د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

هادي حيران
19.06.2006

يا يمه لېونى خو مينه پېژنم
يا يمه روغ سړى خو مينه پېژنم
خېر دى که ساده باده شډل بډل
يمه باجوړى خو مينه پېژنم

محمد خان باجوړى


larghonay1
19.06.2006

كه تصويري لنډۍ ترې نه جوړېږي زه هم يو بيت ليكم
ما زړګى ستا د قدم د لاندې ايښى
ستا خاطر ولې سنګين دى نه پوهېږم
د يوه پيښوري شاعر


زرملوال
19.06.2006

[color=red:2afe5c539a]مـــه ژاړه راځــه چــې په چــينه كـې دې مـخ ومـينځم
ژوند هــمدومـره بس دى چــې اوبوكـې زه او ته ښكارو
واړه عــاشقان بـه مــوږه وڅـــښي او نــشه بــه شـــــــي
مـــــوږ به د مــينو په خــوبــونوكــــې ويده ښــــــكارو
غفور ليوال[/color:2afe5c539a]

سلامونه اونيكى هيلى


larghonay1
19.06.2006

ووايه ناصح ته ګوناه زه كووم
زور خو يې كمبخته په تا نه راځي
حمزه بابا


عصمت الله
24.06.2006

سلامـــــــــــــــــونه او نیکې هیلې ټولو لوستنکو ته وړاندې کوم
خدای دی بیت بازی مشاعری یاران هم په خیر را پیداکړې

یو ځلی نیغ په دې لار راسه اشنا
چې دې کاږه واږه کاته پاتې شی
خاطر افریدی


مازدیګر
30.06.2006

ټولو لوستونکو ته دمازدیګر سلامونه..
کټوازی ورورعصمت الله جان او زرملوال ورور
دهغه سړی په هکله خو به مو اورېدلی وی چه په ناوختی یی
مېلمه کورته راوستی وو میلمه یی په دروازه کی پری ایښی ووخپله چه دننه
کورته ننوتی وو نو مور ېې ورته وېلی وو(ولی ځوانی مرګ شی په کور کی دی
څه پاخه دی چه میلمه دی هم په ځا ن پوری تړلی)
نو دی هم هلته کښینستی وو وایی(چه داسی ده نو په هم هغه دروازه کی دی ولاړوی)شعر حاضر دی
یا هغه پښتانه نشته دا څه نور شول
یا دی خدای دی په دا هسی شان فرمان....خوشحال بابا


أبوخليل
03.07.2006

وروڼو ته سلامونه
عبد الرحمن بابا وایې :
[color=green:38f9f0e2e6]لکه ونه مستقیم په خپل مقام یم
که خزان راباندي راشي که بهار[/color:38f9f0e2e6]


أبوخليل
03.07.2006

هرګزمه وايه هر هر ګل ته رامبېل
چې اصيل وي ترېنه جوړ کړه بيا امېل

په مينه

وقار[/quote]
سلامونه او ښې هیلي
زما خیال دی چي [color=red:d65099aab5]لام[/color:d65099aab5] به زما په برخه وي دا شعر به زما په خیال د خوشحال بابا وي
[color=green:d65099aab5]لا تر اوسه یې مازغه په قرار نه دي
چاچي ما سره وهلی سر په څنګ دی[/color:d65099aab5]


رښتینی
04.07.2006

وروڼو سلامونه اونيكى هيلى
زه به هغه دګران مازديګر جان شعر ته ځواب ووايم
چى نون يي په اخر كى دى ځكه له هغه وروسته خو
ځينى ياران له پاټلۍ نه لويدلى دى
___________________________
[color=yellow:df7612c5cc]نن ورځ مى مه ګوره چى نه لرم ډيوه په كور كى
کړى دى ما هم دسپوژمۍ پر ځنګانه خوبونه
حميد بابا[/color:df7612c5cc]


داود فايز
05.07.2006

دا هم در واخلي

هســـي مــه وايـــه چــي زه يـم پــه جـهــان كښـي
پيدا كــړي خداي د ســر د پــاسه ســر دي

عبد الرحمن بابا عليه الرحمة


عصمت الله
05.07.2006

ټولو ته سلامونه
خیر دا هم درواخلۍ
یو ویښته مې دصـورت بـی عشقه نه دي
څـوکیـدار پـه هـر نفس دخپـل کــاروان یم
رحمان بابا


زرملوال
07.07.2006

ما ستا د خيال ورغوي ډېر کتلي
يو لوی ارمان دې پټ په زړه کې وينم
زما پردېسې د وطن شهزادګۍ
افغانستان دې پټ په زړه کې وينم

______________________
سلام سلام وركو عزيزانو او يارانو !


عصمت الله
17.07.2006

سلامــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــونه او نیکې هلې د بیت بازی مشاعری ټولو غیر حاضرو یارانو ته وړاندې کوم خدای پاک مو په خیر سره بیا حاضر کړه چې دا مشاعره یو ځل بیا له سره توده شی صمیم جانه وروره دا تاسو ولی له دی مشاعرې څخه پښې ویستلې داسی مکوه کله کله خو خبر زموږ اخله
له زرملوال او مازدیګری او ابوخلیل او ابوعمر او حامد ورورنو نه هیله کوم چې راشی خپل خواږه بیتونه سره ولیکۍ

ما به بې وخته لېـــونی کړې په اغزو به ګـــرځم
غیږه به رانه کړې ښکلیه باغه بیابان خو نه یې


پاچاخوستي
19.07.2006

ښې چارې ګرانوپښتانو!
سلامونه نیکې هیلې عصمت الله تاته اوستا د خبرې په تکرارشکل خاضرواوغیر
خاضروملګروټولوته سلامونه وایم خدای دوکړي چې ټول ښه صیحت ولری
لکه زه چې راغلم داسې ټول بيرته راشي اودابيت بازي مشاعره په شريکه سره پرمخ
بوځو٠
يوڅوګ خوشته چې زړه ته ټک لکه لړم راکوي

دزهروذکربه يي ورو، ورو په آرام وليکم
{کاروان}


زرملوال
23.07.2006

ټوملګرو ته دزړه له تله سلامونه

خوستى صيب ستړى مشى لكه ته چى غير ازير وى داسو مونږ هم وو

او چى ته راغلى نو داده زمونږ سلام هم له يو ه شعر سره يو ځاي در نيسه

[color=green:87513da3e4]مه وايه چې سترګو کې مې تش د خمار سره اوسي
دلته خو زما هم يو وړوکی غوندې زړه اوسي

څه په درز چمبه وهي او ګډې شي ګيډۍګيډۍ
دنګې چټې پيغلې چې سر خيلې د واده اوسي[/color:87513da3e4]

غفور ليوال

خداى دى وكړى چى داشعر تكرارى نه وى خو كه
وى هم ولا په بيا بيا ليكلو ارزى داسى ده او كه نه ؟


پاچاخوستي
24.07.2006

ښې چارې ګرانوپښتانووروڼو!
زرملوال صيب مننه خوشحال اوسې اوس هم ډيرښه چې بياسره راپيداشواوس به
غيرې خضرې نه کوو
يــــو د ساقـــي لــــــه څـــــــنګه چنګ د پيالو
بــــــل د پایزيب په شرنګولو کې خوند دی
منګل
......................................................................................................................................
زرملوال صاحب غفور ليوال هغه شعر نه نوريي هم ډيرښکلي شعرونه ليکلي دي


مازدیګر
06.08.2006

زرملوال ورور خوستی وروراوټولو درنو لوستونکو یو جها ن سلامونه
ددی بانډار د لا تودیدو په هیله

یوسف هاله شه لایق دبادشاهې
چی یي وخوړی څپیړی دغضب

                     حمید ماشوخیل


زرملوال
06.08.2006

[color=green:f9113d6244]بريالى اوستا رخسار سره پوهيږي
دا کاغذ او دا قلم دي شا هدان
بريالى [/color:f9113d6244]

وروڼو سلام


کټوازی
06.08.2006

نه ښکلی زلمی وم نه لايق وم ستا د مينې ،
تاسره مې ګلې پر ايمان وکړلو جبر ( ! )
{ سهېل جعفر }
____________________
ګران زرملوال وروره ، سلامونه مو ومنئ ، سره له ټولو روڼو !
تر يوې اوږدې مودې وروسته يوارې بيا د بيت بازي د مشاعرې پر درشل راښکارېږم ، هيله لرم چې ټول ياران به يوپۀ بل پسې راښکاره شي ، پۀ تېره بيا ګران عصمت الله چې تر پايه يي پۀ مشاعره کې ګډون درلود !


Anonymous
06.08.2006

راشه په کوڅو کې د جرګو خبرې نشي
چېرته چې په مونږ کې د پردو خبرې نشي
خاطر اپريدي

ډير درانه درانه سلامونۀ ستاسو ګردو په وړاندي
ډيرشکولي بانډار ده شه ژوند مو غواړم


صافی
06.08.2006

ورک شه !!! مردار خوره!
په دا نوم چې تا په ځان ایښئ.


عصمت الله
06.08.2006

راځه چې پرې تودې کړو دواړه یخې یخې سترګې
اورنه مــــــــــې راوړی دګـلـــــــــــــــــــونو دی بازاره
رحمت شاه سایل
زما سلامونه اونیګې هیلې دې ټولو یارانو ته ورسیږې خدای موراوله
صمیم جانه ورور په راتک دې ډیر خوشحاله شوم خدای دې وکړی چې بیا داسی اوږده غیرحاضری ونکړې .
زه هم په کمین کې ناست وم چې کله یو څو یاران را پیدا شی بیا به خپل وار وکړم خدای دې وکړی چې ستاسو په تبه برابر وار شوی وې
زه له دغه نوی ورور نه چې یو متر ګوته یې په خپل سوګمو کې منډلې یو هیله کوم چې یو مناسب نوم پر ځان کیږدی اوبل دغه عکس هم که لری کړی لویه مهربانې به یې کړې وي خدای دې وکړې چې خفه نشی


amarkhil
07.08.2006

ورونوسلامونه مې ومنئ
لکه شبنم مې لږ د خپل مخ په ګلاب پرېږده
ما ډوبېدو ته درنګونو په درياب پرېږده


amarkhil
07.08.2006

ورونو وبخښۍ زه په تېره ليکنه کې تېروتی يم ،نوی يم بخښنه خو به کوئ
هر څوک ماته ګوته نيسي چې ته ګرم يي
څوک د يار سترګو ته نه ګوري ړانده دي


Anonymous
07.08.2006

[quote:33f2367167]ورک شه !!! مردار خوره!
په دا نوم چې تا په ځان ایښئ. [/quote:33f2367167]
یاره صافي څرنګې قربان دی شم په دا هرکلی
د بیان ازادی ده نن سبا خو کرزي ډمه او کرسئ یعنی ډیموکراسی له امریکه راوړې نو تاته څه تکلیف ده
ستا ګران ګړنګن
ستا لپاره
د سليمان له دې غمي سره به پام کوې ډېر
بيدار اوسېږه نه به خوب نه به ارام کوې ډېر

[quote:33f2367167]زه له دغه نوی ورور نه چې یو متر ګوته یې په خپل سوګمو کې منډلې یو هیله کوم چې یو مناسب نوم پر ځان کیږدی اوبل دغه عکس هم که لری کړی لویه مهربانې به یې کړې وي خدای دې وکړې چې خفه نشی
[/quote:33f2367167]
نه نه خفه کېږم خو خامخا ګوته هم زما ده او پې منډمې هم زه
هیله لرم چي څوک خپه نه شی ځکه چي هر سړی دی خپلو کړو مصول ده
او په اخېر کی

[color=green:33f2367167][size=24:33f2367167]يو زړه په لاس کې ونيسه نور زړونه مه ځوروه
مناسب نه دي دا خويونه له دلداره سره[/size:33f2367167] [/color:33f2367167]
د ارواښاد استاد ګل پاچا (الفت)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more