د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دمسواک وهلوګټي

Hamim
10.08.2005

مسواک

@ لیکوال: Dr,Hassan Shamsi Basha
@ ژباړن: هدایت الله همیم
==============================
هغه مهال چې مسلمانانو پرنبي (صلّی الله علیه وسلّم) اقتداسره دغاښونوپاکوالي لپاره مسواک کاراوه، - لوېدیځوالو- لکه ډاکترشوکت الشطي چې وایې: دپاکۍ نه لږخونداخیست، دوی به دخپلوغاښونوساتنې لپاره پر(بولو) تشو متیازومضمضه کوله، کله د روم (نبیلات) چې پرې مشهوروو.
او ددې لپاره به یې له اسپانیې راتلونکې متیازې بهتره ګڼلې! ، که به داهم نه وو، بیابه یې د (غویانو) متیازې کارولې!!، اوترشپږم پېرپورې دې لړۍ دوام درلود.
رسول الله ( صلّی الله علیه وسلّم) په خپل صحیح حدیث کې،چې احمد اونسایی او ابن ماجه روایت کړی ، ویلي:'' مسواک دخولې پاکوونی د ربّ راضي کوونی دی ''.
او د امام احمد په مسندکې له (التمیمي) څخه روایت دی وایې:'' دعباس زوی مې له مسواکه وپوښت ، وې ویل: ترهغې یې نبي ( صلّی الله علیه وسلّم) راته امرکاوه،چې پردې ووېرېدوچې په اړه یې پرې وحي رانازله نه شي ''.

دمسواک تعریف:
-----------------
مسواک په لغت کې هغولرګي یالرګي ته ورته څیزته وایې چې دغاښونوناوړه بوی اوژېړوالی له منځه وړي. اوعلما په دې متفق دي،چې مسواک سنت دی، اوډېرټینګارپرې شوی، اونبي ( صلّی الله علیه وسلّم) پرې مواظبت کړی.
رسول الله ( صلّی الله علیه وسلّم) ویلي:'' که چېرته زماپرامت نه سختېدی، دهراوداسه لپاره به مې د مسواک امرورته کړی و''.
او په صحیح مسلم کې له شریح بن هانﺉ نه راغلي،چې وایې : بي بي عایشه مې وپوښته،چې : نبي ( صلّی الله علیه وسلّم) به چې کله کورته دننه شو، لومړۍ په یې په څه پیل کاوه؟ هغې وویل: په مسواک.
اوراځﺉ چې ووینونبي ( صلّی الله علیه وسلّم) څنګه شپه تېروله:
دعباس زوی په یوصحیح حدیث کې وایې، چې ابوداود یې اخراج کړی: یوه شپه له رسول الله ( صلّی الله علیه وسلّم) سره ویده وم، کله چې له خوبه راویښ شو په پاکۍ یې پیل وکړ، خپل مسواک یې راواخیست وې واهه، بیایې اودس وکړ، اودوه رکعته لمونځ یې وکړ بیاخپل ځای ته راغی تریوې شیبې ویده شو بیاراویښ شوهمداسې یې وکړل، بیاخپل ځای ته راغی ویده شوبیاویښ شوبیایې همداسې وکړل، هرځل یې مسواک واهه او دوه رکعته لمونځ به یې کاوه، بیایې وتروکړل''.
داسې ویل کېږي،چې د (الفسطاط) په جنګ کې چې مصرهم هماغه مهال ازاد شو، کله چې کفارو مسلمانان د مسواک وهلوپه حال کې ولیدل، داګومان یې وکړ،چې ګواکي ددوی دخوړولولپاره یې خپل غاښونه تېروي، خوحقیقت داوچې دوی دخپل ربَ دخوښۍ لپاره مسواکونه وهل، اوهمغه و چې بری یې په برخه شو.
دمسواکوترټولوبهتره ډول هغه دی،چې د ''الاراک'' له ونې واخسیتل شي، د رسول الله ( صلّی الله علیه وسلّم) مسواک به دنوموړې ونې څخه و، دغه ونه په سعودي عربستان،اوپه طورسیناء، سودان، پاکستان، اوایران اونوروهېوادونوکې کېږي .
د''داریا'' په تاریخ کې عبدالقاضی الخولاني له انس رضي الله عنه روایت کوي، وایې:'' په مسواک باید ملتزم اوسﺉ، بهتره څیز مسواک دی، کنډې کپرې له منځه وړي ، بلغم راوباسي، دسترګولیدپیاوړی کوي، اورۍ کلکوي، معده جوړوي، دجنت درجې زیاتوي، پریښتې یې ساتنه کوي ‎، او د ربّ د خوښۍ لامل ګرځي، او شیطان په غوصه راولي''.
القشیري وایې:'' مسواک له ځانه سره مل کړﺉ، ځکه په مسواک کې څلورویشت ځانتیاوې دي، ځینې یې دادي چې: د رحمن (خدای) د خوښۍ لامل ګرځي، د خولې بوی ښه کوي، او اورۍ کلکوي، درد اراموي، او دغاښونودردله منځه وړي، اوپریښتې ورسره ملګرتیاکوي''.

مسواک په روژه کې
=============
رسول الله ( صلّی الله علیه وسلّم) دفرضي روژې په ورځ کې مسواک واهه، امام بخاري په خپل صحیح کې له عامر بن ربیع څخه داسې اخراج کړی، چې وایې:" رسول الله ( صلّی الله علیه وسلّم) مې ولید چې په بې شمېره توګه یې مسواک واهه او روژه به یې وه".
شافعیه او حنابله داښه ګڼي،چې له غرمې وروسته مسواک نامستحب دی، بلکې ځینوویلي،چې مکروه دی، ځکه چې د روژه لرونکي لپاره د سهار په پیل او پای کې مندوب دی.
ابوبکربن العربي ویلي: زموږ علماوو ویلي:" مسواک دخولې بوی نه ورکوي، دخولې پاکوالي دی، دروژه لرونکي لپاره نه دی مکروه، لکه په خوله اوبه تېرول، بلکې نبي ( صلّی الله علیه وسلّم) دروژه لرونکي دخولې بوی ستایلی".
او ابن القیم په خپل ( الطب النبوي ) نومي کتاب کې داخبره داسې روښانه کړې،چې وایې:" اوهرمهال مسواک وهل یو ښه کاردی، او دلمانځه اوداسه ، اوله خوبه د ویښېدوپرمهال، او دخولې بوی له منځه وړلولپاره، پرې ټینګارشوی، او د روژه نیوونکي اوخوړونکي لپاره هرمهال مستحب دی، چې یوشمېراحادیث پکې راغلي، اوروژه نیوونکی ورته اړتیالري، اوځکه چې د ربّ دخوښۍ لامل دی، اوخوښي یې په روژه کې له بوزې ډېره مطلوبه ده، او داچې دخولې پاکوونی دی، او د روژه نیوونکي دښوکارونوڅخه یوپاکوالی دی.
لنډیز:
===
(جمهورعلما‌ء) وایې،چې مسواک د ورژه تي لپاره د ورځې په پیل او پای کې مستحب دی، او د ( شافعیه) وو او ( حنابله ) وو مشهور قول دادی،چې له غرمې وروسته نامستحب دی، هغه بوی چې الله ته له مښکې ښه دی، تغییر ونه مومي.

مسواک په اوسني طب کې
=================
اوسني طب د مسواک پرګټوټینګارکړی، د ډاکترطارق الخوري په یوه څېړنه کې راغلي، چې په Clinical Preventive Dentistry مجله کې په کال 1983 کې خپره شوې :" د " اراک" ښاخونه لاندې څیزونه لري، د ( الکلور) مواد،چې دغاښونوژېړوالی او رنګ نیونې لپاره ګټوردي، او(سیلکا) مواد ،چې دغاښونوپه سپینوالي کې غټ رول لري، او یوډول کلک مواد ،Resins او بل داسې مواد،چې نوموړوموادوته ورته دي او د اوریود زخمونوپیوستون لپاره کار کوي، اوبل داسې مواد،چې یوڅیز له خرابېدا ساتي.
او ښاغلي استاد ډاکترمحمد علي البار په خپل ( مسواک ) نومي کتاب کې هغووروستیو علمي څېړنوته پاملرنه کړې،چې د مسواک په اړه خپرې شوېدي، او همداسې د ډاکترعبدالرحیم محمد له ( ریاض) څخه ، او ډاکتر جېمس ترند له ( امریکا) څخه په خپلوڅېړنوکې په دې ټینګارکړي، چې د '' الاراک'' په ښاخونوکې دجراثیمو، التهاب، او ورستېدو ضد مواد شته .
او د المان ( روستوک پوهنتون) د جراثیموپوهنې مشروایې:" د عربود لامده مسواک په کارولوکې ډېرحکمتونه دي، ځکه وچ کارول یې د هغوموادولپاره،چې جراثیم له منځه وړي، زیاته اغېزه نه لري، که چېرې وچ وکارول شي، نو ښایی شته مواد په لاړوکې حل شي .
او بل حکمت یې له یومهاله تربله د مسواک په بدلون کې دی،( یعني کارول شوې برخه پرې کول، او بله برخه یې رالوڅول) ، ځکه د زیات مهال کارونې له کبله دجراثیمو دمقاومت مواد پکې له منځه ځي.
او ډاکتر( کینټ کیودېل) د امریکا په اتلانتاکې دغاښونوڅېړندویه نړیوالې ټولنې په دوه پنځوسم سمینارکې داسې وویل: " دایوروښانه حقیقت دی،چې د مسواک کارن د سالمو غاښونوڅښتن وي، په برتانیه اوهندکې ځینې ملتونونه ( کمپنۍ) د غاښونودمعاجینو (موادو) په جوړولوکې د مسواک څخه اخیستل شوي مواد ورننېباسي".
اودامریکا (مینوسوتا) پوهنتون له څېړنوداجوته شوه، چې هغه زنجي مسلمانان،چې مسواک کاروي، دهغوپرپرتله،چې برش او مصنوعي دواګانې کاروي، د سالموغاښونواو اوریوڅښتنان دي.
اود ریاض پوهنتون څېړنوښودلې اوپدې یې ټینګارکړی،چې په مسواک کې د ( سنجرین) په نامه یو ډول مواد دی،چې پاکوونکي دي. او یوبل ډول د ( صموغ او نشا)، اویوډول تروش مواد دي،چې لاړې دې ته چمتوکوي،چې په پاکوالي کې مرسته ورسره وکړي.
اوډاکترعبدالرحیم محمد ( د ریاض پوهنتون دغاښونوپه پوهنځي کې استاد) یوه څېړنه کړې،چې په ترڅ کې یې داومونده چې که د مسواک (سر) له یوې ورځې زیات وکارول شي،پرته له کارول شوې برخې بدلون څخه،ښایې ځینې مواد دغاښونوپه راچاپېره جوړښت اغېز وکوي، له دې کبله مسواک وهونکوته دا توصیه کوی،چې مسواک باید د څلورویشت ګړیولپاره وکارول شي، اوبیا کارول شوې برخه ترې وسکښتل شي، اونوې برخه یې په کارواچول شي.

اوسنی طب د مسواک په کارولوکې څه وایې ؟
=============================

دبرې ژامې غاښونومسواکول باید جداوي، اوهمدارنګه دکوزې ژامې، او دپاکولوخوځول باید دبرې ژامې لپاره له بره ښکته پیل شي، او دکوزې ژامې لپاره له لره برته په اوریوتېرېدونکی وي،چې د وینې تګ راتګ چارند کړي، اودڅېړونکوله تجربوداثابتیږي،چې دغاښونوپاکولوحرکت باید دغاښونود اوږدوالي مېچ سره برابروي،اوکه داسې نه وي-لکه پسورباندې – د مخې اوږدوغاښونومېچ سره برابر،له دې یولړلوی زیانونه اودغاښونود انسجام خوړل او (ولیو) لوڅوالی پیداکېږي.

(قلح)
===
دغاښونودناپاکوالي له آري شکلونوڅخه یودی،چې عبارت دي د خوړوله پاتې شونو، اوبکتریاڅخه.. او دوخت په تېرېدوسره سختیږي، په ځانګړي توګه کله چې یوسړی خپل غاښونه نه پاکوي.
په دې کې شک نه شته،چې دخولې بوی دیوسړي دپاکوالي اوپاملرنې څرګندوی وي، اوخلک له هغوچاڅخه،چې خوله یې ناوړه بوی کوي، لرې ګرځي اوکله چې خبرې کوي،ځان ترې ګوښه کوي،یاخپل مخ ترې اړوي،اوښایې ددې په کورنیزه ژوندیومنفي اغېزه وي،چې تزلزل راپنځوي.
د مروان زوی عبدالملک خولې بوی کاوه،یوه ورځ یې په مڼه خوله ولګوله اوخپلې ښځې ته یې وروارتېږله، اوښځې یې چاړه راوغوښته ده ورته وویل: څه پرې کوې؟ دې ورته وویل:ناوړه څیزترې لرې کوم، داخبره پرعبدالملک ډېره سخته شوه، اوفوراً یې طلاقه کړه.

دخولې دبوی لاملونه څه دي؟
==================

د Family Health په دایرة المعارف کې راغلي: ډېرکم داسې پېښېږي،چې دخولې بدبوی د نارروغتیا له کبله وي، غالباً دغه بوی له نشه یي توکواوشراب څښلوڅخه پیداکېږي، یا د (اوږې) او پیاز له خوراک څخه، او دخولې اوغاښونوپاکوالي ته نه پاملرنه، اما د هاضمې کمزورتیادخولې دبوی سبب نه کېږي او دخولې ناوړه بوی لاملونه په دوه ډوله دي،چې مهم یې دخولې وچوالی دی،اودغه دخولې دناوړه بوی له آري لاملونوڅخه دی،ځینې وخت دخولې وچوالی د خوب پرمهال راځی، چې د ډوډۍ پاتې شوني د بکتریاوو په کارسره ګډیږي، چې د راویښېدوپروخت د ناوړه بوی پایله ګرځي،لکه په هغوخلکوکې چې داملاحظه لیدل کېږي،چې د زکام په وجه له پزې تنفس وباسي.
او(لوږه) دخولې دناوړه بوی بل لامل دی .. خود روژه تي دخولې بوی دالله په نزد دمښکوله بوی څخه بهتره دی.
لکه همداشان چې په نشه یی موادو اعتیاد دخولې دبدبوی سبب ګرځي.
اوځینې خوراکونه لکه اوږه اوپیازجسم له دې ډول موادوڅخه دځینې نوروموادوپه شکل خلاصوي،چې له (نفس) ایستلوسره ناوړه بوی راوځي.
اوداهېڅ دتعجب خبره نه ده،چې رسول الله ( صلّی الله علیه وسلّم) د اوږې اوپیازپه نه خوړلوامرکړی،چې لمونځ کوونکي یې له بوی څخه تنګ نه شي،وایې:" چاچې اوږه، پياز، اوګندنه خوړلې وي، زموږمسجدته نه نیږدې کېږي، چې پریښتې له هغوڅه چې بني آدم تنګیږي، دوی هم تنګیږي" د مسلم په روایت.
اوپه دې کې شک نه شته،چې دخولې ناپاکوالی د خولې دبوی سبب کېږي، لکه د (اوریو) ناروغتیا اودغاښونوکنډې کپرې دخولې دناوړه بوی سبب ګرځي.
- اماددوهمولاملونوټولۍ - چې ډېره مشوره نه ده- دا لاندې راګډوي:دپزې دسوریوالتهابات،او دځیګروکلموناروغتیا اوداسې نور..


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more