د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

وزیري
18.06.2012

مهاجر صاحب وارخطا کیږه مه ستا د دري واړو پوښتنو به زه درته جواب درکوم خو لکه مخکي می چی وویل یو په یو. ځکه چی زه نه غواړم چی علم دي بیځایه توې شي. که اول ځواب د قناعت وړ نه وي نو دوهم ته څه ضرورت ده؟
اوس غواړم چی اول ځواب یو څه نور هم غني کړمه.

هغه حدیث چی ابن ادریس نه روایت شویدی هغه بل حدیث دی او په دی باندی اختلاف دسیاق دحدیثینو دلالت کوی.

دویم:
داچه سفیان احفظ دی له ابن ادریس نه او حافظ ابن حجر خلاصه اقوال دائمه جرح او تعدیل داسی بیانوی : سفیان : ثقه ، حافظ ، امام ، حجه ، او د عبد الله ابن ادریس باره کی وایی چه ثقه ، فقیه ، عابد. او دلته سره دوثوقه او امامته او حفظه زیادت دسفیان او مخالفت د ابن ادریس له سفیان سره کم ضرر او معنی نه لری.التقریب ص ۷۴/۹۸.

دریم:
داچه دا لفظ د (ثم لا یعود) زیادت دی او زیادت دثقه او متقن حافظ په نزد دخصومو واو د جمهورو محدیثینو قابل قبول دی.
او دتفلسفی ګمان به په فلسفی بیان رد شی هغه داچی دوی وایی کتاب داهل علمو په نزد کتاب احفظ دی دا په اطلاق د مطلق سره غیر مسلم دی ځکه کله ناکله وهم او غلطی په کتابت کی راځی او عالم یی له حفظه تصحیح کوی او کمه بعیده خبره نده چی دا لفظ دابن ادریس نه دکتابت په وخت ساقط شوی وی او بله داچی دا کتاب دعاصم ابن کلیب ندی بلکه دعبد الله دی او مخالفت دعبدالله د ثوری سره دحدیث باره کی کمه جرحه نه بلل کیږی .
خو عجیبه خبره داده چی داحنافو رضوان الله علیهم اجمعین مخالفین څه عجیب او غریب عادات لری کله دیو راوی زیادت باندی اصرار کوی چی ددوی په ګټه وی او کله همدغه راوی چه دده زیادات ددوی په نزد مقبوله دی جرح اورد کوی یی دیوی بیلګی په توګه پورتنی مثال مشرحه راوړم خصوم د رفع الصوت بآمین حدیث باره کی د همدی سفیان په خبری او زیادت داړی ور خښوی او دشعبه قول چی امیر المومین فی الحدیث دی دوی نه قبلوی چه هغه فرمایی (وخفض بها صوته) . او همدا راز دلته دابن ادریس په شان راوی زیادت قبلوی او سفیان چی حافظ او حجه دی نه قبلوی خو په صراحت سره به ووایو چی کله یو راوی ددوی په فایده اوګټه زیادات را نقلوی هغه احفظ الناس! دی او کله چی دوی ته یی تاوان او خلاف رسی انسی الناس! دی . فیا سبحان الله! ونعوذ بالله من شرور انفسنا .

خو ګرانه وروره په دی حدیث باندی ابن القطان هم جرح کوی او په خلاف د بخاری او ابو حاتم، وای چی دلته وکیع نه تیر وتنه شویده ځکه په دی پوه کړی شویوو چی دسفیان زیادت ګوره محفوظ دی نه منکر! خودی جناب دی هم خپله دا کسه په کسوړی کی واچوی ځکه دلته دسفیان نه یوازی وکیع روایت ندی کړی بلکه ورسره امیر المومنین فی الحدیث امام عبد الله ابن مبارک هم شریک دی او نسایی په خپل سنن کی په صحیح سند سره د سوید بن نصیر او هغه له عبد الله ابن مبارک څښه او هغه له سفیان الثوری رحمت الله علیهم اجمعین نه روایت کوی نو دا ثابته شوه چی وکیع نه‏، نه کمه سهوه شوی او نه کم ساهی وه او نه یوازی ده له سفیان نه دا حدیث روایت کړی دی او د نسایی دحدیث متن دادی : (فقام فرفع یدیه اول مره ثم لم یعد) حدیث رقم ۱۰۲۶ او د اهل متحدثو معروف عالم البانی ددی حدیث باره کی وای (صحیح)

خوځه فرض که مونږه د بخاری او ابو حاتم او ابن القطان جرحی ته تسلیم شو خو کمه نفعه یی تاسو ته ونه کړه ځکه مونږه له دی نه په استغنا کی یو چی دا ثابته کو چی لفظ دلم یعد محفوظ ندی
په کثرت دادله وو سره چی ددی لفظ په معنا کی روایت شویدی یو له هغه جمله څښه د امام ترمذی خلیفه د بخاری روایت دی چه په حدیث رقم ۲۵۷ کی وایی ( فلم یرفع یدیه الا فی اول مره) او بعدا وایی چی حدیث حسن خو ابن حزم ظاهری په المحلی ج۴ص ۸۸کی وایی دا حدیث صحیح دی. دویم امام ابن ابی شیبه په مصنف ج ۱ص۲۳۶کی ددی حدیث لفظ روایت په دی الفاظو کوی (انه کان یرفع یدیه فی اول ما یفتتح ثم لا یرفعها) او په بل روایت کی وایی (فلم یرفع یدیه الا مره) خو عجیبه دلته دا خبره ده چی بخاری دامام احمد بن حنبل نه روایت کوی ما د ابن ادریس په کتاب کی دا زیادت پیدا نکه او حال داچی پخپله امام ابن حنبل رحمت الله علیه داروایت دوکیع په واسطه له سفیان کوی تر اخیر دسند مذکوره باندی او وایی چی ( فلم یرفع یدیه الا مره) ج۱ص۳۸۸حدیث رقم ۳۶۸۱.اوددی حدیث سند صحیح دی.

خو ددی ډیر ښه ځواب امام الحافظ الزیلعی په نصب الرایه کی کړی دی او وایی: فالبخاري. وأبو حاتم جعلا الوَهم فيه من سفيان. وابن القطان، وغيره يجعلون الوَهم فيه من وكيع، وهذا اختلاف يؤدي إلى طرح القولين، والرجوع إلى صحة الحديث لوروده عن الثقات. نصب الراية لأحاديث الهداية مع حاشيته بغية الألمعي في تخريج الزيلعي –للامام الزیلعی والحافظ الامام قاسم ابن قطلوبغا (ج 1 / ص 396) مؤسسة الريان للطباعة والنشر - بيروت -لبنان/ دار القبلة للثقافة الإسلامية- جدة – السعودية الطبعة الأولى، 1418هـ/1997م.

والسلام


شهید
07.07.2012

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !
گرانو محترمو ورونو مهاجر صاحب او وزیری صاحب
الله دی وکړی چی روغ اوجوړ ووسی
مونږه ستاسو د بحث په انتظار سترګی سټړی شوی مهربانی وکړی سیړنی ته مو ادامه ورکی


وزیري
07.07.2012

شهید صاحب ټول افغان فورم ته په خیر راغلي، الله جل جلاله دي وکړي چی زمونږ سره همیشه پاتي شي.
که بحث دي له اول نه تر اخیره پوري لوستی وي نو دا به درته جوته شي چی نوبت د مهاجر صاحب ده. هرکله چی مهاجر صاحب جواب وکه بیا به زه جوابونو ته ادامه ورکړم.

والسلام


مومن مهاجر
12.07.2012

[quote:8e0dd14371="وزیري"]
اول اعتراض او څلور جوابونه:

امام ابو حاتم الرازی رحمه الله وايي :
هذا خطأ يقال : وهم ثوری فقد رواه جماعة عن عاصم وقالوا کلهم : ان النبی صلی الله علیه وسلم افتتح فرفع یدیه ثم رکع فطبق وجعلهما بین الرکبتین ولم یقل احد ما روی الثوری.

اول جواب:
زمونږ استدلال د ترک رفع الیدین لپاره د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه په هغه حدیث باندی ده چی حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه پخپله جګیږی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه نقشه خلکو ته عملا دی ورښائی.

او په کتاب العلل کی د امام ابوحاتم رحمة الله علیه کوم اعتراض چی ده هغه په هغه حدیث ده چی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ودریده او صحابه کرامو ته د لمانځه نقشه وښودله.
تاسو خو د کتاب متن هم نیمائی رانقل کړای ددي لپاره چی د خلکو په سترګو کی خاوري واچوي. زه به پوره متن درته را نقل کړم او ته یی پخپله مقایسه کړه چی اعتراض په کوم قسم حدیث ده او زمونږ استدلال په کوم قسم حدیث ده.

سألت ابی عن حدیث رواه سفیان الثوری عن عاصم بن کلیب عن عبدالرحمن بن الاسود عن علقمة عن عبدالله ان النبی صلی الله علیه وسلم قام فکبر فرفع یدیه ثم لم یعد فقال ابی هذا خطاء یقال وهم فیه الثوري فقد رواه جماعة عن عاصم وقالوا کلهم : ان النبی صلی الله علیه وسلم افتتح فرفع یدیه ثم رکع فطبق وجعلهما بین الرکبتین ولم یقل احد ما روی الثوری. (کتاب العلل، اول جلد، صفحه ۹۶)

نو اوس وګوره چی د امام ابوحاتم رحمة الله علیه د وهم اعتراض د عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه په هغه حدیث نده چی مونږه د ترک رفع الیدین لپاره استدلال ګرځولای.
[/quote:8e0dd14371]
ښاغلی وزیري سلامونه او نیکي هیلي!
فکر کوم ته نه زما په لیکنه سم پوه شوی یې او نه د امام ابو حاتم رازي رحمه الله په تحلیل هغه وایي چي د سفیان ثوري نقل شوی روایت ناسم دئ ، بلکي د دې په مقابل کي هغه روایت صحیح دئ چي له همدغه عبد الله بن مسعود رضی الله عنه څخه عاصم بن کلیب نقل کړی او هلته رسول الله نه بلکي عبد الله بن مسعود رضی الله عنه خلګو ته د رسول الله لمونځ ورښود د حدیث متن دا دئ :
حَدَّثَنَا عُثْمَانُ بْنُ أَبِى شَيْبَةَ حَدَّثَنَا ابْنُ إِدْرِيسَ عَنْ عَاصِمِ بْنِ كُلَيْبٍ عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ الأَسْوَدِ عَنْ عَلْقَمَةَ قَالَ قَالَ عَبْدُ اللَّهِ عَلَّمَنَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- الصَّلاَةَ فَكَبَّرَ وَرَفَعَ يَدَيْهِ فَلَمَّا رَكَعَ طَبَّقَ يَدَيْهِ بَيْنَ رُكْبَتَيْهِ قَالَ فَبَلَغَ ذَلِكَ سَعْدًا فَقَالَ صَدَقَ أَخِى قَدْ كُنَّا نَفْعَلُ هَذَا ثُمَّ أُمِرْنَا بِهَذَا يَعْنِى الإِمْسَاكَ عَلَى الرُّكْبَتَيْنِ.(سنن ابی داود ، کتاب الصلاة)
په دې روایت کي یادونه شوې چي ده خلګو ته د رسول الله لمونځ بیان کړی دئ .
د همدې روایت سند بالکل سم دئ هیڅ خبره پکي نه شته ، خو پاته شو د سفیان ثوري روایت نو پر هغه ګڼې نیوکې شوې ده چي یوه هم ابو حاتم رازي پرې کړې ده او دا یې د هغه وهم او یا تېروتنه بللې ده ،ځکه نورو ګڼو کسانو چي له عبد الله بن مسعود رضی الله عنه څخه کوم لمونځ نقل کړی هلته د ترک رفع الیدین خبره پکي نه شته .
[quote:8e0dd14371="وزیري"]
دوهم جواب:
علامه ذهبی رحمة الله علیه په تذکرة الحفاظ دوهم جلد صفحه اته کی فرمائی چی امام ابوحاتم رحمة الله علیه او امام نسائی رحمة الله علیه متشدّد او متعنّت دی. او په مقدمه د نصب الرایه صفحه ۵۸ کی امام ابوحاتم رحمة الله علیه په امام بخاری رحمة الله علیه باندي جرحه کړیده او حتی تردي پوري یی ویلي دی چی امام بخاري رحمة الله متروک الحدیث ده. نو دداسی متعنّت جرحه به بلا واضح دلیل څنګه قابل قبول وی؟؟؟
[/quote:8e0dd14371]
اول خو دا نه ده ثابته چي رښتیا هم ابن ابی حاتم پر امام بخاري همداسي رد کړی دئ، ځکه ما په تذکرة الحفاظ کي پوره پلټنه وکړه خو دا خبره مي ونه مونده ته باید له پوره د قیقي حوالي سره خپله دا ادعا ثابته کړې چي رښتیا هم ابن ابی حاتم پر امام بخاري همداسي نیوکه کړې ده او اساسي خبره دا ده چي د دې حدیث د رد په اړه یوازي د ابن ابي حاتم خبره نه ده چي د هغې په له منځه تلو دي ستا روایت صحیح شي . نور ګڼ عوامل، معیاري اصول او د حدیث پوهانو اقوال هم شته چي له وجې یې ستا روایت د صحت له میدانه باسي .
[quote:8e0dd14371="وزیري"]
دریم جواب:
امام سفیان ثوري وهم نه دئ کړی او د هغه روایت نه دئ مخالف چي عبد الله بن ادریس له همدغه عاصم بن کلیب څخه په همدغه ډول نقل کړی دئ .څنګه؟ هغه داسی چی:
سفیان ثوری رحمة الله علیه چی د کوم حدیث په روایت کی راځی نو احفظ الناس او افقه الناس وي. او دده په مقابله کی چی کوم راوي راځی نو هغه وهمي حسابیږی. لکه د آمین په مسئله کی سفیان ثوری رحمة الله علیه ثقه، حجة او حافظ شمیرل کیږی او د هغه په مقابله کی چی شعبه رحمة الله علیه واقع ده الزام پری لګول کیږی او غلط کار ثابتیږی. روپړی صاحب په رفع الیدین او آمین کتاب صفحه ۲۵ کی لیکي چی د محدثینو دا اصول دی چی د زیاتي حافظی والا ته په داسي حالاتو کی ترجیح ورکول کیږی او سفیان په حافظه کی له شعبه رحمة الله علیه نه ښه ده.
کله چی د سفیان ثوری رحمة الله علیه دومره زبردسته حافظه ده چی امام المحدثین حضرت شعبه رحمة الله علیه یی مقابله نشي کولای نو د رفع الیدین په دی روایت کی وهمي په څه شه؟ او عبدالله بن ادریس رحمة الله علیه څوک چی د سفیان ثوري رحمة الله علیه د فقاهت او حافظی مقابله هم نشی کولای په دی ځای کی احفظ الناس او افقه الناس څنګه شه؟؟
په اردو کی یو شعر ده چی:
کل تک تو آشنا تهی مگر آج غیر هو - دو دن کا یه مزاج هی اگی کی خیر هو.

همدارنګه علامه ابن حزم ظاهری غیر مقلد به هم د همیش لپاره د سفیان ثوری رحمة الله علیه وهم نه مانه او محلی اول جلد صفحه ۸۷ کی لیکی: فان قیل ان هذا الحدیث اخطأ فیه سفیان لان زهیر بن معاویة خالفه فیه قلنا بل اخطأ بلا شک من خطّأ السفیان بالدعوی بلا دلیل و سفیان احفظ من زهیر بلا شک.
او په بل ځای کی بیا لیکی: و من ادعی ان سفیان اخطأ فی هذا الحدیث فهو المخطي بدعواه ما لا دلیل له علیه فان قیل قد خالفه زهیر بن معاویة قلنا سفیان احفظ من زهیر ب الثقة مصدق فی کل ما یروی. (محلی، دوهم جلد، صفحه ۲۲۱)
[/quote:8e0dd14371]
دا خبره دي هم سمه نه ده چي سفیان ثوري په رتبة کي تر عبد الله ابن ادریس لوړ دئ ، ځکه که ته د جرحې او تعدیل له مخې د راویانو مرتبې وپېژنې نو خپله به درته څرګنده شي چي دوئ دواړه په مرتبه کي سره یو دي، د جرحې او تعدیل په هر کتاب کي هم سفیان ثوري او هم عبد الله بن ادریس په غبرګو لقبونو، ثقة ثبت، یا ثقة امام او داسي نورو الفاظو یاد شوي چي د دواړو رتبة یوه ده پاتي شوه د طبقې خبره نو که کوم څوک په طبقة کي تر بل ټیټ وي هیڅ تاوان نه لري ، ځکه د طبقې تړاو له عمر سره دئ او د جرحې وتعدیل په هیڅ کتاب کي داسي نه دي ویل شوي چي سفیان ثوري احفظ الناس دئ بلکي په غبرګو تورو یې یادوي چي په دې رتبة کي عبد الله ابن ادریس له ده سره یو ډول دئ .د امام ابن حزم خبره،ځکه د لته د تطبیق وړ نه ده چي ده د زهیر بن معاویة په مقابله کي اخیستي نه د عبد الله بن ادریس . او تر ټول اساسي خبره داده چي دلته یوازي عبد الله بن ادریس هم نه دئ بلکي څو کسان دي چي سفیان ثوري رحمه الله له هغو ټولو بېل او جلا روایت نقل کړی له دې سره – سره د عبد الله بن ادریس شاګرد وايي چي زما استاد اړوند روایت له کتابه راته بیان کړ او قانون دا دئ چي لیکلی روایت د حافظې تر هغه ډېر خوندي وي . دا ټول هغه وجوهات دي چي پر بنا یې ویلای شو په دې روایت کي سفیان ثوري وهم یا تېروتنه کړې ده .
[quote:8e0dd14371="وزیري"]
څلورم جواب:
د عبدالله بن ادریس رحمة الله علیه او سفیان ثوری رحمة الله علیه په احادیثو کی ترجیح د سفیان ثوری رحمة الله علیه حدیث ته ده. هغه داسی چی سفیان ثوری رحمة الله علیه په حافظی او فقاهت کی له عبدالله بن ادریس رحمة الله علیه نه قوی ده. په تهذیب التهذیب کی د امام شعبه په ترجمه کی عبدالله بن ادریس رحمة الله علیه پخپله وایی چی سفیان له مانه په حافظه او فضیلت کی اوچت ده بحواله بسط الیدین صفحه ۳۵. همدارنګه په تقریب کی سفیان ثوری رحمة الله علیه په طبقه سابعه کی شمار ل شوی او عبدالله بن ادریس رحمة الله علیه په طبقه ثامنه کی شمارل شوی. د محدثینو په نظر سفیان په حافظه کی دومره قوی ده چی په روایت کی د مخالف په مقابله کی ده ته ترجیح ورکول کیږی وګوره سنن ترمذی، صفحه ۲۳۸ او تهذیب التهذیب صفحه ۲۴۴.
[/quote:8e0dd14371]
دا بیا چا ویلي چي سفیان ثوري په فقاهت او ثقاهت کي تر عبد الله بن ادریس قوي او پیاوړی دئ؟ ښاغلی وزیري دواړه هم ثقه دي او هم فقهاء مګر د عبد الله بن ادریس روایت ځکه د ترجیح وړدي چي یو خو نور کسان ورسره ملګري دي، بل یې له خپله کتابه بیان کړی او بل د رفع الیدین له نورو عمومي قوي او ګڼو احادیثو سره موافق دئ، خو د سفیان ثوري روایت له دې ترجیحاتو برخمن نه دئ او عبد الله بن ادریس چیري ویلي چي سفیان ثوري تر ما تکړه دئ، دا خبره باید له اړوندي مرجع او پاخه لاسوند سره نقل کړې . پاتي شوه د طبقې خبره نو هغه د شخصیت له پیاوړتیا او قوت سره هیڅ مرسته نه شي کولای ، ځکه طبقه له عمر سره تړاو لري ، نه د یو شخص له ثقه والي او ضبط سره ، ته لکه چي د مرتبې او طبقې تر منځ هم توپیر نه شې کولای .
کله چي یو کتاب ته حواله ورکوې نو اړوند بحث او باب ذکر کوه د صفحې حواله ځکه ګټه نه لري چي زه ډېر وخت له بريښنايي کتابونو ګټه اخلم نه له چاپي ، هیڅ محدث داسي نه دي ویلي چي سفیان پر خپل هر مقابل ترجیح لري بلکي د ځینو مشخصو کسانو په مقابل کي سفیان ته ترجیح ورکول شوي ده . که محدثینو دی په کلي ډول تر هرچا راجح او پیاوړی بللی وي نو ته یې پوره او دقیقه حواله راکړه .
[quote:8e0dd14371="وزیري"]
مهاجر صاحب:
نظر دي وایه منې یې او که نه؟ خیر لګ د احادیثو علم به له مونږه هم یاد کړی.
والسلام
[/quote:8e0dd14371]
ما خو خپل نظر درته څرګند کړ ایا ته یې منلو ته چمتو یې که نه ؟ ښه خبره وه چي له تاسو مو علم زده کړی وای ، مګر له بده مرغه په دې فن کي ستا معلومات دومره ابتدايي دي چي زموږ ماشومان هم پرې خبر دي ، پر موږ خو هغه د پېښوریانو خبره بلا عمر تېر شوی .
ګپه ده چي خپه نه شې .


وزیري
13.07.2012

مهاجر صاحب په خیر راغلي!

زما د مستند جواب په مقابله کی ستا له ځان نه لیکلي خبري خو جواب نه بولم. هیله ده چی همداسي لکه زه چی کتابي غږیدلي یم ته هم کتابی وغږیږي.

که جواب لري نو مهرباني وکړه کنه ویی منه چی د دوهم سوال جواب دي درکړمه.

والسلام


مومن مهاجر
13.07.2012

یو ځل بیا ښه راغلاست !
ما په خپله لیکنه کي تاسو ته د تقریب التهذیب او تهذیب الکمال خلاصه وړاندي کړې وه چي اړوند عربي عبارات یې دا دي :
الاسم : عبد الله بن إدريس بن يزيد بن عبد الرحمن بن الأسود بن حجية بن الأصهب بن يزيد بن حلاوة الأودى الزعافرى ، أبو محمد الكوفى
الطبقة : 8 : من الوسطى من أتباع التابعين
الوفاة : 192 هـ
روى له : خ م د ت س ق ( البخاري - مسلم - أبو داود - الترمذي - النسائي - ابن ماجه )
رتبته عند ابن حجر : ثقة فقيه عابد
رتبته عند الذهبي : أحد الأعلام
او د سفیان په اړه یې داسي ویلي دي :
الاسم : سفيان بن سعيد بن مسروق الثورى ، أبو عبد الله الكوفى ( من ثور بن عبد مناة بن أد بن طابخة بن إلياس بن مضر بن نزار بن معد )
المولد : 97 هـ
الطبقة : 7 : من كبار أتباع التابعين
الوفاة : 161 هـ
روى له : خ م د ت س ق ( البخاري - مسلم - أبو داود - الترمذي - النسائي - ابن ماجه )
رتبته عند ابن حجر : ثقة حافظ فقيه عابد إمام حجة ، و كان ربما دلس
رتبته عند الذهبي : الإمام ، أحد الأعلام علما و زهدا ، قال ابن المبارك : ما كتبت عن أفضل منه ، و قال ورقاء : لم ير سفيان مثل نفسه
د لته وینو چي له دواړو سره مکر صفت ثقة فقیه عابد یا ثقة حافظ فقیه عابد او داسي نور ذکر شوي چي په دې سره دواړه د لومړۍ درجې کسان شول . او ته بېړه مه کوه په دې اړه تفصیلي بحث به ان شاء الله په دویمه برخه کي هم راشي .


مومن مهاجر
02.09.2012

[quote:d1176498c0="وزیري"]مهاجر صاحب وارخطا کیږه مه ستا د دري واړو پوښتنو به زه درته جواب درکوم خو لکه مخکي می چی وویل یو په یو. ځکه چی زه نه غواړم چی علم دي بیځایه توې شي. که اول ځواب د قناعت وړ نه وي نو دوهم ته څه ضرورت ده؟
[/quote:d1176498c0]

واه واه! وارخطا لا تور وي که سپین، څو ځله دي هڅه وکړه چي روان بحث له منطقه احساساتو او شورماشور ته وباسې مګر ما به هڅه کوله چي هر څه په سړه سینه درته وړاندي کړم ، زه الحمد لله هیڅکله په بحث کي له وارخطایي او ذهني اضطراب سره نه مخ کېږم، ځکه له پیله په دې باور یم چي که مي حق ولید که د هر چا له خولې وي هرو – مرو به یې منم ستاسو په څېر نه یم چي یوازي به خپل تقلیدي نظر ثابتوم که څه هم د اوبو په وړاندي د شګو په بندونو وي ، لوستونکي خبر دي چي ما د بحث له سره تر پایه نه د بل چا سپکاوی کړی او نه ستا خو ته کله ماته سپکي سپوري وايې او کله سترو امامانو ته له ابن حزم سره دي هر ځای د تضاد او عناد له مخې لیکلي وي چي ابن حزم غیر مقلد، حال دا چي ابو حنیفة، ابو یوسف، محمد، زفر ، حسن بن زیاد او نور ستر احناف هم غیر مقلدین وو چي هیڅکله دي له هغوئ سره داسي الفاظ نه دي لیکلي ، ځکه دا ته د هغوئ په شان کي بې ادبي ګڼې له همدې امله هغوئ په مجتهدینو یادوې ، مګر ابن حزم درته مجتهد نه ښکاري ، خو زما په اند د امام ابن حزم خدمت ، هڅې ، علمي لیاقت، ستر اجتهادي مقام او معقول دریځ ستا د مشرانو تر هر څه پیاوړي، قوي او په ډاګه وو ، مګر له دې هر څه سره – سره هغه یو انسان دئ، حتما به تېروتنې ترې شوې وي، ځکه نو د هغه ټولې خبرې د منلو نه دې یوازي هغه څه به یې منو چي په کره دلیل ثابت وي .په هر حال اوس به اصل موضوع ته راوګرزو.
[quote:d1176498c0="وزیري"]
اوس غواړم چی اول ځواب یو څه نور هم غني کړمه.

هغه حدیث چی ابن ادریس نه روایت شویدی هغه بل حدیث دی او په دی باندی اختلاف دسیاق دحدیثینو دلالت کوی.
[/quote:d1176498c0]

ما شاء الله عجیب استدلال دئ، که کله یو حدیث یو ځل په مختصر ډول او بیا په تفصیل نقل شي نو ستا په اند دا دوه حدیثونه شول؟ نه ! هیڅکله نه ! بلکي دواړه یو دي د عبد الله بن ادریس او سفیان ثوري حدیثونه هم داسي دي چي یوه په لنډ ډول بیان کړی او بل په تفصیل له همدې امله ابوداود ویلي چي دا له اوږده حدیثه رالنډ شوی او په دې الفاظو کره نه دئ .
[quote:d1176498c0="وزیري"]
دویم:
داچه سفیان احفظ دی له ابن ادریس نه او حافظ ابن حجر خلاصه اقوال دائمه جرح او تعدیل داسی بیانوی : سفیان : ثقه ، حافظ ، امام ، حجه ، او د عبد الله ابن ادریس باره کی وایی چه ثقه ، فقیه ، عابد. او دلته سره دوثوقه او امامته او حفظه زیادت دسفیان او مخالفت د ابن ادریس له سفیان سره کم ضرر او معنی نه لری.التقریب ص ۷۴/۹۸.
[/quote:d1176498c0]

ښاغلی وزیري! دا په هیڅ کره دلیل نه ده ثابته چي عبد الله بن ادریس په مرتبه کي تر سفیان ثوري کم دئ، حدیث پوهانو چي د سفیان ثوري څومره ستاینه کړي همدومره ستاینه یې د عبد الله بن ادریس هم کړې ده .
د ده په اړه د محدثینو د کلام لنډیز دادئ :
قال المزي في تهذيب الكمال :
( خ م د ت س ق ) : عبد الله بن إدريس بن يزيد بن عبد الرحمن بن الأسود بن حجية ابن الأصهب بن يزيد بن حلاوة بن الزعافر و هو عامر بن حرب بن سعد بن منبه بن أود بن صعب بن سعد العشيرة بن مالك بن أدد بن زيد بن يشجب بن عريب بن زيد بن كهلان بن سبأ بن يشجب بن يعرب بن قحطان الأودى الزعافرى ، أبو محمد الكوفى . اهـ .
و قال المزى :
و قدم بغداد و حدث بها .
قال عبد الله بن أحمد بن حنبل ، عن أبيه : كان نسيج وحده .
و قال عثمان بن سعيد الدارمى : قلت ليحيى بن معين : ابن إدريس أحب إليك أو ابن
نمير ؟ فقال : كلاهما ثقتان ، إلا أن ابن إدريس أرفع ، و هو ثقة فى كل شىء .
و قال يعقوب بن شيبة السدوسى : كان عابدا فاضلا ، و كان يسلك فى كثير من فتياه
و مذاهبه مسلك أهل المدينة ، و كان بينه و بين مالك بن أنس صداقة ، و قد قيل :
إن جميع ما يرويه مالك فى " الموطأ " : " بلغنى عن على " فيرسلها أنه سمعها من
ابن إدريس .
و قال محمد بن يوسف الجوهرى ، عن بشر بن الحارث : ما شرب أحمد من ماء الفرات
فسلم إلا ابن إدريس .
و قال الحسن بن عرفة : ما رأيت بالكوفة أفضل من ابن إدريس .
و قال على ابن المدينى : عبد الله بن إدريس فوق أبيه فى الحديث .
و قال أبو داود عن إسحاق بن إبراهيم عن الكسائى : قال لى أمير المؤمنين الرشيد
: من أقرأ الناس ؟ فقلت : عبد الله بن إدريس . قال : ثم من ؟ قلت : حسين الجعفى
. فقال : ثم من ؟ قلت : رجل آخر . قال أبو داود : أظنه عنى نفسه .
و قال جعفر بن محمد الفريابى : و سألته ـ يعنى محمد بن عبد الله بن نمير ـ عن
عبد الله بن إدريس و حفص ـ يعنى ابن غياث ـ فقال : حفص أكثر حديثا ، و لكن ابن
إدريس ما خرج عنه فإنه فيه أثبت و أتقن . قلت : فالسنة ؟ أليس عبد الله آخذ فى
السنة ؟ فقال : ما أقربهما فى السنة .
و قال الفضل بن يوسف الجعفى : سمعت حسين بن عمرو العنقزى قال : لما نزل بابن
إدريس الموت بكت ابنته فقال : لا تبكى . فقد ختمت القرآن فى هذا البيت أربع
آلاف ختمة .
و قال يحيى بن معين : قال ابن إدريس : عجبت ممن ينقطع إلى رجل و يدع أن ينقطع
إلى من له السموات و الأرض .
و قال محمد بن عبد الله بن عمار الموصلى : كان عبد الله بن إدريس من عباد الله
الصالحين من الزهاد ، و كان ابنه أعبد منه ، لم أر بالكوفة أحدا أفضل من ابن
إدريس و عبدة ـ يعنى ابن سليمان ـ . و كان جده يزيد قد شهد الدار يوم قتل عثمان
ابن عفان ، و كان ابن إدريس إذا لحن رجل عنده فى كلامه ، لم يحدثه .
و قال أبو حاتم : هو حجة يحتج بها ، و هو إمام من أئمة المسلمين ، ثقة .
و قال النسائى : ثقة ثبت .
قال أحمد بن جواس : سمعت ابن إدريس يقول : ولدت سنة خمس عشرة و مئة .
و كذلك قال محمد بن يونس الكديمى عن بكر بن الأسود عن ابن إدريس .
و كذلك قال أحمد بن حنبل و يعقوب بن شيبة فى مولده ، و هو المحفوظ .
و قال العباس بن الوليد الخلال عن عرفة بن إسماعيل عن ابن إدريس : سمعت شعبة
قال : مات حماد بن أبى سليمان سنة عشرين و مئة . قال ابن إدريس : و فيها مولدى
و الأول هو المحفوظ فى تاريخ مولده دون هذا .
و قال أحمد بن حنبل ، و أبو سعيد الأشج ، و محمد بن المثنى ، و محمد بن سعد :
مات سنة اثنتين و تسعين و مئة .
زاد محمد بن سعد : فى عشر ذى الحجة .
روى له الجماعة . اهـ .
ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ
قال الحافظ في تهذيب التهذيب 5 / 145 :
و زاد أيضا ( أى ابن سعد ) : و كان ثقة مأمونا كثير الحديث حجة صاحب سنة
و جماعة .
و قال ابن حبان فى " الثقات " : كان صلبا فى السنة .
و قال ابن خراش : ثقة .
و قال العجلى : ثقة ثبت صاحب سنة زاهد صالح ، و كان عثمانيا ، و يحرم النبيذ .
و قال الخليلى : ثقة متفق عليه .
و قال ابن أبى حاتم : حدثنا أحمد بن عبيد الله بن صخر الغدانى ، حدثنا ابن
إدريس ، و كان مرضيا .
و روى الخطيب بإسناد صحيح أن الرشيد عرض عليه القضاء فأبى ، و وصله فرد عليه ،
و سأله أن يحدث ابنه فقال : إذا جاءنا مع الجماعة حدثناه ، فقال له : وددت أنى لم أكن رأيتك ، فقال : و أنا وددت أنى لم أكن رأيتك .
و قال الساجى : سمعت ابن المثنى يقول : ما رأيت بالكوفة رجلا أفضل منه .
و قال على بن نصر الجهضمى الكبير : قال لى شعبة : ها هنا رجل من أصحابى من علمه و من حاله ، فجعل يثنى عليه ـ يعنى : ابن إدريس ـ .
و قال أبو حاتم : قال على ابن المدينى : عبد الله بن إدريس من الثقات . اهـ .

[quote:d1176498c0="وزیري"]
دریم:
داچه دا لفظ د (ثم لا یعود) زیادت دی او زیادت دثقه او متقن حافظ په نزد دخصومو واو د جمهورو محدیثینو قابل قبول دی.
[/quote:d1176498c0]

شاباس، تحقیق همدې ته وايي افرین ، که هر څوک په حدیثو کي تحقیق کوي نو دي له وزیري صاحب څخه پوښتنه وکړي، هغه ډېر معلومات لري، وخت له لاسه مه ورکوئ ، بیا به دا ډول محقق په لاس درنه شي همدا یې وخت دئ نو بیړه کوئ .
خوارکیه! وزیري، موږ چي پر کوم حدیث بحث پیل کړی هغه دعبد الله بن مسعود رضی الله عنه حدیث دئ او په هغه کي یو ځای داسي نه دي ویل شوي چي ثم لایعود ، دا الفاظ چي په کوم روایت کي نقل شوي هغ بېل روایت دئ چي له براء بن عازب رضی الله عنه څخه نقل شوی دئ او په هغه کي ذکر شوی سفیان همدغه سفیان ثوري نه بلکي سفیان بن عیینة دئ او هلته چي کوم زیادت شوی هغه سفیان نه بلکي یزید بن ابی زیاد کړی دئ که ته هغه روایت په سنن ابی داود، مسند شافعي او نورو کي وګورې خپله به پوه شې چي د بلې ګونۍ خوله دي خلاصه کړې ده او موږ تر اوسه پر هغه روایت بحث نه دئ پیل کړی ، ښه ده جانانه یو ځل ځان پوهوه ! بیا بحث کوه، که هسي په ګډېدې نو حال به دي دا ډول وي چي بحث به پر یوه شي کوي او لیګیا به بل ځای یې .

[quote:d1176498c0="وزیري"]
او دتفلسفی ګمان به په فلسفی بیان رد شی هغه داچی دوی وایی کتاب داهل علمو په نزد کتاب احفظ دی دا په اطلاق د مطلق سره غیر مسلم دی ځکه کله ناکله وهم او غلطی په کتابت کی راځی او عالم یی له حفظه تصحیح کوی او کمه بعیده خبره نده چی دا لفظ دابن ادریس نه دکتابت په وخت ساقط شوی وی او بله داچی دا کتاب دعاصم ابن کلیب ندی بلکه دعبد الله دی او مخالفت دعبدالله د ثوری سره دحدیث باره کی کمه جرحه نه بلل کیږی .
[/quote:d1176498c0]

په طبعي ډول چي د حافظې له مخې یو رواوي څومره تېروتنې کوي په کتاب کي یې شونتیا ډېره کمه ده ، عبد الله بن ادریس چي له خپله کتاب کوم روایت بیان کړی هغه له دې امله هم کره دئ چي ده له کتاب څخه نقل کړی او خپلو شاګردانو ته یې بیان کړی دئ ، کله چي په کتاب کي تېروتنه وشي او لیکوال یې شاګردانو ته بیانوي نو ستا د اصولو له مخې خو یې باید له حافظې اصلاح کړي مګر داسي یې هم نه دي کړي او بل اساسي علت دا هم دئ چي له عبد الله ابن ادریس سره ګڼ نور کسان هم مله دي چي وړاندي یې یادونه وشوه نو له یوې خوا عبدالله ابن ادریس په مرتبه کي تر سفیان کم نه دئ او له بلې خو ګڼ نور کسان هم ورسره دي ، له همدې ویلای شو چي دلته تېروتنه سفیان کړي نه عبد الله بن ادریس .

[quote:d1176498c0="وزیري"]
خو عجیبه خبره داده چی داحنافو رضوان الله علیهم اجمعین مخالفین څه عجیب او غریب عادات لری کله دیو راوی زیادت باندی اصرار کوی چی ددوی په ګټه وی او کله همدغه راوی چه دده زیادات ددوی په نزد مقبوله دی جرح اورد کوی یی دیوی بیلګی په توګه پورتنی مثال مشرحه راوړم خصوم د رفع الصوت بآمین حدیث باره کی د همدی سفیان په خبری او زیادت داړی ور خښوی او دشعبه قول چی امیر المومین فی الحدیث دی دوی نه قبلوی چه هغه فرمایی (وخفض بها صوته) . او همدا راز دلته دابن ادریس په شان راوی زیادت قبلوی او سفیان چی حافظ او حجه دی نه قبلوی خو په صراحت سره به ووایو چی کله یو راوی ددوی په فایده اوګټه زیادات را نقلوی هغه احفظ الناس! دی او کله چی دوی ته یی تاوان او خلاف رسی انسی الناس! دی . فیا سبحان الله! ونعوذ بالله من شرور انفسنا .
[/quote:d1176498c0]

څوک چي د حق په لټه کي وي هغه تل همداسي بې ځابه پلمې لټوي ، راځئ لومړی د آمین په اړه هغه دوه احادیث تر نظر تېر کړو چي امام ترمذي په خپل کتاب کي نقل کړي دي ، وروسته به وګورو چي هلته پر شعبه شوې جرحه بې ځایه ده او که پر ځای؟
حَدَّثَنَا بُنْدَارٌ مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ سَعِيدٍ وَعَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ مَهْدِيٍّ قَالَا حَدَّثَنَا سُفْيَانُ عَنْ سَلَمَةَ بْنِ كُهَيْلٍ عَنْ حُجْرِ بْنِ عَنْبَسٍ عَنْ وَائِلِ بْنِ حُجْرٍ قَالَ سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَرَأَ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ فَقَالَ آمِينَ وَمَدَّ بِهَا صَوْتَهُ(ترمذی ، کتاب الصلاة ، باب التامين ، ح : ۲۴۸ )
ژباړه : وائل وايي ما له رسو ل الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي تر غیر المغضوب علیهم ولا الضالين وروسته يې په لوړ اواز امين ووايی .
عَنْ سَلَمَةَ بْنِ كُهَيْلٍ عَنْ حُجْرٍ أَبِي الْعَنْبَسِ عَنْ عَلْقَمَةَ بْنِ وَائِلٍ عَنْ أَبِيهِ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَرَأَ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ فَقَالَ آمِينَ وَخَفَضَ بِهَا صَوْتَهُ(ترمذی ، باب التامين ، ح : ۲۴۸)
ژباړه : وائل بن حجر روايت کوي چي لکه به رسول الله صلی الله علیه وسلم غیر المغضوب علیهم ولا الضالین ووايه نو امين به يې په سوکه اواز وايه .
قَالَ أَبُو عِيسَى و سَمِعْت مُحَمَّدًا يَقُولُ حَدِيثُ سُفْيَانَ أَصَحُّ مِنْ حَدِيثِ شُعْبَةَ فِي هَذَا وَأَخْطَأَ شُعْبَةُ فِي مَوَاضِعَ مِنْ هَذَا الْحَدِيثِ فَقَالَ عَنْ حُجْرٍ أَبِي الْعَنْبَسِ وَإِنَّمَا هُوَ حُجْرُ بْنُ عَنْبَسٍ وَيُكْنَى أَبَا السَّكَنِ وَزَادَ فِيهِ عَنْ عَلْقَمَةَ بْنِ وَائِلٍ وَلَيْسَ فِيهِ عَنْ عَلْقَمَةَ وَإِنَّمَا هُوَ عَنْ حُجْرِ بْنِ عَنْبَسٍ عَنْ وَائِلِ بْنِ حُجْرٍ وَقَالَ وَخَفَضَ بِهَا صَوْتَهُ وَإِنَّمَا هُوَ وَمَدَّ بِهَا صَوْتَهُ قَالَ أَبُو عِيسَى وَسَأَلْتُ أَبَا زُرْعَةَ عَنْ هَذَا الْحَدِيثِ فَقَالَ حَدِيثُ سُفْيَانَ فِي هَذَا أَصَحُّ مِنْ حَدِيثِ شُعْبَةَ(مخکينۍ حواله)
ژباړه : امام ترمذي وايي له محمد بن اسماعیل البخاری څخه مي واورېدل چي ويل يې په دې اړه د سفيان حديث د شعبه تر روايت ډېر صحيح دئ او شعبه ددې روايت په څو ځايونو کي تېروتلی دئ ، ده ويلي دي عن «حجر ابی العنبس» او په حقيقت کي هغه «حجر بن عنبس» دئ او کنيه يې هم ابوالسکن ده او ده دا هم په کي اضافه کړې ده چي «عن علقمه بن وائل» ، سره له دې چي علقمه په کي نه شته بلکي هغه له حجر بن عنبس او هغه يې له وائل بن حجر څخه روايت کوي ، دی وايي : امين يې په سوکه اواز ووايه او په حقيقت کي يې په لوړ اواز ويلی دئ . امام ترمذي وړاندي وايي : په دې اړه مي له امام ابوزرعه څخه پوښتنه وکړه ، هغه راته وويل : په دې باب کي د سفيان حديث د شعبه تر روايت غوره او صحيح دئ .
امام ترمذي د دې حدیث تر نقل وروسته دشعبه تېروتني په داسي دلایلو ثابته کړې چي که څوک لږ شعور ولري نو هم به اقرار وکړي چي په دې حدیث کي رښتیا هم شعبه تېروتلی دئ ، په علمي ډګر کي د یوه شي په اړه بې پرې څېړندوي دې ته نه ګوري چي دا دلیل چا ویلي بلکي هغه د دلیل وزن، معیار او اصولو ته ګوري په دې ځای کي هم امام ترمذي د علمي ډګر هغه منل شوي اصول په پام کي نیولي چي ټولو ته د منلو وړ دي ، دا چي ته وايي امام ترمذي د جاجونې په ډګر کي هغه څه صحیح بللي چي د ده په ګټه دي او ستا د ګټې شیان یې کمزوري کړي نو هغه بیا ستا خپل شخصي نظر دئ ، مګر که د حقیقت او انصاف له زاویې ورته وګورو نو هغه معیاري او اصولي تنقید پرې کړی دئ .
پاتي شوه د عبدالله بن ادریس او سفیان ثوري د شخصیت خبره نو په دې اړه مي پوره څرګندوني وړاندي تېري کړي چي یو ځل یې بیا له سره وګوره !

[quote:d1176498c0="وزیري"]
خو ګرانه وروره په دی حدیث باندی ابن القطان هم جرح کوی او په خلاف د بخاری او ابو حاتم، وای چی دلته وکیع نه تیر وتنه شویده ځکه په دی پوه کړی شویوو چی دسفیان زیادت ګوره محفوظ دی نه منکر! خودی جناب دی هم خپله دا کسه په کسوړی کی واچوی ځکه دلته دسفیان نه یوازی وکیع روایت ندی کړی بلکه ورسره امیر المومنین فی الحدیث امام عبد الله ابن مبارک هم شریک دی او نسایی په خپل سنن کی په صحیح سند سره د سوید بن نصیر او هغه له عبد الله ابن مبارک څښه او هغه له سفیان الثوری رحمت الله علیهم اجمعین نه روایت کوی نو دا ثابته شوه چی وکیع نه‏، نه کمه سهوه شوی او نه کم ساهی وه او نه یوازی ده له سفیان نه دا حدیث روایت کړی دی او د نسایی دحدیث متن دادی : (فقام فرفع یدیه اول مره ثم لم یعد) حدیث رقم ۱۰۲۶ او د اهل متحدثو معروف عالم البانی ددی حدیث باره کی وای (صحیح) [/quote:d1176498c0]

وايي نقل خلاص شوو نو ویل یې چي ادم نر وو که ښځه ؟ ښاغلي زبیر افغان چي د رفع الیدین په اړه کومه څېړنیزه او جامعه مقاله لیکلي په هغه کي یې د ترمذي په حواله له سند سره نقل کړی چي عبد الله بن مبار ک وویل : د عبد الله بن مسعود حدیث ثابت نه دئ ،نو چي عبد الله بن مبارک دا حدیث هم روایتوي او بیا جرحه ورباندي کوي ته یې ولي نه منې؟ څرګنده شوه چي ته اصلا هیڅ معیار ته ژمن نه یې کله یوې خواته غورزارشې او کله بلې خواته .

[quote:d1176498c0="وزیري"]
خوځه فرض که مونږه د بخاری او ابو حاتم او ابن القطان جرحی ته تسلیم شو خو کمه نفعه یی تاسو ته ونه کړه ځکه مونږه له دی نه په استغنا کی یو چی دا ثابته کو چی لفظ دلم یعد محفوظ ندی
په کثرت دادله وو سره چی ددی لفظ په معنا کی روایت شویدی یو له هغه جمله څښه د امام ترمذی خلیفه د بخاری روایت دی چه په حدیث رقم ۲۵۷ کی وایی ( فلم یرفع یدیه الا فی اول مره) او بعدا وایی چی حدیث حسن خو ابن حزم ظاهری په المحلی ج۴ص ۸۸کی وایی دا حدیث صحیح دی. دویم امام ابن ابی شیبه په مصنف ج ۱ص۲۳۶کی ددی حدیث لفظ روایت په دی الفاظو کوی (انه کان یرفع یدیه فی اول ما یفتتح ثم لا یرفعها) او په بل روایت کی وایی (فلم یرفع یدیه الا مره)
[/quote:d1176498c0]

ښاغلی وزیري! تا خو له سره تر پایه یوه خبره نیولي کله یې یو ډول واړوې او کله بل ډول ما چي په دې اړه کومې اصولي جرحې در ته وړاندي کړې هغو ته د اصولو او معیار په رڼا کي له داسي قوانینو سره ځواب ووایه چي اړوندو نیوکو ته هیڅ ځای پاته نه شي ، دلته خبره د لم یعد د الفاظو په خوندیتوب او نه خوندیتوب کي نه ده ، بلکي دا روایت له سره صحت نه لري ، ځکه په سند کي یې د سفیان عنعنه ده، هغه وهم کړی او ستاسو اصول وايي چي کله په یوه موضوع کي یو مثبت او بل منفي روایت راشي تر جیح مثبت ته ده . نور چي هر چا هر څه ویلي هغه به په معیار تلو که یې خبره په تول پوره وه منو یې او که نه وه پوره نه یې منو ، ته یو ځل روایت ثابت کړه بیا به د الفاظو پر حفظ او نه حفظ خبره کوو .

[quote:d1176498c0="وزیري"]
خو عجیبه دلته دا خبره ده چی بخاری دامام احمد بن حنبل نه روایت کوی ما د ابن ادریس په کتاب کی دا زیادت پیدا نکه او حال داچی پخپله امام ابن حنبل رحمت الله علیه داروایت دوکیع په واسطه له سفیان کوی تر اخیر دسند مذکوره باندی او وایی چی ( فلم یرفع یدیه الا مره) ج۱ص۳۸۸حدیث رقم ۳۶۸۱.اوددی حدیث سند صحیح دی.
[/quote:d1176498c0]

دا چي ته وايي سند یې صحیح دئ نو د کومو اصولو له مخې وايي ؟، ما خو څو ځله درته وویل چي په سند کي یې امام سفیان ثوري دئ ، هغه له ضعیفو راویانو څخه تدلیس کوي تر هغو یې روایت د منلو نه دئ چي د سماع تصریح یې نه وې کړې او په هیڅ ځای کي یې د سماع تصریح ثابته نه ده ، که وي ته یې وړاندي کړه دا یې ګز او دا یې هم میدان !!!
[quote:d1176498c0="وزیري"]
خو ددی ډیر ښه ځواب امام الحافظ الزیلعی په نصب الرایه کی کړی دی او وایی: فالبخاري. وأبو حاتم جعلا الوَهم فيه من سفيان. وابن القطان، وغيره يجعلون الوَهم فيه من وكيع، وهذا اختلاف يؤدي إلى طرح القولين، والرجوع إلى صحة الحديث لوروده عن الثقات. نصب الراية لأحاديث الهداية مع حاشيته بغية الألمعي في تخريج الزيلعي –للامام الزیلعی والحافظ الامام قاسم ابن قطلوبغا (ج 1 / ص 396) مؤسسة الريان للطباعة والنشر - بيروت -لبنان/ دار القبلة للثقافة الإسلامية- جدة – السعودية الطبعة الأولى، 1418هـ/1997م.

والسلام[/quote:d1176498c0]
په دې ځای کي خو له سفیان ثوري څخه یوازي د وکیع روایت نه دئ بلکي عبد الله بن مبارک هم له ده روایت کوي او ترمذي په سند نقل کړی چي عبد الله بن مبارک دا روایت ناسم وبالی له دې هم معلومېږي چي سفیان د روایت په نقل کي تېروتنه کړې ده او بله خبره دا ده چي کله په یوه سند کي تېروتنه دوو کسانو ته منسوبه شي نو ولي به داسي وایو چي دواړه قولونه د اعتبار وړ نه دي ، ځکه نو تېروتنه نه ده شوي بلکي له داسي چاري څرګندېږي چي تېروتنه خو هرو مرو شوې مګر ځيني یې یوه او ځيني یې بل ته منسوبوي یو ځل بیا هم وایم چي د دې روایت د نه صحت تر ټولو ستر لامل د سفیان ثوري تدلیس دئ چي دلته یې د سماع له تصریح پرته په عن روایت کړی څو چي دا علت له منځه ولاړ نه شي تر هغو که هر څو خړۍ پړۍ وکړې روایت نه دئ صحیح .


مومن مهاجر
28.10.2012

[quote:f40b6638b2="وزیري"]
مهاجر صاحب ډیر زیات کوشش کوي چی دا نا ممکن کار ممکن کړی (مقلدین وهابیان کول).

په هر حال، کوم احادیث چی په پورتنی لیکنه کی د رفع الیدین لپاره د ثبوت په څیر راوړل شویدي یو څه مشکل لري. مطلب می د ابن عمر رضی الله عنه احادیث دی، له کومو نه چی رفع الیدین ثابتیږی.

کیداي شی چی اوس به دی یا خو ویښته زیږه شوی وی او یا به خندا درغلي وی چی د بخاری شریف حدیث لا څنګه مشکل لري.

اول چانس به تا ته درکړمه چی په دی حدیثو څه شویدی؟ هسی خو هم په علم حدیث کی مچ په پوزه نه پریږدی.

که ونه توانیدي نو بیا به زه درته د ابن عمر په احادیثو او نورو ورته احادیثو باندی پوره تبصره وکړمه. ان شاء الله له دی بعد به ته هم رفع الیدین ونه کړی.

والسلام[/quote:f40b6638b2]

ټولو لوستونکو ته سلامونه ،نیکي هېلي او احترامات وړاندي کوم . هیله ده اختریزي شېبې به مو په خوښۍ تېرېږي .
کله چي ما په لومړي ځل د رفع الیدین په اړ د ښاغلي زبیر افغان بې ساري څېړنیزه مقاله د ټول افغان په اسلامي بحث فورم کي له لوستونکو سره شریکه کړه نو ښاغلي وزیري تر هر چا وړاندي خورا چټک او توند غبرګون وښود چي پورتنۍ ادعاوې هم پکې وې . مګر له هغه وخته تر ننه یې نه یوازي د ترک رفع الیدین روایت ثابت نه کړای شو بلکي په خپله هغه ادعا کي هم په بشپړ ډول ناکام شو چي ویل یې زه به ثابتوم چي د عبد الله ابن عمر رضی الله روایت صحیح نه دئ ، نو یوځل بیا ښاغلي وزیري ته وایم چي دا یې ګز او دا یې هم میدان راشه خپله کړې ستره دعوه دي پوره کړه!


وزیري
29.10.2012

مهاجر صاحب دا وروستۍ لیکنه دی صرف په یوه خندا ارزي او بس. تا خو داسی خبره کړیده لکه دا بحث چی تا اډو بیخي لوستئ هم نه وي.
په دی بحث خو مونږه ۵۸ جوابی لیکني کړیدي. دا پورته خبره یعنی د ابن عمر رض د احادیثو ثقه توب چی تا را اقتباس کړیدي په اولو صفحو کی حل شویده.
وا جار دي سم، پورته لیکنو ته بیرته له سره ورشه او یو په یو یی ولوله. وخت پري ډیر وتلای ده لکه چی هرڅه دي هیرشول.

که په یاد دي وی زما او ستا ترمنځ دا موافقه شوی وه چی بحث را ټولوو او ددي بحث ګټل د دري سوالونو ځوابوته پاتي ده. همدارنګه تا ماته چیلنج هم راکړای وه چی که دا دري سوالونه دي راته ځواب کړل نو میدان تا کټلي او کنه نو ما ګټلي.

زما او ستا ددي موافقی متن داسی وه:

وزیري لیکی:
(((( مهاجر صاحب زه خو وایم چی موضوع لا ډیره پاتي او ته وایی چی وروستۍ مرحلې ته رسیدلي ده او یواځي په دري ځوابونو به خاتمه پیدا کړی.
دا به هم درسره ومنم چی د موضوع خاتمه همدي دري جوابو ته پاتي ده. خو له جوابو نه مخکي زه دي ته ډیر لیواله یم چی وپوهیږم چی ددي دري جوابونو درکول او نه درکول به څه نتیجه ولري؟

مهاجر لیکی:
ښې چارې
وزيري صاحب ! بالکل روانه موضوع په ټولييز ډول پر درو پوښتنو را څرخي او د دې درو پوښتنو نېغ په نېغه او صحيح ځواب د دې موضوع د پای ټکی دئ .
تاسو له دې پرته هيڅ چاره نه لرئ چي ومنئ موضوع يوازي د همدې درو پوښتنو په سم او اصولي ځواب سره پای ته رسېدلای شي .)))))

بیا ما ستا د سوالونو په ځوابولو شروع وکړه او اول سوال می درته په ډیره فني توګه درځواب که. د دوهم سوال ځواب همديته پاتي شه چی په اول سوال باید موافقه سره وکړو بیا دوهم او دریم ته ولاړ شو. خو تاسو بدبختانه د خپل نفس د نه شرمنده کولو په خاطر د حق په مقابله کی سپر وګرځیدی او د فني ځواب په مقابله کی مو چټیات باد کړل چی نور په دي نه ارزیدله چی ما چوخلی درپسي را اخیستي وای.

نو کوشش مه کوه چی بیرته د بحث سر ته ولاړ شی. همیشه بحث له هغه ځایه بیا شروع کیږی چی په کوم ځای کی ودریدلای وي.

زما دریځ:
زه نه غواړم چی له تاسره په هغو ټکو وخت ضایع کړمه چی یوځل بحث پري شویده.
زه د رفع الیدین او نه رفع الیدین بحث هماغه دری سوالونو ته منحصروم. دا هم ستا غوښتنه وه.
ستا د سوالونو په مقابله کی زما دوهم او دریم ځواب به یو د بل پسی هله راځی چی په اول سوال سره موافق شو.
که زما او ستا موافقه محال وي نو بیا یو مناسب دریمګړی پیدا که چی زما او ستا ترمنځ د ددي دری سوالونو په باره کی منځګړتوب وکړي.

والسلام


مومن مهاجر
29.10.2012

ښاغلی وزیري! هیله ده چي وخت به مو په خوښۍ تېر شوی وي .
تاسو په لومړي سر کي ټټر ډبولی وو چي زه به د رفع الیدین په اړه د عبد الله بن عمر رضی الله نقل شوی حدیث له فني اړخه په کره دلایلو ناسم ثابتوم ، مګر تا نه یوازي د هغه ناسموالی ثابت نه کړای شو بلکي په خپل دلیل کي دي هم هغه درې پوښتنې په منطقي او فني ډول ځواب نه کړای شوې چي ما درته وړاندي کړې وې ، نو که دي د اختر رخصتیو زاړه بحثونه له ذهنه نه وي ایستلي مهرباني وکړه خپلې ادعاوې په ثبوت ورسوه . خو په یاد دي وي چي هر څه به د معقولو او منطقي اصولو په رڼا کي وي یوازي ادعاوي به نه کوې .


وزیري
29.10.2012

مهاجر صاحب یوځل بیا هم درته دا وایم چی ته دا حق نلري چی د بحث سرته لاړ شی.
زما او ستا موافقه د دري سوالونو په جوابولو کی را نغښتي ده. تیري خبري پریږده، او له خپلي خبري هم مه ګرځه. په دي ټکي ځکه اصرار کوم چی زه او ته له دي ټولو لوړو او زورو نه را تیر شوي یو او دا مو پاس کړیدي. دا چی تا بیا ماغزه بدل کړل نو هغه ستا شخصی کړنه ده او زمونږه په عمومي بحث کی شخصي کړنې نه مراعت کیږی.

تا په هاغه وخت کی دا خبره ولي نه راجیګوله چی کله دي ماته د دري سوالونو چیلنج راکه او د بحث اخیري مرحلي دي بللی؟؟
اوس دي دیته پام شه چی یاره په دي دری سوالونو کی یی بایلم نو راځه لغتي وهل شروع که.

نور ما خپل دریځ تاسو ته ښه واضحه که. که په دي طریقه بحث کولاي شی کوم چی همدا حق هم ده نو بسم الله که کنه تاسو خو ما پیژني چی تښتیدلو پسي ډولونه نه وهم او په رموز کی پوهیږم چی باید پری یږدم.

والسلام


مومن مهاجر
29.10.2012

ښاغلي وزیري! تاسو هم حق نه لرئ چي پر خپلو کړو دعوو د چوپتیا او ځان تېرونې خاوري واړوئ، که رښتیا غواړې چي دا بحث په منطقي ډول خپلې وروستۍ مرحلې ته ورسېږي او یوه معقوله پایله ورکړي نو اړینه ده چي ته خپلې کړې ټولې ادعاوي په معیاري او فني دلایلو داسي ثابتي کړې چي د دواړو لورو تر منځ د منلو وړ وي . دا چي ته اوس په یوه نه بله پلمه پر اصلي مدعا سترګي پټوې نو په دې څالاکي ځان نه شي خلاصولای ته به هرو مرو لومړی دا ثابته وې چي د رفع الیدین په اړه د عبد الله بن عمر رضی الله عنه روایت ناسم دئ او بیا به هغه درې پوښتنې ځوابوې چي ما درته وړاندي کړې دي . که نه بحث دي بایللی دئ .


وزیري
30.10.2012

ځه نو جار دي شم. نادان نه یی چی نوره یی درته تشریح کړمه، همداسي کوي او ځان باسي، چی باسي یی نو په مخه دی ښه شه. دومره مهمه هم نده چی خداینخواسته د جنت په طرف رهی سړی دوزخ ته کش کوي.

تمت بالخیر
والسلام


مومن مهاجر
31.10.2012

ښاغلی وزیري ساب سلامونه او احترامات مو ومنه! هیله ده چي له خپلې دوسوه درجې غوسې به راکښته شوی یې او ذهن به دي اوس په نورمال حالت کي قرار لري .
ستا له وروستیو څرګندونو په ډاګه جوته شوه چي ته غواړې پر یوې لویې کړې دعوې د تېر هېر ناسمه کرښه تېره کړې، ځکه د پوره کولو توان او مجال یې نه لرې ، هسي یوه خبره درنه شوې وه اوس یې پوره کول دومره درته سخت دي لکه د غره په شال کول . خوشي یې کړه زه به هم له هغې دعوې در تېر شم د معلوماتو په نه درلودو کي دي شوخي کړې وه نوره به یې د یادشتونو له لړلیکه وباسو .
خو د ترک رفع الیدین د روایت په اړه درې اساسي پوښتنې باید په معیاري، فني او منطقي ډول ځواب کړې .
لومړۍ پوښتنه : د ترک رفع الیدین په روایت کي د سفیان عنعنه ده ، نوموړی مدلس دئ، څو چي یې د سماع تصریح نه وي کړې روایت یې ضعیف دئ .
دویمه پوښتنه : په دې روایت کي سفیان ثوري وهم کړی چي حوالې مي یې وړاندي درته ذکر کړې ، ځکه همدغه روایت چي نورو کسانو نقل کړی د نه رفع الیدین خبره پکي نه شته .
درېیمه پوښتنه : قاعده ده چي کله په یوه موضوع کي مثبت او منفي روایتونو سره متعارض شي ، ترجیح مثبت ته ده ، تاسو ولي دلته په دې خپله قاعده عمل نه کوئ؟
دا درې پوښتنې باید په داسي ډول ځواب کړي چي ځوابونه دي د احساساتو پر ځای پر منطق ، اصولو او متقابل درناوي ولاړ وي .


حمید هڅــاند
04.01.2013

ښاغلی مهاجر صیب او ښاغلی وزیري صیب، تاسو ولي وروستۍ خبره و نه کړه، نه مو پایله واخیسته او نه مو موضوع ختمه کړه، ما نن بیا موضوع له سره تر پایه ولوسته.....وروستۍ نتیجه مهمه ده!. ایا، د وزیري صیب سکوت د دوی له خوا د دلایلو په ختم دلالت کوي. که یې کوي نو بیا خو مظهري صیب دوی سره هم دلایل ختم دي بللای شو چې ورباندي ساکت دي.

لږ تر لږه مهاجر صیب دي خپله پایله ولیکي او د وزیري صیب ځوابونه دي خلاصه کړي او په څو پراګرافونو کې دي یې ولیکي او خپله پایله دې پرې واخلي.

درنښت


مومن مهاجر
29.06.2013

بیا هم ټولو ملګرو ته سلامونه او احترامات تقدیموم.
څه د پاسه یوکال وړاندي مي د رفع الیدین په اړه د ښاغلي زبیرافغان تحقیقي او څېړنیزه مقاله د ټول افغان بحث فورم له ملګرو سره د شریکولو په موخه د اسلامي بحثونو خونې ته راوړه چي ښاغلی وزیري یې له امله احساساتي شو او ګواښ یې وکړ چي زه به دالیکنې ځوابوم او په مقابل کي به ثابتوم چي ترک رفع الیدین ثابت دي او رفع الیدین نه دي ثابت. ده ته مو وار ورکړ خپل دلایل یې وړاندي کړل. کله چي وار زما شو ما د اصولو له پوره مرعات سره د ښاغلي وزیري لیکنه ځواب کړه او د بحث لنډولو په موخه مي څو پوښتنې بیا ورته وړاندي کړې چي وزیري په هغو کي جنجال جوړ کړ غوښتل یې ځان پر بله خوا وباسي. بالاخره مي د وروستۍ پایلې په توګه څو میاشتې وړاندي درې پوښتنې ورته وړاندي کړې چي تر ننه یې نه دي ځواب کړې. ځکه نو ویلای شو چي ښاغلي وزیري د پوښتنو ځوابولو توان نه لري،نه شي کولای خپله کړې دعوه ثابته کړې او د ده دومره اوږد سکوت چي په ترڅ کي یې د هغو پوښتنو تر مطرح کېدلو وروسته هم څو-څوځله فورم ته راغلی ښيي چي له ده سر څه نه شته له همدې کبله وایو چي د رفع الیدین مسله ثابته ده، په هیڅ صحیح حدیث کي نه شته چي رسول الله د لمانځه په پیل، رکوع ته د تلو، راپورته کېدلو او درېیم رکعت ته له اولې ناستې د ولاړېدو پر مهال رفع الیدین نه دي کړې بلکي په ګڼو صحیحو احادیثو کي شته چي رسول الله په همدغو ځایو نو کي رفع الیدین کول چي د زبیر افغان په مقاله کي په پوره تفصیل څېړل شوي دي.
پورتتني تفصیل ته پام دا موضوع په دې پای ته رسوو چي ښاغلی وزیري بي ځوابه دئ او ثابته شوه چي رفع الیدین د نبوي لمانځه تل پاتی او ثابت جز دئ.


هجران
30.06.2013

السلام عليکم.
مهاجرصاحب له ډيري مودی نه وروسته يواربيادرته سلامونه وايم.
خوزماپه خيال په فورم ته په راتلوسره دي بيااول وارپرمولوي ابوالفضل ګذاروکړ.
اوبيادي وهغه لويي مسئلي ته وردانګلی دی چي په هغه مسئله کي دچاپرچم اصحابانو ژړلي دي اوهغه مسئله ډیرزور علم ته اړتيالري،خوځه که دي قناعت ورورڼوته ورکړ نوبياهم صحيح دي.
اونورله دی اختلافاتوترسپونګوراغلي یو ، رفع اليدين اونه رفع اليدین دواړه صحابه وو رضي الله تعالی عنهم کړيدي څوک يې پريوه څوک يې پردابل مذهب .
خوودې ته دومره اصولی شکل ورکول بې نفع کار دي.

ق



ع کريم حليمي
01.07.2013

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
درنو او مکرمو وړونو هر یو وزیري صاحب ، مهاجر صاحب ، هڅاند صاحب ، هجران صاحب زموږ سلامونه و منی ، او خدای دي وکي چه جوړ او روغ به یاست

څو معتریضه جملی !!!!
کوفه هغه ښار او یا قریه وه چه : حضرت عبدالله بن مسعود ئې ښوونکی او معلم وو ، د کوفې د ښار اوسېدونکي ئې په علم پړسولي وه
او دغه سبب وو چه دغه ښار د علم مرکز وو او داسي غښتلي او جید او باریک علماء په کښي پیدا سوه لکه امام اعظم ابو حنیفه او شاګردان ئې ( سُرُج الدین و نجوم الطریق المستقیم )

راځم اصلي بحث ته !
دا چه نن زموږ او ستاسو پر رفع اليدین بحث مناظرې کوو ، ډېر پخوا د امامانو او مجتهدینو تر مینځ هم داسي مناظرې شوي وې ، او د هغوی دا بې حبَ او بې بغضَ مناظرې زموږ او ستاسو له پاره لار ښوونه ده

امام اعظم ابوحنيفه رحمه الله په دار الحناطين (مکه) کښي د يوه مشهوره مجتهد امام اوزاعي رحمه الله سره مخامخ سوئ وو
ستاسو فکر راګرځوم ، دا مناظرې ته !

قصة مناظرة أبي حنيفة للأوزاعي

قال سفيان بن عيينة: اجتمع أبو حنيفة والأوزاعي في دار الحنّاطين بمكة، فقال الأوزاعي: ما لكم لا ترفعون عند الركوع والرفع منه؟ فقال: لأجل أنه لم يصح عن رسول الله - صلى الله عليه وسلم - ، فقال: الأوزاعي: كيف لم يصح وقد حدثني الزهري، عن سالم، عن أبيه، ابن عمر أن رسول الله - صلى الله عليه وسلم - كان يرفع يديه إذا افتتح الصلاة، وعند الركوع، وعند الرفع منه. فقال أبو حنيفة: حدثنا حماد، عن إبراهيم، عن علقمة والأسود، عن عبد الله بن مسعود: أن النبي - صلى الله عليه وسلم - كان لا يرفع يديه إلا عند الافتتاح ثم لا يعود. فقال الأوزاعي: أحدثك عن الزهري، عن سالم، عن أبيه، وتقول: حدثني حماد عن إبراهيم؟! فقال أبو حنيفة: كان حماد أفقه من الزهري، وكان إبراهيم أفقه من سالم، وعلقمة ليس بدون ابن عمر أي في الفقه، وإن كان لابن عمر صحبة، وله فضل صحبته، وللأسود فضل كثير، وعبد الله عبد الله

له محترمو او مکرمو مکګرو نه تمنا کوم چه دغه متن په پښتو وژباړي
درنښت


مومن مهاجر
01.07.2013

ښاغلی هجران او ښاغلی حلیمي صاحب! دواړو ته سلام او احترام وړاندي کوم.
ستا عربي متن به زه درته وژباړم.
قصة مناظرة أبي حنيفة للأوزاعي
قال سفيان بن عيينة: اجتمع أبو حنيفة والأوزاعي في دار الحنّاطين بمكة، فقال الأوزاعي: ما لكم لا ترفعون عند الركوع والرفع منه؟ فقال: لأجل أنه لم يصح عن رسول الله - صلى الله عليه وسلم - ، فقال: الأوزاعي: كيف لم يصح وقد حدثني الزهري، عن سالم، عن أبيه، ابن عمر أن رسول الله - صلى الله عليه وسلم - كان يرفع يديه إذا افتتح الصلاة، وعند الركوع، وعند الرفع منه.

فقال أبو حنيفة: حدثنا حماد، عن إبراهيم، عن علقمة والأسود، عن عبد الله بن مسعود: أن النبي - صلى الله عليه وسلم - كان لا يرفع يديه إلا عند الافتتاح ثم لا يعود. فقال الأوزاعي: أحدثك عن الزهري، عن سالم، عن أبيه، وتقول: حدثني حماد عن إبراهيم؟! فقال أبو حنيفة: كان حماد أفقه من الزهري، وكان إبراهيم أفقه من سالم، وعلقمة ليس بدون ابن عمر أي في الفقه، وإن كان لابن عمر صحبة، وله فضل صحبته، وللأسود فضل كثير، وعبد الله عبد الله
ژباړه: له اوزاعي سره د ابوحنیفة د مناظرې کیسه:
سفیان وویل: ابوحنیفة او اوزاعي د مکې په دارحناطين کي سره مخ شول. اوزاعي ورته وویل: تاسو ولي رکعو ته د تلو او پورته کېدو پر وخت لاسونه نه پورته کوئ؟ ده وویل: ځکه له رسول الله په صحیخ ډول نه دي ثابت! اوزاعي وویل: څرنګه نه دي صحیح؟ ما ته زهري حدیث بیان کړی، ده له سالم او هغه له خپل پلار ابن عمر څخه روایت کړی چي رسول الله د لمانځه پیلولو، رکوع ته د تلو او له هغې د پورته کېدو پر وخت لاسونه پورته کول!
ابو حنیفة وویل: موږ ته حماد حدیث بیان کړ، هغه له ابراهیم، هغه له علقمة او اسود او هغوئ له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت کړی چي رسول الله یوازي د لمانځه په پیل کي لاسونه پورته کول بیا یې دا کار نه کاوی. حماد تر زهري ډېر فقیه وو او علقمة تر سالم او علقمة هم په فقه کي تر ابن عمر کم نه دئ.ابن عمر صحابي دئ او دا یې یو ویاړ دئ . مګر اسود ډېر فضیلت لري. او عبد الله(بن مسعود) خو نو عبد الله دئ.
هههه
حلیمي صاحب! ته هم عجیبه سړی یې هرڅه چي په مخه درشي بس را په شا کړې دي وې؟ دا مناظره په کوم کتاب کي ده؟ سند یې نقل کړه چي کره دئ که نه او بل یې پر منځپانګه لږ غور وکړه. هیڅ عاقل سړی دا ډول تحلیل نه شي کولای. امام ابوحنیفة خو لا لیري پرېږده!
دا شیان ثبوت نه لري. ته یو ځل بیا د ښاغلي زبیر افغان مقاله له سره وګوره! کېدای شي په خپله به پوه شې.
په درناوي.


حمید هڅــاند
02.07.2013

[color=darkblue:3794d77434]
زه فکر کوم چې له دومره اږده فني بحث وروسته، یواځې دا ویل چې امامانو پرې بحثونه کړي دي او موږ ته یې نتیجه ویلې ده، لویه جفا او نا ځواني ده.
حلیمي صیب هم باید فني بحث وکړي؛ هلته درجنونه احادیث موجود دي او دا دومره بحث یې پر کره والی شوی دی، نه پر شتون یې. نو یواځي یو متن وړاندې کول او پرې استناد کول هم لویه جفا ده، ځکه پر وړاندي یې نه یواځي لسګونه احادیث موجود دي، بلکې هغه احادیث کره هم دي. خو د حلیمي صیب متن نه خو سند لري او نه کره منځپانګه او ثبوت.

درنښت
[/color:3794d77434]



ع کريم حليمي
08.07.2013

درنو او محترمو وړونو السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
محترم مؤمن مهاجر صاحب ، زه یم عجیب ، مننه درڅخه کوم چه په عجیبه خلکو کي دي حسابلی یم .

وروره ماته مو توصیه کړېوه چه : یو وار بیا د زبیر افغان مقاله وګوره ، ومي کتل ومي لوستل مقاله نه ده مغاله ده !!!!!!

د مغالې په مقدمه کي ئې داسي لیکلي دي چه :

په قران کريم کي د لمانځه لپاره هر ځای د اقامې توری کارول شوی دئ چي د سمې او پر نبوي طريقه د برابرې اداينې معنی ترې اخيستله کېږي

انشا غلط سر تا پا غلط !!!!

ته ؤ انصاف د "اقم" ترجمه دغسي ده ، ؟؟؟؟ دا ئې مقدمه ده ، نور نو څري ټغر دي ، کم څای ئې ور وګندم ،

محترم او مکرم ورور مهاجر صاحب ، دغه مناظرة چه ما و تاسو ته راوړه ، له مانه ئې حواله مه غواړه لمړئ تاسو د دې مناظرة غلطي را وباسئ ، تاسو ئې غطي راوباسئ ، او بیا به ئې زه پردا بل طرف (صحيح) توب باندي بحث وکړم

درنښت


مومن مهاجر
10.07.2013

ټولو ګډوانوالو ته یو ځل بیا تاوده سلامونه!
د حلیمي صاحب د لیکنې په اړه به صرف دومره ووایم چي په ځواب نه ارزي.



ع کريم حليمي
10.07.2013

اسلام علیکم ورحمة الله
محترم مهاجر صاحب ، ستاسو په راوړې مغالې کښي داسي‌ لیکل سويدي چه :
[color=cyan:817bf8102c] خو افسوس دادئ چي دا فريضه څومره اهميت لري مسلمانان هغومره ترې ليرې دي ،ډېری کسان بېخي لمونځ نه کوي،يايو او دوه کوي نور پرېږ دي او څوک چي يې کوي په هغو کي هم اکثريت داسي خلک دي چي د رسول الله  پر طريقه يې نه کوي چي لویه وجه يې فرقه پالنه ده، دا خلک لمونځ د قران او حديثو پرځای له خپلو امامانو او بزرګانو زده کوي ،[/color:817bf8102c]

له دې خبري خو دا مطلب اخستل کیــــــــــــــــږي ، چه احنافو لمونځ نه زده ، ولي چه دوی لمونځ د خپلو امامانو څخه زده کوي

لمونځ تنها او تنها د الله سره صلة ده بله نسته !!!! که دغه صلة او رابطه څوک قطع کړي او یا دا صلة او رابطه څوک له ځانه ایجاد کړي هغه کافر دي !!!!

نو پوشتنه داده چه ستاسو د مغالې او مقالې په اساس او بنیاد خو موږ احناف ټول کافران یوو ؟؟؟؟؟؟؟


حمید هڅــاند
14.07.2013

[color=darkblue:38de52632d]
ښاغلی حلیمي صیب! خو تاسي د دې پرځای چې اصولي بحث ته راشئ، وار له واره مو ویلي چې: انشا غلط او سرتا پا غلط. هلته خو ټول احادیث دي، ایا د حدیث غلطول پرته له ثبوت نه ناوړه کار نه دی. او تاسي بیا تللی یاست او فتوا او ټاپو ته مو لاره هواره کړې ده. دلته نه د ټاپو خبره ده، نه د فرقه پالنې، بلکي اصولي او علمي بحث دی.

درنښت

[/color:38de52632d]


حذيفه
16.07.2013

کريمي صیب دا وګوره!
خبر نه يې او هسي هوايي خبرې کوې!
القول في تأويل قوله جل ثناؤه: {وَيُقِيمُونَ}
وإقامتها: أداؤها -بحدودها وفروضها والواجب فيها- على ما فُرِضَتْ عليه. كما يقال: أقام القومُ سُوقَهم، إذا لم يُعَطِّلوها من البَيع والشراء فيها، وكما قال الشاعر:
أَقَمْنَا لأَهْلِ الْعِرَاقَيْنِ سُوقَ الـ ... ـضِّرَاب فَخَامُوا وَوَلَّوْا جَمِيعَا (3)
282- وكما حدثنا محمد بن حميد، قال: حدثنا سَلَمة بن الفضل، عن محمد بن إسحاق، عن محمد بن أبي محمد مولى زيد بن ثابت، عن عكرمة، أو عن سعيد بن جُبير، عن ابن عباس،"ويقيمون الصلاة"، قال: الذين يقيمون الصلاةَ بفرُوضها.
283- حدثنا أبو كريب، قال: حدثنا عثمان بن سعيد، عن بشر بن عُمارة، عن أبي رَوْق، عن الضحاك، عن ابن عباس،"ويقيمون الصلاة" قال: إقامةالصلاة تمامُ الرُّكوع والسُّجود، والتِّلاوةُ والخشوعُ، والإقبالُ عليها فيها.
الطبري د بقرې تر دويم ایت لاندي)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more