د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

عنوان

tandar
10.05.2011

سلامونه
دوطنمل صيب نه نيولې تر نورو ليکوالو پورې دخپل سوال ځواب غواړم
داټول ليکوال فقط او فقط په مذهب ،سياست ليکنې وکړې ؟
اوبل حتې بعضې ې په خپلو مينځو يوبل ته سختې او ناجايزه کلمې استعمالوې ،دهغې نه خو يو ه خنده داره او همه جانبه ټوکه چه دچاپه شخصيت تعرض نه وې راته ډيره دقدر وړ ښکارې که داسې نه ده؟
او بل دا ژوند به بدون له ښکلو ټوکو څخه يونواخت او خسته کن نه وې؟
[color=darkblue:63ff569382]مقصد قلف ورته نوې کوې او لرې کوې ې مه :roll: :roll: [/color:63ff569382]ديو سړې ځوې افضل نوميده هره ورځ به دده لاسه پلار او مور ته ې خلک په شکايت راتلل ځکه چه افضلې سخت جنګيرک و
نو پلار به ې ويل چه هر چاته له ازله رسيږې، مګر ماته له افضله رسيږې :roll: :roll:
[color=red:63ff569382]نو وطنمل صيب دټول افغان دټوکودمخ افضليان هم معلوم دې :roll: :roll: :roll[/color:63ff569382]:
تربيا


مینه پال
10.05.2011

یره د انځر ګلانو، ستاسو شکایت به واورېدل شي، غم مه کوئ خو اول دا خپل نومونه بدل کړئ، دا مو څه حال جوړ کړی دی:
اړم!!
تندر!!
ملا توپ اخوند!!
وایې ټوکه نیم جنګ وي، نو ستاسو نومونه خو ما سخت ډاروي، وېرېږ م هسي نه چرته پکې دا خپل سر له لاسه ورنه کړم، هسي هم سپین ږېری شوي یو. او بل په ټول افغان کې بل هیڅ بحث دومره ځوابونه نه شي خپلولی لکه دا تندر چې راولوېږي او له ځان سره کومه د خندا کوټې رامینځته کولو غم له ځان سره را کوز کړي.


۰
11.05.2011

السلام علیکم
مینه پال صیب اګرچي ځما په نوم دي اعتراض ندی کړی تندر صیب او اړم صیب به يي په خپل وار ځواب ووايي او ملاتوپ اخوند خو یو ډیسپوزیبل نوم وو یو څه وخت لپاره وکارول شو او اوس لکه دابو د بوتل په شان به يي غورځولی وي او لیکوال يي مخکي نه ښه نوم باندي اکاونټ لري ديته به بیا ضرورت پیښ نشي .
خو هسي وایم چي نر باید ځیږ وي او نوم يي هم باید ځیږ وي نرم پوست نوم او بدن او کردار ښځینه غوندي ښکاري نو، نوربه پکي څه نه وایم!
مومندافغان


عادل عادل
11.05.2011

السلام علیکم

که ښاغلي مینه پال د خپل نرم لطیف نوم دا دوه ټکي یو تر بل لاندې کړل نو مېنه پال به شي .... اعنې .... ‌ډېېېېېېر به زیږ شي، نو وېره ده چې بیا به دا زږه پږه ورسره په اصطکاک کې شي؟ :lol:


۰
11.05.2011

السلام علیکم
حکایت:
یو باجوړی چي تواترخان نومیده[یوځل مي لیدلی وو]ډیر اوږد وو واي چي پخوابه د تیمرګري ښار نه باجوړو سودا وړله نو شپي به يي دلته راتلي خو داچي خلک غریب وو نو په دوه کسانو به يي یو کټ کرایه کاوه نو هوټل څښتن ورته کټونه لنډ او تنګ کړل ترڅو د یوکټ نه دوه کسه استفاده ونکړی شي .
تواتر چي کله دي هوټل کي شپه شوه نوپه دري ۳ کټونو کي ایله ځایه شو او په ځان يي خپل اوږدڅادر وغوړاوه د هوټل څښتن راغی نو تواتر نه يي د کټ کرایه واخسته بیا دي بل کټ ته ورغی تواترخان ورغږ کړ دغه زه یم بیا دریم کټ ته ودریده او په لاس يي وخوځاوه نو تواترخان بیا ورغږ کړ دغه هم زه یم نو هوټل څښتن تري بیا د دري کټونو کرایه واخسته.
اوس چي هرنوی ملګری راشي بس ځمونږ یو زووووووووووووووووړ ملګری دی راغږ کړي چي دا هم زه یم او بیا دا بل هم زه یم .
یارمن دا ټول ته يي نورخلک به هم دلته راځي اوکه ټول افغان ستا اجاره شو؟
تواتر خان ورور دي خفه نشي ټوکه وه که په هرڅونومونو راځي ځمونږ ورور دی.

مومندافغان


م . ق
11.05.2011

[quote:7907a134d2]او لیکوال يي مخکي نه ښه نوم باندي اکاونټ لري[/quote:7907a134d2]
فکر نه کوم که ښه نوم به یی داسې ښه پاتې شي ځکه چې هغه لیکوال د راکټ او میزایل د رینج نه بهر نه شي وتلی، ځکه زمونږ میزایل بین البراعظمی دی او حتی د سعودی نه هم تیریدلی شي.
هیره دې نه وي چی توپونه یواځې همدا کولی شي چې داسې یوجنګ ته لمن ووهي چې په عملي توګه په کې ډیرې کپرۍ د میزایلونو خوراک شي.

ته چی ما په غشو ولې هسې پوه شه
چی همدا غشی به ستا په لورګزارشي


۰
11.05.2011

هاهاهاهاهاهاهاها
یره ننګرهاری صیب خو ما یوه ټوکه کړي وه نو !


SADEQ MUSALMAN
11.05.2011

انامړه تبه شلېدلي
ټوکخونه بنده اړم ورک. :lol: :lol: :lol:
بس کړئ ټول پوښتنه څه ده اوتاسوڅه شرمول را اخستي؟
اړم خوله همدې ټول پوښتني سره ورک شو.
وطنمل صيب ته يې ليکلي وچې ګيره دي نيسم لمن دي نيسم ټوکخونه خلاصه کړه
ګني زړه مي چاودېږي نوررررررررررررررررررررررررررررررررر.

تاسو ولي داړم په زړه مالګي دوړئ بس دې زړه سوي ته يې اړم شوي يئ.
راځئ ټول په يو واردټوک خوني دروازې ته اړم شوچې که خدای کول اړم راځي
نوموږبه ورته ماته کړي وي.
دلته ټوکي مه ليکئ اوس په وطنمل صيب پسي اړم شئ چې که ټوک خونه راته خلاصوي
نوښه ګني بيابه دي خيرنه وي. :oops:


مینه پال
11.05.2011

یره مومنده، ته هم پوهېږې چې مینه پال کم نیټ ته راځي او زما له غیر حاضرۍ نه دې سو استفاده کړې. ګوره زړګیه چې سپین ږېری شوې نو بیا به دا زېږه نومونه په بلا وهې، ځکه موږ سپین ږیرو ته په کار ته چې تا غوندي ځوانانو سره په شفقت چلند وکړو، ځکه خو دا زېږه نومونه زما سره چندان نه لګي. نو ګوره زېږ نوم هم بد نه دی، خو اړم به څه نوم وي :wink: ، سبا به زه هم ځان ته یو اکاونټ پرانیزم او نوم به یې کوتک کېږدم بیا؟ :lol:
نو ګوره زړګیه چې ټوکې هم کوې او بیا نومونه دي یا کوتک وي او یا اړم، بیا خو د وهلو ټکلو ډار هم شته او ما غوندي سپین ږېرو ته پکې مجال نه پاتې کېږي.
عادله ګرانه، والله که یې (ی) ته دوې نقطې کېږدم، هسې زیار مه باسه.


-
11.05.2011

مینه پال کاږي:
[quote:c1394cfb5e]نو ګوره زړګیه چې ټوکې هم کوې او بیا نومونه دي یا کوتک وي او یا اړم[/quote:c1394cfb5e]
نو یعني چي بالآخره مومندافغان ګیر شو !

اوس به نو مومندافغان صیب خامخا جواب راکوي خومطلب زه تري غواړم چي لږپه ګوازه،
اعني پام دي وي افغان صیب نور خپله پوهیږې :wink:


chaparharay
12.05.2011

هاهاهاهاهاهاهاهاها
السلام علیکم
له سلام نه مخکي خندا ونیوم مینه پال صیب خبره خو دي بده نده خو زه چي اول ځل راغلم نو نوم مي چپلیاری وو بیا به ملګرو ویل چي دا خو چپرهاردي چپلیار غلط دي ما ویل چي زه پخپله دچپرهار یم او تاسو يي ماته راښاي خو ځه خیر بیا مجبورشوم او چپرهار مي کړ.
اوس دا نوم که هرڅه وي خو ته يي لیکنو ته ګوره چي که لیکنه يي نرمه وي نوم به يي څه کوي!
مونږ افغانان خو که ډاکټر هم وي نو یو داسي وچ کړس تخلص به يي وي چي بیخي ورسره نه جوړیږی لکه ځمونږ چپرهارکي یو ډاکټردي عیسی خان ځواک نومیږي نو اوس ته ووایه چي دا د ډاکټر تخلص دي که د عسکري صیب منصب ؟ یو بل مي یو ورځ ولیده لیکلي وو کانکر یعني د سمټو جوړ او بیا مي یو بل ډاکټر صیب هم لیدلي وو تخلص يي وو سنګرمل .
نو مونږ یي اوس نوم څه کوو لیکني يي وګوره که داسي اړمۍ او تندرۍ لیکني يي وي نو بیا يي مه منه که څنګه صادق کوچي صیب او کلیوال صیب
نوربیا


اړم
12.05.2011

اړم به هغه وخت راځي کـــــــــــله چی د ټوکو فورم خلاص شي.
زه يو نوعه خفه يم خو بس ټولې ګيلې مې له ځانه سره وساتلې.
هر يو چی راشي نو په مونږ دلته يو ريشخند اوهي او لاړ شي.
داړم خونه به خداي خلاصه کړي چی بيا ټکي ټکي ټکي
تندر راته واي پام کوه چی ماته اړم نشې او زما خونې ته رانشې تندر ته دې د هغه خپله خونه ور مبارک وي ځمونږ هسی هم په ټول افغان کی ځاي نشته.
ما چې دا نوم ځان ته خوښ کړی نو له فايدی يې خبر يم، تاسو اوس له کوم ځايه پروفيسران راغلۍ چې زما او د تندر په نومونو کې خبرې کوۍ.
چپلهاريه ستړې مشې.
اړم عنقريب ليونې کيږي.
وطنمل خو مونږ ته هډو ګياه هم نده اچولې، دده د غرور به هم ختم شي.
تا به دمينی په دام څنګه بندومه وطنمله چې دا غرور دی شي مات....
هايييييييييييييي ربه ته مې مل شې.
په ګډو وډو سريم.


۰
12.05.2011

السلام علیکم
اړم صیب ګوره ته هسي خفه يي وطنمل صیب خو دټول افغان رئیس جمهور دی او دا مدیران يي والیان دي او ګوره دومره ازاده بریښناپاڼه به والله که بل ځاي کي پیدا کړي که وه نو مونږ به هم وختي تللي وو خو نه پوهیږم چي څه کشش پکي دی نشو ورنه تللی .
او تندر صیب به درسره ټوکه کړي وه نور خو تندرصیب عمر ته مه ورګوره ځواني يي ګوره تاته به خپله ځواني دریاده وي خو بیا تندرصیب یواځي په ټوکو کي نه په هرڅه کي مشر دي دي ته دي پام وي او نور نو د تندرصیب په مدریت کي ازادي ټوکي لیکه او که هسي ټوکي درسره نه وي نو بیا پښتون صیب نه د ټوکو ایزي لوډ کولي شي نورنو څه غواړي!!!
مومندافغان


اړم
12.05.2011

[quote:d4ce878972="مومندافغان"]السلام علیکم
اړم صیب ګوره ته هسي خفه يي وطنمل صیب خو دټول افغان رئیس جمهور دی او دا مدیران يي والیان دي
مومندافغان[/quote:d4ce878972]
او مونږ تش کوتکان
هيڅوک موخبره نه اوري.
وايم څه اوکړم په ځان چک ا ولګوم اوکه....
مومنده ستړې مشې.
تندر نه زه نه يم خفه, خو که زه يوه وړه تبصره د هغه په ليکنه اوکړم نو هغه بس بيا خفه وي نور يو ځل بيا ټکي ټکي ټکي


غازی خان
12.05.2011

له سلامه بعد غازی خان له ډیری مودی بعد یو ځل بیا راغلو ستاسی ټولو جوړ بشر دلوی څښتن تعالی څخه غواړم....
ملګری به سره کوو...
اوس همدومره بس ده


-
12.05.2011

ډیر ښه شوې غازي خانه چي ته خوراغلې. خلص دخبرې دا ده چي ځکه ډیردرته خوشاله شوم چي دلته دوطنمل صیب په حجره کي دیارانۍ ډیرتارونه سره غزیدلي راغزیدلي ځیني زاړه اوځینې نوي دي. نوداسي په یونزاکتي ماحول کي زما غوندې کلیوال سړي ته مشکله وه چي دپخوانیو یارانو ترمنځ ځان ورځای کړي. نو خلص دخبري دا ده چي ته هم زماغوندي تقریبا نوکی یې ځکه ډیره موده بعد راغلی یې نوکه چا په خپلومجلسونو کې نه پریښودو زما اوستا خپلمنځي شناخت خوبه چا وړی نه وي؟ :wink:


غازی خان
12.05.2011

سلام تقدیموم.
کلیوال صیب که چا له مجلسه وشړلی نو ته ملامت یی نه هغه داسی ځان چاته په ډاګه مه ورمعرفی کوه چی زه کلیوال یم بیا په خدای ج قسم که دی څو تش سلام هم در علیک کړی.[quote:f5dd254d2e]‎‏ نوکه چاپه خپلو مجلسونو کې نه پریښودو زما اوستا خپلمنځي خوبه چا وړی نه وی؟[/quote:f5dd254d2e]‎‏ چی ژوند وی داسی څوک به نه وی چی زما اوستا دشناخت په منځ کی خنډ جوړ شی زه که هر څومره له هیواده لری یم مګر دخپلو کلیوالو سره ډیره مینه لرم.
له تامننه چی له هرچا وړاندی مو زما هرکلی وکړ.


-
12.05.2011

غازي خانه سلامونه
[quote:5f7398ddeb]کلیوال صیب که چا له مجلسه وشړلی نو ته ملامت یی نه هغه داسی ځان چاته په ډاګه مه ورمعرفی کوه چی زه کلیوال یم بیا په خدای ج قسم که دی څو تش سلام هم در علیک کړی.[/quote:5f7398ddeb]
صحیح،کوښښ به کوم ترخپلي وسې ،تانه ډیره مننه.
خو که ریښتیا ووایم خبري دي راته یوبل قسم ښکاری،
خوږې اوترخي دواړه.. لکه هغه یوشاعر چي وایی:
سیوري نه دزلفو یې کاته راځي....... پټه په وریښمو کې چاړه راځي

زه خو یوکلیوال سړی یم ، خوستا جوابی تبصره راته لږ پیچیده اومختلف الاضلاعه معلومه شوه ،
خصوصا چي زما په اقتباس کړې جمله کي دي زما دخبرې نه د /شناخت/ کلمه ډیلیټه کړې اونوره جمله دي پخپل حال پریښې.
زه که کلیوال هم یم په کنکجاوۍ ډیرښه پوهیږم خو بس کله کله یي په مطلب صحیح نه پوهیږم:
[code:1:5f7398ddeb] نوکه چاپه خپلو مجلسونو کې نه پریښودو زما اوستا خپلمنځي خوبه چا وړی نه وی؟[/code:1:5f7398ddeb]


اړم
13.05.2011

ولا ښه تعارف خو روان دی.
غازي خانه ستړی مشې پخير راغلې خوار مشې.
ما هم ځان سره add as friend کړۍ.
انګليسي هم لږه لږه راځي که خداي کول په ټول افغان کی د انګليسي يو کورس جوړوم, کليوال او شپونکيه تاسی به په کې خامخا admission کوۍ.
انګليسي زده کړۍ ماډرن زمانه هے پهر مسله بنجايګا
ټيک هے بهايي جان


عادل عادل
14.05.2011

السلام علیکم

د بحثفورمونو د نورو خونو په څنګ کې دا د ټوکو خونه داسې ده لکه د کاله په یوه څنډه کې کې مستراح :)

د ټوکیانو وروڼو به خامخا ټوکې توییژي :)

..........
-----------------------...... :)


ډاکتر څپاند
15.05.2011

دشيطان بچي
يو کوچنی شانتي طنز ګوټۍ!
وايي چه دځوانو شيطانانو يوي ډلي په پوهنتون کي زده کړي پاي ته رسولی وي
اودي ته چمتو ول چه و ځمکي ته راشی اؤ خپل ماموريت پيل کړي٠ددوی د بري ليکونو د ويش ورځ وه او تر ټولو لوړ پوړي شيطان چه عمومي لار ښود ګڼل کيدو د بري ليکونو د ويشلو لپاره دی پياوړي غونډی ته راغلې وه٠
لوي شيطان به هر ځوان شيطان نه يوه پوښتنه کوله او هغه داچه تر ټولو اسانه لاره، چه يو ملت برباد کړي شي څه ده؟
ځوانو شيطانانو هر يوه پخپل وار ځوابونه وکول٠او هر يوه پدې ټينګار کاوه چه په يوه ملت کي نفاق ، درواغو،غلا،دوکه ماري،قمار بازي٠٠٠٠٠اونور او نور رواجول به په ډيره اساني سره يو ملت برباد او نابودکاندي٠
لوی شيطان ددي ځوابونو په اوريدو سره ډیر زيات په غوسه شو٠پداسي حال کي چه دغوسې نه يي خولې کړې وې اوټول بدن يي رپيده مخ يي دپوهنتون استادانو ته کړ او هغوي ته يي ډير منت وکړ٠لوي شيطان زياته کړه چه دی پدي ډير خواشينئ دی چه دسلګونو ميليونونو ډالر خرڅ سره سره ،يو شاګرد هم لا پدې نه پوهيړي چه څنګه يو ملت برباد کړي٠
په دي وخت کي يو ډنګرکي ځوان شيطان په ډار سره خپل لاس پورته کړ او غوښتنه يي وکړه چه که دځواب موقع ورکړی شي٠ لوی شيطان په بي پروايي سره ور غږ کړ چه ووايه ته څه ځواب لری؟ځوان شيطان عرض وکړ چه صاحبه دېو ملت بر بادول اوتباهي ډيراسان کار ديی هغه داچه که په يوه ملت کې مهم او عمده چارې اوکارونه نا اهلو او ناپوهه خلکوته په لاس ور کړی شي هغه ملت،ولس او هيواد به په ډيرې سادګۍ او اسانۍ سره تباه
او نابود شي.
لوي شيطان ددی ځواب په اوریدو سره تر حده زياد خوشحاله شو،کوچنی شيطان يي پخپل غيږ کي ټينګ و نيوه او ښکل يي کړ. ډير انعامونه يي ورکړه او د پروفيسور افتخاري لقب يي هم ورته بخشش کړ٠
د هغه څخه يي په پټه و پوښتل چه داچم يي دچاڅخه زده کړې وه؟ځوان شيطان
په ځواب کي وويل چه دا چم يي د افغان ولس نه زده کړی دی!


عنوان

tandar
15.05.2011

اړمه سلام
دا سلام هم د ډاره درته اچوم ههههههههههههههههههه ههههههههههههههههههه
وار خو که نن وې او که سبا وې غواړې چه وکړې ،خو راشه دا زړه بغ دې وباسه چه دا تشويشې مرض نه خلاص شم :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
زه هم نه خفه کيږم او ړنګول هم نشته ،مګر له لاسه مې پوره دې :roll: :roll: :roll:
تر بيا

اړم ليکې

[color=red:f7bb767aa2]تندر نه زه نه يم خفه, خو که زه يوه وړه تبصره د هغه په ليکنه اوکړم نو هغه بس بيا خفه وي نور يو ځل بيا ټکي ټکي ټکي[/color:f7bb767aa2]


ډاکتر څپاند
15.05.2011

دسپي وصيتنامه،يو پښتو طنز
دعزيز نسين(دترکيي نوميالې ليکوال )دا طنز مې ددري ژبې څخه ژباړ کړی٠ځينې لنډيزونه پکي کارول شوي دي،خو هيله ده چه زما معذرت ومنئ٠
په يوه کوچني کلي کې يو بوډا اوسیده چه نوم ئی ګلخان وو.ګل دحيواناتو سره ډيره مينه کوله٠دده په کورکې چرګان،پشکۍ،کوترۍ او نور ډول ،ډول ژووي موجود ول چه ده به لکه د خپو اولادو پشان روزل٠مګر دده په زړه پورې او خورا ګران ژوی دده سپې وه ٠دا سپی چه د ١٤ کلو راهيسې دګلخان سره اوسيده ناروغ شو٠ ګل دير کوښښ وکړچه هغه بچ کړي مګر بریالی نشو٠په پای کې سپی پداسې حال کی مړ شو چه ګلخان د هغه په خوله کی دشدو څاڅکي ور اچول او ددواړو له سترګو اوښکې څڅيدې٠
ګلخان پداسې حال کي چه په غمونو کي خورا ډوب وو،دې نتيجې ته ورسيد چه دخپل سپي جسد په قدر او عزت سره خاورو ته وسپاري٠
په همدي خاطر ګلخان دخپل سپي لپاره يو تابوت جوړکړ او هلته لري يوه بل کلي ته ولاړ٠هلته يی خلک په ځان راټول او ورته ئی داسې څرګنده کړه چه ګواکې په تابوت
کی دګلخان د زوی مړی پروت دی اوغواړي چه هغه خاورو ته وسپاري٠
خلکو ورته کبر وکين ،دجنازی لمونځ ئی ادااو خيراتونه ئی تر لاسه کړه٠
مګر کله چه تابوت خاورو ته سپارل کيده، دسپي لکۍ د تابوت له درز نه
ښکاره شوه٠ګلخان چه هر څه وکړه فايده ئی ونکړه او خلکو دی قاضي ته لاس تړلی ورو ست٠
قاضی له ګلخان نه د مسلئ په اړ و پوښتل٠ګلخان وويل چه قاضی صاحب ځما سپي د انسان پشان خبرې کولې،قاضی په غوسه شو او ګلخان ته ئی کړه چه دی ليونی دی او که په نورو د ليونی ګمان کوي؟ سپی هيڅکله خبری نشي کولی٠
ګلخان زياته کړه چه قاضی صاحب زما سپي عبادت هم کاوهاوخيراتونه به ئی کول او د ډيرو شتو څښتن وه،قاضي نور هم په غوسه شو او وئی ویل لاهودو٠ګلخان زياته کړه چه ځما سپي يوه وصيتنامه هم ليکلې٠قاضی پداسی حال کی چه د غوسی نه خوټيده ،ګلخان ته يي کړه چه احمقه،سپی او وصيتنامه؟
ګلخان پدی محال اجازه و غوښته چه د ثبوت د وړاندې کولو لپاره دې دهغه لاسونه ازاد کړی شي٠
ګلخان د خپلی ملا نه د طلا کمر بند راوخيست او قاضی ته ئی پر ميز کيښود،او
زیاته ئی کړه چه سپي پخپله وصيتنامه کي ويلي وه چه دا دطلا(دسرو زرو)کمربند بايد قاضي صاحب ته ورکړی شي! قاضی پداسی حال کی چه له خوښې نه په جامو کې نه ځايده، ګلخان نه ئی و پوښتل چه دا خدای بښلي نور څه وصيت کړی وه!


Kamil
15.05.2011

[quote:6557dbba5b="ډاکتر څپاند"] دا خدای بښلي نور څه وصيت کړی وه![/quote:6557dbba5b]
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهااهاهاهاهاها
ډاكټر صيب د خندا دى مړ كړم.
دغسى لږ ښه ښه طنزونه راوړه او زمونږ زړونه خوشحاله كوه.
lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
:lol: :lol:
:lol:

:lol: :lol:
:lol:


ډاکتر څپاند
15.05.2011

دصلوات پول
ټوکه
دقيامت په ورځ دمجاهيدينو مشران دصلوات دپله نه دتيريدو په حال کې ول٠
دکمونستان مشران چه ددې پله نه تيريدل ورته ناشوني ول،پرمجاهد رهبرانو غږ وکړ چه تاسو زموږ له برکت نه په دنيا کې دنوم او نښان څښتنان شوې اودادی
اوس چه دقيامت ورځ ده جنت ته روان ياست،مګرموږ په تاسو هيڅ حق نلرو؟
دمجاهيدينومشرانو پخپل منځ کې سره مشوره وکړه اودې نتيجې ته ورسيدل
چه رښتياهم اوس چه دوئ دخدای حضورته روان دي،نوبايد دکمونستانو قرضونه اداکړي٠فيصله داسې شوه چه هر مجاهد رهبر بايد يوکمونست رهبر
په خپلو اوږو سور اودپله نه تير کړي٠
دمجاهدينو مشران په داسې حال کې دجنت دروازې ته ورسيدل چه کمونستي مشران
په دوئ سپاره ول٠دجنت پيره دارنو پرې غږ کړچه دريش دريش!
ددوي نه ئی دحال تر پوښتلو روسته ،پيره دار دهدايت داخيستو لپاره دخدای(ج) حضورته ورغی او داسې هدايت ئي تر لاسه کړ:
بارونه کوز کړې او خرو ته اوربشئ او ريشقه ورکئ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more