د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

Hashmat Kahn
16.04.2013

ګرانه پتنگه!
لومړي اجازه راکړي چې دا په ډاگه کړم چې موږ افغانستان ته په دي خاطر نه یو تللي چې افغانستان غصب کړو. موږ افغانستان ته په دي خاطر تللي یو چې هغو کسانو چې په متحده ایالاتو په یولسم د سپتمبر له افغانستان نه بریدونه وکړل دقانون منگولوته وسپارو اود افغانستان نه یو ښه اوسوکاله ځاي جوړ کړو ترڅو دافغانستان وگړي وشي کولي په سوله کې ژوند وکړي.
او که تاسي دا ادعا کوي چې په افغانستان کې تروریستان نشته نو ستاسو نه باید دا سوال وشې چې هغه کسان چې د ښځو په جامو کې او چادریو کې له چاودیدونکو ټوکو سره هره ورځ ملی پولیس ، ملی اردو او ملی امنیت نیسي هغه څوک دي؟ موږ له خپل افغان ساری سره په گډه ترهغوبه کار کووچې دغه تروریستان د قانون منگولو ته وسپارو او تر هغو چې نور ددوي له خوا کوم ویر او تهدید اولس ته نه وي.
که تاسو له جهاد نه خبري کوي ټولو افغانانو او نړیوالو ستاسو جهاد د فراه په ولایت کې یو څو ورځۍ وړاندي ولید چې ټول ښار مو په وینو کې ولمبوه ستاسو جهاد د ولسي وګړو په وړاندي دي.
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودعمومي قومنداني دبریښنایې خبرواترو تیم
Digital Engagement Team - USCENTCOM
www.centcom.mil
https://www.facebook.com/CENTCOMDari?ref=hl


اتل
16.04.2013

پتنګه وروره، که د جها دعوی کوي او د اسلام پر بنیاد ولاړه جګړه کوې، نو بیا اسلامي احکامو تهټینګ شه. په اسلام کې دا نشته چې که دې دښمن قوي وي، نو د خود کشۍ اجازه هم لري، بلکه اسلام ولیي چې که دښمن ستا نه دوره چنده قوی وی، نو د هغه سره جنګ کول د خود کشۍ معنی لري او خود کشي په اسلام کې نارواو ده. تاسې مخکې هم چیرې ویلي وو چې که دښمن زما نه قوي وي نو ورته تسلیم شم؟ نه وروره، تسلیم کیږه مه، د خود کشۍ نه پرته د مقابلې نورې لارې هم شته دي. ددنیا د تر ټولو نه د غټ خون خوار قدرت پخواني شوروي اتحاد په مقابل کې موږ کله خود کشي وکړه. خود کشي د عربي ترورستانو میراث را پاتې شو. شوروي چې زمو سره یې ۱۲۰۰ کیلو متره شریک سرحد درلود او ان د آمو دسند نه د هغې غاړې یې بمباری کولې او د افغانستان پیاوړې اردو یې هم په اختیارکې وه، د خودکشئ نه پرته مو مات کړ.
اوس لکه چې طالبانو د الله هیله پرې ایښې په خود کشانو یې ځان سپارئ؟ وروره، دا ائتلافي قواوې او بي پیلوټه اولتې زما اوستا او حتې د طالبانو د ټکولو دپآره دلته ندي راغلې، بلکه د تیرورستانو د منګلو نه زما، ستا او طالبانو د ژغورلودپاره راغلئ دي.


pattang
17.04.2013

[quote:6f42d9eaa6]پتنګه وروره، که د جها دعوی کوي او د اسلام پر بنیاد ولاړه جګړه کوې، نو بیا اسلامي احکامو تهټینګ شه.[/quote:6f42d9eaa6]
انشا الله !

[quote:6f42d9eaa6]په اسللام کې دا نشته چې که دې دښمن قوي وي، نو د خود کشۍ اجازه هم لري، بلکه اسلام ولیي چې که دښمن ستا نه دوره چنده قوی وی، نو د هغه سره جنګ کول د خود کشۍ معنی لري او خود کشي په اسلام کې نارواو ده.[/quote:6f42d9eaa6]
کليمې ، مفهوم او مانا وې بايد سره وسپړل اوګډ وډ نشي !!

که دوښمن ناروا او قوي وي نو ځانمرګي بريد پر دې نيت
روا دی چې سړی خپل ځان مرګ ته ورکړي او دوښمن ته
ماتې ورکوي او زيان ور واړوي !
نېت ،حالات او شرائط او څرنګه والی يې مهم دي.....
ځان مرګي په اسلام کې منع دی چې سړی ځان دنورو
عواملو له خوا ( نيستي ،بېچارګي، مريضي ، نااميدي .....) خپل ځان وژني٠

[quote:6f42d9eaa6]تاسې مخکې هم چیرې ویلي وو چې که دښمن زما
نه قوي وي نو ورته تسلیم شم؟ نه وروره، تسلیم کیږه مه، د خود کشۍ نه پرته د مقابلې نورې لارې هم شته دي.[/quote:6f42d9eaa6]

مقابله په هرحالت کې امکان نلري ځکه مقابله د دوښمن تر
قويتوب پورې تړلې ، کله امکان لري او کله نه ....که
مقابلې هر وخت کار ورکولی نو افريقايې تور پوستکو
به دپرديو خصوصا د امريکايانواو اروپايانو مخه
نيولې وه تر څو يې چې په 18 قرن کې خپل ځانونه له
غلامي ځخه ترې خلاص کړي وی !
دامريکې تور پوستي دتېروخت غلا مان دي!

[quote:6f42d9eaa6]ددنیا د تر ټولو نه د غټ خون خوار قدرت پخواني شوروي اتحاد په مقابل کې موږ کله خود کشي وکړه. خود کشي د عربي ترورستانو میراث را پاتې شو. شوروي چې زمو سره یې ۱۲۰۰ کیلو متره شریک سرحد درلود او
ان د آمو دسند نه د هغې غاړې یې بمباری کولې او د افغانستان پیاوړې اردو یې هم په اختیارکې وه، د خودکشئ نه پرته مو مات کړ.[/quote:6f42d9eaa6]

داڅکوې ? اوس دې هر شی په صفر کې ضرب کړل :
هغه وخت دغه ټول اشغالګر دمجاهدينو تر څنګ ولاړ وو
او هر ډول مرستې يې کولې ترڅو چې دغه دولتي پلان
شوي اقتصادي سيستم ته ماتې ورکړي!
او دا کار يې دافغانانو په مرسته وکه !
نن هغه پخواني کومکيان راننوتلي دطالب پر ضد جنګيږي
ترڅو چې اسلامي ټولنينز نظام په يوه غربي چټل لېبرال
ازاد سيستم چې په هغه کې نه خدای شته او نه رسول،
واړوي ( لينګي پورته ، سينې لوڅې ).

[quote:6f42d9eaa6]اوس لکه چې طالبانو د الله هیله پرې ایښې په خود کشانو یې ځان سپارئ؟ وروره، دا ائتلافي قواوې او بي پیلوټه اولتې زما اوستا او حتې د طالبانو د ټکولو دپآره دلته ندي راغلې، بلکه د تیرورستانو د منګلو نه زما،
ستا او طالبانو د ژغورلودپاره راغلئ دي.[/quote:6f42d9eaa6]

وروره غلط پوهېږې ! هغوی دخپلو مقاصدو لپاره راغلي
دي که نوی راغلي نو دوی به جنګي جنايتکاران ،
تير شوي قاتلان او غله ددولت په سر نوی کشېنولي !
دوی کولی شوی چې پاک خلک ددولت په سر کېنوي خو
دغه يې نه غوښتل او س لکه ليوني سپي خپلې کونې ته
خولې اچوي !
درونه دحقوقي تعريف په لحاظ پخپله تيرور دی !


اتل
18.04.2013

محترمه پتنګه، سلامونه درباندې وایم، او د الله رحمتونه دې در باندې پیرزو شي
ورورجانه، دا چې تاسې د قوي دښمن په مقابل کې ځان مرګي حملې هم روا بولئ، ستاسې خود بافته او خود ساخته فتوی او نظریه ده، او دا خبره د اسلامي احکامو او ارشاداتو سره مغایرت لري او ناروا کار دئ. ما خو هغه تیر ځل هم درته وویل چې دا کار نا روا دئ، او په حرامو مقدس جهاد نه کیږي، او دا د قدرت پر سر جګړه ده، لکه د اصحاب کرامو په وخت کې. هغوی هم د قدرت پر سر جنګونه وکړل، یو او بل ته یې د کفارو خطاب نه کاوه، او خپل خپل مړي یې هم شهیدان نه بلل. اوس هم هماغه خبره ده

رابه شو دیته چې تاسې د لسګونو ملکونو د قواوو او بې پیلوټه الوتکو د راتک په باب ماته وایاست [ وروره غلط پوهېږې ! هغوی دخپلو مقاصدو لپاره راغلي
دي که نوی راغلي نو دوی به جنګي جنايتکاران ،
تير شوي قاتلان او غله ددولت په سر نوی کشېنولي !
دوی کولی شوی چې پاک خلک ددولت په سر کېنوي خو
دغه يې نه غوښتل او س لکه ليوني سپي خپلې کونې ته
خولې اچوي].
پتنګه وروره، تاسې پخپله مسئله راباسئ او پخپله فتوی صادروئ. خود کوزه ګر، خود کوزه، خود ګیل کوزه، خود عاشق برکوزه و خود خریداربر کوزه.
دا ټول نه کیږي چې هم پښت خورم او هم تولۍ وهم
نو چې افغان حکومت جدي نیمګړتیاوي لري، ستاسې منطق دادئ چې دا د ګڼو ملکونو قواوې د خپلو مقاصدو دپاره راغلې دي؟
دا خبره نه عادلانه ده او نه هم په منطق براربره ده. هغه دې اوس خو دغه قواوې وزي، که د کوم بل مقصد دپاره راغې وای نو بیا ولې وتلې؟ تاسې وایاست چې دې لسګونو ملکونوپخپلو کې د سلا او مشورې پر بنا قواوې رالیږلې دي او دا ټول ملکونه یو واحدناروا او تیري ګر هدف لري؟ نه وروره تاسې په غلطه لار روان یاست.
د عراق په باره کې هم دغسې خبرې کیدې چې قواوې هلته په تیلو باندې د قبضې لګولو د پاره تللې دي، خو کله چې قواوې د عراق نه ووتلې، دا خبرې هم په اوبو کې لاهو شوې. ابۍ مړه شوه او تبه یې وشکیده.وروره، زه یو ځل بیا وایم چې بې پیلوټه الوتکې ترورستان او خارجي جګړه ماران په نښه کوي، او عام ولس یې په حق کې دئ.
نوت: ورور کله، لږ د ژبې عفت او عزت ته هم خیال کوه. پداسې خبرو سړئ ښه نه ښکاري.
هغه دې زما اوستاسې مدد وکړي چې پیداکړي يې یاستو. پدرناوي


pattang
19.04.2013

[quote:7426f47ffe]د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اپريل 18, 2013 3:00 pm عنوان :
محترمه پتنګه، سلامونه درباندې وایم، او د الله رحمتونه دې در باندې پیرزو شي ورورجانه، دا چې تاسې د قوي دښمن په مقابل کې ځان مرګي حملې هم روا بولئ، ستاسې خود بافته او خود ساخته فتوی او نظریه ده، او دا خبره د اسلامي احکامو او ارشاداتو سره مغایرت لري او ناروا کار دئ[/quote:7426f47ffe].

قدرمند اتل خانه سلا مونه !
دلته خو ديني علما هم په دوه ډلې وېشل شوي څوک يې روا بولي څوک ناروا!
دالر خواره يوه فتوا کوې او دانور يې بله !

[quote:7426f47ffe] ما خو هغه تیر ځل هم درته وویل چې دا کار نا روا دئ، او په حرامو مقدس جهاد نه کیږي، او دا د قدرت پر سر جګړه ده، لکه د اصحاب کرامو په وخت کې. هغوی هم د قدرت پر سر جنګونه وکړل، یو او بل ته یې د کفارو خطاب نه کاوه، او خپل خپل مړي یې هم شهیدان نه بلل. اوس هم هماغه خبره ده[/quote:7426f47ffe]

داخبره دې له موضع لري او ربط نه ورسره لري !
په افغانستان کې جګړه دقدرت په سر نده ، افغانستان اشغال دی ،اودلته
دهر ملي پاک مفکر وظيفه ده چې دازادي غږپورته کړي او د اشغالګرو
په وېشتلو کې خپله مرسته وکړي دا ضرور ندی چې ددې کار لپاره دې
هر ازادي غوښتونکی ناڅونالست افغان طالب وي او يا طالب شي !

[quote:7426f47ffe]رابه شو دیته چې تاسې د لسګونو ملکونو د قواوو او بې پیلوټه الوتکو د راتک په باب ماته وایاست :
[ وروره غلط پوهېږې ! هغوی دخپلو مقاصدو لپاره راغلي
دي که نوی راغلي نو دوی به جنګي جنايتکاران ،
تير شوي قاتلان او غله ددولت په سر نوی کشېنولي !
دوی کولی شوی چې پاک خلک ددولت په سر کېنوي خو
دغه يې نه غوښتل او س لکه ليوني سپي خپلې کونې ته
خولې اچوي].[/quote:7426f47ffe]

داخو يو حقيقت دی خو ستا ټول حواس يوې خواته کارکوي !

[quote:7426f47ffe]پتنګه وروره، تاسې پخپله مسئله راباسئ او پخپله فتوی صادروئ. خود کوزه ګر، خود کوزه، خود ګیل کوزه، خود عاشق برکوزه و خود خریداربر کوزه. دا ټول نه کیږي چې هم پښت خورم او هم تولۍ وهم
نو چې افغان حکومت جدي نیمګړتیاوي لري، ستاسې منطق دادئ چې دا د ګڼو
ملکونو قواوې د خپلو مقاصدو دپاره راغلې دي؟
دا خبره نه عادلانه ده او نه هم په منطق براربره ده.[/quote:7426f47ffe]

خدای پاک د دا کوزه ماته کړي چې بې هدفه استعماليږي !
ته هغه انسترومنت يا دکار اله داشغالګرو لخوا ماته را په ګوته کړه چې هغه
د افغانستان د اولس د ازادي ، خوشالي او اقتصادي سبب کرځي ??
هغه غټ انسترومنت اول افغاني دولت دی چې له بېکارو ، اجنټانو ، جنګي
جنايتکارانو او فاسدو انسانانو ډک او په دالرو داسې راټول شوي دي لکه
دشاتومچۍ ، دغه لاسپوڅی دولت اولس وژني ، له ښڅو سره لواطت په
زورکوي، مځکې غصبوي ، انسانان وژني، رشوت خوري او هرې بې
ناموسي ته يې ملا تړلې .... اولس زېندۍ او په اور کې ژوند کوي!

[quote:7426f47ffe]هغه دې اوس خو دغه قواوې وزي، که د کوم بل مقصد دپاره راغې وای نو بیا ولې وتلې؟ تاسې وایاست چې دې لسګونو ملکونوپخپلو کې د سلا او مشورې پر بنا قواوې رالیږلې دي او دا ټول ملکونه یو واحدناروا او تیري ګر هدف لري؟ نه وروره تاسې په غلطه لار روان یاست.[/quote:7426f47ffe]

دا قواوې نه وزي ، څوک داوايې !، دالر خواره ، جنګي جنايتکاره به نورهم
په اشغالګرو ځانونه ساتي ، يو شمېرزيات يې وزي خو ضربي او هوايې
قوه به يې پاته وي ، المان له 800 نه تر 1000 جنګي عساکرو پورې هلته
پرېږدي او داسې نور...

[quote:7426f47ffe]د عراق په باره کې هم دغسې خبرې کیدې چې قواوې هلته په تیلو باندې د قبضې لګولو د پاره تللې دي، خو کله چې قواوې د عراق نه ووتلې، دا خبرې هم په اوبو کې لاهو شوې. [/quote:7426f47ffe]

او لېونيه ځوانکيه ! عراق او افغانستان فرق لري ! کوم فرق ?
داسرائيلو پوخ دوښمن شهيد صدم حسين رحمت الله عليه يې مړ عراق يې
ورانکه او اسرائيل يې خو شاله کړل، په اسرائلو کې امريکايان خپلې عسکري
قواوې ځای پر ځای لري نو عراق څکوي چې داسرائيلو سره نږدې پوله
لري ٠ دوی خپل عمليات له اسرائيلو کوي او سر بېره پردې د کوماندو
مرکزيې په دوحا کې هم شته !!
افغانستان خو داسيا بام او منځ ده او امريکايان ګرداګرد ټول په ګاز او نفتو
غني مملکتونه د روسي او چين په مقابل کې دفاع کولی شي او خپلې ګټې
ساتلی شي!

[quote:7426f47ffe]ابۍ مړه شوه او تبه یې وشکیده[/quote:7426f47ffe].

نه!!! ابۍ خدا وهلې مکاره او تر اوسه ژوندی ده !

[quote:7426f47ffe]وروره، زه یو ځل بیا وایم چې بې پیلوټه الوتکې ترورستان او خارجي جګړه ماران په نښه کوي، او عام ولس یې په حق کې دئ.[/quote:7426f47ffe]

زه وايم چې دوی مونږ اشغال کړي يو زمونږ هر عمل روادی خو که دوی
په چا شک لري چې هغه ددوی په ملک کې تيرور کوي نو هغه دې محکمې ته
حاضر کړي او له سبوته وروسته دې جزا ورکړې ، درونه داسې
يوه تيروريستي اله ده لکه 11/9 او داکارددوی داساسي قانون مخالف دی !!


[quote:7426f47ffe]نوت: ورور کله، لږ د ژبې عفت او عزت ته هم خیال کوه. پداسې خبرو سړئ ښه نه ښکاري. [/quote:7426f47ffe]

مقصد مې افراد ندي ، مقصد مې رژيم دی ، هو زه په ډېرو احساساتو
خبرې کوم او احساساتي کېږم !

[quote:7426f47ffe]هغه دې زما اوستاسې مدد وکړي چې پیداکړي يې یاستو. پدرناوي[/quote:7426f47ffe]
نو چې دومره مسلمان يې دا بې خدايه مذدور رژيم څه کوې !!


اتل
24.04.2013

د قدر او احترام جوګه، پتنګ خانه د زړه د کومي سلامونه مې ومنه
تاسې خو هغه دیني عالم چې ځان مرګې حمله روا ګڼې زما سره په بحث کې واچوئ، او بیا یې وګورئ چې څنګه یې درته ثابتوم چې په ګمراه لاره روان دئ

وروره، طالبان خو د کفارو په عوض مسلمانان وژني، او د افغان حکومت عادي کارکونکي وژني او جهاد یې بولي. آیا دغه بې وسه مسلمانان کافران دئ؟ آیا دا جهاد دئ، او که قتل؟

پتنګ خانه، که دغه قواوې او بې پیلوته الوتکې د د تیروریزم د جرړو د ایسلتو دپاره نه وي راغلې، نو بیا بل کال ولې وزي ؟ او دا چې په افغان حکومت کې فساد موجود دئ، ددې دلیل نشي کیدای چې ګواګي دا قوائ د تیروریزم سره د مقابلې نه پرته د کوم بل هدف د پاره راغلې وي
دا چئ تاسې وایاست دا قواوې نه وزي، دا ستاسې شخصي نظر دئ

تاسې وایاست چې بې پیلوټه الوتکې داسې یوه آله ده، لکه د ۹/۱۱ حملې
اصلې خبره دارده چې بې پیلوټه الوتکې یوازي هغه ترورستان ولي چې لاسونه یې د مسلمانانو په وینو سره دي او جنایتونه یې ثابت شوي دي، او د نورو قتلونو د مخنیوي دپاره په دې ترورستانو بمباري کږي. مګر ۹/۱۱ په بې ګناه ولسي خلکو ترورستي حملې وې، او په بدله کې یې زموږ ملک اشغال شو. بې پیلوټه الوتکې د ۹/۱۱ زیږنده دي او د ۹/۱۱ د عاملینو پسې دې نه پر بل چا پسې.

وروګله، زه نه د رزیم پروا لرم، او نه هم د کومې بلې ډلې ټپلې، زه افغانستان د افغاناو د پاره غواړم. هغه متل دئ چئ وایيي
چې هئ هئ په پآده لره، او نظر پر خپل خوسي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more