د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

عنوان

tandar
13.01.2011

په دغه ادرس دملت غږ اوریدلی شی٠
دخاوی په داخل کی ملت چیغی وهی چه ټوپکیان او جنګسالاران جنایتونه کوی او دطالبانو په نامه ې ختموی٠
په ښکاره دادملت غږ دی په اسنادو سره ، اوس ستاسو نظر څه دی؟
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
د غونډې ويناوال او د بلخ د يووالي او سمون شورا غړي ډاكټر برنا د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل، چې د بلخ ولايت په پښتون ميشتو ولسواليو كې ځينې سيمه اييزې سياسي ډلې د طالبانو په نامه ناامني جوړوي.
د بلخ ادبي خوځښت غړي او د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې فرهنګي مسوول ذبيح الله احساس د غونډې ګډنوالو ته د خبرو په ترڅ كې وويل: ((د تېرو ټاكنو له لارې داسې كسانو هم ولسي جرګې ته لار پيدا كړې، چې د افغانستان له نوم سره مخالفت كوي او د دې هېواد د تجزيې غوښتونكي دي.))

,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,

http://larawbar.com/detail.php?id=2112
مننه


پښتون.
13.01.2011

تندر صیب دا خلک د هیواد استقلال پخپل ګوډاګیتوب او د یرغلګرو په شتون کی وینی او همدی ګوډاګیتوب ته دوی پخه ملاتړلی ده او پدی ویره کی دی چی دوی دا د ګوډاګیتوب استقلال او ازادی د لاسه ورنکړی .او هغه نور سمرقندیان خو د پښتون وژلو ته خوشحالیږی او پخپل امریکنی او پخپل ګوډاګیتوب افتخار کوی.
نو ښه به دا وی چی د دوی په غوږونو کی یاسین مه وایه ،پریږده یی چی خپلو ناروا اعمالو ته د صحیح بڼه ورکړی او دا هسی هم د اخرت نښی نښانی دی چی دوی ښه ته بد او بد ګوډاګیتوب ته ښه وایی.


pattang
13.01.2011

مونيراستاده !
له خبرو دې داسې مالوميږي لکه چې د اشغالګرو استازی يې او يا د نورې
ګټې په خطر کې دي٠
که واقعي وجدان ولري نو ايا ستالاسپوڅي څه په کار پو هيږي ?
خو ټول په ايتنيکي غيرې عدالتي ډول له خرو او جنايتکارانو يو جوړ شوی
بانډ دی چې د CIA په زور خوځيږي ، CIA ورته پيسې ور کوي او دا متباقي
نورې پيسې هم ترې غلا کوي .
هلکه لکه چې ځوان يې :
له حکومت کولو څخه دې نرانو ته نيکتايې تړل
او دښځوته ، دسپينو لېنګويو لوڅول مقصد دي !
د 2001 کال خبرې او واقعه ، په نامي افغان پورې تړل په خپله داسې يو لوی
جنايت دی لکه د 2001 کال واقعه په خپل ذات کې٠

[quote:8807b92bad="monir"]ښې چارې
د ماشومانو پشان ډېر خوشباوره سادګان یاست پتنګ صاحب او تندر صاحب! دا بېلګې چې تاسې وړاندې کړي دي دوېرې او وحشت رامنځته کولو بېلګې دي نه د حکومت کولو! د طالبانو دنده دا ده چې پرېنږدي چې حکومت ځان ټینګ کړي نه حکومت کول.
د غلو یوه وړه ډله هم کولای شی په یوه سیمه کې وېره رامنځته کړي! نو ویلای نشو چې سیمه د غلو په لاس کې ده!
پتنګ صاحب خو هېڅ پوه شوی ندي چې په سیمه او نړۍ کې څه پېښ شوي دي. دی لا دطالبانو د امارت په خوبونو ډوب دی!

تندر صاحب دا چې بهرنی دکرزی او نورو امنیت نیسې نوې خبره نده دا د ۲۰۰۱ کال راهیسې ده او هسې به تر یوه وخته پاتې شی.
په درنښت[/quote:8807b92bad]


Re: عنوان

Lotfollah
13.01.2011

[quote:e7a61aa764="tandar"]په دغه ادرس دملت غږ اوریدلی شی٠
دخاوی په داخل کی ملت چیغی وهی چه ټوپکیان او جنګسالاران جنایتونه کوی او دطالبانو په نامه ې ختموی٠
په ښکاره دادملت غږ دی په اسنادو سره ، اوس ستاسو نظر څه دی؟
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
د غونډې ويناوال او د بلخ د يووالي او سمون شورا غړي ډاكټر برنا د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل، چې د بلخ ولايت په پښتون ميشتو ولسواليو كې ځينې سيمه اييزې سياسي ډلې د طالبانو په نامه ناامني جوړوي.
[/quote:e7a61aa764]
نو طالبان چې ستاسو په خبره د هېواد 80% خاوره کنترولوی ولې د دا ډول کارونو مخنیوﺉ نه شی کولای؟


Re: عنوان

pattang
13.01.2011

[quote:2cfc75c6e2]نو طالبان چې ستاسو په خبره د هېواد 80% خاوره کنترولوی ولې د دا ډول
کارونو مخنیوﺉ نه شی کولای؟[/quote:2cfc75c6e2]

دا ډول کارونه خو اشغالګر کوي او طالبان د اشغالګروپه مقابل کې جنګيږي
نور نو څه وکړي !٠ تر څو چې اشغالګر وي ، جنګ به هم وي کله چې دوی
لاړ شي جنګ به هم ورکېږي٠ دافغانستان دبدبختي علت اشغالګر دي٠


Lotfollah
13.01.2011

سلامونه جنګ موقوف!


عنوان

tandar
13.01.2011

لطف الله خانه اشغالګر هم ازادی خوا ملت ته طالب واې او تاسی هم٠
نن ټول ملت طالب شوی په غیر له جنګسالارانو نه چه ټول ې معلوم دی٠
ا، هره ورځ چه اشغالګر مرداریږی او تابوتونه دکراچی له لاری دکشتیو په یخچالو کی امریکا او اروپا ته وړل کیږی ،دا مخ نیوی دی که بل څه دی؟
٢، اشغالګر چه دلاسپوڅو په مرسته دشپی له خوا دخلکو په کورونو حملی کوی،درحالکه چه توپ ،تانګ او طیاری ې هم په اخطیار کی دی ،ځکه چه په رڼا ورځ ډاریږی، دا مخ نیوی نه دی ؟
٣، ایا اشغالګر او ګوډاګیان ې په ټوله خاوره کی په ازاد ډول ګشت او ګذار کولای شې؟ دا مخ نیوی نه دی؟
ټول چیغی وهی چه نن او سبا دا خاوره خوشی کوو، او دصلحی مجلسونه کله په لندن ،پا ریس،لزبن او استانبول کی چه جوړوی ،دا مخ نیوی نه دی؟
بیاځانته جهانی قدرت هم واې ،اقتصاد دامریکا ې ورته په صفر کی ضرب کړی نه دی ،دا مخ نیوی نه دی؟
٤،بی حسابه انسانانو په امریکا کی خودکشی وکړی ،او جنګ ته رانغله ،دغه اثرات مخ نیوی نه دی؟
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ناټو لیکی چی طالبانو نن د هېواد په ختیځ کی د مخامخ جګړې پر مهال یو بهرنی پوځي وواژه خو نور تفصیل یې ورنکړ .
دا په جنوري کی اتلسم خارجی عسکر دی چی په افغانستان کی وژل کیږی .
د یو بل خبر له مخی چی د انګلستان ( نیوز لېټر ) ورکړ ، په یکشنبه یو برتانوي عسکر د ماین چاودنی له امله خپله یوه پښه وبایلله او ډیر ژر یې برمنګهم ته ورساوه ځکه دوهمه پښه یې هم د خطر سره مخامخ ده .
دامخ نیوی نه دی؟
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
نور ستاسو دمخ نیوی نه پوهیږم ،که تن په تن جنګ مو منظور وی،بیا دی ورسره داخپلی مدرن سلاحګانی دوی ته هم په اخطیار کی واچوی،چه نر او ښځه سره معلوم کړی ، چه څوک ورته بیا د کودکیمیاوی څخه بمان جوړ نه کړی٠
مننه
دوطن ددشمنانو په سر تندر٠


Re: عنوان

Lotfollah
14.01.2011

تندر صیب سلامونه
[quote:e21a831601="tandar"]
ا، هره ورځ چه اشغالګر مرداریږی او تابوتونه دکراچی له لاری دکشتیو په یخچالو کی امریکا او اروپا ته وړل کیږی ،دا مخ نیوی دی که بل څه دی؟
٢، اشغالګر چه دلاسپوڅو په مرسته دشپی له خوا دخلکو په کورونو حملی کوی،درحالکه چه توپ ،تانګ او طیاری ې هم په اخطیار کی دی ،ځکه چه په رڼا ورځ ډاریږی، دا مخ نیوی نه دی ؟
٣، ایا اشغالګر او ګوډاګیان ې په ټوله خاوره کی په ازاد ډول ګشت او ګذار کولای شې؟ دا مخ نیوی نه دی؟
ټول چیغی وهی چه نن او سبا دا خاوره خوشی کوو، او دصلحی مجلسونه کله په لندن ،پا ریس،لزبن او استانبول کی چه جوړوی ،دا مخ نیوی نه دی؟
بیاځانته جهانی قدرت هم واې ،اقتصاد دامریکا ې ورته په صفر کی ضرب کړی نه دی ،دا مخ نیوی نه دی؟
٤،بی حسابه انسانانو په امریکا کی خودکشی وکړی ،او جنګ ته رانغله ،دغه اثرات مخ نیوی نه دی؟
[/quote:e21a831601]
احساساتی کېږه مه ګرانه! دا یو یې هم مخنیوی نه دی بلکه د مخنیوي اکثر ناکامې هڅې دي!
دا آوازې چې بهرنیان نن وځي سبا وځي دوی د ساده افغانان مصروف ساتلو به موخه یې کله نا کله خپروي. ښایی د دوی د شته والی ډول فرق وکړي. زه فکر نه کوم چې دوی داسې ساده افغانستان بیا القاعده او شریکانو ته یې پرېږدي.
تاسې د امریکایی وګړو تابوتونه شمېرلي دي آیا کله مو هڅه هم کړې ده چې په سلهاو چنده افغانانو ته اووښتي تلفات هم وشمېرﺉ؟ ټول په وطن مین افغانان غواړي چې بهرنی له هېواده ووځي خو تدبیر پکار دی چې په څه ډول ؟ په سرتمبه ګی کې مونږ خپله تباه کېږو!

په درناوی


عنوان

tandar
14.01.2011

وروره سلام ،چیرته چه دانش نه وی نو هغلته ته به سالم فکر او عقل له کومه شی٠
تاسو ښه خبره لیکلی٠
په سرتمبه ګی کې مونږ خپله تباه کېږو!
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
مګر امریکا داسیاې میانه دکنترول لپاره داډو په فکر کی ده نه دافغانسان دودانولو په فکر کی،مثال ې اسرائیل په عربو کی دی٠
او داډو پلان ې هم په افغانستان کی دی ،وګورو چه څه پیښیږی٠
مننه٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more