tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

وخت څۀ شی دی؟

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
salam



دغړيتوب نېټه: 13 جنوري   2007
ليکنې: 75

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   جنوري   10, 2008 8:05 pm    عنوان   : وخت څۀ شی دی؟ Reply with quote

وخت څۀ شی دی؟

د مکان او زمان تصور د زرګونو کلونو نه پۀ انساني فکر غالب دے . پۀ اول نظر خو دا بيښې يوه سرسرې خبره ښکاري خو چې کله مونږ لګ سوچ اوکړوچې دا وخت اخر څۀ شے دے نو بيا دا دومره اسانه خبره نۀ ده .

يو فلسفي وائئ کۀ زما نه څوک پوښتنه وکړي چې وڅت څۀ شے دے نو زۀ پوهيږم . خو کۀ زمانه وضاحت اوغواړى نو بيا نۀ پو هيږم . پۀ قاموسونو کښې د
وخت تعريف وقفه شوى ده او د وقفى معنا وخت خودلے کييږى خو پۀ دى مو نږ هيڅ سر بر نۀ شو معلومولے .
وخت د مادے د د بدليدونکې حالت معروضى اظهار دے . وخت او حرکت د يو بل نه نۀ بيليدونکې تصورات د‌ى . د تمامى زندګۍ او تمامو علومو او هر فکرى او تصوراتې اظهار دپاره وخت لازمې عنصر دے . فن هم د وخت او حرکت تا ثر ورکوى . د رقص او موسيقۍ بنياد پۀ وخت دے.

د زمان او مکان پۀ مينځ کښې فرق دا دے چې پۀ مکان کښې دمادې حرکت بيا واپس کيدے شې خو پۀ زمان کښې حرکت پۀ شا نشې تلے . چې پۀ حقيقت کښې دواړه دمادے بنيا دې خا صيت (حرکت) پۀ ګوته کوى ( خو دواړه متضاد طريقى دى .
د هيګل پۀ اصطلاح کښې مکان د مادے دويم حيثيت دے او زمان هغه عمل دے د څۀ پۀ ذريعه چې ماده او توا نا ئي ( چې پۀ حقيقت کښې يو شے دے) چې ځان پخپله د يو شکل نه بل شکل ته اړوى .
هر اقليطوس وائي : هر شے شته هم او نشته هم ځکه چې هر شے لمحه پۀ لمحه بدليدونکے دے.
د بدهه ازم د نروان خيال پۀ اصل کښې د وخت د ختميدو خيال دے . هم دغه رنګے پۀ جديدو مذاهبو کښې هم د وخت د وجود ختميدل ديو اهم زيرى پۀ شکل کښې موجود دے .
ارسطو د وخت پۀ باره کښې وا يي: دوه څيزونه نۀ ختمسدونکې دى يو وخت او يو تبديلې.
د نيوټن پۀ خيال : وخت د خط مستقيم پۀ څير روان دے.
دآئين سټائن پۀ نظرزمان او مکان ديو بل سره تړلى څيزونه دى . او دوخت انحصار ديو نظام پۀ حرکت پورے تړلے دے.

تاسى پۀ دى حواله څۀ نظر لرۍ
؟ی
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
pattang
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 05 اګست   2004
ليکنې: 5018
ځای: Germany

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   جنوري   10, 2008 11:38 pm    عنوان   : Reply with quote

انډيواله دقدر وړ ده چې داسې يوه علمي موضع دې را منځ ته کړې ده ٠
پر دې موضع باندې بحث ډېر وخت او حوصله غواړي :
د Albert Einstein د خاصې او عامې نسبتي تيوري
(theory of relativity) د تطبيق په هکله درنو بحث کونکوته موفقيت
غواړم اوبريا لي اوسۍ !!
کاشکې دکابل دسيانس پو هنځی په پښتو ژبه او هېواد ازاد او ارام وی ٠
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
منلی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 29 اګست   2005
ليکنې: 254

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   جنوري   15, 2008 10:40 pm    عنوان   : Reply with quote

ددی کیسی څخه معلومه شوه چې داسی کائنات نشته چې دټولو لیدونکو لپاره مشترک وی یعنی هر لیدونکی په خپل ذات کې مطلق اوکائنات یی بېل بېل دی .
که داسی نه ده ؟


وروستی ځل بدلون  منلی   په   ٤   شنبه   جنوري   16, 2008 11:39 am   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
saleehzai



دغړيتوب نېټه: 29 جولاي   2007
ليکنې: 47
ځای: pakistan

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   جنوري   16, 2008 7:04 am    عنوان   : Reply with quote

قدرمن پتوال صاحب
کيسه په زړه پوري کيسه ده خو دا د عدد يادکلونوشميروپته يی نه لګيږي ، ځکه زماکمپيوټرکښي خودکلونو
عددياشميرکوټې کوټې يارمزپه ډول ښي چي نه پوهيږم داعمومي ستونځه ده اوکه يواځي زماکمپيوټرهمدا ستونځه لري ؟
نوکه تاسودکلونوورکړل شوي شميري په عبارتي ډول پنځوس ، ديرش اوڅلويښت وليکی نومونږبه پوهه شو
چي څومره کلونه ورڅخه مراد دي ٠
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
قدرمن شالیزی صاحب په سلامونو مو نمانځم !
ستاسو غوښتنه ما در پوره کړه ، پتوال ته اړتیا پاتې نشوه، تاسو یې لیکنه بیا وګورئ
په درنښت

وطنمل
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست
salam



دغړيتوب نېټه: 13 جنوري   2007
ليکنې: 75

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه جنوري   20, 2008 10:48 am    عنوان   : Reply with quote

Special theory of relativity يا نظريه اضافيت دسائنس د عظيمو کارنامونه يوه کارنا مه ده. ددى حقيقت پۀ بنياد ډير پر مخ تک وشو او د اضافيت پۀ وجه دپيمائش طريقي پۀ ډيره صحت منده طريقه رواج وموندو. خو د ائنسټائن د نظريه اضافيت پۀ وحه د وخت پۀ اړوند فلسفيانه سوال ختم نۀ شو . او کۀ پۀ دى حواله څۀ شوى دى نو هغه دا چې دى سوال نور شدت موندلے دے. سوال دادے چې آيا دفطرت قوانين پۀ شمول دوخت د ټولو د پاره يوشان دى قطع نظر ددى نه چې هغه پۀ کوم مقام موجود دى او پۀ څومره رفتار سفر کوى . پۀ دى حواله آين سټائن دتذب ذب ښکار وو ځنى وخت کښې به دا سى بريښيده چې هغه ددى خپرى سره متفق دې او پۀ ځنى وخت کښې به بيا دا سى وه چې هغه ددى نه انکار کوى .
د فطرت د معروضىعواملو د تعين انحصار پۀ دى نۀ دے چې مونږ د هغي مشاهده کوو يا نه . هغه پۀ خپل ذات کښې ځان له وجود لرى .کائنات مو جود وو پۀ دى وجه وخت هم د هغه وخت نه مو جود دے کله چې انسان د هغه د مشاهدى دپاره موجود نۀ وو. کائنات پۀ لا متنا هى او مسلسل طور تغير پذير دے. خو بيا هم دا پۀ دى وجه پۀ محدود صورت کښې ليدل ضرورى دى چې د انسا نى ذهن پۀ ګرفت کښې دا لا متناهې کا ينات را شى او تجزيه ئ و کړے شې. زمونږ د مشاهدے د طريقى سره کائنات بدليږى نه تر څو چې پۀ دى کښې هغه عوامل شامل نۀ وى چې پۀ مشاهده کيدونکى شى کښې دخل اندا زى ونۀ کړى . زمونږ پۀ نظر زمکه سا کنه محسوسيږى خو يو خلا باز چې زمونږ د سيا رى پۀ خوا کښې تيريږى نو هغۀ ته دا پۀ انتهائي تيز رفتار کښې تيريدو نکى معلو ميږى .
آئن سټائن د فزکس قوانين سر دوباره پۀ دى ترتيب مرتب کول غوښتل چې هره پيش ګوئي رښتيا ثا بته شې قطع نظر ددى نه چې دمختلفو اجسامو حرکات څۀ دى او دهغى نه څۀ نقطه نظر ولا ړيږى . د اضافيت د نقطه نظره پۀ خط مستقيم کښې پۀ يو رفتار حرکت کول او ساکن کيدل يو برا بر دى . کۀ چرته دوه اجسا م پۀ مستقل رفتار ديو بل خواته تيريږى نو دا وئيل هم ممکن دى چې الف جسم د ب جسم خوا ته تيريږى يا ب د الف خواته تيريږى . پۀ دى وجه مو نږ ته دا تضاد مخى ته را ځى جې زمکه پۀ يو وخت سا کنه هم ده او متحرکه هم .

اګر چې دا بيخى اسانه خبره ښکارى خو بيا هم د وخت پيما يش يوه مسله ده ځکه چې پۀ وخت کښې دتبديلۍ دشرحى موازنه به لا زما ً د يو بل شى سره کول غواړى . کۀ چرته زمان مطلق مو جود وى نو هغه به هم روان وى او د هغه موا زنه به د بل وخت سره کول غوا ړى او هم دغسى دا سلسله د لا متنا هى حده پورى چليږى . خو بيا هم ددى خبرى ادرا ک ضرورى دے چې دا مسله صرف د زمان د پيما ئش پۀ اړه مو جو ده ده . د زمان د څۀ رنګ وا لى پۀ باره کښې فلسفيانه سوال پۀ خپله ددى متعلق نۀ دے .د حساب کتاب او پيما ئش د عملى مقا صدو د پا ره دا ضرو رى ده چې دحوا لى يو يو مخصوص چو کاټ مقرر شى . دا ضرورى ده چې مونږ ته د مشا هده کيدو نکى شى پۀ نسبت سره د مشا هده کو نکى د پو زيشن پۀ باره کښې هم علم وى . نظريه ا ضا فيت ثا بتوى چې (هم پۀ يو ځائ) يا ( هم پۀ يو وخت کښې) قسم بيا نات پۀ حقيقت کښې بے معنى دى .

د انسټا ئن د تضادا تو پۀ باره کښې به پيا سره و غږيږو
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2638
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   جنوري   25, 2008 4:04 am    عنوان   : Reply with quote

ډېر محترم او قدرمن پتوال صاحب ، او د بحث ګډون والو 
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !

اقتباس:
ایا ته په رښتیا زما هغه غبرګونی رور یې ؟ تاسوولې داسې سپین ږیري شوي یاست ؟
ده ورته وویل ، وګوره همدا ددې ثبوت دی چې پر مونږ څلویښت کاله وخت تیر شوی، خو داچې په تا پاس صرف پنځه کاله تیر شوي دابه د سرعت په تړاو د
آین شټاین دنسبیت تیوری راته ثابته کاندي !


مکرما ! بحث مي زړه درسره غواړي ، چه زده کړه وکړم !

تاسو ډير ښه کړي تيوري موبللې ده ، او داسي ويلی سم چه دا تيوري به د 
کاغذ پر مخ صحيح وي او بس 

که موږ دوې دانې مڼې له يوې درختي را واخلو او د کابل د رود اوبو ته 
ولاړ سو ، او يوه دانه مڼه ياسېب و اوبو ته وغورځؤ ، او يو ځوان د اټک
پر غاړه په انتظار ورته ولاړ وي چه مڼه تر لاسه کړي 
او دوهمه مڼه د الوتکي له لاري و هغه ځوان ته ور واستوو 

د الوتکي مڼه به يوه ورځ ورسته تر لاسه کړي ، او دوهمه دانه مڼه به
  څلور ورځي ورسته د اوبو له لاري ترلاسه کړي 


د طيارې د لاري مڼه ٧٠٠ مايله فاصله په يوه ساعت کي طی کړه 
اما لمړۍ مڼې عيني فاصله په څلور ورځو طی کړه ، 

که موږ مڼې په دوشنبې له وني شکولي وي ، او په پنجشنبې به بيا هم دواړي 
مڼې د څلورو ورځو زړې وي ، داسي نه ده ؟ 
 
نو دلته خو  دغه velocity يا سرعت خو کوم تاثير ونه کړه د مڼو پر عمر 
باندي ؟ يعني د پنجشنبې په ورځ دواړي مڼې د څلورو ورځو عمر لري 

په عيني شکل که زه مريخ ته په يوه ورځ ولاړم او په دغه درځ بيرته راسم 
پر تاسو هم يوه ورځ تېره سوه او پر ما هم يوه ورځ !

له دې څه خو دا نه ثابتيږي  چه سرعت وخت لنډوي او يا زياته وي 
ايا څو وختونه سته او که وخت يو ثابت شئ دی ؟؟ 

په درنښت 
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
salam



دغړيتوب نېټه: 13 جنوري   2007
ليکنې: 75

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   جنوري   31, 2008 12:37 pm    عنوان   : Reply with quote

کريمى صيب پۀ لنډو ټکوکښې :د نسبیت د تيورۍ تر مخه وخت نسبي دیے او انحصار ئ په ما ده دی . يعنى وخت د ما دې نه بهر وجود نۀ لرى د ائنسټا ئن نه يو ځل چا تپوس او کړو چې نظريه اټا فيت را ته پۀ لنډو ټکو کښې تشريح کړه نو هغۀ او ووئل يو سړی يوه ګنټه کار کوى او بل سړی يوه گنټه د محبو بى انتظار کوې ددې دواړو د وخت پۀ ويليو کې فرق دی .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2638
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه فروري   03, 2008 3:57 am    عنوان   : Reply with quote

ډير مکرم او دانشمند پتوال صاحب او درنو لوستونکو 
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
 
دانشمند پتوال صاحب !
وخت يو طبيعي  فوق العاده شئ، او مقياس دي او فهميدني نه دی ،
که د وخت مقياس وه نه لرو ، نو داسي معنی  ورکوي لکه توره اينرجي 
چه په فضا کي نه وي ، که توره اينرجي نه وي نو ټول سماوي حرکتونه 
به هم ورسره نوي او نه ده ممکنه چه مځکه دي داسي حرکت ولري لکه 
دا نن چه څرخي ، توره اينرجي سته اما  نه سوو کولی چه احساس ئې کړو
او يائې ووينو ، نو وخت هم نه ليدل کيږي او نه احساس کيږي ، کوم څه چه 
په فکر احساس کوو هغه د اميد او انتظار  درد دي ،نه وخت !

وخت د رياضي يو مفهوم دي ، که د وخت مفهوم نه وي نو موږ ته د RPM
او د بل هر مغلق او پيچيده حرکت کيفيت نه رامعلوميږي 
اما د ساده  ژوند له پاره سهار، ماپښين، ماځيګر ،ماښام ، ماخوستن ، 
نيمه شپه ، سهاروختي ، پوره کفايت کوي ٠ 

کله چه انسان ساده او اسانه ژوند درلود نو ثانيه او دقيقه ئې نه پېږندل 
اما غټ غټ وختونه ئې پېږندل 

او همدارنګه ئې غټ غټ ياساده حساب پوهېدل ،اما مغلقه او پيچيده رياضي 
ئې نه پېژندل څرنګه چه ضرورت ئې و پوهېدلو ته نه درلود 

او هم دارنګه ئې يوازي ئې فرسخ د فاصلې له پاره پېژندلي
نو ملي متر ،سانتي متر ،ډيسي متر ئې نه پيژندل 

نو خبره داده چه پر طبيعي شيانو او طبيعت باندي اکثره وخت او په اکثره 
خلقت ئې موږ نه شو پوهېدلې ٠ 

خو دومره پوهېدلی يم چه توره اينرجي ده چه دغه د کهکشان حرکت ئې 
ساتلی او دومره پوه هېدلی يم چه وخت او حرکت سره تړلي دي ، که حرکت
نه وو وخت هم نسته او که توره اينرجي نه وه نو  دغه شمسي حرکت به 
هم برهم او درهم وي 

اقتباس:
پیریان چې هم په یوه ثانیه کې په امریکا او په بله کې په افغانستان کې وي، ښايي د همدې لوړ سرعت له کبله په ژوند (دخت ) نه پوهیږي


هو ! دومره ويلی سم چه د انساني جهان ، او فکر يوازي دغه 
three dimension ماده ليدلی سي ، او ممکن ده چه هغه جهان او پېرې 
املائکې ئې څلور ابعاده او يا پنڅه ابعاده وي ، چه نه ئې ليدلی سو او نه 
ئې احساسه ولی سو ، لکه توره اينرجي 

په درنښت 
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
salam



دغړيتوب نېټه: 13 جنوري   2007
ليکنې: 75

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   فروري   05, 2008 5:38 pm    عنوان   : Reply with quote

پتوال صيب سلامونه
ما چې کوم مثال ورکړے هغه ډير پۀ سطحى انداز کښې دې نۀ چې فار موله ده .بلکه يوه مفروضه ده او
دغه مثال ما دframe of reference پۀ طور ورکړے وو نۀ چې دوخت دمشاهده کونکى سره دتعلق پۀ بنا ځکه چې دوخت تصور دحوالے دمطابقت سره بدليږى .پۀ مشترى يو کال دزمکے ديو کال برابر نۀ دے اونۀ دانسان دپاره د مکان اوزمان تصور دا سي کيدے شې مکه څنګه چې ددماشى دپاره چې دټول عمر طوالت ئئ څو ورځى دے يا دجوهري ذراتو چې دعمر طوالت دسکنډ دکهرب ومى حصى هومره دى (کۀ چرته مونږ دا فرض کړو چې داسى شيونه تصور لرى) . کۀ چرته مونږ دغهframe of reference .قبول کړو نو معلومه به شى چې پۀ هره طريقه چې مونږ وخت ته ګورو نو هغه به مختلف وى.د مثال پۀطور د پيمائش عامى طريقى مونږ دوړو جوهرى زراتو دطوالت عمرى يا د جيو ليجيکل ټائم (ارضياتى وخت) دپاره نۀشو استعمالولے .
پۀ دى نقطه نظر مو نږ وخت ته اضافى وئئلے شو. پۀ پيمائش کښ پۀ يقينى توګه تعلقات شامل وى . پۀ انسانى ذهن کښې داسى ډير تصورات شته چې هغه ا ضافى دى مثلاً اصافى مقدارونه لکه٫ وړو کې، ٫اوغټ ،انسان داوښ پۀ نسبت وړوکے دے او دما شى پۀ نسبت غټ خو غټ والے او وړوک والے پۀ خپل ذات کښې هيڅ معنى نۀ لرى .

دمستقبل نه ما ضى ته دسفر تصور غلط بريښى مکان خو پۀ درى جهتو نو مشتمل دے ولى زمان يک جهتى دے . نۀ داسى لکه دهالى ووډ پۀ ځنى احمقانه فلمونو کښې چې کوم ښودلے کيږ ى پۀ زمان کښې صرف پۀ يو سمت کښې سفر کيدلے شې ٫دماضې نه مستقبل ته ، وخت يا زمان محض د مادے د تغير پزير حالت اود حرکت د معلو مولو يوه طريقه ده . ماده ،حرکت، مکان او زمان نۀ بيليدونکى دى .
دنيوټن د نظرئي کمزورى هم دا وه هغۀ مکان او زمان بيل بيل خوا پۀ خوا او دمادے او حرکت نه بيل تصور کول .دشلمى پيړۍ پورى سائنسدانانو مکان دخلا (نيست) پۀ طور شناخت کوو چې مطلق تصور وو . او پۀ هر ځائ او هر وخت کښې يو شان نا قابل تغير ٫شے ، وو. خو جديد فزکس دغه تجريدات نا قص وبلل اود حرکت ، مادے او زمان و مکان پۀ مينځ کښې ئي نۀ بيليدونکے تعلق ثابت کړو . دآئنسټائن نظريه اضافيت دى خيال ته مظبوط بنياد فراهم کوى چې زمان او مکان د ما دىنه بيل وجود نۀ لرى بلکه ديو آفاقى ربط دمظهر حصه ده .
دلته بيا خبره د آئنسټائن د عمومى نطريه اضافيت راځى چې پۀ نظرى طور خو دا امکان مو جود دے چې انسان پۀمستقبل کښ پۀ زرګو نو کاله ژوندے پاتى کيدے شې ددى سوال انحصار پۀ دى دے چې آيه پۀ ايټمى ګهړو کښې د رفتار دتتبديلۍ شرح پۀ ژوند نافذ کيدے شې؟ د شديد کشش ثقل دوجى ايټمى ګهړۍ د خالىخلا پۀ نسبت سستى چليږى . سوال دادے چې آ يه دهغه پيچيده سالماتو دکومونه چې ژوند تشکيليږى ،عکس العمل به هم دغه رنګى وى لکه څرنګه چې د ايټمى ګهړو وى.
لکه کوم مثالونه چې پتوال صيب ور کړى دى . ددى خبرى دليل دا دې چې د زندګۍ دعواملو د شرحى تعين د جوهرى عمل پۀ شرح کيږى. پۀ دى وجه به د دزړۀ حرکت کم شى او د دما غو حر کت به هم کم شې .پۀ حقيقت کښې دکشش ثقل پۀ وجه توا نائي انتهائئ کمه وى . کۀ چرته عوامل سست شې نو نو دهغى پۀ تکميل کښې به وخت هم زيات تيريږى. کۀ چرته يو خلائئ جهاز تقريباً درڼا پۀ رفتار سفر وکړى نو کائنات به پۀانتهائئى تيز رفتارۍ سره ددى خواته تيريدونکى محسوسيږ ى خو پۀ جهاز کښې دناستو خلکو دپاره به وخت نارمل وى .يعنى سست رفتاره به وى خيال به دا کيږى چې بهر وخت تيز شوے دے . آيا داسى به سمه وى؟
آيه دغه خلک به پۀ زمکه داوسيدونکو پۀ نسبت حقيقتاً پۀ مستقبل کښې او سيدلى وى کۀ نه؟. آئن سټائن پۀ ظاهره ددى خبري جواب پۀ اثبات کښې ورکوى .
ددى قسم قياسونو سره هر قسم پر اسراريت پيدا کيږى . لکه د بليک هولBlake hole پۀ حقله مختلف قياسونه .
پۀ وخت کښې دسفر تصور د تضاداتو نه ډک دے او نو عيت ئ جدلياتى نۀ بلکه مهمل دے .
راځۍ مو نږ به دا تسليم کړو چې د زمکى پۀ نسبت پۀ اوچتوالى کښې د ګهړۍ رفتار تيزيږى ځکه چې کشش ثقل اثر انداز کيږى . مو نږ به دا هم تسليم کړو چې کله دغه ګهړۍ زمکى ته را شى نو د نورو ګهړو پۀ نسبت به ديو سيکنډ د پنځوس کهربومى حصى برابر زيات وخت ښائي . آيه ددى نه دا نتيجه اخذ کيدے شى چې پۀ دغه جهاز کښې سفر کونکې سړى به هم پۀدغه مناسبت بوډا شوې وى ؟ د مڼو پۀ مثال کښې حليمى صيب هم دى طرف ته اشاره کړى وه .
پۀ عمر کښ داضافى د عمل انحصار د انسانى اعضاؤ د کارکرد ګۍ پۀ شرح باندى دے .پۀ دى باندى څۀ اثرات د کشش ثقل ضرور وى مګر پۀ دى کښې نور عوامل هم شامل وى. دا يو پيچيده حياتياتى عمل د‌ے او پۀ دى پوهيدل اسان کار نۀ دے چې رفتار يا کشش ثقل پۀ دى بنيادى طور تر کومه حده اثر انداز کيږى ، پرته لۀ دى نه چې دى دواړو کښې زياتےهم ذى روحو ته په مادى طورنقصان رسولے شې .
کۀ چرته د ميټا بولزم شرحه پۀ بيان شوى طريقه د سست رفتاره کيدو امکان موجود وى مثلاً هر شل مينټه کښې د زړۀ د دحرکت يو پوائنټ کميدل وى نو پۀ بيان شوى طريقه به عمر تيريدو رفتار پۀ دغه شرح کم وى. خو د metabolism شرح رفتار کمول د انجماد د عمل پۀ ذريعه ممکن دى. او پۀ دى امرکښې شک شته د ذى روحو د ختمولونه بغير به دغه تيز رفتارونه خپله اغيزه ښکاره کړى.
دتجرباتو نه دا ثابته شوى چې دا سى واړۀ جوهرى ذرات چې د رڼا د رفتار٩٩.٩٤ پۀ سلو کښې حساب سره سفر کوى دهغى پۀعمرونو کښې ديرش ګونه اضافه کيږى . خو بيا هم دا خبره پۀ خپل ځائ مو جوده ده چې دغه اخذ شوى نتايج به د مادې پۀ لويو مقدارونو يا روح لرونکو هم نا فذ کيدلے شې يا نه .
ديوى شعبى نه ا خستے شوى نتائج بيخى پۀ مختلفه شعبه کښې دنا فذ کولو نه اکثره ډيرى خطا ګا نى کيږى.
پۀ مستقبل کښې کيدے شې چې انسان د رڼا پۀ رفتار سفر وکړى اګر چې ددى امکانات ډير کم پۀ نظر را ځى خو دا مثال هم زمونږ مخى ته مو جود دې چې سل کاله مخکښې چې پۀ تا ريخ کښې محض يوه لمحه ده . د سپوږمۍ د سفر تصور پۀ ديو ما لائي دا ستا نونو کښې ملا ويدو .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
feroz afridi



دغړيتوب نېټه: 09 ميئ   2008
ليکنې: 41
ځای: qatar

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   جون   08, 2016 9:37 am    عنوان   : Reply with quote

ما شاالله والله ستر پوهان په دي پاڼه موجود دي نه يوازي په سائيينسي علومو پوهه دي بلکه د ژبي او لغت هم ښه قدرت لري ،،،ډير وخت پس د زمان او مکان په لټون کي ئي دغۀ درني پاڼې ته راسم کړم او ښکلي مطالب او مفاهيم مي تري واخيست۔۔يو جهان مننه
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.