د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

Anonymous
30.10.2004

شادګله وروره سلام !
که پر يوه سوال کيکني وسي ٠ ښه بوي ٠
چه اول سوال نوي حل سوي ٠ او نور سوالونه شروع سي ٠ مطلب ته نه رسېږو
تاسو داسي فکر کوۍ ٠
شادګل ٠ ليکنې نېټه : جمعه اکتوبر 29, 2004 11:03 pm
دمذهب احکام بايد په پټو سترګو ومنل شي، هلته دمنطق او ولي سوالونه جواز نه لري. که ووايو چې ولي د ورځې ٥ وخته لمونځ؟ ولي بايديوځل نه وي؟. ولي ټوله مياشت روزه ؟ ولي يوه هفته نه او يا دوه مياشتې نه!

هر کار ، عبادت ځانته Minimum & Maksimum لري ٠ يوه طبيعي خبره ده ٠ يو اصل دي
دغه يوه مياشت خوئې هغه لږ اندازه ده ٠ بيخي د عقل کار به وي ٠ که څوک بيله د روژې له مياشتي نوري اضافه
روژې ونيسي ٠ د تعين اندازه ئې په په سړي پور اړه لري ٠ چيري دي اوريدلې چه دعقل نه پکښي چليږي ٠
او خبره د لمانځه راغله ٠ 2 دسهار+4 ماپښين+ 4 ماځديګر +3 ماښام+4 عشا+1 عشا دغه ئې Minimum
اندازه ده ٠ نورنو خدای دي وکي چه هر څونه اضافه کوې د هرسري خپل کار دي ٠ بيله د ماځديګر او ماښام تر منځ
به لمنځ نه کوې ٠
د ټوله عبادتونه چه نن موږ کوو دغه ئې منيموم اندازې دي ٠ نور اضافي د عقل کار دي ٠ چه څرنګه ئې کوې ٠
بل سوال دي ٠ (او دژوند شرايط هم دانسان په کړو وړو اغيزه کوي، خو مذهب داډول دلايل نه مني)
بل سوال دي ٠ ((دمثال په ډول ساينس ثابته کړيده چې ډير خلک د يو ځانګړي ډول شخصيت سره له موره پيدا کيږي
بل سوال دي ٠ ((په بشپړه توګه تغير ورکړي. هدف دادی چې انساني خلقت او دهغه کړه وړه دډيروعواملو تابع دي
بل سوال دي ٠ ((او انسان په ډيرو حالاتو کې دځان کنترول په خپل واک او اختيار کې نه لري او مکلف دی چې دخپلو جينونو د اوامرو له مخې په عمل لاس پورې کړي. نو بيا د هغه مذهبي ګناه به څنګه شي؟))
اوبل سوال دي ٠ (( طب اوس دډول ډول داسي درملو په جوړولو بريالی شوی چې کولای شي دانسان کړو وړو ته په بشپړه توګه تغير ورکړي))

که غواړي چه سر مو سره خلاصي نو يو يو سوال به خل کړو نو مطلب ته رسېدای سو ٠
او که زر خبري سره ګډي وډي کړو ٠ ښه نه دي ٠
که پر زرو خبرو سره و ژغيږو نو د طالب جان خبره روحي مريضي ترې پيدا کيږي
يو يو قدم به مخته ځوو


Anonymous
30.10.2004

طالب صيب او ميلمه صيب سلامونه.
اول خو تاسې ملايان په يو نظر نه ياست .ميلمه په خپله ليکنه کې ليکي :(اسلام او ساينس هيڅ اړيکي سره نه لري) خو طالب جان بيا( اسلام دساينس موجداو دمنځته راتلو لوي لامل) معرفي کوي. بل ځای بياديو ايات دترجمې په اساس داسې ليکي:( تاسي ته به دډيرو شيانو حكمتونه درڅرګند شي نو تاسي به دهغو حكمتونو له امله په هغو ايمان راوړۍ خو ځيني داسي شرعيات به هم ستاسي مخي ته درشي چي دهغو دحكمتونو ادراك به تاسي نشي كولاي نو پدې شيانو به تاسي ازمويل كيږي) خو پوښتنه داده کوم شيان؟ دلته هيڅ توضيح نه وړاندې کوي او موضوع په ډيره ګونګه توګه او نه پوهيدونکي ډول پريږدي. بل ځای دمسلمانانو وروسته پاتي والی عامل دهغوی عيش او عشرت بولي خو تراوسه مو په خپلو ټولو ليکنو کې په عيش او عشرت او بې بندوبارۍ باندې يواځې (کفار) متهم کول . دانو اوس داسې تحليل کيدی شي چې مسلمانان تل عيش او عشرت کوي او (کفار) دعيش اوعيشرت په ځای په کارونو مصروف دي. بل ځای ليکي:. ملايان دالله تعالى د جوړوشويو شيانوپه حكمتونوكي سوچ وهل او فكر كول عبادت بولي ) بايد ووايم چې صرف سوچ وهل اوفکر کول کفايت نه کوي. څيړنې، تجربې او عملي کار په کاردی. ما خو په خپل ژوند کې تراوسه يو ملا هم نه دی ليدلای چې يو څوک به يې د ساينس زده کړې ته هڅولی وي. او يا يې پخپله يو څه ساينسې مطالعه کړې وي. طالب صيب ستاسې ليکنې د ډير وخت راهييسي لولم خو له بده مرغه محتويات ېې په يوه ډيره تنګ نظره مذهبي بڼه کې وړاندې کيږي او په سلو کې نيمه برخه هم ساينسي رنګ نه لري. داچې تاسې د ساينس او علم دعوه کوی نو کيدی شي چې مو له ساينس او علم نه برداشت بيخي بل شی وي.
ستاسې دا ليکنه هم لکه بله هره يوه دضد او نقيض څخه ډکه ده او هيڅ مفهوم نه افاده کوي. ستاسې په ليکنو کې غټ مشکل دادی چې يوازې تيوريکي او کتابې کاپي ګانې دي او داچې د نني ژوند د پيښو اوپديدو سره په تړاو کې هغه څه ډول په خلاقه توګه تطبيق شي اويا ورنه ګټه پورته شي او يا ورنه کومه پايله راوويستل شي، هيڅ شی په ځان کې نه لري.
تاسې ليکلي چې زما ليکنه کې علمي ، څيړنيزه او عقلي پانګه نه ليدل کيږي. وروره داخبره چې ستا له خوا کيږي زه يي په خوښۍ سره منم. دليل يې دادی چې زما اوستا فکري نړۍ سره بيخي متضادې دي. ښايي ما او تاسره دعلم په تعريف هم جوړ را نه شو. طالب جانه کله چې ما دنيويارک دوه برجونه ليدل چې نړيږي او ځنو خلکو ځانونه له کړکيو راغورځول نو ماته ژړا راتله ځکه هلته انسانان وژل کېدل بې له دې چې څوک و او دکوم هيواد وو. خو انسانان وو. خو تا ورباندې خوشالي کوله. که په کابل کې بم والوزي ماته له خپګان نه خوب نه راځې خو ته ورته شاباس وايي او وايي چې د کافرانو خونه لولپه شوه.که څه هم ورکې افغاني ماشومان ووژل شول. زما په زړه کې لمړی بشري عاطفه ، بيا افغاني مينه ، بيا پښتنه او بيا ديو سوچه مسلمان احساسات ځای لري خو تاسي څرګندوی چې لمړی اوليت اسلامي عاطفې ته ورکوی که څه هم په هغې زه مشکوک يم ځکه د نيويارک په پېښه کې ډير مسلمانان هم مړه شول خو تاسې ورباندي خوشاله وی . اوبده يې لا دا چې دداډول تروريستي حملو اوس هم ملاتړکوی کومې چې کيدی شي ما او زما بچيانو ، خپلوانو ، دوستانو ته په هماغه اندازه خطرناکې وي لکه بل هر امريکايي يا اروپايي ته.تاسې خو په ملکې وګړو بريد دخدای په لارکې جهاد بولی ، څوک به درسره داومني؟. نو پس بيا څنګه کولای شو يو دبل سره تفاهم ته ورسيږو او زه داسې څه وليکم چې ستا خوښ شي او ته داسې چې زما خوښ شي. او بيا هم سره دادی ددوو افغانانو په حيث نظريات وړاندي کوو که څه هم ته زما او يا زما په څير په اروپا-امريکا کې دنورو وطنوالو په وژلو باندې راضي او ملاتړ کوي.


Anonymous
31.10.2004

نیکی هیلی او سلامونه مو قبول کړی .
شادگل څه په گډو وډودی سرشوی دی زه تانه صرف یو سوال کوم زه خپله هم دومره په اسلامی علومو پوهه نه لرم خو دا عقیده او ایمان لرم چی خدای پاک یو ده شریک او ساری نه لری او محمد(ص) دالله پاک رسول ده او څه چی په کایناتو کی کیږی هغه دپاک الله (ج) په امر کیږی اوداهم وایم چی الله پاک نعوذباالله ظالم نه دی بلکی دادهغه امتحان دی په خپلو بندگانو باندی .
طالب جان ډیر ښه وضاحت کړی دی داسلام او ساینس په باره کی کوم شی چی ساینس په ثبوت رسولی دی اسلام هم دهغه مخالفت نه کوی اوا کثر شیانو ته په قران کریم کی هم اشاره شوی ده .
لکه باران له وریځوکیږی او وریځ له بخارنه پیداکیږی همدارنگه باد زلزله اوداسی نور ساینس وایی چی داپه دی شان میځ ته راځی مونږهم وایو چی بیشکه ولی دابایدهم هیرنه کړو چی دانظام ورته چا جوړکړی دی لکه یوه ستن بغیر دجوړونکی نه جوړیکی نو داکائینات او نظام به څنگه په خپله مینځ ته راشی .
ساینس دهر شی ثبوت غواړی خو داثبوت دی وړاندی کړی چی دادی کائیناتو په مینځ کی دانظام چاجوړکړی دی
نو دعقل چښتنه چی یو ه زاره بغیر جوړیدونکی نه جوړیږی نو دادومره لوی کائینات به څنگه خپله بغیر جوړیدونکی مینځ ته راشی .


Anonymous
31.10.2004

نیکی هیلی او سلامونه مو قبول کړی .
شادگل څه په گډو وډودی سرشوی دی زه تانه صرف یو سوال کوم زه خپله هم دومره په اسلامی علومو پوهه نه لرم خو دا عقیده او ایمان لرم چی خدای پاک یو ده شریک او ساری نه لری او محمد(ص) دالله پاک رسول ده او څه چی په کایناتو کی کیږی هغه دپاک الله (ج) په امر کیږی اوداهم وایم چی الله پاک نعوذباالله ظالم نه دی بلکی دادهغه امتحان دی په خپلو بندگانو باندی .
طالب جان ډیر ښه وضاحت کړی دی داسلام او ساینس په باره کی کوم شی چی ساینس په ثبوت رسولی دی اسلام هم دهغه مخالفت نه کوی اوا کثر شیانو ته په قران کریم کی هم اشاره شوی ده .
لکه باران له وریځوکیږی او وریځ له بخارنه پیداکیږی همدارنگه باد زلزله اوداسی نور ساینس وایی چی داپه دی شان میځ ته راځی مونږهم وایو چی بیشکه ولی دابایدهم هیرنه کړو چی دانظام ورته چا جوړکړی دی لکه یوه ستن بغیر دجوړونکی نه جوړیکی نو داکائینات او نظام به څنگه په خپله مینځ ته راشی .
ساینس دهر شی ثبوت غواړی خو داثبوت دی وړاندی کړی چی دادی کائیناتو په مینځ کی دانظام چاجوړکړی دی
نو دعقل چښتنه چی یو ه زاره بغیر جوړیدونکی نه جوړیږی نو دادومره لوی کائینات به څنگه خپله بغیر جوړیدونکی مینځ ته راشی . :lol:


Anonymous
31.10.2004

شاد ګله سلامونه ګېډي ګيډي در واخله ٠ او بعده سلامه درته وايم ٠

[quote:ff1922c5bb]اول خو تاسې ملايان په يو نظر نه ياست .ميلمه په خپله ليکنه کې ليکي اسلام او ساينس هيڅ اړيکي سره نه لري) خو طالب جان بيا( اسلام دساينس موجداو دمنځته راتلو لوي لامل) معرفي کوي. بل ځای بياديو ايات دترجمې په اساس داسې ليکي[/quote:ff1922c5bb]
دلته يو څه فرق خو وکړه ٠ دسياسي ملا ، سياسي مسلمان،سياسي اخلاقيان ٠
دا خلګ هر څه سياسي کوي ٠ داسي نه ده چه دوی باور لري ٠ چه څه ليکي ٠ کوم وخت چه ئې حکومت کاوه
هم ئې اسلامي حکومت نغوښته ٠ خو د بن لادن نه ئې پېسې اخستلې او بس ٠
هغه روپۍ نن نسته ٠ او سر ئې په خطر کي دي ٠ دغه چغي سياسي به کومه فايده ورته ونکړي ٠

شادګله وروره ٠ زه چه ليکم چه دين او ساينس هيڅ لار نه سره لري ٠
که فکر وکړې دغه طياره د دين په زور په هوا ده ؟؟
او که د وينګ اټاک په زور ٠ (وزرونه)
او C4 چه نن پيداسوه ٠ د دين څه لار او کوم کومک ورسره دي ٠ او پرون چه يوازي باروت وه ٠ نو دين کومک نه
وو ورسره کړي ٠
وروره ٠ هيڅ دليل منطق طالبان او ديني پوهان نه لري چه اسلام يو ساينسي دين دي ٠



طالب جان
01.11.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره شادګل صيب :

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

وروره تاسي ليكلي (ما خو په خپل ژوند کې تراوسه يو ملا هم نه دی ليدلای چې يو څوک به يې د ساينس زده کړې ته هڅولی وي. او يا يې پخپله يو څه ساينسې مطالعه کړې وي )

عزتمنه : داچي تاسي داسي كوم ملا نه دى ليدلى نو داخو ستا كمزوري ده پدې يي زما څه ؟ زمااوستادنظرونوپه تبادله سره ويلاي شم چي ښايي دنيټ له لاري به دا ستاسي په لومړي ډول له يوه طالب سره اشنا كيدل وي او زه خو پخپله اسلام يو ساينسي مذهب بولم نو تاسي دخپلي مهرباني له مخي راوښاياست چي چيري او كوم ملا دساينسي حقايقو انكار كړى كه يي څوك ساينس ته رابللي نه دي نو ددې دا معنا هم نه ده چي ګواكي هغوي له ساينس نه انكار كوي . او كه ته داګيله كوې چي ملايان ولي ساينس ته خلم نه رابولي نو بيا داګيله له ساينس پوهانو هم كول په كاردي چي ولي خلك ديني زده كړي ته نه رابولي ؟ آيا له ساينس پوه نه به داسي ګيله كوم ښه كاروي ؟

تاسي پخپله ليكنه كي له موضوع څخه وتلي ياست ورلډ ټريډ سنټر چيري او زه او ته چيري دا دمنطقو ,عقل او ساينس خونه ده مهرباني وكړه كه دسنټر په اړه كومه پوښتنه لرې نو بيا داسلام په خونه كي د11ستمبر دپيښي شرعي حيثيت موضوع وڅاره .

داچي ميلمه ورور اسلام او ساينس سره بيل بولي نو پدې ځاي كي هغه هم زما په اند ستا هم نظرى دى نو ځكه يي په اړه ماته طعنه مه راكوۍ . ماخو الحمد لله وښوده چي اسلام او ساينس سره تړلي دي اوس نو تاسي مهرباني وكړۍ او ثابته يي كړۍ چي په ساينسي څيړنو كي څشى داسلام سره ټكر خوري ؟


Anonymous
02.11.2004

دغه تاسوجواب ګڼۍ ٠
[quote:0afe24edb6]عزتمنه : داچي تاسي داسي كوم ملا نه دى ليدلى نو داخو ستا كمزوري ده پدې يي زما څه ؟[/quote:0afe24edb6]وروره طالب جانه د طالب د حکومت په وخت کي دي ښځي ډاکتراني ټولي کورو کښي کښينولې ٠
مکتبونه مو کنورټ کوه مدرسو ته ٠

پوښتنه ٠ ايا داسي يوه مدرسه طالبانو درلوده چه د ساينس مضامين پکښي لوستل کيدل ؟؟؟؟

[quote:0afe24edb6]ماخو الحمد لله وښوده چي اسلام او ساينس سره تړلي دي [/quote:0afe24edb6]
چيري چيري دي وښودل چه اسلام او ساينس تړليدي ؟؟؟؟
ګمان کوم دغه ليکنه مو مطلب وي ٠
طالب جان
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه اکتوبر 25, 2004 5:30 pm
يوه خورا مهمه پيښه چي ځينو وروڼو په خپلوليكنو كي اشاره ورته كړي ده هغه درسول الله صلى الله عليه وسلم دمعراج پيښه ده , كه څه هم مونږله ساينس نه پرته هم ايمان لروچي رسول الله صلى الله عليه وسلم دمعراج مبارك سفر كړى له لوي خداي جل جلاله سره يي ملاقات وكړاو جنتو نه, دوزخونه او نبيان يي وليدل او كله چي راستون شو نو دكور ددروازې دځنځيركړۍ يي لا هماغسي ښوريدله داپيښه له ساينسي څيړنو سره هم ټكر نه خوري داځكه چي روسي خلانو رد يوري ګاګارين په 24 ساعتونو كي په ټوله نړۍ باندي 17 ځله راتاو شو نو دا هم شوني ده چي الله تعالى دي رسول الله صلى الله عليه وسلم په ډير تيز او سريع تګ سره په سفر باندي بيولى وي , داچي رسول الله صلى الله عليه وسلم له زيکي پلوه هغه سفر وكړ او هلته يي ډير عجائب هم وليدل نو طبعا ښايي هلته به يي ډيره موده تيره كړي وي خو چي بيرته راستون شو نو ددروازې دځنځير كړۍلا هماغسي ښوريدې پدې اړه ديني پوهانو ويلي چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم تربيرته راستنيدو پوري الله تعالى [color=red:0afe24edb6]په خپل پوره قدرت سره دنړۍ وخت پخپل ځاي ودراوه . [/color:0afe24edb6]
ايا دغه ستا انصاف دي چه ګاګا او دمحمد عليه السلام سفر د مسجد الحرام څخه په شپه د معراج تر مسجد اقصا پوري دا معنا اسلام د ساينس دين ٠

[color=red:0afe24edb6]دا معنا چه که خدای کول يو ورځ به داسي راسي چه ساينس پوهان به هم وخت ودروي ٠ ؟؟؟؟؟ [/color:0afe24edb6]
طالب جان
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه اکتوبر 25, 2004 5:30 pm
پاتي شوه سپوږمۍ يا خلا ته دختلو خبره نو وروڼو : اسلامي شريعت نه يواځي سپوږمۍ ته ختل ناشوني نه بولي بلكه تر سپوږمۍ ورپورته آن تر خلا ورپورته اسمان ته هم ختل شوني ګڼي , په اسلامي فقهي كي يوه مسأله ده چي كه يو سړى لوړه وكړي چي زما دي په خداي سوګند وي چي زه به اسمان پخپل لاس مس كړم نو داسړى شرعا تر هغه حانث نه بلل كيږي ترڅو چي په يقيني ډول دده دمړيني مهال را نشي داځكه چي فقهاوو ليكلي دي چي شوني ده چي نوموړى دي پخپل ژوند كي بريالى شي اوله اسمانه دي لاس ولګوي او لوړه دې پوره شي .
همداراز نه خو په قرآنكريم كي او نه هم دمباركو احاديثو په ځيرمه كي داسي آيت يا حديث تر سترګو كيږي چي ګواكي سپوږمۍ يا خلا ته ختل ناشوني دي , نو اوس كه څوك داسي انګيري چي ګواكي مذهب يا اسلام سپوږمۍ ته ختل يا دخلا تسخيرول نا شوني بولي نو دا هسي يوه بې بنسټه افترا ده . ٠

دا دخلا تسخيرول ٠ نه پوهيږم ٠ که يوڅه تشريح ورکۍ ؟؟

نوموړى دي پخپل ژوند كي بريالى شي اوله اسمانه دي لاس ولګوي او لوړه دې پوره شي
ايا داسي خبره اصحابو کرامو کړيده ٠ ايا ته پخپله په دغه پوهيږې ٠ چه دغه تشريح معنا رشتيا سړی اسمانته ختلای سي٠ ترننه وسلمانان پر دې نه دي سره جوړ سوي ٠ چه نبي څرنګه اسمانه ولاړي ؟؟؟؟
اما د مسجده تر مسجده خبره واضع او ايمان دي سُبْحانَ الَّذى اَسْرى بِعَبْدِهِ لَيْلا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرامِ اِلىَ الْمَسْجِدِ الاقْصَا.٠

[quote:0afe24edb6]اسلامي شريعت نه يواځي سپوږمۍ ته ختل ناشوني نه بولي بلكه تر سپوږمۍ ورپورته آن تر خلا ورپورته اسمان ته هم ختل شوني ګڼي [/quote:0afe24edb6]
داکوم شريعت مومطلب دي ٠ شريعت نبوي که بل ؟؟
که رشتياوي نوبه داسي يو حدث شريف حواله موږ ته وليکۍ ؟؟؟

[quote:0afe24edb6]كله چي راستون شو نو دكور ددروازې دځنځيركړۍ يي لا هماغسي ښوريدله داپيښه له ساينسي څيړنو سره هم ټكر نه خوري داځكه چي روسي خلانو رد يوري ګاګارين په 24 ساعتونو كي په ټوله نړۍ باندي 17 ځله راتاو شو نو دا هم شوني ده[/quote:0afe24edb6]
ايا داته وائې که ساينس دامني ٠
ايا د A څه تر B پوري په صفروخت 0 Time څوک رسيدلي دي ترننه پوري ٠
ته پوهېږي چه دخت صفر سي داځه معنا

په نړۍ کښي لس پنځلس دينه سته ٠چه ولي ؟؟؟
او ساينس يو دي ٠ چه ولي ؟؟؟
که اسلام د ساينس دين وي ٠ نو ولي ټوله نړۍ٠ يو دين نه دي حکيم٠
اسلام پر غيبو دي ٠ اوکه پرغيبوچا ايمان رانوړي ٠ هغه مسلمان نه دي
ساينس يوعلم دي ٠ هيڅ غيب نه مني ٠نه دين ته ضرورت لري ٠ او نه دعاوو ته
لکه موټر ٠ چه کيلي په کښي واړوې ٠ بايد خامخا چالانه سي ٠ کنه نو يو شئ ئې خراب يا ډاون دي ٠ بس ٠
د موټر نظام بنده جوړ کړي دي ٠


Anonymous
07.11.2004

[color=blue:033d0e251f]درنو لوستونکو اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته
!
په منځنيو پيړيو کې چې لويديځوال د کليسا د تلسط ﻻندې دغفلت او جهالت په درنده خوب ويده وو، په اسلامي نړۍ کې د اسلام له برکته د علم او معارف ، طب ، رياضي او فلسفې ، زياتره د ساينسي علومو ، څيړنو او پلټنو لړۍ پر مخ روانې وې. معنی دا ، ځنګه چې اسلام د کفر او جهالت پر ضد د توحيد او تنوير په نامه راغلی، د خپل رسالت له مخې د علم او پوهې خوښوونکی دين دی. په قران کريم کې د خپل (نزول) د وخت د معرفت وروستۍ نتيجې د نړۍ په کچه مراعات شوي او ان تعميم شوي دي. خو ورونو دا خبره په دې معنی نه ده چې اسلام ته (( يو ساينسي علم )) ووايواو يايې په ساينسي بنسټونو ولاړ او مستقيم د ساينسي پايلو لرونکی دين وبولو. هيڅ دين دا کار نشي کولای، او د هيڅ اسماني او غير اسماني دين دا وظيفه نه ده، خو ساينس ته هڅونه بايد د حقيقي او تر قيامته پورې ددوام لرونکي دين لکه اسلام او اسلامي عالمانو دنده اوسي ! ځکه د ژوند، ځمکې او طبيعت تسخير د مسلمانانو رسالت دی، او هغه له ساينس پرته فلج او ناممکن دی. پاتې شوه داخبره چې ، مونږ ته له خپله ځانه ، له خپله اوﻻده او له خپل مور او پلار څخه ګران پيغمبر رسول اکرم (ص) د معراج په شپه په فزيکي ډول سره له ٧ واړو اسانونو څخه تير او باد رف رف او بيا عرش العظيم ته ورسيد او د الله تعالی سره يې چې په ﻻمکان کې و، ملاقات وکړ او وروسته د راستنيدو په ﻻره کې يې د پيغمبرانو عليهم السلام سره هم ليدنې وکړې او د هغوی د امام په توګه يې څو رکعته لمونځ ادا کړ، په تيره بيا يې د موسی (ع ) سره ٣ـــ٤ ځلې وليدل او داسې نور ډير ې پيښې يې وليدلې، اوسره ددې کله چې بيت الحرام ته راورسيد د دروازې د ځنځير خوځيدل يې ﻻنه و ختم شوي. ساينس داسې پيښه د انسان د بدن او بدني فزيک له امکاناتو څخه وتلې بولي ، اوله همدې کبله يې دين د معجزې په توګه درک کول غواړي. که ګاګا رين و او که امريکايي فضانوردان، د سرعت پيلې يې په فزيکي ډول هوايي بيړۍ ته، چې فلزي مقاومت يې درلود ، متوجه و ، نه ددوی خپل بدن ته، که نه په اوړنده سرعت کې به يې بدن له څو دقيقو زيات ژوندی پاتې شوی نه وای.. د معراج دشپې پيښه يا يوه معجزه ده چې مونږ پر همدې ايمان لرو، او که نه ، نو صرف ديوه سپيڅلی خوب ليدنه کيدای شي ، نه د ساينس سره کومه اړخ لګوونکې پيښه !
په درنښت . نقاد[/color:033d0e251f]


Anonymous
08.11.2004

محترم نقاد صيب
ستاسې دلېکنې سره بيخي موافق يم ، خو کله چې مې ستاسې په ليکنه کې ولوستل چې : (مونږ ته له خپله ځانه ، له خپله اوﻻده او له خپل مور او پلار څخه ګران پيغمبر رسول اکرم (ص) د معراج په شپه په فزيکي ډول سره له ٧ واړو اسمانونو څخه تير او باد رف رف او بيا عرش العظيم ته ورسيد او د الله تعالی سره يې هلته ملاقات وکړ٠٠) نو ماته ناڅاپي د افغانستان د پوهنيز نصاب د ١٢ ټولګي دعقايدو دمضمون په باب ځني ټکي را په ياد شول چې ويل يي نشو کولای ووايو خدای تعالي مقر لري. ځکه د ا ډول څرګندونه به د اقامت له پاره د خدای عجز ثابت کړي او خدای عاجز نه دی. عقايد وايي : خدای پاس نه دی ، خدای لاندې نه دی، خدای په شرق، غرب، شمال او يا جنوب کې نه دی. ليکي دا ډول څرګندونې ګناه لري. ځکه محل ته دخدای ضرورت بيانوي او دا سي ضرورت خدای تعالي نه لري. عقايد وايي خدای ماده نه ده ،خدای نور هم نه دی ځکه داډول شيان له زراتو جوړشوي او خدای زراتو ته ضرورت نه لري. نو ايا پورتنۍ معجزه د مذهب او يا خدای پيژندنې له نظره څنګه ده؟ که په دې باب يوڅوک مالومات وړاندي کړي ښه به وي


Anonymous
09.11.2004

ملا ګله وروره سلام
دا شرق غرب شمال او جنوب د مځکي سره سته چه تر مځکي څه ووځې نو بيا نو نه شمال سته او نه جنوب ٠
نو طبعأ خدای هرځای دي ٠ د بنده او الله تر منځ فاصله نسته ٠ د اوريدو ،ليدو٠٠٠٠٠٠٠٠٠ خير اوشر
امامبارک ئې الْعَرْشِ الْعَظِيمِ ته ور غښتي وو ٠ چه شرق او غرب نه لري ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more