tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

افغانستان دداعش پر ضد نړیوال ائتلاف سره یو ځای شو

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> سياست او روانې چارې
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
Hashmat Khan



دغړيتوب نېټه: 11 فروري   2016
ليکنې: 30

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   مارچ   31, 2016 3:48 pm    عنوان   : افغانستان دداعش پر ضد نړیوال ائتلاف سره یو ځای شو Reply with quote

دداعش تروریستی ډلی د پلویانو د فعالیتونو د پراختیا په اړه اندیښنې په افغانستان کې زیاتې شوی او د ډی ډلی د فعالیتونو د مهارلو په موخه د افغانستان حکومت د ځانګړو ځواکونو یوه قطعه جوړه کړي ده. داعش په دي ورستیو کې د افغانستان په خنیځو سیمو کې خپلو فعالیتونو ته زور ورکړی وه چې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا وځپل شول او ددوي یو لوی او مهم عملیاتي مرکز ، اچین ولسوالي د افغان حکومت تر ولکي لاندي راغلی. له بلې خوا، افغانستان په رسمي ډول د داعش ډلې پر ضد د امریکا په مشرۍ د نریوال ائتلاف سره یو ځای شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېرې په ایټالیا کې د داعش پرضد ائتلاف د غړو په ناسته کې له ګډون څخه مخکې له دې ائتلاف سره د افغانستان د یو ځای کېدو خبر ورکړ : " افغانستان له یو لړ ننګونو سره مخامخ دی چې موږ ډېری د هغې له هواري سره په مرسته کې رول لرو، دا هېواد دې ته په پام سره چې له داعش سره مخامخ دی تېره ورځ یې تصمیم نیولی له دغه ائتلاف سره یو ځای شي او موږ ترې هرکلی کوو".
ستاسو په اند د افغانستان یو ځای کیدل د داعش ډلې پر ضد د امریکا په مشرۍ د نریوال ائتلاف سره څومره مهم دي؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
tandar
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر   2009
ليکنې: 2374

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه اپريل   10, 2016 5:30 am    عنوان   : د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي Reply with quote

اوبه خړي کړه ماهي ونيسه
داعيش د امريکا پديده ده دا ناامنيتي ستا دبادارانو پديده ده
ټوله دنيا درته ړانده کاڼه او بي عقله ښکاري فقط ستا باداران هوښيار دي
بادارانو ته دي زما له خوا زيري ورکړه ټوله دنيا به وغلوي او وخوري خو داصلي افغان بچي نه شي غولولي او ماتولي خو خپل وخت ته ګوري ځکه لاس خالي اوناچاري ده او تاسي له دغه موقفه استفاده کوي
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> سياست او روانې چارې    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.