د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

نقاد
21.10.2003

عزتمنې خورې ، علم او پوهه که د اسلام د نزول په وخت کې چې شپږمه پيړۍ وه په نر او ښځه يو ډول کفايي فرض
و ، نو په 20 او 21 پيړۍ کې خود علم دحاصلولو ضرورت له عامو فرضو څخه هم زيات بريښي . او زما پ ند يواځنۍ ﻻر ، امکان اوډګر چې ښځې پکې ځانونه د نارينه وسره بربرولی شي ، علم او علمي ساحه ده . زمونږ په اسلامي او افغاني ټولنه کې د ښځو له پاره د يو شي پر ضد مبارزه په کارده چې هغه دسر او پښو (پنډيو) لوڅول ، شونډې سرې کول، او په ډول او سينګار بي حجابه له کور څخه وتل دي . په حجاب کې درس ويل، تحصيل کول ، کار او وظيفې ته تلل، په علمي (تعليمي) او اخلاقي (تربيوي) سينګار ځان مجهز کول ، کار او فعاليت کول ، په سياسي او اجتماعي چارو کې کوانده برخه اخيستل او د کور کار او د کوچنيانو روزنه ورسره پر مخ بيول ،په تبليغي اوتنويري چارو کې برخه اخيستل ،دا ټول د ښځو له پاره ضروري او ممکنې ساحې دي ، ښځې بايد د روغتيا وزارت ، د ښوونې او روزنې وزارت د عالي تحصيلاتو وزارت ، پارلمان غو نور مناسب مؤسسات تسخير کړي . دا ټول د حجاب او پتساتنې په چوکاټ کې ممکن دی او افغاني ميرمنې دا د نړۍ د نورو اسلامي هيوادونو څخه په بهتره توګه کولای شي ، او نارينه ، ورونه ، پلار ترونه ماما ګان ا و د ژوند ملګري (مړونه) يې کلکدملاتړ او مرسته وکړي. دايو هم داسلام سره ټکر نه لري او دښځو واجبالاحترام حقوق دي . و من الله التوفيق


م ن غروال
27.10.2003

پمتنې خورې ليلمی الفت سلام عرض کوم
د ښځو دکار په هکله ښاغلي پاڅونوال ورور رڼا اچولې ده چه هم اسلامي ده او هم افغاني٠ يعنې د افغاني کلتور سره کامل سمون لري٠ خدای ج د وکړي چه ستاسو ځواب پوره شوئ وي٠ يو څه غواړم ايضافه کړم چه که کومه خور پوړنۍ هم پر سر نکړي د اسلام دين بيا هم هغه مؤمنه بولي او افغاني کلتور هم ﻻ ډير د وخته د تغير موندلو جامه اغوستې ده٠ بې پړوني خور ته اوس څوک دا حق نلري چه هغې ته د غيرې افغانې يا بې کلتوې نامه ورکړي٠ د يوې ښځې پت او عزت او اسلام يوازې ددې پوړنۍ درلودل يا نه درلودل نشي ثابتولئ٠ بېشکه شته خويندې چه پړونۍ نه په سر کوي اما د خورا عزت او شرافت او حتی مؤمنيت خاونده ده٠ او همدا ډول جريان په باالعکس٠ هيله مند يم چه موافقه اوؤسئ٠ په درناوې



طالب جان
28.10.2003

[quote:45f4a2fa6e="ليلوماـ الفت"]درنو مسلمانانو وړونو !
يوه پوښتنه مي له ډيره وخته په زړه کي ده ـ غواړم چه ستاسو سره ئې شريکه کړم ـ
او تاسي ورباندي د قرآن او حديثو په ړنا کي بحث وکړئ ـ هغه داچه
ايا ښځه او نر ته په اسلام کي يو رقم حقوق ورکول سويدي ـ او که څنګه ؟ او ايا ښځي ته په حکومت کي د کار اجازه سته او که څنګه ؟
.............................................................................ستاسي يوه پښتنه خور.............................[/quote:45f4a2fa6e]
[color=blue:45f4a2fa6e]بسم الله الرحمن الرحيم [/color:45f4a2fa6e]
کله چي الله تعالي حضرت ادم عليهالسلام پيداکړ نو جنت يي دهغه کور وګر ځاوه مګر دجنت له شنو باغونو او رنګا رنګ ښکلاؤ سره سره الله تعالي دادم عليه السلام په زړه کي ديوه بل نعمت دورکړي احساس په زړه کي ور واچاوه دانعمت دانسانانو مور حضرت حوا عليها السلام وه کله چي الله تعالي ادم عليه السلام ته حوا انا دجوړې په څيرورکړه نو دادم عليه السلام زړه تسکين سترګي يي ډکي او زړه يي يخ شو او دجنت دټولو نعمتونو په حقيقي ښکلا وپوهيدو دټولو نعمتونو په اخير کي دحوا انا پيدايښت دوه ماناوي لري لمړی دا چي پاک رب نړۍ ته وښيي چي ښځه ددنياتر ټولو نعمتونو لوي نعمت اودانسانانو دتسکين او ارام يوه خورا خوږه ذريعه ده دوهم داچي نړۍ پدي وپوهيږي چي ښځه دانساني تمدن دجوړښت محور او دژوندانه دباغ يو ښايسته او نازک ګل دی .
ټولنه له ښځي سره هر اړخيز تړاو لري ښځه دميړه لپاره تسکين ، داولاد لپاره مربي اودانساني جامعې لپاره لوي ضرورت دی .
په اسلام کي دښځي او نر په حقوقو کي هيڅ فرق نه ليدل کيږي لکه څنګه چي ټولنه له نر او ښځي څخه جوړيږي نو دټولني دجوړښت په بنسټ دښځي او نر دکار دائره جلاجلا ده همدا راز په ټولنه کي ددوي مسؤليتونه هم متعين دي کچيري نر دخپلو مسؤليتونو ځيني برخه په ښځه ورواچوي او ياښځه داسي وکړي نو داسلام له نظره دا تيری بلل کيږي .
دنر او ښځي په اړه په قرانکريم کي ويل شوي : ([color=blue:45f4a2fa6e]( الرجال قوامون علي النساء بما فضل الله بعضهم علي بعض وبما انفقوا من اموالهم )) النسا ء ايت ٣٤ ټوک ٥ [/color:45f4a2fa6e]
ژباړه !نارينه په ښځينه و باندي حاکم دي له دي سببه چي الله تعالي ځينو ((نرو)) ته په ځينو نورو (( ښځو )) باندي (( قدرتي )) بر تري ورکړيده (( اوبل لدي سببه )) چي سړو خپل مالونه په ښځو مصرف کړيدي .
ياني دښځي نفقه په ميړه ، دمور نفقه په اوﻻد ، دلورنفقه په پلار فرض کړل شوه پدي ډول ښځي دنفقې پيداکولو له هر ډول ستونزو څخه په کور کي په ارام وساتل شوې له بله پلوه له الهي عادﻻنه قانون سره سم ښځو ته دنفقې په بدله کي نارنه وته قدرتي حاکميت ورکړل شو پدي ډول نر او ښځي ته دګيلې کولو هيڅ ګنجا يش پاتي نشو .
[color=darkblue:45f4a2fa6e]په اسلام کي دنرو او ښځو حقوق يو شان دي [/color:45f4a2fa6e]. نرو ته خداي پاک دخپل استعداد مطابق حقوق ورکړي دي او ښځو ته يي دخپل نرقدرتي خداي جل جلا له قوي پيدا کړې ځکه نو دسختو او مشکل ترينو کارونو پړه دده په غا ړه ور اچول شويده او د ښځي دکار حدود ددي دخلقي کمزوري په بنسټ فقط تر کوره محدود دي او بس . دهمد ي قدرتي توپير له کبله خداي پاک رسالت ، نبوت ، امامت کبري ، امامت صغري ، دديني شعائرو قيام لکه اذان ، اقامت ، خطبه او تکبيرات تشريق دنارينه و ځانګړتياوي ګر ځولي دي .
دښځو دقدرتي کمزوري په اړه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي : دښځو عقل او دين دواړه نا مکمل دي ځکه چي ددوو ښځو شاهدي د يوه سړي له شاهدي سره برابره د ه دا يي دعقل دکمزوري دليل دی همداراز ښځي تهپه مياشت کي يووار حيض ورځي په هغو شپو ورځو کي ښځي دلمانځه ، تلاوت اونورو عباداتو له په ځاي راوړلو څخه معذوري وي نو دا يي ددين دکمزوري دليل شو .
[color=red:45f4a2fa6e]پوښتنه : دلته ځيني کسان دا پوښتنه کوي چي ددوو ښځو شاهدې ولې ديوه سړي سره برابره ده حال دا چي دواړه انسانان دي ؟؟؟؟[/color:45f4a2fa6e]
[color=darkred:45f4a2fa6e]ځواب :[/color:45f4a2fa6e] ددي پوښتني ځواب خداي پاک په همدي ايت کي ذکر کړی چي په لنډډول يي موږ بيانوو دخدايي قدرتي کمزوري په بنسټ ښځه هير جنه ده واقعه يي ډير ژر له ياده وځي نو په شاهدي کي ځکه دوه ښځي ضروري دي چي که واقعه ديوې هېره نو دوهمه به يي وريادوي دلته هم شاهدي په اصل کي يوه ښځه وايي دوهمه ښځه دهيري په وخت داصلي واقعې دوريادولو لپاره ور سره ځي .
په اسلامي شريعت کي دښځي دکار دايره فقط ترکوره پوري محدوده ده او بس .
لکه چي مخکي مو وويل چي ټولنه له نر اوښځي نه جوړيږي اونر قدرتي قوي اوښځه کمزوري پيداشويده نو له همدې کبله ښځي ته دکور دکارونو اوداوﻻدد تربيي دنده ور سپارل شويده [color=brown:45f4a2fa6e]((ديادوني وړده چي که چيري ښځي په کورکي نارينه نه درلودل اوواړه اولادونه ورله غاړي وو نوبيا شريعت ښځي ته له کوره دباندي داوﻻد دنفقې دبرابرولو لپاره دکار اجازه ورکوي خو کوښښ به داکوي چي تر ماښام له مخه بايد کورته راشي اوشپه له خپله کوره دباندي تيره نکړي ))[/color:45f4a2fa6e]او نر يي پدي مکلف کړی چي له کوره دباندي کارونه او دښځي دنفقې برابرولو پوره پوره انتظامات وکړي لاندي موږ هغه دﻻيل ذکرکوو په کومو کي چي ښځي ته په کورکي داوسېدلو حکم شوېدې .
[color=blue:45f4a2fa6e]((وقرن في بيوتکن وﻻ تبرجن تبرج الجاهلية الاولي )) الاحزاب ايت ٣٣ ټوک ٢١ [/color:45f4a2fa6e]
[color=indigo:45f4a2fa6e]ژباړه ![/color:45f4a2fa6e] په خپلو کورونو کي په قرار واوسيږۍ او دجاهليت دزمانېدسينګار په څير ځانونه مه سينګاروۍ .
ښځوته په کور کي دکيناستلو لپاره تر دې هم بل صريح دليل پيدا کيداي شي ؟؟؟
ددي ايت شريف تشريح بيا په حديث شريف کي پدي ډول راغلي ده . [color=green:45f4a2fa6e]((والمرأة راعية علي اهل بيت زوجها وولده وهي مسؤلة عنهم ))صحيح بخاري کتاب الاحکام حديث ٧١٣٨ [/color:45f4a2fa6e]
[color=olive:45f4a2fa6e]ژباړه ![/color:45f4a2fa6e]اوښځه دخپل ميړه دکور په اوسيدونکو او دهغه په اوﻻد نګرانه دده او همدا ښځه ددوي ذمه داره ده . له دي حديث شريف څخه په ډاګه شوه چي له اسلامي نقطۀ نظره دښځي ذمه داري دکور دنظام ساتنه ، داوﻻد تربيت اودنورو کورني امورو انتظام او انسجام دی له کوره دباندي کومه ذمه داري ښځي ته نده سپارل شوي .
همداراز په بل حديث کي راځي : ([color=darkblue:45f4a2fa6e](المرأة عورة فاذاخرجت استشرفها الشيطان )) جامع الترمذي ابواب النکاح حديث لمبر ١١٨٣ .[/color:45f4a2fa6e][color=green:45f4a2fa6e]ژباړه[/color:45f4a2fa6e] ! ښځه يو پټ شې دې کله چي دا له ککوره څخه ووځي نو شيطان ددي څارنه کوي .له همدي کبله دښځي لپاره کور غوره دی تر څو دشيطان له څارني خلاصه او له هر ډول فتنې څخه په امن کي وي دلته دا خبر ديادولو وړده چي له دا سي احاديثو څخه په استفادې سره ځيني کسان دښځو په حق کي سختي کوي او حتي چي دټولو خرابيوريښه يي بولي (( لکه څنګه چي ليلومي خور په لاندي ليکنو کي ددي پړه په ملايانو وراچولي ده )) ريښتيا هم په حقيقت کي دايو ډيرناوړه رجحان دي چي زموږ په ټولنه کي ځيني کسان ښځه دټولو خرابيو سر بولي ځما په اند داله تعصب اوتنګ نظري څخه ډک رجحان دې اوترخپله وسه بايد دداسي خلکو حوصله شکني وشي او له هري لاري بايد کوښښ وشي چي داسي خلکوته دقران او حديث په رڼاکي حقايق بيان شي ترڅو داخلک دښځو په حقوقو پوه او له دي ډول ناوړي نظريي څخه ﻻس په سر شي دداسي اياتونو اوحديثونو هيڅکله دا معني نه ده چي ګواکي ښځه نو دټولو خرابيو سرده بلکهددي معني داده چي:.... وروڼو ...لکه څنګه چي ټولو ته معلومه ده چي دانساني ټولني په جوړښت کي ښځي ته ډير ضرورت ليدل کيږي نو کله چي ښځه دباندي ووځي نو دضرورت په بنسټ دټولني دوګړو پام ددي خواته کيږي پدي ډول دنر او ښځي دواړو په ذهن کي فاسد خياﻻت او ناوړه تصورات رامنځ ته کيږي دلته شيطان عليه اللعنة له موقع څخه په استفادې سره نر او ښځه په ګناه اخته کوي اودا خو ټولو مسلمانو ورونو ته معلومه ده چي داسلامي ټولني په جوړښت کي ښځه فعاله ونډه لري نو ﻻزما دښځي نيک اخلاق ټولنه نيک خويه اودښځي بد اخلاق ټولنه فاسده وي په ټولنه کي دښځي دزيات رول درلودلو په بنسټ اسلام دښځي اخلاقو ته زياته پاملرنه کوي . له همدي کبله هغه ډير اسلامي شعاير او احکام چي له کوره دباندي ادا کيږي له ښځي څخه ساقط شويدي
لکه د جمعې لمونځ چي په ايتونو او احاديثو کي يي ډير فضيلت راغلې دی او نارينه و ته پکي دګډون کولو تا ئېد شوېدې مګر له ښځي څخه دجمعې لمونځ ساقط دی رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي [color=darkred:45f4a2fa6e](( الجمعة حق واجب علي کل مسلم في جما عة اﻻ اربعة عبد مملوک اوامرأة او صبي او مريض )) سنن ابو داود باب الجمعة للمملوک والمرأة حديث لمبر ١٠٦٧ .[/color:45f4a2fa6e][color=indigo:45f4a2fa6e]ژباړه ! [/color:45f4a2fa6e]د جمعې لمونځ په جمعه ادا کول په هر مسلمان وا جب دې پرته له څلورو کسانو مريي ، ښځه ، هلک او مريض . سره له ډيره فضيلته په ښځه دجمعې لمونځ وا جب ندې بلکه دا لله تعالي له عادﻻنه نظام سره سم ښځه چي په کور کي کوم لمونځ کوي پاک رب دي ته دکور په لمانځه همدو مره ثواب ورکوي لکه نر ته چي د جمعي په لمانځه ورکو ل کيږي .
همداراز نرو ته دجنازې ترشا دتللو امر شوېدې مګر حضرت ام عطيه رضي الله عنها فرما يي چي ! [color=brown:45f4a2fa6e]((نهينا عن اتباع الجنا ئز ))صحيح بخاري ١ ټوک ١٧٠ مخ .[/color:45f4a2fa6e][color=green:45f4a2fa6e]ژباړه [/color:45f4a2fa6e]! موږ دجنازو تر شا له تللو څخه منع کړل شوي يو .
همداراز اسلامي شريعت ښځي ته دتنها سفر کولو اجازه نه ورکوي اووايي چي کچيري ښځي د (( شرعي سفر )) اراده وکړه نو بايد چي له دې سره يو محرم لکه پلار ،ورور ، ميړه يا هم ځوم موجود وي که محرم نه و نو په سفر تلل ندي ورته روا حتي که په ښځه حج هم فرض شو او محرم يي نه وو نو دحج سفر هم نه ده ورته روا هو په اخير کي به دحج بدل وصيت ضرور کوي .
همدا راز په ښځو باندي په(( جمه ))يا جمعه لمونځ هم واجب نه دی او په کور کي دښځي تنها لمونځ دمسجد تر جماعت يا جمعي ډير ثواب لري .
[color=red:45f4a2fa6e]پوښتنه :درسول الله صلي الله عليه وسلم په زمانه کي خو به ښځي دشپې لخوا دلمانځه داداکولو لپاره مسجد ته تلی ؟؟؟[/color:45f4a2fa6e]
[color=darkred:45f4a2fa6e]ځواب [/color:45f4a2fa6e]!که څه هم هغوي به دشپې لخوا مسجد ته تلې مګر رسول الله صلي الله عليه وسلم بيا هم دهغوي په اړه فرمايلي [color=red:45f4a2fa6e]((و بيوتهن خير لهن )) [/color:45f4a2fa6e]ابو داود کتاب الصلوة باب خروج النساة الي المساجد حديث ٥٦٧ .
[color=darkred:45f4a2fa6e]ژباړه [/color:45f4a2fa6e]!او ددوي کورونه ددوې ((ښځو ))لپاره غوره دي له دې حديث شريف څخه واضحه شوه چي درسول الله صلي الله عليه وسلم هم دښځو په اړه په کور کي لمونځ ادا کول خوښ وو حضرت عايشې رضي الله عنها چي د رسول الله له وفات څخه وروسته دښځو په اړه دزمانی تغير وليد نو ويي فرمايل چي که رسول الله صلي الله عليه وسلم د زمانی دا حاﻻت ليدلي واي نو مسجد ته به يي دښځو په راتګ په ډاګه بنديز لګولی وو داخو دمسلمانانو دمور حضرت عايشې صديقې رضي الله تعالي عنها زمانه وه نو او س زموږ او ستاسي په زمانه څه فکر کوۍ ؟؟؟؟؟
همدا راز په ښځو جهاد هم ندې فرض په حديث کي راځي چي [color=brown:45f4a2fa6e]((ليس علي النساء غزوة وﻻ جمعة وﻻ تشيع جناز ة )) مجمع الزوائد ٢ټوک ١٧٠ مخ .[/color:45f4a2fa6e][color=green:45f4a2fa6e]ژباړه [/color:45f4a2fa6e]!په ښځو باندي جهاد ، جمعه او دجنازو تر شا تلل فرض ندي . لکه څنګه چي په ښځو جهاد فرض نه دی له همدي کبله رسول الله صلي الله عليه وسلم د غنيمت په مال کي دوي ته ټاکلي برخه نده ټاکلي .
[color=red:45f4a2fa6e]پوښتنه : کله چي په ښځو جهاد نهو فرض نو رسول الله صلي الله عليهو سلم به دوي ولي له ځانه سره جهادته بوتلی ؟؟؟[/color:45f4a2fa6e]
[color=darkred:45f4a2fa6e]ځواب : [/color:45f4a2fa6e]درسول الله صلي الله عليه وسلم په زمانه کي په جهاد کي د ښځو دګډون دا مانا نه ده چي ګواکي په دوي جهاد فرض وو بلکه دا دهغوي غوښتنه وه چي په غزا کي دزخمي مجاهدينو زخمونه درمل کړي نو رسول الله صلي الله عليه وسلم به دوي غزاګانو ته ځکه بيودې په دي اړه حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنه فرمايلي چي (([color=green:45f4a2fa6e]وقد کان يغزو بهن فيداوين الجرحي و يحذين من الغنيمة واما بسهم فلم يضرب لهن )) صحيح مسلم کتاب الجهاد باب النسا ء الغازيات حديث لمبر ٤٤٤٨ [/color:45f4a2fa6e]. [color=brown:45f4a2fa6e] ژباړه [/color:45f4a2fa6e]!رسول الله صلي الله عليه وسلم به ښځي جهاد ته بيولې اوهغوي به ټپيان درمل کول او له غنيمت مال څخه به يي هغوي ته دانعام په ډول څه شی ورکول مګر ددوي لپاره په غنيمت کي ټاکلي برخه نه وه مقرره شوي نن سبا هم که کومه ښځه وغواړي چي دثواب دګټلو لپاره دجهاد ګرم سنګر نور هم په خپلو پاکو وينو ګرم کړي نو دا روا دي او ډير دثواب کاردې .
په جمع لمونځ ، جهاد اونورعبادتونه ډير اجر اوثواب لري مګر لکه څنګه چي پدي ټولو کي له کور څخه وتنه ﻻزمي خبره وه نو ځکه له ښځو څخه ددي شيانو په ځاي راوړل ساقط شويدي همداراز له دي ټولو اياتونو او احاديثو څخه معلومه شوه چي ښځه بايد تل په خپل کور کي واو سيږې .
[color=red:45f4a2fa6e]نن سبا چي غربي خنزيرانو [/color:45f4a2fa6e]دښځو دازدي يا له نارينه وسره دمساوات کومي تش په نامه ناري شروع کړي مونږ مسلمانان بايد پدي هيڅکله ونه غوليږو دا چيغي په ظاهره ډيري غوړي معلوميږي مګر په حقيقت کي يي له ښځو څخه دخرڅلاو تجارتي مال جوړکړی د څو ډالرو په مقابل کي يي دښځو عزتونه تر پښو ﻻندي کړي اود کور با عفته ښځي يي په هوټلونو ،تلويزونونو ،هوايي ډګرونو او نورو بازارونو کي د حيوان صفته انساني درند ګانو په منګلو کي ور کړيدي او په ټولنه کي يي دښځو حيا ، شرف ، وقار اوعزت تار تار کړې او په حقيقت کي يي له ښځو نه ازادي سلب کړي او دغلامي او له شرمه ډک ژوند په تيرولو يي مجبوري کړي .
ددي څه تازه بيلگه دښاغلي حامد جان كرزي صاحب دحكومت هغه پريكړه ده چي دفلپاين په پلازمينه منيلا كي يي په راتلونكي مياشت كي دنړي دښکلا دملكي دټاكلو دمسابقي لپاره يوه ځوانه افغانه انجلي ويدا صمدزۍ هلته واستوله.تاسي ټولو وروڼو او خوندو ښايي هغه عكسونه دنيټ پر مخ او ياهم په محلي مطبوعاتو كي كتلي وي.باور وكړي چي زه دلته ددغي موضوع په نفس ياداّوري باندي شرميږم مگر څه وكړم د خپلي ادعا دثبوت لپاره مجبوريم چي يو څه خپل وجدان قانع كړم. زموږ ددغي درني پاڼي يوي ګډون كونكي خور خاټول هم ددي عكس لپاره لينك وركړيدي افغانان وروڼه بايددعبرت اخستلو لپاره يووار دا عکسونه وګوري ترڅو زموږ مسلمان پر دين وطن او ناموس باندي مين وروڼه او خوندي دښاغلي كرزي صاحب له دغه "اسلامي!!!" او "افغاني" اقدام نه په ښه ډول با خبره شي. كه څه هم دكرزي صاحب دسياسي ژوند په پاڼه باندي نوري ډيري داسي كارنامي ثبت دي چي زموږ تاريخ به يي هيڅكله هم له ياده ونه باسي.مگر د ويدا جاني بربنډول او په لوڅ لغړ حالت كي منيلا ته استول يو داسي جرم دي چي هيڅوك يي هم نه شي بښلاي.دا يو داسي لوي جرم دي چي يو څوك كه دښاغلي كرزي صاحب سكه ورور هم وي او يا دازادي او ډيموكراسۍ هر څومره ليواله او عاشق هم وي وبه يي نه زغمي.
زه حيران دي ته يم چي كرزي صاحب خپله ميرمن دارگ دلوړو ډبرينو ديوالونو ترشا ساتلي ده او دنيوزويک ښځينه خبريالانو ته يي هم له هغي سره دليدلو اجازه نه ده وركړي مگر ويدا صمد زيي چي ديوي محلي ورځپاڼي په اّند دكرزي په حكومت كي ديوه وزير خورځه ده نه يواځي داچي لوڅه لغړه او بي لباسه كړه بلكه مانيلا ته يي هم ورواستوله ترڅو هلته انگريزان او دنړي له ګوټ ګوټ نه راغلي جنسي ليونيان يي په خپلو لاسونو دبدن د مختلفو غړو اندازه وگوري . استغفر الله موږنه پوهيږو چي زموږ دډيموكراسي او ازادي طرفدار وروڼه او خوندي به دغه حالت څنگه تعبيروي؟ په ډيموكراسي كي خو كله ناكله دغسي ترخي پيښي هم رامنځته كيږي او دانسان خپل ناموس هم ترخطر او ګواښ لاندي راځي. له دي پرته په كابل كي په سلگونو نوري فاحشه خاني پرانستلي شويدي.دكابل دنوي ښار په سيمه كي دچينايانو فاحشه خانه له هيچا هم پټه نه ده. په رډ براّلا ډول باندي دزنا او لواطت لپاره لاري اواريږي. او دا هرڅه دښاغلي كرزي تر پزه لاندي ترسره كيږي.
يو چا خبره راته كوله چي دكابل دپيداگوژي په انستيتوت كي دوو استازانو يوه بله ښځينه استازه رانيولي وه او غوښتل يي چي له هغي سره ناروا جنسي عمل ترسره كړي.او داهرڅه دتفريح په ګړۍكي ترسره كيدل.نورو استازانو چي دا حالت ليدلي نو غوښتل يي چي دوي سره منع كړي مگر هغوي په ډيره بي شرمي سره ورته وويل چي وروڼو تاسي په موږ باندي څه كار لرۍ؟ ((مايان ميخواهيم ديموکراسي رادرعمل تطبيق کنيم )) موږ غواړو چي ډيموكراسي په عمل كي پياده كړو!!!
نو اوس تاسي په خپله قضاوت وكړۍ چي زموږ هيواد څومره په تيزي سره دكفر او ضلالت ديوي لويي كندي خواته ور روان دي.
گرانو او محترمو وروڼو او خويندو! په ايمان سره وواياست چي اّيا تاسي په دغه أول حالت خوښ ياست؟
گومان كوم چي ستاسي ټولو ځواب به (( نه )) وي. په دي صورت كي زما قضاوت دادي چي تاسي مطلقاً غربي ټيپه ډيموكراسي او امريكايي نظام او په تيره بيا دښاغلي كرزي اداره نه غواړي.
راځۍ چي داسلام لپاره سره "هو" كړو او دكفر لپاره "نه" او "هيڅكله نه"


[color=blue:45f4a2fa6e][size=18:45f4a2fa6e]دښځوزده كړه داسلام له نظره[/size:45f4a2fa6e][/color:45f4a2fa6e]
په اسلام کي داسلامي احکامو دزده کړي اوداوﻻد دښې اسلامي روزني لپاره نه يواځي دا چي دښځو تعليم ته اجازه ورکړل شوي بلکه دنارينه په څير په ښځه هم تعليم فرض ګڼل شوېدی . په حديث شريف کي راځي چي [color=darkblue:45f4a2fa6e](( العلم فريضة علي کل مسلم ومسلمة )) [/color:45f4a2fa6e]تعليم په نارينه او ښځينه مسلمان باندي فرض دی . همداراز دښځو داسلامي تعليم دلاسته راوړلو لپاره يو دليل دا هم دې چي دصحا به و کرامو ميرمني به ام المؤمنين حضرت عايشي رضي الله عنها او رسول الله صلي الله عليه وسلم ته دشرعي مسايلو او دنورو هغو مسايلو چي تر ښځو پوري اړه لري دپوښتني لپاره راتلې . البته دښځو دتعليم لپاره هم اسلامي شريعت يو څو شرطونه لري
اول : کچيري دښځي تعليم په کور کي ترسره شي دا به غوره وي مګر که له کوره دباندي دمدرسې انتظام وي نو په هغه صورت کي ښځه بايد مکمله پرده وکړي او بيا بايد ووځي په ايت شريف کي راځي [color=blue:45f4a2fa6e](( قل لازواجک وبناتک ونسا ء المؤ منين يد نين عليهن من جلا بيبهن )) الاحزاب ايت ٥٩ ټوک ٢٢ .
[/color:45f4a2fa6e][color=indigo:45f4a2fa6e]ژ باړه : [/color:45f4a2fa6e]ووايه (( اې رسول الله )) خپلو ښځو ته دي او لوڼو ته دي اود ((نورو )) مسلمانانو ښځوته چي ځوړند دي کړي په ځانونو خپلو باندي څادرونه خپل .
له ايت شريف څخه په ډاګه شوه چي که ښځي دڅه عذر پر بنسټ له کوره دباندي وځي نو ښايي چي ځانونه په خپلو څادرونو يا چادريو يا حجا بونو كي ونغاړي اوپه ښه ډول يي پټ کړي تر څو ونه پيژندل شي . په بل ايت کي دامهات المؤ منين په اړه الله تعالي فرمايلي چي : [color=blue:45f4a2fa6e](( و اذا سأ لتموهن شيأ فسأ لوهن من وراء حجاب )) الاحزاب ٥٣ ايت ٢٢ ټوک .[/color:45f4a2fa6e][color=darkblue:45f4a2fa6e]ژباړه : [/color:45f4a2fa6e]او کله چي تاسي له دوي څخه څه پوښتنه کوۍ نو نو دا پوښتنه دپردې ترشا کوۍ . دلته هم په ايت کي دپردي امر شوی .
يوه بله شرعي مسأله ده چي دښځي غږ هم عورت (( پټ شی )) دې نو ځکه که څوک ميلمه کورته راشي او نارينه په کور کي نه وي نو ښځه دي هغه طبعي اوقدرتي نرم غږ په درانده غږ بدلوي اوپه سخته او له غوسي ډكه لهجه دي له ميلمه سره داړتيا سره سمي خبري کوي . نوله دي ټولو څخه معلومه شوه چي له کوره دباندي دتعليم په وخت بايد ښځه ډير له احتياط څخه کار واخلي اودا ټول شرعي امور په ځاي کړي .
دوهم : غر بيانو نن سبا دښځو اونرو دمساوات په نامه دښځو اونرو ګډ تعليم رواج کړې له همدې کبله په غرب کي داخلاقي جرايمو زياتي پيښي په تعليمي مراکزو کي کيږي أن تردي چي په مکتبونو کي متعلمينو ته جنسي معلومات ورکول کيږي په دې ډول لويديځ ښوونځي دزناو خوندي مرکزونه ګڼل کيږي دوولس کلني وړې نجوني چي دا يي دهوس اوځواني شپې وي دحيوان صفته انساني درندګانو دناوړه جنسي خواهشاتو ښکار کيږي پدي ډول هغه دډيري کم عمرۍ په وخت د مورتوب د درانه بار په اوچتولو مجبوري کيږي ايا دا انصاف دي ؟؟؟ ايا دا ازادي ده؟؟؟ ايا دا مساوات دي ؟؟؟ لعنت دي وي پداسي ټولنه او دا ډول مساوات او ازادۍ باندي!!!
نو ددغه ډول فحشا او اخلاقي فساد د مخنيوي په مقصد اسلام يواځي يو اصل موږ ته راښودلي دي او هغه داچي په اسلامي ټولنه كي دنامحرمه ښځي او نارينه ګډ ژوند او زده كړه له څيلمي حرامه ده او دهغي دجواز لپاره دانسانانو له خوا وړاندي كيدونكي ټول عقلي دلايل دقراني لارښونو په وړاندي هيڅ ارزښت نلري.

دريم: لومړي بايد ښځي ته داسلامي علومو زده كړه وركړل شي.وروسته كه چيري په عصري علومو كي دداسي فن تعليم وركول شي چي هغه يواځي ترښځو پوري اړه ولري نو ددي څه اجازه هم په اسلامي شريعت كي وركول شويده. دساري په ډول دطب علم.لكه چي تاسي ټولو ته بهتره معلومه ده چي ښځينه ډيري داسي ناروغۍلري چي نارينه ډاكترانو ته يي په خلاص مټ نه شي بيانولاي او يواځي ښځينه ډاكتراني كولاي شي چي هغه ورنه واوري ځكه نو كه ښځه دطب زده كړه وكړي ښه به وي.همداراز ځيني نوري داسي برخي هم شته چي ښځينه كولاي شي چي په هغي كي زده كړي ترلاسه كړي.مگر پاتي شوي نوري زده کړي لكه پيلوټي، انجينري او نور نو لكه چي دطبيعي جوړښت له مخي يواځي په نارينه وو پوري ځانګړي دي ځكه نو ښځينه وو ته په هغي كي دكاركولو هيڅ اړتيا نشته.
[color=red:45f4a2fa6e]اوس نو دلته دا خبره هم دپام وړ ارزښت تر لاسه كوي چي طالبانو نو ولي له دغو ټولو شرعي رخصتونو سره سره دښځو په زده كړه باندي مطلق بنديز لگولي وو؟[/color:45f4a2fa6e]
ددي پوښتني ځواب ډير ساده دي او هغه داچي موږ بايد دښځو دزده كړي او په دفترونو او ادارو كي دهغوي دكار ترمنځ فرق وكړو.طالبانو هيڅكله هم دښځو په زده كړه مطلق بنديز نه وو لگولي بلكه هغوي يواځي ښځي له دولتي او شخصي دفترونو او دوايرو نه كورونو ته استولي وي مگر له هغه سره يي هغوي ته خپل مياشتني حقوق په خپل وخت تاديه كول.متاسفانه دښځو په زده كړه باندي د بنديز خبره لويديځي ميډيا دومره په زور او شور تبليغ كوله چي دهغي په ټس كي دطالبانو د ويونكو ټول هغه سپيناوي او وضاحتونه هم گردجن شوي وو[color=darkred:45f4a2fa6e].موږ افغانانو هم هغه دچا خبره دخپل غوږ دكتلو پر ځاي په سپي پسي منډه اخستي وه [/color:45f4a2fa6e]او دمتعصبو غربي او يهودي رسنيو خبري او تبليغات مو په پټو سترگو منلي وو.كله چي په وروستيو وختونو كي داقتصادي اصلاحاتو په مټه د طالبانو اسلامي امارت يو څه پيسګۍ لاسته راوړي نو سم له لاسه يي دكابل په ښار او دهيواد په ځينو نورو ولايتونو كي دښځينه وو دزده كړي پروسه په كارواچوله او دكابل دمكروريانو په سيمه كي يي يوه لويه ښځينه ښوونځي جوړه كړه چي شپږو سوو انجونو زده كړه پكي كوله.دطالبانو چارواكو څو څوځله دغربي ميډيا نمايندگان پر دغو ښوونځيو گرځولي دي.مگر دزماني گردش وگوري چي نن دهماغي ښوونځي مديره په پيښور كي مهاجره ده او دښاغلي كرزي صاحب اداري ته له طالبانو سره دهمكاري په جرم مطلوبه هم ده.
[color=red:45f4a2fa6e][size=18:45f4a2fa6e]دښځي پاچاهي له اسلامي نقطۀ نظره [/size:45f4a2fa6e][/color:45f4a2fa6e]
دښځي دپاچاهي مسأله دايلامي امت په تاريخ کي يوه متفق عليه مسأله ده اوددي مسألې دبداهت اوروڼوالي له کبله هيڅ ليکلو ياويلو ته ضرورت نشته همداراز دا حقيقت هم په خپل ځاي کره او ثابت دی چي دښځي اونر جسماني جوړښت ، عملي صلاحيت ، قوت اودائرۀ کار مختلف دي يوکوچنی هلک هم پدي ښه پوهيږي چي که په مساجدوکي دامامت مسأله ده که دجنګي ميدانونو سفرونه اويا هم دهېواد دپاچاهي خبره نودا ټول کارونه په اسلام کي نر ته سپارل شوي اويواځي هغه يي په ښه ډول سرته رسوﻻي شي مګرداکارونه ښځو ته سپارل دهغوي دقدرتي کمزوري په بنياد پر هغوي ظلم او تېری دی .دلته موږ درې شرعي دﻻيل ذکر کوو چي دښځي دپاچا هي په نارواوالي صريح دﻻيل دي
اول : قرأني اياتونه .
تردي له مخه چي موږ دسورة احزاب کوم اياتونه ذکر کړل له هغوي څخه معلومه شوه چي شرعا سړی په ښځه حاکم دی او ښځه محکومه ده خو که اوس موږه راوﻻړ شو او ښځه حاکمه کړو نو دا د قرأ ني ايت خلاف کار دی ځکه چي دهغو ايتونو له مخي دښځي حکمراني ناروا ده همداراز په قرأنکريم کي راځي چي [color=indigo:45f4a2fa6e](( وللرجال عليهن درجة )) البقره ٢٢٨ ايت ٢ټوک [/color:45f4a2fa6e]
[color=darkblue:45f4a2fa6e]ژباړه : [/color:45f4a2fa6e]او شته دسړو لپاره دښځو(( په مقابل کي)) فضيلت .
له دي ايت څخه په ډاګه شوه چي سړي په ښځو غوره دي نو ځکه هم امامت کبرا دسړو حق دی نه دښځو . اوس که ښځي راوﻻړي شي اودامامت غوښتنه وکړي نو دا غوښتنه ناروا او دسړو په حق باندي دګونډې وهلو په معنا دي ځکه چي په ايت کي راځي چي :
([color=blue:45f4a2fa6e]( وﻻ تتمنوا ما فضل الله به بعضکم علي بعض )) النساء ٣٢ايت ٥ټوک [/color:45f4a2fa6e].
[color=indigo:45f4a2fa6e]ژباړه : [/color:45f4a2fa6e]تاسي دهغه څه غوښتنه مه کوۍ دکومو په وسيله چي ځينو ستاسو ((نارينه ؤ ته )) په ځيني نورو (( ښځينه ؤ )) باندي بهتري او ((برتري )) ورکړيده .
معلومه شوه چي خداي تعالي نر دځينو ځانګړتيا وپه بنسټ دامارت په څير ځينونورودرنو کارونو ته غوره کړيدی نو ځکه ښځه شرعا حق نلري چي ددي په اړه د ولي او څنګه پوښتنه وکړي اويا دنارينه په حق دخپلي خيټي داچولو کو ښښ وکړي .
دوهم : احاديث رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي :
[color=brown:45f4a2fa6e](( لن يفلح قوم ولو امرهم امرأ ة )) صحيح بخاري کتاب المغازي حديث لمبر ٧٠٩٩ [/color:45f4a2fa6e].
[color=green:45f4a2fa6e]ژ باړه : [/color:45f4a2fa6e]هغه قوم به هيڅکله کاميابي ونه مومي کومو چي دخپلو معاملاتو ذمه ښځي ته ور وسپارله . لږ وړاندي پدي حديث کي دا صراحت شته چي کله چي دايران خلکو خپله حکمرانه ښځه وګرځوله نو رسو ل الله صلي الله عليه وسلم دا ارشاد وفرمايه دا حديث شريف دښځي دپاچاهي په نارواوالي ښکاره دليل دی .
همداراز په بل حديث شريف کي راځي :
[color=darkred:45f4a2fa6e](( اذا کانت امراءکم خيارکم واغنيا ءکم سمحا ءکم وامورکم شوري بينکم فظهر الارض خير لکم من بطنها واذاکانت ارا ءکم شرارکم واغنيا ءکم بخلاءکم وامورکم الي نسا ءکم فبطن الارض خير لکم من ظهرها )) جامع الترمذي ابواب الفتن ٥٢ مخ ٢ټوک [/color:45f4a2fa6e].
[color=darkblue:45f4a2fa6e]ژباړه : [/color:45f4a2fa6e]کله چي ستاسي اميران ښه خلک وي او ستاسي شتمن سخيان وي او ستاسي معاملات د خپل منځي شورا په ترڅ کي ترسره کيږي نو دځمکي سر تاسي ته دځمکي تر تل (( بيخ)) غوره دی اوکه ستاسي اميران بدخلک وي او ستاسي شتمن بخيلان وي او ستاسي معاملات ښځو ته سپارل شويوي نو بيا دځمکي تل تاسي ته دځمکي تر سر غوره دی .
دا حديث خو دښځودحکمراني د عدم جواز په اړه دومره صريح دليل دی چي هيڅ تشريح ته ضرورت نلري لنډ مطلب يي دادی چي انسان ته دښځي تر پاچاهي منلو مرګ بهتر دی .
له حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلي الله عليه وسلم يو لښکر چيري دغزا لپاره ليږلی وو له هغه ځايه څخه يوه تن مجاهد د فتحي زيرې راوړ رسول الله چي دا زيرې واوريدو نو لمړی يي دشکر سجده ادا کړه اوبيا يي له پيغام راوړونکي څخه د غزا تفصيلات وپوښتل د تفصيل بيانولو په ترڅ کي نوموړي مجاهد وويل چي : [color=blue:45f4a2fa6e](( وکانت تليهم امرأة )) [/color:45f4a2fa6e]ياني زموږ ددښمن پاچا يوه ښځه وه پدي ځاي کي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل چي [color=indigo:45f4a2fa6e](( هلکت الرجال حين اطاعت النساء )) [/color:45f4a2fa6e]ژباړه : کله چي نرو دښځو پاچاهي يا حکمراني ومنله او فرمانبرداري يي وکړه نو دوي تباه او برباد شو .دا واقعه مستدرک حاکم په ٢٩١ مخ ٤ټوک کي په کتاب الادب باب سجد ة الشکر کي ليکلي ده لدي حديث څخه څرګنده شوه چي دښځي پاچاهي دقوم او مليت لپاره هلاکت تباهي او بربادي ده .
پدي اړه خورا ډير احاديث موجوددي مګر موږ فقط د دليل نيولو لپاره په همدې احاديثو بسنه کوو.
[color=blue:45f4a2fa6e]دريم (( اجماع )) [/color:45f4a2fa6e]دقرانکريم او مبارکو احاديثو دذکر شوو ټولو دﻻيلو په رڼاکي د څوارلسمي پيړۍ په هر پيړ کي دامت مسلمه پدي باندي اجماع شويده چي په اسلام کي دحکومت کولو ذمه داري ښځي ته سپارل ناروا دي او په کومه خبره باندي دامت اجماع د شريعت يو مستقل دليل دی په پورتنۍ مسأله کي داجماع دثبوت لپاره موږ ﻻندي اقتباسات ذکر کوو .
علامه ابن حزم چي د اجماعي مسايلو د څيړني لپاره کوم کتاب ليکلی پدي کتاب کي هغه ليکي : (( [color=indigo:45f4a2fa6e]واتفقوا علي ان الامامة لا تجوز لامرأة )) مراتب الاجماع لابن حزم ١٢٦ مخ [/color:45f4a2fa6e]. ژباړه : ټول علما پدي متفق دي چي دحکومت پاچاهي کول دښځي لپاره ناروا دي . شيخ الاسلام علامه ابن تيميه رحمه الله چي دابن حزم رحمه الله په نوموړي کتاب کوم نقد (( نيوکه )) کړيدی او ځيني هغه مسائل يي ذکر کړيدي کومو ته چي علامه ابن حزم اجماعي ويلي دي مګر دابن تيميه په نزد په هغو ځينو مسائلو کي اوس هم اختلاف موجود دی پدي ګوت نيونه کي علامه ابن تيميه دښځو دپاچاهي په مسأله کي په علامه ابن حزم هيڅ نيوکه نده کړي له دي څخه معلومه شوه چي پدي مسأله کي علامه ابن تيميه رحمه الله هم داجماع قائل دی .
امام الحرمين علامه جويني رحمه الله چي په خپل وتلي کتاب (( غياث الامم )) کي د حکومت دمشري لپاره دامير کوم صفات بيان کړي دي په هغه کي يي ليکلي دي چي [color=darkred:45f4a2fa6e](( ومن الصفات اللازمة المعتبرة : الذکورة والحرية وتحيزة العقل والبلوغ )) غياث الامم ٨٢ مخ مطبوعه قطر ، [/color:45f4a2fa6e]
[color=green:45f4a2fa6e]ژباړه [/color:45f4a2fa6e]: د حکومت دامير لپاره چي کوم ﻻزمي او معتبر صفات دي هغه: (( نارينه توب ))، ازادي ، عقل اوبلوغ دي .
علامه قلقشندي رحمه الله چي دادب وانشاء اود تاريخ وسياست امام ګڼل کيږي هغه په خپل کتاب کي چي داسلامي سياست داصولو په اړه يي ليکلی کاږي : (( [color=red:45f4a2fa6e]الاول الذکورة ..... والمعني في ذلک ان الامامﻻيستغني عن الاختلاط با الرجال والمشاورة معهم في الامور وامرأة ممنوعة من ذالک ولأ ن المرأة ناقصة في امر نفسها حتي ﻻتملک النکاح فلا تجعل اليها الوﻻ ية علي غيرها )) [/color:45f4a2fa6e].
ژباړه :د(( حکومت داميرلپاره)) لمړی شرط نارينه توب دی او ددي حکم حکمت دادی چي دحکومت مشر له سړو سره اختلاط او په اړونده مسايلو له هغوي سره مشورې کوي او ښځه لدي شيانو څخه منعي ده همدا راز دښځي په خپل ځان وﻻيت ډير کمزوری دی ان تردې چي هغه په نکاح کي وليه نشي ګرځيدﻻې نو له همدې کبله په نورو باندي هم دهغې وﻻيت نه چليږي .
امام بغوي رحمه الله چي دپنځمي پيړۍ وتلی مفسر ، محدث او فقيه دی هغه فرمايي :
[color=darkred:45f4a2fa6e](( اتفقوا علي ان المرأ ة ﻻ تصلح ان تکون اماما لان الامام يحتاج الي الخروج لا قامة امرالجهاد واقيام بامور المسلمين وامرأة عورة ﻻ تصلح للبروز )) شرح السنة ٧٧مخ ١٠ ټوک باب کراهية تولية نساء مطبوع بيروت .[/color:45f4a2fa6e]ژباړه : ټول امت پدې متفق دی چي ښځه دحکومت سربراه نشي جوړيدﻻي ځکه چي امام دجهاد اودمسلمانانو دنورو کارونو داصلاح لپاره دباندي وځي او ښځه يو پټ شی دی دهغي په عامه مجمع کي ښکاريدل ناروا دي .
قاضي ابوبکر ابن العربي رحمه الله د حضرت ابو بکره رحمه الله دحديث له بيانولو وروسته فرمايي [color=indigo:45f4a2fa6e](( وهذا نص في ان المرأة ﻻتکون خليفة وﻻ خلاف فيه )) احکام القران لابن العربي سورة النمل .[/color:45f4a2fa6e][color=darkblue:45f4a2fa6e]ژ باړه [/color:45f4a2fa6e]: اودا ((مخکي بيان شوی حديث )) پدي باندي نص دی چي ښځه خليفه نشي جوړيداې او پدي کي هيڅ اختلاف نشته .
نوموړي مفسر علامه قرطبي رحمه الله په خپل وتلي تفسير کي دابن العربي رحمه الله پورتنی اقتباس ذکر کړی اود هغه تائيد يي کړی او يلي يي دي چي پدې مسأله کي دعلماو تر منځ هيڅ اختلاف نشته [color=blue:45f4a2fa6e]. تفسير قرطبي ١٨٣ مخ ١٣ ټوک سورة النمل .[/color:45f4a2fa6e]د ښځودپاچاهي په مسأله کي امام غزالي رحمه الله فرمايي : [color=darkred:45f4a2fa6e](( الرابع الذکورية فلا تنعقد الامامة لامرأة وان اتصفت بجميع خصال الکمال وصفات الاستقلال )) فضائح باطنية للغزالي ١٨٠ مخ مأ خوذ من عبدالله الدميجي (( الامامة العظمي )) ٢٤٥ مخ . [/color:45f4a2fa6e]ژباړه : دسربراهي څلورم شرط نارينه والی دی له همدې کبله دښځي امامت جائز ندی که څه هم په هغي کي د ازادي او کمال ټول صفات موجود وي .
دعقايدو او کلام نزدې ټول کتابونه دامامت او سياست له احکامو څخه بحث کوي پدي ټولو کتابونو کي دامامت په شرطونو کي دامام لپاره د ذکوريت يا نارينه توب شرط د يوه اجتماعي شرط په توګه ذکر شوېدی . پدې اړه وتلي عالم علامه سعد الدين التفتازاني رحمه الله ليکي ![color=indigo:45f4a2fa6e](( يشترط في الامام ان يکون مکلفا ، حرا ، ذکرا ، عدﻻ )) شرح المقاصد مخ٢٧٧ ټوک ٢ . [/color:45f4a2fa6e]
ژباړه : دحکومتي مشر لپاره شرط دادې چي هغه به عاقل ، بالغ ، ازاد ، نارينه او عادل به وي .
دفقهاو ، محدثينو او داسلامي سياست دعالمانو دا يو څو اقتباسات موږ دبيلګي په توګه ذکر کړل تر څو زموږ ګرانو روڼو او با عفته خويندو ته دا څرګنده شي چي د حکو مت دمشر لپاره نارينه توب يو مهم شرط دی او دا چي ښځه هيڅکله پاچاهي نشي کوﻻي او پدي مسأله کي هيڅ اختلاف نشته .
ددي مسألې په پاي کي به موږ داوسنۍ زمانې د ځينو هغو څيړونکو چي داسلامي سياست په نامه يي کتابونه ليکلي يو څو اقوال راواخلو تر څو ﻻروښانه شي چي هغوي ټول پدي متفق دي چي دښځي دپاچاهي په نارواتوب باندي د امت اجماع ده .
پدي اړه ډاکتر محمد منير عجلاني ليکي : [color=blue:45f4a2fa6e](( ﻻنعرف بين المسلمين من اجز خلافة المرأة فا الاجماع في هذه القضية تام لم يشذ عنه احد )) عبقرية الاسلام في اصول الحکم ٧٠ مخ مطبوعه دارالنفا ئس بيروت ١٤٠٥[/color:45f4a2fa6e].
ژباړه : موږ ته په مسلمانانو کي هيڅ داسي عالم ندی معلوم چي هغه دي د ښځي پاچاهي روا بللي وي له همدي کبله پدي مسأله کي اجماع ده اوددي اجماع په خلاف هيڅ يو شاذ او نادر قول هم وجود نلري .
ډاکتر محمد ضياء الدين الريس داسلام دسياسي احکامو په اړه ډير زيات تحقيق کړې او خورا لوي کتاب يي ليکلی هغه ليکي چي :
[color=red:45f4a2fa6e](( اذا کان قدوقع بينهم خلاف فيما يتعلق با القضاء فلم يرو عنهم خلاف فيما يتعلق با الا مامة بل الکل متفق علي انه ﻻيجوز ان يليها امرأة )) النظريات الاسلامية السياسية ٢٩٤ مخ مطبوعه دار التراث القاهره ١٩٧٦ . [/color:45f4a2fa6e]ژباړه :که څه هم دفقهاو په منځ کي دښځي د قضا په اړه اختلاف شته (( چي ايا ښځه قاضيه جوړيداي شي که نه )) ليکن د ښځي دپاچاهي په اړه هيڅ اختلاف نه ليدل کيږي بلکه ټول پدي سره متفق دي چي چي ښځي ته دحکومت واګي په ﻻس کي ورکول ناروا دي .
ډاکتر ابراهيم يوسف عجو پدي اړه ليکي : [color=darkred:45f4a2fa6e](( مما اجمعت عليه الامة علي ان المرأة ﻻ يجوز لها ان تلي رياسة الدولة )) تعليق تهذيب الرياسة وترتيب السياسة للقلعي ٨٢ مخ[/color:45f4a2fa6e]
ژباړه : پدې خبره ټول امت متفق دې چي ښځي ته دکوم رياست پاچاهي ورکول ناروادي
عبدالله بن عمر بن سليمان الدميجي ليکي : [color=blue:45f4a2fa6e](( من شروط الامام ان يکون ذکرا وﻻخلاف في ذلک بين العلما )) الامامةالعظمي عند اهل السنة ٢٤٣ مخ .[/color:45f4a2fa6e]ژباړه :دحومت د چلونکي په شرطونو کي دا خبره ګډه ده چي نارينه به وي اود علماؤ په منځ کي پدې خبره کي هيڅ اختلاف نشته .
داوسنۍ زمانې وتلي مفسر علامه محمد امين الشنقيطي رحمه الله په خپل تفسير اضواءالبيان في تفسيرالقرأن بالقرأن ٦٥ مخ اول ټوک کي همدا پورتني الفاظ ليکلي او ددي خبري پخلی يي کړی چي په پورتنۍ مسأله کي د علماو تر منځ هيڅ اختلاف نه ليدل کيږي .

[size=24:45f4a2fa6e][color=red:45f4a2fa6e]د ملکه بلقيس پيښه [/color:45f4a2fa6e][/size:45f4a2fa6e]
زموږ په زمانه کي ځيني په اصطلاح روڼ اندي او ازاد نظره طبقه دښځو دپاچاهي دروا بللو لپاره د ملکه بلقيس دپاچاهي حواله ورکوي اووايي چي بلقيس پاچا وه نو اوس هم دښځو پاچاهي روا ده مګر دا يوه جاهلانه ويناده ځکه چي دبلقيس په اړه هدهدحضرت سليمان عليه السلام ته پدي ټکو خبر ورکړ چي : (( [color=darkblue:45f4a2fa6e]وجدتها وقومها يسجدون للشمس من دون الله )) سورة النمل ٢٤ ايت ١٩ ټوک [/color:45f4a2fa6e].
ژباړه : ما دا بلقيس اوددي قوم پداسي حالت کي پيداکړل چي دوي له خدايه ماسيوا لمر ته سجدې کولې . لدي څخه معلومه شوه چي بلقيس ﻻ هغه وخت مسلمانه نه وه ا و دلمر عبادت به يي کاوو نو نو ديوې لمر پرستي ښځي په کړو سره څنګه يو مو حد مسلمان استدﻻل نيسي ايا دا حما قت ندې ؟؟؟
دوهم داچي دبلقيس له پاچاهي څخه موږ هغه وخت دليل نيوﻻي شواي کچيري حضرت سليمان عليه السلام ددي فرمان برداري کړي واي او ددي پاچاهي يي په ځان منلي واي حال دا چي سليمان عليه السلام ددي بر عکس کار کړې وو او بلقيس ته يي په زغرده ويلي وو چي بايد د سليمان عليه السلام حکومت ته د تسليمي سر ټيټ کاندي د سليمن عليه السلا دهغه خط په اړه چي بلقيس ته يي ور ليږلې و په قرانکريم کي راغلي چي [color=indigo:45f4a2fa6e](( اﻻ تعلوا علي وأ توني مسلمين )) النمل ايت ٣١ ټوک ١٩ [/color:45f4a2fa6e].
ژباړه : تاسي (( بلقيس او قوم يي )) ځما په مقابل کي سر مه جګوۍ او ځما فرمانبردار واو سيږۍ . لدي ايت شريف څخه په ډاګه شوه چي سليمان عليه السلام په دوي خپله حکمراني مسلطوله نه دا چي دبلقيس حکومت يي پر ځان مانه په همدې توګه نه يواځي داچي سليمان عليه السلام دبلقيس حکومت تسليم نه کړ بلکه هغه يي دخپل حکم تابعداران وګرځول پدي واقعه کي هيڅ داسي نښه نشته چي سليمان عليه السلام دي د بلقيس حکومت روا بللې وي او يا دې هغه تسليم کړې وي . کچيري بالفرض والمحال داسي څه شوي هم وي نو زموږ دخوږ نبي ددواړو جهانو سردار حضرت محمد مصطفي صلي الله عليه وسلم (( ځما مور او پلار دي تر ده قربان شي )) دشريعت په راتلو سره پخواني ټول شريعتونه منسوخ شو نو دپخوانيو شريعتونوکوم کاراوس زموږ لپاره دليل نشي ګرځيداي پداسي حال کي چي دهغه کار په خلاف زموږ په شريعت کي صريح نصوص او اقوال مو جوددي .
دا ده دښځو دخلافت يا پاچاهي په اړه داسلامي شريعت کړنلاره خداي جل جلا له دي وکړي چي ځما دغه نيمګړي ليکنه به د ټول افغان د ښايسته ويب پاڼي محترموجوړونکو او ددي ويبپاڼي نورو درنو کارکونکو وروڼو او خويندو ته دتسلي او تشفي وړ وګرځي . واخر دعوانا ان الحمد لله رب العلمين



ليلماـ الفت
28.10.2003

دزړه سره طالب جانه اول دي سلامتياوي پرتاسي او بيا دي خالق تعالی (ج) په دنيا اواخرت کي عوض درکړي
چه زما لپاره مو په دې مبارکه روژه کښي دومره زحمت کښلئ وؤاو د ليکني مفصل جواب مو ليکلئ ؤريشتيا هم ننۍ غربي نړۍ د خپلي ډيمکراسئ څخه لاس په سر ده او تعجب خبره خو دا ده وروره چه دلته په امريکا کي هغه بله ورځ په تيلويزون کي همدا بحث وو چه ولي زموږ کوچنيان زموږ دمشرانو احترام نه کوي او په کم سن کي خپل مور او پلار پريږدي ځني ولاړ سي او په عياشيو اخته سي او بيا د ځوانۍ څلور پنځه کاله چه ئې تير سي نو نه کار کولائ سي او نه هم خپل ځان ساتلائ سي او پر سړکانو پراته وي چه دلته ورته بم (ډيوالي) وائې نو ژورناليت دڅوسياست والو څه دا پوښتنه وکړه چه ددې مخنوئ کيدائ سي ايا امکان لري نو په جواب کي يوسياست پوه ورته وويل چه زموږ په چاپيريال کي عياشي (sex) ددې ټولو شيانو اصلي لامل دئ او د قانون دا مادې نور هم دې کار ته لاره پرانستلې ده چه ښځه اوښځه يا نر او نر هم واده کولائ سي او ددې کار مخنوئ په قانون او زورواکي محال او ناممکن دئ خو يوشئ ئې مخنوئ کولائ سي هغه مذهب دئ که موږ د مسلمانانو په څير دا شئ په مذهب کي ځای کړو امکان سته چه ددې کار څخه به ډير انسانان مخ راوګرځوي ـ سبحان الله کفار لا نن د اسلام کړنلاره ته غاړه ايږدي ـ
په درنښت ستاسي پښتنه خور ليلوما الفت دکلفورنيا څخه



ع کريم حليمي
15.01.2004

سلام
د انسان زړه ازاد دی هر قسم نيت چې په زړه کی کوی (په ورځ اخيرت محکمه د زړه پر نيت باندی کيږې٠
بسمه تعالی ٠لن ينال الله لحومها وﻻدماؤها ولکن يناله التقوی منکم ٠٠٠٠٠٠ ايه 37 الحج
د دونيا قاضی عمل ته ګوری ٠ داخيرت قاضی د زه نيت ته ګوری (دغه ددونيا او اخيرت بل فرق دی
د دونيا په محکمه کی ډير لږ زړه ته توجو کوی
قدر ٠ دغه قدر په الله اړه لری مثلا انسان د روپو تاوان وکی ظاهره يی تاوان وکی ٠ نو خدای دغه ورته خوشحالی کړی ٠ انسان يی کټه کڼی خدای ئی ورته خوا بدی کړی
خير او شر د خدای له طرفه دی ٠ معنی خوشحالی اوخوابدی
عمل ته يوازی موږ انسانان بايد ضرور وګورو ٠ اوقضاوت پر وکړو
و قل رب زدنی علما امين دا اصلأ يو کتاب درس دی حليمي



ع کريم حليمي
22.01.2004

ګرانو لوستنکو سلام ٠
ځنو ملګرو ليکلې چه قضی ، قدر ، خير،شر، د دين موضع ده چه رشتياده٠
والقدر خيره و شره من الله تعالی ٠ هر انسان چی پر دغه ايمان ونه لری ايمان ئی په خطر کي دی٠
ليکونکی هر څه ليکی خو شرح او يا معنی يی نده ليکلی٠ راسی چې ترجمه اوتشرح يی کو٠
(والقدرخيره و شره من الله تعالی (اندازه د خير اوشر د خدای له جانبه ده ٠ بيشکه!
اوس به راسو تشرح ته قدر (واندازی ته وای) خير (وخوشحالی ته وای) شر (خوابدی ته وای)
څه چی الله پښوی هغه کيږی زموږئی ځه کوو يو شی زموږ په کار دی (دانسان) چی خوښحالی او خوابدی دی
دغه اندازه دخوشحلۍ او خوابدۍ د خدای په قدرت کی ده ٠ يعنی څه ؟
موږ يو کار کوو موږ يی دځان دپاره خير حسابه وو هغه راته شر سی
په مقابل کی يوکار کوو ځان ته يی شر حسابه وو خداي راته خيرکی
قضی ٠ مځکه ، لمر ، ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ حرکت
او انسان چې هر عمل کوی دا ټوله قضی ده٠ اوس به تاسو پښتنه کوۍ چې نوالله ولی بيا په قيامت جزا راکوې؟
په ورځ د (يوم دين ) حساب پر اسساس دنيت درسره کيږی ٠ چې هرڅو رکاته لمځونه چې وکوو د زړه نيت سم نوی هڅ ګټه په يوم دين نه در رسوی ٠ او که د چا دلاسه قتل وسو او نيت ئی دقتل نوو هغه قاتل ندی ٠
بسمه تعالی وما ظلمهم الله ولکن کانوا أنفسهم يظلمون
حليمي


Ghairat
25.01.2004

[quote:21398387bf]قضی ٠ مځکه ، لمر ، ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ حرکت
او انسان چې هر عمل کوی دا ټوله قضی ده٠ اوس به تاسو پښتنه کوۍ چې نوالله ولی بيا په قيامت جزا راکوې؟
په ورځ د (يوم دين ) حساب پر اسساس دنيت درسره کيږی ٠ چې هرڅو رکاته لمځونه چې وکوو د زړه نيت سم نوی هڅ ګټه په يوم دين نه در رسوی ٠ او که د چا دلاسه قتل وسو او نيت ئی دقتل نوو هغه قاتل ندی ٠ [/quote:21398387bf]

ماشأالله، حليمي صيب سلامونه او درناوی وړاندې کوم، په نيت سره دا پيچلې موضوع خپل حل ته نږدې شوې ده ، خو بيا داسې بريښي چې د نيت (ارارې) ازادي شته او هغه دانسان خپله اراده (نيت) دی ، نو ځکه يې د ښې ااو بدې ارادې د ښې او بدې نتيجې مسووليت هم ورپه غاړه دی ؟ . خو که د انسان نيت او اراده هم د نيک او بد عمل له پار په اذل کې ټاکل شوې وي ، چې زه په عقيدوي لحذ پر همدې باور لرم، نو بيا د انسان د ګناه مسئله هم دده پورې نه ، بلکې د اذلې ټاکنې پورې اړ لري ،او بيا داسې تر سره کيږي ، چې انسان يې مخنيوی نه يواځې کولای نشي، بلکې مخنيوی يې غوښتلی هم نشي . دلته نو دا نسا ن نيت او اراده هم ازاده نه ده ، بلکې د الله تعالی د خپل کامل او مطلق اختيار کار دی چې څه يې غوښتې وي هغه کيږي او دا د نړۍ دخالق سره ښايي هم. هيڅ مخلوق نه ددې حق لري او نه يې توان، چې د نړۍ د هغه کل اختياره خالق د کارونو او مقدراتو په هکله جزئيترين قضاوت وکړي ، پرته له دې چې ترې وويريږي او د رحم او مغفرت غوښتنه (دعا) ترې وکړي .

بله خبره د آخرت په اړه نه ، بلکې دنيا په کارونو کې دانسان د آزادۍ او تقدير اړيکه ده . ايا په دنيا يې ژوندانه کې هم انسان د اذلي ويش پر پړو داسې کلک تړل شوی چې يو ګام هم په خپله اراده سره آزادانه نشي پورته کولی(؟) او په صطلاح غراده يې هم دمخه په اذل کې ورټاکل شوې او نيت يا اراده يې په هغه ګوډۍ يا ګوډاګي کې داچول شويو تارونو څخه پرته ،چې هر اندام يې پرې خوځيږي ، بل شی نه دی ، او په نتيجه کې د بشر ټول تاريخ ، که د انسان له ارادې پرته نه جوړيږي، نو د هغه اراده پخپله د الهي ذات په ټاکنه حرکت کوي او تاريخ جوړوي؟
او که نه، انسان ازادي او ازاده اراده لري، خو څه چې هم کوي ، يواڅې په تش نيت ، عزم او اراده سره نه ترسره کيږي، بلکې مجبور دی چې له خپل ذهن ، شعور او ارادې څخه بهر د عيني او مادي نړۍ شته والی، مقاومت، قوانين او امکانات هم بايد مراعت کړي ، څوخپل يو عزم، کار و اراده په عمل کې پلې کړي ؟ که سې وي دلته د
په عمل يا عملي پرکتيککې د عيني او ذهني ــ يا معنوي او مادي نړيو تر منځ يو ترکيب يا سينتېز منځته راځي چې له يوې خوا په کې د انسان غوښتنه او راده ، معرفتي اند او اندوال تحليل او انرژي ، او له بلې خوا مادي نړۍ، د طبيعت او ټولنې عيني ټولګړي او ځانګړي قوانين او امنکانات برخهلري . په عيني خواکې بي تغيره قوانين او (( مځکه ، لمر ، ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ حرکت )) او نور چې حليمي صيب يې پورته يادونه کړې ده، هم شامل دي ، او الله تعالی رامنځته کړي دي، که مراعات نشي ، هغه کار او عمل نتيجه نه ورکوي .دعيني نړۍ نوموړی
قدرت قضی ده ، او له دې قدرت څخه د معرفت او عملي دقت په قدر او اندازه سره د کار و زيار ، پرتيک او عمل نتيجه په س راوړلو ته قدر يا د کاميابۍ (خير) او شر (ناکامۍ) اندازه وايي، کومه چې د انسان د پوهې او معرفت وسيلو او طريقو د محدوديت او نيمګړتيا يا نسبيت له کبله انسان ته هر وخت په يو شان معلومه نه وي . دا معلومات تاريخي دی او بشپړوی غواړي ، او څرنګه چې عيني نړۍ، مادي جهان او طبيعت نامحدوده پراختا لري، دهغې د پيژندني او معرفت بهير هم نامحدود او ﻻ يتنهي دی ، نو د پيژندنې او معرفت بهير او ددې سره د دعمل او پرکتيک لړۍ يا د طبيعت د تسخير پروسه هم ﻻ يتنهي د، خو تل په نسبي توګه پر مخ درومي. په نتيجه کې د ٠ير او شر پيژندل شوې برخه هم تل نسبي او محدوده وي، خو تل پراختيا مومي، ولې ناپيژندل شوې برخه يې تل ﻻ يتنهي او نا محدوده پاتې کيږي. هغه څه چې تغير نه مومي او قضی ورته ويلکيږي، ښايي همدغه خدای وضع کړي عيني قوانين وي چې په طبيعت کې جاري او حکفرما دي. [color=blue:21398387bf]ذالک تقديرالعزيزالعليم [/color:21398387bf].
والسلام .


انځورګر
25.01.2004

درنو ديني پوهانو سلامونه او برياليتوبونه
يوه پوښتنه لرمه هغه دا چه :
[color=cyan:df084c5f2d]اوس چه په پښتنو کي کوم ولور رواج موندلئ دئ ايا دا د اسلام له نظره رواه دئ ؟[/color:df084c5f2d]
[color=yellow:df084c5f2d]ايا اسلام دا ظلم نه بولي چه ښځه دي د کوزدې وروسته د پلار کورکي اته کاله په دئ نيت ناسته وي که خاوند ئې ولور پوره کي ؟[/color:df084c5f2d]
[color=red:df084c5f2d]ايا دابه اسلام رواه بللئ وي چه ښځه دي په 20 لکه کالداري په ولور ورکړي او يوه روپي دي ښځي ته نه ور سيږي ټول ئې مور و پلار په دې نيت نوشي جان کي چه د خپلوۍ ( خيښۍ) په وخت کي ئې دهلک د مور و پلار سره داسي خبره کړې وه چه دا پيسې موږ دا خپلي لور ته نه ور کوو؟[/color:df084c5f2d]
په پوره پښتونولي
ستاسي کشر مسافر ورور



ع کريم حليمي
28.01.2004

غيرت صاحب سلام ٠ هر چيری چې يی يار می سوي خدای دی ارام لره !
د دغه اياتو پر اساس می ليکنی کړی
1 بسمه تعا لی ٠ و ما ظلمهم الله ولکن کانو انفسهم يظلمون
2 انالله ﻻيغير ما بقوم حتی يغيرو ما بأنفسهم
3 لن ينال الله لحومها وﻻدماؤهاولکن يناله التقوی منکم٠ زماليکنه پر دغه درو اياتو پر اساس وﻻړه ده ٠ موسی ع قتل کړی دی اما دې ګونه کاره نسو په قتل ٠
که سوال نوي حل سوي لطفأ خبرمی کی وسلام



ع کريم حليمي
28.01.2004

حيدری صاحب سلام عليکم انډواله خدای جوړلره البانی ته می نيت کړی چې درسم دسوال په جواب کی به می ميلمه کوی
ولور(مهر) رواج يا دود نه دی شرعی عمل دی په هره اندازه چی وی روا دی ٠ ولور دنجلۍ يا د داښځی خپل حق او مور ئی دشير بها په نامه ځنی اخستلای سی
هر ښځه چی کچنی ته شيدی ورکوی شرعی حق لری چی د کوچنی دپلار څه دشيدو پيسی واخلی
بسمه تعالی ٠ فما استمتعتم به منهن فاتوهناجورهنفريضه
ترجمه ٠ پس هر هغه ښځه چی نفع واخسته تاسی په هغی سره له دی (منکوحوښځو) څخه نوورکړی تاسی دوی ته مهررنه د دوی په دی حال کښی چه فرض کړی شوی دی
که مهرئی پلار واخلی دلور په حق ئی غاړی بندی دی



ع کريم حليمي
31.01.2004

غيرت صيب سلام ٠ ښی او خوښئ
دفزيکی عمل اراده می مطلب نه ده ٠ عمل قضی ده اوبس
قلبی اراده او ياپه بل عبارت (تقوا) تمامه ازادی لری٠



طالب جان
02.05.2004

[quote:af37e5e232="خالد هادي (حيدري )"]درنو ديني پوهانو سلامونه او برياليتوبونه
يوه پوښتنه لرمه هغه دا چه :
[color=cyan:af37e5e232]اوس چه په پښتنو کي کوم ولور رواج موندلئ دئ ايا دا د اسلام له نظره رواه دئ ؟[/color:af37e5e232]
[color=yellow:af37e5e232]ايا اسلام دا ظلم نه بولي چه ښځه دي د کوزدې وروسته د پلار کورکي اته کاله په دئ نيت ناسته وي که خاوند ئې ولور پوره کي ؟[/color:af37e5e232]
[color=red:af37e5e232]ايا دابه اسلام رواه بللئ وي چه ښځه دي په 20 لکه کالداري په ولور ورکړي او يوه روپي دي ښځي ته نه ور سيږي ټول ئې مور و پلار په دې نيت نوشي جان کي چه د خپلوۍ ( خيښۍ) په وخت کي ئې دهلک د مور و پلار سره داسي خبره کړې وه چه دا پيسې موږ دا خپلي لور ته نه ور کوو؟[/color:af37e5e232]
په پوره پښتونولي
ستاسي کشر مسافر ورور[/quote:af37e5e232]
گرانه محترمه مکرمه او عزتمنه وروره خالد هادي صیب :
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ستاسي پورتنۍ پوښتني ته په لاندي ډول ځواب ویل کیږي .
کله چي پالونکي څښتن (( جل جلا له )) دانساني ټولني دجوړښت اراده وکړه نو د حضرت ادم ((عليه السلام )) له پيدايښت سره جوخت يي حوا انا(( عليها السلام )) هم د حضرت ادم عليه السلام له ښۍ پښتۍ څخه پيدا کړه ځکه چي اللهي کړه څه داشان ووچي انساني ټولنه د ښځي له وجوده پرته نيمګړي وه همدا ﻻمل وو چي د حضرت حوا له پيداکيدو سره سم دانسانانو د توالد او تناسل يو ه سلسله شروع شوه چي تر قيامته پوري به دا لړۍ دوا م لري .
خداي پاک خپلو مخلوقاتوته عملا داوروښودله چي ښځه دانساني ټولني يوداسي عنصر دې چي دهغي په ذريعي سره ډير مشکلات کم اوډيري بندي بيړۍ روانيدلاي شي . لکه څنګه چي خداي (( جل جلاله ))ته منظوره وه چي انساني ټولنه ښايي تر قيامته پوري دوام ولري نو ددوي ترمنځ داختلافاتو دختمولو لپاره اودښي او له فساده خالي ټولني درامنځته کيدلو لپاره يي ځيني حقونه دنر، او ځيني نور يي بيا دښځي په اوږو کيښودل، او په دواړو باندي يي دا ﻻزمه کړه تر څو د يوه اوبل خيال وساتي او ديوه اوبل په حقونو باندي خيټه اچول يي ظلم ،ناروا او مطلقا حرام وباله . او په انسانانو يي امر وکړ تر څو د يوه اوبل په حقونو له خيټي اچولو او له هرډول ظلم کولو څخه په کلکه ځانونه وژغوري .او په يوه غوره ټولنه کي د ښو اوسيدونکو په څير د ښه ژوند دتيرولو يوه نمونه قائمه کړي .
هسي خو په نرباندي دښځي ډير حقونه دي خو مونږ دلته فقط په يوه حق چي هغه ((مهر)) يا ((ولور)) دې له شرعي لحاظه رڼااچوو.
ولور _ سوچه دښځي شرعي حق دې چي هيڅوک هم نه پلار نه ورور نه هم کوم بل ولي له ښځي سره پدې حق کي د ښځي له اجازې څخه پرته نشي شريکيدلاي او دښځي له دي حق څخه پورتنو کسانوته دښځي له اجازې نه پرته يوه پيسه خوړل هم حرام اوناروا او له ښځي سره دظلم کولو په معنا دي .. خو افسوس.. چي زمونږ پښتنو په ټولنه کي د ښځي پدي حق باندي کله دپلار کله د ورور کله د ميړه او کله هم بيا دنور خپلوانو لخو ا ډير په بيرحمي سره سترګي پټيږي اوپه ځانګړي ډول پلاران خو دخپلي لور دغه ((غوښي )) دځان لپاره داسي حلالي بولي لکه د مور شيدې . ((نعوذ باالله ))
داچي ولور سوچه دښځي حق دې له لاندي قراني اياتونو او فقهي کتابونو څخه ثابتيږي .
((وأتوا النساء صدقتهن نحلة )) سوره النساءايت ٤ ټوک ٤
ژباړه - اوورکوۍ تاسي ښځو ((خپلو )) لره ولورونه ددوي په ور کړه د خوشحالي سره .
همداراز په بل آيت کي راځي :
(( فآ تو هن اجورهن فريضة )) النساء آيت ٢٤ ټوک ٤ .
ژباړه - نوورکړۍ تاسي دوي ته مهرونه ددوي پدي حال کي چي فرض کړي شويدې . دهمدي سورت په ٢٥ ايت کي راغلي دي چي ....... (( وآتوهن اجورهن بالمعروف )) ژباړه اوورکړۍ تاسي دوي ته مهرونه ددوي په معروف ((ښه طريقه سره )) .
وتلي مفسر علامه آلوسي په تفسيرروح المعاني کي راغلي چي (( وهو حرام کاکل الا زواج شيأ من مهور النساء بغيررضاهن )) ٣١١ مخ ٢ ټوک
ژباړه - ميړونو ته دښځي له اجازې پرته دهغې مهر يا ولور خوړل حرام دي .
په تفسير ابن کثير کي راغلي دي چي : ((ومضمون کلامهم ان الرجل يجب عليه دفع الصداق الي المرأة )) ٤٥١ مخ ټوک ١ . ژباړه - له ايا تونو څخه له ورايه معلوميږي چي په ميړه باندي واجب دي چي ولور دي هرومرو ښځي ته سپاري .
په تفسير قرطبي کي ليکل شوي چي ((وهذه الاية تدل علي وجوب الصداق للمرأة وهومجمع عليه ولا خلاف فيه )) ٢٤ مخ ټوک ٥ ژباړه -ايت پدي باندي دلالت کوي چي ښځي ته دمهر ورکول واجب دي په همدې باندي اجماع ده او هيڅ اختلاف پکي نشته .
په تفسير احکام القرآن کي علامه جصاص داسي ليکلي ((ان المهر لها وهي المستحقة له ولا حق للولي فيه )) ٨٦ مخ ٢ټوک ژباړه - ولور دښځي حق دی او همهغي ته بايد ورکړل شي په مهر کي دولي هيڅ حق نشته .
((وحق المرأة وهو انه ملکا لها )) فتاواي تتار خانيه ٨٩ مخ ٣ ټوک . ژباړه ولور دښځي ملکيت دی .
دښځي دولور په اړه داپورتنۍ فيصلې څوارلس سوه کاله دمخه شوي وې چي دښځي له ولور څخه د ښځي له اجازې پرته يوه پيسه خوړل هم حرام دي خوړونکی که پلاروي ، که ورور وي ، ميړه وي ، که بل کوم ولي دآخيرت په ورځ به د حبې حبې او ذرې ذرې حساب ور سره کيږي . دولور خوړل په حقيقت کي د لور يا خور دوينو د خوړلو په معنا دي نو لکه څنګه چي دويني څښل حرام دي همداسي د لور ، ښځي ، يا خور ولور خوړل هم حرام دي .



ع کريم حليمي
06.05.2004

..................................................................بسم الله الرحمن الرحيم
...........................................................سبحانک ﻻ علم لنا اﻻ ما علمتنا
درنو او ښاغلو غروال صاحب پاڅونول صاحب غيرت صاحب عتيق صاحب او درنو لوستونکو سلام او رحمتونه دېر وخت تېر سو او پښتني ته جواب پېدانه سو ٠
خدای دي وکړي ٠ کوم جواب چه ما ورته پيداکړي چه د ټولو علما کرامو ته د قبول وړ وي ٠
پرهر هغه څه چه انسان قدرت نسي پيدا کولای هغه قضا ده ٠ پر هر څه چه موږ قدرت لرو قضا نده
او څني شيان يا حالتونه چه دي٠ چه نن موږ قدرت نه پر لرو ٠ هغه ته مجهول ويل کيږي ٠
او ځينو ته غيب ويل کيږي ٠ مانا داچه خدای زموږ څه په اراده پټ کړی دي ٠ چه په علم هم نه پيدا کيږي ٠
او مجهول بيا په علم موږ پيداکولای سو ٠ (د مجهولاتو معلومه ولو ته پخپله علم ويل کيږي٠
او علم تحليل ته فلسفه ويل کيږي ٠
دغه جواب عقلي دي ٠ په داسي حال کي چه د قرأن حديث ، منطق ،قياس سره موافق دي ٠
دغه زما ريسرچ دي ٠ که کومه غلطي پکښې وي ٠ راته په ګوته ئی کړي ٠
نه مي خوښيږي چه ځني موضعاتي بې له حله پاته سي يا وي
حليمي


نقاد
26.05.2004

[quote:ec10f27805="abdul karim Halimi"]..................................................................بسم الله الرحمن الرحيم
...........................................................سبحانک ﻻ علم لنا اﻻ ما علمتنا
٠
پرهر هغه څه چه انسان قدرت نسي پيدا کولای هغه قضا ده ٠ پر هر څه چه موږ قدرت لرو قضا نده
او څني شيان يا حالتونه چه دي٠ چه نن موږ قدرت نه پرې لرو ٠ هغه ته مجهول ويل کيږي ٠ مجهول بيا په علم موږ پيداکولای سو ٠ (د مجهولاتو معلومه ولو ته پخپله علم ويل کيږي .
او ځينو ته غيب ويل کيږي ٠ مانا داچه خدای زموږ څخه په اراده پټ کړی دي ٠ چه په علم سره هم نه پيدا کيږي ٠
....دغه جواب عقلي دي ٠ په داسي حال کي چه د قرأن حديث ، منطق ،قياس سره موافق دي ٠
دغه زما ريسرچ دي ٠ که کومه غلطي پکښې وي ٠ راته په ګوته ئی کړي ٠
نه مي خوښيږي چه ځني موضعاتي بې له حله پاتې سي يا وي .حليمي[/quote:ec10f27805]

محترم حليمي صيب او ګرانو لوستونکو ته سلامونه او درناوی وړاندې کوم او بيا عرض کوم چې هسې خو يو طبيعي علم هم خپله موضوع بشپړه نه ده څيړلې او پرمختګ په ې تل روان وي. يواځې انسان، د هغه ژوند، روغتيا، واندتيا او اړيکې يې له بيلابيلو اړخونو څخه د بيلابيلو پوهنو موضوع کيدای شي . نو په هغو کې موجودې نيمګړتيا وې پر ژوندانه باندې دده په تسلط کې نيمګړتياوې دي. په دې برخه کې د وسې او برﻻسۍ نشتوالی په اتوماتيک ډول ، ستاسو د نظر سره سم هم د قضا پورې تړاو نيسي. خو دلته ګورو چې د علومو او د هغې سره د انسان تسلط پراختيا يوه تاريخي او مخ پر زياتيدونکې پرسه ده، چې ښايي پنڅوس کاله پخوايې د اوسنۍ کچې دريمه برخه هم نه لرله، يعنې ډير شيان چې نن ورځ د قضا له چوکاټ څخه راوتلي دي، پنځوس کاله مخکې سوچه د قضأ پورې تړلې پيښې بلل کيدلې ، ساري ناروغۍ، وبا، افتونه ، ناورينونه ټول دقضا پيښې وې . نه يواڅې طبيعي پيښې، بلکې ټولنيزي ، سياسي او تايخي پيښې هم د قضا پايلې بريښيدې، د يو پادشاه ، قيصر او امپراتور سرنوشت د اولس لپاره هم په قضا او قدرکې فيصله ګڼل کيدله . سمه ده چې غيب بيل شی او مجهول بيل شی دی، خو ددوی تر منځ پوله تل نسبي ، تغير او بدلون خوړونکې و او زياتره مجهوله ده، او که څنګه ؟ ستاسې اند څه دی ؟. والسلام



ع کريم حليمي
27.05.2004

م٠ ښ٠ ج٠ نقاد صاحب او لوستونکوته په ډېر احترام سلامونه وړاندي کوم !
يواري بيا خوشحاله سوم چه ستاسو او ملګرو سره په ليکنه بحث کوم٠
هو ستاسو د ليکني سره موافق يم ٠ په داسي حال کي چه ستاسو ليکنه زما نظر تائيده دی ٠
کوم حالتونه چه پنځوس کاله پخواقضا وه ٠ بعضي ئی نن قضانه ده ٠صحيح خبره ده ٠ دا معلوم حقيقت وو چه يو وخت دپاچا تعين قضا وه او نن نه ده ٠ ياويلای سو چه دغه هم قضا ده٠ ٠ مانا دا چه هر څه په تغير کي دي ٠
قضا دوخت سره تغير کوي ٠ که قضا يو ثابت حال وي نو طبيعت نه سو بللای نو يو ماشيني کار سو ٠
طبيعت د ماشيني کاره سره فرق لري
شيان چې نن ورځ د قضا له چوکاټ څخه راوتلي دي، پنځوس کاله لږمخکې سوچه د قضأ پورې تړلې پيښې بلل کيدلې ٠ دغه هم پخپله قضا ده ٠
کوم ساري ناروغۍ چه نن ئی موږ علاج که وو ٠ او پرون مو ئی علاج نه وو زده ٠ دغه هم قضا ده ٠
او کيالنډر هم الله جوړه کړېده ٠ مياشتي ،کلونه
او وموږ ته هم راښولې ده ٠ څه چه موږ مارک کړو په خپل کيالنډر کي چه پر کال دخېره به سفر کوو وطن ته ٠ که
الله بل څه نوه ليکلي نو موږ سفر سره رسېږي ٠ او که خداي کوم بل څه مارک کړي وه ٠ نو زموږ سفر پاته هغه څه به کيږي کوم چه ده ليکلي٠
او دغه لړۍ به تر اخير ساعته روانه وي ٠ کوم مجهول شئ چه معلوم کړو٠ دا قضا دغسي وه ٠
او زما داسي پياديږي چه قضا هم تغيرېږي دحديث په حواله که ضرورت وي؟ بيا کولای سم چه ريسرچ وکړم مالوستلي دي چه قضا تغييږي٠
او دغه ايات شريف خو داسي وايي
بسمه تعالی ٠ [color=cyan:707dc092d4]ان الله عنده علم الساعه [/color:707dc092d4] [color=brown:707dc092d4]وينزل الغيث [/color:707dc092d4] [color=blue:707dc092d4]ويعلم مافی الارحام [/color:707dc092d4] [color=green:707dc092d4]وماتری نفس ماذاتکسب غدا[/color:707dc092d4]
[color=orange:707dc092d4]ومايدری نفس بای ارض تموت [/color:707dc092d4] [color=blue:707dc092d4]ان الله عليم خبير [/color:707dc092d4]٠ (سورت لقمان ايه34 )
ترجمه ٠ [color=cyan:707dc092d4]بيشکه الله خاص هم ده څخه دی علم دقيامت [/color:707dc092d4]
نن نه سبا نه ٠ خو داسي ورځ را روانه ده چه دقيامت په ساعت به هم خلک خبر سي ٠ په هغه لحظه چه قيامت کيږي
ترجمه[color=brown:707dc092d4]او نازلوي الله باران [/color:707dc092d4]
موږ وليدل که درې کاله باران نه وسو نو موږ نه پوهيږو چه پرکال به باران وسي که نه ٠
ترجمه ٠[color=blue:707dc092d4]او معلوم دي الله ته هغه شئ چه په ارحامو کښي وي [/color:707dc092d4]٠
الله پوهيږي چه څه په ارحامو کي دي ٠ داسي نه وايی ٠ چه هيڅ انسان ته به دا علم پيدانسي
اما نن موږ په سل کي 90 پوهيږه ٠ چه په ارحامو کي نر دئ که نجلۍ
ترجمه ٠نه پوهيږي هيڅ نفس چه څه کار به کوي سبا
اوپه دغه جمله بيا فرمايی ٠ چه چاته دغه پوه نسته ٠ لکه عراق ٠ چه سبا څه پيښيږي ٠٠٠٠ وغېره
ترجمه ٠ او نه پوهيږي هيڅ نفس چه په کومه مځکه کښي به مري
او دمرګ ځای هم موږ ته نه رامعلويږي٠ مسلمه خبره ده
ترجمه ٠ بيشکه الله دئ ښه عالم (په ټولو احوالو)
داسي معلوميږي ٠ چه انسانته يو څه علم ور کوي ٠
هغه علم چه نه ورکوي نو داسي وايی الله
[color=red:707dc092d4]فان لم تفعلوا ولن تفعلو[/color:707dc092d4] (دغه نهی ده ٠ چه نه پرون ٠ نه نن ٠ نه سبا ) څوک کولانسي چه پوه سي ٠ (سورت البقره ايه 24 )
دغه يوه قضا ده چه قران دئ ٠ چه څوک به ئی ونسي ليکلای ٠
اوځيني شيانوته موږ قضا وايو ٠ او اصلأ هغه قضا نوي د سره ٠ (اصلأ الله ښه پوهيږي)
حليمي


نقاد
27.05.2004

[quote:5b962c8147="abdul karim Halimi"]م٠ ښ٠ ج٠ نقاد صاحب او لوستونکوته په ډېر احترام سلامونه وړاندي کوم !
يواري بيا خوشحاله سوم چه ستاسو او ملګرو سره په ليکنه بحث کوم٠
هو ستاسو د ليکني سره موافق يم ٠ په داسي حال کي چه ستاسو ليکنه زما نظر تائيده دی ٠
کوم حالتونه چه پنځوس کاله پخواقضا وه ٠ بعضي ئی نن قضانه ده ٠صحيح خبره ده ٠ دا معلوم حقيقت وو چه يو وخت دپاچا تعين قضا وه او نن نه ده ٠ ياويلای سو چه دغه هم قضا ده٠ ٠ مانا دا چه هر څه په تغير کي دي ٠
قضا دوخت سره تغير کوي ٠ که قضا يو ثابت حال وي نو طبيعت نه سو بللای نو يو ماشيني کار سو ٠
طبيعت د ماشيني کاره سره فرق لري
شيان چې نن ورځ د قضا له چوکاټ څخه راوتلي دي، پنځوس کاله لږمخکې سوچه د قضأ پورې تړلې پيښې بلل کيدلې ٠ دغه هم پخپله قضا ده ٠
کوم ساري ناروغۍ چه نن ئی موږ علاج که وو ٠ او پرون مو ئی علاج نه وو زده ٠ دغه هم قضا ده ٠
او کيالنډر هم الله جوړه کړېده ٠ مياشتي ،کلونه
او وموږ ته هم راښولې ده ٠ څه چه موږ مارک کړو په خپل کيالنډر کي چه پر کال دخېره به سفر کوو وطن ته ٠ که
الله بل څه نوه ليکلي نو موږ سفر سره رسېږي ٠ او که خداي کوم بل څه مارک کړي وه ٠ نو زموږ سفر پاته هغه څه به کيږي کوم چه ده ليکلي٠
او دغه لړۍ به تر اخير ساعته روانه وي ٠ کوم مجهول شئ چه معلوم کړو٠ دا قضا دغسي وه ٠
او زما داسي پياديږي چه قضا هم تغيرېږي دحديث په حواله که ضرورت وي؟ بيا کولای سم چه ريسرچ وکړم مالوستلي دي چه قضا تغييږي٠
او دغه ايات شريف خو داسي وايي
بسمه تعالی ٠ [color=cyan:5b962c8147]ان الله عنده علم الساعه [/color:5b962c8147] [color=brown:5b962c8147]وينزل الغيث [/color:5b962c8147] [color=blue:5b962c8147]ويعلم مافی الارحام [/color:5b962c8147] [color=green:5b962c8147]وماتری نفس ماذاتکسب غدا[/color:5b962c8147]
[color=orange:5b962c8147]ومايدری نفس بای ارض تموت [/color:5b962c8147] [color=blue:5b962c8147]ان الله عليم خبير [/color:5b962c8147]٠ (سورت لقمان ايه34 )
ترجمه ٠ [color=cyan:5b962c8147]بيشکه الله خاص هم ده څخه دی علم دقيامت [/color:5b962c8147]
نن نه سبا نه ٠ خو داسي ورځ را روانه ده چه دقيامت په ساعت به هم خلک خبر سي ٠ په هغه لحظه چه قيامت کيږي
ترجمه[color=brown:5b962c8147]او نازلوي الله باران [/color:5b962c8147]
موږ وليدل که درې کاله باران نه وسو نو موږ نه پوهيږو چه پرکال به باران وسي که نه ٠
ترجمه ٠[color=blue:5b962c8147]او معلوم دي الله ته هغه شئ چه په ارحامو کښي وي [/color:5b962c8147]٠
الله پوهيږي چه څه په ارحامو کي دي ٠ داسي نه وايی ٠ چه هيڅ انسان ته به دا علم پيدانسي
اما نن موږ په سل کي 90 پوهيږه ٠ چه په ارحامو کي نر دئ که نجلۍ
ترجمه ٠نه پوهيږي هيڅ نفس چه څه کار به کوي سبا
اوپه دغه جمله بيا فرمايی ٠ چه چاته دغه پوه نسته ٠ لکه عراق ٠ چه سبا څه پيښيږي ٠٠٠٠ وغېره
ترجمه ٠ او نه پوهيږي هيڅ نفس چه په کومه مځکه کښي به مري
او دمرګ ځای هم موږ ته نه رامعلويږي٠ مسلمه خبره ده
ترجمه ٠ بيشکه الله دئ ښه عالم (په ټولو احوالو)
داسي معلوميږي ٠ چه انسانته يو څه علم ور کوي ٠
هغه علم چه نه ورکوي نو داسي وايی الله
[color=red:5b962c8147]فان لم تفعلوا ولن تفعلو[/color:5b962c8147] (دغه نهی ده ٠ چه نه پرون ٠ نه نن ٠ نه سبا ) څوک کولانسي چه پوه سي ٠ (سورت البقره ايه 24 )
دغه يوه قضا ده چه قران دئ ٠ چه څوک به ئی ونسي ليکلای ٠
اوځيني شيانوته موږ قضا وايو ٠ او اصلأ هغه قضا نوي د سره ٠ (اصلأ الله ښه پوهيږي)
حليمي[/quote:5b962c8147]

ج.ښ. م. استاد حليمي صاحب او ګرانو لوستونکو ته سلام او درناوی.
ند په دې ډول هر څه چې کوو،يايې پريږدو او نه يې کوو، پرې پوهيږو ، خبريو او که ترې خبر نه يو، وس مو پرې رسيږي او که نه رسيږي، ټول څه چې پيښ شوي يا پيښيږي ، ټول له سيلمې قضأ او قدر د ی او هيڅ جزي ترين حرکت ، اراده،خيال او تصور، ميلان او پلان د انسان له قضأ يا اذلې ټاکنې څخه وتلي نه دي،او ټول د الله تعالی د قديم او مطلق علم په چوکاټ کې ترسره کيږي، نو بيا دې نتيجې رسيږو چې الله تعالی په هيڅ شي او هيڅ يوه پيښه کې اکتوئيل او زماني تصميم نه نيسي بلکې هر څه يې په قديم او اذلي ټاکنه يعنې قضا کې ټاکلي دي او په هماغه اذل کې يې ورته (( کن)) ويلی او تر هغې راهيسې دهعوی ټولو پيښو او حرکتونو (( فيکوان) روان دی او لکه يو نه ختميدونکی بهير دوام مومي. الله (ج) يوه نامحدوده مادي نړۍ، کائنات پيدکړل او دغسې نامحدوده اوږود پلان يې د موجوديت تغير او تبديل ورته هم درلود او د (کن فيکون) سره سم يې هم پيدايښت او هم پايښت د پروسې په توګه پيل شول او دوام لري، نو کله چې د پلان په پای کې کاينات ختميږي ، مادي نړۍ او موجودات تميږي هغه وخت ښايي قيامت او تر هغې وروسته غيرمادي نړۍ او ارواحان موجود وي او بس. والله اعلم


نقاد
27.05.2004

[quote="نقاد"][quote:7a851946ed="abdul karim Halimi"]م٠ ښ٠ ج٠ نقاد صاحب او لوستونکوته په ډېر احترام سلامونه وړاندي کوم !
يواري بيا خوشحاله سوم چه ستاسو او ملګرو سره په ليکنه بحث کوم٠
هو ستاسو د ليکني سره موافق يم ٠ په داسي حال کي چه ستاسو ليکنه زما نظر تائيده دی ٠
کوم حالتونه چه پنځوس کاله پخواقضا وه ٠ بعضي ئی نن قضانه ده ٠صحيح خبره ده ٠ دا معلوم حقيقت وو چه يو وخت دپاچا تعين قضا وه او نن نه ده ٠ ياويلای سو چه دغه هم قضا ده٠ ٠ مانا دا چه هر څه په تغير کي دي ٠
قضا دوخت سره تغير کوي ٠ که قضا يو ثابت حال وي نو طبيعت نه سو بللای نو يو ماشيني کار سو ٠
طبيعت د ماشيني کاره سره فرق لري
شيان چې نن ورځ د قضا له چوکاټ څخه راوتلي دي، پنځوس کاله لږمخکې سوچه د قضأ پورې تړلې پيښې بلل کيدلې ٠ دغه هم پخپله قضا ده ٠
کوم ساري ناروغۍ چه نن ئی موږ علاج که وو ٠ او پرون مو ئی علاج نه وو زده ٠ دغه هم قضا ده ٠
او کيالنډر هم الله جوړه کړېده ٠ مياشتي ،کلونه
او وموږ ته هم راښولې ده ٠ څه چه موږ مارک کړو په خپل کيالنډر کي چه پر کال دخېره به سفر کوو وطن ته ٠ که
الله بل څه نوه ليکلي نو موږ سفر سره رسېږي ٠ او که خداي کوم بل څه مارک کړي وه ٠ نو زموږ سفر پاته هغه څه به کيږي کوم چه ده ليکلي٠
او دغه لړۍ به تر اخير ساعته روانه وي ٠ کوم مجهول شئ چه معلوم کړو٠ دا قضا دغسي وه ٠
او زما داسي پياديږي چه قضا هم تغيرېږي دحديث په حواله که ضرورت وي؟ بيا کولای سم چه ريسرچ وکړم مالوستلي دي چه قضا تغييږي٠
او دغه ايات شريف خو داسي وايي
بسمه تعالی ٠ [color=cyan:7a851946ed]ان الله عنده علم الساعه [/color:7a851946ed] [color=brown:7a851946ed]وينزل الغيث [/color:7a851946ed] [color=blue:7a851946ed]ويعلم مافی الارحام [/color:7a851946ed] [color=green:7a851946ed]وماتری نفس ماذاتکسب غدا[/color:7a851946ed]
[color=orange:7a851946ed]ومايدری نفس بای ارض تموت [/color:7a851946ed] [color=blue:7a851946ed]ان الله عليم خبير [/color:7a851946ed]٠ (سورت لقمان ايه34 )
ترجمه ٠ [color=cyan:7a851946ed]بيشکه الله خاص هم ده څخه دی علم دقيامت [/color:7a851946ed]
نن نه سبا نه ٠ خو داسي ورځ را روانه ده چه دقيامت په ساعت به هم خلک خبر سي ٠ په هغه لحظه چه قيامت کيږي
ترجمه[color=brown:7a851946ed]او نازلوي الله باران [/color:7a851946ed]
موږ وليدل که درې کاله باران نه وسو نو موږ نه پوهيږو چه پرکال به باران وسي که نه ٠
ترجمه ٠[color=blue:7a851946ed]او معلوم دي الله ته هغه شئ چه په ارحامو کښي وي [/color:7a851946ed]٠
الله پوهيږي چه څه په ارحامو کي دي ٠ داسي نه وايی ٠ چه هيڅ انسان ته به دا علم پيدانسي
اما نن موږ په سل کي 90 پوهيږه ٠ چه په ارحامو کي نر دئ که نجلۍ
ترجمه ٠نه پوهيږي هيڅ نفس چه څه کار به کوي سبا
اوپه دغه جمله بيا فرمايی ٠ چه چاته دغه پوه نسته ٠ لکه عراق ٠ چه سبا څه پيښيږي ٠٠٠٠ وغېره
ترجمه ٠ او نه پوهيږي هيڅ نفس چه په کومه مځکه کښي به مري
او دمرګ ځای هم موږ ته نه رامعلويږي٠ مسلمه خبره ده
ترجمه ٠ بيشکه الله دئ ښه عالم (په ټولو احوالو)
داسي معلوميږي ٠ چه انسانته يو څه علم ور کوي ٠
هغه علم چه نه ورکوي نو داسي وايی الله
[color=red:7a851946ed]فان لم تفعلوا ولن تفعلو[/color:7a851946ed] (دغه نهی ده ٠ چه نه پرون ٠ نه نن ٠ نه سبا ) څوک کولانسي چه پوه سي ٠ (سورت البقره ايه 24 )
دغه يوه قضا ده چه قران دئ ٠ چه څوک به ئی ونسي ليکلای ٠
اوځيني شيانوته موږ قضا وايو ٠ او اصلأ هغه قضا نوي د سره ٠ (اصلأ الله ښه پوهيږي)
حليمي[/quote:7a851946ed]

ج.ښ. م. استاد حليمي صاحب او ګرانو لوستونکو ته سلام او درناوی.
ند په دې ډول هر څه چې کوو،يايې پريږدو او نه يې کوو، پرې پوهيږو ، خبريو او که ترې خبر نه يو، وس مو پرې رسيږي او که نه رسيږي، ټول څه چې پيښ شوي يا پيښيږي ، ټول له سيلمې قضأ او قدر د ی او هيڅ جزي ترين حرکت ، اراده،خيال او تصور، ميلان او پلان د انسان له قضأ يا اذلې ټاکنې څخه وتلي نه دي،او ټول د الله تعالی د قديم او مطلق علم په چوکاټ کې ترسره کيږي، نو بيا دې نتيجې رسيږو چې الله تعالی په هيڅ شي او هيڅ يوه پيښه کې اکتوئيل او زماني تصميم نه نيسي بلکې هر څه يې په قديم علم سره او په اذلي ټاکنه يعنې قضا کې ټاکلي دي او په هماغه اذل کې يې ورته (( کن)) ويلی او تر هغې راهيسې اوس هم دهغوی ټولو پيښو او حرکتونو
(( فيکوان) روان دی او لکه يو نه ختميدونکی بهير دوام مومي. الله (ج) يوه نامحدوده مادي نړۍ، کائنات پيدکړل او دغسې نامحدوده اوږود پلان يې د موجوديت تغير او تبديل ورته هم درلود او د (کن فيکون) سره سم يې هم پيدايښت او هم پايښت د پروسې په توګه پيل شول او دوام لري، نو کله چې د پلان په پای کې کاينات ختميږي ، مادي نړۍ او موجودات ختميږي هغه وخت ښايي قيامت اوسي او تر هغې وروسته يواځې غير مادي نړۍ او ارواحان موجود وي او بس. والله اعلم.
نوپه دې ډول درک شوې قضا کې د انسان نيت او اراده هم له مخکې څخه ټاکل شوې ده او داسې آزاده نشي ګڼل کيدای چې ګڼې له قضا او تقدير څخه د انسان نيت خلاص او ازادانه تصميم نيولای شي. داسې خو څو نشي کيدای چې احمد يا محمود دې غلا ، زنا او دروغ درب ويل کوي، خو که نيت او اراده يې ونکړي نو په هغه غلا يا زنا نه ګناهګاريږي. غلا او زنا او دروغ ويل به څنګه بي له نيت او ارادې څخه ترسره شي ؟ که هغه کول د چا په تقدير کې وي، نو نيت به يې هم ورسره ټاکل شوی وي ، خو په قضا کې د نيت دټاکلو سره سره د دروغو، غلااو زنا پر عمل باندې مسلمان ته سزا اوعذاب شته دی . /quote]



ع کريم حليمي
28.05.2004

ډېرمحترم نقاد صاحب سلام او ښې هيلي!
ګرانه وروره نقادصاحب ٠ داسي نده لکه تاسوچه فکر کړی ٠ څه چه تاسو ليکلې ٠ کوم اصولي دليل کيدای نسي
که ستاسو خبره رشتيا وي ٠ نو خدای خو ظالم نه دي ٠ چه هر څه فري پروګرام کړي ئی دي او بيا جزا هم راکوي ٠
هر څه دوه طرفه لري ٠ لکه د انسان وجود چه څيني جهازو باندي موږ کنترول نه لرو ٠ او د باصيرې باندي
کنترل لرو٠ نو هغه څه چه دخارجه موږته راپېښ سي موږ کنترول نه پر لرو ٠ او موږ چه هر عمل او کلام کوو
ازاد يو يا ازادي لرو ٠ او دغه خبره ټکر نه کوي د قرأن سره ٠ پر هر هغه څه چه موږ کنترول يا قدرت لرو هغه قضا
نده ٠ [color=red:f161b97b08]او هر هغه شئ چه موږ قدرت نه لرو هغه قضا ده[/color:f161b97b08] ٠ دغه زما جملې يوه هم دقران سره
ټکر نه لري ٠ نو دليل کېدای سي ٠ دهر سړي دپاره ٠ پرخپله خبره دريږم تر څو چه په حديث يا ايات شريف
سره ئی را رد کي ٠ فرضأ که احمدرا ولاړ سي محمود مړ کړي ٠ احمد خوني سو او خدای
جزا ورکوي ٠ او محمود ته اجرونه هم سته چه بيله قضی مړ سو ٠ او قدر د قضا سره مه کډه وۍ٠ دوه جلا شيان دي ٠ او (کن فيکون) هيڅ اړه نه لري دانسان د اعمالو سره ٠
الله دا فرمايی ٠ [color=blue:f161b97b08]بديع اسموت ولارض و اذاقضی أمرأ فانما يقول له کن فيکون ٠[/color:f161b97b08]
بقره117 ترجمه ٠ پيدا کونکۍ د اسمانو او دمځکي دئ او هرکله چه اراده وکړي د يوه کار نو بيشکه هم دغه خبره ده چه وايی هغه کارته چه وشه ! نوهغه وشي ٠
معلومه ده چه کن فيکون د انسان د ارادو، نيت سره کوم اړېکي نه لري ٠
جواب ته سترګي په لار ٠
حليمي


نقاد
30.05.2004

دروند قدرمن او منلی حليمي صيب او قدرمنو لوستونکو ته سلام او درناوی
قضا او قدر رښتيا هم په ګډ مفهوم سره ما استعمال کړي دي، زيات د قدرپه معنی، چې البته حليمي صاحب تاسو دواړه راته سره په اصولي توګه بيل کړل. په داسې حا کې قدر مو په تفصيل سره روښانه کړی دی، قضا مو صرف دغسې ګنګه پرې ايښې ده :
[quote:9d656eef39]قضی ٠ مځکه ، لمر ، ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ حرکت
او انسان چې هر عمل کوی دا ټوله قضی ده[/quote:9d656eef39]
له دې څخه زيات مطلب نه اخيستل کيږي،خو تاسو بيا يو مترقي اصل په يوه جمله کې په بل ځای کې چيرې ورزيات کړی چې وايي، هغه څه چې د انسان په وسه او توان کې نه وي، قضا ده، او که وي قضا نه ده.
په هر صورت دلته ډيرې پوښتنې ، انګيرني مطرح کيږي او ګڼ شمير نوې نتيجې ﻻس ته راځي چې البته ځينې يې داسې دي:
١ ـ داسې بريښي چې د يوې پيښې پيښيدل حتمي شي او انسان يې نور مخه نشي نيولای، لکه د يو انسان د مړينې په صورت کې چې پښتانه وايي ،پوره يې راغلې وه، يعنې ژوند يې فوت (قضأ) يا د مرګ قضا يا حکم يې د خدای له لوري شوي و او نور ژوندی نشو پاتې کېدلای.

دلته هم داسی بريښي چې د طبيعت قوانين ، او دهغې قوانينو پلي کيدل د تصادفاتو په شکل کې د قضا په برخه کې يو رول لري: مثلأ مرګ يوه قانوني پيښه ده، هر ژوندی موجود او په دې توګه هر انسان مرګ لري او په حتمي توګه مري . ژوند يوه نسبي ، خو مرګ يوه مطلقه پيښه ده . د مرګ قانونمندي په نسبي او مطلق شکلونو پلي کيږي . د ساري په توګه امريکايي پوهانو معلومه کړې او کولی شي مالومه کړي چې د يو ټاکلي سړي (احمد) ژوند په نهايي توګه ځومره موده دوام کولی شي . ځکه نوموړي د يوه زړه د هغو ضربانونو شمير مالومولی شي چې د اړونده انسان زړه يې په پاتې ژوند کې لري. له هغې څخه د نهايي عمر کالونه ، مياشتې ، ورځې او آن ساعتونه هم مالوموي . خو هغه مرګ چې تر دغه عمر وروسته پيښيږي اجل مطلق دی، ځکه تر هغې زيات ژوند نور امکان نلري. اوداچې انسان يې هم ځنډولی نشي، نو دې ډول مرګ ته قضا هم ويلی شو . خد له بلې خوا اجل معلق هم قضا ده، خو دا ډول قضا د انسان په هلو ځلو، درملنو او طبي عملياتو ځنډلی شي . که يې درملنه ونشي ، مرګ پر معلق او زوړند دی، ښايي د همدغې ناروغۍ له امله ، دلته هم په بې کسۍ او (اقتصادي) بيوسۍ کې مړ شي او مړينه يې قضا او د ژوندانه فوت کيدل دي. خو جلبه داده چې د قضا دغه شکل د انسان په هلو ځلو يعنې د طبيب او درملنې په هڅو سره بدلون موندلی يعنې تر مطلقه اجل پورې ځنډيدلی شي: د زړه له وروستي ضربان څخه وروسته ژوند په هر صورت ختم ، اجل مطلق او قضا نوره په ځنډ نه منونکې توګه پلې کيږي.
له دې څخه دا نتيجه اخلو چې :
٢ ــ اصلأ همد غه د طبيعت او ژوندانه قوانين دي چې په نسبي او بالاخره په مطلق شکل عملي کيږي، په نسبي حالت کې د هغې پلي کول او يا مخه نيول د انسان د وسې او طاقت سره سم قضا ته تغير ورکوي او يا قضا پلې کيږي، خو په مطلق صورت کې د انسان هلې ځلې د هغې پر ضد هيڅ معنی نه لري، قضا تغير نه خوري او د طبيعت د قانون (قضا) تحقق پيدا کوي . خو داچې طبيعت او دهغه قوانين ټول الله تعالی پيداکړي دي، نو ټولې پيښې او تغيرات ، چې د طبيعت او طبيعي قوانينو پر مټ رامنځته کيږي، هم دالله تعالی د خلقت او ارادې له خوا انګيرل کيږي ، او د هغه قضا او حکم يې بولو. او مونږ دمسلمانانو په توګه په دې ايمان لرو.

٣ـ خو دا حکم او قضی الله تعالی څه وخت کړي دي، طبعأ هغه وخت چې طبيعت و د هغه قوانين يې د لومړي ځل له پاره رامنځته کول ، نو د هغوې د اغيز او حرکت پايلې هم ورته له اول نه تر آخره پورې دقيقأ معلومې وې، مالومې دي او مالومې به وي . د هغه لوی ذات له قديم اذلي او ابدي علم له احاطې اوعلمي تسلط څه هيڅ شی بهر نه دی.
[color=blue:9d656eef39]نتيجه: د طبيعت او جامعې ، او له طبيعي او اجتماعي قوانينو او تاريخي قانونمنديو پرته الله تعالی نور د انسان په ژوندانه کې لاسوهنه نه ده کړې او هغه يې آزاد پري ايښی چې له طبيعت او ټولنې او د هغوی له قوانينو څخه د خپلې پوهې او طاقت سره سم د ښه ژوندانه د جوړولو له پاره کار واخلي. د اجتماعي ژوند د لا پياوړتيا له پره يې بشپړتيا او تکامل دده د ژوند هدف ګرځولی دی ، او ددې لپاره يې د طبيعت تسخير هم ، که وطنمل صاحب راسره موافقه ولري، د انسان د ژوندانه رسالت ټاکلی دی. والسلام [/color:9d656eef39]



ع کريم حليمي
30.05.2004

دروند قدرمن نقاد صيب او قدرمنو لوستونکو ته سلام او درناوی
قضی ٠ مځکه ، لمر ، ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ حرکت مطلب دادی چه ټوله سيارې او بې جانه داسي جوړ سي چه خپله
اراده ونلري ٠ او الله دغسي اراده درلوده ٠چه مځکه او لمر خپله اراده ونلري ٠لکه موږ چه موټر جوړکړی دی٠
او تر هرڅه دمخه الله اراده کوي او ورسته هغه قضی وګرځي ٠ هو ٠ بعضی وخت يو خاصه اراده وکړي
چي فلان سړی دي ايمان را وړي ٠ دائ رحم دی ٠ او رحم طبيعي شئ دی ٠ او ظلم طبيعي نه دی ٠
هم که څوک د طبيعي قانونه خلاف عمل وکړي ٠ نو الله قهر کوي ٠ چه دا هم طبيعت دئ٠
او څيني داسي ارادې د اوله کړي دي لکه د اسلام غاليب کېدل ،محمد(ص) کاميابې ٠ نو ويلايسوچه قضاده٠
اول خدای اراده وکړه چي انسان به اشرف المخلوقات کوم ٠ نو دغه قضا ده ٠ مطلقه قضا ده ٠
او کوم سړی چه غلا،درواغ ،رزالت کوي ٠ نه د الله اراده ده نه رضا نه قضا
( او انسان چې هر عمل کوی دا ټوله قضی ده ) دغه جمله کی زه اخلم برته [color=red:86a5dfcd2e]مطلب مي دا وو چه وليکم چه الله پوهيږي چه انسان به څه وکړي (علم قديم)[/color:86a5dfcd2e]
طبيعت تسخير، انساني تسخير ٠ تر دغه ګړيه نيم پوه چي چه موږ انسانان د تسير لپار خلق سوي يو ٠
هغه ورځ چي مي د قدرمن (وطنمل ) صاحب ليکنه لوستې ده ٠ هر ورځ کار پرکوم ٠ نه يم پوهېدلۍ تر دغه کړيه ٠
او خدايه غواړم چه الله اراده د پوهي راته وکړي ٠ چه زما د پوهي قضا سي ٠
او يوه واضع قضا دلته ښه معلوميږي ٠ او قدرت نه لرو چه ځان دضعيفۍ خلاص کړو ٠
بسمه تعالی ٠ [color=blue:86a5dfcd2e]يريد الله ان يخفف عنکم و خلق الانسان ضعيفا [/color:86a5dfcd2e]سورت النسأ ايه ٢٨
ترجمه ٠ اراده لري الله د دې چه سپک کړي (بار) له تاسي نه، او پيدا کړه شوئ دی انسان ضعيف
او د ضعيفۍ په ګناه مو هم نه نيسي ٠ خدای دي وکړي چي نن مي سوال حل کړۍ وي ٠ کڅه هم دا سوال 5000 کاله
پلس عمر لري ٠
حليمي


نقاد
18.06.2004

[quote:8105dd0c28="abdul karim Halimi"]
قضی ٠ مځکه ، لمر ، ٠٠او حرکت يې ـــ مطلب دادی چه ټوله سيارې او بې جانه شيونه داسي جوړ سي چه خپله
اراده ونلري ٠ او الله دغسي اراده درلوده ٠چه مځکه او لمر خپله اراده ونلري ٠لکه موږ چه موټر جوړکړی دی٠
او تر هرڅه دمخه الله اراده کوي او ورسته هغه قضی وګرځي ٠ هو ٠ بعضی وخت يو خاصه اراده وکړي
چي فلان سړی دي ايمان را وړي ٠ دائ رحم دی ٠ او رحم طبيعي شئ دی ٠ او ظلم طبيعي نه دی ٠
هم که څوک د طبيعي قانونه خلاف عمل وکړي ٠ نو الله قهر کوي ٠ چه دا هم طبيعت دئ٠
او څيني داسي ارادې د اوله کړي دي لکه د اسلام غاليب کېدل ،محمد(ص) کاميابې ٠ نو ويلايسوچه قضاده٠ [/quote:8105dd0c28]
ايا داسې نشو ويلی چې اراده د يوه کار ،پيښې يا عمل مادي ــ تخنيکي امکانا تو ته وايې چې الله تعالی پيدا کړي دي ، که څوک ښه کوي او که بد، کار يې خپل دی او همدا دانسان آزادي او همدلته يې مسوليت مطرح کيږي، خو صرف څه چې کيږي او يا انسان يې کوي الله تعالی ترې له اوله خبردی او علم قديم پرې لري. او هغه څه چې کيږي دېته قضی وايي. البته په ښو کارونو کې د الله ر ضا او په بدو کې صرف د هغه کار مادي ــ تخنيکي امکان (اراده د خدای) شامله ده .

[quote:8105dd0c28]اول خدای اراده وکړه چي انسان به اشرف المخلوقات کوم ٠ نو دغه قضا ده ٠ مطلقه قضا ده ٠ [/quote:8105dd0c28]
دا د انسان خپل کار نه دی، لکه څنګه چې د غرونو ،لندې وچې اسمانونو او ستورو پيداکول ديدغسې دا هم د الله (ج ) په اراده کيږي او انسان په کې رول نه لري.

[quote:8105dd0c28]
او کوم سړی چه غلا،درواغ ،رزالت کوي ٠ نه د الله اراده ده نه رضا نه قضا [/quote:8105dd0c28]
اراده د امکان په شکل به په کې وي. رضا يې پکې نشته. د امکان څخه کار اخيستل او عملي کول د انسان خپل اختيار ، نيت او آزادۍ پورې اړه لري.

[quote:8105dd0c28]طبيعت تسخير، انساني تسخير ٠ تر دغه ګړيه نيم پوه چي چه موږ انسانان د تسير لپار خلق سوي يو ٠
دابه [/quote:8105dd0c28]
د انسان د خلقت هدف او غايه خو د وطنمل صيب په ليکنه کې هم داسې ښودل شوې چې لله تعالی ملايکو ته هم معلومه نکړه او په دې اړه يې وفرمايل چې (( زه ښه پوهيږم)) او عاسې نه پوهيږئ. له دې کبله انسانانو ته هم مالومه نشي چې الله تعالی انسان د څه له پاره خلق کړی دی. والسلا م



ع کريم حليمي
18.06.2004

[quote:c5dc9c7175]د انسان د خلقت هدف او غايه خو د وطنمل صيب په ليکنه کې هم داسې ښودل شوې چې لله تعالی ملايکو ته هم معلومه نکړه او په دې اړه يې وفرمايل چې (( زه ښه پوهيږم)) او عاسې نه پوهيږئ. له دې کبله انسانانو ته هم مالومه نشي چې الله تعالی انسان د څه له پاره خلق کړی دی. والسلا م[/quote:c5dc9c7175]
نقاد صاحب او درنو لوستونکو سلام ! خدای مو جوړ او روغ لره ٠
نه داسي نه دا چه انسان نه پوهيږي چه له څه د پاره پېدايو٠
الله موږته خبر راکړی چه ٠ [color=blue:c5dc9c7175]بسمه تعالی ٠ وما خلقت الجن والانس الا ليعبدون [/color:c5dc9c7175]
سوره الذاريات /ايه ٥٦
او عبادت چه څنګه تعريف وۍ ٠ څو قيسمه تعريف کېدای سي
حليمي


نقاد
27.06.2004

په درنښت سلامونه وړاندې کوم او نيکمرغي مو له خداي غواړم. د عباداتو يو مهم شکل اطاعت دی حو د څه او په څه کې اطاعت د نيان د ژوندانه هدف کيدلی شي؟ طبعأ په هغه څه کې چې پخپله په روان او راتلونکي ژوندانه کې ډير مهم وي. هو، د الله تعالی د هغو قوانينو اطاعت دی چې الله تعالی په طبيعت، ټولنه او شعورکې
ايښي دي. دا قوانين د څشي دي او څه ګټه لري؟ دا [color=blue:d1616a6f0b]د طبيعت، ټولنې او شعور د حرکت او تکامل قوانين دي [/color:d1616a6f0b]چې په شعور کې د پوهې او معرفت، په ټولنه کې د سولې پرمختګ او اسودګۍ او په طبيعت کې د توليد او توليد د زياتوالي سبب ګرځي. څنګه چې دغه قوانين الله تعالی پيدا کړي دي نو پيژندنه او مراعت يې د الله تعالی دقدرت پيژندنه او اطاعت او په دې توګه عبادت دی. څنګه د همدغو قوانينو مراعت پر طبيعت او ټولنې باندې دانسان تسلط او حاکميت بشپړوي ،او د طبيعت بي فساده تسخير هم تردې پرته بل شی نه دی ، په وروستي تحليل کې ښايي په نوموړي ايت شريف کې له (( .. الا ليعبدون )) څخه هدف همدغه بي فساده تسخيروي.دا چې د ټولنې د حرکت او تکامل قوانين هم ورسره مراعت کيږي، نو د تسخير بي فسادي او د مولده ځواکونو کارول د ټولنې په خير سره پکې تضمين شوي دي. تر دې به د ژوند ښه ترا هدف بل چيرې وي چې هم عبادت او هم کار او فعاليت وي او هم د فرد فرد او د ټولنې د پرمختګ لار او تضمين اوسي . واسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more