د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ


څاروان
24.04.2005

23-4-2005
غروال صيب سلامونه ته دي وعليكم السلام وايم او زما لخوا ئې هم قبول كړه.
غروال صيب زما كوشش په هره ليكنه كې دا وي چه د موضوع څخه لري لاړ نه شم ځكه چه ترڅو لوستونكو ته خبره ښه واضح وي خو متآسفانه چه په ټول افغان كې بعض ليكوالان د حقيقت د پټولو په خاطر او د يوي مركزي نقطي څخه د لوستونكو د توجه د اړولو په خاطر مختلفي موضوګانو سره په يوه ليكنه كې راټولي كړي او همدغه كار تاسي هم په خپله ليكنه كړي زما او ستاسي ليكنې د كفري مستعمرينو او عهد ماتونكو كفارو ترور[شړل او ايستل] كول شرعي جواز لرلو او نه لرلو په اړوند دي نه د تنظيمونو او طالبانو او القاعدي كړو په اړوند چه ددوي كړي اعمالو ته اسلام اجازه وركوي او كنه نو هيله درڅخه كوم چه دواړه موضوعګانې سره يو په بل كې د ننيستلو څخه پرهيز وكړي او كه د ذكر شو ډلو كړو په اړوند غږيدل غواړي نو د يو جدا سر ليك لاندي ئې پيل كړه.
غروال صيب دوهمه خبره دا كوم چه [color=darkblue:5d7c96d907]دلته مونږ او تاسي ذكر شوي موضوع د اسلام په هنداره كې څيړو نه د منطقو نو د خپلي خبري د ثابتولو لپاره شرعي دلائل بيان كړه.[/color:5d7c96d907]
د ليكنې په اړوند به دي څو تور درته وليكم.
[color=blue:5d7c96d907]غروال صيب ليكې:[/color:5d7c96d907]
[[د بن رايه د سيرت په پلوۍ د يادولو وړ نده لااقل د پښتون په صفت دا خبره د پښتون په خوله کي ښايسته نه ښکاري٠]]
وروره كه زما تيره ليكنه وه ګوري نو خبره د انصاف ده نه د قوميت.
[color=blue:5d7c96d907]غروال صيب ليكې:[/color:5d7c96d907]
[[تاسو اګاهانه او شعوراً دا کتاب زمزمه کوئ او که نه هر هغه مو چې خوښه وي ليکئ؟]]
غروال صيب زه چه څه ليكم نو د الله پاك دغه قول مې ياد وي
مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ (ق18
او پدي عقيده يم چه يو ورځ به داسي راته ويل كيږي
اقْرَأْ كِتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا (الإسراء14)
او كوم څه مې چه د كفري مستعمرينو او عهد ماتونكو كفارو په اړوند ليكلې نو شرعي دلائل مې هم پري پيش كړي خو متاسفانه چه تاسي د خپلي ادعا د ثابتولو لپاره تر اوسه هيڅ كوم شرعي دليل پيش نه شو كړي او فقط د شين چاي د بنډار خبري په هره ليكنه كې تكرارروي نو [color=indigo:5d7c96d907]په خپلو ليكنو كې لږ سوچ وكړه او بيا دي خپلي پورتني جملي ته فكر وكړه چه بي شعور ليكنې تاسي تر سره كوي او كه څاروان.[/color:5d7c96d907]
[color=blue:5d7c96d907]غروال صيب ليكې:[/color:5d7c96d907]
[[سوره فيل مني او که نه؟ د هجرت فلسفه پيژنئ؟]]
[color=white:5d7c96d907]غروال صيب څاروان سورة فيل منې ځكه د نني كفري طاغوت غلامې نه مني او پدي عقيده لره چه د يمن د ابرها طاغوت په څير الله پاك كولي شي چه نني كفري طاغوت هم نست او نابود كړي خو افسوس چه ستاسي ليكنې ئې د نه منلو په اړخ دلالت كوي.[/color:5d7c96d907]

پاتي...



څاروان
24.04.2005

په تير پسي:

[color=blue:a79eb7a035]غروال صيب ليكې:[/color:a79eb7a035]
[تاسو نني د مجاهد او طالب تنظيمونه او قوماندانان او اميران د صحابۀ کرام سره مقايسه کوئ؟]]
غروال صيب زما تيره ليكنه يوځل بيا وه ګوره نو پدي به دي سر خلاص سي چه ددي خبري وضاحت څاروان وړاندي كړي. نو دبيا تكرار ضرورت ورته نه ويني.
[color=blue:a79eb7a035]غروال صيب ليكې:[/color:a79eb7a035]
[[داسې کورنې جګړه د الله اکبر د شعار لاندې چيرته د آنحضرت ( ص) په وخت کې شوې وه؟]]
غروال صيب د ليكنې پر وخت د احساساتو په پيدرو مزل مه كوه. د څاروان په يوه ليكنه كې به هم دپورتني خبري د جواز په اړوند كوم ثبوت پيدا نه كړي نو غروال صيب په خپله پوهيږي چه اسلام دروغژن ته په كوم نظر ګوري نو لطفاَ له دي كار څخه روژه ونيسه.
[color=blue:a79eb7a035]غروال صيب ليكې:[/color:a79eb7a035]
[[چيرته هم په کېبلو چا دچا ناموس وهلۍ وي؟]]
غروال صيب لومړي خو ددي خبري او د مسلمانانو له خاوري څخه د كفري مستعمرينو د ترور د خبري ترمنځ زما په نظر فاصله به ډيره وي خو بيا هم دا وايم چه طالبانو دغه كار ولي كولو؟ زما مقصد دلته دادي چه ددغه كار لپاره طالبانو څه علت په ګوتكولو او كومي ښځي ئې په كيبلونو وهلي؟ [color=indigo:a79eb7a035]فقط په ناحقه د ښځو په كيبلونو وهلو كار د وحشت دې او كه په پنجرو كې ئې بندول او جنسي تيري پري كول هم د وحشت كار دى؟ په زوره پري حجاب پسركول وحشت دي- ستاسي په نظر- او كه په زوره ترينه ايستل ئې هم وحشت دي؟[/color:a79eb7a035]
[color=blue:a79eb7a035]غروال صيب ليكې:[/color:a79eb7a035]
[ستا زرګونه طالب جنګيالي چې تقريباً د ټول هېواد واکې يي په لاس کي وې د دوؤ ورځو( بي ٥٢) بمونو طاقت درلود؟ ددوئ په يووالي هم خبر ياست؟ کوم تخنيک لري ــ پيژ نۍ يي او که نه؟]]
غروال صيب حقيقت څخه به سترګې نه پټو د طالبانو او د عراق د منظم فوج د نني صليبي ښكيلاكو ځواكونو په مقابل كې مقاوت سره مقايسه كړه او همدارنګې د د شمالې ټلوالي د غدر نتجه پري وراضافه كړه نو حقيقت د خبري ته به خپله ورسيږي. او د نني صليبي ښكيلاكو د قدرت څخه د ويرودو پروخت د الله پاك طاقت له ياده مه باسه او تاريخ وه ګوره چه څنګه ئې دغسي طاغوتيان نست او نابود كړي. او كه ددغه خبري څخه دي زما ويرول وي نو زما سترګوته د الله پاك دغه قول دي:
) أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ وَيُخَوِّفُونَكَ بِالَّذِينَ مِنْ دُونِهِ وَمَنْ يُضْلِلْ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ (الزمر36) وَمَنْ يَهْدِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ مُضِلٍّ أَلَيْسَ اللَّهُ بِعَزِيزٍ ذِي انْتِقَامٍ (الزمر37)
[color=blue:a79eb7a035]غروال صيب ليكې:[/color:a79eb7a035]
[[ترور له اسلام سره ډير لوئ مغايرت لري٠]]
[color=white:a79eb7a035]غروال صيب ترور په هغه معنى چه ما ذكر كړي كه د اسلام سره مغايرت لري نو مهربانې وكړه كوم شرعي دليل پري پيش كړه.[/color:a79eb7a035]
غروال صيب خبره راڅخه اوږدي ږي خو په اخر كې يوځل بيا خپلي تيري پوښتني تكرارروم او هيله درڅخه كوم چه په مختصره توګه ئې د يو يو شرعي دليل سره ئې جواب وليكې او دا به دي هم ډيره مهربانې وي چه د موضوع څخه نه تړونكې خبري راونه سپړي.
پوښتني:
1. د مسلمانانو له خاوري څخه د كفري مستعمرينو او عهد ماتونكو كفارو ترور – شړل او ايستل- كه حرام كار وي نو مهرباني وكړه شرعې دلائل دي راميدان ته كړه.
2. ترور په هغه معنى چه زما په ليكنو كې ئې يادونه شوي ستاسي په نظر كه غيري شرعي او حرام كار وي نو شرعې دلائل راميدان ته كړه
3. ستاسي له نظره جهاد څه شي دي او د چا په مقابل كې روا دي؟؟
4. د جهاد امام لپاره شرائط څه دي؟
غروال صيب د يادونې په توګه درته وايم كه زما د پورتني پوښتنو جواب سره د شرعي دلائلو ستاسي په مخكيني ليكنو كې وي نو مهربانې وكړي راته په ګوته ئې كړي ځكه ستاسي ليكنې خو ما څوځلي ولوستي هيڅ كوم شرعي دليل مې پكې ترسترګو نه شو.

د هيواد څخه د كفري مستعمرينو او د بوش د مريدانو د ترور په هيله

يوسف څاروان


م ن غروال
24.04.2005

څاروانه وروره وروسته دسلامو
تر خو لومړۍ دا واجبه ګڼم چې په ليکنو کي هيڅ وخت دا هچه مه کوئ چې په کنايو چا ته درواغجن يا بې شعور او داسي نور استعمال کړئ٠
که زما په خبرو کي مو شرعي دلايل نه وي پيدا کړي نو هغه خو به هرومرو پيدا کړي وي چې کومه جمله يا کلمه مې د شرعيت خلاف وي؟
څاروانه وروره عجب مو منطق او اسلام سره بېل کړي دي چې دا هم يو غيرې علمي جمله ده چې له ډيرو ستونزو سره به مخامخ شي٠چې په ټول افغان کي داسي بحث هم تېر شوۍ دي چې د اسلام ټول احکام او چارې او واکې د انسان په منطق او عقل او علم تکيه لري او هر هغه چې مسلمان سرته رسوي بايد په انساني منطق مطرح وي٠
ستاسو شرعي دلايل يعني څه؟
تاسو دا پام ندي کړۍ چې زما ليکنه ولې تېروخت يادوي٠ دا ځکه چې وروه مونږه خپله پخپلو لاسو دغه نني حالت ته هېواد راورسولو او دغه افغاني حالت د انحضرت (ص) له وخت او مجاهدينو سره توپير لري چې تاسو هم قانع ياست نو له دې امله مونږه بله چاره پرته لدې چې په سوله ايزه توګه خپله اسلامي مبارزه وکړو او هېواد د سولې لورې ته ورمخ کړو بل څه مو په وس له بده مرغه نشته٠
١ : ــ افغانستان مستعمره نده او نه هم څوک ددې مدعي دي چې افغانستان د مونږه شو٠ دا ځواکونه د يوه اشدې اړتيا له امله راغلي چې نن ټول ملت همدا وايي چې که دا ځواکونه نن ووتل نو د وينو ويالې او د وطن د کباړ او ظلم او زرو به بيا راستانه شي٠
هو! ولې نه د کفارو او ختی د مسلمانو په وړاندې هم دا مپارزه رواه ده چې مسعميرين له خاورې وباسي خو وي مستعميرين! دا خو زما او ستا غربت دي چې دوئ راغلي دي ٠ مخکي مې هم درته وليکل چې که په اسلامي نړۍ کي مونږه يو څه درلودای نو دوئ ته به اړتيا نه وه خو نن هغه وحت پر مونږه راغلئ دي چې په دغه بلا واوښتو٠
٢ : ــ په ټول قرأن الکريم کي او جمله نبوي احاديثو کي د ترور کلمه نشته٠ او داسي کلمه چې خداي ج مکړه د ترور معنی ورکړي٠ ترور د ويستلو او شړلو ترجمه نلري او منفور لغت دي ځکه جواز يي په اسلام کي نشته٠ او که تاسو سره لدې بيا هم شړل ورته واياست نو د شړلو لپاره هم بايد يو څه بندو بست درسره وي او له تحنيک او وسلو او ددوئ د اتحاد په وړاندې د سيالۍ يو څه مونږ ته او درنو لوستونکو ته وليکئ چې مونږه هم ستاسو د امر به خامخا تابع وؤ٠
٣ : ــ جهاد ؟ د لوی الله جل جلاله په لاره کي خاص د هغه د رضايت او امر ترسره کولو له خپل اسلامه دفاع ده چې د اسلامي علمأو لخوا به يي فتوأ ورکوله کيږي٠ جهادکه په خوله ؤ او که په پيسو او که په وسله، ټول او هر هغه چې د ددين د دفاع لپاره تر سره کيږي په هغه صورت کي چې مسلمان پخپله خاوره کي د خپل دين د احکامو د اجرأ څخه منع کړاي شوۍ وي٠ چې هېواد مو په دغه کتګورۍ کي نه راځي٠
٤: ــ د اسلام د جهادي اوامرو او هداياتو او د هغه د رهبرۍ لپاره د يوه عالمې ټولګۍ لخوا د جهاد مشر يا امام ټاکل! چې د ټاکني د وخت او ځاي نبايد د مسلمانو د حيات خطر مؤجب وګرځي٠
اوس که تاسو ته شرعيت کومه بله معنی لري هغه ځانته خبره ده اما هر هغه څه چې مسلمان د خپل مسلمان ولس د نيکمرغۍ لپاره لټوي او همدا يي هڅې وي او بيا په تېره لکه د افغانستان په شان هېواد مسلمان خلک، چې د مجاهيدينو او طالبانو تر نامه لاندې څه نه ؤ چې تر سره نشول او دا مسلمان ملت د هېواد په کچه څومره ټپي شوۍ ويو نو زه ايمان لرم چې کړه خو هرمرو ګناه نلري لکه ډير لوئ ثواب او اجر پکې نغښتۍ دي چې تاسو به هم له ما بهتره معلومه ده٠
او بل وروره داسي فکر مه کوه چې مونږه خداي مکړه کمونستان يو او يام منافقين او يا هم ملحد او يا هم نور..... مونږه ستا په شان الحمدالله مسلمان يو او غواړو اسلامي حکومت ولرو او خپل اسلامي او پښتونولي کلتور! اما نوره جګړه نشو زغملائ٠ او اسلام زمونږ له وجې په نړېواله کچه بد نامه شو٠ مونږه ډير لږ نه، بد کړي دي چې آخرنۍ لاس ته راوړنه يي همدا ننۍ حکومت دي٠
او لنډيز نور دا دي چې وروره ترور په اسلام کي نشته٠ که د چا مرګ رواه بولئ هغه ته بله نامه ورکړه٠ د کفارو او متسعمرينو په وړاندي که جهاد وواياست دلته د اسلامي اوامرو او ارشاداتو د تطبيق او شکل او رقم په هکله به بحث وي نه د (اسلام کي نشته) په ډول!
تاسو که ترور ويستل او شړل ترجمه کوئ نو اشتباه کوئ دا سمه نده٠ دا زما نظر ندي او نه هم د کوم بل چا!
ما مخکي هم درته ليکلي خو تاسو چندانې پاملرنه نه ورته کوئ چې مونږه هم دا نظان نه غواړو او خپلواک اسلامي هېواد! اما څرنګه؟ په جګړې؟ وروره ددې پر ځاي چې جګړه وکړو راشه خپلو خلکو اسلام تبليغ کړو او هېواد په ريښتينو وطنپالو بچيانو سمبال کړو هله به نه هغسې کيدل لکه چې وشول او نه به د نړۍ توان وکولائ شي مونږه په کونډو کړي٠
زما يوه نوې ليکنه (دراپارَونکو ليکنو مخ نيوۍ)چې د ټول افغان په لومړۍ پاڼه کي نن خپره شوه چې په ريښتيا ستاسو غوندي راپارَونکو ليکنو له امله هم وليکله يوار يي د زحمت په قبليدو له ستګو نيره کړئ او بيا راته هر هغه څه چې پکې اسلامي کوم ممانعت وي را په ګوته کړئ٠ او فکر کوم ستاسو لپاره پکي کامل او قانع کوونکۍ ځواب شته که شرعيت ته د انساني منطق د تطابقت مجاز ورکوئ٠
هيله من يم په مرام او هدف مې پوه شوي واست او خپل افکار چې اسلامي دي په درسته او د وروۍ په پاکه او صفا لاره بدله کړئ او هېواد ته مو د يوه ډير خاورې په سر او ژوبل هېواد په سترګه وګورئ او په خپلو زرګنو مسلمانو کونډو خويندو او بورو ميندو او يتيمو بچيانو د انساني ترحم پر بنسټ لږ ترحم وکړئ٠ نه يوازې زه بلکه هر مسلمان وطنپال افغان خور او ورور به مو ډيرډير منندويه وي٠ والسلام او په درناوې


نقاد
26.04.2005

دروند ورور څاروان صاحب السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته!
په دومره ليکنو کې مو ونشول کړای چې د ترور او ترهګرۍ معادل عربي لغت په اسلامي شرعي احکامو کې پيدا کړئ، اخر مو ورته د شرعې او اسلام پر ځای له خپل شخصي انګيرتون څخه د شړلو او ويستلو معنی اختراع کړه. که ترور يې شړلو او ويستلو ته ويلی ، نو بيا دواړه به مترادف کلمات وو، بيا نو دترور خارجي کلمې استعمال ته ضرورت څه دی ، ولې ورته پښتو کلمې ويستل او شړل نه کاروئ، که چيرې مو ترې مطلب په رښتيا همدا وي؟ خو نه، ستاسو مطلب
د هدف په توګه ويستل او شړل نه دی، بلکې د ويستلو او شړلو له ګڼ شمير سوله ايزو او غير سوله ايزو ﻻرو او وسيلو څخه يوه ټاکلې وسيله ده چې چې ترور ورته ويل غواړئ. دا وسيله هم ګڼ شمير هدفونه لري، چې د هغوی له جملې د شړلو او ويستلو د هدف له پاره هم کارول کيږي . نو انصاف دې نصيب شه وروره چې :
اول شړل پريږدې، د هغی پر ځای بالکل يو بل مفهوم د ترور په نامه وضع کوې او ادعا کوې چې ترور شړلو ته وايي. دوهم بيا دا هم بيرته پريږدې او د ويستلو او شړلو په لسګونو وسيلو کې يوه وسيله د ترور په نامه رانيسې . او بيا بيرته د همدې يوې تروريستي وسيلې د لسګونو هدفونو څخه د شړلو پر يو هدف پورې تړئ ، نو کله د شړلو هدف ته او کله بيا ددې هدف له پاره د ويرې او ترهګرۍ وسيلې ته ترور واياست . که په سياست، ديپلوماسۍ، سوله ، علني يا نړيوال
فشار ، جهاد او ملي قيام سره دوښمن وويستل شي، هغې ته هم ترور وايی؟
[color=blue:4f198f1232] افغان مجاهداولس روسان وويستل خو تروريې نکړل، چريکې جګړې يې ورسره وکړې خو ترور يې نه کړل ، جهاد يې دهغوی پر ضد وکړ خو تروريې نکړل، نړيوال ، سياسي او دپلوماتيک فشار يې پرې راوړ له خپلې خاورې څخه يې وشړل خو ترور يې نکړل . نو ترور څنګه شړلو او ويستلو ته واياست ؟ آيا ته افغان مجاهدينو ته ترورستان ويلی شې ، چې ګواکې افغاني ترورستانو د شوروي پر سرو لښکرو بری وموند او له هيواده يې وويستل؟ که دا نشې ويلی نو څاروان صيب ته نن ځان ولې مجبور بولې چې ترور په جهاد او جهاد نعوذ بالله په ترور ترجمه کړې ؟
وروره ترور خو د جهاد مستقيم ضد او د هغه نقيض دی: کله چې د مکې مشرکينو مسلمانان په مکه کې يو د بل پسې وژل او ترور کول او بالاخره يې د حضرت کونين محمد (ص) د وژلو تړه وکړه ، څو هغه مبارک ترور کړي، او د همدغو تروريستي بريدونو له امله د هجرت حکم صادر شو او دوی ووتل، نو تاسې چې ترور ته جهاد واياست ، بيا د مشرکينو دغه ترورستي عمل او ميتود ته چې د مسلمانانو د شړلو او ويستلو سبب شو، څشی وايي ؟ والسلام. [/color:4f198f1232]



ع کريم حليمي
29.04.2005

درنو دوستتانو ،محترم غراوال صاحب او نقاد صاحب
السلام عليکم ورحمه الله و برکاته !
غروال صاحب ! هر کله چه ستاسو مُطِيع (faithful)، با إِنصافه، صَلَاح ليکني ولولم د زړه هنداره مي راصفا کړي ٠ او وليدوته دي تږی شم ٠ يو لوی اصل دۍ وايي
چه : خبره چه د قلبه وي تأثير لري ٠ زه ايمان لرم چه : ستاسو د ضمير هنداره صفا ده
إِحْصان دي منم چه : د راپارَونکو ليکنو مخ نيوی! مقاله موليکلې ده ٠
څاروان صاحب همېشهه دغه ايات شريف موږ ته په ګوته کوي ٠
بسمه تعالی : مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ (ق18
په عمل ئې تاسو ښايسته ياست ٠
څوک چه اخلاص نه لري هغوی دين نه لري ٠ تاسو چه مخلص ياست ٠ صاحب د ايمان ياست ٠
الله په کتاب موبين کښي فرمايي چه : بسمه تعالی - مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ ٠٠٠٠٠
ترجمه (making religion pure for Him ( only )نه پوهيږم ؟
چه ولي خلک هغه څه ليکي چه هيڅ اخلاص (خلوص , صَفَاء ) نه وي ٠ او فکر کوي
چه د ايمان خاوندان دي !

دين چه دۍ اصلأ تجارت دۍ ٠ چپله د عباداتو يعني معاملات يې د تجارت زده کړه
غواړي ٠ دغه خاطر وه چه زموږ نبي سرورکائنات په معاملاتو کښي اول د تجارت
زده کړه کړې ٠ يعني تر يوڅه راتير سه تر يوڅه به زه درتيرسم ٠
(give-and-take also give and take ) يا Take & Give
که نبي عليه السلام تجارت نوای زده فکر نه کوم مکن د داسي مشکلاتو سره مخامخ وای لکه تېر انبيا يا لکه طالبان ٠

هو نه داسي تجارت لکه اکبر پاچا چه په هندکښي کاوه ٠ که څه هم د هند په تاريخ کښي ښه نوم لري ٠

نقاد صاحب ! ماشا الله ٠
د زړه زنګ دي را په هوا کړي ٠ داسي ليکنه تاسو کړې چه نور څه نه پر اضافه کيږي
داسي يوسِجاف نسم پيدا کولي چه پوري سريښ کم نو غواړم چه ستاسو ليکنه
يواري بيا و محترمو لوستونکوته ستاسو له ليکني څه ورته کاپي کړم ٠ او وبه
ګورو چه : أَفَزَعَ مِنَ النَّوْم (په خوب کښي بېرېدالۍ )جواب وليکي ٠ چه په فرنچ کي داسي وائي éveiller

محترم نقاد صاحب ليکي چه:
افغان مجاهداولس روسان وويستل خو تروريې نکړل، چريکې جګړې يې ورسره وکړې خو ترور يې نه کړل ، جهاد يې دهغوی پر ضد وکړ خو تروريې نکړل، نړيوال ، سياسي او دپلوماتيک فشار يې پرې راوړ له خپلې خاورې څخه يې وشړل خو ترور يې نکړل . نو ترور څنګه شړلو او ويستلو ته واياست ؟ آيا ته افغان مجاهدينو ته ترورستان ويلی شې ، چې ګواکې افغاني ترورستانو د شوروي پر سرو لښکرو بری وموند او له هيواده يې وويستل؟ که دا نشې ويلی نو څاروان صيب ته نن ځان ولې مجبور بولې چې ترور په جهاد او جهاد نعوذ بالله په ترور ترجمه کړې ؟
وروره ترور خو د جهاد مستقيم ضد او د هغه نقيض دی: کله چې د مکې مشرکينو مسلمانان په مکه کې يو د بل پسې وژل او ترور کول او بالاخره يې د حضرت کونين محمد (ص) د وژلو تړه وکړه ، څو هغه مبارک ترور کړي، او د همدغو تروريستي بريدونو له امله د هجرت حکم صادر شو او دوی ووتل، نو تاسې چې ترور ته جهاد واياست ، بيا د مشرکينو دغه ترورستي عمل او ميتود ته چې د مسلمانانو د شړلو او ويستلو سبب شو، څشی وايي

اوس به څه وائې شاعره ٠ بل مرګ خو هم نسته شاعره



څاروان
30.04.2005

30-4-2005

غروال صيب سلامونه ته دى وعليكم السلام وايم او زما لخوا ئې هم قبول كړه.

غروال صيب د كناياتو د استعمال په موضوع كې چه مو كومه ګوته ماته نيولي كه خپله تيره ليكنه ولولي پوه به شي چه همدغه كار لومړي تاسي ترسره كړي.
[color=indigo:3e0cb7a3d0]د منطق او اسلام خبره.[/color:3e0cb7a3d0]
وروره په اسلام كې زما د معلوماتو په هنداره كې عقل د نص تابع دى نه عكس. نو هغه مهال چه د عقلي او نصي دلائلو ترمنځ تضاد راشي ترجيح نص ته وركولي كيږ نو اوس دلته زه ستاسي څخه [color=blue:3e0cb7a3d0]د كفري مستعمرينو د ترور كولو په مسئله كې عقلي نه بلكې نصي دلائل غواړم[/color:3e0cb7a3d0]. او ستاسي په ليكنو كې مې تر اوسه نه دي په سترګو شوي.
[color=white:3e0cb7a3d0]غروال صيب ليكې:[/color:3e0cb7a3d0]
[[افغانستان مستعمره نده]]
[color=darkblue:3e0cb7a3d0]غروال صيب دا ستاسي په ډيكشنري كې به استعمار هم بل څه معنى وي او په هغه معنى به افغانستان مستعمره نه وي نو مهربانې وكړه دي خبري ته ډيوه بله كړه چه تاسي استعمار څه ته واي؟په [/color:3e0cb7a3d0]افغانستان كې كوم داسي څه شته چه د نني صليبي ځواكونو په كنټرول كې نه دي؟ هيواد ته راشه او حالات په خپلو سترګو وه ګوره بيا به پوه شي چه هيواد دي مستعمره دي او كنه؟ ستاسي عقل به دا هم نه منې چه په كوم سرك د صليبي ښكيلاكو ځواكونو موټر روان وي نو هيڅ يو بل موټر ته اجازه نشته چه ترينه مخكې شي آن تردي چه كله ورپسي په لسګونو موټر روان وي او دوي لار نه وركوي ولو كه د امبولانس موټر هم وي . حكومتې اداري خو پرځاي پري ده د عام وګړو سره ئې دا حالت دي.
روسان افغانستان ته د هغه وخت د حكومت په بلنه راغلي وه خو چه هغوي د نني صليبي ښكيلاكو ځواكونو دښمنان وه تاسي هم ورته مستعمرين ويل او چه نن په خپله صليبي ښكيلاك ځواكونه افغانستان ته په زور راغلي ستاسي لخوا ئې مستعمرين نه ګڼل د انصاف څخه لري خبره ګڼم خو يوه خبره شته [color=darkred:3e0cb7a3d0]د مستعمرينو ملاتړي هيڅكله هم د مستعمرينو ځواكونو وجود ته استعمار نه واي بلكې وجود ئې ترقي او د ملت بخت رابيداريدل ګڼي،[/color:3e0cb7a3d0] د افغانستان تاريخ ددي خبرو د ثبوتونو څخه ډك دي.
[color=blue:3e0cb7a3d0]غروال صيب په اسلام نړي كې څه نشته؟[/color:3e0cb7a3d0] كه حكام ئې د صليبيانو او يهوديانو د غلامې پړي له غاړو څخه هيسته كړي نو په اسلامي نړي كې هرڅه شته.
غروال صيب په دنيا كې هيڅ كوم انسان هم پوره نه دي بلكې بل ته په څه شي كې محتاج وي نو كه نن د كفارو سره تخنيك دي خو مسلمانانو سره هغه مواد دي چه د هغه پرته دكفارو تخنيك د هغوي په ګټه نشي ثابيتيدلي.
[color=white:3e0cb7a3d0]د ترور كلمه.[/color:3e0cb7a3d0]
غروال صيب كه دغه راته بيان كړي چه ترور ته په هغه معنى چه ستاسي په ذهن كې ده په عربي كې څه وايي نو شايد پدي حقله څه نتيجي ته ورسيږو.

غروال صيب كه د ترور څخه شړل، ايستل، قتل، ويرول او... معنى هم واخلي بيا هم په جهاد كې [color=blue:3e0cb7a3d0]ترور تر حليمي صيب پوري خلك ئې روا او جائز بولي چه دغه كار د همدي مدركه د اسلام سره اړخ لږوي. [/color:3e0cb7a3d0]حليمي صيب په خپله يوه ليكنه كې داسي وايي:
[[هو که څوک ترور کوي يعني ASSASSINATION بېله شکه ترور قتل دۍ ٠ هو که جهاد وي سمه خبره ده ٠ ]]
او په خپله يوه بله ليكنه كې [color=white:3e0cb7a3d0]حليمي صيب پدي هم قانع دي چه د ترور امر رسول عليه السلام هم كړي:[/color:3e0cb7a3d0]
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه فروري 09, 2005 2:34 am
[[ هو مبارک په ټوله عمر کښي د يو نفر د ترور امر کړي دي او بس]]
غروال صيب اوس په خپله قضاوت وكړه.
حليمي صيب خپلي خبري ترينه هيريږي او د خپل عادت مطابق د اسلام اند ليكوالانو سره مخالف جانب په هرمسئله كې نيسي نو ځكه دلته هم ځان پدي مجبوره وي چه اوبه خړي كړي او مسئلي ته بل اړخ وركړي خو په هغه سبب نه پوهيږم چه تاسي ولي ورسره ځان د سر په خورولو مجبور ګڼي.
[color=darkblue:3e0cb7a3d0]غروال صيب ليكوال ته پكار وي چه د بحث پروخت د ځان لپاره يو منهج اختيار كړي او د تعصب په پيدرو تګ پريږدي، هغه څه وليكې چه ورته حق ښكاري.[/color:3e0cb7a3d0]
زما سر پدي نه خلاصيږي چه حليمي صيب په خپلو ليكنو كې د خپل خواهيش مطابق ترور په يوځاي كې د اسلام سره په اړخ لږولو قانع دي او په بل ځاي كې ترينه انكار كوي.ولي؟؟

[color=white:3e0cb7a3d0]پاتي:[/color:3e0cb7a3d0]



څاروان
30.04.2005

[color=white:c16faecf41]په تير پسي[/color:c16faecf41]

ترو اوسه حليمي صيب او څه نور ليكوالان پدي كوشش كيدي چه لوستونكو ته دا ثابته كړي چه څاروان مقصد دادي چه مطلق ترور روا عمل دي خو دوي دي لا ياده نه باسي چه په سترګو كې دغه خاوره اچول ئې كومه فايده نه كوي ځكه څاروان دا خبره له وړاندي څخه په ډاګه كړي چه فقط د كفري مستعمرينو او عهد ماتونكو ترور روا دي او د همدي مقصد د لاسته رواړلو لپاره مسلمانان خپله مبارزه چلوي خو په مختلفو طريقو نو خلاصه خبره داده چه په ناحقه د چا په ترور كولو څاروان هم قانع نه دي او په هغه څه چه قانع دي هغه ئې مقيد كړي.ددي خبرو ثبوت زما په لومړي ليكنو كې ډير ښه او په ښكاره توګه ليكل شوي چه د بيا تكرار ضرورت ورته نشته.
[color=brown:c16faecf41]غروال صيب د جهاد په اړوند به انشاء الله چه جدا بحث شروع كوو نو دلته پري څه ليكل نه غواړم.[/color:c16faecf41]
[color=blue:c16faecf41]غروال صيب ليكې:[/color:c16faecf41]
[[اسلام زمونږ له وجې په نړېواله کچه بد نامه شو٠ مونږه ډير لږ نه، بد کړي دي چې آخرنۍ لاس ته راوړنه يي همدا ننۍ حکومت دي٠]]
غروال صيب د اسلام بدنامي چه د كومو څيرو د وجه راغلي او د خپلو بادارنو د حكومت د راوستلو لپاره ئې چه كومه لاره هواره كړي همغه څير نن د مجاهد په نوم د صليبي ښكيلاكو ځواكونو ترڅنګ ناستي دي او تر تاسو پوري ئې د مجاهدينو د نمايندګانو په نوم پيژني. [color=white:c16faecf41]ننې حكومت په تيري دري كلونو كې د بيګناه افغانانو وژونكو كوم قاتل په پنجره كې واچو؟؟؟ [/color:c16faecf41] تر اوسه خو حكومت په ميليونو ډالري پدي لږوي چه د خپل بادرانو يعني صليبي ښكيلاكو ځواكونو ته سر نه كښتكونكې ونيسي او هغه ډول ظلمونه ورسره وكړي چه په اوريدو ئې سړي ځان ته د انسان په ويلو شرميږي.
د نني صليبي مستعمرينو په راتګ سره الله پاك د ډيرو څيرو څخه هغه نقاب ايسته كړو چه دغه نوموړو پري په تيريو څو لسيزو كې خپلي حقيقي څيري پټي كړي وي. [color=indigo:c16faecf41]اوس هر افغان وګړي پدي پوهيږي چه څوك د چا روزل شوي غلامانو وه او دي.[/color:c16faecf41]
[color=white:c16faecf41]غروال صيب زه هم د افغانستان ابادي غواړم خو په اسلام او ازادي كې نه په كفر او غلامي كي.[/color:c16faecf41] د خبري نوري شنني ته ضرورت نشته.

وروره ستاسي ليكنه [color=darkred:c16faecf41](دراپارَونکو ليکنو مخ نيوۍ)[/color:c16faecf41] مي په همغه ورځ چه د ټول افغان په لومړي مخ كې نشر شوه ما له ځان سره خپل كمپيوټر كې ثبت كړه او ورسته مي په ارامو دماغو ولوسته نو وروره زه ستاسي د ليكنو درناوي كوم خو د كفري مستعمرينو په خلاف خپل اواز ټپكيدل نه غواړم ځكه وړاندي له دينه چه دغه كفري مستعمرين زمونږ په هيواد كې جالي جوړي كړي او بچي پكې واچوي او د لستوڼي د مار شكل راته غوره كړي ښه داده چه دغه كفري مستعمرين جالو جولړولو ته پري نه دو.
د ځوريدلي ملت حال ته مې هم ښه خيال دي. ملت به څنګه هغه څيري په حكومت كې بيا ومنې چه د ملت د درپه در كولو څخه ئې بغير بل كوم څه نه دي ترسره كړي. او ستاسي په اوسني حكومت كې همدغه څيري ډيري ښاغلي دي ځكه دا بيا د انصاف څخه لري ده چه د بادار په حكومت كې دي غلام ته له دي څخه په كمه سترګه وكتل شي. كه د بادار په حكومت كې غلام ته دغه درجه ورنه كړي شي نو بيا به د غلام د كړي خدمات په مقابل كې د بادار لخوا جفا وي او نا انصافي به وي.
ګرانو لوستونكو دلته دي خبري ته يوځل بيا اشاره كوم چه په نني حكومت كې د هغه چا ځاي نشته چه د د نني عصر د فرعونيانو فرعونيت نه منې او په همدي حكومت كې هغه ډير ښاغلي دي چه مظلوم افغانان ئې په څومره ډيرو طريقو وژلي دي. كنه نو د كريم خليلي، او دوستم ، په څير خلكو ځاي بايد كومه پنجره وايي.

د هيواد څخه د كفري مستعمرينو او د بوش د مريدانو د ترور په هيله

يوسف څاروان



څاروان
30.04.2005

30-4-2005

نقاد صيب
السلام عليكم ورحمه الله وبركاته.
نقاد صيب د ډير څه د ليكلو وخت نه لرم خو په مختصر ډول درته څو خبري ليكم.
تاسي تر اوسه په خپلو ليكنو كې د ترور هغه معنى نه ده په ډاګه كړي چه ستاسي په ذهن كې ده نو كه مهرباني وكړي اول د ترور همغه معنى په ډاګه كړي چه ستاسي په ډيكشنري كې وجود لري نو بيا به په دي درسره وغږيږو چه مجاهدينو روسان ترور كړي وه او كنه؟
كه د ترور د معني په اړوند ته هم د خټګرصيب په نظر ئې نو په همغه كارونو تاسي د روسانو په وخت كې ښاغلي وي چه اوس پري د خپلو صليبي بادارانو په څير تاسي هم مجاهدين رټي. او منفور نارو او حرام اعمال ئې ګڼي. ولي؟؟؟؟؟؟؟ او كه نه بله كومه معني ورته لري راميدان ته ئې كړه.
[color=white:f16eafd0ef]نقاد صيب ليكې:[/color:f16eafd0ef]
[[نو تاسې چې ترور ته جهاد واياست ، بيا د مشرکينو دغه ترورستي عمل او ميتود ته چې د مسلمانانو د شړلو او ويستلو سبب شو، څشی وايي ؟]]
نقاد صيب د كفري مستعمرينو او عهد ماتونكو كفارو ترور كول د مسلمانانو لخاوري څخه جهاد دي خو د مسلمانانو ترور كولو كار نن صليبيانو په غاړه اخيستي نو [color=indigo:f16eafd0ef]اوس مو د خپل بادارنو څخه پوښتنه وكړي چه د مسلمانانو ترور كولو ته څه نوم وركوي؟؟ [/color:f16eafd0ef]

د هيواد څخه د كفري مستعمرينو او د بوش د مريدانو د ترور په هيله

يوسف څاروان



څاروان
30.04.2005

30-4-2005

حليمي صيب
السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

د وخت د كمي په وجه د نورو خبرو څخه دي تيريږم او فقط ددي يوي خبري جواب دي ليكم.
[[ولي خلک هغه څه ليکي چه هيڅ اخلاص (خلوص , صَفَاء ) نه وي ٠ او فکر کوي چه د ايمان خاوندان دي !]]
[color=white:d8918d5a05]حليمي صيب خلك چه د قرآن كريم په دي اياتونو كې خلوص نه ګوري او كوم اثر پري نه كوي نو د څاروان په خبرو كې به ئې څه وه ګوري او څه اثر به پري وكړي او سره ددي چه ځانو ته د مسلمانانو مليان هم وايي.[/color:d8918d5a05]
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (المائدة51)

وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنْ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنْ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنْ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ (البقرة120)

فَمَنْ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ (البقرة194)

وَإِنْ نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ مِنْ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لَا أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنتَهُونَ (التوبة12)

قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمْ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنْصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ (التوبة14)

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا (النساء60)
أَفَرَأَيْتَ مَنْ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلَى عِلْمٍ وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ وَجَعَلَ عَلَى بَصَرِهِ غِشَاوَةً....


م ن غروال
01.05.2005

محترم حليمي صاحب او نقاد صاحب درناوۍ سلامونه مې ومنئ!
خوښ يم او وياړم چې محترم حليمي صاحب مې ليکنه ستايلې او نازولۍ يې يم٠
محترم نقاد ورور هم په پوره اندازه خورا معقول او علمي دلايل وړاندي کړيدي چې د بنده توافق وسره سل په سلو کي شته ځکه چې خبرې يې سوچه يا د مونږه پښتنو په اصطلاح سپيني دي٠
نپوهيږم عادل وطنمل ورور په کومه وجه ځان څاروان راپيژني او هماغه خپل ساز ته غوږ دي او آخر له جګړې به څه نيکمرغي افغان مسلمانو هېوادوالو ته ولري٠
خو ترهغه ځايه چې اسلامي تحليل او د اسلامي تاريخ علم حکم دي هغه مونږه په عرض رسولي دي او زه پوره ډاډمن يم چې انشأالله تعالی هغه وطنوال چې په حقيقت کي د هېواد نيکمرغۍ غوښتونکي دي هغوئ به هيڅ وخت هم د څاروان په شان د ليکنو له امله جګړه د سولې په پرتله غوره ونه بولي٠
زه فکر کوم مونږه تر خپل حد او توانه خپله ايماني او وجداني دنده ترسره کړې او راتلونکو کي به بيا هم د راپارَونکو ليکنو لپاره په خپلو قلمو کي خپلو وطنپالو افغانو خويندو او وروڼو ته يو څه د بيان ولرو٠
په درناوې
ستاسو ورور غروال


نقاد
01.05.2005

څاروانه وروره عليکم سلام و رحمت الله وبرکاته!
تاسو ليکلي:
[quote:591d374d5b]كه مهرباني وكړي اول د ترور همغه معنى په ډاګه كړي چه ستاسي په ډيكشنري كې وجود لري نو بيا به په دي درسره وغږيږو چه مجاهدينو روسان ترور كړي وه او كنه؟ [/quote:591d374d5b]
وروره که چا د ترور مفهوم بدل کړی وي او هغه معنی يې نه مني چې په هره معتبره ډيکشنري شته ، نو هغه نقاد نه بلکې هغه څاروان دی. تاسې ترور يو اسلامي عمل ، حتی جهاد بولئ، خو ترور د غربيانو چې ته يې صليبيان بولئ د هغوی پيداوار بلل کيږي او آن د اسلام پر ضد هم ترې د مکې کافرانو هغه وخت کار اخيستی چې مسلمانان لږ و او کفارو به يو دبل پسې ترور کول او وژل به يې چې بالاخره يې د آن حضرت (ص) د وژلو اوترور کولو تړه هم وکړه ، او ستا خبره په ترور يې مسلمانان له پل وطن څخه هجرت ته مجبور ګړل، وې ويستل او وې شړل. دغه سوچه ترور و ، ويره غورځول ، ترهګري او دهشتګردي وه . ما له تاسونه ددې عمل پوښتنه کړې وه اوتکراروم چې مطلب مې دا و : که تاسې ترور ته جهاد واياست ، بيا د مشرکينو دغه ناوړه عمل او ميتود ته چې د مسلمانانو د شړلو او ويستلو سبب شو، ترور نه واياست ؟ که ترور يې نه بولئ نو څشی ورته وايي ؟

خو تاسو له اصلي ځواب څخه تيښته کړې او شخصي تور او تهمت ته مو ﻻس اچولی چې ګواکې زما په شمول ټول هغه کسان چې د اولس له پاره اولسواکي غواړي ، څو اولس وکړای شي د اسلام ، وطن او ملي ناموس ساتنه او پرمختګ تضمين کړي، تاسو په اند نعوذ بالله د لويديځوالو صليبيانو نوکران دی . وروره دا توردې بيرته درواخله او د هغه چا په غاړه يې وغورځوه چې تر پرونه پورې يې د پنجابيانو غلامي کوله او د هغوی په مشرۍ يې د صليبيانو باداري پر ځان منلې وه، پيسې وسلې او سټنګرونه يې ترې اخيستل ، او د يو غلام د غلامۍ له پاره يې بالاخره خپل وطن وران ويجاړ کړ او په خپل اولس يې يوه اوږده غميزه تحميل کړه.
او څاروان صيب د ترور په اوږده تاريخ کې ماته يو مثال وښايه چې د ترور پواسطه ازاد شوی وي او استعماري طاقت هغه هيواد خوشې کړی او ترې وتلی وي؟
ترور د هغه کمزور کاردی چې ددوښمن سره نه مخامخ په ډګر جګړه کولی شي او نه
چريکي ، بلکې ځانګړي بي ګناه کمزوري افراد لټوي چې نيول يې زياتره د خيريه مسسوکارکونکي، ژورناليستان ، طبي پرسونل يا سره صليب غړي او داسې نوروي ، چې په نيولو يې د استعماري قدرت هم چندان چرت نه خرابيږي ، نو له وطن څخه به د هغوی د وتلو څنګه سبب وګرځي؟



څاروان
03.05.2005

2-5-2005
غروال صيب
السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

غروال صيب چه د حليمي صيب د ليكنو بيلګې مې درته په مخ كې كيښودي نو لاره درڅخه وركه شوه او د ځان د تيرايستني لپاره دى [color=darkred:21108f8a98]د عادل وطنمل وروره ذكر كړي چه د هغه په اړوند بحث د پاي ټكي موندلي دى. [/color:21108f8a98]خو د يوي خبري يادونه درته كوم چه زه اوس هم په پښتونخوا كې د عادل وطنمل په اړوند له خلكو څخه پوښتنه كوم ځكه چه ترڅو د هغه خبر ريښتيا او دروغ معلوم كړم چه په ټول افغان كې د عادل وطنمل په اړوند نشر شوي. د نوموړي په اړوند نوي معلومات مي دغه ترلاسه كړي چه عادل د توري بوړي اسلامي سټيډيو په نوم يوه سټيډيو لرله چه آډيو او ويډيو جهادي ترانو ترڅنګ ئې جهادي فلمونو په تيارولو او سي ډيانو ته اړولو كارونه ئې ترسره كول، خو دلته دغه پوښتنه مطرح كيدي شي چه [color=white:21108f8a98]څاروان دغه معلومات له كومه كړل؟ [/color:21108f8a98]وروره څو اوني وړاندي يوملګري مي د جهادي ترانو سي ډي د كتلو لپاره راكړه ، چه د هري تراني په سر كې يو ليبل راتلو او دغه معلومات ئې پري ليكلې وه.
د توري بوړي اسلامي سټيډيو له خوا وړانديكيږي
ترتيب كونكي: عادل وطنپال [[ خو د هري تراني چپ طرفته په لانديني حصه كې د عادل د نوم سره وطنمل ليكل شوي نه وطنپال]]
ادرس: أهل السنة و الجماعة كست مركز قصه خواني كباړي بازار پيښور ښار
فيض الله او اسد الله
ټيليفون نمبر ۲۱۲۱۳۳
څاروان ذكر شوي معلومات د همدي دكان له خاوند اسدالله څخه ترلاسه كړي او هغه سي ډياني ئې هم ترينه ترلاسه كړي چه عادل وطنمل اوبډلي او په سلګونه جهادي تراني پكي خوندي كړي. د اسد الله د وينا مطابق عادل وطنمل د جنوري مياشي په اخرني شپوكې ورته د اليهود په نامه يوه سي ډي وركړي ده چه د يهودو منفور كړه د ثبوتونو سره پكې بيان شوي. او د هغه ورسته ئې بيا عادل نه دي ليدلي.
غروال صيب خبره راڅخه اوږده شوه خو اوس شايد پدي پوه شوي ياست چه عادل او څاروان دوه جدا انسانان دي او كه زما په پورتنيو خبرو مو يقين نه وي بيا كولي شي چه په پښتونخوا كې كوم ملګري او دوست ته دغه ادرس ايميل كړي او د اسد الله څخه معلومات ترلاسه كړي او تاسي ته ئې دروليږي چه په خبره مو يقين راشي.

[color=blue:21108f8a98]غروال صيب يوځل بيا خپلي خبري خواته راځم .[/color:21108f8a98] نه پوهيږم چه د حليمي صيب د ليكنو په ليدو مو ولي بريك ته پښه وروړه او سترګې مو پټي كړي چه مونږ دغه ليكني نه وينم نو هيله درڅخه كوم چه د حليمي صيب ترور په اړوند په دي نظر خپل نظر هم څرګند كړي.
[[[[غروال صيب كه د ترور څخه شړل، ايستل، قتل، ويرول او... معنى هم واخلي بيا هم په جهاد كې ترور تر حليمي صيب پوري خلك ئې روا او جائز بولي چه دغه كار د همدي مدركه د اسلام سره اړخ لږوي. حليمي صيب په خپله يوه ليكنه كې داسي وايي:
[color=white:21108f8a98][[هو که څوک ترور کوي يعني ASSASSINATION بېله شکه ترور قتل دۍ ٠ هو که جهاد وي سمه خبره ده ٠ ]][/color:21108f8a98]
او په خپله يوه بله ليكنه كې حليمي صيب پدي هم قانع دي چه د ترور امر رسول عليه السلام هم كړي:
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه فروري 09, 2005 2:34 am
[color=white:21108f8a98][[ هو مبارک په ټوله عمر کښي د يو نفر د ترور امر کړي دي او بس]][/color:21108f8a98]
]]]]]]
غروال صيب څاروان خپله ايمانه او وجداني دنده پدي كې ويني چه د صليبي ښكيلاكو ځواكونو په خلاف د خپل قدرت مطابق اواز اوچت كړي او ددي ښامار له لوري وطنوالو ته متوجه خطرات په ډاګه كړي او وطنوال ورته متوجه كړي نور بيا د هرچا خپله خوښه ده چه هيواد څخه د صليبي ښكيلاكو ځواكونو د ايستلو لپاره كار كوي او كنه چپه خوله كښني له دي ويري چه نَخْشَى أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ خو دغه خلك دي له ياده نه باسي چه الله پاك ډير قادر ذات دي چه په قدرت كې ئې دا هم شته. فَعَسَى اللَّهُ أَنْ يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِنْ عِنْدِهِ فَيُصْبِحُوا عَلَى مَا أَسَرُّوا فِي أَنفُسِهِمْ نَادِمِينَ (المائدة52).

------------------------
يوسف څاروان



ع کريم حليمي
03.05.2005

څاروان صاحب سلام
[[هو که څوک ترور کوي يعني ASSASSINATION بېله شکه ترور قتل دۍ ٠ هو که جهاد وي سمه خبره ده ٠ ]]
او په خپله يوه بله ليكنه كې حليمي صيب پدي هم قانع دي چه د ترور امر رسول عليه السلام هم كړي:
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه فروري 09, 2005 2:34 am
[[ هو مبارک په ټوله عمر کښي د يو نفر د ترور امر کړي دي او بس]]

هو که څوک ترور کوي يعني ASSASSINATION بېله شکه ترور قتل دۍ
(murder for political or sectarian reasons
اِغْتِيَال ( homicide ), غِيلَة ( غِيلَة مـــصــــــدر دئ)
دغه ته قتل ويل کيږي او حرام عمل دي ٠ که سړی خپله ښځه په کور کښي مړه کړي نو homicide (اِغْتِيَال) ورته ويل کيږي ٠ اوکه سياسي غرض له پاره سړي مړي وکړي په پټه ٠ يعني چه قصاص ئې نه وي روا او دمحکمې امر نوي کړي ٠ نو ترور
ورته ويل کيږي ٠ قاطل ئې خوني دۍ

هو که جهاد وي سمه خبره ده ٠
جهاد ځانته تعريف لري ٠ يعني چه امام د جنګ declaration ،إِجَازَة , رُخْصَة (تَرْخِيص) ورکړي نو مقدس جنګ يعني جهاد ورته ويل کيږي ٠

او په خپله يوه بله ليكنه كې حليمي صيب پدي هم قانع دي چه د ترور امر رسول عليه السلام هم كړي:
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه فروري 09, 2005 2:34 am
[[ هو مبارک په ټوله عمر کښي د يو نفر د ترور امر کړي دي او بس]]
ايا هر هغه عمل چه نبي کړي ٠ موږته اجازه نسته ٠
پر نبي تهجد واجب وه ! نو پرتاهم واجب دي ؟؟
هغه 9 ازواجي درلودې ٠ نوته ئې هم بايد ولرې ؟؟؟؟؟؟
نبي و صحابي ته وويل چه د اوښي بولي او شيدې ورسه وچيښه ٠
ته به هم يو سړی د بولو (ادرار) په چيښلو امر کوې ؟؟؟؟
نبي خو («و ماينطق عن الهوي، ان هوالا وحي يوحي» وو ٠ چه د هوا څخه ئې خبري نه کولې ٠
ايا ته هم و ماينطق عن الهوي يي ؟؟؟؟؟



څاروان
03.05.2005

۲-۵-۲۰۰۵
نقاد صيب
السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

نقاد صيب زما تيره ليكنه به دي لوستي وي چه دامي پكي بيان كړي چه يواځي څاروان نه بلكې ستاسي محترم حليمي صيب هم راسره پدي قانع دي چه ترور په جهاد كې روا دي او رسول عليه السلام د ترور امر كړي نو [color=white:f42f3aea80]ستاسي څخه هم هيله لرم چه د حليمي صيب پر نظر خپل نظر څرګند كړي [/color:f42f3aea80]نو انشاء الله چه پدي مسئله كې به كومي پولي ته سره ورسيږو.
نقاد صيب د همغه معنى په اساس چه ستاسي په ذهن كې د ترور په اړوند ده كوم [color=darkred:f42f3aea80]عربي لفظ[/color:f42f3aea80] په ګوته كړي نو شايد د خبري كوم سر ته سره ورسيږو. لكه څنګه چه حليمي صيب ترور په قتل معنى كوي او په جهاد كې ئې روا بولي او د همدغه مدركه ترور د اسلام سره په اړخ لږولو ځان قانع ښي.
نقاد صيب پدي ليكنه كې چه تاسي [color=blue:f42f3aea80]د ترور كومه معنى [/color:f42f3aea80]په ګوته كړي هغه په نظر كې نيولو سره خپلي دي ليكنې ته لږ سوچ وكړي او فكر وكړي چه په ليكنه كي مو كوږوالي په كوم ځاي كې دي.
[[افغان مجاهداولس روسان وويستل خو تروريې نکړل، چريکې جګړې يې ورسره وکړې خو ترور يې نه کړل ، جهاد يې دهغوی پر ضد وکړ خو تروريې نکړل، نړيوال ، سياسي او دپلوماتيک فشار يې پرې راوړ له خپلې خاورې څخه يې وشړل خو ترور يې نکړل .]]]

مجاهدينو د روسانو د شړلو لپاره څومره لاري او طريقي استعمال كړي؟ ايا مجاهدينو د روسانو و يرولو لپاره كار نه دي كړي؟؟ د حكومت سره هر كاركونكې ئې نه وژل؟؟ او.... نقاد صيب د حقيقت څخه سترګو پټولو باندي حقيقت له منځه نه ځي.
[color=white:f42f3aea80]د مكي د كفارو خبره.[/color:f42f3aea80]
نقاد صيب كه ددي موضوع لومړي ليكنه وه ګوري نو څاروان پكې داخبره په ډاګه كړي چه دغه موضوع ډير اړخونه لري خو دلته فقط يو اړخ ترڅيړني لاندي نيول شوي چه هغه د مسلمانانو لخوا د كفارو د ترور كولو خبره ده او خاص بيا د كفري مستعمرينو او عهد ماتونكو كفارو ترور كول د مسلمانانو له خاوري څخه. نو مونږ او تاسي تر اوسه د ترور د موضوع يو اړخ له څيړني څخه نه يوخلاص شوي نو بل اړخ ته ئې نه ورننوځو ځكه په خبرو كې به ډير زيات خلط راشي. همدارنګې نقاد صيب څاروان د كفري مستعمرينو او عهد ماتونكو كفارو د اسلام له نظره د ترور كولو په اړخ غږيدلي اوس چه نني صليبيانو د مجاهدينو د ترور كولو كار شروع كړي نو تاسي ته به زمانه ښه معلومات وي چه هغوي دي كار ته څه نوم وركوي؟ ځكه [color=indigo:f42f3aea80]ټول پدي خبره پوهيږو چه څوك د چا په صف كې ولاړ دي او هر يو د خپلو ملګرو د نظرياتو څخه ښه واقف دي.[/color:f42f3aea80]

[color=white:f42f3aea80]نقاد صيب ليكې:[/color:f42f3aea80]
<< لويديځوالو صليبيانو نوکران دی . وروره دا توردې بيرته درواخله>>
نقاد صيب په يوه ليكنه كې دي فقط له دي وجه څاروان د پنجابيانو غلام ګرځولي وه چه فقط په پښتونخوا كې اوسيږي او سره ددي چه څاروان د پښتنو په منځ كې اوسيږي او د پنجابيانو څخه ئې هيڅكله هيچيري هم دفاع نه ده كړي خو تاسي د صليبيانو په منځ كې اوسيږي او د هغوي څخه دفاع په ځان فرض عين ګڼي چه څاروان هغوي ته ستاسي بادران وويل تاسي پري دومره غوسه شوي ياست چه د روسانو په خلاف جنګيدونكې ټولو مجاهدينو ته مو د غلامانو غلامان ويلي يعني پنجابيان د صليبيانو غلامان وه او مجاهدين د پنجابيانو زه درسره پدي خبره كې د بعضو په اړوند موافق يم خو د بعض نورو په اړوند نه ځكه [color=indigo:f42f3aea80]هغه مهال چه صليبيانو خپله ميدان ته روادانګل نو د خلكو د مخونو څخه نقابونه هيسته شول او ټول وطنوال پدي وپوهيدل چه څوك د چا غلامان وه او دي او چا پردي غلامي نه كوله او نه ئې كوي.[/color:f42f3aea80]
[color=white:f42f3aea80]نقاد صيب هيواد مجاهدينو نه بلكې د روسانو په جوشك رالوي شوي افغانانو وران كړو، [/color:f42f3aea80]او ګورو به ئې د صليبيانو په پوډري شيدو رالوي شوي ښاغلي څه كوي. تر اوسه خو ئې په پوره قدرت سره ديته كار كړي چه د غرب بي پرتوګه كلتور په افغانستان كې تطبيق كړي. او افغانان د خپل اسلامي كلتور څخه خلاص كړي. نقاد صيب كې دي بحث ته سره ننوځو نو د بحث اورګاډي د خپلي پټلي څخه اوړي ښه داده چه خپله اصلي موضوع باندي سره وغږيږو.

[color=blue:f42f3aea80]نقاد صيب ليكې:[/color:f42f3aea80]
[[ وطن او ملي ازادۍ ساتنه او پرمختګ تضمين کړي،]]
نقاد صيب كومه ملي ازادي؟ د وطن ساتنه د چا څخه؟ او پرمختګ په كوم طرف كې؟ نه پوهيږم چه په هيواد كې د مستعمرينو په وجود كې نقاد صيب د كومي ميلي ازادي خبري كوي؟ او د ګوم پرمختګ خبري كوي [color=white:f42f3aea80]په تيرو دري كلونو كې په هيواد كې بغير د بي ديني څخه په بل كوم طرف كي خو پرمختګ نه ښكاري. [/color:f42f3aea80]
په اخر كې دا يادونه كوم چه زما ليكنې د صليبي مستعمرينو او د همدي وحشيانو څخه دفاع كونكو په خلاف دي كه هغه په مسجد كې ناست ملا وي او كه د حكومت په كومه كورسي ناست وي نه په اوسني حكومت كې د هر كار كونكې. او [color=darkred:f42f3aea80]يواځي په حكومت كې د كار كونكو په اړه نه بلكې د هر مسلمان په اړه د څاروان نظر دا دي كه څوك د مسلمانانو په خلاف د صليبيانو تولي او نصر كوي او همدارنګي التحاكم الى الطاغوت ته كار كوي نو څاروان ئې مسلمان نه ګڼي [/color:f42f3aea80]او دليل پري دغه آياتونه دي.
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (المائدة51)
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا (النساء60)
دلته ددي خبري يادونه كوم چه دا موضوع هم ډيره غټه ده او انشاء الله چه التحاكم الى الطاغوت د سر ليك لاندي بله موضوع به شروع كړم او دلته به همدي بسنه كوم.

د هيواد څخه د كفري مستعمرينو او د بوش د مريدانو د ترور په هيله

يوسف څاروان



څاروان
03.05.2005

3-5-2005

حليمي صيب وعليكم السلام او زما لخوا هم په پنډو قبول كړه.
حليمي صيب د نظر په څرګندو دي خورا خوشحاله سوم خو خبري مو يوڅه نور وضاحت ته ضرورت لري چه ستاسي مباركه توجه ورته را اړوم.
1. حليمي صيب د خپلي دي ليكنې:
[[د ليکنې نېټه : ٤ شنبه فروري 09, 2005 2:34 am
[[color=white:870a1887f8][ هو مبارک په ټوله عمر کښي د يو نفر د ترور امر کړي دي او بس]][/color:870a1887f8]
او پدي ليكنه كې مو دغه خبري :
[color=white:870a1887f8][[يعني چه قصاص ئې نه وي روا او دمحکمې امر نوي کړي ٠ نو ترور ورته ويل کيږي ٠ قاطل ئې خوني دۍ ]][/color:870a1887f8]
حليمي صيب [color=blue:870a1887f8]تاسي ترور په ناحقه قتل ترجمه كوي او بيا دا عقيده هم لري چه رسول عليه السلام د يوسړي د ترور امر كړي يعني نعوذ بالله رسول عليه السلام د يوسړي د ناحقه وژلو امر كړي؟ [/color:870a1887f8]كه خبري ته مو وضاحت وركړي نو د ډيرو لوستونكو په ذهن كې د مختلفو پوښتنو د جواب سبب به وه ګرځي.
2. اوس د ترور امر د نه جواز او د اسلام سره په نه اړخ لږلو د خبري څخه مو ځان پدي تير ايستي دي چه [color=darkred:870a1887f8]كوم د ترور امر چه رسول عليه السلام كړي هغه په همغه پوري خاص وه لكه څنګه چه د ۹ ودونو كول ،[/color:870a1887f8] حلمي صيب كه دلته هم لږ وضاحت وكړي چه [color=white:870a1887f8]رسول عليه السلام د چا د ترور امر كړي وه؟ ولي ئي كړي وه؟ [/color:870a1887f8]ځكه چه مونږ پوه شو چه په كومه ګناه چه د هغه يو نفر د ترور امر رسول عليه السلام كړي وه ، [[ كه دغه سزا وركول هغه پوري خاص وه]] نو[color=blue:870a1887f8] د همغي جرم لپاره كه څوك ئې وكړي بله څه سزا ټاكل شوي [/color:870a1887f8]ده.
3. [color=white:870a1887f8]دريمه خبره مو جهاد ته اشاره كړي.[/color:870a1887f8]
حليمي صيب ما وړاندي هم لتاسي څخه دا غوښتنه كړي وه [color=darkred:870a1887f8]كه د هغه شرائطو بيان وكړي چه اسلام د جهاد د امام لپاره ايښي دي [/color:870a1887f8]خو متاسفانه چه تر اوسه پوري ستاسي لخوا كوم جواب د څاروان په سترګو ونه لږيدو. نو كه لومړي ددغه شرائطو بيانولو ته قلم بند كړي او بيا به نوري خبري سره كوو.
[color=white:870a1887f8]دلته مو په يوه خبره ډير خوښ شوم چه تاسي يوځل بيا د خپل دي قناعت تآكيد وكړو چه ترور په جهاد كې روا دي او د همدغي مدركه د اسلام سره اړخ لږوي.[/color:870a1887f8]

په اخر كې يوځل بيا درڅخه هيله كوم چه د خپلو پورتنيو خبرو لږ وضاحت وكړي نو انشاء الله چه يوي پولي ته به سره ورسيږو.

يوسف څاروان


م ن غروال
03.05.2005

څاروانه وروره سلامونه مې ومنئ!
زه له تاسو سره د ښاغلي حليمي صاحب د خبرو په هکله نه يم بوخت٠ او ښاغلۍ حليمي صاحب درته مقنع ځواب ليکلۍ دي٠ اما بيا هم :
حضرت نبي کريم (ص)که د چا د قطل يا د وژلو امر فرمايلۍ وي دهغه مبارک امر خپله قضی او اسلامي حکم بلل کيږي ٠ يعني د هغه کس وژل د اسلامي اصولو له مخې مناسبه وه٠ اما د هغه جناب (ص) په احاديثو شريفو کي به د ترور کلمه يا د هغه مترادفه کلمه پيدا نکړئ٠ او بيا د حليمي صاحب خبره هر هغه چې هغه مبارک فرمايل چنګه غواړئ تاسو يي هم وواياست؟ او ما له تاسو مخکي هم پوښتي ؤ چې ترور په عربي کي يا دا کلمه په احاديثو کي يا په قرأن المبارک شته؟ ځواب مو ندې راکړئ! او زه وايم چې البته چې نشته ٠
وروره ما مخکي درته ليکلي چې مونږه هم دا پوځيان نه غواړو او څومره به ښه کار وشي چې دوئ خپلو هېوادو ته بيرته ستانه شي٠ او مونږه خپله د خپل هېواد امنيت وساتو او خپله ځانو ته يو داسي هېوادچې اسلامي نړۍ او ګاونډيان او نور هېوادونه يې په رسميات وپيژني او د خلکو لپاره يو سوکاله ژوند وي ، ولرو٠ ددې لپاره مونږه اسلامي روزنې ته په سوله ايزه توګه او په ګډه د يوه بل په مټ ، اړتيا لرو او سياسي کلتور ته! تاسو کله نا کله د ښاغلي دستګير خروټي ليکنې او همدا ډول د نورو هېوادوالو ليکنې چې همدا اوس هم د مقالو په برخه کي پرتې دي، ولولئ او وګورئ چې د خپل هېواد په هکله څه نظر لري٠ او څه يي هم غير شرعي دي٠
وروره په خبره ځان پوهول هم يو استعداد ته اړتيا لري٠ هيڅ څوک دا نه وايي چې کفار غواړو مسلمان نه، او يا هم بې موجبه بهرني پوځيان غواړو او خپله اردو مو دې په کور کي ناسته وي او داسي نور .... اما ټول دا غواړي چې سوله وي او جګړه نور افغانستان او افغانان نشي زغملائ٠ او همدا ډول د مجاهد او طالب په نومو په هيواد کي هغه بدرنګي شپې او ورځې تېرې شوې چې نور د جهاد په نوم چغې ملت ته په هيڅ صورت د منلو وړ نه دي٠
عقل د نص تابع! بې له شکه! اما ستاسو په خبرو کي نص نشته٠ دا ټول عقلي دي او بايد هم وي٠ کوم آيات شريف چې تاسو ليکئ هغه ټول عقلي دي بايد د زمان او مکان او شريطو سره يعنې د انساني علم يا د اانسان د تحليل غور او پلټنې وروسته د عمل جامه واغوندي٠ نه دا چې امر دي پرته له سنجش غور او پلټنې دې تر سره شي٠ قرأن الکريم ډير داسي آيات شريف لري چې هلته عقل سلبيږي او د انسان عقل هلته حاکميت نلري٠ هلته عقل د نص تابع دي نه ستاسو د جهادي اياتو شريفو کي! زما په ځوابو کي شريعت مو په سترګو نه لګيږي هغه ځکه چې تاسو شريعت حتماً بل څه ته واياست٠ زما به کومه جمله غيرې شرعي وي؟ زما خواست پوره شرح له ځانه سره لري چې ټول د اسلامي ارشاداتو په مطابق به وي انشأالله تعالی!
آيا اسلام کي شرايط او د خلکو وضع او دکامل ملت ستونزې هم په پام کي نيول کيږي اوکه نه؟ د آنجناب (ص) په وخت کي تر تبع تابعينو تر وخته پورې ماته به داسي مثال پيدا کړئ چې يو څه د افغانستان د خلکو له وضعې سره يورنګوالۍ ولري؟ يا چيرته هم هغه وخت د مجاهدينو او د هغوئ شهيدانو په زرګنو کورنۍ په اسلامي هېوادو کي يې د ګدايې کچکول په لاس کي لرلۍ وي؟ چيرته به هم داسې شوي وي چې په زرګنو قرباني ورکړي او بيا په دؤو ورځو کي له هېواده وتيښتي او لا درکه شي او زرګونه پتنګان د نامردو توپک خولو ته وخوشي کړي ؟ داسي کوم د مجاهد مشر او داسي کړه چې د طالبانو او مجاهدينو په وخت کي تر سره شول کوم مثال به يې وکولای شئ راته په نښه کړئ؟
وروره د غرو سرونه مه نيسئ او نه هم په دا ساز او سرود کي نيول کيږي په کوم کي چې تاسو لګيا ياست٠
عادل وطنمل؟ بس زه به داسي ووايم چې تاسو خو خامخا ريښتيا وويل خو که بيا پيدا شوئ چې هماغه عادل وطنمل تاسو واست بيا؟ ګورئ نن تخنيک ډير مخ ته دي نور به پرې نه غږيږو دا ډرامه مو چې اوس کړې ده نو .....اما په هر حال!
[color=blue:7a0d6fb983]مونږه ولې د جګړې د مخ نيوي لپاره ليکو او سوله غوره پرې بولو؟ دا ځکه چې :[/color ]
[color=yellow] ١ : ــ افغانستان د جګړې ساه هم په تن کي نلري!
٢ : ــ نني ځواکونو که نن کډه بار کړه د کباړ چور وژل ترور او د تېريو او د کورنۍ جګړې به هيڅ کمۍ هم نه وي چې پرته له تباهۍ به نور هيڅ هم نه وي او خواخوږي مو بيا څوک نشته!
٣ : ــ داسي يو منظم او ملي تنظيم او رهبري چې هيواد ته به امن راستون کړي او حکومتي چارې به په قانوني ډول پر مخ بوځي له بده مرغه نشته! که وای نو د نجيب رانسکورېدو ورسته به هغه نه کيدل کوم چې وشول!
٤ : ــ په افغانستان کي ټول روڼ انده منورين علمأ محصلين زده کوونکي او مهاجر تجاران پخواني او اوسني ټول ديپلوماسان متخصصين ډاکتران او انجنيران اديبان کسبه کاران بزګران غريبان او معتبر زاړه واړه اوښځې او نر او بالاخره ټول افغان ملت د سولې پلوي کوي نه د جګړې!
٥ : ــ هيڅ اسلامي هېواد په افغانستان کي د جهاد فتوأ نه ورکوي او ټول يي په رسمياتو هم پيژني!
٦ : ــ .................او داسي نور![/color:7a0d6fb983]زمونږ عقل دا ډول د نص تابع دي٠
نور چې څه ډول يي څيړئ هغه ستاسو په وطنپالنې پورې اړه لري چې څومره درته افغان او افغانستان ارزښت لري٠ تاسو په خپل اند کي په نړېواله کچه يوازې ياست! ځکه خو تاسو ته ډيره اړينه ده چې بايد شرعيت او عقل تل سره تړلي او لازم او مزلوم وبولئ او دا واقعيت ومنئ!
او غروال سترګې نه پټوي او ځان هم نه تيروي له دغه مدرکه ځان اصلا ځان ته تکليف ورنکړئ چې هسې بې ځايه به مو وخت عبث شي٠ فکر کوم بس به مو وي!
په درناوې
غروال
[color=#444444:7a0d6fb983][/color:7a0d6fb983]



څاروان
04.05.2005

4-5-2005

غروال صيب سلام ته وعليكم السلام وايم او زما لخوا ئې هم قبول كړه.

[color=darkred:63b8948254]غروال صيب ستاسي څخه د حليمي صيب پر ليكنه د نظر څرګندونې غوښتنه څاروان ددي لپاره كړي وه[/color:63b8948254] چه تر څو دي خبري ته مو متوجه كړي چه هغه شخصيت چه تاسي ورته ډير په لوړه سترګه ګوري او هره خبره ئې د كاڼي كرښه ګڼي هغه هم د ترور په مسئله كې يو طرفته ئې د اسلام سره په اړخ لږولو ځان قانع ښي خو بل طرف ته ئې د اسلام سره ئې په نه تړاو ټينګار كوي. خو د حليمي صيب خبري چه تاسي په خپله دي ليكنه كې مقنع ګڼي او تايد ئې كوي نو [color=white:63b8948254]زما يو بل مقصد هم دا وه چه تر څو لوستونكو ته په ډاګه شي چه تاسي هم د حليمي صيب په څير د ترور په مسئله كې دوه نظره لري.[/color:63b8948254]
[color=darkred:63b8948254]غروال صيب ليكې:[/color:63b8948254]
[[ما له تاسو مخکي هم پوښتي ؤ چې ترور په عربي کي يا دا کلمه په احاديثو کي يا په قرأن المبارک شته؟ ځواب مو ندې راکړئ! او زه وايم چې البته چې نشته ٠]]
وروره څاروان [color=white:63b8948254]د ترور لپاره په عربي كې لفظ [/color:63b8948254]په ذهن كې لري او دلائل پري هم لري خو ما ستاسي څخه هم غوښتنه كړي وه چه د هغه معنى په اساس چه د ترور په اړوند ستاسي په ذهن كې ده په عربي كې ورته يو لفظ اختيار كړي او ددي كار سبب دا دي كه ترور ته زه كوم لفظ په عربي كې اختيار كړم نو تاسي به د خپل عادت مطابق مخالفت ضرور كوي نو ښه مې دا وه ګڼله چه تاسي ئي ورته اختيار كړي او څاروان به ئې تحليل وكړي.
[color=violet:63b8948254]اوس خو ددي خبري حل ممكن دي [/color:63b8948254]ځكه چه حليمي صيب ليكلي چه رسول عليه السلام د يوكس د ترور امر كړي نو بي له شكه چه دغه روايت به په عربي ژبه موجود وي، او ترور ته به پكي كوم لفظ كارول شوي وي. [color=white:63b8948254]كه حليمي صيب ذكر شوي روايت سره د مرجع په عربي ژبه دلته وليكې نو په عربي كې به د ترور په مرادفه كلمه سرا موافق شو[/color:63b8948254] او بيا به د هر طرف دلائلو ته به كتنه وكړو.
[color=darkred:63b8948254]غروال صيب ليكې:[/color:63b8948254]
[[اما د هغه جناب (ص) په احاديثو شريفو کي به د ترور کلمه يا د هغه مترادفه کلمه پيدا نکړئ٠]]
وروره حليمي صيب خو پيدا كړي ځكه داسي وايي [[هو مبارک په ټوله عمر کښي د يو نفر د ترور امر کړي دي او بس ]] نو ولي ئې دلته د ليكلو څخه ځان پرهيز كړي؟؟
[color=brown:63b8948254]غروال صيب ليكي:[/color:63b8948254]
[[حضرت نبي کريم (ص)که د چا د قطل يا د وژلو امر فرمايلۍ وي دهغه مبارک امر خپله قضی او اسلامي حکم بلل کيږي]]
وروره زه درسره پدي خبره كې هيڅ اختلاف نلرم خو حليمي صيب په خپله ورستي ليكنه كې ترور په ناروا قتل ترجمه كوي او بيا د رسول عليه السلام په اړوند هم واي چه د د يوكس د ترور امر ئې كړي خو څاروان ترينه د خبري د وضاحت غوښتنه كړي شايد حليمي صيب كه ئې ومني او د خبري سپيناوي وكړي ځكه د حليمي صيب داسي وينا د ډيرو پوښتنو زيږندنې سبب جوړيږي.

غروال صيب په دنيا كې هر انسان دا كوشش كوي چه ارام ژوند تير كړي او همدغه غوښتنه ئې د خپلو وطنوال لپاره هم وي خو كه څوك ئې ارام ژوند كولو ته نه پريدي په وطن، دين، ناموس باندي ئې تيري كوي د غيرتي انسان ايمان به دا ونه مني چه بيا هم ددغه تيري كونكې په مقابل كې خپل اواز ټپ كړي او په كور كې په ارامه ژوند وكړي ، [color=white:63b8948254]اوس خو د خلكو په خولو د زور لاسونه دي [/color:63b8948254]چه دغه لاسونه لږ كمزوري شي بيا د خلكو چغي او كوكاري به دي غوږونه كاڼه كړي. [color=indigo:63b8948254]غروال صيب تاسي د هيواد څخه ډير لري ناست ياست او د وطنوال سره دي چه صليبي مستعمرين كوم څه كوي د هغي كړو تپ دي هم الله نه در رسوي. او ځمكه همغه سوزي په كومه چه اور بليږي.[/color:63b8948254]
له تيري دري كلو څخه په هيواد كې ستاسي د خوښي حكومت راغلي ولي تر اوسه په بهر كې اوسيږي؟ ولي د خپلي خوښي په حكومت باندي دومره نا اعتباره ئې؟

پاتي...



څاروان
04.05.2005

په تير پسي...

[color=darkred:7aac5cc832]غروال صيب ليكې:[/color:7aac5cc832]
[[عقل د نص تابع دي نه ستاسو د جهادي اياتو شريفو..... زمونږ عقل دا ډول د نص تابع دي٠]]
وروره لومړي خو له كوم عالم څخه پوښتنه وكړه چه نص څه ته واي او نصي دلائل كوم دي.
دوهمه خبره داده [color=white:7aac5cc832]كوم د جهاد اياتونه چه څاروان په خپله ليكنو كې بيان كړي هغه د څاروان د ذهن پيداوار نه دي او نه د څاروان له خپلي خيټي څخه بيان كړي[/color:7aac5cc832] بلكې همدغه اياتونه په قرآن كريم كې چه په رسول عليه السلام رانازل شوي ذكر شوي او كه دروغ درته ښكاري نو څاروان د هر ايات سره نمبر او د سورت نوم ذكر كړي لږ ځان په تكليف كړه او قرآن كريم راواخله چه دروغ او ريښتيا درته معلوم شي.
[color=white:7aac5cc832]دريمه خبره داده كه تاسي خپل عقل په قرآن كريم كه د ذكر شوو جهادي اياتونو تابع نه ګرځوي . داخبره بيا بله معنى لري . غروال صيب لږ فكر وكړه. خو هر مسلمان خپل عقل د قرآن كريم تابع ګڼي.[/color:7aac5cc832]
غروال صيب[color=blue:7aac5cc832] د نجيب د حكومت د سقوط څخه[/color:7aac5cc832] ورسته چه كومو خلكو افغانان زورولي دي په نني حكومت كې هغه تر ټولو ډير ښاغلي دي چه افغانان ئې په ډيرو طريقو زورولي وي. نو افغانان به بيا څنګه خپل قاتلين او ظالمان د حكومت په چوكيو ومني؟
[color=darkred:7aac5cc832]غروال صيب ليكي:[/color:7aac5cc832]
[[عادل وطنمل؟ بس زه به داسي ووايم چې تاسو خو خامخا ريښتيا وويل خو که بيا پيدا شوئ چې هماغه عادل وطنمل تاسو واست بيا؟ ګورئ نن تخنيک ډير مخ ته دي نور به پرې نه غږيږو دا ډرامه مو چې اوس کړې ده نو .....اما په هر حال!]]

غروال صيب عادل وطنمل ورور دي الله پاك بيا راولي او ددي خبري سپيناوي به هم وشي خو ګوره د تخنيك خبره چه دي كړي زه ستاسي په علم كې ددي خبري اضافه والي كوم چه د ويب پاڼو په جوړولو كې څاروان هم تجربه لري او هغه څه ته چه تاسي اشاره كړي په هغي هم خبر دي او كولي شي چه همدغه معلومات په صحيح توګه څوك ترينه ترلاسه نه كړي خو څاروان ددغه كار كولو كوم ضرورت نه وي ځكه زه فقط د يو طرف نه ويريږم او هغه د الله پاك څخه بس . د عصري طاغوتيانو څخه كوم د ويري احساس نه كوم.

[color=white:7aac5cc832]ګرانو لوستونكو د كفري مستعمرينو د ترور كولو پدي بحث كې زما پر نظر تر اوسه د بحث ګډونكونكې دي پولي ته رسيدلي.[/color:7aac5cc832]
[color=darkblue:7aac5cc832]د كفري مستعمرينو د ترور كولو ته څاروان جهاد ويلي وه او د همدي مدركه ئې د اسلام سره اړيكه په ګوته كوله چه حليمي صيب غروال صيب او نقاد صيب ورسره مخالفت خودلي او د څاروان دغه كار د اسلام سره تضاد خودلي وه خو بلي لوري ته پدي خبره حليمي صيب هم قانع دي چه ترور په جهاد كې روا دي او رسول عليه السلام د ترور امر كړي چه د همدي مدركه د اسلام سره اړخ لږوي، غروال صيب د حلمي صيب د ليكنو په تايد كولو اوس ځان پدي قانع ښي چه په جهاد كې ترور روا عمل دي او د رسول عليه السلام لخوا مبارك امر اسلامي حكم دي، نو د ترور كوم امر چه رسول عليه السلام كړي وه هغه يو اسلامي حكم دي. خو اوس به ګورو چه نقاد هم د حليمي صيب په پل پل اږدي او كه له همدغي ځاي ترينه خپله لاره جدا كوي.[/color:7aac5cc832]

يوسف څاروان



ع کريم حليمي
04.05.2005

ځاروانه وروره سلام
د خلاف څه لاس واخله !
دغه جمله تاسو ليکلي چه : حليمي صيب هم قانع دي چه ترور په جهاد كې روا دي ٠
نه زما خبره ده او نه زما ليکنه ٠
نبي ص اخلاق لري ٠ او اصول لري ٠
يعني جنګ ځانته اخلاق او اصول لري ٠ دواړه په نظر کي مبارک درلوده ٠ او موږ ئې
هم ضرور ولرو ٠
داسي معلوميږي چه تاسو د اخلاقو او اصولو فرق نه زده ٠ پر يوه مسلمان ملا درس
و وايه ٠
وروره ! ځان ته زهمت ورکه !
ورسه کتاب خاني ته يايوه مسلمان ملاته : ابو رافع يهود چيري چا ترور کړۍ په خپل
کور کښي ٠ چه د ماندينې سره په ځای کښي پروت وو ٠
عسکر چه عسکر مړ کړي په جنک کښي نه قاتل ورته ويل کيږي ٠ او نه ترور ورته
ويل کيږي ٠ هغه ابو رافع يهود چه ئې ترور کړۍ ٠ نبي عليه السلام چه عبدالله بن عتيق په مشری څو انصار ور واستول ٠ هغه ئې د خوب په خونه کښي ترور کړي ٠
جناب غروال صاحب درته ليکلي وه چه : حضرت نبي کريم (ص)که د چا د قطل يا د وژلو امر فرمايلۍ وي دهغه مبارک امر خپله قضی او اسلامي حکم بلل کيږي ٠ يعني د هغه کس وژل د اسلامي اصولو له مخې مناسبه وه٠
ته څوک ئې ٠

ته خوبه نبي نه ئې ٠ د مخه مي هم درته ليکلي وه ٠ نبي و يوه صحابي ته وويل ٠ چه ولاړ سه زما د اوښي (جَمَل) بول (piss ) او شيدې وچيښه ٠ او خدای هغه ناروغي
ترې واخسته ٠
نوته هم داحق ځان ته ور کوې چه خلګ د بول ، ادرار په چښلو امر کړي چه :
خلګو بولي چيښۍ ٠
تا واوريده چه مبارک يو يهود (ابو رافع )په خپل کور کښي مړ کړي ٠
نو طالبانو مه راګورۍ ٠ د شپئ خلګ له کور راباسۍ او وژنۍ ئې ٠ ولي چه نبي ص
د يوه يهود د قتل امر کړي وه ٠
ولاکه يا حديث درته وليکم يا مُتَرَادِف لغت د ترور ٠


م ن غروال
05.05.2005

څاروانه وروره وروسته له سلامه!
ښاغلي حليمي صاحب چې په کوم ځاي کي د ترور کلمه استعمال کړې ده فکر کوم هغه په دې معنی چې تاسو يي استعمال کوئ٠ هغه د وژلو امر چې نبي کريم (ص) فرمايلۍ ؤ هغه ترور نشي کيدای٠ ځکه چې د انحضرت (ص) امر د يوې محکمې فيصله بلل کيږي٠ د هغه وژل د وضعې او حال سره پيغمبر صاحب لازمه بللې وه٠ او تاسو پدې هم پوهيږئ چې مبارک (ص) ټولې خبرې کړه او وړه د وحې وروسته د الهي ارشاداتو (وحې او الهام) پر اساس تر سره کيدل٠ نو که ترور منفوره او غير اسلامي کلمه وبولو نو بيا هيڅ وخت هم د نبي کريم (ص) امرد يهودي قتل لپاره د ترور معنی نشي لرلای٠ دا ډول د يوه يهود وژل د ترور بڼه لري يعنی شکل او رقم يي د ترور په شکل دي، اما عمل هيڅکله نه! حليمي صاحب چې دلته د ترور کلمه استعمال کړې همدا وجه ده، اما نه داسي ترجمه چې تاسو يي ورکوئ چې ګواکي ترور پيغمبر (ص) هم اليعاذ باالله کړۍ دي٠ بيا هم حليمي صاحب ليکلي چې که انحضرت (ص) داسي کار کړۍ وي نو تاسو هم غواړۍ چې خلک د کوره راوباسئ او وئې وژنئ؟ او داسي نور!
خير په هر حال اما څاروانه وروره کوم تحليل چې مو زمونږ له ليکنو او نظرياتو کړئ ټولې يي هم سمې ندي٠ چې يعنې مونږه به نعوذو بالله داسي عقيده لرو چې زمونږه پيغمبر جناب المبارک حضرت محمد مصطفی صل الله عليه وسلم و برکاته يا هم ترور کړۍ دي او يا يي هم ترور ته د جواز رنګ ورکړۍ دي٠ او تاسو هم پدې ډير ښه پوهيږئ چې له اوله مونږه دغه کلمه غندلې او د اسلام مقدس دين سره يې مغايره بولو٠
څاروانه وروه هر ځل د غرو سرونه نيسي دا سم کار ندي٠ که د ليکنو سم ځواب وليکئ نورو ليکنو ته دومره اړتيا نه ياتې کيږي٠ تاسو هم سوله غواړئ خو چې څوک په دين ناموس او هېواد يرغلګر شي نو پټه خوله .... او ....
وروره ولې ما د همدغو جناياتو او کړو په هکله د خپل ولايت پکتيا يوه نمونه نده درته ليکلي؟ آيا ما ويلې چې دا ښه کار دي؟ آيا ما ويلي چې دا پوځيان زمونږ د مسلمانو وروڼو غوره او ښه دي؟ آيا ما ويلي چې نه وطن کي اوس عامه او تامه آرامي ده او دا پوځيان بيا په تيره خو امريکايان پريښتي دي چې ازار يې نه کړئ چې کبيره ګناه ده؟ آيا د هغوئ د شته والې په هکله لږ منطق ستاسو حضور وړاندې شوئ دي؟ وروه له تسو ډير په احترام هيله کوم لږ ځان په خبره پوه کوئ او لږ منطق ته خوږ نيسئ! زه کومه بابولالې درته بيانوم او تاسو په ځواب کي څه ليکئ! ملنډې به سره نه وهو! هر هغه جمله دي چې خوښه نه وه د هغې لپاره يو څه نه يو څه خو راپيداکړئ٠ دا نور دومره فلسفې چې درته ليکل کيږي ولي يې ځواب نه ليکئ، که ځواب يې درسره وي؟
وروره ما کله ليکي چې داجهادي آيات شريف تاسو له ګېډې ليکلي او درواغ دي؟ تاسو ولې غواړئ تل خبرو ته رنګ ورکړئ؟ جهادي آيات شريف د عقل تابع دي٠ يعني وخت به ليدل کيږي وسله به پام کي نيول کيږي ځاي به ليدل کيږي عوام ولس ماشومان بې ګناه خلک او د ملت ګټه او تاوان اوراتلونکۍ او اصول او مقرات او داسي نور ډير مسايل دي چې د انساني عقل پورې اړه پيدا کوي او انساني عقل دي چې بايد کار وکړي او پيدا کړي چې څه چرنګه او کله تر سره شي٠ ځکه بايد دلته انسان له عقل فکر مصلحت پلټنې او سنجش نه کار واخلي٠ عقل د نص تابع دي په هغه معنی چې تاسو يي ورکوئ اصلاً درسته نه ده٠ ستاسو ليکني وروره غير علمي دي او تاسو کامل عادل وطنمل ياست چې هماغه ډول غيرې علمي پر مخ روان ياست٠ په هره ليکنه کي مو دومره لوئې نيمګړتياوې موجودي وي چې نوره زه په دې حيران شم چې تاسو اصلاً غواړئ څه؟ وروره که منطق منئ او منطق ته په اسلام کي ځاي ورکوئ نو لطفاً د خلکو منطق ته خوږ نيسئ او دخلکو په منطق ځان پوهوئ٠ مه د خلکو وخت ضايع کوئ او نه هم ډير ملا عمر ملا عمر کيږئ او نه هم بن لادن بن لادن! دا مبارک ستوري نور يوازي افغان مسلمان ولس نه بلکه ټوله اسلامي نړۍ هم نه غواړي حتي فلسطين هم، چې د هغوې آزادۍ لپاره يي زمونږه خاوره د تباهيو کندو ته ورنسکوره کړه٠
زما لپاره دا ارزښت نلري چې هر څوک وئ او يا د هر چا په نوم ليکنې کوئ خو شومو او ناروا اعمالو ته په لحاظ د خداي اسلامي بڼه مه ورکوئ چې خورا په کافي اندازه اسلام او جهاد بدنامه شو٠ ګوره خپله لږ منطقاً فکر وکړئ ټوله غربي نړۍ دا کلمه (اسلامي تروريست) استعمالوي٠ نو چې تاسو هم ترور ته د اسلام رنګ ورکړئ بيا خو دوئ حق لري چې (اسلامي تروريست) کلمه استعمال کړي٠ که ترور اسلام وي نو بيا صحابه کرامو هم ترور کړئ او تروريستانو نه به ورته وايو که څنګه؟ نه! مه کوه وروره د اسلام غوندي دين باندي د داسو منفورو کلماتو پېرزو رواه مه بولئ! واقعاً يو غير ايماني او غير اسلامي عمل دي٠ له هر چاسره چې جګړه رواه او اسلامي بولئ نو جهاد ورته ووياست اما نه ترور! ما دا مخکي هم درته ليکلي اما ستا ککرۍ له بده مرغه منطق په اسلام کي نه مني٠ که نور لدې ايضافه غواړئ ليکنې وکړئ نو بيا مهرباني وکړه په لنډه توګه دا لاندني ٤ ډوله زما اخيستنه ستاسوتاسو له ليکنو د تائيد او نه تائيدوليکئ او په لاندې ډول دي :
[color=red:9c317d8219]١ : ــ زه څاروان ترور اسلامي بولم او ماته هيڅ پروا نشته چې ترور ته خلک او نړۍ او اسلامي نړۍ کومه ترجمه ورکوي ٠
٢ : ــ زه څاروان د افغانستان کي د ټولو حکومتي کارکوونکو او خيريو مؤسسو ترور (که ښځې وي او که نارينه او بهرني وي او کورني) روا ګڼم او ترور دي شي٠
٣ : ــ زه څاروان ترور اسلامي بولم ځکه پيغمبر (ص) هم ترور کړۍ او صحابه کرامو هم ترور کړۍ او دوئ هم تروريستان دي٠
٤ : ــ زما څاروان په اند کله چې ترور اسلامي وي اوکوم مسلمان يي نه مني نو هغه دا معنی چې اسلام نه مني نو بې له شکه چې ملحدين او منفاقين او يا مړتت دي[/color:9c317d8219]٠
وروره که دا بحث زما په عقيده د اسلام او افغانستان او مؤمنانو لپاره مضره خطرناکه ناوړه نه وای نو دومره مې بحث نه درسره کاوه ٠
وروره که دا پورتنۍ ٤ نظرياتو سره تاسو موافق واست صرف وليکئ هو! نور به بحث ختم کړو او که نه واست نو ستا لپاره په پوره او کافي اندازه هم انساني او هم اسلامي منطق زمونږ په ليکنو کي پراته وي چې سليم عقل به هرمرو پرې قناعت وکړي٠ او که بيا هم کومه پوښتنه لرئ هغه هم مهرباني!!!
په درناوې

[color=#444444:9c317d8219][/color:9c317d8219]



څاروان
08.05.2005

حليمي صيب سلام ته دي وعليكم السلام وايم او زما لخوا ئې هم قبول كړه.

حليمي صيب كه په نظر كې غلط شوي وي نو كولي شي چه ووايي چه زه غلط شوي يم او زما صحيح نظر ددي موضوع په اړوند دا دي خو [color=white:8d71322fd9]د خپلي خبري څخه انكار كول اخلاقاَ او اوصولاَ ښه كار نه دي[/color:8d71322fd9].
رابسم وخبري ته دي لومړي خو يو دريم كس دي دا فيصله وكړي چه ستا دغه خبره څه معني وركوي:
[[هو که څوک ترور کوي يعني ASSASSINATION بېله شکه ترور قتل دۍ ٠ هو که جهاد وي سمه خبره ده ٠ ]]
آيا د همدي خبري څخه دي دغه فهم نه اخيستل كيږي؟؟
[[حليمي صيب هم قانع دي چه ترور په جهاد كې روا دي ٠]]
[color=indigo:8d71322fd9]وروره په هر ځاي كې ما ستاسي خبره په قوسينو كې بنده كړي او خپله خبره مي جدا ليكلي نو ستاسي د خبري څخه زه پدي پوهيدلي يم چه ستاسي په نظر په جهاد كې ترور روا دي. كه د خپلي دي خبري څخه هم تښتي نو ووايه؟[/color:8d71322fd9]

او دوهمه خبره داده چه تاسي ترور په ناروا قصاص ترجمه كړي او د رسول عليه السلام د يو يهودي د وژلو امر ته مو هم ترور ويلي چه ما هملته درته وليكل چه حليمي صيب دغه خبره مو وضاحت ته ضرورت لري خو د خپلي خبري څخه انكار كول او د جواب نلرلو په صورت كې په قهر كيدل تاسي د خپلو اصولو څخه ګرځولي . [color=white:8d71322fd9]ما په تيره ليكنه كې هم ستاسي ته ددي خبري په ځواب كې چه دغه كارونه په رسول عليه السلام پوري خاص وه[/color:8d71322fd9] لكه د ۹ ودونو كول او د اوښي د متيازو چښلو امر او ... خو هغه وخت ما تاسي ته داسي ويلي وه:
[quote:8d71322fd9][[ اوس د ترور امر د نه جواز او د اسلام سره په نه اړخ لږلو د خبري څخه مو ځان پدي تير ايستي دي چه كوم د ترور امر چه رسول عليه السلام كړي هغه په همغه پوري خاص وه لكه څنګه چه د ۹ ودونو كول ، حلمي صيب كه دلته هم لږ وضاحت وكړي چه رسول عليه السلام د چا د ترور امر كړي وه؟ ولي ئي كړي وه؟ ځكه چه مونږ پوه شو چه په كومه ګناه چه د هغه يو نفر د ترور امر رسول عليه السلام كړي وه ، [[ كه دغه سزا وركول هغه پوري خاص وه]] نو د همغي جرم لپاره كه څوك ئې وكړي بله څه سزا ټاكل شوي ده. ]][/quote:8d71322fd9]
[color=white:8d71322fd9]دلته دغه خبره تكراراَ ليكم د هغه جرم په اساس چه رسول عليه السلام د يوكس د ترور امر كړي كه هغه خاص وي نو بيا د همغه جرم لپاره اسلام څه جزا ايښي؟؟؟؟ [/color:8d71322fd9]
پاتي شوه د غروال صيب خبره ما مخكي هم دا وضاحت كړي چه زه پدي نظر كې د غروال صيب د نظر سره بالكل موافق يم چه [[حضرت نبي کريم (ص)که د چا د قطل يا د وژلو امر فرمايلۍ وي دهغه مبارک امر خپله قضی او اسلامي حکم بلل کيږي]] حليمي صيب ستاسي نظر د غروال ددي خبري سره مخالف دي ځكه تاسي ترور ناروا قصاص ګڼي او بيا دا هم وايي چه رسول عليه السلام هم د ترور امر كړي. په خپله خبره كې لږ فكر وكړه.
[color=darkred:8d71322fd9]حليمي صيب ليكي:[/color:8d71322fd9]
[quote:8d71322fd9][[نوته هم داحق ځان ته ور کوې چه خلګ د بول ، ادرار په چښلو امر کړي چه :
خلګو بولي چيښۍ ٠]][/quote:8d71322fd9]
حليمي صيب زه دا خبره درسره منم چه د رسول عليه السلام بعض اوامر خاص دي چه د همغه يوكس په حق كي وي، او بل چا د هغسي كار كولو اجازه نشته او دغه اوامر علماء په نښه كړي خو [color=blue:8d71322fd9]دا دغه معنى نلري چه د رسول عليه السلام هر هغه امر چا ستا د ذهن سره مخالف وي هغه دي په رسول عليه السلام پوري خاص وي. ته مهرباني وكړه د ابورفيع يهودي كيسه سره د مرجع ذكر كړه او د علماء اقوال پدي اړوند پري بيان كړه چه دغه امر په همدي يوكس پوري خاص وه[/color:8d71322fd9] او يا ددغه شي امر فقط په رسول عليه السلام پوري خاص دي او په امت كي ئې بل چا ته اجازه ددغسي كار نشته. تر څو مونږ وپوهيږو چه ددغه يهودي د ترور امر رسول عليه السلام ولي كړي؟ كه دغه امر پدي يهودي پوري خاص وي نو كه اوس هغه اسبابو وجود راشي د كومي وجه چه رسول عليه السلام ددغه يهودي د ترور امر كړي نو جزا به ئې څه وي؟؟ حليمي صيب زما دي خبرو ته جواب ووايه چه تر څو د خبري درواغ او ريښتيا معلوم سي.
حليمي صيب دغه جمله دي[quote:8d71322fd9][[ولاکه يا حديث درته وليکم يا مُتَرَادِف لغت د ترور ٠ ]][/quote:8d71322fd9] بل قسم معنى وركوي لږ فكر پري وكړه.
[color=darkred:8d71322fd9]حليمي صيب ليكې:[/color:8d71322fd9]
[quote:8d71322fd9][[پر يوه مسلمان ملا درس و وايه ٠]][/quote:8d71322fd9]
حليمي صيب د الله پاك شكر كاږم چه ټول درس مي په اسلامي هيواد كې د مسلمانو استاذانو څخه ويلي او اوس هم د مسلمانانو په منځ كې اوسيږم نو[color=darkblue:8d71322fd9] پورتني نصحت مو كه لومړي پرځان عملي كړي بده به نه وي.[/color:8d71322fd9]

يوسف څاروان

۷-۵-۲۰۰۵



څاروان
08.05.2005

۷-۵-۲۰۰۵

غروال صيب سلامونو ته دي وعليكم السلام وايم. او زما لخوا ئې هم قبول كړه.

غروال صيب د علم او عقل خاوند هيڅكله هم د چا د نظر په پټو سترګو تايد نه كوي. متآسفانه چه په ټول افغان كې يو لړ ليكوالان داسي دي چه د بل ليكوال اثر پري دومره شوي وي چه د هري خبري سره ئې په تايد سر ښوروي. خو چه كله ورته متوجه شي نو د خپل تايد څخه انكار هم كوي او دا وايي چه نه زه د اول څخه ددي مخالف وم. نو غروال صيب وړاندي له دي څخه چه د حليمي صيب په پټو سترګو په هره خبره كې تايد وكړي ښه به درته دا وي چه د هر ليكوال ليكنه د هغه عقل او علم په رڼا كې چه الله پاك دركړي ګوره او بيا پري خپل نظر ليكه ځكه بيا به په داسي ليكلو نه مجبور كيږي.[[ مونږه دغه کلمه غندلې او د اسلام مقدس دين سره يې مغايره بولو٠]] خو د حليمي صيب د نظر په تايد كولو سره ئې تاسي هم د اسلام سره په اړخ لږولو ځان قانع ګڼي. او اوس چه ترينه انكار كوي نو دا ستاسي خپل نظر دي.

[color=white:f8cdde9226]غروال صيب ليكې:[/color:f8cdde9226]
[quote:f8cdde9226][[ښاغلي حليمي صاحب چې په کوم ځاي کي د ترور کلمه استعمال کړې ده فکر کوم هغه په دې معنی چې تاسو يي استعمال کوئ... دا ډول د يوه يهود وژل د ترور بڼه لري يعنی شکل او رقم يي د ترور په شکل دي، اما عمل هيڅکله نه! ٠]][/quote:f8cdde9226]
وروره د حليمي صيب خبرو ته پيوند لږول اوس كومه فايده نه كوي ځكه هغه خپل نظر په څو واره تايد كړي او [color=darkred:f8cdde9226]تاسي چه كوم رنګ وركوي د هغه هر ليكنه له دي رنګ څخه بدل رنګ لري.[/color:f8cdde9226]
غروال صيب زه تعجب او افسوس ستاسي پدي انصاف كوم چه د ترور لفظ په كومه معنى چه څاروان استعمال كړي وه تاسي هم غلط باله خو نن چه نوري دروازي مو بندي وليدي نو مجبوراَ مو د حليمي صيب په ليكنو كې د ترور كلمه په همغه معنى ومنله په كومه چه څاروان بيانه وله، كه دلته زه ستاسي په نظر صحيح پوه شوي يم نو بيا تاسي پدي ليكنه خپلي ټولي مخكيني ليكني بي معنى كړي. ځكه زمونږ او تاسي پدي موضوع كې د غټو اختلافاتو څخه د ترور معنى هم وه خو [color=white:f8cdde9226]چه اوس مو پدي هم قناعت وكړو چه ترور په هغه معنى هم صحيح دي په كومه چه څاروان ويلو نو ستاسي څخه ډيره مننه.[/color:f8cdde9226]
[color=blue:f8cdde9226]غروال صيب د حليمي صيب څخه د خبري د ښه وضاحت غوښتنه شوي انتظار به وباسو چه حليمي صيب لومړي هغه روايت ذكر كړي په كوم كې چه د ترور لفظ او يا مرادف لفظ استعمال شوي او بيا د خبري په اړوند د علماء اقوال. د هغه ورسته به بيا سره پري ږغيږو.[/color:f8cdde9226]
[color=white:f8cdde9226]غروال صيب ليكې:[/color:f8cdde9226]
[quote:f8cdde9226][[خير په هر حال اما څاروانه وروره کوم تحليل چې مو زمونږ له ليکنو او نظرياتو کړئ ټولې يي هم سمې ندي٠]][/quote:f8cdde9226]
غروال صيب د حليمي صيب د دي نظر په اړوند څه نه ويل چه ترور په جهاد كې روا بولي دا خبره راڅرګنديږي چه تاسي هم [color=darkred:f8cdde9226]ترور په جهاد كې روا بولي نو له همدغي مدركه د اسلام سره اړخ لږوي.[/color:f8cdde9226]
غروال صيب مونږ او تاسي د ترور په اړوند په بحث كې يوي څنډي ته سره رسيدلي يو او هغه دا چه په مسئله كې غټ اختلاف زمونږ او ستاسي په منځ كې په دوه ټكو كې وه يو د ترور په معنى او دوهم د اسلام سره په اړخ لږولو كې او دا دواړه حل شوه ځكه د حليمي صيب څخه نيولي تر تاسي پوري راسره پدي قانع شوي چه تررو په جهاد كې روا دي او جهاد يوه اسلامي فريضه ده نو له همدي مدركه دغه كار د اسلام سره اړخ لږوي او په هغه معنى چه ترور ما په خپلو ليكنو كې استعمال كړي تاسي ئې په صحيح والي له دي ځايه قانع ښكاري چه د حليمي صيب په هغه ليكنه كې چه تاسي تايد كړي ده ترور مو په همغه معنى اخيستي په كومه چه ما استعمال كړي.
[color=darkblue:f8cdde9226]ورسته له دي چه مونږ او تاسي د ترور په روا والي په جهاد كې سره موافق شو نو زماله نظره خبره پدي پوله ولاړه ده چه جهاد څه وخت او د چا په خلاف جواز لري؟ [/color:f8cdde9226]او دا غټه مسئله ده نو كه خوښه مو د بيل سر ليك لاندي به ئې شروع كړو او د ترور بحث ته به همدلته اخرني ټكې ولږو.

[color=white:f8cdde9226]غروال صيب ليكې:[/color:f8cdde9226]
[quote:f8cdde9226][[څاروانه وروه هر ځل د غرو سرونه نيسي دا سم کار ندي٠ که د ليکنو سم ځواب وليکئ نورو ليکنو ته دومره اړتيا نه ياتې کيږي... وروره که دا بحث زما په عقيده د اسلام او افغانستان او مؤمنانو لپاره مضره خطرناکه ناوړه نه وای نو دومره مې بحث نه درسره کاوه ٠ ٠]][/quote:f8cdde9226]
غروال صيب د غرو سرونه نيول مو دلته په څه معنى دي؟ كه ته ئې هرڅه ګڼي زه مو په مطلب نه يم پوه شوي. [color=blue:f8cdde9226]دوهمه وروره د دومره ليكنو ضرورت تاسي پيښ كړو كه د لومړي سره څخه مو دغه د زړه خبره را ايستي وايي چه ترور په جهاد كې روا دي او ترور په كومه معنى چه څاروان ذكر كړي هغه صحيح دي نو دا بحث به دومره نه اوږديدو.[/color:f8cdde9226] نو غروال صيب په هره موضوع كې د بحث پر وخت كه د تردود څخه پرهيز وكړي نو هيڅ يو بحث به هم دومره اوږد نه شي.
غروال صيب كه د كفري مستعمرينو او عهد ماتونكو كفارو ترور كول جواز نلرلي نو څاروان به هم دغه بحث دومره اوږد كړي نه وايي. [color=white:f8cdde9226]متآسفانه چه په اوسني وخت كې صليبي مستعمرينو د خوشحاله كولو لپاره ډير مسلمان پدي حقيقت خاور را اړوي[/color:f8cdde9226]
غروال صيب څاروان ستا په ليكنو كې د بعضو خبرو جواب ځكه نه ليكي چه يا خو دموضوع سره تړاو نلري او يا جواب ئې مخكي ذكر شوي او د بيا تكرار ته ئې كوم ضرورت نه ويني.

[color=darkred:f8cdde9226]غروال صيب ليكې:[/color:f8cdde9226]
[quote:f8cdde9226][[وروره ما کله ليکي چې داجهادي آيات شريف تاسو له ګېډې ليکلي او درواغ دي؟]][/quote:f8cdde9226]
وروره په همغه ځاي كې زما ليكنه او خپله دغه خبره [[عقل د نص تابع دي نه ستاسو د جهادي اياتو شريفو]] سره د انصاف په تله وتله نو پدي به وپوهيږي چه څاروان چه كوم جهادي اياتونه ذكر كړي هغه مو د څاروان اياتونه بللي نه د قرآن شريف اياتونه.
[color=white:f8cdde9226]غروال صيب ليكې:[/color:f8cdde9226]
[quote:f8cdde9226][[جهادي آيات شريف د عقل تابع دي٠]][/quote:f8cdde9226]
غروال صيب دا مسئله به د جهاد په اړوند بحث كې سره وڅيړو ځكه دلته په څيړو سره راڅخه خپله اصلي موضوع پاتكيږي. خو دومره درته وايم چه عقل دائماَ د نص تابع دي، په هغه امورو كې چه نص ته ضرورت نه وي نو هلته فقط عقل چليږي. هيله لرم چه په خبره مي پوه سوي ياست.
[color=darkred:f8cdde9226]غروال صيب ليكي:[/color:f8cdde9226]
[quote:f8cdde9226][[ستاسو ليکني وروره غير علمي دي]][/quote:f8cdde9226]ستاسي له نظره او ستاسي د انصاف په تله كې، كه څاروان د صليبي مستعمرينو په تايد ليكنې كولي نو ستاسي په تله به علمي وي او همدارنګې كه څاروان د هر هغه كس د خولي د ټپولو كوشش ئې كولو چه د صليبي مستعمرينو په خلاف اواز اوجتوي تاسي به هم ورسره بغير د علمي او عقلي څيړني څخه په هره ليكنه كې د تايد په معنى سر ښورولي. د عادل وطنمل وروره ليكنې په بعض موضوعاتو كې مالوستي دي او پدي مي سر نه خلاصيږي چه د كوم سبب له وجه ستاسي په تله كې د عادل ورور ليكنې هم غيري علمي وي .
[color=white:f8cdde9226]غروال صيب څاروان يواځي نه بلكي هيڅ مسلمان هم هغه پوچ منطق نه شي منلي چه د قرآن د اياتونو سره مخالف وي.[/color:f8cdde9226]
غروال صيب څاروان د ملا عمر او بن لادن څخه دفاع نه ده كړي چه ته ئې ورته نيغ نيغ كوي او پدي ناكامه هڅه د بحث مخه بل لوري ته اړوي. خو ياد لره چه صليبي مستعمرين دي څاروان په خپل هيواد كې نه شي منلي او انشاء الله چه دغه غربي كاكا به مو د شرق كاكا په پل پل كيږدي وَمَا ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ (إبراهيم20) دا [color=blue:f8cdde9226]خبره هم په غوږ كې ونيسه چه د صليبي مستعمرينو په خلاف د جهاد اعلان يواځي ملا عمر او بن لادن نه دي كړي.[/color:f8cdde9226]

پاتي....



څاروان
08.05.2005

په تير پسي:

[color=darkred:0199e92271]اوس ستاسي د څلورو خبرو په اړوند خپل نظر څرګندوم:[/color:0199e92271]1.
[color=white:0199e92271]غروال صيب ليكې:[/color:0199e92271]
[quote:0199e92271][[زه څاروان ترور اسلامي بولم او ماته هيڅ پروا نشته چې ترور ته خلک او نړۍ او اسلامي نړۍ کومه ترجمه ورکوي ٠]][/quote:0199e92271]
دد نقط جواب دي د څاروان په همدي موضوع كې په لومړيو ليكنو كې شته، چه ترور څاروان په كومه معنى ترجمه كوي او د اسلام سره ئې تړاو له كوم اړخ څخه ښي؟ نو مهرباني وكړه هملته ئې وه ګوره د بيا تكرار ضرورت ئې نشته. دلته ددي خبري اضافه والي كوم چه[color=darkblue:0199e92271] غروال صيب نن په ټوله دنيا كې مجاهدين د تروريستانو په نوم يادول كيږي ته د يو مسلمان په صفت په هغه اسبابو او عواملو لږ فكر وكړه چه د هغي له وجه نن مجاهدين د تروريستانو په نوم يادول كيږي [/color:0199e92271]خو دغه نوم مجاهدينو ته د كفارو لخوا وركړي شوي،كه هغه په چيچنيا كې دي او كه په عراق او افغانستان او كشمير او فلسطين كې او همدارنګي امريكايانو ته د عراق او افغانستان مجاهدينو په منځ كې كوم فرق شته؟ نه دواړو ته تروريستان واي ولي؟ همدارنګي روسان ولي په چيچينيا كې مجاهدينو ته تروريستان وايي؟ د فلسطين كشمير مجاهدينو ته ولي يهود او هندوان تروريستان واي؟ غروال صيب لږ ددغه نوم په اسبابو او عواملو فكر وكړه.
غروال صيب د اسلامي نړۍ حاكمه ډله كه نن د كفارو تر اثر لاندي نه وايي نو صليبيانو به د مسلمانانو په ناموس داسي تيري نه واي كړي خو افسوس چه د اسلامي نړۍ حاكمه ډله څو مباشرة او څوك په غير مباشر ډول د كفارو د اثر لاندي دي. او [color=white:0199e92271]هر اسلامي هيواد حاكمان چه د كوم كفري هيواد د اثر لاندي دي د هغوي د فوج په مقابل كې جنګيدونكې مجاهدينو ته تروريستان وايي. [/color:0199e92271]كنه فكر وكړه چه آيا د اسلامي نړۍ ټول هيوادونو حاكمان د چيچينيا مجاهدينو په مقابل كې د روسانو سره خپل اواز يو كوي؟ همداسي نور هغه مجاهدينو په اړوند هم فكر وكړه چه د خپلو هيوادونو څخه د كفري مستعمرينو په ترور مصروف دي.
نو غروال صيب څاروان هغه اسبابو او عواملو ته ګوري چه د هغي له وجه نن مجاهدينو ته تروريستان ويل كيږي.
2. [color=darkred:0199e92271]غروال صيب ليكې:[/color:0199e92271]
[quote:0199e92271][[زه څاروان د افغانستان کي د ټولو حکومتي کارکوونکو او خيريو مؤسسو ترور (که ښځې وي او که نارينه او بهرني وي او کورني) رواه دي او ترور دي شي٠]][/quote:0199e92271]
غروال صيب زما د ليكنو څخه دي [color=white:0199e92271]دغه انګيرنه بلكل غلطه ده [/color:0199e92271]ځكه د څاروان په هيڅ يوه ليكنه كې به پورتني لايسنس پيدا نه كړي بلكي په لومړي ليكنه كې [color=darkblue:0199e92271]څاروان دغه خبره په ډاګه كړي چه فقط د كفري مستعمرينو او عهد ماتونكو كفارو ترور كول روا دي[/color:0199e92271] او د موضوع نور اړخونو ته نه دي تللي [color=darkblue:0199e92271]په افغانستان كې كفري مستعمرين اوس محال صليبي ښكيلاك پوځونه دي[/color:0199e92271] او يواځي د [color=white:0199e92271]حكومتي كار كونكو[/color:0199e92271] په باره كې نه بلكي د هر مسلمان په اړوند څاروان په څو ځله دا خبره واضحه كړي چه [color=darkred:0199e92271]په هر هغه كس كې چه يو د دغه دوه كارونو څخه وجود ولري څاروان ئې مسلمان نه ګني لومړي د مسلمانانو په مقابل كې د صليبيانو نصر او تولي دوهم التحاكم الى الطاغوت ته كار كول [/color:0199e92271] او په دواړو ئې مخكي دلائل پيش كړي چه د بيا ذكر كولو ته ئې كومه اړتيا نه ويني. او پاتي شوه د عهد ماتونكو كفارو خبره، وروره دا اوس چه ته په كوم هيواد كې اوسيږي كه د هغه شرائطو خلاف ورزي وكړي چه تاته د هغي په منلو ځاي دركړي نو څه فكر كوي چه د هيواد حاكمه ډله به درسره څه وكړ ،نو [color=white:0199e92271]تاسي ولي د مسلمانانو څخه دا حق صلب كوي چه د خپل هيواد څخه د عهد ماتونكو كفارو شړل ورته ناجائزه كوي.[/color:0199e92271]
3. [color=darkred:0199e92271]غروال صيب ليكې:[/color:0199e92271]

[quote:0199e92271][[زه څاروان ترور اسلام دي ځکه پيغمبر (ص) هم ترور کړۍ او صحابه کرامو هم ترور کړۍ او دوئ هم تروريستان دي٠]][/quote:0199e92271]
غروال صيب څاروان د عهد ماتونكو كفارو د مسلمانانو له خاوري څخه په ترور –شړلو او ايستلو- رواوالي باندي د دليل په توګه د رسول عليه السلام په قيادت كې د صحابو له خوا د يهودو دري عهد ماونكي قبيلو ترور – شړل او ايستل- له مديني منوري څخه په ګوته كړي چه تاسي ترينه پورتني فهم اخيستي نو اوس ټول لوستونكي پدي پوهيږي چه ترور څاروان په خپلو ليكنو كې په څه معنى ذكر كړي خو بلي خوا ته چه تاسي ترور منفور كار ګڼلو خو چه كله درته د حليمي صيب هغه ليكنه مخكي كيښودل شوه چه تاسي ئي تايد هم كړي او دا ئي پكي ويلي وه چه رسول عليه السلام هم د ترور امر كړي نو د حيارني په چوك ودريدي چه د خبري څخه په كومه پښي وباسي بالاخره همغي خبري ته راغلي چه د حليمي صيب ليكنه كې ترور په همغه معنى دي په كومه چه څاروان ئې په خپلو ليكنو كې ليكي.
[color=white:0199e92271]ګرانو لوستونكو خپله خبره راخلاصه كوم او پريكړه تاسي ته پريدم.[/color:0199e92271]
[color=darkred:0199e92271]څاروان تر اوسه په خپلو ليكنو كې ترور د شړلو او ايستلو په معنى ذكر كړي.[/color:0199e92271]
حليمي صيب ترور د قتل او يا ناروا قصاص په معنى ذكر كوي.
غروال صيب د حليمي صيب سره په ليكنه كې هم نظري دي.
[color=white:0199e92271]او جانبين پدي قانع دي چه رسول عليه السلام د ترور امر كړي، نو اوس تاسي په خپله قضاوت او پريكړه وكړي چه د ترور كلمي استعمال د رسول عليه السلام لپاره په كومه معنى صحيح دي؟؟ په هغه معنى چه غروال او حليمي صاحبان ئې ذكر كوي او كه په هغه معنى چه څاروان ئې ذكر كوي؟؟؟؟ [/color:0199e92271]4.
[color=darkred:0199e92271]غروال صيب ليكې:[/color:0199e92271]
[quote:0199e92271][[٤ : ــ زه څاروان کله چې ترور اسلامي وي او مسلمان يي نه مني نو هغه دا معنی چې اسلام نه مني نو بې له شکه چې ملحدين او منفاقين او يا مړتت دي٠]][/quote:0199e92271]
ګرانو لوستونكو زه پدي پوهيږم كه څاروان په پورتني خبره كې هره پريكړه وكړي نو مقابل جانب به ئې د خپل عادت مطابق مخالفت كوي نو زه ښه دا ګڼم چه د مسئلي وضاحت به وكړم او پريكړه تاسي خپله وكړي.
[color=darkblue:0199e92271]ګرانو لوستونكو دلته هم جانبين پدي قانع دي چه ترور د اسلام سره اړخ لږوي. هغه پدي شكل:[/color:0199e92271]
څاروان د كفري مستعمرينو او عهد ماتونكو كفارو د مسلمانانو له خاوري څخه ترور – شړل او ايستل – جهاد بولي. او همدغه وجه ده چه نن په ټوله دنيا كې مجاهدينو ته تروريستان ويل كيږي كه هغه په چيچينيا كې دي او كه په عراق، فلسطين، كشمير او افغانستان كې ځكه دوي د خپلو هيوادونو څخه د كفري مستعمرينو په ترور – شړلو او ايستلو- بوخت دي نو بهر حال د ترور كلمه د همدي مدركه د اسلام سره اړخ لږوي.
غروال صيب د حليمي صيب سره پدي ليكنه خپل اواز شريكه كوي چه ليكې:
[[[[هو که څوک ترور کوي يعني ASSASSINATION بېله شکه ترور قتل دۍ ٠ هو که جهاد وي سمه خبره ده ٠ ]]

[color=indigo:0199e92271]ګرانو لوستونكو تاسي فيصله وكړي چه د پورتني پوښتني څاروان ته متوجه كول د ... كار دي؟ كه غروال صيب دغه پوښتنه له څاروان څخه كوي ولي له ځان څخه ئې نه كوي؟[/color:0199e92271]
[color=blue:0199e92271]غروال صيب اسلام مونږ ته په خبره كې د اختلاف په وخت كې داسي حكم كوي:[/color:0199e92271]
[[ ... فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا (النساء59)]]
نو اوس كه د كفري مستعمرينو په خلاف مبارزه چلول حرام كار وي نو مهرباني وكړه د قرآن او يا احاديثونه پري كوم دليل راوړه . كه دغه كار مو وكړو نو [color=white:0199e92271]څاروان به د پوزي خط وكاږي [/color:0199e92271]چه بيا به د كفري مستعمرينو په خلاف خبره نه كوي او كه كوم دليل درسره نه وي او د نني صليبي مستعمرينو څخه دومره بيريږي چه ددوي خلاف خبرو په لوستو درباندي لړزه راځي مهرباني وكړه په ټول افغان كي د څاروان د ليكنو د لوستلو څخه ځان پرهيز كړه.
غروال صيب څاروان پدي پوهيږي چه په كومه خبره كې درسره جواب نه وي نو خبري مو داسي بڼه غوره كړي چه په منطق نه پوهيږي، ليكني دي غيري علمي دي، او .... وروره ستاسي غوندي منطقيانو ډير بحثونه مي د منطقو په فورم كې وكتل چه په اكثرو ليكنو كې بغير د منطق څخه نور هرڅه پكي شته.

يوسف څاروان


م ن غروال
08.05.2005

ښاغلۍ څاروانه وروره وروسته له سلامو!
د نړۍ له هرګوډ څخه به وطنوال دا بحث لولي دا به په جوته ورته رابرسېره کيږي چې مونږه ولې د ترور مخنيوۍ کوؤ او ولې يې په اسلام کي نارواه بولو او ستاسو سره د دلايلو په کوم منطق بوخت يو او د څه لپاره او کوم مرام لرو٠ تاسو باور وکړئ چې زه د مسلمان ورور په ليکنو ډير خوښيږم او په اسلام مَينو او اسلام پاله وروڼو وياړم اما داسي انګېرنې چې ترور ته د اسلام لخوا جواز ورکوي نشم منلۍ٠ ځکه سم ته به سم وايو او غلطو ته به هم غلط!
١[color=white:aa7454e69d] : ــ زه د اثبات لپاره ستاسو په ليکنو کي ډير ې جملې لرم چې غير علمي يې بللۍ شم٠
٢ : ــ ستاسو تصور چې ګواکي زه ترور ته العياذبالله جهاد وايم او يا هم حليمي صاحب ورته ويلي دي هغه په ټولو ليکنو کي شته مطمئن اووسئ چې څوک به يې درسره ونه مني٠
٣: ــ ټول ځوابونه مو منډې دي او هسې بې ځايه د خلکو وخت غواړئ ضايع کړئ٠
٤ : ــ تاسو ايمان ولرئ چې د خبرو ځواب درسره نشته او ټولو خپلو مفتيانو ته که بلنه هم ورکړئ٠ هيله من يم چې و ريې هم کړئ!
٥ : ــ ستاسو دلايل کاپي ده د غور او تحليل له ژرندې نه دي تېر! ځکه يې زه غير علمي بولم٠ اما د ښاغلي حليمي صاحب ليکنې (سبحان الله) داسي اسلامي تحليل که رباني حکمتيار ملا عمر مسعود مزاري سياف درلودای هېواد به نه لوټ کيده اود جهاد په وياړلي سرښندنو او بريو او شهادت به خاورې نه پاشل کيدې![/color:aa7454e69d] او زما پريکړه دا ده چې زه به هيچ چاته ددې موقع (تر هغه حده چې مې په وس وي) ورنکړم چې په شکل د اشکالو غواړي په هېواد باندې د جګړې پيرزونه ولري او منفورو کلماتو لکه (ترور) ته اسلامي مجاز ورکړي چې هم اسلام ته او افغان مسلمان ته پرته له زيانه نور اصلاً څه په لاس نه لري٠
د غربي نړۍ د ترور استعمال مجاهدينو ته؟ تاسو خو دا مه غندۍ ځکه چې د غندنې يې هيڅ هم درسره نشته او تاسو ته خو هسې ترور اسلامي دي نو د دوئ خطاب بايد ستاسو د علم پر بنسټ صحيح وي٠ اما تاسو ليکۍ چې دا ولې دوئ داسي وايې؟ خو ځواب يې له تاسو سره شته هغه دا چې ترور اسلامي دي او جهاد دي او ترور او جهاد يعنې يو! نو بيا ستا مشکل په څه کي دي؟
تاسو نه پوهيږئ چې څه واياست او څه معنی ورکوي٠ او څه ډول اغېزه به د اسلام پر مقدس دين په نړېواله کچه ولري٠ نه پوهيږئ!!! که پوهيدائ نه به مو ليکلای٠
خو مخکي لدي چې څه وليکۍ د ورورۍ مشوره دا ده چې واقعاَ يو څه بايد زده کړئ٠ د آياتو شريفو په کاپي بسنه مه کوئ٠ اسلام دومره لوئ علم دي چې د آياتو شريفو کاپي اصلاَ علم نشي کيدائ٠ د اسلام تاريخ او د حضرت مبارک (ص) ټول کړه د جهادونو اشکال ماتې او بري دا ټول تل د (ولې) په پوښتنو پيل کړئ او پيدا به کړئ چې اها: تکتيک چل ول غور سنجش تحليل پلټنه مصلحت زيار خلک ولس مرګ ژوبله سوله جګړه کفار يهود او.... او داسي نور ټول په ريښتيا چې مسلمان ته ورزده کوي چې عاقل وي او تحليل وکړي او مصلحت وکړي او ګټه او تاووان ته پاملرنه وکړي وخت په پام کي ونيسي او داسي نور!
اما: [color=red:aa7454e69d]څاروان صاحب نه! ترور اسلامي دي٠ نعذوبالله
افغانستان مستعمره ده٠
افغانستان کي بايد جګړه وشي٠
د مستعمرينو لپاره چې څوک کار کوي ترور يي رواه دي٠[/color:aa7454e69d]خوخير!
څاروانه وروه چې لس کاله نور هم ليکل وکړئ او ټوله نړۍ مو خوشي کړي چې پريږده لګيا دې وي خو زه به نارواه خبرو ته نه يوازې تاسو بلکه هيڅ څوک به د قلم په ډګر کي ورته محال پريږندم٠ چې زما په عقيده اسلام مقدس دين ته او ګران هېواد افغانستان ته مضره او خطرناکه او ناوړتوب ولري٠
وروستۍ کلام:
[color=blue:aa7454e69d]لعنت دي وي په ترور! او د اسلام مبارک دين له دغه ډول منفوراتو کلمو پاک دي٠[/color:aa7454e69d]
او په درناوې
غروال
[color=#444444:aa7454e69d][/color:aa7454e69d][color=#444444:aa7454e69d][/color:aa7454e69d]


خاټول
09.05.2005

ښاغلو او آغلو سلامونه او نيكي هيلي مي ومنى!
زما په آند وروڼه په لفظي نزاع اخته دي , تر بحث ليكلو دمخه بايد يو ټكي ته متو جه شو چي نړيوال او ملګري ملتونه او دنړى نوابه توره امريكه هم لا نه ده توانيدلي چي دترور داسي معنا وكړي چي نړى والو ته قناعت ورباندي وركړي , هر هيواد او هر چا ترور په داسي معنا كړى چي دخپلو ګټو په لاس ته راوړنه كي ترينه كار واخلي .
ترور چي انګليسي تورى دى او په پښتوكي هم له ډير كم تغيره سره كارول شوي دى په عربي ژبه كي ورته "ارهاب" وايي , اوپه قرآن كي دارهاب ماده يوځلي ذكر شوي الله تعالى فرمايلي دي : وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ [color=red:e50172fd63]تُرْهِبُونَ [/color:e50172fd63]بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنفِقُواْ مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لاَ تُظْلَمُونَ [الأنفال : 60
الله تعالى مسلمانانو ته امركوي چي ددښمنانو دمقابلي دپاره ځواك تر لاسه كړي تر څوخپل دښمن اود الله تعالى دښمنان ورباندي وويروۍ.
په پورتني ايت كي دترهبون تورى چي دارهاب له مادي نه دي دويرولو په معنا اخستل شوي دي , اوس نو كه ده ارهاب معنا په ويرولو وکړو نو په مسلمانانو فرض ده چي داسي ځواك تر لاسه كړي چي دخداى تعالى اوخپل دښمنان ورباندي وويروي , او ټول نړى وال له استثنا پرته په دي لټه كي دي چي داسي څه ترلاسه كړي چي خپل دښمنان ورباندي وويروي , بلكي تر ټولو دمخه خو همدغي ابليسي امريكي نړۍ داتوم دجوړولو او كارولو سوغات راووړ نوكه دا ارهاب ناوړه كار وي نو ولي مونږ ورباندي ګناه ګاران او دوي "كفار" ورباندي ښاغلي دي؟؟؟ . او كه ارهاب يا ترور معنا دبيوزله كسانو وژل شړل اوزخمي كول وي نو الحمد لله داسلام لمن له دي داغه پاكه ده او اسلام دداسي څه كولو قطعا اجازه نه وركوي . اوددوي شيطاني تاريخ له داسي پيښو نه ډك دي .
لنډه داچي زما په آند خو وروروڼه په لفظي جګړه كي سره راښکيل دي كه يودبل په اصلي مرام سره وپوهيږي نو قناعت به سره وكاندي .
غروال صاحب او انډيوالان يي ترور د"بيګناه وژلو" په معنا اخلي چي واقعا يي هم اسلام نه مني اونه يي اجازت وركوي , څاروان صاحب بيا ترور په چريكي او تاكتيكي ډول دښكيلاكګرو وژلو اوشړلو ته واي ، چي نه يواځي اسلام ددي څه اجازت وركوي بلكي په زلمو يي فرض هم ګڼي او په بدل كي ورته جنتونه او اجرونه هم وركول كيږي او ښايي غروال صاحب به يي هم مخالفت نكوي , كه مي سم ويلي وي نو راځۍ چي جګړه ختمه او دخپل دين او هيواد ددفاع دپاره يو بل رغنده بحث پيل كړو.
مينه اومننه
خورمو خاټول عفت کاكړ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more