغه ښاغلي له خپلو خبرو څخه انكار كوي او خپل بې اوازه ډول ډنګوي، هغه خبري او پوښتني تكراراَ ليكې چه مخكې پري بحث شوي او جواب ئې شوي او ددوي مقصد ددي كار څخه فقط د خپل ټر په پر پټول دى او د بحث بې فائدي اوږدول دى خو متاسفانه چه د بحث اوږدولو پړه هم په څاروان اچوي خو[color=blue:3659f19280] په هرحال څاروان به نور څه وكړي بغير له دينه چه نور دى موضوع ته اخرني ټكې كيدي.[/color:3659f19280] ځكه كومه نوي خبره پكې نشته.او مخالف جانب د څاروان د پوښتنو څخه تيښته كوي.
ګرانو لوستونكو څاروان په دى عقيده دى چه ورځ د قيامت شته مونږ او تاسي ټول به ورځو او عملنامه به راكول كيږي او بيا به د دغه ليكنو پوښتنه راڅخه كيږي او هلته به بيا هر سړي پوهه شي چه څوك په حقه وه.

أَفَرَأَيْتَ مَنْ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلَى عِلْمٍ وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ وَجَعَلَ عَلَى بَصَرِهِ غِشَاوَةً....

يوسف څاروان



ع کريم حليمي
15.05.2005

درنومحترم ،دانښمندانو غروال صاحب ، نقاد صاحب ، څاروان په مَلَنْخُولِيَا : (اضطراب عقلي ) اخته دۍ ؟؟؟ او که يا
تاسو وڅاروان ته دقِيق , سدِيد , سليم , متناغِم (منسجم , متوافق ), محكَم , ,مضبوط جوابونه ويلي
ماته داسي څه پاته نه دي چه وئې ليکم ٠
او لالا جوړېدلۍ دۍ تکرار تکرار سوالوته او پخپله د يوه سوال جواب ستاسو نه ليکي ٠ نو ئې اضطراب عقلي نه بولۍ ؟؟؟
چه بيا بيا داسي ليکي
[[[[هو که څوک ترور کوي يعني ASSASSINATION بېله شکه ترور قتل دۍ ٠ هو که جهاد وي سمه خبره ده ٠ ]]
څاروان وروره ! غروال صاحب څو ځلي د دغي خبري جواب تاسوته ليکلۍ
تاسو ئې نه لولۍ لکه چه
زه به هم بيا د دې ليکني مطلب درته وليکم ٠
ترور ترور دۍ او جهاد جهاد دۍ
که څوک راولاسي چه a نفر ترور ي ٠ تررست قاتل دۍ ٠ ولي چه ASSASSINATION ئې کړيدي (murder for political or sectarian reasons اِغْتِيَال , غِيلَة )
قتل چه د ترور په شکل وکړي نو ترورست په سياسي ژبه ورته ويل کيږي ٠
قاضي حق قانوني لري چه ترورست باندي د قصاص امر صادر کړي ٠

او که يو مجاهد a د جهاد په جنګ کښي مړ کړي ٠ هيڅ محکمه د قصاص امر نه پر کوي ٠ يعني قاتل نه ورته ويل کيږي ٠ وحشي چه د نبي عليه السلام د اکا زوئ شهيد
کړي ٠ نو کله چه ئې وليدۍ و وحشي ته ئې وويل چه مخ دي زماڅه پرته که ٠ يعني
نور په مخه مه راځه ٠ که څه هم وحشي قتل کړي وو ٠ چون چه په رسمي جنګ (war declaration ،اعلان جنګ يااظهاردجنګ ) سوۍ وو
او رسمي جنګ chain of command لري ٠ نو عسکر هيځ وخت ترور نه کوي
اوکه عسکرڅوک په خپل سري مړ کړي ٠ عسکر قاتل دۍ ٠ او قصاص کيږي يا بند

هو که جهاد کوې سمه خبره ده ٠ chain of command يعني امام دي څوک دۍ ؟؟؟
پښتنه مه کوه چه دشرطونه امام ٠ لوی ملا صاحب او بن لادن امامان نه دي ٠
هيڅ اجماع نه ده سوې چه ملاعمر يا بن لادن د افغانستان د خلګو امامان دي ٠

حضرت خضر عليه السلام يو کوچنی مړ کړي په داسي حال کي چه کوچني قتل نه وو
کړي ٠ او موسی عليه السلام نارې کړي چه ولي دي داکوچنی مړ کړي ٠
هو دموسی ع مقام‌ نبوّت‌ لري اوهم صاحب د شريعت وو ٠ او پيغمبر اُولوا العزم‌ وو
اما نه پوهېدۍ ترهغه وخته تر څو خضر
نقل وکي و موسی ع ته ٠ هو قتل ئې کړۍ اما قاتل نه دۍ حضرت خضر
نو ته هم دشاګرد په مخ کښي غواړې چه يو هلک مړ کړي ٠ ولي چه خضر ع
مړۍ کړۍ ؟؟؟


وروره ! په جهاد کښي حكم‌ او قواعد او قوانين‌ سته ‌؛ که إنسان‌ تجاوز وکړي ، نو په عالم‌ کښي هرج‌ و مرج‌ جوړيږي ٠ او نو بيا ترور ځيني جوړيږي ٠ بيانو غله ټوله
په بې باروبنده جهاد شروع وکړي ٠ او بيا نو چه بار بند نه وي نو جهاد نه ورته
ويل کيږي ٠



څاروان
15.05.2005

15-5-2005
حليمي صيب ورسته له سلام څخه

حليمي صيب ډير څه ليكل درته نه غواړم. فقط دري خبري.
1. لومړي په خپله ليكنه دى يوځل بيا فكر وكړه چه څه دي ويلي د ليكنې لكې دي كوم طرف ته كږه كړي.
2. دوهم هغه واقعه سره د مرجع ذكر كړه چه رسول عليه السلام پكې د ترور امر كړي.
3. دريم ملا عمر او بن لادن پرځاي پريده د جهاد د امام شرائط بيان كړه سره د دلائلو او مراجعو چه لوستونكې پوه شي چه څوك د جهاد امام كيدي شي؟
--------------------------------
يوسف څاروان


اسلام او ترور

KHATHGAR
15.05.2005

ګرانو دوستانو، السلام وعلېکم و رحمته الله وبرکاته،
دافغان ولس اتفاق ته په قريب اکثرېت شکر دۍ مسلمانان ېو او مونږ ته طبعأ خپل دين مقدس أو ډېر ګران دۍ٠ څنګ کې ېې داهم باېد په ګوته شي چې أفغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دۍ او پرته د توکميزو، ژبنېو او مذهبي تعلقاتو په نظر کې نېولو نه، افغانستان دمسلمانو(سنېانو، شيعه ګانو)، هندوانو او نورو لږکېو مشرک هېواد دۍ٠ دمسلمانانو جمعېت که څه هم ډېر دۍ، خو مونږ کې هم سني او شيعه ، بېا په شيعه کې څو قسمه او په تسنن کې بڼسټپاله ډلې او په مقابل کې ئې معتدله حقيقي ( بېوزله مستضعفه) مسلمانان شته دي، او دا ېو عيني حقيقت دۍ٠
پر دغه ډله چې قاطبه اکثرېت د ملت تشکيلوي د ٢٥ کلنې جګړې ناخوالې سره له پېړېو په اوږدو کې د فقر، بدبختۍ، وروسته پاتېوالۍ، بې سوادي، دمهلکه امراضو سراېت، بې کوري، لوږه، بې وسي (يانې هر ظلم به چې زورور پرې کاؤ هغه به ېې زغمه او ېوازې به ېې د خداۍ تعالی صبر ته امېد تړلۍ ؤ)، نور نګارنګ د روزګار مشکلات پرې راغلي دي٠ دحکومتونو مظالم هم د تاريخ په اوږدو کې د دغو په نصيب ؤ، ځکه له بده مرغه د داخلي او خارجي عواملو له امله افغانانو خپل په تاريخ کې لا تر اوسه د قانون عام او تام حاکميت تجربه کړۍ ندی ٠
زمونږ د ګران هېواد د أخيرو ٣٠ کلونو انکشافات د ناورين پسې ناورين، ناخواله پسې ناخواله د ترخو تجربو قانونمنده نتيجه اخيستنه د اده چې اوس باﻵخره د ولس هر امي فرد هم خپل د بقا او ژغورنې لاره د اعتدال ، د جګړې او جګړه مارۍ د ارتداد ، د قانون پر بڼسټ د ېوه ځواکمن مرکزي دولت جوړېدنه او د هغو داخلي او خارجي کړېو( چې مونږته اوبه خړوي او خپله ماهېان نيسي) له خوا زمونږ د معصومېت او د پاکو ديني احساساتو نه د ناوړې ګټه اخيستنې مخنيوي او د هغه په پرتله خپل ملي او اسلامي شعور باندې په اتکأ کې ويني٠ که څه هم نړېواله ټولنه د جهاني أمنېت ټينګولو لپاره زمونږ هېواد ته په پام أړلو مجبور دۍ، خو دا بېا زمونږ دخپلو خلکو کار او دنده ده چې خپلې چارې څرنګه په ؤښېارۍ سره مخ ته بوزو٠ نن هر افغان حتی بڼسټپالان هم د بې قانونۍ ، ټوپکساﻻرۍ او نورو عامه بې نظمېو نه شاکي دي٠ خو هم دغه بڼسټپالان دې چې د ملت عامه اعتلأ ردوي او د قانون د حاکمېت د استقرار حوصله اولېوالتېا نلري٠ دوۍ د احساساتو پر بنېه وﻻړ د "ځانځاني عدالت " (self-justice ) د خورا ابتدائي او وروسته پاتې د هرج او مرج ﻻره تبليغوي ٠ په ادنا خبره د جهاد او له هغه سره بېا د ترور د ناروا د تړلو دعوتونه کوي ٠ د څاروان دا اعا((ګرانو لوستونكو په تيرو لسګونو ليكنو كې څاروان مخالفين په دي قانع كړه چه د ترور د شړلو او ايستلو په معنى صحيح دي او دوهم ترور په جهاد كې د رواوالي په وجه د اسلام سره اړخ لږوي ....)) په خپله د دغه خبرې اثبات دۍ٠ دۍ د مبارکه اېاتو د جلا جلا بېلګېو ترشا زمونږ په ولولو دلوبې کولو خپل تلاښ ته دوام ورکوي، خو دۍ به په دې قادر نشي، لکه چې په هېڅ ېو مبارک اېت کې به هم دا ثابته نکړي چې ترور وژل نه بلکه شړل او ايستل دي اوېادا اچې افغانان دې باېد اوس جهاد وکړي٠ څاروان پړ پړې ډېرې ليکلي او لا نورې به هم
وليکي، خو مقصد به ئې هماغه وي: افغانانو ستاسو ئې له سولې او أرامۍ سره څه ، تا سي اوږي تږي، بربنډه بې کلتوره، تاسې پر دې خاورينه کره هسې بار ېاستۍ خداۍ مو ژر تر ژره ورک که، کوئ جنګونه و وژنئ ېو په بل سره٠باقي والسلام
ر٠خټګر[/quote]


Re: ترور او بېا هم ترور

mahboob
15.05.2005

[quote:c7d1d96fbd="KHATHGAR"]څاروان صيبه السلام علېکم، أما بعد؛
که اجازت وي نو سپينه به ئې درته وليکم ؛
دترور په هکله ستا او دنورو وطنوالو ليکنو دلوستو څخه وروسته زه په ډېره خواشينۍ سره دې غمژن استنتاج ته ورسېدم چې ستا له خوا ارائه شوۍ استدﻻل لکه دګڼ شمېر نورو متشدده بنسټپالو اسلامپالو(اسلاميستان؛ چې مسلمان سره مغالطه نشي) د داسې ېوې نظرئې استازيتوب کوي کوم چې د حقيقي اسلام أو خداۍ پېژندنې څخه ډېر واټن لري أو په هغه ﻻره هم ندۍ تللې! أفسوس أو هيهات٠
دا نظرېه صرفأ او ېوازې دباري تعالی د ذات په ېوه صفت باندې ټينګار کوي او العېاذبالله دخداۍپاک(ج) ټول مقصد د دنېا د پېداکولو أو د انسانانو دژوندانه دچارو اصلوب دقهر،غضب،جګړې ،نفرت ،تنفر، کرکه، بدبيني،انتقام،چپه ګړه، اوتړه،وئې وهه٠٠٠٠٠٠٠أو ترورپه پکار اچولو کې ګوري، دا څرنګه انصاف دۍ!؟؟؟ تر هر څه بده بېا دا چې دعربپاله اسلامپالو او مکتبي اخوانېانو په پېښو( لکه کمونيسټانو چې د انټرنېشنالېزم تر درواغژن شعار ﻻندې دنورو ولسونو پر ملي ګټو باندې د غلا بريدونه کول) د متشددو عربانو ننۍ تفکر پر مونږ ه افغانانو باندې هم را تپل غواړي٠ ته د پاک قران د مبارکو اېاتو په ېوې ېا بلې بېلګې تر شا ځان لکه غل پټ او بېا ځما د جګړې ځپلي اوﻻ د وحشت أو تمدن (فنا أو بقا) تر منځ دصلات پر پله وﻻړ ولس ته د ابليس جګړه ماره وسوسه کوې٠
ته وائې چون په قران کې راغلي چې اوسني ېهودان اوصليبېان(عيسائېان) قطعأ د مسلمانانو انډيواﻻن نشي کېداۍ نو ځکه دوۍ سره دې هېڅ ډول اړيکې نه ساتل کيږي که څوک دا کوي نو باېد ترور شي خو څنګ کې ئې دا هم له پامه غورځوې چې د نني جهان هېوادونه د مذهبي دولتونو په نامه نه، بلکه په بېن المللي ډګر کې د اولسونو ( برطانوۍ، امريکائۍ، جرمنۍ، اردنۍ او ٠٠٠٠) په بڼه چې وګړي ئې د مختلفو ديني عقاېدو( داسلام مبارک دين په شمول) خاوندان دي عرض وجود کوي٠ پرته له دې چې دقران د نازل کوؤنکي باري ذات له کرمه درکړ شوي عقل نه کار واخلې أو سوچ ؤکړې چې ځينې خاص حاﻻت د هغه وخت د شرايطو سره سم د قوا دټاکلي تناسب أو سوق الجېش سره مطرح وو أو دا نشي کېداۍ چې سړۍ ئې کټ مټ په هماغه شکل او نظامي تحليل سره په ټولو اوقاتو کې تکرار کړي٠ ته په خپله سوچ اوکړه أېا د صدر اسلام (ص) د وخت کومه جګړه کېداۍ شي چې نن هم په هماغو وساېلو، تجهيزاتو ، جنګي تاکتيک او ستراتيژۍ سره داسي پکار واخيستل شي چې د بري تمه دې هم ترې وشي؟ مسلمأ چې نه، لږ تر لږه په دې برهان چې د اوس وخت محتمل حريفان د نورو، خورا پرمختللو وساېلو څخه ګټه أخلي٠
هغه مشخصه د پاکو اېاتونو جلا جلا بېلګې چې ته ئې د ځان د مقاصدو لپاره ترېنه ډال جوړوې دهغه شرائطو مطابق د ېو ستر مقصد په موخه چې عبارت ؤ دمسلمانانودبقا څخه لپاره تصريح شوي وو او هلته ئې حتمي بڼه لرله، خو اوس زمونږ د مسلمان افغان ولس د بقا لپاره نورې ﻻرې او چارې شونې دي، ځکه افغانان او نور مسلمان ولسونه د ېوې غټې انساني کورنۍ غړي دي او دا جهان ټولو لپاره کافي دۍ که د خپلې او نورو دبقا تضمين لپاره په عامو او دټولو له خوا د ګډ ژوند په سوله ايزو اصولو ځان عېار کړو، أو که تاسو غوندې ماجرا غوښتونکي، په هره پلمه چې وي، دا نه مني او دجګړې أو مخامختېا ﻻره غوره ګڼي نو مهرباني وکړه ستا دجنګ وساېل او امکانات کوم دي، أېا ته اټومي او نور د عصري جګړې مخ ته بيولو وساېل او شراېط لرې؟ چيرې دي؟ ترور خو د ضعيفو د ځانوژنې سره تړلې د بېچاره ګۍ ېوازينۍ وسيله ده چې پاېله ئې خپل دې ولس او دين کمبله ټولول ده، ځکه د هغې په غوره کولو خو د ولس پرختګ ﻻ څه کوې چې مرګ ئې حتمي دۍ٠
همدارنګه أېا دا ريښتېا نه ده چې پرته له عيسوي او موسوي څخه په نړۍ کې غېر اسلامي ګڼ شمېر نور ادېان هم شته او ېوه لوېه برخه خو اصلأ خداۍ ته عقيده نلري او ﻻمذهبه دي، نو له هغو سره به څه کوو؟ ستا د طرحې په منطقي تداوم نو راځۍ چې دغه نورو غېرمسلمانو او ﻻمذهبو سره دوستي وکړو( ځکه چې په قران کې ندي منع شوي) او له هغو سره به ېو ځاۍ د ېهودو او نصاراوؤ پر ضد جګړه پل کړو که څنګه؟
نه څاروانه دا أپلتې دي او هغه هم، دا طرح چې که چېري مونږ باندې د يهودو او نصاراوؤ سره انډيوالي بالکل منع ده نو راکړه درکړه به هم منع وي ځکه دوۍ زمونږ ذاتي دوښمنان دي نو راځۍ چې هغوۍ سره جګړه وکړو، ته په خپله ورته ځير شه ستا په داټوله موده کې د استدﻻل د ونې دېوه ښاخ نه ؤ بل ښاخ ته د الوتلو استنتاج
دغه شۍ دۍ او دغه ستا او د نورور بڼسټپالو اصلي پېغام دۍ٠ زه په ډاګه درته واېم دا د الرحمن (ج) ﻻره نده، ميزان ته خساره مه رسوه په هغې کې بربادي ده٠ باقي والسلام٠
ر٠ خټګر
ژوندۍ او سرلوړۍ دې وي ګران افغانستان[/quote:c7d1d96fbd]
ټولو دوستانو ته سلامونه .
خټګر ورور څه خټ ګريزه ليكنه كړي ريشتيا هم خټګران بايد داسي ليكني وكړي لكه (غر) والان يي چي كوي .
داچي تاسي ورته پخپله دسپين ويلو نوم وركړى ځكه نو زه تر نيوكي لاندي نه راځم او وايم چي !
لومړى بايد ووايم چي اقرار به سره كوو : اسلاميستان تورى خو تاسي داسلامي ليكوالانو لپاره استعمال كړى نو كه تاسي ته څوك دعيسايي ګوډاګي, غلام ,يهودي تالي څټي ,اوامريكايي ټوك خواره نوم وكاروي آيا په تاسي به شه ولګيژي؟
اسلاميستان خو په اسلاميستيت فخر كوي آيا تاسي دامريكي په غلامي چي دديموكراسي دپلي كيدو تر غوړ نامه لاندي يي غواړۍ فخر كوۍ ؟
خيركه تاسي (دعبدالكريم حليمي په شمول) دڅاروان ورور جواب نلرۍ نو موضوع بل لوري ته مه بوځۍ خبره دسياست نه ده دلته داسلام فورم دى كه سياست غواړي نو بيا سياسي فورم ته راشۍ , نه پوهيژم دا مو كومه ادا ده چي په خبره كي بند راشۍ نو بيا يا اسامه ته يا ملا عمر ته لاس ورواچوۍ لكه چي دچا له لوري مجبوره ياست چي پخپلو ليكنو كي به ضرور دې كسانو ته بد واياست كه څه هم موژ دهغوي دكړو دتاييد ټيكه په غاړه نده اخستي خو موضوع بايد يوه وي او تر پايه بايد په هغې موضوع خبري وشي .لكه چي خاټول خور هو ورته اشاره كړي .بد په هر چا بد لګيژي كه هغه ديموكرات وي كه ستاسي په وينا اسلاميست (اسلام پلو) .
څاروانه وروره تاسي چي څه ليكلي دزړه په غوژونو مو اوريدلي او داچي دقرآن او حديثو خبري دي ځكه مو نو الحمد لله ايمان په داسي خبرو تازه كيژي الله مو ګل ګلزار كړه .


KHATHGAR
15.05.2005

محبوبه وروره ته هم ښه راغلې، ښه ده چې ځما عراېض دې quote کړي، ستا د ارشاداتو ځواب په همغه کې وګوره، خو لکه چې ما هلته هم عرض کړۍ "اسلاميزم" بايد د مسلمان سره مغالطه نشي، ځکه چې دا بي له شکه داسلام مبين دين څخه د ناوړې سياسي ګټې اخيستنې ته وائي او يوه متشدده اوعامه نظم او سوکالي ضده کړنلاره ده ٠ ښه مثال ئې بن ﻻدن ( چې بنسټپاله دهشتګردان ئې په غلطه د "مجاهد اعظم" په نامه ېادوي ) دۍ. او لکه د ترور ناروا او د جهاد تر مينځ چې غټ فرق شته همدارنګه د اسلام او اسلاميزم او مسلمانانو او اسلاميستانو تر منځ هم لوۍ توپير وجود لري٠
په محبت او احترام، والسلام
ر٠ خټګر


م ن غروال
15.05.2005

محبوب ته!
[quote:d283ca71d7="غروال"]محبوب خانه وروسته له سلامو
ستاسو د قلمي بې ادبي پر بنسټ له تاسو سره زه د هر ډول بحث معذرت غواړم!
او نه غواړم نور مې حتی نوم هم ستاسو په دغه ادبي او اسلامي قلم وليکل شي او زه تاسو ته د پاي ټکۍ کيږدم او تاسو يي هم کيږدئ هيله من يم چې ستاسو په درانه حضور کي ومنل شي٠ پاي
غروال[/quote:d283ca71d7]
ما دا ليکنه درته کړې وه بيا يې ولولۍ او له تاسو سره د بحث د پاي ټکۍ لرم زه درنه معذرت غواړم ٠
په درناوې


م ن غروال
15.05.2005

محترم ورور خټګر سلامونه ومنئ!
ستاسو انديښنه د هېواو د مظلومو او بې ګناه خلکو هغه دبشر دوستۍ او صلح رحمۍ انځور دي چې نن د هېواد هر وګړۍ يې د معقوليت په سترګو مني٠
او قلم مو څپاند اووسه او نيکمرغه اووسئ!
په درناوې


نقاد
15.05.2005

ګرانو او درنو لوستونکو ته سلام!

[quote:f848e83dfe]څاروان په خپلو ليكنو كې دا په تكراري توګه ليكلي چه څاروان د كفري مستعمرينو او عهد ماتونكو كفارو ترور –شړل او ايستل- د مسلمانانو له خاوري څخه روا بولي فقط نه د بيګناه انسانانو وژل.[/quote:f848e83dfe]
که څاروان ((د كفري مستعمرينو او عهد ماتونكو كفارو شړل او ايستل- د مسلمانانو له خاوري څخه روا بولي )) نو مونږ يې نه يواځې روا ، بلکې سپېڅلی جهاد بولو، ولې خبره دا نه ده، بلکې څاروان د جهاد دغسې سپيڅلي عمل ته د ظلم او چټلۍ څخه ډک نوم ترور ورکوي او د ترور وحشي او چټل عمل ته جهاد وايي! ددې له پاره بيا تر ګناه بتر عذر وړاندې کوي، چې مستعمرين کفار د مسلمانانو جهادي عملونه ټول ترور بولي .
که هغوی د مسلمانانو سرشندونکي جهادي عملونه په فلسطين ، عراق او چيچنيا کې د ترور په نامه بدنامول غواړي، نو ته څاروانه ولې او د څه له پاره د هغوی په خوله جهاد ته ترور وايې او ترور ته جهاد ؟ که ته هم د نورو مسلمانانو په څير پر حقه دا وايې چې کفار په ناحقه د مسلمانانو جهاد ته ترور وايي، نو پر همدې ټکي ټينګ پاتې شه او جهاد ته ترور ويل يو ناحقه ، باطل او مردود کار ګڼه . خو که ته پخپله جهاد ته ترور او ترور ته جهاد وايې يعنې روا يې هم بولې، نو بيا دا ګيلې له کفارو نه څنګه کوې چې هغوی ولې جهاد ته ترور وايي ؟
يو متل دى وايي مونږ ته مسلي كوي او خپله پري حملي كوي. مونږ ته په ليكنو كې د بدو الفاظو استعمالول جرم ګڼي او په خپلو ليکنو کې د دغسي الفاظو تکرارول ورته اسلامي اخلاق ښكاري چې د بل : اقتباس:
دﻻيل تش مخالفت [quote:f848e83dfe] او د ټر په پر د پټولو كوشش [/quote:f848e83dfe] وګڼي .
څار وانه دغسې اخلاق د اسلام او ولسواکۍ دواړو پر ضد دي . او بيا نقاد پر چا شخصي تعر ض نه دی کړی ، بلکې د يوې تورې سياسي واکمنۍ جنايتکاران يې
يې ښودلي چې نه په اسلامي او نه په اولسواکه توګه کولی شي بيا د قدرت پر ګدۍ کونې ولګوي .

څاروان حق او باطل سره داسې لړي :[quote:f848e83dfe]
. كه د مسلمانانو له خاروي څخه د كفري مستعمرينو او يا عهد ماتونكو كفارو ترور –شړل او ايستل - ، د مسلمانانو د ناموس څخه دفاع، د خپل وطن وطنوالو څخه دفاع كول د تروريستانو كار وي نو څاروان هم د همدوي په لست كې ونيسي. [/quote:f848e83dfe]
ترور شړل او ويستلو ته نه وايي .

((د مسلمانانو له خاروي څخه د كفري مستعمرينو او يا عهد ماتونكو كفاروشړل او ايستل ترور نه ، بلکې جهاد دی ، نو څنګه چې د مسلمانانو د ناموس څخه دفاع، د خپل وطن وطنوالو څخه دفاع كول د تروريستانو كار نه بلکې د مجاهدينو کاردي ، که څاروان جهاد نه، بلکې ترور کړی وي نو د همدوي په لست كې يې ونيسي.))

حقيقت دادی چې څاروان په خپل نامستعمره هيواد کې هم د بهرنيانو [quote:f848e83dfe]په ترور... كې د ځان او وطنوالو عزت ګوري .[/quote:f848e83dfe] نو څاروان صيب چې پر ترور
هر څومره افتخار کوې ، کوه يې ، ترور ته به هيڅ مسلمان جهاد ونه وايي ،
خو چې ته پر ترور وياړې او پر ځان د تروريست نوم په فخر غواړې او ﻻس ترې نه اخلې ، نو دا دی دترور په اړه بحث ته ، تاته ستا د خوښۍ له پاره ، د ړه له کومي په مبارکۍ درکولو سره د پای ټکی ږدم :

[color=cyan:f848e83dfe]څاروانه ترورېسته تروريزم دې بارک
............................................................ تند ﻻرئ سختدريزه افراطيزم دې بارک

والسلام ![/color:f848e83dfe]



ع کريم حليمي
17.05.2005

درنو او قدرمنو سلام
چون چه څارون ډير ټنګ دي ٠ او حواله غواړي ٠
تر دې له مخه چه حواله ورته وليکم اول دا ويل کوم چه د ترورست بايد ترورسي

ولي بايد ترورسي !
هر هغه وخت چه يو نفر په جامعه کښي فرار سي او غروته وخېژي ٠ يعني باغي
اوحکومت خپل کوښښونه وکړي چه وئې نيسي ٠ او حکومت د ناکامۍ سره مخامخ
سي ٠ نوڅارنوالي (district attorney ) بايد دوسيه جوړه کړي او قاضي ته پېش
کړي ٠ چه فلان نفر يعني قاتل محکمې ته نه راځي او شریعت نافظ څه سرغړونه کوي
نو به قاضي د قاتل په غياب کښي دقصاص امر صادر کړي ٠
او په راديو او اخبار کښي دغه فېصله اعلان کړي ٠ چه تر لسو ورځو پوري که فلان
محکمې ته حاضر حاضر نشي دغه فېصله رسمي کيږي يعني تړل کيږي
که چيري تر لسو ورڅو مخکي محکمې ته حاضر شي کولي شي چه خپله قانوني
دفاع وکړي ٠ کله چه لس ورځي پوره شي ٠ دغه دوسيه بايد وزارت عدليې ته واستول سي په سلسله تر رئيس جمهور پوري ٠ او رئيس جمهور ئې بايد د ترور
امر صادر کړي ٠ (يعني يوازي دغسي دترور امر د رئيس جمهور په امظا وي )
اوپر سر ئې جايزه کښېږدي ٠ لکه عليه سلام چه امر د يهودي کړي وو

حواله بخاري چه عربي او انګريزي متن ئې دادي

عن البراء بن عازب قال بعث رسول الله إلى أبي رافع اليهودي رجالاً من الأنصار، وأمر عليهم عبد الله بن عتيك ، وكان أبو رافع يؤذي رسول الله يعين عليه ، وكان في حصن له بأرض الحجاز ، فلما دنوا منه ـ وقد غربت الشمس وراح الناس لسرحهم ـ قال عبد الله لأصحابه : أجلسوا مكانكم فإني منطلق و متلطف للبواب لعلي أن أدخل ، فأقبل حتى دنا من الباب ، ثم تقنع بثوبه كأنه يقضي حاجته وقد دخل الناس ، فهتف به البواب يا عبد الله إن كنت تريد أن تدخل فآدخل فإني أريد أن أغلق الباب ، قال : فدخلت فكمنت ، فلما دخل الناس أغلق الباب ، ثم علق الأغاليق على وتد ، قال : فقمت إلى الأقاليد فأخذتها ففتحت الباب ، وكان أبو رافع يسمر عنده ، وكان في علية له ، فلما ذهب عنه أهل سمره صعدت إليه ، فجعلت كلما فتحت باباً أغلقت علي من داخل قلت : إن القوم إن نذروا بي لم يخلصوا إلي حتى أقتله ، فانتهيت إليه فإذا هو في بيت مظلم وسط عياله لا أدري أين هو من البيت ، قلت : أبا رافع ، قال من هذا ؟ فأهويت نحو الصوت فأضربه ضربة بالسيف و أنا دهش ، فما أغنيت شيئاً ، وصاح فخرجت من البيت ، فأمكث غير بعيد ثم رجعت إليه فقلت : ما هذا الصوت يا أبا رافع ؟ فقال : لأمك الويل ، إن رجلاً في البيت ضربني قبل بالسيف ، قال : فأضربه ضربة بالسيف أثخنته ، ولم أقتله ، ثم وضعت ضبيب السيف في بطنه حتى أخذ في ظهره ، فعرفت أني قتلته ، فجعلت أفتح الأبواب باباً باباً ، حتى انتهيت إلى درجة له فوضعت رجلي وأنا أرى أن قد انتهيت إلى الأرض ، فوقعت في ليلة مقمرة ، فانكسرت ساقي ، فعصبتها بعمامة ، ثم انطلقت حتى جلست على الباب فقلت : لا أخرج الليلة حتى أعلم أقتله ، فلما صاح الديك قام الناعي على السور . فقال : أنعى أبا رافع تاجر أهل الحجاز ، فانطلقت إلى أصحابي فقلت النجاء ، قد قتل الله أبا رافع ، فانتهيت إلى النبي فحدثته ، فقال :أبسط رجلك ، فبسطت رجلي فمسحها ، فكأنها لم أشتكها قط ، رواه البخاري
Narrated Al-Bara bin Azib: پنځم جلد ٣٧١ م حديث انګرېزي ترجمه
Allah's Apostle sent some men from the Ansar to ((kill) Abu
Rafi`, the Jew, and appointed `Abdullah bin Atik as their
leader. Abu Rafi` used to hurt Allah's Apostle and help his
enemies against him. He lived in his castle in the land of
Hijaz. When those men approached (the castle) after the sun
had set and the people had brought back their livestock to
their homes. `Abdullah (bin Atik) said to his companions,
"Sit down at your places. I am going, and I will try to play
a trick on the gate-keeper so that I may enter (the castle)."
So `Abdullah proceeded towards the castle, and when he
approached the gate, he covered himself with his clothes,
pretending to answer the call of nature. The people had gone
in, and the gate-keeper (considered `Abdullah as one of the
castle's servants) addressing him saying, "O Allah's Servant!
Enter if you wish, for I want to close the gate." `Abdullah
added in his story, "So I went in (the castle) and hid
myself. When the people got inside, the gate-keeper closed
the gate and hung the keys on a fixed wooden peg. I got up
and took the keys and opened the gate. Some people were
staying late at night with Abu Rafi` for a pleasant night
chat in a room of his. When his companions of nightly
entertainment went away, I ascended to him, and whenever I
opened a door, I closed it from inside. I said to myself,
'Should these people discover my presence, they will not be
able to catch me till I have killed him.'
So I reached him and found him sleeping in a dark house
amidst his family, I could not recognize his location in the
house. So I shouted, 'O Abu Rafi`!' Abu Rafi` said, 'Who is
it?' I proceeded towards the source of the voice and hit him
with the sword, and because of my perplexity, I could not
kill him. He cried loudly, and I came out of the house and
waited for a while, and then went to him again and said,
'What is this voice, O Abu Rafi`?' He said, 'Woe to your
mother! A man in my house has hit me with a sword! I again
hit him severely but I did not kill him. Then I drove the
point of the sword into his belly (and pressed it through)
till it touched his back, and I realized that I have killed
him.
I then opened the doors one by one till I reached the
staircase, and thinking that I had reached the ground, I
stepped out and fell down and got my leg broken in a moonlit
night. I tied my leg with a turban and proceeded on till I
sat at the gate, and said, 'I will not go out tonight till I
know that I have killed him.' So, when (early in the morning)
the cock crowed, the announcer of the casualty stood on the
wall saying, 'I announce the death of Abu Rafi`, the merchant
of Hijaz. Thereupon I went to my companions and said, 'Let us
save ourselves, for Allah has killed Abu Rafi`,' So I (along
with my companions proceeded and) went to the Prophet and
described the whole story to him. "He said, 'Stretch out your
(broken) leg. I stretched it out and he rubbed it and it
became All right as if I had never had any ailment
whatsoever."



ع کريم حليمي
17.05.2005

پر حکومت واجب کيږي چه اعلان وکړي و مجرمينو ته
بسمه تعالي : وَ إِمَّا تخَافَنَّ مِن قَوْمٍ خِيَانَةً فَانبِذْ إِلَيْهِمْ عَلى سوَاءٍ إِنَّ اللَّهَ لا يحِب الخَْائنِينَ(58)

و هر گاه (با ظهور نشانه هائى ) از خيانت گروهى بيم داشته باشى (كه عهد خود را شكسته حمله غافلگيرانه كنند) [color=brown:9a01848f5b]به طور عادلانه به آنها اعلام كن [/color:9a01848f5b](كه پيمانشان لغو شده است ) زيرا خداوند خائنان را دوست نميدارد.

دا څه معني !
يعني هر څوک چه امنيت ملي خرابوي ٠ او د نافظ قانون څه سر غړونه کوي او غافلګيره حملې کوي نوحکومت ته لازمه ده چه اعلان وکړي ٠ و تروررستانوته چه نور قانوني حفاظت نه لرۍ


mahboob
17.05.2005

[quote:6610db9175]او د نافظ[/quote:6610db9175]
[quote:6610db9175]چون چه څارون ډير ټنګ دي [/quote:6610db9175]
[quote:6610db9175]امظا وي [/quote:6610db9175]
دوستانوته سلام .
څوک چي خپله مورنۍ ژبه سمه نشی لیکلای نو هغه به دعربی ژبي په زیرو بم څه پوه شي .او ایا دعقل څشتنان به دداسی چا په خبرو باور وکړي ؟؟؟
فیصله دلیدونکواو لوستونکو په لاس .دشاغلی حلیمی په عربی کی هم داسی حال دی .



څاروان
17.05.2005

17-5-2005

ګرانو لوستونكو او محترم محبوب صيب او حليمي صيب او نقاد صيب
...................................................................................السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ګرانو لوستونكو [color=white:78e0113701]د مسلمانانو له خاوري څخه د كفارو د ترور په اړه خپله دغه ورستي ليكنه كوم [/color:78e0113701]ځكه په موضوع كې په دوه نقطو سره اختلاف وه يو د ترور په معنى او دوهم په اسلام سره په اړخ لږولو او جانبين په دواړو نقطو كې يوځل اتفاق ته رسيدلي او اوس چه مخالف جانب بيا د اختلاف او تعصب په پيدرو پل كيښود او پري روان دى او بغير د كومې معنى بحث اوږدول غواړي او فقط هغه خبري بيار راسپړي چه په مخكينيو ليكنو كې ئې جواب شوي او د مخالف جانب د خپلو خبرو څخه تيښته په دي دلالت كوي چه دوي په خپل نظر كې استقلال نلري او هغه خبري راباسي چه بل ئې پكې پوه كوي نو څاروان خپل وخت ضائع كول نه غواړي.
[color=blue:78e0113701]څاروان د هرچا او يا د هر كافر د ترور – شړلو او ايستلو – جواز نه دي وركړي[/color:78e0113701] بلكې د كفري مستعمرينو او عهد ماتونكو كفارو د مسلمانانو د خاوري څخه د ترور- شړلو او ايستلو- د اسلام له نظره روا كار بللي. خو مخالفين اوبه خړول غواړي او خپل بې اوازه ډول ډنګوي.په هر حال [color=white:78e0113701]هغه ليكنې چه پدي دلالت كوي چه د ترور په معنى او د اسلام سره په اړخ لږولو كې جانبين پكې اتفاق ته رسيدلي هغه دلته په ګوته كوم چه ترڅو لوستونكې په اسانه سره وكړي شي د بحث خلاصه وه ګوري:[/color:78e0113701]
[color=darkred:78e0113701][[
1. د ليکنې نېټه : ٣ شنبه ميئ 03, 2005 6:10 am عنوان :
2. د ليکنې نېټه : ٣ شنبه ميئ 03, 2005 8:20 am عنوان :
3. د ليکنې نېټه : ٤ شنبه ميئ 04, 2005 9:15 am عنوان :
4. د ليکنې نېټه : ٤ شنبه ميئ 04, 2005 9:22 am عنوان :
5. د ليکنې نېټه : ١ شنبه ميئ 08, 2005 5:56 am عنوان :
6. د ليکنې نېټه : ١ شنبه ميئ 08, 2005 6:05 am عنوان :
7. د ليکنې نېټه : ٢ شنبه ميئ 09, 2005 5:29 pm عنوان :
]][/color:78e0113701]
[color=blue:78e0113701]حليمي صيب فكر ونه كړي چه روايت مې ورته ذكړه نو څاروان د بحث څخه لاس واخيست. [/color:78e0113701]حليمي صيب ذكر شوي روايت زما سره هم شته او راته معلوم وه خو ستاسي څخه مې غوښتنه ځكه كوله چه زه په دي فكر وم كه زه ئې ذكر كړم نو تاسي به ئې د خپل عادت په اساس مخالف جانب اختياروي خو خير ښه دي وكړه چه هغه روايت دى ذكر كړو چه ستاسي په نظر رسول عليه السلام د ترور امر پكې كړي خو [color=white:78e0113701]فكر نه كوم چه د ترور كلمه به په ذكر شوي روايت كې د هيڅ كوم لوستونكې نظر ته راغلي وي. حتى مرادفه كلمه به هم پكې نه وي ذكر شوي. [/color:78e0113701]او مونږ درته دومره اوږد انتظار وه ايستو چه حليمي صيب به اوس كوم داسي روايت بيان كړي چه جانبين به په عربي كې د ترور كلمې مرادف لفظ باندي سره متفق كړي. خو افسوس چه...
دوهمه خبره داده چه دغه يهودي په كومه طريقه وژل شوي دا حكم يواځي په همده پوري خاص نه وه او نه دي ځكه د شپي په كور كې د بي دينو وژنه د روسانو په وخت كې مجاهدينو هم ډيره ترسره كړي او ددي كار ډير كيسي راته د قندهار راته ياد دى. حليمي صيب د دروسانو په وخت كې مجاهدينو ډير زيات كمونيستان همداسي ووژل كه دنور افغانستان څخه معلومات نلري نو د خپل قندهار په باره كې خو به درسره وي او كه يا هغه وخت هم چه افغانان په كړاونو كې وه تاسي په امريكا كې ارږمي ايستل. لكه څنګه چه اوس يي.
به هر حال حليمي صيب ددي روايت د ذكر كولو ترڅنګ مو دغه خبره پريښي ده چه كه اوس كوم انسان همغه كار وكړي كوم چه دغه يهودي كړي وه نو اسلام ورته څه سزا ټاكې؟
حليمي صيب په تيرو ليكنو كې مو دغه فيصله په همدي يوكس او په رسول عليه السلام پوري خاص كړي وه خو د روايت په ذكر كولو سره مو د خپلي ورستي ادعا د ثابتولو دپاره د هيڅ كوم عالم قول نه دى ذكر كړي. خير ما خو اوس فيصله داسي كړي چه په دي موضوع كې نور بحث كول نه غواړم ځكه د بعض وروڼو له دي ورستيو ليكنو څخه خبره د اخلاقي چوكاټ څخه په وتلو راته ښكاره شوه.

[color=darkred:78e0113701]محبوبه وروره د ليكنو په لوستو او نظر څرګندونې څخه مو مننه كوم. الله دي تل اباد خوشحاله او په حق ويلو او ليكلو ثابت لره. الله دي مونږ او تاسي ټولو څخه د دين كار واخلي. آمين.[/color:78e0113701]

[color=blue:78e0113701]په اخر كې يوځل په ښكاره دا اعلان كول غواړم:[/color:78e0113701]
[color=white:78e0113701]كه د مسلمانانو له خاروي څخه د كفري مستعمرينو او يا عهد ماتونكو كفارو ترور –شړل او ايستل - ، د مسلمانانو د ناموس څخه دفاع، د خپل وطن وطنوالو څخه دفاع كول د تروريستانو كار وي نو څاروان هم د همدوي په لست كې ونيسي.[/color:78e0113701]
[color=indigo:78e0113701]نقاد صيب د څاروان د پورتني خبر څخه ورسته ستاسي دغه بيت:[/color:78e0113701]

[quote:78e0113701]څاروانه ترورېسته تروريزم دې بارک
............................................................ تند ﻻرئ سختدريزه افراطيزم دې بارک[/quote:78e0113701]

[color=indigo:78e0113701]دا منل دى چه وه څاروانه د مسلمانانو له خاروي څخه د كفري مستعمرينو او يا عهد ماتونكو كفارو ترور –شړل او ايستل - ، د مسلمانانو د ناموس څخه دفاع، د خپل وطن وطنوالو څخه دفاع كول د تروريستانو كار دي او كونكې ئې تروريستان دى. [/color:78e0113701]او د ذكر شو كارونو نه كول مخالف جانب دي يعني غلامان، لاسپوڅوي، د مستعمرينو په پوډري شيدو رالويشوو د صليبيانو جوشك رودونكې او داسي نور [color=darkred:78e0113701]كوردي ودان ستاسي په دى ښه انصاف او فيصلي سره [/color:78e0113701] [color=white:78e0113701]خو پورتني فيصلي ته دى په غور سره فكر وكړه چه څوك دى په كوم جانب كې درولي دى؟ او خپله په كوم ميدان كې ولاړ يي؟[/color:78e0113701]
----------------------------------------------------------------------
أَفَرَأَيْتَ مَنْ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلَى عِلْمٍ وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ وَجَعَلَ عَلَى بَصَرِهِ غِشَاوَةً....
........................................................................................................
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ، وَتُبْ عَلَيْنَا إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ، رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ ، رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ . آمين برحمتك يا ارحم الرحمين.
==============================
(1) إذا لم تجد عدلاً في محكمة الدنيا فارفع ملفك لمحكمة الآخرة فإن الشهود ملائكة، و الدعوى محفوظة ، و القاضي أحكم الحاكمين.
===========================

-------------------------------------------------- يوسف څاروان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more