د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

یوه شپه برابره وه داتلسو کالو سره

خیریوسی
27.07.2005

حلیمی صاحب ږما دمینی ډک سلامونه ومنی
سبحْان ال‍ذِی اْسری بعبده لیلا من المسجد الحرام الی المسجد الاقصا الذی برکنا حوله لنریه من ءایتنا انه هو السمیع البصیر
دا څنګه شپه وه چی اتلسو کالو سره برابره وه که لږ مالومات راکړی

ابو محمود



ع کريم حليمي
28.07.2005

ښاغلې ابو محمودصاحب او محترمو لوستونکو سلام !
دا واقعه يعني عرج چه موږ معراج ورته وايو ٠ په يوه داډول وخت کښي پيښه سوې
چه دمسلمانانو شمېر ډېر لږ وو ٠ او هم پاشلي ، پراګنه او منتشرالخياله هم وه
او راويان اکثره هغه خلګ دي او وه ٠ چه يا ډيرکوچنيان وهاو ياخو بېخي نه وه پيدا سوي ٠ او يا دمدينې خلک وه چه هغوۍ د هجرت له مخه د واقعاتو په شاوخواکښي
ذاتي او بلاواسطه معلومات نه درلوده ٠ نو که د ځينو واقعاتو په ترتيب کښي پېش اوپسوالۍ راسي نو ضرورنه ده چه په تطبيق پسي ئې وګرځو
د عرج يا معراج د وخت او زمانې په يقين او ټاکلو کښي انسان د دې مشکل سره مخامخ کيږي ٠ چ دا تر هجرت دمخه واقعه ده او په دغه وخت کښي لا د سنې او تايخ
تدوين يا خاص رواج په عربوکښي نه وو ٠
بيا هم د وخت په خصوص کښي خو دوندي په يقيني ډول معلومه ده چه د عرج شپه
واقع سوېده ٠
بِسمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
سبْحَنَ الَّذِى أَسرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِّنَ الْمَسجِدِ الْحَرَامِ إِلى الْمَسجِدِ الاَقْصا الَّذِى بَرَكْنَا حَوْلَهُ لِنرِيَهُ مِنْ ءَايَتِنَا إِنَّهُ هُوَ السمِيعُ الْبَصِيرُ ٠
او د صحيح ورځي پته لګول ئې ډير سخت او ګران کار دۍ ٠ ولي چه د محديثنو د خولې د يوه محدث سره په صحيح روايت د دې خبري پوره تصريح نسته ٠
خو علامه علماوو د رجب مياشت او ٢٧ ورځ ئې ټاکلې ده ٠ په کومه خبره کښي چه
د سلفو اختلاف وي ٠ اوکوم دليل قائم نه وي ٠نو په دې صورت کښي غالب ګمان
صحيح کڼل کيږي ٠
[quote:dabea42ba6]دا څنګه شپه وه چی اتلسو کالو سره برابره وه که لږ مالومات راکړی [/quote:dabea42ba6]
دا ډيره اختلافي موضع ده ٠ او فکرنه کوم چه په يوه لنډه ليکنه کښي حل سي
او ردول ئې هم ښه کار ندۍ
داسي قيصې او روايتونه سته چه تفريق غواړي ٠ اوجلاجلا فَصلونه ورته جوړ سي
او د تميز څه کار واخلو
ايات شريف داسي دۍ چه :
پاک دۍ هغه ذات چه بېولۍ ئې ووبنده خپل ٠ په شپه کښي د مسجد حرام څخه تر مسجد اقصی پوري .................................................................
او يوه بله اختلافي خبره داده چه :
چه مبارک روحي تللي او که جسمأ
١ ) جمله يا لغت د اسراء په عربي کښي د شپې سفر ته ويل کيږي٠
او سير و هغه مسافرت ته ويل کيږي چه د ورځي کيږي
٢ ) کلمه د ليلا تأکيدي ده ٠ او د اسراء څه هم پوهېدای سوو ٠ چه دغه حقيقت داسي بيانه وي چه سفر کامل په يوه شپه کښي سوۍ دۍ او مهمه داده چه فاصله په منځ د مکې مسجد الحرام او بيت المقدس سل فرسخه ده ٠ چه په هغه زمانه کښي د غه سفر ورځي يا هفتې غوښتې اوعجبه دادا چه تنها په يوه شپه دا سفر سوۍ دۍ
٣ ) او دعبدکلمې څخه داسي معلوميږي چه دغه افتخار او اکرام خاص د محمد صلى اللّه عليه و آله و سلّم وو ٠ ولي دغه مقام مبارک ورسېدۍ ٠ ولي چه هر ګام ئې لا د الله د رضا د پاره اخستۍ ٠ چه عبدخورا لوۍ مقام دۍ
٤ ) او همدارنګه د عبد د نامه څه معلوميږي چه دا سفر په بيداري کښي پېښ سوۍ وو ٠ دليل حديث بخاري قال الإمام البخاري، عن أنَس بن مالك، يقول: ليلة أسري برسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم من مسجد الكعبة، إنه جاءه ثلاثة نفر قبل أن يوحى إليه وهو نائم في المسجد الحرام، فقال أولهم: أيهم هو؟ فقال أوسطهم: هو خيرهم، فقال آخرهم: خذوا خيرهم، فكانت تلك الليلة فلم يرهم، حتى أتوه ليلة أُخرى فيما [color=brown:dabea42ba6]يرى قلبه وتنام عينه ولا ينام قلبه - وكذلك الأنبياء تنام أعينهم ولا تنام قلوبهم ٠٠٠٠٠٠[/color:dabea42ba6]او دا سفر جسماني وو٠ نه روحاني و لي چه عبد په معنا
د جسم او روح دۍ چه په دې سفر کښي د پېغامبر صلى اللّه عليه و آله و سلّم روح او جسم ئې په سفر کښي شرکت درلود يوازي داخبره د ه چا چه دغه اعجاز په فکر نه شولې هضم کولې نو روحاني ئې وګڼلۍ ٠ که يو څوک چاته وايي چه فلانی سړي ما په سفر بوتلۍ نو دامعنا ورکي چه په خوب کښي ئې يا د خوب او خيال په حال ٠ ؟؟؟؟ نه
نور بيا انشاالله



ع کريم حليمي
29.07.2005

٥ ) آغاز د دې سفر (چه مقدمه پر مسأله د معراج چه اسمانو ته تللۍ )ورسته به پر دې خبري وسي ٠ چه مبارک له مسجد الحرام څه سفرته تللي او که د کوره څخه
ولي چه ځيني احاديث سته چه مبارک د يوه صحابي کره وو ٠ بېله شکه د ايات شريف څه دامعلوم چه د مکې څه داسفر مبدا سوې دۍ ٠ او بعضو مفسيرانو داسي خبري کړي چه د مکې ښارته د احترام له پاره هم مسجد الحرام ويل سوي ٠ چه داسي تعبيرونه هم په اياتونو کښي ذکرسوي ٠
٦ ) هدف د دې سفر څخه چه مبارک په سترګو معاينه،مشاهده د عظمت ايه masterwork الهي وکړي ٠ او انسانانو له پاره ايات ، بينات او لوی عظمت وويني ٠ ترڅو د انسان د هدايت له پاره اماده سي ٠ داسي نه ده چه نبي صلى اللّه عليه و آله و سلّم ددې له پاره
غوښتل سوي چه الله وويني ٠ داکم فکري ده اودا ګمان دۍ چه د الله محل په اسمانو کښي دۍ ٠ په هر صورت محمد (صلى اللّه عليه و آله و سلّم )ګرچه عظمت دالله ورپېږندل شوۍ وو ٠ خو متل دۍ چه : شنيدن كى بود مانند ديدن ٠ دليل په ايات نجم ١٨ - [color=blue:2214c61b6b]لَقَدْ رَأَى مِنْ ءَايَتِ رَبِّهِ الْكُبرَى [/color:2214c61b6b]
ژباړنه -خامخا په تحقيق ليدلي دي دلائل د رب خپل چه ډير لوی ؤ
يعني په اسمانونو کښي ئې د الله عظيم اياتونه وليدل ٠
٧ ) جمله د بَرَكْنَا حَوْلَهُ د داسي مطلب بيان دۍ چه د فلسطين مځکه يعني مسجد الاقصى چه ظاهرى برکتونه هم لري ويالې،باغونه ،زراعتونه ابادۍ پر دې سربيره چه د تاريخ په اوږدو کښي توحيداو لوی انبيا په کښي تير سويدي يعني الله د توحيد ږغ اول هلته راپورته کړي وو
٨ ) جمله د إِنَّهُ هُوَ السمِيعُ الْبَصِيرُ اشاره دې ته ده چه الله مبارک ليدلۍ او خبري ،کردار ئې ښه اورېدلاو ليدل ٠ داسي بې خسابه کار نه و
٩ ) او کلمه د سبْحَنَ ضمنأ دليل د دې دۍ چه داسفر د هر نقص او عيب څه پاک وو

مسأله د معراج
معروفه خبره ده د مسلمانانو په منځ کښي چه محمد (صلى اللّه عليه و آله و سلّم )
کله چه مبارک په مکه کښي وو[color=brown:2214c61b6b] په يوه شپه [/color:2214c61b6b]د مکې څخه مسجد اقصى چه په فلسطين کښي دۍ دالله په قدرت ولاړي او په دغه شپه د مسجد اقصى څخه اسمانوته وختۍ او اثار د عظمت د الله تعالی وليدۍ او بيا هم په دغه يوه شپه رته راغلۍ ٠ دا يو معراج روحاني نه وو ٠ که څوک دا سفر يو روحاني مكاشفه وګڼي ممکن ده چه لويه خطابه وي ٠

د معراج امکان د وزمره علومو له نظره !
نوربيا انشاالله



ع کريم حليمي
03.08.2005

د معراج امکان د وزمره علومو له نظره !
که څوک غواړي چه فضايي سفر وکي اول شئ چه ئې مخه نيسي د جاذبې قوه ده
اول ضرور ده چه د په فوق العاده وسائلو کاميابي پيداکړي پر جاذبې باندي !
کله چه وسائل پيداسي نو ٤٠ زره کېلومتره سرعت في ساعت په کار دۍ چه د مځکي د جاذبې څخه ووزي
کله چه د جاذبې له قوې څه خارج سي ٠ نور يو عالم مشکلات سته زه يو يا دوو ته اشاره کوم ٠
اول وزن له منځه ځي ٠ دوهم اوکسيجن نسته ٠ او زهري شعاوي سته
ډيره مشکله ده چه انسان بيله تمرين څخه په بې وزني فضا کښي ژوند وکړي !
او دوهم ضررده چه اوکسيجن ورسره وي يعني په مايع ډول په ډبو کښي !
او دريم داسي لباس ولري چه د شعاوو مخ نيوی وکړي !
او يو بل ډير لازمه ده چه که څوک اسمان ته ځي نو د نور په سرعت يا ډير
هال داچه موږ بل سرعت چه ترنور اضافه وي فکر کوم نه پېژنو ٠ نوکه سرعت د نور سي ٠ جسم نور نه پاتيږي ٠ بايد انرجي شي ٠
د معراج خبر چه ياديږي هم عقل کارنه کوي اوهم د نن ورځي ساينس
او يو نا اشنا سفر وو ٠ او په نااشنا وسيله تر سره شوئ وو
چه براق نوميږي ٠ چه دا هم يو نااشنا نوم دۍ وموږ ته !
نوکله چه د أَسرَى د سفر خبره ياديږي ٠ نو لازمه ده چه دمباحثې څخه لاس پر سر و اوسو ٠ او په کلام الله اکتفا وکړو٠
کلام کوتاه - داسي مشکلات سته دمعراج په سفر کښي چه په عقل نه حل کيږي
او هم په روز مره وسائلو ٠ موږ ته محال کار دۍ ٠
[quote:493d39170b] دا څنګه شپه وه چی اتلسو کالو سره برابره وه که لږ مالومات راکړی [/quote:493d39170b]
داسي نقلونه موږ اورېدلي چه : چه يوه ځوان دانه منل چه مبارک د معراج سفر په يوه شپه څرنګه کاوه ٠
نقل داسي وو
وښځي ته ئې وويل چه ته ماهيان پخوې زه يواري وزم د باندي د ډوډي وخت ته به برته راسم٠ دئ چه ولاړي په يو ه چينه کښي ولمبيدۍ ٠ چه راختۍ د اوبوڅخه يوه
حسنه ښځه سو ٠ او يوسړی راغلۍ کورته ئې بوتله واده سوو و لادونه ئې پيداسوه
سپين سرئ سوه ٠ يعني اولادونه ئې د اتلسو کالو سوه ٠ نوسړي ته ئې ويل نن چه ته
ښکار ته ځئ زه هم درسره ځم ٠ سړې وويل ښه سمه ده ٠ نو کلهچه سړي ښکار کاوه
سپين سري چينه وليده او لمبېدو ته ئې هوا سوه ٠ او ابوته لويده٠ تر غوټې ورسته چه راپورته سوه سړی وو ٠ ٠٠٠٠٠٠٠٠٠ کورته ولاړۍ ٠ او ښځي ورته ورته وويل چه
سړيه تاويل ته ژير راځي ٠ ماهيان دي داسي ساسړه سوه ٠ ژير کوه چه ډوډۍ وخورو ٠

نه نظام دريدلۍ او نه څوک پوهېدلي ٠ يوازي او يواږي غيرت اکبر او مبارک په
سفر کښي ملګري وه ٠ او کله چه سدره المتهی ، لامکان ته چه ورسېده نور نو بيا
غيرت اکبر هم پاته سوو ٠
په ښکاره ناري وه چه د اتلسو کالو د برکت شپه وه ٠ هيڅ غلطي نه لري ،که روايت وي ، هم حقيقت لري ٠
او که داخبره حديث وي ٠ هم د لوړي درجې حديث دۍ
تمت
بسمه تعالی :وَ مَن يُطِع اللَّهَ وَ الرَّسولَ فَأُولَئك مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَ الصدِّيقِينَ وَ الشهَدَاءِ وَ الصلِحِينَ وَ حَسنَ أُولَئك رَفِيقاً


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more