د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

ډاکتر څپاند
06.07.2011

ملتوال صيب متقابل سلامونه ومنئ،

زما په اند دانګريز سره دپاکستان دنظاميانو او دولت مطلق تړاو او دافغانستان
سره ددې دواړو دښمني دومره وضاحت لري چې دبحث حاجت ئي نشته٠
ستاسو دتشويش د رفع کيدو لپاره بايد عرض کړم چه سعودي واکمنان دانګريز
او امريکې د اجازې بغير بيت الخلا ته هم نه ځي،پاته شوه لا دا چې دې پاکستان داټومي پروژې سره مرسته وکړي٠
زه داسې انګېرم چې ته يو ډير پوه سړی ئي او هسې دنورو دې نظرياتو د
معلومولو لپاره "خود را در کوچۀ حسن چپ ميزني" عارفانه تجاهل کوې،او
يا هم خدای مکړه دپاکستاني دښمن تبليغاتو ګمراه کړی ياست٠


عادل عادل
06.07.2011

السلام علیکم

[quote:61521a6f04]دپاکستان په خاوره کی یوه غریبی نظامی هډه هم نشته [/quote:61521a6f04]

د فیل په غوږ کې خوبیولیه ملت وال صاحب !!

پاکستان د رنډی مثال لري، دا یوازې زما خبره نه ده بلکه په میلیونونو مسلمان او غیر مسلمان خلک په دې نظر دي، د رنډی په کور د ننه کې تاسو ته ددې حاجت نشته چې ځان ته د ارام ځای جوړ کړی، بلکه رنډی به هر څه خپل درسره شریکوي !

هسې د افغانانو په زخمونو مالګې مه دوړوه !

د خدای نه ووېرېژه، یا خو توبه وباسه او یا پښتو مه وایه !

نور به هیڅ هم ونکړې، هسې به د هغو وروڼو اعتبار مونږ ته کم کړې، چې وار له مخه یې ستاسو په شیر او نطفه دواړو افرین ویلی دی !!


Naeem sadat
06.07.2011

عادله وروره
خبره په دی کی نه ده چی خدای نخواسته زه دافغانستان په مقابل کی دپاکستان طرفداری کوم او نن بیا دافغانستان او پاکستان په منځ کی جنګ هم نشته
خو دا دانګریزانو لاسپوڅی نن غواړی چی موږ په دی باندی متعقین کړی چی انګریزان دپاکستان په مقابل کی زموږ متحدین دی
زه دا نه وایم چی پاکستان ډیر عالی اسلامی دولت دی ، خو زه وایم چی همدا خراب پاکستان موږ ته له امریکا او روسانو نه نن ښه دی او زه دا هم نه وایم چی موږ له پاکستان سره جنجالونه نلرو ، بلکی زه دا وایم چی دا جنجالونه باید ددی باعث نشی چی روسان او انګریزان ګټه تری پورته کړی او موږ یعنی پاکستان او اقغانستان دواړه خپل غلام جوړکړی ، نوپه هغه حال که به نه پاکستان وی نه به افغانستان وی اونه پښتونستان


عادل عادل
06.07.2011

السلام علیکم

ملتوال صاحب

پاکستان د ښکاره دښمنی میړنتوب نلري، خو په وروری کې د وهلو ښه ماهرین دي، زمونږ سره د پاکستان عقیدتي اشتراک زمونږ بدبختي ده، دا چې د هندوستان سره زمونږ د ډول اشتراک نلري، زمونږ په نسبت یې لاس ورڅخه لنډ دی.

افغانان د هر دوست او دښمن سره باید د خپلې عقیدې او کلتور په رڼا کې تعامل وکړي، لکه چې کوي یې، خو د پاکستان سره په تعامل کې دا دواړه اصله باید نادیده ونیول شي، ځکه له همدې دوو اصلونو څخه پاکستان په لویه پیمانه غلطه ګټه پورته کړې او لا یې پورته کوي.


Naeem sadat
09.07.2011

زموږ یو ورور دصمیم ټنی په نوم د دی فورم د (ملی اسلامی ولسواک غورځنګونو) په برخه دخپل ځان په بار کی لیکلی چی زه یی دلته رانقلوم

--------------------------------------------------------------------------------

اسلام علیکم ورحمت الله ،،،دسلامه وروسته ځما خوږو او قدرمنو افغانانو ورڼو ؛زه خپله شخصآ د بی بی سی،روسانو،او صهیونستانو تبلیغاتو لس کاله غولولی یم ؛د نن نه یولس کاله واړندی می د کابل پوهنتون د طب پوهنځی پریښود ،ولی چه ځما پر ذهن بی بی سی دومره کار کړی وو چه زه د وطن او یا د فاکولتی پریښودو ته خو څه د اسلام پریښودو ته هم تیار وم ،خو ځما ژوند په اروپا ،او امریکا کې داسي قسم قسم بدل شو چه شوکور الحمدلله نه فاکو لته را نه پاتی شوه نه وطن او نه هم اسلام .اوس راځو څنګه می اسلام ته مخه واوښته؟؟؟د نولسمي پیړي د شروع نه تر نن تاریخه پوري- (دجلیانو )په شلمه پیړیي کې پنځوس میلیونه انسانان له منځه یوړل تر څو ملل متحد ،او اسرۀیل را منځ ته کړي،د شلمي پیړي د شروع نه تر اوسه پوری
ي یې بیا یو دری یاڅلور سوه میلیونه انسانان دا دی لپاره د منځه یوړل تر څو دا دوه فکتورونه باقي پاتې شې،(دجلیانو)د ځمکی د تودوخی درجه ٦درجی لوړه بولي،د نړې د ورانولو لپاره یې په تجربوی علومو داسي وسلي جوړي کړي چه ۵۰ ځله نړي پریي ورانیدي شې،په هرو لسو وګړیو کې یې اته واګړي ،واګي ،تاګي ،او بې درملو ساتلي ،د هرو اتو واګړیو پر مخ یې د ښونځی وارونه تړلي،چه بیا پاسني عاملونه دا دي سبب ګرځي چه هیوادونه په کنډوالو واوړي او او د ځمکی قاری په وایرانو لکه بارز مثا لونه یې افغانستان ،بوسنیا،سومالیا،او افریقا د دوی په اند هیڅوک باید هیڅ څه وا نه لري خو که لری یې باید د دوی په خوښه ،کا مذهب وی کا دولت،مذهب د دوی په خوښه یعنی معنویت پریښودل په حیوانیت ژوند کول چه هغه ته یې ډیر ښایسته نوم وارکړي(دیموکراسی)او په مادیت کې بیا د دوی په بانک کې اکونټ درلودل خو دوی باید پری خبر وی،اوس په یویشتمه پیړي کې د دی ټولو مرضونو لپاره نور هیڅ فورمول نه دی پیدا شوی،ډیرو دا کوښښ کړي چه څه واکړو او یا ځما غوندی خپل سر خو خلاص کړي،خو ټول یوه نظر او یوه فورمول ته رسیدلي که هغه ،علامه اقبال وو که هغه سید جمالدین افغان وو که هغه سید قطب رحمه الله وو او که هغه نور دموږ اوسنی مشران دي .چه هغه فورمول دی اسلام . زه یې دلته د نوم اخیستلو نه ډده کوم اول خو ستاسو د احساساتو ته د قدر په سترګه د کتو لپاره،او دویم دا چه زه وغواړم چه اسلام ،شیطاني سیاست،پښتو او غیرت باید جلا جلا تعریفونه والري ،او دا دري واړه په خپلو کې،په هیڅ وجه جوړ نه شې راتلي،نو لکه څنګه چه تاسو ته بهتره معلومه ده چه موږ ټول افغانان مسلمانان یو نو هره پریکړه بیاید د اسلام په رڼا کې واکړو ،نه د پښتو او غیرت او حساسیت په رڼا کې،پښتو حساسیت مو سر خوري،اسلام مو د غلامي،لوږي،بیماري،او بي سوادۍ نه ژغوري،د اسلام موبین دین د نبي کرم ص په واسطه بشریت ډیر غښتلی پیغامونه رالیږلی ،لکه زده کړه ،تجارت روا ګڼل چه لوګه او بیماری له منځه واړی،او په مخالف جهت کې یې سود او غلام نیونه منع کول چه خوشبختي راوړي،راځم د طالبانو د اسلامي تحریک او د کرزي د حکومت د ایتلافي حکومت جوړیدل دا یو نا ممکن کار دي ځکه چه د کرزي حکومت د دیموکراسي په اصولو جوړ شوي دې او اسلامي امارت د یموکراسي ته خاص تعریف لري،او دوی شریعی دیموکراسی غواړی،او د کرزی حکومت غربي دیموکراسي غواړي ،دویم دا چه تاسي والي داسي فکر کوی چه امریکا او ملګرو بدماشانو یې افغانستان د دی لپاره اشغال کړي چه افغانان خوشبخته او هوسا کړي حال دا چه خپل امریکایی عسکر که چیري خپله ډوډی په امریکا کې پیداکولي شوي هیڅ کله به افغانستان ته پسی تللي نه وای،اوبل اساسی اړخ یې دا چه امریکایان وايې چه طالبان دی اساسی قانون وا منی بس هر څه چه دوی غواړي موږ یې منو نو کله چه خدای دی نه کړي کا طالبان شیطاني قانون وا مني بیا خو نو قره قولي،او نیکټایی ته هیڅ ځای نه پاتي کیږي اوس راځم د ملت وال صیب خبري چه دا اوسني جګړه ګلوبل جګړه د یوه دین د ژوندي پاتی کیدو جګړه ده چه تر سیوري یونیم میلیارد واګړي ژوند کویی،او ځما په اند که چیري د یو ملیارد مسلمانانو لپاره که چیري یو افغانستان قرباني هم شې،هیڅ عیب یې نشته ،خو له د وخته خبري دی ،کامیابي د حق ده ،او د کامیابي راز د شهیدانو په وینه کې نغښتي دی ځما خوږو ورڼو د شهیدانو د وینی خیال خو ساتي،الله پاک د صابرینو پر طرف دی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more