د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

اور- بل
23.12.2008

محترمو لوستونکو ته سلامونه!
پخوا د مړېدل ، ومړ په اړه چې د مړکېدل ،مړ شو پر ځای یې ځینې کسان کاروي
ځینوښاغلو پرې بیلابیله اندکتنه څرګنده کړې ، زما په اند که مړیدل سم فعل وي نودنورو هغو فعلونو په څیر په [color=white:5d59b5224c]یدل[/color:5d59b5224c] ختمیږي، ګردان شي اوکه نه، نو مړېدل به سم مصدر نه وي ، مثلا ً :
ژړېدل ، وژړېد وژړېدل

لیدل ،ولید، ولیدل،

نو آیا همدغسې ویلی شو (؟) چې :
مړېدل، ومړېد، ومړېدل سم دي؟
دلته وینوچې داسې یې څوک نه کاروي۰
که بیا هم [color=yellow:5d59b5224c]ومړ [/color:5d59b5224c]سم وبولونو مصدر یې باید مړېدل نه، بلکې مړل وي لکه له خوړل څخه وخوړ، دغسې له مړل څخه ومړ او ومړل مشتق شي، خو وینوچې ومړل هم د جمع له پاره نشي کارول کیدای، نودې نتیجې ته رسیږي چې هم مړېدل اوومړ اوهم مړل ومړل مصنوعي دي ، په اراده ګره توګه وضع شوي او په ټوله کې غلطې ټاکنې دي، آیا همداسې ده؟
دوهمه موضوع :
مونږ وینو چې [color=white:5d59b5224c]ول [/color:5d59b5224c]هم په دې ورستیو کې ډیر کاریږي او آن تر محترم پوهاند زیارصیب پورې یې د کارونکو لړۍ رسیږی :
نو زه صرف پوښتنه لرم ، اوپریکړه ځکه نشم کولی چې آن زیار صیب یې هم سم بولي ، نو پوښتنه سمه ده او هغه داده چې د [color=yellow:5d59b5224c]ول [/color:5d59b5224c]د کارولوسموالی په څه کې دی او دلایل یې څشی دي ؟آیا کوم معادل مثال یې وړاندې کېدای شی؟
زه به خپله یوه مناقشه هم په دې اړه دلته نه دریغوم :
اول: ول د لازمی فعل مصدر دی لکه تلل راتلل اومثال یې داسې دی :
[color=white:5d59b5224c]هغوی هلته تلل راتلل او هر مازیګر به هلته حاضر ول [/color:5d59b5224c].
خو زه وایم دا مثال نیمګړی دی او نیمګړی مثال په مثال نه شمیرل کیږی او باید تعمیم نشي، ځکه :
د پورتنۍ جملې سمه بڼه داسې ده :
[color=white:5d59b5224c]هغوی هلته تلۀ راتلۀ او هر مازیګر به هلته حاضروو [/color:5d59b5224c].
کله چې تلۀ راتلۀ د لازمی فعل د ماضی استمراری جمع غایب فاعلي صیغې له پاره سمه بڼه  وي ، نو تلل راتلل یې زیاتي شکل څه چې ګواکې ناسم دی .
خو پوښتنه داده چې بیانو ظاهراً یې کارول ولې سم بریښي؟
ځواب یې دادی چې هو: ظاهراً سم ښکاري خو واقعاً نه، هېڅکله نه :
ظاهراً ځکه سم بریښي چې دنوموړې بڼه په متعدي فعلونو کې د ماضی جمع مفعول له پاره کارونه کې سمه ده او ټیک کاریږي . لکه احمد به هر مازیګر دیرې ته [color=yellow:5d59b5224c]راتۀ[/color:5d59b5224c]  او خپل ډیر ملګري به یې [color=white:5d59b5224c]لیدل[/color:5d59b5224c] . دلته لیدل د جمع مذکر [color=red:5d59b5224c]مفعول[/color:5d59b5224c] له پاره کاریږي اوهیحکله داسې نه شی کاریدای :
احمد به هر مازیګر دیرې ته [color=yellow:5d59b5224c]راتلل[/color:5d59b5224c] او خپل ډېر ملګري به یې [color=white:5d59b5224c]لیدۀ [/color:5d59b5224c] . آیا همداسې نه ده؟؟؟؟؟؟؟
اوس دا درېواړه حالته سره پرتله او تفکيک کړئ :

۱ : احمد به هر مازیګر دیرې ته [color=yellow:5d59b5224c]راتۀ[/color:5d59b5224c] او خپل ډیر ملګري به یې [color=white:5d59b5224c]لیدل[/color:5d59b5224c] .

۲: احمد او محمود به هر مازیګر دیرې ته [color=yellow:5d59b5224c]راتلۀ[/color:5d59b5224c] او خپل ډیر ملګري به یې [color=white:5d59b5224c]لیدل[/color:5d59b5224c] .

۳ : احمد او محمود به هر مازیګر دیرې ته [color=yellow:5d59b5224c]راتلل[/color:5d59b5224c] او خپل ډیر ملګري به یې [color=white:5d59b5224c]لیدل[/color:5d59b5224c] .

۴ : احمد به هره غرمه دیرې ته [color=yellow:5d59b5224c]راتلل[/color:5d59b5224c] اود خپلو ملګرو سره به یې [color=white:5d59b5224c] ډوډۍ خوړل [/color:5d59b5224c] .

سربیره په دې ول د بودن غوندې مصدر کیدای نشي مٍٍثلأ ویلی شو چې په جرګه کې ستاسې بودن اونه بودن بی لایزې نه دی، خونشوویلی چې [color=blue:5d59b5224c]په جرګه کې ستاسې ول او نه ول بی اغیزې نه دي[/color:5d59b5224c]، نو محترمو ورونو تاسې څه فکر کوئ؟؟؟؟؟


ډاکتر څپاند
08.02.2009

محترمې وربل،
له بده شامته زه په ګرامر او ادبياتو کی چندان معلومات نلرم،خوځما دښونځي
ددوری ،ددري ژبې د ډير تکړه ښونکي يوه خبره له څولسيزو روسته لاهم راپياد
ده٠هغه به ويل چه په دری ژبه کی مصدر دهر فعل ماضي مطلق او امر ته ويل
کيږي٠دمثال په توګه دګفتن کلمه پخپله مصدر ندی،بلکه دهغی مصدر ګفت
(ماضي مطلق) اوګو (فعل امر)کيږي٠اوداچه دګفتن  کلمه مصدر ګڼل شوی وه
علت دا دی چه د عربی ژبی نه افعال په تحت الفظي ډول دری او پښتو ته ژباړ
شوي دي٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more