د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ
داڅه شی دی ؟ ؟؟؟؟؟؟؟
شمشاد شينواری
13.06.2004
....................................................داڅه شی دی ؟
ګرانو لوستونکو لاندې کيسو ته به ځوابونه پيدا او بيا به يې دلته وليکی
١- يوه کوزه ده، دوه رنګه اوبه لري.
٢- درې لوبغاړي، دوولس نندار چيان
٣- چې څومره ترې اخلې، هغو مره زياتېړي.
٤- شنه يې کالي، سپين يې غاښونه، سره لري برېتونه.
٥- يوه لکړه پر سر لري درې بامه.
٦- څلور يې پښې، تر حساب ډېرې کولمې.
٧- سهار وي، ماښام نه وي.
٨- بار وړي، باري نه دی. الوزي مرغه نه دی .
٩- وړوکی تنور ګی له لالونو ډک
١٠- وچ کلک له کولمو ډک
١١- نه يې پښې نه يې لاسونه بس يو دم وهي ټوپونه
١٢- پر مخ ځي شاته نه ګوري.
زلمی
10.08.2004
ستاسو د پوښتنو دا څو ځوابونه دادي
4_ ځواب : ........ .. د جوارو وږی
6_ ځواب : ........ .. کټ
9_ : ځواب : ..... .. انار
12_ ځواب : ...... .. اوبه
Storay
15.07.2005
[quote:5b6cae7abf]جواب ..... انار[/quote:5b6cae7abf]
Re: داڅه شی دی ؟ ؟؟؟؟؟؟؟
Storay
15.07.2005
محترم شمشاد وروره ستا د ځينيو پوښتنو ځوابونه دا دي .
3 سوال ځواب علم
5 سوال ځواب شفتل
6 سوال ځواب کټ
8 سوال ځواب طياره
10 سوال ځواب کټ
11 سوال ځواب بال
[/quote]
خیریوسی
30.08.2005
1 - هغه څه شئ دی چی په هر شئ کی موجود دی
2- هغه دریاب چیری دی چی په هغه کی اوبه نسته
3- هغه څه شئ دی ته ئی خوری لاکن هغه نه خوړل کیږی
4- هغه کمه درخته ده چی نه سایه لری نه اونه میوه
5- ښځه کوچنیان نه زیږوی وچه ده نولوردهغی به هم داسی وی لکه موراو که به کوچنییان پیدا کړی
6- که مځکه اوبو و نیول یو دهندو قبر وچ پاته دی پر هغه بانی لمونځ روادی که نه
7-هعه څه شی دی چی 10ټنه بار وړی لاکن یوه دانه میخ نه سی وړای
8- هغه څه شئ دی چی نه اول لری اونه اخر
9- هغه څه شی دی چی په قرن(پیړی) کی یواو په دقیقه کی دوه او په ورځ او ساعت کی نه راڅی
10- هغه څه شئ دی چی بار پر وړئ او بار وړی نیم وچ او نیم لوند دی
11- هغه څه شئ دی چی هر شئ وینی او او سترګی نه لری
12- هغه څ شئ دی چی بیله پښو تګ کوی او ژاړی او ښکي تویوی بیله سترګو
13- هغه څه شئ دی چی مخ ته همیشه ولاړ دی او ته یی نه وینی
14- هغه څه شئ دی چی لیکل کوی او لوستل نه کوی
15- هغه څه ښئ دی چی د پاریس په منځ کی دی
16- مځکه ټوله اوبه دی دوی خښتي وچی پاته دی یوه پخه يوه اومه تیمم به په کمه خښته وهي