د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ


طالب جان
12.11.2003

[quote:cf04b38cd7="پښتون ځلمی"]السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
جزاکم الله خېرا محترم طالب جان صيب. سبحان الله والحمد لله، پۀ ريښتيا چې علم يو بحر دى او بيا پۀ تېره د اسلام علم.
وروره، بخښنه غواړم کۀ زۀ نۀ يم پوه شوى، خو ماته داسې ښکاري چې پۀ دې حديثونو کې پۀ ښکاره ډول دا ذکر نۀ دى شوى چې دا جهري لمونځونه يادوي او کۀ خفيه او کۀ دواړه. امکان لري چې د "قرات" معنا يواځې پۀ اوچت غږ قرات وي؟ بل دا چې د دواړو ډلو د دلايلو او بحث نه هم داسې برېښي چې خبره د جهري لمونځ کېږي. تاسو هم د خفيه لمونځونو حکم داسې ياد کړى (پۀ "يادونه" کې) چې ګنې دا دلايل د خفيه لمونځونو د پاره نۀ دي.
بېرته لومړۍ پوښتنې ته؛ لکه څنګه چې ما پۀ اوله ليکنه ياد کړل، ما دغسې يو څۀ اورېدلي چې په لمانځه کي دﻻس تړلو طريقې پۀ اړه صحيح حديث/احاديث پس د امام ابو حنيفه (رح) د وخت و موندل(؟) شو خو حنفيانو خپلې طريقې ته تغير ور نۀ کړل او يا هم دا چې زموږ دا ډول لاس تړل د دوو (٢) بېلو بېلو سنتونو پۀ منځ کې يوه لاره ده. دا ريښتيا دي او کۀ نه. پۀ دې کۀ لږ څۀ رڼا واچوئ، ډېره مهرباني به مو وي.[/quote:cf04b38cd7]
خوږه وروره پښتون ځلمي صيب السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
په اړونده مسأله کي چي کوم مبارک احاديث راغلي دي هغه د مطلق لمانځه په اړه راغلي او کله چي مطلق لمونځ ذکرشي له هغه څخه جهري او سري دواړه لمونځونه مراد وي دداسي احاديثو مقيد کول فقط له جهري يافقط له سري سره دفقهي اصولو له مخي صحيح نه دي .دوهم تاسي چي کومه خبره اوريدلي ده نو دا خبره غلطه ځکه ده چي احنافو دﻻس تړلو طريقه له خپله ځانه نده جوړه کړي بلکه داحنافو طريقه په صحيحو احاديثو باندي ثابته ده . والله اعلم باالصواب



ع کريم حليمي
06.04.2004

محترم پښتون ځلمی او درنو لوستونکو سلام
نن می دپښتون ځلمی سوالونه کتل ډير ښه سوالونه ئ کړی وه ٠ او داسی راته معلومه سوه چه يوسوال بی جوابه
پاته دئ ٠ او ډير ښه سوال دئ
د ښاغلی ځلمی سوال (بېرته لومړۍ پوښتنې ته؛ لکه څنګه چې ما پۀ اوله ليکنه ياد کړل، ما دغسې يو څۀ اورېدلي چې په لمانځه کي دﻻس تړلو طريقې پۀ اړه صحيح حديث/احاديث پس د امام ابو حنيفه (رح) د وخت و موندل(؟) شو خو حنفيانو خپلې طريقې ته تغير ور نۀ کړل او يا هم دا چې زموږ دا ډول لاس تړل د دوو (٢) بېلو بېلو سنتونو پۀ منځ کې يوه لاره ده. دا ريښتيا دي او کۀ نه. پۀ دې کۀ لږ څۀ رڼا واچوئ، ډېره مهرباني به مو وي.)
ګرانه وروره ځلمې جانه داسی نده چه دلاسو دتړلواحاديث پسله ابو حنيفه پيدا سوه ٠ که زما حافظه سمه وي
داسی می پياديږی چه بخاری رح پر ١٣ د شوال سنه ١٩٨ هجری کی د جمعی په ورځ زيږيدلی دی٠
اوس راځو ودغه ته چه امام صاحب په تړلو لاسو (راسته پر چپه)
لمونځ کاه ٠ او کله چه امام بخاری امام سو او د بخاری صحيح په نامه کتاب وليکی (احاديث راټول کړه )
بيا هم بخاری رح په تړلو لاسو لمونځ کاوه ٠ او دغه دوه حديثه د لاسو په باره کی درته ليکم چه يو ئی د
موطا د امام مالک رح او بل د صحيح بخاری
Sahih Al-Bukhari Hadith
Hadith 1.707 Narrated by
Sahl bin Sad

The people were ordered to place the right hand on the left forearm in the prayer. Abu Hazim said, "I knew that the order was from the Prophet ."

Al-Muwatta Hadith
Hadith 9.50
Placing One Hand on the Other in the Prayer
Yahya related to me from Malik from Abu Hazim ibn Dinar that Sahl ibn Sad said, "People used to be ordered to place their right hands on their left forearms in the prayer."
Abu Hazim added, "I know for sure that Sahl traces that back to the Prophet, may Allah bless him and grant him peace."
او په اوله طبقه کښې موطا د امام مالک رح ، صحيح بخاری او صحيح مسلم په شان کتابونه شامل دی
چه په دغو کتابو د ټولو علماو اتفاق دی ٠ چه د دی ټول احاديث صحيح دی ٠
او هيڅ داسی نده پيښه چه دااحاديث تر امام ابوحنيفه ورسته پيدا سوی ٠ اول هم وه ٠ يوازی امام بخاری په
يوه کتاب کی سره راټول کړه

حليمي



ع کريم حليمي
07.04.2004

وضع اليمنی علی اليسر فی الصلوه ٠ په لمونځ کی راسته لاس چپه لاس ايښو ول
حدثنا بن مسلمه عن مالک عن ابی حازم عن سهل بن سعد قال
کان ناس يؤمرون ان يصنع الرجل اليد اليمنی علی ذراعه اليسری فی الصلوه و قال ابو حازم ﻻ اعلمه الاينمی ذلک
الی النبی صلی الله عليه و سلم
تر جمه ٠ سهل بن سعد رض روايت کوی ٠ خلقو ته به دا حکم ورکولکيدی ٠ چه په لمانځه کی راسته لاس د چپه
لاس پر مړوند اږدی ، او ابو حازم وئيلی دی ، زه پوهيږم چه دا حکم نبی صلی الله عليه وسلم طرف ته منسوب دی
محترمو وړونو دغه عربی حديث می نن پيدا کړی په کتاب کښی ٠ بخښه غواړم چه اول می په انګليسی کښلی
وو ٠ او و موطا حديث په عربی ليکنه کی نه لرم ٠ وسلام



طالب جان
01.05.2004

گرانه محترمه او مکرمه وروره حليمي صيب :
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
له ليکني همدا راز زمونږ دمسايلو له په دقت کتلو څخه مو مننه په راتلونکي کي مو همکاري غواړم خوښ او بريالی اوسی .


پښتون ځلمی
07.05.2004

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
لومړی نوو ورونو او خويندو ته ښۀ راغلاست وايم٠ الله پاک دې وکړي چې ټول روغ او جوړ اوسئ٠
عبدالکريم حليمي وروره، ډېره مننه ستاسو د ځواب نه٠ وروره، ما يواځې د لاسونو دتړلو خبره نۀ کوله بلکې د لاسونو دتړلو دغۀ ځانګړي ډول يادونه مې کوله (يانې د ښي لاس ٢ ګوتې د ګڅ لاس د مړوند نه چاپېره کول او دا پاتې ٣ ګوتې غزول او دا دواړه لاسونه پۀ نامۀ باندې کېښودل)، او اورېدلي مې دي چې دا کومه سنت طريقه نۀ ده بلکې سنت هغه دي چې سلفيان او دا نور ورونه يې کوي٠
پۀ درنښت



ع کريم حليمي
15.05.2004

[color=blue:a7c82ad770]ډير محترم پښتون ځلمی صاحب او درنو لوستونکو سلام !
ستاسو خبره بېخي پر ځای ده ٠ داسي يو حديث هيڅ نسته ٠ چه دوې ګوتي پر مړوند راوګرځوی٠
دا زه غاليب ګومان کوم چه د امام صاحب قياس دئ ٠ امام صاحب د ډېر لور قياس خاوند وو ٠ علما ليکي چه
امام صاحب سراج امت دئ ٠ زه فکر کوم چه امام به دا قياس په دې خاتر کړی وي چه په لمانځ کي عاجزي يوشرط
د لمانځ دئ ٠ تجربه تاسو وکی ٠ چه لمنځ کوی ٠ چه لاسونه ترنامه لاندي ونيسی نو اوږې لږ مخته راکړوپېږي
جسماني عاجزي پکښي معلوميږي ٠ او که لاسونه تر نامه لوړ و نيسئ نو جسماني عاجزي نه پکښي کيږي ٠
او د ابو حنيفه رح فقه چه ګورئ داسي ډير حکمونه لري ٠ چه دحديث حواله نه لري ٠ دغه سبب دئ چه بعضي
فقها ليکي چه امام رح ډير قياس څه کار اخستئ دئ ٠ [/color:a7c82ad770]


پښتون ځلمی
01.10.2004

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
دا موضوع بيا را پۀ ياده شوه او زۀ بيا خپلې لومړۍ پوښتنې ته راځم
حليمي صيب، کۀ چېرې پۀ حديث شريف کې راغلي وي چې لاسونه بايد پۀ کوم ځای کېښودل شي، نو بيا خو دا پورتنی دليل کار نۀ کوي. سلفيان وايي چې پۀ صحيح حديث کې دا مسله څرګنده ده او حنفيان تېر وتنه کوي. پۀ ريښتيا هم داسې ښکاري چې موږ ځينو حکمونو/عملونو ته د قران او حديث پۀ رڼا کې کوم دليل نۀ لرو.



ع کريم حليمي
05.10.2004

ځلمی صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
لاسونه پورته نيول يا خکته نيول څه خبره نه ده ٠ داد لمانځه اخلاقي عملونه دي ٠
کوم ځاي يا مسئله کي چه مشکل درته پيداشو ٠ واجبيږي چه خپل شک رفعه کړي ٠ تر هغه وخته چه پوه حاصلوۍ د خپل امام متابعت کوۍ ٠
لاسونه چه کوم ځای امام حنيفه ښودلۍ ٠ ډيره ښه د فقهي عمل دي ٠ دومره د اختلاف څه پکښي نسته ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more