د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

مسلم قلموال
04.06.2012

[quote:3dfb400350="وزیري"]بسم الله الرحمن الرحیم:
مهاجر صاحب له زیار او کوښښ نه دی یو جهان مننه. زه به دا بحث را خلاصه کړمه ترڅو لوستونکي هم د دوه طرفه دلایلو په لوستلو خپله لاره پخپله پیدا کړي . ما مخکي هم ویلي او اوس هم وایمه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم رفع الیدین او ترک رفع الیدین دواړه کړیدي. خو ترک رفع الیدین یی په امت باندي ځکه ضرور ده چی د حدیث پوهانو، د علماؤ او اسلام پوهانو ترمنځ دا خبره په ثبوت رسیدلي ده چی د ترک رفع الیدین احادیث په مقابله د رفع الیدین احادیثو کی معتبرتر او میدان وړونکي احادیث دی. ته او تاته ورته کسان ددی نظریي او فیصلي نه مستثنی یاستی ځکه چی تاسی د خپل فکر او طرز په مقابله کی هیڅ هم نه منئ.

مقلدین خو پریږده د غیرمقلدینو بزرګ د ترک رفع الیدین په باره کی داسی فیصله کوي:
علامه ابن حزم ظاهری چی یو غیرمقلد ده په خپل کتاب محلی صفحه ۸۸، څلورم جلد کی د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د ترک رفع الیدین حدیث ذکر کوی او بیا لیکی: ان هذا الخبر الصحیح. یعنی بیشکه دا حدیث صحیح ده.

ترک رفع الیدین چا کړی:
امام ابوحنیفه رحمة الله علیه (حوالي ته ضرورت نشته)
د امام شافعی رحمة الله استاد امام محمد رحمة الله (مؤطا، صفحه ۹۰)
د امام شافعی رحمة الله استاد حضرت امام وکیع رحمة الله علیه (بحواله جزء رفع الیدین للامام البخاری صفحه ۲۳ طبع لاهور)
د حضرت امام محمد بن حنبل استاد امام ابویوسف رحمة الله علیه (طحاوی، اول جلد، صفحه ۱۱۲)
امام ابراهیم بن یوسف الماکیانی رحمة الله علیه (فوائد بهسیه مولانا عبد الحی لکهنوی)
حضرت امام حسن بن صالح بن حُیی (بحواله التعلیق الممجد، صفحه ۹۱)
محدث اسحق بن ابی اسرائیل (سنن دارقطنی، اول جلد، صفحه ۱۱۱)
حضرت امام حسن بن زیاد او امام زفر رحمة الله عنهما (انوار المحمود شرح ابی داؤد، صفحه ۲۵۸، اول جلد)
حضرت امام مغیره رحمة الله علیه (ابن ابی شیبة، اول جلد، صفحه ۱۵۹)
حضرت امام شعبی رحمة الله علیه (مصنف ابن ابی شیبه، اول جلد، صفحه ۱۵۹)
حضرت قیس بن ابی حازم رحمة الله علیه (مصنف، اول جلد، صفحه ۱۶۰)
حضرت اسود بن یزید التابعی رحمة الله علیه (پورتنی حواله)
حضرت علقمه التابعی رحمة الله عنه (ابن ابی شیبة ۱۶۰ اول جلد)
حضرت خثیمه التابعی رحمة الله علیه (پورتنی حواله)
حضرت ابواسحاق سبیعی التابعی رحمة الله علیه (پورتنی حواله)
حضرت عباده رحمة الله علیه د حضرت عبدالله بن زبیر رضی الله عنه ځوی (بسط الیدین، صفحه ۵۳)
د حضرت علی او حضرت عبد الله ابن عباس رضی الله عنهما ټول ملګری: عن ابی اسحاق قال کان اصحاب عبدالله و اصحاب علی لا یرفعون ایدیهم الا فی افتتاح الصلوة قال وکیع ثم لا یعودون. (ابن ابی شیبه، صفحه ۱۵۹، جلد اول) نو اوس له دینه یواځی الله جل جلاله خبر ده چی ددوی دواړو به څومره ملګری وه.

د فقهاؤ په ترک رفع الیدین باندی اجماع ده.
حضرت امام طحاوی رحمة الله علیه په خپل کتاب شرح معانی الآثار اول جلد صفحه ۱۱۲ طبع رحیمیه دیوبند کی لیکی: ولقد حدثنی ابن ابی داؤد قال حدثنا احمد بن یونس قال حدثنا ابوبکر بن عیاش قال ما رأیت فقیها قط یفعله یرفع یدیه فی غیر التکبیرة الاولی. یعنی حضرت امام ابوبکر بن عیاش رحمة الله علیه فرمایی چی ما هیڅ فقیه نه ده لیدلای چی غیر له تکبیر الاولی نه یی بیا لاسونه پورته کړی وی.

د ټول اهل کوفه پدی باندی اجماع شوی ده چی ترک رفع الیدین سنت ده وګورئ:
سنن ترمذی: وبه یقول غیر واحد من اهل العلم من اصحاب النبی صلی الله علیه وسلم والتابعین وهو قول سفیان و اهل الکوفة

د اهل الکوفه نه یواځی امام اعظم رحمة الله علیه مراد نده بلکی ټوله کوفه مراده ده وګورئ:
مولانا عبدالرحمن مبارکپوری چی یو غیرمقلد ده د تحفة الاحوذی په مقدمه صفحه ۲۰۹ کی لیکی: قلت الصحیح ان الترمذی اراد باهل الکوفه من کان فیها من اهل العلم کالامام ابی حنیفة والسفیانین وغیرهم واراد ببعض اهل الکوفة بعضهم ولم یرد باهل الکوفه او ببعض اهل الکوفة الامام ابی حنیفة وحده.

همدا خبره مولانا عبدالحی لکهنوی په التعلیق الممجد صفحه ۹۱ او انوار المحمود شرح ابی داؤد صفحه ۲۵۸، جلد ۱ کی کوی. ددی په څنګ کی حافظ ابن ارشد مالکی هم په هدایة المجتهد صفحه ۷۸، جلد اول طبع مصر کی لیکی: فذهب اهل الکوفة ابوحنیفة وسفیان الثوری وسائر فقهائهم الی انه لا یرفع المصلی یدیه الا عند تکبیرة الاحرام. دا خبره امام محمد بن نصر مروزی هم تائید کړی وګورئ تعلیقات سلفیه صفحه ۱۰۲، جلد اول.

نواب صدیق حسن خان لیکی:
د رفع الیدین ترک سنت ده. (الروضة الندیه، صفحه ۹۴) اضافه لیکی: ان آخر الامرین ترک رفع

علامه بدرالدین عینی شارح بخاری رحمة الله علیه په عمدة القاری کی لیکی: انه کان فی بدء الاسلام ثم نسخ.

حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه وایی: ان العشرة المبشرة ما کانوا یرفعون ایدیهم الا فی افتتاح الصلوة (النهایه والکفایه).

والسلام[/quote:3dfb400350]

محترم وزیري صاحب،
ستاسو خبرې او د علماؤ د اقوالو نقلول په هیڅ توګه دیو شي ثبوت نه دی او نه هم د مؤمن مهاجر صیب دیو دلیل ځواب دی!!
لکه څرنګه چې درته مؤمن مهاجر صیب هم لیکلي:

[quote:3dfb400350]ښاغلی وزيري! موږ دا خبره وړاندي هم ذکر کړې ده چي د دیني مسائلو د اثبات لپاره یوازي قرآن کریم او صحیح نبوي احادیث دلیل کېدای شي ، نه د خلکو ویناوې او کړنې .
[/quote:3dfb400350]
نو محترمه که د یوشي ثابتول غواړې نو پدې نه کیږي چې ووايي فلانکي داسې ویلي او ډنګري داسې ویلي دي، داخو درته مؤمن مهاجر صیب هم وییلي دي چې:

[quote:3dfb400350]که خبره د خلکو د اعمالو او اقوالو شي نو زه هم کولای شم چي د رفع الیدین د کولو په اړه دومره درته نقل کړم چي پای به یې نه وي ، مګر زما او ستا تر منځ بحث پر اصل معیار دئ چي ایا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا کار کړی وو او که نه ؟ ما د اصولو په رڼا کي ثابته کړه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند تر پایه د لمانځه په پیل ، رکوع ته د تلو، راپورته کېدو او د ویم رکعت څخه د ولاړېدو پر مهال رفع الیدین کړي او په صحیحو احادیثو ثابت دي [/quote:3dfb400350]
ښه نو اوس ستا نمبر دی چې د مؤمن مهاجر صیب غوندې خپله دعوی د احادیثو په رڼاکې ثابته کړې!!!

مننه
م . ق


وزیري
04.06.2012

مسلم صاحب، که مومن مهاجر د عالمانو اقوال نه ذکر کوي نو دا د ددي ثبوت نشي کیدلای چی دی په حقه ده او د علماؤ اقوالو ته ضرورت نشته. دا خو ستاسي خپل خودساخته نظر ده چی د علماؤ اقوال نه منئ. په هر حال د احادیثو په رڼا کی دي ثبوت غوښتی ده.

د علماؤ اقوال خو مونږ د قرآن شریف او د احادیثو د لازیاتي تشریح کولو لپاره استعمالوه. خبره خو په قرآن او حدیث کی فیصله شوي وی.
خو په ډیر تأسف سره باید ووایم چی ته او تاته ورته کسان قرآن او حدیث هغه وخت منئ چی ستاسي له طبیعت سره اړخ ولګوي. راځم یو حدیث ته چی د نه رفع الیدین لپاره ثبوت ده، خو که ستاسي په طبیعت جوړ راشي. راتلونکی حدیث د خپل صحت لپاره د ۲۴ محدثینو ټاپه له ځان سره لري، چی نه یی منئ نو دا به د چا ګناه وي؟؟؟ سره له دي چی ستاسي له دی حدیث سره سخته دښمني هم ده خو بیا هم درنه هیله کوم چی لیکنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خاطر تر پایه پوري وګوره چی د حدیث علماء څه په کی وایی:

حدثنا هنادنا وکیع عن سفیان عن عاصم بن کلیب عن عبدالرحمن ابن الاسود عن عقلمه قال عبدالله بن مسعود الا اصلی بکم صلوة رسول الله صلی الله علیه وسلم فصلی فلم یرفع یدیه الا فی مرة قال وفی الباب عن البراء ابن عازب قال ابوعیسی حدیث ابن مسعود حدیث حسن وبه یقول غیر واحد من اهل العلم من اصحاب النبی صلی الله علیه وسلم والتابعین وهو قول سفیان واهل الکوفة.
ترجمه: (له سند نه بعد) له حضرت علقمه رضی الله عنه نه ورایت ده چی حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه وفرمایل: آیا زه تاسو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ ونه ښایمه؟ بیا یی لمونځ وکه او صرف په تکبیر اولی کی یی لاسونه اوچت کړل. په دی باب کی له حضرت براء بن عازب رضی الله عنه نه هم روایت شته. امام ابوعیسی ترمذی علیه الرحمة فرمایی چی د ابن مسعود حدیث حسن ده. او بعضی اهل علم، صحابه او تابعین ددی خبری قائل دی. او دا قول د سفیان ثوری رحمة الله او اهل کوفه او امام اعظم رحمة الله علیه ده.

اول: دا حدیث امام ترمذی په خپل د حدیثو کتابو الترمذی کی راوړیدی او د حسن کلیمه یی ورته استعمال کړیده. د امام ترمذی په نزد حسن حدیث کوم حدیث ته وایی؟ دی د حسن تعریف داسی کوی.
قال ابوعیسی وما ذکرنا فی هذا الکتاب حدیث حسن فانما اردنا حسن اسناده عندنا کل حدیث یروی لا یکون فی اسناده من یتهم بالکذب ولایکون الحدیث شاذا من غیر وجه نحو ذاک فهو عندنا حدیث حسن. (جامع ترمذی مع کتاب العلل، دوهم جلد، صفحه ۸۱۳ مترجم طبع فرید بک سټال لاهور) (شرح نخبة الفکر، صفحه ۷۱مترجم ابن حجر عسقلانی طبع لاهور)

دوهم: امام دارقطنی رحمة الله علیه په سنن دارقطنی کی د [ذکر نسخ التطبیق] په باب کی یو حدیث له همدی راویانو نه (عاصم بن کلیب عن عبدالرحمن ابن الاسود علقمه عن عبدالله بن مسعود) روایت کوی او په اخیر د حدیث کی لیکی: هذا اسناد ثابت صحیح (سنن دارقطنی، اول جلد، صفحه ۳۳۹)

دریم: همدارنګه دا حدیث ابن حزم او امام ابن قطان علیه الرحمة هم صحیح بللی ده. وګورئ (تنزیهه الشریعة، دوهم جلد، صفحه ۱۰۰) (التثریب، اول جلد، صفحه ۲۶۳) (الدرایه، اول جلد صفحه ۱۵۰) (تلخیص الحبیر، اول جلد، صفحه ۲۲۲) (محلی ابن حزم، دریم جلد، صفحه ۴) (التعلیقات سلفیه، صفحه ۱۰۳)

څلورم: علامه زیلعی علیه الرحمة د ابن قطان دا قول را نقل کړیدی. (وقال ابن قطان والذی عندی انه صحیحی ...)

پنځم: ابن قیم رحمة الله علیه هم دا حدیث صحیح بللی دی وګورئ (تهذیب السنن مع مختصر السنن، اول جلد صفحه ۱۴۶)

شپږم: شیخ تقی الدین ابن دقیق علیه الرحمة په خپل کتاب الامام کی کی لیکی:
وعاصم بن کلیب اخرج له مسلم و عبدالرحمن بن الاسود ایضا اخرج له مسلم وهو تابعی وثقه ابن معین وعلقمه فلا یسائل عنه للاتقاف علی احتجاج به. (نصب الرایه، اول جلد صفحه ۳۹۴)

اووم: امام زیلعی د حضرت عبدالله بن مسعود د حدیث د معترضینو په جواب کی وایی:
وهذا اختلاف یؤدی الی طرح القولین والرجوع الی صحة الحدیث او روده عنه الثقات. (نصب الرایه، اول جلد، صفحه ۳۹۶)

اتم: علامه ابن الترکمانی علیه الرحمة د حضرت عبدالله بن مسعود د حدیث راویان یو په یو څیړی او بیا لیکی: والحاصل ان رجال هذا الحدیث علی شرط مسلم. یعنی نتیجه دا ده چی دا حدیث په شرط د مسلم صحیح یعنی راویان یی ثقه دی. (الجواهر النقی علی البیهقی، دوهم جلد، صفحه ۷۸)

نهم: علامه جلال الدین سیوطی رحمة الله علیه ددی حدیث د تصحیح کوونکو ذکر کوی او وایی:
قال الزرکشی فقد صححه ابن حزم والدارقطنی و ابن القطان وغیرهم وبوب علیه النسائی الرخصة فی ترک زالک قال ابن دقیق العید فی الامام وعاصم بن کلیب ثقه خرج له مسلم وعبدالرحمن اخرج له مسلم ایضا وهو تابعی وثقه ابن معین وغیره. (المصنوعة، دوهم جلد، صفحه ۱۸ دارالکتب العلمیه طبع بیروت)
علامه جلال الدین سیوطی رحمة الله علیه ددی تصحیح نقل کولو نه بعد کومه جرحه نه ده کړی او بغیر د تردید نه یی نقل کړي کوم چی پر تائید دلالت کوی.

لسم: علامه احمد شاکر (غیرمقلد) هم ددی حدیث تصحیح کړیده. او په حاشیه مُحلی ابن حزم کی لیکی: (هو حدیث صحیح). همدارنګه په حاشیه ترمذی کی لیکی: وهذا الحدیث صححه ابن حزم وغیره من الحفاظ وهو حدیث صحیح وما قالوه فی تعلیه لیس بعلة. (حاشیه ترمذی احمد شاکر، دوهم جلد، صفحه ۴۱)

یوولسم: سید هاشم عبدالله یمانی د الدرایه فی تخریج الهدایه په حاشیه کی لیکی: (وقد رایت لاحمد شاکر رحمة الله فی تعلیقه علی الترمذی کلاما نفیسا انقله هنا لفائدته). (حاشیه الدرایه، اول جلد، صفحه ۱۵۰)

دولسم: علامه عبدالقادر الارناوط د صحاح سته په مجموعه (جامع الاصول) په حاشیه کی ددی حدیث له تخریج نه بعد لیکی: واسناده صحیح (جامع الاصول، پنځم جلد، صفحه ۳۰۲)

دیارلسم: ناصر الدین البانی (غیرمقلد) ددی حدیث په باره کی لیکی: والحق انه حدیث صحیح واسناده صحیح علی شرط مسلم ولم نجد لمن اعله حجة یصلح التعلق بها ورد الحدیث من اجلها. (مشکوة المصابیح تحقیق محمد ناصر البانی، اول جلد، صفحه ۲۵۴) یعنی حقه خبره دا ده چی دا حدیث هم صحیح ده او سند یی همد د مسلم په شرط صحیح ده. او کومو خلکو چی دا حدیث معلول ګرځولی ده مونږه ته داسی کوم دلیل په لاس رانغی چی ددوی استدلال صحیح وښائی او دهغه په وجه دا حدیث رد کړای شی.

څوارلسم: عطاء الله امرتسری (غیرمقلد) ددی حدیث په باره کی لیکی:
قد تکلم ناس فی ثبوت هذالحدیث والقوی انه ثابت من روایة عبدالله بن مسعود رضی الله عنه (التعلیقات سلفیه، اول جلد، صفحه ۱۲۳)
یعنی بعضو خلکو ددی حدیث په ثبوت کی کلام کړیده. لیکن قوی خبره دا ده چی دا حدیث له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه نه ثابت ده.
همدارنګه په دی کتاب همدی صفحه کی یی لیکلی دی: قد صححه بعض أهل الحدیث.

پنځلسم: علامه دوکتور طاهر محمد دردیری د (مدوئه الکبری) د حدیث له تخریج نه بعد لیکی:
حدیث المدنة حدیث حسن لان فی سنده عاصم بن کلیب وهو صدوق وبقیة رجله ثقات و قد حسنه الترمذی. (تخریج احادیث المدونة، اول جلد، صفحه ۴۰۳)

شپاړسم: علامه محمد خلیل هراس (غیرمقلد) ددی حدیث په باره کی لیکی:
وهو حدیث صحیح حسنة الترمذی. یعنی دا حدیث صحیح ده او امام ترمذی حسن ګڼلای ده. (حاشیه محلی ابن حزم ، دوهم جلد)

شلم: امام ابوداؤد دا حدیث په با (من لم یذکر الرفع عند الرکوع) کی د امام وکیع له طریقی نه ذکر کړیده او ددی متابع راویان یی هم ذکر کړیدی او کوم اعتراض یی نه ده پری کړی که ددی د صحیح والی دلیل ده. که اعتراض یی پری لرلای نو د متابع راویانو ذکر به یی نه کولو او که کومه وجه په کی وه نو بیان کړی به یی وه. (ابوداؤد، اول جلد، صفحه ۱۱۶)
همدارنګه علامه منذری هم د امام ابوداؤد په څیر رانقل کړیدی. (مختصر منذری، اول جلد، صفحه ۳۶۷)

یوویشتم: ملا علی قاری رحمة الله علیه هم دا حدیث صحیح بیان کړیدی، لیکی:
قلت: حدیث ابن مسعود رواه ابوداؤد والترمذیو قال الترمذی حدیث حسن واخرجه النسائی عن ابن المبارک بسندهما. (الموضوعات الکبری، صفحه ۳۵۴ طبع کراچی)

دوویشتم: عبیدالله سندهی (غیرمقلد) لیکی: د ابن مسعود رضی الله عنه د ترک رفع الیدین حدیث صحیح ده (مرعاة شرح مشکوة، دوهم جلد، صفحه ۲۹۳)

درویشتم: عبدالحی لکهنوی رحمة الله علیه په حاشیه موطا امام محمد رحمة الله کی فرمایی: د عدم رفع یدین حدیثونه صحیح نه دی غیر له حدیث د ابن مسعود رضی الله عنه نه. (حاشیه موطا امام محمد، صفحه ۸۹)

څلورویشتم: امام ابوحنیفه رحمة الله علیه دا حدیث امام اوزاعی ته پیش که او هغه یی توثیق وکه (مسند امام اعظم، صفحه ۸۹ – ۹۰ مترجم طبع فرید بک سټال لاهور) (فتح القدیر، اول جلد، صفحه ۲۱۹، طبع مصر، شرح سفر السعادت صفحه ۶۶، الروضة الندیه، اول جلد صفحه ۹۵)

نو قلموال صاحب اوس ته راته ووایه چی په دی ټولو روایاتو باندي به ته څنګه سترګي پټوي او زه به یی څنګه پټوم؟؟؟؟

والسلام


حذيفه
04.06.2012

ټولو ښاغلو ته سلامونه
د ابن مسعود رضی الله عنه د روايت په اړه خو زبیر افغان په فني ډول داسي څېړنه کړې وه چي ځواب يې همدغه سي فني څېړنه غواړي يوازي د خلکوپه اقوالو موضوع نه سي حل کېدای او نه هم دا اصولي څېړنه زيانمېدای سي ، ځکه دواړو لورويو ته داسي اقوال سته چي د يو بل خوا رد او تائېد وي او د حل لپاره يې بايد یوازي اصولو او کلي قوانينو ته مراجعه وسي ما چي دا بحث څومره تعقيب کړی نو راته جوته سوې چي ښاغلي مومن مهاجر له پيله تر پايه خپل بحث د اصولوپه رڼا کي پرمخ بوولی مګر وزيري صيب تل هڅه کړې چي تل ته او هلته وغورزي او ځان و لوستونکي په دې تېر باسي چي فلانی او فلانی دی وايي ، اصلا بايد د ټاکلو ضوابطو په رڼا کي پر اړونده موضوع له منطقي دلائلو سره د انصاف په رڼا کي بحث وسي نه د احساساتو او جذباتو په طوفان کي . مننه !


مسلم قلموال
05.06.2012

[quote:f6d885bb8f="وزیري"]
حدثنا هنادنا وکیع عن سفیان عن عاصم بن کلیب عن عبدالرحمن ابن الاسود عن عقلمه قال عبدالله بن مسعود الا اصلی بکم صلوة رسول الله صلی الله علیه وسلم فصلی فلم یرفع یدیه الا فی مرة قال وفی الباب عن البراء ابن عازب قال ابوعیسی حدیث ابن مسعود حدیث حسن وبه یقول غیر واحد من اهل العلم من اصحاب النبی صلی الله علیه وسلم والتابعین وهو قول سفیان واهل الکوفة.
ترجمه: (له سند نه بعد) له حضرت علقمه رضی الله عنه نه ورایت ده چی حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه وفرمایل: آیا زه تاسو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ ونه ښایمه؟ بیا یی لمونځ وکه او صرف په تکبیر اولی کی یی لاسونه اوچت کړل. په دی باب کی له حضرت براء بن عازب رضی الله عنه نه هم روایت شته.

والسلام[/quote:f6d885bb8f]

بسم الله الرحمن الرحیم
ښاغلي وزیري چې کوم حدیث راوړی مخکی زبیر افغان پرې په همدې مقاله کې تبصره کړې او د بې شمیره علماؤ په استناد یې حدیث ضعیف ثابت کړی دی.
زه به دلته د دغه حدیث په هکله چې ترمذي روایت کړی د ترمذي د مشهورې او معتبرې شرحې تحفة الاحوذي عبارت رانقل کړم، دلته د تحفة الاحوذي خاوند محمد بن عبدالرحمن المبارکفوري د لسګونو معتبرو علماؤ اقوال رانقل کړي چې دغه حدیث صحیح نه دي، نه یې سند سم دی او نه یې متن، او په متن کې یې هم زیادت راغلی نو په هیڅ توګه د استدلال وړ نه دي، د ترمذي حسن والي ته هم اعتبار نشته او د ابن حزم خبره هم د سند په باره کې ده چې د متن کره والی نشي ثابتولی نور له مبارکفوري رحمه الله څخه په تحفة الاحوذي شرح ترمذي کې واورﺉ:

قوله : ( فصلى فلم يرفع يديه إلا في أول مرة ) استدل به من قال بنسخ مشروعية رفع اليدين عند الركوع وعند رفع الرأس منه ، لكن هذا حديث ضعيف كما ستعرف ، وليس في هذا الباب حديث صحيح .
قوله : ( وفي الباب عن البراء بن عازب ) قال رأيت رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا افتتح الصلاة رفع يديه إلى قريب من أذنيه ثم لم يعد . أخرجه أبو داود والدارقطني ، وهو من رواية يزيد بن أبي زياد عن عبد الرحمن بن أبي ليلى عنه . واتفق الحفاظ على أن قوله : " ثم لم يعد " مدرج في الخبر من قول يزيد بن أبي زياد ، ورواه عنه بدونها شعبة والثوري ، وخالد الطحان ، وزهير وغيرهم من الحفاظ . وقاله الحميدي : إنما روى هذه الزيادة يزيد ، ويزيد يزيد . وقال عثمان الدارمي عن أحمد بن حنبل : لا يصح ، وكذا ضعفه البخاري وأحمد ويحيى والدارمي والحميدي وغير واحد ، وقال يحيى بن محمد بن يحيى : سمعت أحمد بن حنبل يقول : هذا حديث واه ، قد كان يزيد يحدث به برهة من دهره لا يقول فيه " ثم لا يعود " فما لقنوه تلقن فكان يذكرها ، كذا قال الحافظ في التلخيص ص 83 ، وذكر فيه أن الدارقطني روى من طريق علي بن عاصم عن محمد بن عبد الرحمن بن أبي ليلى عن يزيد بن أبي زياد هذا الحديث . قال علي بن عاصم : فقدمت الكوفة فلقيت يزيد بن أبي زياد فحدثني به ، وليس فيه " ثم لا يعود " فقلت له : إن ابن أبي ليلى حدثني عنك وفيه " ثم لا يعود " قال لا أحفظ هذا ، انتهى .

قوله : ( حديث ابن مسعود حديث حسن ) وأخرجه أحمد وأبو داود ، وقد حسن الترمذي هذا الحديث وصححه ابن حزم وقد ضعفه ابن المبارك وقال : لم يثبت حديث أبي مسعود كما ذكره الترمذي ، وقال أبو داود في سننه ص 272 بعد رواية هذا الحديث : هذا حديث مختصر من حديث طويل ، وليس هو بصحيح على هذا اللفظ ، انتهى . وقال البخاري في جزء رفع اليدين بعد ذكر هذا الحديث : قال أحمد بن حنبل عن يحيى بن آدم قال : نظرت في حديث عبد الله بن إدريس عن عاصم بن كليب ، ليس فيه " ثم لم يعد " فهذا أصح لأن الكتاب أحفظ عند أهل العلم ; لأن الرجل يحدث بشيء ثم يرجع إلى الكتاب فيكون كما في الكتاب . حدثنا الحسن بن الربيع ، ثنا ابن إدريس عن عاصم بن كليب ، عن عبد الرحمن الأسود ، ثنا علقمة أن عبد الله قال علمنا [ ص: 93 ] رسول الله صلى الله عليه وسلم الصلاة فقام فكبر ورفع يديه ، ثم ركع وطبق يديه فجعلهما بين ركبتيه ، فبلغ ذلك سعدا فقال : صدق أخي ألا بل قد نفعل ذلك في أول الإسلام ثم أمرنا بهذا . قال البخاري : وهذا هو المحفوظ عند أهل النظر من حديث عبد الله بن مسعود ، انتهى كلام البخاري .

وقال الحافظ ابن عبد البر في التمهيد : وأما حديث ابن مسعود " ألا أصلي بكم صلاة رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : فصلى فلم يرفع يديه إلا مرة " فإن أبا داود قال : هذا حديث مختصر من حديث طويل وليس بصحيح على هذا المعنى . وقال البزار فيه أيضا : إنه لا يثبت ولا يحتج بمثله . وأما حديث ابن عمر رضي الله عنه المذكور في هذا الباب فحديث مدني صحيح لا مطعن لأحد فيه . وقد روى نحوه عن النبي صلى الله عليه وسلم أزيد من اثني عشر صحابيا ، انتهى كلام ابن عبد البر .

وقال الحافظ الزيلعي في نصب الراية : قال ابن أبي حاتم في كتاب العلل : سألت أبي عن حديث رواه سفيان الثوري عن عاصم بن كليب عن عبد الرحمن بن الأسود عن علقمة عن عبد الله " أن النبي صلى الله عليه وسلم قام فكبر فرفع يديه ثم لم يعد " فقال أبي : هذا خطأ يقال وهم فيه الثوري ، فقد رواه جماعة عن عاصم ، وقالوا كلهم " إن النبي صلى الله عليه وسلم افتتح فرفع يديه ثم ركع فطبق وجعلهما بين ركبتيه " ولم يقل أحد ما روى الثوري ، انتهى ما في نصب الراية .

وقال الحافظ في التلخيص : وهذا الحديث حسنه الترمذي ، وصححه ابن حزم ، وقال ابن المبارك : لم يثبت عندي . وقال ابن أبي حاتم عن أبيه هذا حديث خطأ . وقال أحمد بن حنبل وشيخه يحيى بن آدم : هو ضعيف . نقله البخاري عنهما وتابعهما على ذلك . وقال أبو داود : ليس هو بصحيح . وقال الدارقطني : لم يثبت ، وقال ابن حبان في الصلاة هذا أحسن خبر روي لأهل الكوفة في نفي رفع اليدين في الصلاة عند الركوع وعند الرفع منه ، وهو في الحقيقة أضعف شيء يعول عليه ; لأن له عللا تبطله ، انتهى .

فثبت بهذا كله أن حديث ابن مسعود ليس بصحيح ولا بحسن ، بل هو ضعيف لا يقوم بمثله حجة . وأما تحسين الترمذي فلا اعتماد عليه لما فيه من التساهل . وأما تصحيح ابن حزم فالظاهر أنه من جهة السند ، ومن المعلوم أن صحة السند لا تستلزم صحة المتن ، على أن تصحيح ابن حزم لا اعتماد عليه أيضا في جنب تضعيف هؤلاء الحفاظ النقاد ، فالاستدلال بهذا الحديث الضعيف على ترك رفع اليدين ونسخه في غير الافتتاح ليس بصحيح ، ولو تنزلنا وسلمنا أن حديث ابن مسعود هذا صحيح أو حسن ، فالظاهر أن ابن مسعود قد نسيه كما قد نسي أمورا كثيرة . قال الحافظ الزيلعي في نصب الراية نقلا عن صاحب التنقيح : ليس في نسيان ابن مسعود لذلك ما يستغرب ، قد نسي ابن [ ص: 94 ] مسعود من القرآن ما لم يختلف المسلمون فيه بعد ، وهي المعوذتان ، ونسي ما اتفق العلماء على نسخه كالتطبيق ، ونسي كيف قيام الاثنين خلف الإمام . ونسي ما لم يختلف العلماء فيه أن النبي صلى الله عليه وسلم صلى الصبح يوم النحر في وقتها ، ونسي كيفية جمع النبي صلى الله عليه وسلم بعرفة ، ونسي ما لم يختلف العلماء فيه من وضع المرفق والساعد على الأرض في السجود ونسي كيف كان يقرأ النبي صلى الله عليه وسلم وما خلق الذكر والأنثى وإذا جاز على ابن مسعود أن ينسى مثل هذا في الصلاة كيف لا يجوز مثله في رفع اليدين ، انتهى .

ولو سلم أن ابن مسعود لم ينس في ذلك فأحاديث رفع اليدين في المواضع الثلاثة مقدمة على حديث ابن مسعود ; لأنها قد جاءت عن عدد كثير من الصحابة رضي الله عنهم ، حتى قال السيوطي : إن حديث الرفع متواتر عن النبي صلى الله عليه وسلم كما عرفت فيما قبل ، وقال العيني في شرح البخاري : إن من جملة أسباب الترجيح كثرة عدد الرواة وشهرة المروي ، حتى إذا كان أحد الخبرين يرويه واحد والآخر يرويه اثنان فالذي يرويه اثنان أولى بالعمل به ، انتهى . وقال الحافظ الحازمي في كتاب الاعتبار : ومما يرجح به أحد الحديثين على الآخر كثرة العدد في أحد الجانبين ، وهي مؤثرة في باب الرواية ، لأنها تقرب مما يوجب العلم وهو التواتر ، انتهى .

ثم حديث ابن مسعود لا يدل على نسخ رفع اليدين في غير الافتتاح ، بل إنما يدل على عدم وجوبه ، قال ابن حزم في الكلام على حديث البراء بن عازب المذكور فيما تقدم ما لفظه : إن صح دل على أنه صلى الله عليه وسلم فعل ذلك لبيان الجواز ، فلا تعارض بينه وبين حديث ابن عمر وغيره ، انتهى . قلت : هذا كله على تقدير التنزل ، وإلا فحديث ابن مسعود ضعيف لا يقوم به حجة كما عرفت . [color=white:f6d885bb8f][/color:f6d885bb8f]

وزیري خان چې شخصي تعرض ته همیشه شین ناست وي او د خپل ځان قیاس په بل چا کوي چې وايي:
[quote:f6d885bb8f]خو په ډیر تأسف سره باید ووایم چی ته او تاته ورته کسان قرآن او حدیث هغه وخت منئ چی ستاسي له طبیعت سره اړخ ولګوي.[/quote:f6d885bb8f]

اصلا خو ته او ستا غوندې نور متعصبین چې په سترګو یې د ړوند تقلید جامدې پټی تړلي وي دغه کار کوﺉ، د تعصب او کېنې بوي دې له خبرو څخه له ورایه جوتیږي، زه نه مومند افغان یم او نه مؤمن مهاجر، زه م . ق یم او د هرې خبرې ځواب به خامخا اورې
تاچې لیکلي:
[quote:f6d885bb8f]دا خو ستاسي خپل خودساخته نظر ده چی د علماؤ اقوال نه منئ[/quote:f6d885bb8f]
خودساخته نظر او خود ساخته مذهب خو ستا دی چې هیڅ خبره مو د قرآن او حدیثو سره اړخ نه لګوي او چې چیرته کمزوووووووووووری او ضعیف حدیث وي نو هغه به ستاسو د ضعیف نظر ضعیف دلیل وي.
که دومره د علماؤ اقوال درته معتبر وي نو دا بره لسګونه اقوال هم د علماؤ او امامانو دي، اوس به پته ولګي چې څوک پرې سترګې پټوي؟؟ او رښتیا تا او تا غوندې نورو جامدانو لره یې د علماؤ او امامانو په اقوالو څه ؟؟؟؟؟ تا خو صرف د یو پړی په غاړه کې اچولی او هماغه یوته دې د خپلې غاړې پړی په لاس کې ورکړی پداسې حال کې چې هغه درته په څرګندو ټکو کې وییلي چې کله زما قول د حدیثو سره په ټکر کې راغی نو زما قول په دیوال وله او حدیث واخله!!!


رښتینی
05.06.2012

دراجح اومرجوح پرسرجګړې !

زیات مذهبي اختلافات په کوچنیو او فروعي مسائلو کې رامنځته کیږې دبیلګي په توګه په دي خبره کې څوک اختلاف نلرې چې محمد بن عبدالله صلي الله علیه وسلم پیغمبر و دا دټولو مسلمانانو مشترکه عقیده ده خوپه هغه باندي د درود ویلو په څرنګوالي کې اختلافات شتون لرې ، هغه ته درود رسیږې که نه رسیږې اوداسې نور دا اختلافي موضوعات دي او دا فرعي او غیراساسي موضوعات هم دي ،
یاد دبیلګي په توګه مړي مړی اورې یا نه اورې مړي ته د څه شې ثواب رسیږې ، حیله اسقاط رواد ه که ناروا توسل شته که نشته زیارت ته تګ باید څه ډول ترسره شې اوداسې نور ګڼ شمیر فرعي مسائل شتون لرې چې له بده مرغه نن مذهبي متعصبینو ددي په سر جګړي پیل کړي دي .
په شریعت کې دا ډول اختلافات نه غلط دي او نه مضر بلکي دا ډول اختلافات خامخا اوطبعا رامنځته کیدونکي دې داسلامي تاریخ په اوږدو کې هروخت دا اختلافات وو او لابه یې خو دا خبره هلته بیخونده اوخرابه شې چې خلک دفرعي مسائلوپه سر دافضل او مفضول او راجح او مرجوح په سر اختلافات پیل کړې او یو وایې زموږ دا افضل ده او هغه بل خپل هغه راجح بولي دلته خلک په بیځایه بحثونو او غیرلازم منطق او استدلال پیل وکړې داساسي موضوعاتو په اړه کار اوڅیړنوته شاکړي اوښکاره خبره ده چې اختلافات که دکمي او فرعي مسئلي په سر هم وې خامخا ددوو لوریو په منځ کې دلیریوالي او بعد لامل ګرځې

همدا اوس موږ ډیر داسې دینپوهان اوعلماء وینو چې دسروکفارو پر اسلام له بي رحمه حملو آن بیخي ناخبره دي او داستشراق او ختیځپوهني دمکتب پر اسلام باندي له اوږده او خطرناک یرغل نه یې دځان خبرولو کوښښ هم ندی کړی هغوی وایې اسلام له ښځي سره انصاف ندی کړی (العیاذبالله) محمد صلي الله علیه وسلم ولي نه ودونه کړي و ، هغه جګړي خوښولي ، هغه یوباچا وپیغمبر نه و اوداسې نور ډیر اعتراضونه او نیوکې لرې اوخالي الذهن مسلمانان دروهي خو زموږ ډیر علماء دي لورته توجه نکوې او دفروعي مسائلوپه اړه یې شپه او روځ یوه کړي وې تحقیقات او څیړني کوې : رفع الیدین غوره ده او تامین بالجهر راجح ده داسقاط دجواز دلایل او یایې دنه جواز دلایل ، اوداراز نور پریمانه اختلافي مسائل یې د ټول اهتمام سرلیک ګرځولي وې !!
له بده مرغه نوځکه خو له موږ نه اهم او ضروري موضوعات پاته ، د دښمن دزهرشندنو له هڅو ناخبره اودراجح او مرجوح یا افضل او غیر افضل په سر په خپلو کې سره اخته یو .


د راجح او مرجوح په اړه

حذيفه
10.06.2012

ښاغلی رښتنی هيله ده روغ او جوړ یاستئ!
د رفع اليدين په اړه بحثونو کي مي ستا ليکنه هم وليده چي پر دې موضوع له نظر ورکونکو او په دې ميدان کي له ګډونوالو دي يوه ګيله کړې ده ،ما ته دا پوښتنه را پيدا کېږي چي ستا په اند کوم شی د دين مهمې مسئلې دي چي وخت پرې تېر کړو او په اړه يې يو له بل سره بحثونه وکړو ؟
که لمونځ اهمه مسئله نه شي نو کوم بل شئ شته چي تر دې هم مهم وي ؟
د لمانځه په اړه که بحث ونه کړو بل څه شته چي هغه تر دې لومړی وبولو او پرې وږغېږو؟
زيارت ، وسېله ، تصوف او ... که ته فرعي مسائلو بولې نو بيا جهاد هم يوه فرعي مسئله ده ، ځکه دا بيا د کوم بل محقق نظر دئ او یو شمېر نور بيا د عقيدې په برخه کي همداسي وايي چي له یهودو ، نصاراوو او هندوانو سره مو پر څه اختلاف دئ دا څو فرعي مسائل پرېږدئ اصلي موضوع بل شی ده او تاسو په دې کي وخت تېروئ؟ نو دې خلکو ته به بيا څه وايو؟
ايا هلته به هم بحث نه کوو ؟ د هغه په وينا به عمل کوو ؟ په دې کي څه بد والی دئ چي د سنت يا بدعت په اړه سره معلومات شريک کړو او خلکو ته مسئله روښانه کړو؟
ته بدعت فرعي مسئله بولې؟ وسېله چي د کفر او شرک اصلي منبعه ده ته يې ولي او په څه دليل فرعي مسئله ګڼې؟ د دې لپاره کوم لاسوند هم په لاس کي لرې او که صرف دا وايي چي تاسو به په دې بحثونو اخیر داسي اندازې ته ورسېږئ چي يو بل ته به بد وایاست نو زه ډاډ در کوم چي داسي به نه کوو او نه هم ان شاء الله دې ملګرو تر اوسه داسي کوم عمل کړی دئ .


مومن مهاجر
12.06.2012

ټولو ګډونوالو ته سلامونه او ښې چاري!
رښتنی صاحب ! که نن یو څه په ډاګه خبري وکړو نو ښه به وي . په دین کي هیڅ سړي ته د دې واک نه شته چي پر اصولو او فروعو یې ووېشي ، د دین هره مسئله اړینه او ضروري ده خو له هغه معیار سره سمه چي په قرآن کریم او نبوي احادیثو کي بیان شوې وي . مګر پاتي شول د حیله اسقاط، ختم قرآن ، فاتحې او نورو په نوم خرفات نو دا هغه بدعات دي چي رسول الله یې ګمراهي بولي او ته وايي چي اوس پر دې شیانو د بحث کولو وخت نه دئ . قرآن کریم او رسول الله خو موږ ته دا دنده سپارلي چي که هر ځای منکر کار ووینئ نو د وس درلودو په صورت کي یې په لاس منعه کړئ ، که مو وس نه وو په خوله یې منعه کړئ او که مو دا وس هم نه درلود نو په زړه کي بد ترې وړئ ، ما او تاته د دې واک نه شته چي خلک په دين ملنډې وهي خو زه او ته به ورته ګورو ځکه اوس يې وخت نه دئ ، دا خبره ماته سمه نه برېښي ، بلکي په دين کي چي هر څوک هر وخت بدعت کوي يا بدعت ته خلک بولي مقابله يې په کار ده او تر وسه يې په ښو دلائلو رد ول اړين دي .
که فرضو کړو چي زه ستا شخصي ګټو ته څه زيان رسوم نو ته چا ته واک نه ورکوې چي هغه دي ما ستاو له خوښې پرته معاف کړي بلکي په دې کي ستا خوښه لازمي ده نو اوس څوک دئ چي دا اختيار ورکول شوی وي چي د الله دين دي خلک نااشنا تعبیروي ، غلط تاويلونه دي په کي کوي او مسئلې دي له ځانه جوړ وي بيا دي په دين پسي تړي خو څوک به څه نه ورته وايي ځکه اوس يې ستا په وينا وخت نه دئ ، نو د دې شيانو وخت به کله راځي ؟ که موږ همداسي پټه خوله پاتې شو ايا لږ وخت وروسته به د ديني احکامو اوسنۍ څېره هم نه وي مسخه شوې ؟ د دې ضمانت څوک راکوي چي حالت تر دې هم نه خرابېږي ؟
په درنښت


مومن مهاجر
12.06.2012

[quote:18da4566e9="وزیري"]
مسلم صاحب، که مومن مهاجر د عالمانو اقوال نه ذکر کوي نو دا د ددي ثبوت نشي کیدلای چی دی په حقه ده او د علماؤ اقوالو ته ضرورت نشته. دا خو ستاسي خپل خودساخته نظر ده چی د علماؤ اقوال نه منئ. په هر حال د احادیثو په رڼا کی دي ثبوت غوښتی ده.

د علماؤ اقوال خو مونږ د قرآن شریف او د احادیثو د لازیاتي تشریح کولو لپاره استعمالوه. خبره خو په قرآن او حدیث کی فیصله شوي وی.
خو په ډیر تأسف سره باید ووایم چی ته او تاته ورته کسان قرآن او حدیث هغه وخت منئ چی ستاسي له طبیعت سره اړخ ولګوي. راځم یو حدیث ته چی د نه رفع الیدین لپاره ثبوت ده، خو که ستاسي په طبیعت جوړ راشي. راتلونکی حدیث د خپل صحت لپاره د ۲۴ محدثینو ټاپه له ځان سره لري، چی نه یی منئ نو دا به د چا ګناه وي؟؟؟ سره له دي چی ستاسي له دی حدیث سره سخته دښمني هم ده خو بیا هم درنه هیله کوم چی لیکنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خاطر تر پایه پوري وګوره چی د حدیث علماء څه په کی وایی .
[/quote:18da4566e9]
ښاغلی وزیري ! په اسلام کي زه هیڅکله په دې نه یم مکلف چي د خلکو او علماوو اقول او یا افعال د حجت په توګه ومنم او دوئ چي څه وايي پر ما یې پلي کول لازمي دي ، ځکه یوخو په قرآن کریم کي الله تعالی په څرګنده ویلي چي کوم څه نازل شوي د هغه پيروي وکړئ له دې پرته بل څه مه منئ!( الاعراف : ۳) او بل د منطق او عقل له مخې هم دا امکان نه لري چي دعلماوو نظریات او کړنې دي د انساني ټولنې لپاره حجت شي ، ځکه انساني افکار، اندونه، ترجیحات، شننې ، ارزښتونه او لومړیات د فطري جوړښت پر بنسټ له یو بل سره د ځمکې او اسمان توپیر لري ، که موږ د بشر په کړنو او ویناوو مکلف شو نو زموږ لپاره به د ترجیح معیار څه وي ، دکوم قانون له مخې به یوه رایه ځواکمنه او بله کمزورې ګڼو؟ حال دا چي هر یو پوه دئ او عالم بلل کېږي . د دې لپاره چي په انساني ټولنه کي وحدت ، اتفاق او ملي یووالي وساتل شي نو داسي معیار ته اړتیا ده چي په هغه کي د هر چا کړنه او وینا وتلل شي او تر کره کېدو وروسته عمل پرې وشي چي دا معیار د الله قرآن او د رسول الله صحیح حدیث دي .
ښاغلی وزیري! ته په ډېره سپین سترګی بیا – بیا دا خبره کوې چي تاسو له ځانه اصول جوکړي ، څه چي مو پر طبیعت سم وي منئ یې او څه چي مو له طبیعته مخالف وي نه یې منئ . زه چي د نه رفع الیدین په اړه ستا تش په نوم روایت نه منم نو دلائل ورته لرم ، مګر ته یوازي د خپل تعصب، جامد تقلید او ګوند پال نظر پر بنا دې ته نه یې چمتو چي د رسول الله ثابت او کره سنت ومنې . زه نه ځان او نه بل ته دا حق ورکوم چي یوازي د ټولنې د رواج، ګوندیز نظر د تاید او تعصب لپاره اصول مات کړي او هغه څه ومني چي د ده تنظیمي او شخصي ګټې په کي خوندي وي .
بله مهمه خبره دا ده چي د حدیث پوهنې له معیاري اصولو پرته هیڅ حدیث دمنلو او عمل وړ نه دئ ، څو چي یو روایت د همدغو منل شویو اصولو په رڼا کي کره او پوره نه وي ، نو که هر څومره کسان هغه سم وبولي مګر بیا هم صحیح او کره نه دئ .
[quote:18da4566e9="وزیري"]
حدثنا هنادنا وکیع عن سفیان عن عاصم بن کلیب عن عبدالرحمن ابن الاسود عن عقلمه قال عبدالله بن مسعود الا اصلی بکم صلوة رسول الله صلی الله علیه وسلم فصلی فلم یرفع یدیه الا فی مرة قال وفی الباب عن البراء ابن عازب قال ابوعیسی حدیث ابن مسعود حدیث حسن وبه یقول غیر واحد من اهل العلم من اصحاب النبی صلی الله علیه وسلم والتابعین وهو قول سفیان واهل الکوفة.
ترجمه: (له سند نه بعد) له حضرت علقمه رضی الله عنه نه ورایت ده چی حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه وفرمایل: آیا زه تاسو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ ونه ښایمه؟ بیا یی لمونځ وکه او صرف په تکبیر اولی کی یی لاسونه اوچت کړل. په دی باب کی له حضرت براء بن عازب رضی الله عنه نه هم روایت شته. امام ابوعیسی ترمذی علیه الرحمة فرمایی چی د ابن مسعود حدیث حسن ده. او بعضی اهل علم، صحابه او تابعین ددی خبری قائل دی. او دا قول د سفیان ثوری رحمة الله او اهل کوفه او امام اعظم رحمة الله علیه ده.
اول: دا حدیث امام ترمذی په خپل د حدیثو کتابو الترمذی کی راوړیدی او د حسن کلیمه یی ورته استعمال کړیده. د امام ترمذی په نزد حسن حدیث کوم حدیث ته وایی؟ دی د حسن تعریف داسی کوی.
قال ابوعیسی وما ذکرنا فی هذا الکتاب حدیث حسن فانما اردنا حسن اسناده عندنا کل حدیث یروی لا یکون فی اسناده من یتهم بالکذب ولایکون الحدیث شاذا من غیر وجه نحو ذاک فهو عندنا حدیث حسن. (جامع ترمذی مع کتاب العلل، دوهم جلد، صفحه ۸۱۳ مترجم طبع فرید بک سټال لاهور) (شرح نخبة الفکر، صفحه ۷۱مترجم ابن حجر عسقلانی طبع لاهور)
[/quote:18da4566e9]
په دې اړه د زبیر افغان په مقاله کي پوره تفصیلي، فني او اصولي بحث شوی دئ ، څو چي د هغې لیکنې مدلل اصولي ځواب رانه وړې نو که ته سل ځله دا روایت نقل کړې نو د منلو نه دئ ، ښاغلي زبیر افغان د حدیث پوهنې د منل شویو اصولو په رڼا کي ثابته کړې چي دا روایت له فني اړخه ګڼې کمزورۍ او تېروتنې لرې ، یو ځل بیا هغې لیکنې ته رجوع وکړه او په غور یې ولوله!
[quote:18da4566e9="وزیري"]
دوهم: امام دارقطنی رحمة الله علیه په سنن دارقطنی کی د [ذکر نسخ التطبیق] په باب کی یو حدیث له همدی راویانو نه (عاصم بن کلیب عن عبدالرحمن ابن الاسود علقمه عن عبدالله بن مسعود) روایت کوی او په اخیر د حدیث کی لیکی: هذا اسناد ثابت صحیح (سنن دارقطنی، اول جلد، صفحه ۳۳۹)
[/quote:18da4566e9]

واه واه ! څومره پیاوړی دلیل دي موندلی دئ، موږ نه وو خبر چي ستاسو داسي پټو لاسوندنو ته هم لاس رسی لري ، شاباس ! داسي څېړني خوشي نه کړي په راتلونکي کي به ډېر پدرد درته وخوري ، مګر راسه ! دا روایت له متن او سند سره یو ځای وګورو چي ستا لپاره د لیل کېدلای شي او که نه ؟ روایت دا دئ :
حدثنا يحيى بن محمد بن صاعد ثنا أبو سعيد الأشج ثنا عبد الله بن إدريس قال سمعت عاصم بن كليب يذكر عن عبد الرحمن بن الأسود عن علقمة عن عبد الله قال : علمنا رسول الله صلى الله عليه و سلم الصلاة فرفع يديه ثم ركع وطبق وجعل يديه بين ركبتيه فبلغ ذلك سعدا فقال صدق أخي كنا نفعل هذا ثم أمرنا بهذا وجعل يديه على ركبتيه يعني في الركوع
ثنا محمد بن القاسم بن زكريا حدثنا أبو كريب ثنا بن إدريس عن عاصم بن كليب : بهذا وقال فكبر ورفع يديه فلما ركع طبق يديه بين ركبتيه فبلغ ذلك سعدا فقال صدق أخي كنا نفعل هذا ثم أمرنا بهذا ووضع الكفين على الركبتين هذا إسناد ثابت صحيح( سنن دار قطني ، باب ذکر نسخ التطبیق والامر بالاخذ بالرکب ، حدیث نمبر : ۳۳۹)
ژباړه : له عبد الله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دئ چي موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ راوښود نو ده لاسونه پورته کړل بیا یې رکوع وکړه تطبیق یې وکړ او لاسونه یې د ځنګنو تر منځ ونیول نو دا خبره سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه ورسېده ویې ویل : زما ورور رښتیا ویلي دي موږ همداسي کول بیا داسي امر راته وشو ده لاسونه پر ځنګنو کېښودل .
ورپسي امام دار قطني په بل سند همدا روایت نقل کړی او هغه راوي وویل : عبد الله بن مسعود رضی الله عنه تکبیر ووایه ، کله چي یې رکوع وکړه نو لاسونه یې د ګونډو تر منځ ونیول ، دا خبره سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه ته ورسېده نو ویې ویل : زما ورور رښتیا ویلي موږ همداسي کول بیا دا امر راته وشو او لاسونه یې پر ځنګنو کېښودل ، امام دار قطني وايي دا ثابت سند دئ .
لکه څرنګه چي امام دارقطني ویلي د دې روایت لومړی سند بالکل کره او صحیح دئ ، مګر په سند کي لومړی راوي محمد بن القاسم سخت ضیف دئ ، علامه ذهبي په المغني کي پرې داسي تبصره کړې ده :
محمد بن القاسم بن زكريا المحاربي مشهور ضعف يقال كان يرمى بالرجعة كذاب
ژباړه : محمد بن القاسم بن زکریا المحاربي مشهور دئ ، کمزوری بلل شوی پر رجعت یې باور درلود او ډېر دروغجن وو.
په هر حال دا روایت د لومړي سند پر بنا بالکل صحیح او کره دئ ، مګر نه یوازي ته استدلال نه شي پرې کولای بلکي دا خو زما دلیل دئ ، ځکه په کي ویل شوي چي عبد الله بن مسعود رضی الله عنه تر رفع الیدین وروسته رکوع وکړه نو له دې معلومه شوه چي دی هم رکوع ته د تلو پر مهال در فع الیدین قائل وو او په خپل یې هم عمل پرې کاوی ، ته څرنګه دا ترې ثابتوې چي عبد الله بن مسعود رضی الله عنه رفع الیدین نه کول او بیا دي حواله د دار قطني اړوند حدیث ته ورکړې ده؟ نه پوهېږم رښتیا هم پرې پوه شوی نه یې او که دي د عارفانه تجاهل په کولو غوښتل لوستونکي تېرباسې، مګر این کارست و محال است .
[quote:18da4566e9="وزیري"]
دریم: همدارنګه دا حدیث ابن حزم او امام ابن قطان علیه الرحمة هم صحیح بللی ده. وګورئ (تنزیهه الشریعة، دوهم جلد، صفحه ۱۰۰) (التثریب، اول جلد، صفحه ۲۶۳) (الدرایه، اول جلد صفحه ۱۵۰) (تلخیص الحبیر، اول جلد، صفحه ۲۲۲) (محلی ابن حزم، دریم جلد، صفحه ۴) (التعلیقات سلفیه، صفحه ۱۰۳)

څلورم: علامه زیلعی علیه الرحمة د ابن قطان دا قول را نقل کړیدی. (وقال ابن قطان والذی عندی انه صحیحی ...)

پنځم: ابن قیم رحمة الله علیه هم دا حدیث صحیح بللی دی وګورئ (تهذیب السنن مع مختصر السنن، اول جلد صفحه ۱۴۶)

شپږم: شیخ تقی الدین ابن دقیق علیه الرحمة په خپل کتاب الامام کی کی لیکی:
وعاصم بن کلیب اخرج له مسلم و عبدالرحمن بن الاسود ایضا اخرج له مسلم وهو تابعی وثقه ابن معین وعلقمه فلا یسائل عنه للاتقاف علی احتجاج به. (نصب الرایه، اول جلد صفحه ۳۹۴)

اووم: امام زیلعی د حضرت عبدالله بن مسعود د حدیث د معترضینو په جواب کی وایی:
وهذا اختلاف یؤدی الی طرح القولین والرجوع الی صحة الحدیث او روده عنه الثقات. (نصب الرایه، اول جلد، صفحه ۳۹۶)

اتم: علامه ابن الترکمانی علیه الرحمة د حضرت عبدالله بن مسعود د حدیث راویان یو په یو څیړی او بیا لیکی: والحاصل ان رجال هذا الحدیث علی شرط مسلم. یعنی نتیجه دا ده چی دا حدیث په شرط د مسلم صحیح یعنی راویان یی ثقه دی. (الجواهر النقی علی البیهقی، دوهم جلد، صفحه ۷۸)

نهم: علامه جلال الدین سیوطی رحمة الله علیه ددی حدیث د تصحیح کوونکو ذکر کوی او وایی:
قال الزرکشی فقد صححه ابن حزم والدارقطنی و ابن القطان وغیرهم وبوب علیه النسائی الرخصة فی ترک زالک قال ابن دقیق العید فی الامام وعاصم بن کلیب ثقه خرج له مسلم وعبدالرحمن اخرج له مسلم ایضا وهو تابعی وثقه ابن معین وغیره. (المصنوعة، دوهم جلد، صفحه ۱۸ دارالکتب العلمیه طبع بیروت)
علامه جلال الدین سیوطی رحمة الله علیه ددی تصحیح نقل کولو نه بعد کومه جرحه نه ده کړی او بغیر د تردید نه یی نقل کړي کوم چی پر تائید دلالت کوی.

لسم: علامه احمد شاکر (غیرمقلد) هم ددی حدیث تصحیح کړیده. او په حاشیه مُحلی ابن حزم کی لیکی: (هو حدیث صحیح). همدارنګه په حاشیه ترمذی کی لیکی: وهذا الحدیث صححه ابن حزم وغیره من الحفاظ وهو حدیث صحیح وما قالوه فی تعلیه لیس بعلة. (حاشیه ترمذی احمد شاکر، دوهم جلد، صفحه ۴۱)

یوولسم: سید هاشم عبدالله یمانی د الدرایه فی تخریج الهدایه په حاشیه کی لیکی: (وقد رایت لاحمد شاکر رحمة الله فی تعلیقه علی الترمذی کلاما نفیسا انقله هنا لفائدته). (حاشیه الدرایه، اول جلد، صفحه ۱۵۰)

دولسم: علامه عبدالقادر الارناوط د صحاح سته په مجموعه (جامع الاصول) په حاشیه کی ددی حدیث له تخریج نه بعد لیکی: واسناده صحیح (جامع الاصول، پنځم جلد، صفحه ۳۰۲)

دیارلسم: ناصر الدین البانی (غیرمقلد) ددی حدیث په باره کی لیکی: والحق انه حدیث صحیح واسناده صحیح علی شرط مسلم ولم نجد لمن اعله حجة یصلح التعلق بها ورد الحدیث من اجلها. (مشکوة المصابیح تحقیق محمد ناصر البانی، اول جلد، صفحه ۲۵۴) یعنی حقه خبره دا ده چی دا حدیث هم صحیح ده او سند یی همد د مسلم په شرط صحیح ده. او کومو خلکو چی دا حدیث معلول ګرځولی ده مونږه ته داسی کوم دلیل په لاس رانغی چی ددوی استدلال صحیح وښائی او دهغه په وجه دا حدیث رد کړای شی.

څوارلسم: عطاء الله امرتسری (غیرمقلد) ددی حدیث په باره کی لیکی:
قد تکلم ناس فی ثبوت هذالحدیث والقوی انه ثابت من روایة عبدالله بن مسعود رضی الله عنه (التعلیقات سلفیه، اول جلد، صفحه ۱۲۳)
یعنی بعضو خلکو ددی حدیث په ثبوت کی کلام کړیده. لیکن قوی خبره دا ده چی دا حدیث له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه نه ثابت ده.
همدارنګه په دی کتاب همدی صفحه کی یی لیکلی دی: قد صححه بعض أهل الحدیث.

پنځلسم: علامه دوکتور طاهر محمد دردیری د (مدوئه الکبری) د حدیث له تخریج نه بعد لیکی:
حدیث المدنة حدیث حسن لان فی سنده عاصم بن کلیب وهو صدوق وبقیة رجله ثقات و قد حسنه الترمذی. (تخریج احادیث المدونة، اول جلد، صفحه ۴۰۳)

شپاړسم: علامه محمد خلیل هراس (غیرمقلد) ددی حدیث په باره کی لیکی:
وهو حدیث صحیح حسنة الترمذی. یعنی دا حدیث صحیح ده او امام ترمذی حسن ګڼلای ده. (حاشیه محلی ابن حزم ، دوهم جلد)
[/quote:18da4566e9]
وړاندي مي هم درته وویل چي د حدیث صحت او ضعف خپل ټاکلي معیارونه او ضوابط لري کله چي هغه پوره شي نو حدیث صحیح دئ که څه هم خلګ ورسره مخالف وي خو که له هغو سره موافق نه وي نو که یې ځیني کسان صحیح هم بولي نو د هغوئ په وینا د صحت درجه نه شي موندلای ، د ښاغلي زبیر افغان په لیکنه کي پر دې روایت د اصولو په رڼا کي بې پرې او تفصیلي تحقیق شوی او له دې سره – سره یې د دې روایت د ضعف او نه صحت په اړه د ګڼو پوهانو اندونه او قولونه هم نقل کړې چي هغوئ ټولو دا روایت ضعیف او ناسم بللی ، ته چي د دې پوهانو خبره منې ولي د هغو خبره نه منې؟ او که ته وايي چي له ما سره معیار شته د هماغه له مخې دا صحت د پلویانو نظر راجح راته ښکاري نو هغه کوم معیار او قانون دئ؟ موږ خو الحمد لله د حدیث پوهني د منل شویو قوانینو په رڼا کي د هغو پوهانو نظر کره او ثابت بولو چي دا روایت کمزوری بولي ، ځکه د دې روایت په سند او متن کي داسي اصولي علتونه شته چي روایت د صحت له درجې باسي .

[quote:18da4566e9="وزیري"]
شلم: امام ابوداؤد دا حدیث په با (من لم یذکر الرفع عند الرکوع) کی د امام وکیع له طریقی نه ذکر کړیده او ددی متابع راویان یی هم ذکر کړیدی او کوم اعتراض یی نه ده پری کړی که ددی د صحیح والی دلیل ده. که اعتراض یی پری لرلای نو د متابع راویانو ذکر به یی نه کولو او که کومه وجه په کی وه نو بیان کړی به یی وه. (ابوداؤد، اول جلد، صفحه ۱۱۶)
همدارنګه علامه منذری هم د امام ابوداؤد په څیر رانقل کړیدی. (مختصر منذری، اول جلد، صفحه ۳۶۷)
[/quote:18da4566e9]
عجیبه ده ! دلته دي بیا غوښتي چي له چالاکۍ او عارفانه تجاهله کار وخلې . ته خو وايې چي امام ابو داود پر دې حدیث رد نه دئ کړی ، مګر زه به پوره روایت او د هغه تبصره ستا او لوستونکو مخ ته کښېږدم نو به ټول پوه شي چي ابو داود رد پرې کړی او که نه؟
- حَدَّثَنَا عُثْمَانُ بْنُ أَبِى شَيْبَةَ حَدَّثَنَا وَكِيعٌ عَنْ سُفْيَانَ عَنْ عَاصِمٍ - يَعْنِى ابْنَ كُلَيْبٍ - عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ الأَسْوَدِ عَنْ عَلْقَمَةَ قَالَ قَالَ عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْعُودٍ أَلاَ أُصَلِّى بِكُمْ صَلاَةَ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ فَصَلَّى فَلَمْ يَرْفَعْ يَدَيْهِ إِلاَّ مَرَّةً. قَالَ أَبُو دَاوُدَ هَذَا مُخْتَصَرٌ مِنْ حَدِيثٍ طَوِيلٍ وَلَيْسَ هُوَ بِصَحِيحٍ عَلَى هَذَا اللَّفْظِ.(سنن ابی داود باب من لم یذکر الرفع عند الرکوع، حدیث نمبر : ۷۴۸)
ژباړه : عبد الله بن مسعود رضی الله عنه وویل : ایا د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ درته وکړم؟ نو ده لمونځ وکړ لاسونه یې یو ځل پورته کړل ، ابو داود وویل : دا له اوږده حدیث رالنډ شوی او په دې الفاظو صحیح نه دئ .
ښه! اوس ته او ستا انصاف ایا ابوداود رد پرې کړی دئ که نه؟ لوستونکي دي هم د ابوداود او وزیري خبره سره پرتله کړي .
[quote:18da4566e9="وزیري"]
یوویشتم: ملا علی قاری رحمة الله علیه هم دا حدیث صحیح بیان کړیدی، لیکی:
قلت: حدیث ابن مسعود رواه ابوداؤد والترمذیو قال الترمذی حدیث حسن واخرجه النسائی عن ابن المبارک بسندهما. (الموضوعات الکبری، صفحه ۳۵۴ طبع کراچی)

دوویشتم: عبیدالله سندهی (غیرمقلد) لیکی: د ابن مسعود رضی الله عنه د ترک رفع الیدین حدیث صحیح ده (مرعاة شرح مشکوة، دوهم جلد، صفحه ۲۹۳)

درویشتم: عبدالحی لکهنوی رحمة الله علیه په حاشیه موطا امام محمد رحمة الله کی فرمایی: د عدم رفع یدین حدیثونه صحیح نه دی غیر له حدیث د ابن مسعود رضی الله عنه نه. (حاشیه موطا امام محمد، صفحه ۸۹)

د دا ډول حوالو او نقلونو ځواب مي وړاندي درکړ بیا ځواب ته یې اړتیا نه شته .

څلورویشتم: امام ابوحنیفه رحمة الله علیه دا حدیث امام اوزاعی ته پیش که او هغه یی توثیق وکه (مسند امام اعظم، صفحه ۸۹ – ۹۰ مترجم طبع فرید بک سټال لاهور) (فتح القدیر، اول جلد، صفحه ۲۱۹، طبع مصر، شرح سفر السعادت صفحه ۶۶، الروضة الندیه، اول جلد صفحه ۹۵)
[/quote:18da4566e9]
د لته دي بیا هم ستره تاریخي تېروتنه کړې ده ، ته یو ځل ځان په دې پوه کړه چي امام ابو حنیفه (غیر مقلد) رحمه الله لیکلی کتاب لري او که نه؟ کوم مسند چي ته یادوې هغه یوځل په خپله درپورته کړه چي چا راټول کړی او د ټولوونکي و امام صاحب تر منځ څومره فاصله ده؟ راشئ دا ورک حقیقت راوسپړو :
امام صاحب ته دويم منسوب کېدونکی کتــــاب مسنـــد
ابی حنيفه دی ابومحمد عبدالله بن محمدبن يعقوب بن الحارث بن الخليل الکلابازي الحارثی له لوري ليکل شوی دی ، عبدالحی لکهنوي کاږي:
ابو محمد عبدالله بن محمد بن يعقوب بن الحارث بن الخليل الکلابازي الحارثی کان ضعيف الروايه غير موثق به فيما ينقله من الرواية وذکره الخطيب وقال صاحب عجائب وغرا ئب ومناکير ليس بموضع الحجة وانه صنف مسندابی حنيفة.
(الفوائد البهيه فی تراجم الحنفية ص ۱۰۶ بالاختصار)
ژباړه: د ده نوم ابو محمد عبدالله بن بن محمد بن يعقوب بن الحارث بن الخليل الکلابازي الحارثي دی ، نوموړی په روايت کي ضعيف دی او څه چي نقلوي د اعتبار وړ نه دي. امام خطيب بغدادي د ده په اړه زياتوي چي د عجائبو او نادرو څښتن دی ، دليل نه شي په نيول کېدای او همدی د مسند ابی حنيفه کتاب ليکوال دی.
د همدې شخص په اړه د امام ابن حجر عسقلاني او امام ذهبي وينا ده:
قال ابوسعيدالرواس يتهم بوضــع الحديث وقال الخطيب
لايحتج به جمع مسنداًلابی حنيفة. (لسان الميزان لابن حجر۳ / ۳۴۹)
ژباړه: ابو سعيد الرواس وايي چي پر ده د حديث جوړونې تور لګول شوی او خطيب بغدادي وايي چي پــه ده دليـــل نـــه شــي نيـــول کېــدای او د مسنــد ابــی حنيفـــــه
ټولوونکی دی.
د مسند ابی حنيفه په نوم يو بل چا هم کتاب ليکلی دی ، په دې اړه د ابن حجر عسقلاني وينا ده:
حسين بن محمدبن خسروالبلخي کان معتزلياًوهوالذی جمع مسنداًلامام ابی حنيفة واتی فيه بعجائب. (لسان الميزان ۲ / ۳۱۲)
ژباړه: د ده نوم حسين بن محمد بن خسرو البلخي دی ، نوموړی شيعه وو او د مسند الامام ابی حنيفه په نوم جمع کوونکی دی چي ډېري نادرې يې پکي راوړې دي.
په دې اړه د نور الانوار ليکوال کاږي:
لم يجمع ابوحنيفة کتاباًفی الحديث. (نورالانوارص ۱۸۹)
ژباړه: امام صاحب په حديثو کي هيڅ کتاب نه لري.
همدا راز ابن ابی العز الحنفي وايي:
انه لم يدون بنفسه فی الفقه مصنفاً.
(الاتباع لابن ابی العزالحنفي ص ۳۶)
ژباړه: امام صاحب په فقه کي هيڅ کتاب نه دی ليکلی.
[quote:18da4566e9="وزیري"]
نو قلموال صاحب اوس ته راته ووایه چی په دی ټولو روایاتو باندي به ته څنګه سترګي پټوي او زه به یی څنګه پټوم؟؟؟؟ والسلام
[/quote:18da4566e9]
نو وزیري صاحب! ته او تا ته ورته کسان دي د انصاف، منطق او میعار په رڼا کي پرېکړه وکړي چي دا ډول روایت کوم وزن لري او که نه؟


وزیري
13.06.2012

مهاجر صاحب وایی یو ملا په منبر ناست وه او مسئلې یی کولي. بحث په تقوی وه او دا د تقوی لفظ یی ډیر زیات استعمال که. د مسئلو په اخیر کی یو سپین ږیري سړي له ملا صاحب نه پوښتنه وکړه چی مولوي صاحب تا دا د تقوی کلیمه ډیر استعمال کړه، دا تقوی څه شی ته وایی؟
ملا صاحب ورته ویلې چی تقوی دیته وایی چی په یوځانته کوټه کی یوه ښکلي انجلۍ خداي په لاس درولي او ته زنا ورسره ونه کړی، دیته تقوی وایی.
سپین ږیري ورته ویلي چی ښه دیته تقوی وایی، دا نو بیا د ژبو فرق ده، مونږه دیته انجړا وایو.

نو مهاجر صاحب، زمونږ او ستاسي فرق هم په همدي کی ده چی تاسي د خپل طبیعت تابع یاستئ او په خپل نظر حدیثونه ردوی او منی. او مونږه بیا د حدیثونو رد او تصحیح محدثینو او متبحرو علماؤ ته پریښې دي.

بس له یوي خوا همدي ته لګیدلي یی چی د ابن مسعود رضی الله عنه حدیث د زبیر افغان په لیکنه کی وګوره.

ته که په ریښتیا هم په عقل سنبال یی نو زبیر افغان هم حدیث په محدثینو جرحه کړي او تعداد یی د اتو په شاوخوا ده او ما هم حدیث په محدثینو کره کړی او تعداد یی د څلورویشتو په شاوخوا ده چی په تله کی دري برابره د زبیر افغان یمه.
نو دا څنګه بی منطقه نه ده چی ستا اته محدثین دی زما په ۲۴ محدثینو قوي وی؟ خو معلومه ده چی د خپل طبیعت تابع یاستئ او سترګی مو پټي کړي.

کومو محدثینو چی د ابن مسعود حدیث ضعیف ګرځولای ده د هغو لپاره بهتر جواب د الباني ده چی:
ناصر الدین البانی (غیرمقلد) ددی حدیث په باره کی لیکی: والحق انه حدیث صحیح واسناده صحیح علی شرط مسلم ولم نجد لمن اعله حجة یصلح التعلق بها ورد الحدیث من اجلها. (مشکوة المصابیح تحقیق محمد ناصر البانی، اول جلد، صفحه ۲۵۴) یعنی حقه خبره دا ده چی دا حدیث هم صحیح ده او سند یی همد د مسلم په شرط صحیح ده. او کومو خلکو چی دا حدیث معلول ګرځولی ده مونږه ته داسی کوم دلیل په لاس رانغی چی ددوی استدلال صحیح وښائی او دهغه په وجه دا حدیث رد کړای شی.

ښه مهاجر صاحب اوس ورشه او زبیر افغان هم درسره ملګری کړه او د الباني جواب ووایی. الباني چی ستاسي د پلار په نامه مشهور ده، دلته د هیچا ځوي هم نده ځکه چی ویلي دی والحق انه حدیث صحیح واسناده صحیح، او تاسي خو د حق مخالف یاستئ.

والسلام


وزیري
13.06.2012

مهاجر صاحب د ابن مسعود رضی الله عنه حدیث چی د ترک رفع الیدین لپاره یو کره دلیل ده زبیر افغان په خپله لیکنه کی په لاندي ډول په محدثینو جرحه کړای. زه به یی هم بیرته په محدثینو باندي کره ثابت کړمه. او په اخیر کی بیا ته د انصاف تله په لاس کی واخله او راته ووایه چی ستا جرحه اوس په څه قوي ده؟؟؟

۱) ابن المبارک رحمه الله وايي)
لم یثبت حديث ... ابن مسعود .
د ابن مسعود لورته منسوب دا روايت نه دئ ثابت .(ترمذی ، ۵۹/۱ ، حدیث نمبر : ۲۵۶.

(جواب)
ناصر الدین البانی (غیرمقلد) ددی حدیث په باره کی لیکی: والحق انه حدیث صحیح واسناده صحیح علی شرط مسلم ولم نجد لمن اعله حجة یصلح التعلق بها ورد الحدیث من اجلها. (مشکوة المصابیح تحقیق محمد ناصر البانی، اول جلد، صفحه ۲۵۴)

۲) امام شافعي رحمه الله د نه رفع الیدین روايت رد کړی او وايي چي ثابت نه دئ . (کتاب الام : ۲۰۱/۷ ، باب رفع الیدین فی الصلاة ، السنن الکبری للبیهقی : ۸۱/۲ ، فتح الباری : ۲۲۰/۲)

(جواب)
عطاء الله امرتسری (غیرمقلد) ددی حدیث په باره کی لیکی:
قد تکلم ناس فی ثبوت هذالحدیث والقوی انه ثابت من روایة عبدالله بن مسعود رضی الله عنه (التعلیقات سلفیه، اول جلد، صفحه ۱۲۳)

۳) امام احمد رحمه الله پر دې روايت جرح کړې ده .(جزء رفع الیدین : ۳۲ ، مسائل احمد رواية عبد الله بن احمد : ۲۴۰/۱ ، فقره : ۳۲۶ )

(جواب)
علامه احمد شاکر (غیرمقلد) ددی حدیث تصحیح کړیده. او په حاشیه مُحلی ابن حزم کی لیکی: (هو حدیث صحیح). همدارنګه په حاشیه ترمذی کی لیکی: وهذا الحدیث صححه ابن حزم وغیره من الحفاظ وهو حدیث صحیح وما قالوه فی تعلیه لیس بعلة. (حاشیه ترمذی احمد شاکر، دوهم جلد، صفحه ۴۱)

۴) امام ابو حاتم الرازی رحمه الله وايي :
هذا خطأ يقال : وهم ثوری فقد رواه جماعة عن عاصم وقالوا کلهم : ان النبی صلی الله علیه وسلم افتتح فرفع یدیه ثم رکع فطبق وجعلهما بین الرکبتین ولم یقل احد ما روی الثوری .

(جواب)
ابن قیم رحمة الله علیه ویلي دا حدیث صحیح ده وګورئ (تهذیب السنن مع مختصر السنن، اول جلد صفحه ۱۴۶)

۵) امام دارقطنی رحمه الله وايي :
دا روايت محفوظ نه دئ . ( العلل لدارقطنی : ۱۷۳/۵ ، مسئله : ۸۰۴)

(جواب)
علامه ابن الترکمانی علیه الرحمة د حضرت عبدالله بن مسعود د حدیث راویان یو په یو څیړی او بیا لیکی: والحاصل ان رجال هذا الحدیث علی شرط مسلم. یعنی نتیجه دا ده چی دا حدیث په شرط د مسلم صحیح یعنی راویان یی ثقه دی. (الجواهر النقی علی البیهقی، دوهم جلد، صفحه ۷۸)

۶) امام ابن حبان په کتاب الصلاة کي وايي :
هو فی الحقيقة اضعف شئ یعول علیه لانّ له عللاً تبطله .(التلخیص الحبیر : ۲۲۲/۱ ، حدیث نمبر : ۳۲۸ ، البدر المنیر : ۴۹۴/۳ )

(جواب)
امام زیلعی د حضرت عبدالله بن مسعود د حدیث د معترضینو په جواب کی وایی:
وهذا اختلاف یؤدی الی طرح القولین والرجوع الی صحة الحدیث او روده عنه الثقات. (نصب الرایه، اول جلد، صفحه ۳۹۶)

۷) امام ابوداؤد السجستاني رحمه الله وايي :
هذا حدیث مختصر من حدیث طویل ولیس هو بصحیح علی هذا اللفظ ( ابوداؤد ، حمصیه نسخه : ۴۷۸/۱ ، حدیث نمبر : ۷۴۸ )

(جواب)
عبیدالله سندهی (غیرمقلد) لیکی: د ابن مسعود رضی الله عنه د ترک رفع الیدین حدیث صحیح ده (مرعاة شرح مشکوة، دوهم جلد، صفحه ۲۹۳)

۸) محمد بن وضاح رحمه الله وايي :
د نه رفع الیدین ټول روايات ضعيف دي .

(جواب)
عبدالحی لکهنوی رحمة الله علیه په حاشیه موطا امام محمد رحمة الله کی فرمایی: د عدم رفع یدین حدیثونه صحیح نه دی غیر له حدیث د ابن مسعود رضی الله عنه نه. (حاشیه موطا امام محمد، صفحه ۸۹)

۹) امام نووي وايي :
اتفقوا علی تضعيفه .(خلاصة الاحکام :۳۵۴/۱

(جواب)
علامه دوکتور طاهر محمد دردیری د (مدوئه الکبری) د حدیث له تخریج نه بعد لیکی:
حدیث المدنة حدیث حسن لان فی سنده عاصم بن کلیب وهو صدوق وبقیة رجله ثقات و قد حسنه الترمذی. (تخریج احادیث المدونة، اول جلد، صفحه ۴۰۳)

۱۰) عبد الحق الاشبيلي ويلي : لایصح ، روايت نه دئ صحيح او امام ابن الملقن همدا روايت ضعيف بللی دئ .(الاحکام الواسطی : ۳۶۸/۱ ، البدر المنیر : ۴۹۲/۳ )

(جواب)
ابن حزم او امام ابن قطان علیه الرحمة ویلي دا حدیث صحیح ده. وګورئ (تنزیهه الشریعة، دوهم جلد، صفحه ۱۰۰) (التثریب، اول جلد، صفحه ۲۶۳) (الدرایه، اول جلد صفحه ۱۵۰) (تلخیص الحبیر، اول جلد، صفحه ۲۲۲) (محلی ابن حزم، دریم جلد، صفحه ۴) (التعلیقات سلفیه، صفحه ۱۰۳)
[color=red:765219b5a1][/color:765219b5a1]

والسلام


مومن مهاجر
13.06.2012

[quote:8b526296fe="وزیري"]
مهاجر صاحب وایی یو ملا په منبر ناست وه او مسئلې یی کولي. بحث په تقوی وه او دا د تقوی لفظ یی ډیر زیات استعمال که. د مسئلو په اخیر کی یو سپین ږیري سړي له ملا صاحب نه پوښتنه وکړه چی مولوي صاحب تا دا د تقوی کلیمه ډیر استعمال کړه، دا تقوی څه شی ته وایی؟
ملا صاحب ورته ویلې چی تقوی دیته وایی چی په یوځانته کوټه کی یوه ښکلي انجلۍ خداي په لاس درولي او ته زنا ورسره ونه کړی، دیته تقوی وایی.
سپین ږیري ورته ویلي چی ښه دیته تقوی وایی، دا نو بیا د ژبو فرق ده، مونږه دیته انجړا وایو.

نو مهاجر صاحب، زمونږ او ستاسي فرق هم په همدي کی ده چی تاسي د خپل طبیعت تابع یاستئ او په خپل نظر حدیثونه ردوی او منی. او مونږه بیا د حدیثونو رد او تصحیح محدثینو او متبحرو علماؤ ته پریښې دي.
[/quote:8b526296fe]
ښاغلي وزیري ! محدثینو او پوهانو چي د حدیثونو د کره کتنې، ارزونې او جاج لپآره د قرآن او صحیحو احادیثو په رڼا کي کوم قوانین وضعه کړي دا نه ما جوړ کړي او نه تا . مګر ستونزه په دې کي ده چي زه د حدیث ارزونې په لړ کي هماغه اصول پلي کوم او ورسره یو ځای د محدثینو او پوهانو ویناوي هم راخلم ، [color=red:8b526296fe]مګر ته تل هڅه کوي چي صرف د اشخاصو پر ویناوو تکیه وکړې او اړوند معیاري اصول له پامه وغورزوې،[/color:8b526296fe] که د نه رفع الیدین په اړه راغلي روایت د اصولو له مخې کره وای نو ما پرته له دې چي څوک یې ملاتړ کوي او که نه تایداوی . مګر له بده مرغه په هغه کي داسي اصولي خلاوې دي چي د عدل او انصاف څښتن هیڅکله سترګې پرې نه شي پټولای . هغه خلاوې به وروسته ان اشاء الله درته په ګوته کړم ، که تا هر وخت هغه خلاوې ډکي کړې نو روایت کره دئ ، زه یې هم درسره منم او جنجال نه شته .
[quote:8b526296fe="وزیري"]
بس له یوي خوا همدي ته لګیدلي یی چی د ابن مسعود رضی الله عنه حدیث د زبیر افغان په لیکنه کی وګوره.

ته که په ریښتیا هم په عقل سنبال یی نو زبیر افغان هم حدیث په محدثینو جرحه کړي او تعداد یی د اتو په شاوخوا ده او ما هم حدیث په محدثینو کره کړی او تعداد یی د څلورویشتو په شاوخوا ده چی په تله کی دري برابره د زبیر افغان یمه.
نو دا څنګه بی منطقه نه ده چی ستا اته محدثین دی زما په ۲۴ محدثینو قوي وی؟ خو معلومه ده چی د خپل طبیعت تابع یاستئ او سترګی مو پټي کړي.
[/quote:8b526296fe]
نه پوهېږم ستا په خبره سره نه خلاصېږي او که د پروتي لغتې وهې، [color=red:8b526296fe][size=24:8b526296fe]ما څو ځله درته ویلي چي د یو حدیث ردول او منل خپل اصول او معیار لري که په هغو پوره وخېژي نو صحیح دئ او که پوره نه وي چي هر څومره ډېر خلګ د صحت ټاپه پرې ولګوي نو بیا هم صحیح نه دئ . [/color:8b526296fe][/size:8b526296fe]ما دا نه دي ویلي چي د زبیر افغان خبره له دې امله کره ده چي د اتو محدثینو جرحه یې پرې نقل کړې ده ، بلکي هغه د دې روایت د ضعف په لړ کي د جرحې او تعدیل د معیار له مخې اصولي علتونو ته اشاره کړې چي یو علت یې تدلیس دئ ، نوموړی ليکي :
[quote=][color=red:8b526296fe]
۲) ددې روايت يو مشهور راوي سفيان ثوری مدلس دئ ، له ضعفاؤ څخه تدلیس کوي او معنعن روايت يې تر هغو نه منل کېږي څو يې د اورېدلو تصريح نه وي کړې ، ځکه نو دا روايت هيڅ اعتبار نه لري . په دې اړه د دې علماؤ ويناوې د غور وړي دي :
یحی بن معین ، یحی بن سعيد القطان ، امام بخاری ، ابو محمود المقدسی ، ابن الترکمانی حنفی ، ابن حجر العسقلانی او امام ذهبی وايي :
سفيان ثوری له ضعفاؤ تدلیس کوي ، له همدې امله يې روايت تر هغو نه منل کېږي څويې د سماع(اورېدلو) څرګندونه نه وي کړې .ذهبي يې په اړه کاږي : انه کان یدلس عن الضعفاء . ثوری له ضعيفو راويانو تدلیس کاوی . ددې علماؤ تفصيلي ويناوې په دې کتابونو کي کتلای شئ ( کتاب العلل ومعرفة الرجال لاحمد : ۲۰۷/۱ ، العلل الکبیر للترمذی : ۹۶۶/۲ ، الجرح والتعدیل : ۲۲۵/۴، قصیده فی المدلسین لشعرانی ، مخ : ۴۷ ، الجوهرالنقی : ۲۶۲/۸ ، تقریب التهذیب : ۲۴۴۵ ، میزان الاعتدال فی نقد الرجال : ۱۶۹/۲)
همداراز امام عینی الحنفی وايي :
وسفیان من المدلسین والمدلس لا یحتج بعنعنته الا ان یثبت سماعه من طریق آخر .
سفیان مدلس دئ او د مدلس عنعنه تر هغو مقبوله نه ده څو يې د اورېدنې تصريح نه وي شوې .(عمدة القاری : ۱۱۲/۳)[/color:8b526296fe]
[/quote]
او ته د حدیثو په ټوله زېرمه کي ماته داسي روایت وښیه چي هلته دي امام سفیان ثوري رحمه الله د سماع تصریح کړې وي ، نو کله چي د هغه تصریح نه شته او تدلس هم کوي له همدې وجې یې روایت مدَلس سو او مدَلس روایت تر هغو نه منل کېږي چي یا یې له هغه د سماع تصریح نه وي ثابته او یا یې بله ثابته طریقه نه وي چي د لته دواړه نه شته ، دا هغه کلي فارموله یا اصل دئ چي د دې روایت صحت یې له منځه وړی او د ضعیفو په کتار کي یې درولی دئ .
بل علت دا دئ چي دا روایت له عاصم بن کلیب څخه عبد الله بن ادریس هم نقل کړی . مګر هغه نه یوازي د یو ځل رفع الیدین خبره نه کوي بلکي د دې برعکس د رفع الیدین خبره کوي چي په مخکینۍ لیکنه کي مي د دارقطني په حواله نقل کړ .
دا بل هغه علت چي ښيي د سفیان په روایت کي تېروتنه شوي ده .
کله چي د جرحې او تعدیل د دې دوو سترو قادحة علتونو له امله د عبد الله بن مسعود رضی الله عنه روایت رد شو نو اوس چي یې هر څومره خلک صحیح کړي نو صحیح نه دئ . مګر ما ته داسي ښکاري چي اوسنۍ ډیموکراسۍ ته هم د اکثریت او اقلیت په فارموله روږد کړی یې نو اوس د هغو پوهانو نوملړ درته ږدم چي دا روایت یې رد کړی دئ .
عبد الله بن مبارک، امام شافعي، امام بو داود، یحی بن معین، احمد بن حنبل، شوکاني، امام بخاري، ابو حاتم رازي،دارقطني، ابن حبان، ابن القطان، یحیی بن سعید، ابن الملقن ،یحی بن ادم، امام حاکم، دارمي، بیهقي، ابن عبدالبر، ابن قدامة ، علامه نووي ،ابوبکر البزار، محمد بن وضاح، شاه ولی الله او عبد الحی لکنوي.
دا د هغو کسانو نوملړ دئ چي د عبد الله بن مسعود رضی الله عنه حدیث یې ضعیف بللی له دې سره – هغه اصولي فارمولې هم ورسره ملګې دي چي موږ یې د حدیث د نه صحت اصلي لامل بولو، پورتنی نوملړ مي یوازي په دې موخه درته وړاندي کړ چي تا او ستا په څېر نورو بې اصوله کسانو لپاره دقناعت وړ شي ، که نه د دې روایت د نه صحت اصلي عوامل هغه دي چي وړاندي ذکر شول .

[quote:8b526296fe="وزیري"]
کومو محدثینو چی د ابن مسعود حدیث ضعیف ګرځولای ده د هغو لپاره بهتر جواب د الباني ده چی:
ناصر الدین البانی (غیرمقلد) ددی حدیث په باره کی لیکی: والحق انه حدیث صحیح واسناده صحیح علی شرط مسلم ولم نجد لمن اعله حجة یصلح التعلق بها ورد الحدیث من اجلها. (مشکوة المصابیح تحقیق محمد ناصر البانی، اول جلد، صفحه ۲۵۴) یعنی حقه خبره دا ده چی دا حدیث هم صحیح ده او سند یی همد د مسلم په شرط صحیح ده. او کومو خلکو چی دا حدیث معلول ګرځولی ده مونږه ته داسی کوم دلیل په لاس رانغی چی ددوی استدلال صحیح وښائی او دهغه په وجه دا حدیث رد کړای شی.

ښه مهاجر صاحب اوس ورشه او زبیر افغان هم درسره ملګری کړه او د الباني جواب ووایی. [size=24:8b526296fe] [color=red:8b526296fe]الباني چی ستاسي د پلار په نامه مشهور ده،[/color:8b526296fe] [/size:8b526296fe] دلته د هیچا ځوي هم نده ځکه چی ویلي دی والحق انه حدیث صحیح واسناده صحیح، او تاسي خو د حق مخالف یاستئ.
[/quote:8b526296fe]
په پورته لیکنه کي مي ستا او الباني دواړو ځواب وړاندي کړ، اوس دي یوڅوک داسي پیدا شي چي د دې روایت د ضعف اصلي لاملونه له منځه یوسي او ما پوره پلټنې وروسته هم داسي تحلیل ونه موند چي د دې روایت د صحت په لار کي پراته خنډونه له منځه یوسي ، [color=red:8b526296fe] یو ځل بیا یادونه کوم چي د دې روایت د نه صحت وجه اول د امام سفیان ثوري تدلیس او بله د عبد الله ابن ادریس دروایت مخالفت دئ . [/color:8b526296fe] او ورسره – د یو الزامي دلیل په توګه د اصولو هغه قانون هم دئ چي کله په یوه موضوع کي منفي او مثبت راشي نو ترجیح مثبت ته ده . [color=red:8b526296fe] او ښاغلی وزیر ي چي هر کله د بحث پر مهال پړ شي او نور نه شي کولای د سالمو او معقولو دلائلو په رڼا کي بحث وغزوي نو ښکنځل کوي ، د لته هم درانه لوستونکي ویني چي ښاغلي وزیري ویلي الباني چي ستاسو د پلار په نوم یادېږي، دا ډول سپکي سپوري د هغه چا کار دئ چي نه دین پېژني ، نه علم ، نه انساني اخلاق او نه هم په بشري ارزښتونو پوهېږي . [/color:8b526296fe] درانه لوستونکي دي له سره تر پایه زما لیکنه وګوري چي په ټوله لیکنه کي مي یوځای هم وزیري صاحب ته بد رد او سپکي سپوري نه دي ویلي ، مګر دی هر ځل له نویو ښکنځلو او پوچ وپاش سره راځي ، ښاغلي وزیري! که بحث نه شې کولای او حوصله و دلایل دي دواړه پای ته رسېدلي وي نو نور ومنه چي تسلیم یم ، له بې ځایه بحث ، جدل، غیر اخلاقي دریځه ، تعصبه او ضده لاس پر سر شه چي همدا دي د دین او دنیا په ګټه ده .


مومن مهاجر
13.06.2012

[quote:28e12ee1c6="وزیري"]
مهاجر صاحب د ابن مسعود رضی الله عنه حدیث چی د ترک رفع الیدین لپاره یو کره دلیل ده زبیر افغان په خپله لیکنه کی په لاندي ډول په محدثینو جرحه کړای. زه به یی هم بیرته په محدثینو باندي کره ثابت کړمه. او په اخیر کی بیا ته د انصاف تله په لاس کی واخله او راته ووایه چی ستا جرحه اوس په څه قوي ده؟؟؟

۱) ابن المبارک رحمه الله وايي)
لم یثبت حديث ... ابن مسعود .
د ابن مسعود لورته منسوب دا روايت نه دئ ثابت .(ترمذی ، ۵۹/۱ ، حدیث نمبر : ۲۵۶.

(جواب)
ناصر الدین البانی (غیرمقلد) ددی حدیث په باره کی لیکی: والحق انه حدیث صحیح واسناده صحیح علی شرط مسلم ولم نجد لمن اعله حجة یصلح التعلق بها ورد الحدیث من اجلها. (مشکوة المصابیح تحقیق محمد ناصر البانی، اول جلد، صفحه ۲۵۴)

۲) امام شافعي رحمه الله د نه رفع الیدین روايت رد کړی او وايي چي ثابت نه دئ . (کتاب الام : ۲۰۱/۷ ، باب رفع الیدین فی الصلاة ، السنن الکبری للبیهقی : ۸۱/۲ ، فتح الباری : ۲۲۰/۲)

(جواب)
عطاء الله امرتسری (غیرمقلد) ددی حدیث په باره کی لیکی:
قد تکلم ناس فی ثبوت هذالحدیث والقوی انه ثابت من روایة عبدالله بن مسعود رضی الله عنه (التعلیقات سلفیه، اول جلد، صفحه ۱۲۳)

۳) امام احمد رحمه الله پر دې روايت جرح کړې ده .(جزء رفع الیدین : ۳۲ ، مسائل احمد رواية عبد الله بن احمد : ۲۴۰/۱ ، فقره : ۳۲۶ )

(جواب)
علامه احمد شاکر (غیرمقلد) ددی حدیث تصحیح کړیده. او په حاشیه مُحلی ابن حزم کی لیکی: (هو حدیث صحیح). همدارنګه په حاشیه ترمذی کی لیکی: وهذا الحدیث صححه ابن حزم وغیره من الحفاظ وهو حدیث صحیح وما قالوه فی تعلیه لیس بعلة. (حاشیه ترمذی احمد شاکر، دوهم جلد، صفحه ۴۱)

۴) امام ابو حاتم الرازی رحمه الله وايي :
هذا خطأ يقال : وهم ثوری فقد رواه جماعة عن عاصم وقالوا کلهم : ان النبی صلی الله علیه وسلم افتتح فرفع یدیه ثم رکع فطبق وجعلهما بین الرکبتین ولم یقل احد ما روی الثوری .

(جواب)
ابن قیم رحمة الله علیه ویلي دا حدیث صحیح ده وګورئ (تهذیب السنن مع مختصر السنن، اول جلد صفحه ۱۴۶)

۵) امام دارقطنی رحمه الله وايي :
دا روايت محفوظ نه دئ . ( العلل لدارقطنی : ۱۷۳/۵ ، مسئله : ۸۰۴)

(جواب)
علامه ابن الترکمانی علیه الرحمة د حضرت عبدالله بن مسعود د حدیث راویان یو په یو څیړی او بیا لیکی: والحاصل ان رجال هذا الحدیث علی شرط مسلم. یعنی نتیجه دا ده چی دا حدیث په شرط د مسلم صحیح یعنی راویان یی ثقه دی. (الجواهر النقی علی البیهقی، دوهم جلد، صفحه ۷۸)

۶) امام ابن حبان په کتاب الصلاة کي وايي :
هو فی الحقيقة اضعف شئ یعول علیه لانّ له عللاً تبطله .(التلخیص الحبیر : ۲۲۲/۱ ، حدیث نمبر : ۳۲۸ ، البدر المنیر : ۴۹۴/۳ )

(جواب)
امام زیلعی د حضرت عبدالله بن مسعود د حدیث د معترضینو په جواب کی وایی:
وهذا اختلاف یؤدی الی طرح القولین والرجوع الی صحة الحدیث او روده عنه الثقات. (نصب الرایه، اول جلد، صفحه ۳۹۶)

۷) امام ابوداؤد السجستاني رحمه الله وايي :
هذا حدیث مختصر من حدیث طویل ولیس هو بصحیح علی هذا اللفظ ( ابوداؤد ، حمصیه نسخه : ۴۷۸/۱ ، حدیث نمبر : ۷۴۸ )

(جواب)
عبیدالله سندهی (غیرمقلد) لیکی: د ابن مسعود رضی الله عنه د ترک رفع الیدین حدیث صحیح ده (مرعاة شرح مشکوة، دوهم جلد، صفحه ۲۹۳)

۸) محمد بن وضاح رحمه الله وايي :
د نه رفع الیدین ټول روايات ضعيف دي .

(جواب)
عبدالحی لکهنوی رحمة الله علیه په حاشیه موطا امام محمد رحمة الله کی فرمایی: د عدم رفع یدین حدیثونه صحیح نه دی غیر له حدیث د ابن مسعود رضی الله عنه نه. (حاشیه موطا امام محمد، صفحه ۸۹)

۹) امام نووي وايي :
اتفقوا علی تضعيفه .(خلاصة الاحکام :۳۵۴/۱

(جواب)
علامه دوکتور طاهر محمد دردیری د (مدوئه الکبری) د حدیث له تخریج نه بعد لیکی:
حدیث المدنة حدیث حسن لان فی سنده عاصم بن کلیب وهو صدوق وبقیة رجله ثقات و قد حسنه الترمذی. (تخریج احادیث المدونة، اول جلد، صفحه ۴۰۳)

۱۰) عبد الحق الاشبيلي ويلي : لایصح ، روايت نه دئ صحيح او امام ابن الملقن همدا روايت ضعيف بللی دئ .(الاحکام الواسطی : ۳۶۸/۱ ، البدر المنیر : ۴۹۲/۳ )

(جواب)
ابن حزم او امام ابن قطان علیه الرحمة ویلي دا حدیث صحیح ده. وګورئ (تنزیهه الشریعة، دوهم جلد، صفحه ۱۰۰) (التثریب، اول جلد، صفحه ۲۶۳) (الدرایه، اول جلد صفحه ۱۵۰) (تلخیص الحبیر، اول جلد، صفحه ۲۲۲) (محلی ابن حزم، دریم جلد، صفحه ۴) (التعلیقات سلفیه، صفحه ۱۰۳)
[color=red:28e12ee1c6][/color:28e12ee1c6]
[/quote:28e12ee1c6]
که دې پورتنۍ لیکنه په عدل او انصاف ولوسته نو په دې هر څه به دي سره خلاص شي . سمه ده چي د دې حدیث د صحت او نه صحت په اړه د پوهانو تر منځ اختلاف دئ ، خو پوښتنه دلته ده چي کوم دریځ صحیح دئ؟ نو دلایلو ته په کتو د هغو پوهانو خبره کره او قوي ده چي عبد الله بن مسعود رضی الله ته منسوب روایت ضعیف بولي، [color=red:28e12ee1c6][size=24:28e12ee1c6]ځکه په هغه کي له یوې خوا د مدلس راوي امام سفیان ثوري تدلیس دئ او له بلې خوا د ده وهم ورسره په څنګ کي د عبد الله بن ادریس له هغه روایت سره مخالف دئ چي له همدغه عاصم بن کلیب څخه یې نقل کړی او د هغه استاد همدغه عبد الله بن مسعود رضی الله عنه دئ، خو هلته د یوځل رفع الیدین خبره نه شته بلکي د رفع الیدین خبره ده[/size:28e12ee1c6][/color:28e12ee1c6] او پر دې سربیره د یو الزامي دلیل په توګه ستا د اصولو دا قانون هم چي کله په یوه موضوع کي مثبت او منفي سره ټکر شي نو تر جیح مثبت ته ده .
څو چي پورتنیو کلي علتونو ته د اصولو په رڼا کي اصولي او فني ځوابونه ونه وايي نو که د هر څومره خلګو قولونه نقل کړې دا روایت نه دئ صحیح ، ته باید په لنډ ډول دا ثابته کړي چي :
اول :
په دې ځای کي د امام سفیان ثوري عنعنه تاوان نه کوي ، ځکه تصریح یې کړې ده او تصریح به یې په صحیح او کره سند تابتوې .
دویم :
په دې روایت کي امام سفیان ثوري وهم نه دئ کړی او د هغه روایت نه دئ مخالف چي عبد الله بن ادریس له همدغه عاصم بن کلیب څخه په همدغه ډول نقل کړی دئ .
درېيم :
په خپلې هغه اصولې قاعدې د نه عمل دلیل پیدا کړې چي وايي : که په یوه موضوع کي مثبت او منفي سره ټکر شي نو تر جیح مثبت ته ده .
کله چي پورتنیو درو علتونو ته ځواب ووایې نو که هیڅوک هم دا روایت صحیح ونه بولې هم صحیح دئ او چي د هغو ځواب دي نه وي راوړی نو که یې ټول خلک صحیح بولي صحیح نه دئ ، حال دا چي اوس یې د حدیث پوهني ډېر امامام صحیح هم نه بولي ، یوازي څو کسان یې صحیح بولي خو د اصولو په رڼا کي د هغوئ دریځ سم نه دئ ، ځکه اصلي خبره د قانون او معیار ده نه د شمېر او عدد .


وزیري
14.06.2012

مهاجر صاحب د یوڅو کسانو نوملړ دي ایښی چی د عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه حدیث یی رد کړی. بدبختانه به ووایو چی یوڅو نومونه دي له ځان نه په کی وراچولي دي لکه عبد الحی لکنوي. د عبدالحی لکنوي قول خو د عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د حدیث په تائید ما درته ایښی وه، لګ یی ولوله. په هر حال، راځم ستا اخیرني سوالونو ته چی یو عالم ډیر ښه ځواب کړیدی.

الله جل جلاله دي وکړي چی ښه دقیق یی ولولي او بی طرفه فیصله پري وکړي.

په ترک رفع الیدین باندي د ابن مسعود حدیث او د ناصرالدین الباني تحقیق:
اقتباس: صحیح سنن ابی داؤد، دریم جلد، صفحه ۳۳۸ الی ۳۴۲، مطبوعه غراس.
تألیف: محمد ناصر الدین البانی.

باب من لم یذکر الرفع عند الرکوع
عن علقمة قال: قال عبدالله بن مسعود: الا اصلی بکم صلاة رسول الله صلی الله علیه وسلم! قال: فصلی، فلم یرفع یدیه الا مرة.
(قلت: ‌‌اسناده صحیح علی شرط مسلم، وقال الترمذی: حدیث حسن. وقال ابن حزم: انه صحیح، وقواه ابن دقیق والزیلعی والترکمانی)

اسناد: حدثنا عثمان بن ابی شیبة: نا وکیع عن سفیان عن عاصم یعنی ابن کلیب عن عبدالرحمن بن الاسود عن علقمة.

قال ابوداود: هذا حدیث مختصر من حدیث طویل و لیس هو بصحیح علی هذا اللفظ!

قلت: وهذا اسناد صحیح علی شرط مسلم – وقد اعله المصنف رحمة الله بما رایت ووافقه علی ذلک غیر ما واحد کما یاتی! ولم نجد فی کلماتهم ما ینهض علی تضعیف الحدیث. فالحق انه حدیث صحیح کما قال ابن حزم فی المحلی (۸۸/۴)، وحسنه الترمذی کما یأتی.
ولعل المصنف یشیر بالحدیث الطویل الی حدیث عبدالله بن ادریس عن عاصم بن کلیب الذی تقدم فی الباب السابق یعنی انه لیس فیه. انه لم یرفع الا مرة. فقوله الا مرة، غیر صحیح عنده. وقال البخاري فی رفع الیدین (صفحه ۱۱ – ۱۲)

ویروی عن سفیان عن عاصم بن کلیب عن عبدالرحمن بن الاسود عن علقمة قال: قال ابن مسعود رضی الله عنه ..... فذکره – وقال احمد بن حنبل عن یحیی بن آدم قال: نظرت فی کتاب عبدالله بن ادریس عن عاصم بن کلیب لیس فیه لم یعد. فهذا أصح لان الکتاب احفظ عند اهل العلم. لان الرجل یحدث بشی ثم یرجع الی الکتاب، فیکون کما فی الکتاب.
قلت: ثم ساق البخاری باسناده حدیث ابن ادریس المشار الیه، ثم قال:
وهذا المحفوظ عند اهل النظر من حدیث عبدالله بن مسعود.

وقال ابن ابی حاتم فی العلل – (۹۶/۱). سالت ابی عن حدیث رواه الثوری عن عاصم بن کلیب (قلت: فذکره بلفظ: (فرفع یدیه ثم لم یعد)، ثم قال) قال ابی: هذا خطا.

یقال وهم فیه الثوری. وروی هذا الحدیث عن عاصم جماعة، فقالوا کلهم: ان النبی صلی الله علیه وسلم افتتح فرفع یدیه، ثم رکع فطبق وجعلها بین رکبتیه ولم یقل احد ما رواه الثوری.
قلت: فقد أفصح ابوحاتم عن علة الحدیث عنده، وهو ما یشیر الیه کلام البخاری، وهو تفرد سفیان الثوری به!.

والجواب: أن سفیان ثقة حافظ فقیه عابد امام حجة کما فی (التقریب)، فتفرده حجة وتوهیمه – لمجرد انه روی مالم یرو غیره – جرأة فی غیر محلها! لا سیما وان الظاهر ان حدیثه هذا حدیث مستقل عن حدیث عبدالله بن ادریس و ان شارکه فی اسناده.
وقد اعله بعض المتاخرین بتفرد وکیع به! وهذا خطأ أبین، فان وکیعآ – مع أنه ثقة – فقد تابعه عبدالله بن المبارک ومعاویة بن هشام وموسی بن مسعود النهدی غیرهم، کما یأتی.

وقد أعل الحدیث بعلتین اخریین، لانسود الصفحة بحکایتهما وردهما، لظهور بطلانهما – فمن أراد الوقوف علی ذلک، فلیراجع (نصب الرأیة) [۳۹۴ – ۳۹۶ / ۱) و (الجواهر النقی) (۲/ ۷۸-۷۷)، وقد ذکر فیهما کلام ابن دقیق العید فی (الامام) وفیه یذهب الی تقویة الحدیث و تبعاه فی ذلک.

والحدیث اخرجه احمد (رقم ۳۶۸۱ و ۴۲۱۱): حدثنا وکیع ...... به –
وأخرجه الترمذی (۴۰/۲) – وقال: حدیث حسن – والطحاوی (۱۳۲/۱) والبیهقی (۷۸/۲) وابن حزم (۷۸/۴) من طرق أخری عن وکیع .... به –

وأخرجه النسائی (۱۵۸/۱) من طریق عبدالله بن المبارک عن سفیان .... به –

وفی روایة ..... باسناده بهذا: قال: فرفع یدیه اول مرة (وقال بعضهم: مرة واحدة)
(قلت: اسناده صحیح علی شرط مسلم، وقد صححه من ذکرنا فی الروایة الاولی)
اسناده: حدثنا الحسن بن علی: نا معاویة وخالد بن عمرو وابوحذیفة قالوآ: نا سفیان ..... باسناده.
قلت: وهذا اسناده صحیح علی شرط مسلم، وتقدم الکلام علیه فی الروایة المتقدمة والحسن بن علی: هو الحلوانی.

والسلام


اکرم
14.06.2012

مومن مهاجر لیکلي:

[quote:f4667aef2d]په دین کي هیڅ سړي ته د دې واک نه شته چي پر اصولو او فروعو یې ووېشي[/quote:f4667aef2d]
دا څه معنی؟؟؟ یعنی په دین کې اصولی او اوفرعی اختلافات نشته ؟؟؟ اویا په بله معنی ددیني علما و تر منځه هم اختلافات نه شتون لری او نه هم ستاسو په وینا شتون ته یې اجازه شته !!! او یا په بله معنی دفرض او مباح حکم یو دی!!!که داسې وي دا په دا چې یک یواځې ته مسلمان یې او پاتې نور انسانان ( مسلمانان ) دې ټول دسره ایمان تازه کړي اوهغه هم ستا په فردی اوشخصی مذهب (العیاذ بالله) اویا هم د تکفیر په مذهب !!!
مطلب دې همدا دی؟؟؟


مومن مهاجر
14.06.2012

اکرم خانه! سلام او ښې چاري
زما مطلب دا نه دئ چي په دین کي فرض، نفل،مباح او نور نه شته هدف مي دا دئ چي کوم شی رسول الله په کوم نوم یاد کړی وي باید موږ یې هم په هماغه نوم یادکړو او هماغه مرتبه ورکړو .

وزیري صاحب! هسي څو عربي توري دي نقل کړي ما چي له تا کومې درې پوښتنې کړې وې د هغو ځواب دي نه دئ ویلي څو چي دي هغه درې علتونه نه وي ځواب کړي که زر الباني ډوله خلګ راولې هم صحیح نه دئ . موږ دا نه دي ویلي چي سفیان ثوري ثقة نه دئ، بلکي دا مو ویلي چي هغه مدلس دئ او په عن یې روایت کړی دئ او د مدلس روایت په عن تر هغو د قبول وړ نه دئ چي یا په بله باوري طریقه نه وي ثابت شوی او یا یې د سماع تصریح نه وي کړي ، اوس ته په دې دوو کي ماته یو شی ثابت کړه او هغه دوه نور علتونه هم دي .
د علامه عبدالحی لکهنوي نظر د امام محمد پر موطا د هغه په کړې حاشيه ( التعليق الممجد ) کي د رفع اليدين د څېړنې په برخه کي وګوره !


رښتینی
14.06.2012

مهاجر صیب یو وخت دي وعده کړي وه چې دشیعه ګانو
په اړه مطالعه کوې او په اړه به یې لیکني کوې له هغه نه مو
هم لکه چې درفع الیدین موضوع مهمه وبلله ؟!!
داسې ووایه چې له خپل تخصص نه نه تیریږې :)


وزیري
15.06.2012

مهاجر صاحب د ترک رفع الیدین په باره کی د حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه حدیث ردول محض یو ناپوهي ده کوم چی کیدای شی ضد وی او یا په ریښتیا هم صحیح معلومات درته نه وی رسیدلي.

دا لیکنه چون ډیره زیاته شوه او لوستونکي به یی هم زړه توري کړی وی نو بهتره یی بولم چی دا لیکنه په همدي ځای قلف شی. او زه به یوه بله لیکنه پرانیزم چی د عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د ترک رفع الیدین حدیث ته به مختص وي. زه وعده درکوم چی په هغه لیکنه کی به ټول ردونه او شکوک یو په یو وڅیړم او یوي نتیجي ته به ورسیږو.

که دی خوښه وی همداسي به وکړم؟

والسلام


مومن مهاجر
15.06.2012

ښاغلی رښتنی صاحب ! سلام او ښې چارې
هو ! ما وعده کړې وه چي د شيعه ګانو په اړه به مطالعه کوم او که مي وخت وموند نو د دوئ په اړه به خپل معلومات له لوستونکو سره شريکوم خو دا مهال د شيعه ګانو تر موضوع د فکري الحاد موضوع ډېره اړينه ده چي ما خپلې ځينې ليکنې اود مطالعې وخت هغوئ ته ځانګړی کړی او که د همدې ملحدينو په فکري نوښت ګروپ کي وګورې نو ما هلته ډېري ليکنې کړې او د دوئ ځينو پوچو نظرونو ته مي ځوابونه ويلي دي .
پاتي شوه رفع اليدين او نوري موضوعګانې په دې اړه ما وړاندي مطالعه کړې او معلومات يې را سره خوندي دي چي ليکل او نورو ته رسول یې وخت نه را څخه غواړي ، هسي د يو ضمني مضامينو په توګه يې له لوستونکو سره شريکوم څو يې په خپل منځ کي په اصولي او فني ډول وڅېړو مګر پر دې موضوعاتو زما ليکنې د دې مانع نه ګرزي چي زه دي د نورو باطلو فکرونو پر وړاندي مبارزه ونه کړم .


مومن مهاجر
15.06.2012

ښاغلی وزيري صاحب ! د رفع اليدين په اړه موضوع نوره خپلې وروستۍ مرحلې ته نژدې شوې ، دې ته اړتيا نه شته چي بېله کړکۍ ورته خلاصه کړې ما چي کومې درې پوښتنې درته وړاندي کړې هغه په منطقي او اصولي ډول ځواب کړه نوره موضوع خلاصه ده ، هغه پوښتنې يو ځل بيا ستاسو مخې ته ږدم :

[color=green:ab60a756fc]اول :
په دې ځای کي د امام سفیان ثوري عنعنه تاوان نه کوي ، ځکه تصریح یې کړې ده او تصریح به یې په صحیح او کره سند تابتوې .
دویم :
په دې روایت کي امام سفیان ثوري وهم نه دئ کړی او د هغه روایت نه دئ مخالف چي عبد الله بن ادریس له همدغه عاصم بن کلیب څخه په همدغه ډول نقل کړی دئ .
درېيم :
په خپلې هغه اصولې قاعدې د نه عمل دلیل پیدا کړې چي وايي : که په یوه موضوع کي مثبت او منفي سره ټکر شي نو تر جیح مثبت ته ده . [/color:ab60a756fc]


رښتینی
15.06.2012

مهاجر صیب مننه
دبشري حقوقوپښتني ټولنه په نامه یو کس دی له هغه سره
زه هم کله کله بحث کوم او رښتیا هم دفکري الحاد موضوع
له ټولو موضوعاتو مهمه ده زه په نیټ کې کله دځيني ډیرو
ښو مسلمانو ځوانانو یوه نیمه داسې پوښتنه ووینم چې فکر
کیږې دا ځوان دهغوی له مطرح شویو پوښتنو بي اغیزي ندي
پاته شوې نو له هغوی سره بحث او دهغوی پر افکارو لیکل
دوخت مهمه اړتیا او ضرورت دی الله دي اجر درکړي


وزیري
16.06.2012

مهاجر صاحب زه خو وایم چی موضوع لا ډیره پاتي او ته وایی چی وروستۍ مرحلې ته رسیدلي ده او یواځي په دري ځوابونو به خاتمه پیدا کړی.

دا به هم درسره ومنم چی د موضوع خاتمه همدي دري جوابو ته پاتي ده. خو له جوابو نه مخکي زه دي ته ډیر لیواله یم چی وپوهیږم چی ددي دري جوابونو درکول او نه درکول به څه نتیجه ولري؟


مومن مهاجر
17.06.2012

[quote:cd48486b9a="وزیري"]
مهاجر صاحب زه خو وایم چی موضوع لا ډیره پاتي او ته وایی چی وروستۍ مرحلې ته رسیدلي ده او یواځي په دري ځوابونو به خاتمه پیدا کړی.
[/quote:cd48486b9a]
ښې چارې
وزيري صاحب ! بالکل روانه موضوع په ټولييز ډول پر درو پوښتنو را څرخي او د دې درو پوښتنو نېغ په نېغه او صحيح ځواب د دې موضوع د پای ټکی دئ .

[quote:cd48486b9a="وزیري"]
دا به هم درسره ومنم چی د موضوع خاتمه همدي دري جوابو ته پاتي ده. خو له جوابو نه مخکي زه دي ته ډیر لیواله یم چی وپوهیږم چی ددي دري جوابونو درکول او نه درکول به څه نتیجه ولري؟
[/quote:cd48486b9a]
تاسو له دې پرته هيڅ چاره نه لرئ چي ومنئ موضوع يوازي د همدې درو پوښتنو په سم او اصولي ځواب سره پای ته رسېدلای شي .
که له تاسو سره د دې درو پوښتنو اصولي ځوابونه وي نو تاسو به پوهېدلي ياست چي ځواب ورکول يې کومه پايله لري؟ هر لوستونکی پوهېږي چي د دې درو پوښتنو اصولي ځواب به ستاسو پخوانی فکر په بشپړ ډول ناسم ثابت کړي او دا به ثابته کړي چي ستاسو له لوري رسول الله صلی الله عليه وسلم ته کوم حديث منسوب شوی هغه په دې معنا هيڅکله هم نه شي صحيح کېدلای .
اوس به ښايي پوهېدلي ياست چي د دې درو پوښتنو اصولي ځواب کومه پايله لري؟ نوره نو ستاسو خوښه ، نن به څرګنده شي چي ايا په رښتيا هم تاسو د خپل اند او عمل لپاره حديث د ځان تابع کوئ او که موږ؟.
[quote:cd48486b9a="وزیري"]
نو مهاجر صاحب، زمونږ او ستاسي فرق هم په همدي کی ده چی تاسي د خپل طبیعت تابع یاستئ او په خپل نظر حدیثونه ردوی او منی.
[/quote:cd48486b9a]

بل ځای هم ښاغلی وزيري همدا ادعا کوي چي موږ احاديث د خپل خواهش له مخې منو !!! :

[quote:cd48486b9a="وزیري"]
خو په ډیر تأسف سره باید ووایم چی ته او تاته ورته کسان قرآن او حدیث هغه وخت منئ چی ستاسي له طبیعت سره اړخ ولګوي.
[/quote:cd48486b9a]

خو اوس به د دې پوښتنو په اصولي ځواب سره څرګنده شي چي څوک د دې تګلارې تعقيبوونکی دئ؟؟؟


وزیري
17.06.2012

مهاجر صاحب اول باید دا درته ووایم چی د رفع الیدین د ثابتولو لپاره تاسو هیچ قسم صحیح حدیث په لاس کی نه لري. په دی ضعیفو احادیثو دي مه نازیږه، که خداي وخت راکه نو بیا یی ته یو یو راته وایه او زه به دی زړه تري در بد کړمه.

په هر حال، زه به کوشش وکړمه چی ستا د دري پوښتنو جوابونه درته درکړمه خو یو په یو. او دوهم جواب ته به هغه وخت ورځم چی اول ځواب درته قانع کننده وي او راسره یی ومني.

والسلام


وزیري
17.06.2012

اول اعتراض او څلور جوابونه:

امام ابو حاتم الرازی رحمه الله وايي :
هذا خطأ يقال : وهم ثوری فقد رواه جماعة عن عاصم وقالوا کلهم : ان النبی صلی الله علیه وسلم افتتح فرفع یدیه ثم رکع فطبق وجعلهما بین الرکبتین ولم یقل احد ما روی الثوری.

اول جواب:
زمونږ استدلال د ترک رفع الیدین لپاره د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه په هغه حدیث باندی ده چی حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه پخپله جګیږی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه نقشه خلکو ته عملا دی ورښائی.

او په کتاب العلل کی د امام ابوحاتم رحمة الله علیه کوم اعتراض چی ده هغه په هغه حدیث ده چی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ودریده او صحابه کرامو ته د لمانځه نقشه وښودله.
تاسو خو د کتاب متن هم نیمائی رانقل کړای ددي لپاره چی د خلکو په سترګو کی خاوري واچوي. زه به پوره متن درته را نقل کړم او ته یی پخپله مقایسه کړه چی اعتراض په کوم قسم حدیث ده او زمونږ استدلال په کوم قسم حدیث ده.

سألت ابی عن حدیث رواه سفیان الثوری عن عاصم بن کلیب عن عبدالرحمن بن الاسود عن علقمة عن عبدالله ان النبی صلی الله علیه وسلم قام فکبر فرفع یدیه ثم لم یعد فقال ابی هذا خطاء یقال وهم فیه الثوري فقد رواه جماعة عن عاصم وقالوا کلهم : ان النبی صلی الله علیه وسلم افتتح فرفع یدیه ثم رکع فطبق وجعلهما بین الرکبتین ولم یقل احد ما روی الثوری. (کتاب العلل، اول جلد، صفحه ۹۶)

نو اوس وګوره چی د امام ابوحاتم رحمة الله علیه د وهم اعتراض د عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه په هغه حدیث نده چی مونږه د ترک رفع الیدین لپاره استدلال ګرځولای.

دوهم جواب:
علامه ذهبی رحمة الله علیه په تذکرة الحفاظ دوهم جلد صفحه اته کی فرمائی چی امام ابوحاتم رحمة الله علیه او امام نسائی رحمة الله علیه متشدّد او متعنّت دی. او په مقدمه د نصب الرایه صفحه ۵۸ کی امام ابوحاتم رحمة الله علیه په امام بخاری رحمة الله علیه باندي جرحه کړیده او حتی تردي پوري یی ویلي دی چی امام بخاري رحمة الله متروک الحدیث ده. نو دداسی متعنّت جرحه به بلا واضح دلیل څنګه قابل قبول وی؟؟؟

دریم جواب:
امام سفیان ثوري وهم نه دئ کړی او د هغه روایت نه دئ مخالف چي عبد الله بن ادریس له همدغه عاصم بن کلیب څخه په همدغه ډول نقل کړی دئ .څنګه؟ هغه داسی چی:
سفیان ثوری رحمة الله علیه چی د کوم حدیث په روایت کی راځی نو احفظ الناس او افقه الناس وي. او دده په مقابله کی چی کوم راوي راځی نو هغه وهمي حسابیږی. لکه د آمین په مسئله کی سفیان ثوری رحمة الله علیه ثقه، حجة او حافظ شمیرل کیږی او د هغه په مقابله کی چی شعبه رحمة الله علیه واقع ده الزام پری لګول کیږی او غلط کار ثابتیږی. روپړی صاحب په رفع الیدین او آمین کتاب صفحه ۲۵ کی لیکي چی د محدثینو دا اصول دی چی د زیاتي حافظی والا ته په داسي حالاتو کی ترجیح ورکول کیږی او سفیان په حافظه کی له شعبه رحمة الله علیه نه ښه ده.
کله چی د سفیان ثوری رحمة الله علیه دومره زبردسته حافظه ده چی امام المحدثین حضرت شعبه رحمة الله علیه یی مقابله نشي کولای نو د رفع الیدین په دی روایت کی وهمي په څه شه؟ او عبدالله بن ادریس رحمة الله علیه څوک چی د سفیان ثوري رحمة الله علیه د فقاهت او حافظی مقابله هم نشی کولای په دی ځای کی احفظ الناس او افقه الناس څنګه شه؟؟
په اردو کی یو شعر ده چی:
کل تک تو آشنا تهی مگر آج غیر هو - دو دن کا یه مزاج هی اگی کی خیر هو.

همدارنګه علامه ابن حزم ظاهری غیر مقلد به هم د همیش لپاره د سفیان ثوری رحمة الله علیه وهم نه مانه او محلی اول جلد صفحه ۸۷ کی لیکی: فان قیل ان هذا الحدیث اخطأ فیه سفیان لان زهیر بن معاویة خالفه فیه قلنا بل اخطأ بلا شک من خطّأ السفیان بالدعوی بلا دلیل و سفیان احفظ من زهیر بلا شک.
او په بل ځای کی بیا لیکی: و من ادعی ان سفیان اخطأ فی هذا الحدیث فهو المخطي بدعواه ما لا دلیل له علیه فان قیل قد خالفه زهیر بن معاویة قلنا سفیان احفظ من زهیر ب الثقة مصدق فی کل ما یروی. (محلی، دوهم جلد، صفحه ۲۲۱)

څلورم جواب:
د عبدالله بن ادریس رحمة الله علیه او سفیان ثوری رحمة الله علیه په احادیثو کی ترجیح د سفیان ثوری رحمة الله علیه حدیث ته ده. هغه داسی چی سفیان ثوری رحمة الله علیه په حافظی او فقاهت کی له عبدالله بن ادریس رحمة الله علیه نه قوی ده. په تهذیب التهذیب کی د امام شعبه په ترجمه کی عبدالله بن ادریس رحمة الله علیه پخپله وایی چی سفیان له مانه په حافظه او فضیلت کی اوچت ده بحواله بسط الیدین صفحه ۳۵. همدارنګه په تقریب کی سفیان ثوری رحمة الله علیه په طبقه سابعه کی شمار ل شوی او عبدالله بن ادریس رحمة الله علیه په طبقه ثامنه کی شمارل شوی. د محدثینو په نظر سفیان په حافظه کی دومره قوی ده چی په روایت کی د مخالف په مقابله کی ده ته ترجیح ورکول کیږی وګوره سنن ترمذی، صفحه ۲۳۸ او تهذیب التهذیب صفحه ۲۴۴.

مهاجر صاحب:
نظر دي وایه منې یې او که نه؟ خیر لګ د احادیثو علم به له مونږه هم یاد کړی.

والسلام


مومن مهاجر
17.06.2012

فشتو نه لرم ، بخشنه مي ومنی

وزیری صاحب ! زه اوس فه سفر کي یم کله سي حضر ته شم بيا به جواب درکم خو له تا هيله لرم سي زما د درو سرو فوشتنو مکمل او فني جوابونه ووايی .
مننه
م . م


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more